پر جسم د روحي فشارونو اغیزه

1387 د تلې ۳                             

څیړنې ښي چې د روحي فشارونو زغمل پرته له سن څخه په نظرکې نیولو سره په بیلا بیلو کسانو کې د ځینو مزمنو ستړیاو لامل ګرځي .

له میدیکال نیوز څخه په نقل ، ډیرې ستړیاوې په ځانګړې توګه په تنکیو ځوانانو کې د جسمي ناروغیو له عمله نوي بلکې د ډیرو لاملونه د روحي فشارونه زغمل وي چې خالي شوي نه دې او د روان پوهانو په خبره چې سرکوب شوي یعنې د انسان په وجود کې دننه پاتې شوي .

ترڅنګ یې که استرس او منفي روحي د وضعیت دوام هغه په تدریج سره به په خواشینۍ (افسردګۍ) اخته کوي  او آن تر دې چې له نورو رواني ناروغیو سره هم لاس او ګریوان کیږي .

د یادولو وړ ده چې روحي فشارونه کیدای شي د لمړنیو اړتیاوو لکه د مناسبو خوړو ، د ژوند لپاره د مطلوب ځای ، یا هم د ځینو عاطفي او ټولنیزو فشارونه او مالي کمیو په دلیل وي .

څیړونکو په خپله دولس کلنه څیړنه کې له ۱۰ زرو څخه په زیاتو کسانو په انګلستان هیواد کې دا موندلې  چې روحي فشارونه کیدای شي په لومړیو کې د طبیعی کړنو مخیوی ونه کړي خو له څه مودې وروسته له هورموني بدلونونو او پر رګونو ، زړه  او په مغزونو له اغیزې وروسته بې له کوم علت څخه په دایمي ستړیا بدلیږي .

په همدې دلیل هغه کسان چې له روحي اړخه په مزمنو ستړیاو اخته شوي ۶۸ په سلو کې د زړه په  بیلابیلو  ناروغیو اخته کیږي .