د کندهار د تاريخي ابداتو ځنکدن دی

دهرهېواد تاريخي ابدات او د هماغه هېواد د پخوانيووګړو په لاس جوړشوي تاريخي اثار يې د فرهنګ کړووړو د خلکو کارنامو،لرغونتيااو تاريخي قدامت څرګندويې کوي.
افغانستان چې يو لرغونى او د اسيايي هيوادونوزړه هيواد بلل کيږي د تاريخي ابداتو له پلوه ډېربډای او غني هيواد دى . چي د شمال نه تر جنوب  او ختيځ نه تر لويديځ   پوري په زياتو سيمو کې د کلونو راپاتي تاريخي ابداتو شتون ددي هيواد لرغونتياثابتوي . په خاص ډول کندهارد هېواد په کچه يوله هغوولايتونوڅخه دى چې د خاكريزولسوالۍ ختيځ لورې ته پرته د منډيګک  غونډي  چې د تاريخ دمخه زماني نه راپاتي شوني ده او دافغانستان پنځه زره کلن تاريخ هم د همدي لرغوني ځايه څخه ثابتيږي، نارنج ماڼي چي دکندهاراوسني ښارلوېديځي برخې تاريخي څلويښت غرځينوته څېرمه موقعيت لرې. دپنجوايۍ تاريخي سيمه،  دديمراسي غونډي، اوپه لسګونوځينې نورتاريخي ابدات او سيمي لري چې په لاس راغلې اثاريي نهه زره کاله وړاندي دهمدي خلکو په لاس جوړسوي دي.
ويل کيږي چې دملت دبابا اعلحضرت محمدظاهرخان اوشهيدمحمدداودخان د واکمنۍ پر مهال د هېواديوشمېرنورو او همدغو تاريخي ابيداتود ليدلو لپاره د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه بهرني سېلانيان راتلل  اودولت  ورته  په رسمې ډول  دابداتودليدلو ځانګړې ټکيټونه ورکول چې  د همدي امله يي ډيري پيسي ترلاسه کولي .  خودهغه مهال نه راوروسته کله چې  پرافغانستان  دروسيي سرووحشي اوځنګلي پوځ  ظالمانه تيري وکړ او د هېوادودانه اداره يي  راورانه کړه  تردي ګړيه نژدي ديرش کلونه کيږي   دغودرولسيزوناخوالونه يوازي داچې د هېوادوالو پرژوندانه منفي اونه جبرانيدوونکې  تاثيرات وشيندل بلکه زموږت
 اريخي اوفرهنګې اثاريې داسي زيانمن کړيدي چې   په هيڅ قيمت يې اوس خپل ماضي حالت ته نه سو راګرځولای .
دبده مرغه که يوازې دکندهارولايت اکثره ابيداتوته ځيرسودوخت  د حاکمانو  دبيغورى  له امله ياخو په بشپړه توګه له منځه تللي   اوياهم د له مينځه تلو په حال کي دي   اودادى  تردي ګړيه دهرچا چې   سترګي  پري خلاصي سې  دبې  علمۍ له کبله ددغسې  تاريخي ځايونوچې  بايدساتنه يې  سوي وای او وسي  ويجاړولو ته يې مټي رانغښتي دي  .اودخپله وسه سره سم دخپلوخيټودمړولو اوشخصې ګټودلاسته راوړلوپه موخه ډيروحرام خوروددي ګټي اوملي سرمايې  څخه څه ترلاسه کړه.
دتيروڅوکلونوراهيسي خودکندهارځيني ابيدات لکه د نارنج ماڼۍ  عاموخلکو او زورورو په ښکاره  ډول  په سپينه روځ  يې هره برخه ور ړنګه اودخپلو کورونو دجوړلولپاره يې  تري خاورې وچلولي   ددي سره سره غاصبينوددي تاريخي ماڼۍ زياته  حصه  باندي ګيډه واچوله او ددولت دنه پاملرنې له امله يې پکښي استوګنځې ودان کړه .
ددي سيمي د خلکودقوله چې  په تيروماضي حکوموتونو کې  ورته   په ډلوډلو په عصري تجهيزاتوسمبال خلک راتلل اوپه ناقانونه توګه به يي   په خپل سر پکښي په دي موخه کيندني کولي چې ګواکې  تاريخي اثار تري  راوباسي  .حتی ځينو بهرنيو مؤسسو ددي تاريخي ماڼۍ دقلعه په انګړکې  داوبوژورې  برمي  وکيندلي چې همداوس هم غاصبين تري ګټه اخلې اوکرهڼېزي  مځکې  يې  پري ابادي  دي .
ددي ترخواداحمدشاهي اشرف البيلادښارد قلعه  ديوالونه  هم په  بشپړه  توګه  د مځکې سره سم شوي  دي . يوازي په څلورمه ناحيه کې  د  قلعه  فصيل دکوڅې  په اوږدو کې  د درو څخه تر څلورو ميترو پوري  يوه  ټوټه  ديوال ترسترګو کيږي .
ددي وړوکې  ځاي  چار چاپيرهم کثافات غورځول  سويدي  او خلک تري د خزل ځای کاراخلي .   ددي امکان سته چې  ددي تاريخي ديوال دغه ارزښت ناکه وړوکې  ټوټه چې داحمدشاهي ښارڅرګندويې کوي  په راتلونکې  لنډه موده کې  دمينځه ولاړه سي.
 خپله د ستراحمدشاه باباتاريخي او ارزښتناک استوګنځای چې  دلومړي  ناحيي  دسدوزو په کوڅه کې  موقعيت لري  دمرګ سوګلۍ  وهي  محمدداؤد  چې  په همدي کور کې  ميشت دى  اوځان د احمدشاه بابااولاده معرفې  کوي دغه کور خپل شخصې  ملکيت ګڼې اوپه خپل صلاحت يې  د کورنيمه برخه چې  تاريخي  خوني  اوپلن ديوالونه يې  درلودل اودتاريخ  شاهدي  ورکول  اوس يې  دپاخه کاردبنسټ ډبره اېښي ده .
دافسوس وړ  خبره  لاداده چې   تيرکال  دغه شاهي  کوردپيرودلو لپاره هم محمدداؤد بيه کړي وو  چې  يو تن سوداګر تري  رانيوى  اوپرځاي  يې  تجارتي مارکيټ جوړوى  خو د نيکه مرغه کله چې  زه پري خبرسوم  رانيوونکى  اوپلورونکى  مې  د دي ودانۍ  په ملي ارزښت وپوهول  او دواړه تري د راکړي  ورکړي  څخه په شاه سوه .
 وروسته مې  سم  دستې  د اطلاعاتو او کلتور رياست  مسؤلين  په جريان کې  كړل  ترڅود پيسو په بدل کې  خپل کړي . دولايت مقام او د اطلاعاتواوکلتور  رياست  له خوا دري کسه په دي  موخه  وټاکل سوه  چې  د احمدشاه بابا دغه  شخصې  استوګنځى  دموزيم لپاره وپيري  اوددولت په واک کې  کړل   سي .  خو دنا معلوم  علت  له امله  دانېکه  اوګټوره  کړنه چې  بايدترسره سوې  وای ترسره نه سول .
اوخپله د احمدشاه بابا پرمقبره  او خرقي  مطهرې  ودانۍ  چې  د وزيرمحمدګل خان دواکمنۍ  پرمهال  جوړه  سوي  ده  هم  برسېره  زيانمنه  ده .
د دي تر څنګ  د ميرهزار جامع  چې  د دوهمي ناحيي د ميرهزار  په کوڅه کې  ودانه  ده  او دوه سوه  شپږ کاله  عمر لري  ګنبده يي د ړنګيدو  په حال کيده . د دووجګو څلوڅخه  يي يوڅلى په بشپړه توګه له  مينځه  تللي او بل په نيم حآلت ولاړ دى  .
د سترملي مبارز ميرويس خان  نيکه خپله  هغه  قلعه  چې  هستوګنه يې پکښې  کول دکندهارښار لويديځ پلوته د ميرويس خان  نيکه د زيارت  شاه ته په  ډيره لنډه  فاصله کې   دكوه كران  په كلې كې موقعيت لري . په دي کور کې  درحمت الله  په نامه يو تن دخپلي کورنۍ  سره ميشت  دى چې  ځان ددي سترنيکه اولاد بولي اوپه وينا يي  چې  دغه کور ورته د ميرويس نيکه څخه په مروثه کې  پاته سوى دى .
ددغه تاريخي کور دباندي  برخې ټول ديوالونه چې  سوونه  کلونه وړاندي  ودان سويدي ډيره برخه  يي رالويدلي  ده .
 دي هستوګنځي  ته نيژدي  هغه مسجدشريف  هم ديوي کنډوالي  په شکل موجوددى  چې سترنيکه  به پکښي  لمونځ  ادا  کاوه . اواوس هم چې نسبتآ تر يوه  حده  جوړ دى  د سيمي خلک پکښي لمونځ  ادا  کوي .
دسليمان  اخندذاده  څلى  چې  سوونه  کلونه  عمر  لري او د پنځمي ناحيي دحضرت جې  بابا زيارت  ته نيژدي  په هديروکې  ودان سوى  دامهال په ملاخم  اودچپه کيدوپه حال کې  دى .
دي  ته ورته  نورتاريخي ابيدات  هم شتون لري  چې  ياخو د ړنګيدو او يا هم په  بشپړه توګه دله مينځه  تلو په حال کې  دي  چې  يادونه يي  زيات وخت  ته اړتيالري .
دغه وران  ابيدات چې  ملي سرمايه ده خاصي  او جدي  پاملرني  ته سخته  اړتيا لري،
 د يونسکو نړيوالي  مرسته کوونکي اداري  او  د اطلاعاتو اوکلتور وزارت دنده ده  چې  د فني او مسلکي کسانوپه  وسيله يي ترميم  او ورغوي . د دي ترڅنګ که په هغوسيموکي چي دتاريخي اثارود شتون  نښي ليدل  کيږي  دولت  دي دهېواداولرغون  پوهانوپه مرسته پلټنې اوکندني وکړي  ترڅوترخاورو لاندي  راپاتي  قيمتي اووياړلي اثارو په لاسته راوړلوسره مو ملي سرمايه  نوره هم پراخه سي .
اوکه  چيري  دولتي اړونده مسؤلين دتيرپه څير  تاريخي ابيداتو  ته خاصه او جدي پاملرنه ونکړي  خپله ورسپارل سوي  دنده په ايماندارۍ  صداقت او ريښتني  توګه  ترسره نکړي ژرترژره پدي  دترميم چاري  پيل نکړي  عملاً کټلي  ګامونه اوچت نکړي  نوپه راتلونکي لنډه  موده کې  به د هېواد ډيرارزښتناک ابيدات اوستره هستي له لاسه ورکړو.
پدي اړوند نه يوازي داچې  دولت  مسؤل  دى  بلکې  عام خلک هم بايد دتاريخي ابيداتو په ساتنه کې  چې زموږ ګډه شتمني ده  ځان شريک او ونډه واخلي . اولس ته پکارده چې په دي لويه  هستي  کې  د نيستۍ  د حالت نه  ځان  وژغوري .  دولت که پخپله دنده کې  پاتي راغلى . خپله بايد خپل د سيمي د سرتاج  (ابيداتو)  ساتلو ته پام وکړو او خپلو سميزو وګړيو  ته پدي  اړه  دهغوي مسؤليت  ورپه ګوته کړو او هغوی پدي  زپوهوو چې  دپښتني، کندهاري  او افغاني  احساس له مخي دغه  راپاتي ملي شتمنۍ  وساتي .
پدي کار سره به مو يو ځل بيا نړيوالوته  ښوولي  وي چې  افغانستان هم د نړي په تاريخي دوروکې  ځانګړى  ځاي درلودى  او لري يي . او له بله پلوه به مو د هغو سترو نيکونونومونه ژوندي ساتلي   وي کوم چې  د نامه په اوريدلو سره يي  زموږ  د هېواددښمنانو زړونه لړزيږي .
دعام اولس ،  دولت او يونسکو نړيوالي اداري لخوا د کندهارتاريخي ابيداتو ته د خاصي او جدي پاملرني په هيله .
په درنښت
سيدعبدالباري روحاني کندهار
sabdulbariruhani@yahoo.com
www.bloguna.com/ruhani
شمشيرغار

شمشير غار دكندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ شمال لويديځ پلوته په دري نيم كيلومتره واټڼ كې موقعيت لري .دغه لرغونى غار دارغنداب درود  ختيځي خواته دبدوان كلې ته نژدي په مارغره كې  پروت دى
دشمشيرغار په اړه بيلابيل نظريات موجود  دي   ددي  سيمې ډيرى  خلك  داګمان كوي  چې   په دي غار كې  خزانه  پرته  ده دپيريانو ښار  دى  دتوروڅرخونه  پكښي  څرخې  څوخولي لري يوه يي په هند بله په چين اوځينې نورځايونه  يادوي .
روڼ آندي يي طبعې جوړښت ګڼې  اووايي چې ۵۰۰۰  كلن تاريخي قدامت لري   اوپخوانيوغارنشينو خلكو پكښې ژوند كاوه .
اكثريت خلك بيا په دي باوردي چې ددي غار په منځنۍ برخه كې دپاسه غرسورى  وو كله چې به اوبه تر ي راتوييدلي دشمشير غار يخ باد به ورڅخه دشمشير په څير تيره  نوكي  جوړكړه  اوډير تيره  به وه دهمدي كبله ورته شمشيرغاروايي .
خوځينې كسان بياوايي چې ددي ځاي اصلې  نوم جمشيد غاردى داځكه چې دجمشيد . پاچادلښكروپناه ځاى وو
خوزه لومړى دلته شمشير غارته  خپل ليدلورى ذكركوم  . كله چې  دغار خولې ته ورغلم ومې ليدل چې دغار خوله تنګه اوپه لومړيوكې يي يوه ډبره پرته وه انسان داسي فكركوي چې ددي ډبري شاته به څه نه وي  خو دډبري  شاته  دغه  غار لاښه  تره  راڅرګندسو دننه په  غاركې تاريكه  وه او ډيرتند بادپكښي چليده  .  انسان پكښي بيره احساسوي  دبيلابيلو خزندو ترڅنګ پكې شوپركان هم موجود دي . په غار كې دبيلا بيلو حيواناتو هډوكې هم پراته وه    دغار په ديوالونو سوندور هم  ښكاريدله  سندورهغه څه دي چې هندوان ورڅخه په مذهبې مراسموكې ټيكه وهې دهمدغو سوندرو دنښوڅخه ښكاري چې دلته هندوانو ژوند كړÙ
 ‰ دى
په شمشيرغاركې دتند بادچلندڅخه داسي څرګنديږي چې دغه غار دوي خولي لري خلك هم داوايي چي بله خوله يي په اشيغوكې دبدوان په كلې كې راخلاصه سوېده خوځينې خلك بيا په د ي باوردي چې دغار بله خوله په مزارشريف كې ده خواكثريت بيا په دي اند دي چې ګواكې ددي غار خوله په   چين ځينې نوروايي په هند كې راپرانستي ده .
هرهغه ځاي چې په ازاده قضا كې جوړ نه وي اود هوا دداخليدو  ځانګړي ځايونه ورته جوړ سوي نه وي  دباد چلند پكښې ناممكن وي خودشمشير غار دننه دبآد چلند څخه معلوميږي چې  غار به حتمې نورسوري  هم ولري   اوبل داچې كه دلته دباد چلند نه واي دانسانانو ژوند پكښې ناممكن وو ،
دزړواوپخوانيوخلكو په وينا چې دغار په منځ كې دوي لويي توري په خورا تيزۍ سره په څرخ دي اوكله چې انسان مخ په وړاندي ورسې همداتوري يي سر تري غوڅوي . خوكله چې زه پخپله غارته ترډيره حده ورننوتم توري راته نه ښكاريدي . خودغاردننه څواړخوته لوي لوي  داليزونوته ورته  پټ ځايونه درلودل .
 كه څه هم په لرغونو غارونو كې دهم هغه وخت دخلكو لخوا په ډبرينو ديوالونو  اوپاسنيوبرخوكې دغارونو دښكلا لپاره ګلان اويادتاخچو ځايونه جوړسوي وي خودلته مې داسي څه ونه ليدل او دنورو شيانو دموجوديت څخه داثابتيږي چې دلته به دانسانانو هستوګنځې وو
ددي غار په پاسنۍ برخه غره باندي مارته ورته  يوه توره ډبرينه كرښه له ليري واټن څخه ترسترګوكيږي  اودهمدي كبله دغه غره ته دمارغر وايي .
ددغه غره په اړه ډول ډول افساني موجودي دي ډيرى خلك وايي چې دا توره  ډبرينه  كرښه ماروو اوحضرت  علې  رض   وژلي دى  خو ځينې  روڼ  آندي  په دي  آند  دي چې  دايو طبعې جوړښت دى
دشمشير غار په اړه ددي سيمې  ميشت كسان بيلابيل نظريات لري . اكثره خلك په دي آند دي چې په دي غار كې خزانه موجوده ده جنيات پكښې شتون لري اوڅوك نه پريږدي چې دي غارته ورننوځې .
ځينې كسان بيادخپلو نيكونو له قوله وايي چې دوخت پيراوولې بابا صاحب اوموريد يي سربوريده  بابا دي شمشير غار ته ورننوتل باباصاحب خپل موريد ته ويلې وو چې هيڅ شې ته به لاس نه وروړي اونه بۀ يي راخلې بس زما پرپله پل ږده  ويل كيږي كله چې غارته ورننوتل  هلته دپيريانو ښاروو او هر ډول زيورات پراته وه . كله چې دغار څخه  راوتل  نو سربوريده  بابا د زرو خښته  رااخيستي وه  څه وخت چې دتورو څرخ ته راورسيدل بابا ولې تري راتير سو خو دموريد سر يي توري غوڅ كړ .
خپله سربوريده بابا هم لوړ شخصيت وو خپل پري سوى سر يي په لاس راواخستى با با صاحب وړاندي اودى ورپسې وو تر ډيره  ځايه  همداسي  روان وه  دلاري  په اوږدو كې  دچهارباغ كلي ته څيرمه دګودر پرغاړه څوتني ميرمنې چې منګي پلاس ناستې وي  پام يي ورواو ښت  او په اولوړ  ږغ  سره  يي  وويل يوو يوو  هغه سړى وګورى  خپل  سر يي  په لاس  راخيستى  دى  .  په دي وخت كې بابا صاحب مخ ورته راواړاوه  دخلكو  په  وينا  بابا صاحب ورته  وويل ما درته ويلي وو  چې  په  هيڅ  شې لاس مه وهه او هيڅ  شى مه رااخله  . همدا شيبه سربوريده  بابا  پرمځكه ولويد او ومړ . اواوس  هم دارغنداب  په يادسوي سيمه دجيليران په
 كلي كې   دسربوريده بابامقبره موجوده ده .
شمشير غار دنورو تاريخې  ابيداتو  په څير يوزيات  شمير سېلانيان  لري اوددي  سيمي  اوسيدونكې ورته  په  ميله  ورځي  هغه ميلوال چې زړور وي  په ليوالتيا سره  دروښنايي  وركوونكې  آلي په وسيله  دننه  غار  ته ننوځې  اودليدلو نه  يي  خوند اخلي  دوي له ځانه سره  اهاك  وړي  دغه  اهاك  دلاري په  اوږدوكې پاشي ترڅودبيرته راوتو لاره پيداكړي
خوډيرى كسان بياډاريږي اونسي كولاى چې غارته ننوځي هغوى دغار خولې ته نژدي دمارغره په لمن كې خپله ميله كوي .
داحمدشابابا دليسي دتاريخ دمضمون ښوونكى ښاغلي  محمد حسين شناخته راته وويل  چې دشمشير غار اصلي نوم جمشيد غاردى  اودميلادڅخه دوه سوه شل كاله وړاندي پدي غاركې اهل هنودوژوندكاوه . چې تردي مهاله يي په لاس جوړسوي اثار په همدي سيمه كې وجودلري  ،
او.دغه غار  په اصل كې جمشيد غار دى هغه وخت چې دساسانې كورنى  جمشيد پاچا چې پايتخت يي د ايران په بابول ښاركې وو دلته راغلى دغه سيمې يي ونيولي  اودده دلښكر پناه ځاى  سو چې د جمشيد غارپه نوم نومول سوى دى
داځكه په خواچې به هرچا جګړه وكړه (توره ) به يي وكړه دهغه په نامه به يي يو ځاي ونوماوه . دنومووړي په خبره چې دكندهار ګلذار په نامه يوه رساله كې  هم ددغه ځاي  ذكر سوى دى .

خو په   ۱۳۴۵  ه ل كال كې دكندهار  دښوونكو دروزنې دعالې مؤسسي  څوتنه  استادان  چې  يوامريكايي طبعه يي هم مل وو  دغه غارته  ورغلل ددي ډلې غړې اودعالي دارالمعلمين پخوانى ښوونكى حاجې محمد خان  په خبره  دغه  غار ځكه شمشير  غار بولې  چې  ددي  غار په منځ كې  دپاسه كوچني سوري وه  او اوبه   تر ي  راتوييدلي  خومنبع  يي  معلومه نه وه  چې  ايا دغره په سركې داوبو چينه  وه  اوكه څنګه  ؟   خودغه اوبه چې به كله لاري لاري راتوييدلې په غا ر كې  به  دساړه  بادله امله په يخي بدلې سوي  اودغه يخى  به  دشمشير دڅوكي  په شان  تيره وو  اوله همدي امله ورته شمشير غاروايي .
په لرغونو زمانو كې انسانانو په ځنګلونوكې ژوند كاوه چې كله دځنګلونو څخه راووتل  په غرونو كې يي په داسې غارونو كې  ژوند كاوه  چې اوبه   به  ورته  نژدي  وي  وروسته  ترهغه  دوي  زراعت  كاوه   اور  پيداسو اوسپنيزي  آلي  يي جوړي كړي  معدنيات  يي  پيداكړل  اومدنې سول . شمشيرغارهم دهم هغه وخت غاردى .
دده په خبره چې دغار دننه  دډبرين غره  څخه مو يوټه  ډبره  راوكيندل اودلابراتوار  په  وسيله مو معلومه كړه چې داهاكو ډبره وه .
ليكوال محمد ولې زلمې  دشمشير  غار  په  اړه  پخپله  يوه  رساله  كې  ذكر كړي اوليكلې يي دي چې شمشير غار دري  برخې لري  . كه په ځير  ور ته وكتل سې  ټول  پنځه  محوتي اوغلې  ځايونه دي  دغار دخولي  پرته  چې  ډير تنګ  دى  دونيم  متره  ته  رسيږي . دوهم  ځاى  يي ۱۷ متره اوږد او۱۳ متره پسور اولوړوالي  يي  ۶  متره دى . دريم ځاى يي   ۱۱ متره  اوږد  داليز لري  اوداراز  په دغه  ځاي  كې  يو بل ځاى  راځې  چې ددغه غار اوږد والى  ۳۵  متره   پسور يي  ۲۵  متره  او لوړوالى  يي  ۱۰  متره دى .څلورم غلى ځاى  ددريم  ځاى  په  څير دى  اوپنځم ځاى  د څلورمې  محوتي  څخه   ۴  متره لوړ دى خوله يي تنګه او مشكل څخه
 څوك ورڅخ تيريدلاي  سې .
دشمير غار په اړه  ځينو  بهرنيو لرغنپوهانو هم   څيړني    كړي  دي  .  هغه كندني اوڅيړني چې ميسټر ليوډي  پري  دنيويارك دطبعې تاريخ دلرغون  پيژندني  دهييت عضو په  ۱۹۵۱  كال كې په  شمشير غار كې وكړي  داثابته  سوه  چې دغه غار دپليوسين  په طبقات  عرضې  دوره كې اودقبل تاريخ په دوره كې استعمال سوى نه دى خوتاريخې غار ورته  ويلاى  سو .
اوهغه شواهد چې  په دي  غار كې په لاس راغلې  دي  دمسيح  دپيړۍ  د شروع  څخه  ۱۳۰۰  كاله وروسته بيا د مغل وتر پېړۍ  ۱۲۲۲  پوري  په دغه  غار كې دژوندانه  اثار ليدل سوي  دي  .  اودپرونوجې دشواهدو په اساس بيا په دغه غار كې دكوشاني لومړى دوره چې دميلاد څخه دمخه د۱۰۰ كالو څخه بيا دميلاد وروسته  تر ۱۰۰ كالو پوري  اوږديږي .
اوهغه كودر كې چې  دټاپو په وسيله  ښكلې سوي دي . دغه دوره ورڅخه  پيژندل  كيږي .
اودغه راز دساسانې كوشانې دوره چې د  ۳۰۰ كاله  څخه  شروع كيږي  اود ۷۰۰  كالو پوري اوږديږي . ددغې دوري دكودركو مخصوص ټوكران دساسانې دوري  دترقيو او نقشونو ښكارندوى دي  اوداسلامې لومړى  دوره  چې  د  ۷۰۰  كالو  څخه  شروع  كيږي  بيا تر ۱۲۲۲  پوري  رسيږي ،
دسلجوقې اثر مخصوص كودركې  بيا ددي څرګندويي كوي  چې  شمشير غار دمغلوتر دوري پوري دانسانانو داوسيدلو ټاټوبى ووخوپه راوروسته كلونو كې بياداوسيدلو ځاى نه وو او شواهد هم تري نه ښكاريږي .
خودلعاب لرونكو كودركو رنګه  ټوتي  چې  په اسلامې  پېړيو  پوري  اړه  لري  داڅرګندوي  چې داسلامې لومړى  پيړى  څخه  شمشير غار د انسانانو داستوګنځي  ځاى وو .
خودځينو شنو رنګه  كودركو وجود چې  دمغلو ديرغل دمخه دغلغلي په ښاركې ليدل سويدي هم دغه نظر څرګندوي ،
نوپه همدي اساس دميلار دپېړى په شاوخواكې بياتر ۱۲۲۲  پوري د۱۴ څخه بياتر ۱۵  پېړيو پوري شمشير غار داوسيدلو ځاى وو .
شمشير غار دتاريخې  قدامت  له پلوه  ډير  ارزښت  لري  ځكه  دلته  څو دوري  تاريخي مدنيتونه  تير سوي دي ليكوال ميرمعصوم په خپل  يوه  تاريخې سندكې  دشمشير غار يادونه كړي  دغه غار دمغار ه نشينو دوختونوژوند  انځوروي  اوكابو پنځه زره كاله يي كيږي .
په هر هېواد كې چې تاريخي  ابيدات  موجود وي اړونده  دولتې  ارګانونه يي لاښه  تره  ښكلا اوساتني ته پوره  پاملرنه  كوي  چاپېريال  يي وكورنيو سېلانيانو او بهرنيو توريستانو ته دميله ځاى په څير جوړ وي   اودهمدي لاري  يي نندارچيانوته  دپيسو په بدل كې  ځانګړي رسمې ټكيټونه وركوي  چې په زياته كچه ورڅخه عوايد لري .
خودبده مرغه  دافغانستان اوسنى   دولت لاتراوسه په دي نه دي توانيدلى چې د  اعليحضرت محمدظاهرشاه  اوشهيد محمد داود خان  دواكمنيو په څير دتوريستانو پام دخپل هېواد  ودي لرغونو وياړلو  ابيداتو ته  رواړوي  ترڅواقتصادپري قوي كړي  حتي  تاريخي اثار اوابيدات موتردي ګړيه  دچورچپاول  ،ړنګيدواوله منځه تلو  په حال كې دي  چې ساتني اوترميم ته دفني اومسلكې لرغونپوهانو له لوري  سخته  اړتيالري  خو اړونده مسؤلين ورته لاس ترزني ناست دي  .
تاريخي ابيداتوته ددولت اواولس دخاصي پاملرني په هيله
sabdulbariruhani@yahoo.com 0700313370