دطلاق غوښتنه

  يوسړی قاضي ته ورغی او ورته يې وويل ، چې غواړي له خپلې ښځې نه بيل شي او طلاق ورکړي .
قاضي ورته وويل ، چې په کوم دليل ؟
دغه سړي ورته وويل کله ، چې مېرمن مې په غوسه شي نو څه شی ، چې ﻻس ته ورشي ګوزار راباندې کوي .
قاضي ورنه وپوښتل  : څوکاله کيږي ، چې واده دې کړی ؟
ده ځواب ورکړ ، چې پنځه کاله کيږي !
قاضي بيا ورته وويل ، چې ولې دې پخوا دطلاق ورکولو غوښته نه کوله ؟
سړي ځواب ورکړ : ځکه ، چې اوس يې نښه پخه شوې او نه ترې خطاکيږم !!!