د سلطان صلاح الدېن اېوبي د وخت رېښتونې پېښې(۳۱)

 


مکمل غېر سېاسي:
 اېا زمونږ  دهيواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟
د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان
يوديرشتمه  برخه
پرلپسې (۸۸-۸۶)

«دا ستا دقوم   دسپاهيانو لاشونه  دي ، دوی د هغه پادشاهانود غوښتنو ښکار  ګرځيدلي  چې داسلامي سلطنت دله منځه وړلو له پاره د  انګليستان ، فرانسې ، جرمني ، ايټاليي او ....دکوموکومو  ځاېو څخه دلته  راغلي و»( عماد هاشم)
او کله چې «ايونا» په  عايشې بدله   شوه: (۸-۲)
*هلته په (کرک)  کې صليبيان د سلطان ايوبي پر خلاف د ځوابي  حملې په  فکر کې ډوب  و  دهغوی  مرکزي قومندان دخپلو قاصدانو له لارې  خپل  خپور  وور  فوځ   ته  احکام  ليږلي و  چې  دمسلمانانو  سره د جنګيدو هڅه مه کوئ ، بلکه دهغو  ځاېو څخه  د راوتلو  لارې  و لټوئ ، تر څو د ځوابي حملې  له پاره زيات  فوځ  را ټول کړاې شو .  ددې  احکامو  تر څنګ  هغوی د څلويښتو کسو  سرتيرو  يوه  ډله  تياره کړه  چې بايد  د مظلومو مسلمانانو په  بڼه کې هلته (شوبک)  ته وروننوځي ، او  جاسوسې  نجونې  دهغه ځاېه  را وکاږی ، صليبي  حکمرانانو په دې  فکر کې چې سلطان ايوبي د مصر  څخه  غير حاضر  دې  هلته د خپلو تخريبکارانو د ډيرښت  له پاره  پريکړه  کړې  وه  ، هغوی  غوښتل  چې  ژر  تر  ژره   حبشي  سوډانيان اود فاطمي خلافت  پاته شوني سره را يوځاې کړي  او پر قاهره باندې  ولکه و مومی .
د (شوبک) او (کرک) په منځنۍ  برخه کې  لا تراوسه  وينې  بهيدې ، هغه ټوله  سيمه  همواره   شګلوړه   نه وه ، په څو ځاېو کې هلته د خاورې  او  شګو سترې  سترې  غونډۍ  پرتې وی  او يا دشګو داسې  سيمي وی  چې که څوک  به  يو ځل  ور ننوت  نو بيا به ئې د  وتلو  شونتيا  لږه وه. په داسې سيموکې صليبيان هم  له منځه تلل  او د سلطان ايوبي مجاهدېن  هم . اوهلته  د (شوبک) هغه عيسايان  هم  له منځه تلل  چې  دمسلمانانو له ويرې  د ښاره څخه د(کرک)  په  لور  را تښتيدل ، هلته د جنګ  منظر  داسې و  لکه د يوه  افق  نه تر بله  پورې   چې انسانان  يو د بل  وينې  تويوي ، په دې  پراخه  شګلوړه  کې  يوځاې   نخلستان  يا د خرماو د بوټو ځنګل   هم و  چې هلته اوبه  تر لاسه کيداې  شوی  اوستړي ستومانه  انسانان ، زخمي انسانان  او دتندې  مړه کيدونکی انسانان هلته ورتلل او لويدل  به .
عماد هاشم د سلطان ايوبي دفوځ  دېوي کوچنۍ سر تيرې ډلې  قومندا ن  و، هغه شامي نژاده  و  په دې خاطر ئې  دخپل نوم سره  عماد شامي ليکه ، هغه جذبه  چې دصليبيانو پر خلاف  پر هر مسلمان کې  شته وه  هغه په عمادشامي کې هم موجوده وه ، خو دهغه په جذبه کې  د انتقام اوبدل  اخستلو  قهر او غضب  زيات  مالوميده ، د هغه په اړه  ټولو ته ډاګيزه وه  چې هغه  يتيم  و  او نژدې خپلوان  ئې هيڅوک  هم  نه درلودل. خو هغه په دې  خبره ډاډمن  نه و ، چې هغه  يتيم دې   او که نه ،  ځکه د هغه پلار  دهغه د سترګو تر مخه  نه وفات  شوی ، هغه د پنځلس شپاړس کالو په عمر کې  دخپله کوره  را تښتيدلې و. په  هغه وخت کې ئې کور  په (شوبک) کې  و ، هغه ته په ياد و  چې دهغه په کوچنيوالي کې صليبيانو په (شوبک) باندې ولکه  موندلې وه، او بيا يې  دمسلمانانو په  وينو  تويولو  لاس  پورې کړې  و . دهغه  کوچنيوالې د صليبيانو  په  دهشت او وحشت کې تير  شوی و ، هغه مسلمان  جنګي  بنديان  هم کتلي و چې په  وهلو وهلو به ئې  راوستل ، او دهغه  تر مخه  ئې ددوه کسانو سرونه  هم  پرې کړي و، او دا ځکه  چې هغوی د زخمونو  له لاسه  نور د تللو  وړ  نه و. هغه دمسلمانانو له کورونو  څخه دنجونو د تښتولو پيښې  هم په خپلو سترګو  کتلې وي او  مسلمانان ئې  بیګار کيمپ  ته د وړلو  په وخت  کې هم  کتلي و.    د (شوبک) مسلمانانو به ويلې  ، کله چې  په ښار کې  عيسايانو  بې له کومه دليله  مسلمانانو  نيول او  پنډغالي ته ئې  بوتلل  او دهغوی  په کورونو  يرغلونه کول   پيل کړل  نو په دې پوه  شه  چې  چېرې هغوی د مسلمانانوپه لاسو د ماتې سره مخ  شوی دي .
د عماد شامي کور  هم د عيسايانو دېرغل  څخه  خوندي  نه و پاته ،  هغه ته خپله خور  ياده وه ،چې  عمر ئې  اوه  اته کاله و  ډيره ښايسته او دنانځکې په څير  نجلۍ وه ، په کور کې ئې پلار  ،مور اويو  ورور  هم  و . يوه ورځ  د عماد دغه  کوچنۍ  خور  بيرون  ووتله ، او درغل  شوه ، پلارئې  ورپسې لټون  وکړ  خو پيدا ئې نشوه کړاې ، يو مسلمان ګاونډي ورته وويل  چې هغه عيسايانو پورته کړه او يوړه ئې ، پلار ئې  دښار د حاکم  دربار ته فرياد  وروست ، خو څنګه ئې  چې وويل  چې مسلمان دې  نو حکمران ورته  په غضب  شو او الزام ئې  پرې و لګاوه  چې  په حکمران قوم باندې دومره  ددرواغو ډک   الزام  لګوی  ، کور ته په را ستنيدو سره  ئې  پلار  او  د عماد  مشر ورور  د عيسايانو پر خلاف  شور  و شر   جوړ کړ. ددې پايلې دا شوی  چې د شپې د هغوی په کور  باندې  يرغل وشو  عماد  خپل مشر ورور او مور  په وينو کې ډوب وکتل ،هغه پخپله بيرون  را ووت او وتښتيد، او دېوه مسلمان  په کور کې پټ  شو. دهغې وروسته بيا هغه خپل کور ته ستون  نه شو. ځکه هغه مسلمان ګاونډي عماد  ددې ويرې هلته بير ون   نه پريښوده  چې عيسايان  به ئې  ووژني.
لږې ورځې وروسته  هغه مسلمان ګاونډي  دا يو بل چاته  وسپاره ، او هغه په پټه  د ښاره  را وويست ، د سهار په وخت هغه د يوي قافلې سره  روان و ، دډيرو  ورځو د سفراو ستومانتيا  وروسته ، هغوی شام ته ورسيدل ، او هلته ورته د  يوه  ستر تاجر په  کور  کې  نوکري  ورکړل  شوه ، اوس نو دهغه ژوند  همدا و  چې نوکري کوه  اوژوندې  اوسه ، هغه په ذهني توګه بالغ اوځوان  شوی و، د انتقام او بدل اخستلو  جذبه په  کې  ژوندۍ  او قوي  وه ، او دهمدې  جذبي په درلودلو سره  پرې   فوځيان  ښه  لګيدل ، هغه ددې تاجر نوکري  پريښوده  او د يوه فوځي حاکم کورته  ولاړ  اوهلته نوکر  شو.  عماد  هغه ته  دخپل تيرشوي  ژوند پيښې  بيان کړې  اودائې  هم ورته وويل  چې  غواړي  په فوځ  کې  خدمت وکړي .
دغه  فوځي حاکم دهغه پالنه وکړه  او  د شپاړرسو کالو په عمر ئې  په شام کې   په عسکري خدمت  کې و نيوه ، هغه دانتقام اوبدلې له پاره ناقراره و ، هغه ته په  درې څلورو ځاېو کې   په جنګ کې  ګډون  له پاره فرصت  تر لاسه  شوی و ، چې په هغوی کې هغه خپل  فن اومیړانه و ښووله ، لس يولس  کاله وروسته  هغه  ئې دهغې   فوځ سره مصر ته  وليږه ، چې نورالدېن  زنګي د سلطان ايوبي د مرستې  له پاره  و ر  استولې و ، دوه کاله ئې په مصر کې تير کړل ، بيا  خدای  دهغه دا مراد او غوښتنه  هم پوره کړه  چې هغه په (شوبک)  باندې د  بريد کونکي فوځ سره يو  ځاې هغه لورې ته ولاړ. خو هغه ئې په هغه فوځ کې وساته  چې  په شګلوړه  ځمکه  کې يې د صليبيانو  پرخلاف غلچکي  يرغلونه کول .
هلته   عماد  د صليبيانو  له پاره  قهر  ګرځيدلې و ، دهغه  غلچکي  ډله  ډيره مشهوره  شوی وه ، عماد شامي   دخپلو سپرو  سره  يوځاې په  صليبيانو  باندې اور   را ښکته کړې و خو د هغې  د سيني اور  مړکيدونکی نه و ،.... يوه مياشت وروسته   دهغه په  ډله کې يواځې  څلور کسان  پاته  شوي  و  پاته  نور  ټول شهيدان  شوي و ... يوه شپه   هغه د همدې  څلورو سپرو سره يوځاې  د صليبيايو  په  يوي  پنځوس کسيزه  ډله  باندې  بريد وکړ ، هغه ټوله ورځ   پټ  پټ دهغوی  شاته  ته  ،د   ورځې  له   اړخه يې  نه  شو کولاې  دخپلو څلورو کسو سره  په  هغو پنځوسو کسانو  بريد وکړي ، د هغوی په تعقيب پسې دا  تر ډيره  لرې ځاېه  پورې ولاړ ، د شپې صليبيان  تم شول او يوځاې کې ئې پړاو  وکړ ، خو زيات  شمير  ساتونکي ئې  بيداره  پريښول ، عماد  د نيمي شپې  په وخت کې  په اسونو  ور وځغاستل او د  ويدو  صليبيانو تر منځ  داسې تير شو  چې په خپلې  برچې باندې به ئې  په ښي  او کیڼ  لورې  وار  کاوه ،او دهغه  هغه څلور  واړو   ملګرو  هم  همداسې کول .
هغوی ته به  چې کوم خوزنده  شې تر سترګو کيده ، په هغوی به ئې د تورو او يا برچو  وار کاوه ، اوبيرته به  ئې ځانونه  غايبول ، څو کسه  په خوب  ويده صليبيان دهغوی  د آسونو تر پښو  لاندې  شول ، ساتونکو به په تياره  کې غشي ويشتل  چې  خطا  به  تلل ، مخته  عماد  دخپلو سرتيرو  ډله و دروله ، او دهغې ځاېه  ئې  خوندي ځاې ته بوتله، هغه دا فکر هم نه وکړې  چې  دښمن   بيداره  شوی دې  هغه يو ځل  بيا اسپ  سواره  هغوی ته نژدې  ور وړل ، او په  هغوی  ئې دبريد کولو  حکم وکړ . په تياره کې ورته  څه سيوري  تر سترګو شول ، پنځه واړه  اسونه   په ځغاسته ولاړل  او  دهغوی په  منځ  کې تير شول ، خوکله  چې  په دښمن د وار کولو وروسته  شاته شول  نو وئې  کتل  چې د پنځو  په ځاې  درې  را وتلي دي . دهغو دوه کسان صليبي غشي ويشتونکو  را پرځولي و.  د عماد  وينه نوره  هم ګرمه  شوه ، او خپلو مجاهدېنو ته  ئې وويل : « اوس  به  بدله  اخلو .»دا د هغه  بې عقلي وه ، هغه خپل دواړه  مجاهدېن  را و ګرځول  او د صليبيانو  په  لور  را غلل او د رانژدې  کيدو په   وخت کې ئې   د  بريد حکم  وکړ . اوس خو  اسونه  هم ستومانه   شوي و، او دښمن  هم په پوره توګه  بيداره و . ددې  يرغل  پايلې دا شوی  چې   عماد  يواځې پاته  شو . دا ځل  چې هغه ددښمن  څخه ووت   نو دخپلو دوه  ملګرو په ځاې ورسره  دوه  صليبيان و  چې دهغه تعقيب  ئې کاوه . صليبيانو پرې  و رغږ کړ .  هغه هم   په تياره کې   د  غږ څخه  و پيژندل ، او که نه  هغه  خو هغوی  خپل  ملګري  ګڼلي و.
هغوی  هغه  ته  ور  رسيدلي و، او په تورو  ئې پرې بريد وکړ ، دهغه سره اوږده  برچه وه، په ځغاستي  آس  باندې ئې  ددواړو  مقابله وکړه ،  ددوی جنګ  پوره  اوږود  شو ، او هغه دواړه  بيرته  و ګرځيدل  خو  عماد  دا دواړه  هملته  له منځه يوړل ، او  ددواړو  آسونه  ئې  (شوبک)  ته د ور وستولو له پاره  د واګو  څخه و نيول . دهغوی  توري  ئې هم  را واخستې  خو هغه دې ته متوجه  نه شو  چې تر کومه ځاېه  پورې  رسيدلې دې.، هغه  اسونو ته  او هم خپل  ځان ته د ارام  د ورکولو له پاره  په يو ځاې کې پړاو  وکړ  هغه  د ويده کيدو څخه ويريده ، ځکه  چې په  هر وخت کې  اود هرې  لورې  څخه ددښمن  په  بريد کې  را تلاې  شو. هغه شپه  په  بيدارۍ کې تيره کړه ، د ستورو  په کتلو سره ئې دا  مالومه کړه ، چې (شوبک)  کومي  لورې  ته او (کرک)  کومي  لورې  ته دې . او په دې صحرا کې  چېرې   ور  ته تلل  ور په  غاړه دي  تر څو  د خپلو ملګرو  سره يوځاې شی.
د سهار  دراختلو  سره سم هغه  روان  شو ، هغه د صحرا د پيريانو په څير  د لارې د ورکيدو  خطره    نه احساسوله، هغه تجربه لرونکې  چريک  و ، د لرې څخه ئې د خطرې  د بوي  کولو  احساس کولاې شو . هغه ته ډير  لرې  د صليبيان   څلور  څلور او يا پنځه پنځه   کسانو ډلې تر سترګو  شوی  نو که  چېرې  دهغه سره دغه  دوه  زياتي  اسونه  نه واې  نو په  يوه ټولي  خو ئې   بريد  کاوه ، هغه  خوندي   په خپله لار  روان  و ، هغه روا ن  و اولمر  په   اسمان  کې  را پورته  کيده ، مخته ورته د غونډيو سيمه  راغله ، دلته  ورسره ويره  پيدا  شوه  چې د صليبيانو کومه ډله به د شپې  له اړخه  قيام وکړي ، نو غوښتل  ئې د لمر د پريوتو تر مخه دهغه ځاېه  ځان  و کاږي ، ددې نه  هم ويريده  چې په کومه غونډۍ د صليبيانو  کوم غشي ويشتونکی ناست  نه وي ، هغه  هرې  لورې ته او هم پورته کتل او  روان و .
*****(۸۶)
مخته  لاره ددووشګلوړه  غونډيو تر منځ ګرځيدلې وه ، دهغې ځاېه  چې  راتاوشو  نو ناڅاپه ورته د چا د پښو  اواز  تر غوږو شو . داسې مالوميده چې څوک  د هغه دڅنګ  غونډۍ سره پټ  شوی و . هغه  دخپل آس  واګو ته ټکان ورکړ  او د خپل اس  تګ  ئې  ګړندې کړ . کله  چې هغه د غونډۍ  شاته  ولاړ  نو هلته لاره   يوي بلې  غونډۍ  بنده کړې وه ،دې سيمې دغونډيو ترمنځ د يوی  پراخه  کندې بڼه  خپله کړې وه، د عماد څخه  شل قدمه  لرې  په خاورو کې خړ  پړ  يو چا چې  چوغه ئې اغوستې وه  هڅه   کوله د لاسو او  زنګنو  په مرسته  پورته و خيژي،دهغه  شا د عماد   په  لور وه ، اوسرئې هم  پټ و ، عماد  پرې ور غږ  کړ  خو هغه  دعماد  غږ  ته  د ځواب ور کولو پرته خپلو پورته  ختلو ته دوام ورکړ . غونډۍ شګلورړه  او ختل  پرې  ستونزمنه و  ، عماد  مخته ورغې  هغه  انسان  يو بله هڅه  وکړه  خو  لاس او پښي ئې  ټينګي نه شوی ، هغه  نيم  بې  هوشه  شانته و .  بيرته  را ورغړيد او د عماد  د آس  په قدمونوکې تم  شو . د هغه دسر څخه د چوغې  برخه  لرې  شوی  وه، عماد  دهغې  په کتلو سره حيران  پاته شو.  هغه يوه ځوانه  نجلۍ وه  او دومره ښايسته  چې  پخوائې  کله هم  نه  وه تر سترګو شوې.
عماد د آسه  را ښکته  شو ، نجلۍ په ويره کې وه ، دهغې  پاته توان  هم ويرې  ختم کړې و. هغې  غوښتل و دريږي خو کيناسته ، عماد  ترې وپوښتل  چې  څوک  ده ، هغه ځواب ورکړ ،« اوبه  راکړه » عماد  د يوه  اس  څخه اوبه  راپرانستې  او هغې ته ئې  ورکړي، هغې په ډيره بې صبرۍ  سره  اوبه وڅښلې نو سترګي ئې   په پټيدو  شوی .
عمادهغې ته  دخوراک  له پاره  هم څه ورکړه،  نو دهغې په مخ  باندې د ژوند نښې  را برسيره  شوی ، عماد  ورته وويل «له ما څخه مه ويريږه ، ووایه چې څوک  ئې؟»
« د(شوبک) څخه د خپلې کورنۍ سره را وتلې وم ،» هغې په ستړي او ستومانه اواز  وويل « ټول  مړه شول ، زه يواځي پاته شوم ، په لار کې مسلمانانو  بريد را باندي کړي  و.»
«ماته ولې ريښتيا نه وائې ؟»  عماد  ورته وويلې « هغه څه  چې تاوويل  ټول درواغ دي »
«  که  ته ئې  درواغ     ګڼې و ئې ګڼه  » هغې  په ويريدلې  لهجې  سره وويل ،«  خو  پر ما رحم وکړه  او ما (کرک) ته ورسوه ،»
« تر (شوبکه) پورې »   عماد ورته وويلې « زه تا  (شوبک)  ته وړلاې  شم ،(کرک)  ته  نه » ته ويني  چې زه مسلمان  يم ، زه نه غواړم  چې په لاره  کې د عيسائې  فوځ  په لاسو  ومرم .»
بيا نو ماته  يو آس  را کړه »نجلۍ  ورته وويلي ، « زه نجلۍ يم  که چېرې  په  لاره کې د چا لاسو ته ورغلم  نو ته پوهيږې  چې زما انجام به  څه وي ؟»
« زه درته  آس هم نه شم درکولاې ، اوتا  له دې ځاېه   ځانته هم نه شم  ليږلاې ، عماد   ورته وويل « دا زما دنده ده  چې تا له ځانه  سره  (شوبک)  ته يوسم .»
« هلته به ما چا ته سپارې ؟»
« خپلو حاکمانو ته !» عماد  ورته وويلې او  تسلي ئې ورکړه  چې «ستاسره  به هغسې سلوک  نه کيږي  چې ته ترې ويريږی »
نجلي (کرک)   ته د تللو ضد کاوه ، عماد  هغې ته وويل  چې  هغه ته حکم شوی دې  چې د (شوبک)  هيڅ  عيسائې اوسيدونکې ددې ځاېه  تيښتي ته مه پريږدئ . ددې نه  علاوه هغه نجلۍ  خبره کړه چې  هغه (کرک)  پورې  نه شي رسيدلاې  ځکه  چې هغه  تور رنګه  ښايسته نجلۍ ده . مګر نجلۍ  ددې نه  ويريدله  چې دا مسلمان  فوځي   به  ئې بې ابرو کړي ،  هغې  فکر وکړ  چې  بايد  ددې سړي  سره دخپلې ابرو  سودا وکړي ، هغه ته  به ووائې چې آس  راکړه او له ما سره چې  څه کوي  هغه  وکړه . نجلۍ  خپله رويه  بدله کړه  او  عماد  ته ئې وويل « زه ډيره ستومانه  شوی يم ، نن  شپه همدلته   پړاو وکړه ، سهار  به (شوبک)  ته  ولاړ شو» عماد  هم ستومانه  شوی و او آسونه  خو  لاد  پخوا  څخه  ستومانه و . هغه د نجلۍ  حالت هم  همداسې وکوت ، نو په دې خاطر ئې هملته  د تم کيدو  پريکړه  وکړه . ددې تر مخه نجلۍ دې ته  دومره په غور سره نه  وکتلي ، هغې همدومره  کتلي و  چې دا  د اوږدې  ږيري  مسلمان دې  چې   په  خاورو او دوړو ککړ ې  څهرې ترې  وحشي   جوړ کړې ، نو هغې دهغه څخه د رحم هيله  نه دلورده ، اوس چې هغې  يو پلان  په فکر کې نيولې و  نوپه دې خاطر ئې عماد په  ژوره توګه  تر سترګو تير کړ.
عماد  هم  هغې ته په ژور  نظر  وکتل ،او  فکر ئې کاوه  چې دومره ښکلې  او ښايسته نجلۍ  په دې صحرا کې ځانته پاته کيدل ، په داسې  حال کې چې صليبي او اسلامي  عسکر  دزياته وخته  راهيسي  د وږو   ليوانو په څير  منډې ترړې وهي ، ددې له پاره  څومره خطرناکه دي ، او دا هم شونې ده  چې ددې نجلۍ په سربه  سپاهيانو او  قومندانانو يو بل سره وژلي وي . هغه پخپله هم فرښته  نه وه ، دهغې نجلۍ  سترګو ته ئې وکتل ، په همدې وخت کې نجلۍ هم ده  ته کتلې ، عماد هڅه کوله  چې د نجلۍ څخه خپلې سترګي واړوي ، خو دنجلۍ سترګو ددې سترګي را ستنولې ،  نجلۍ په خپل جسم کې  کومه داسې جذبه احساسوله چې دهغې  له پاره  پردۍ  وه ، هغې  يو ځل  سترګې  ښکته کړې  خوسترګې ئې په خپله  را پورته  شوی  او ډيرې نارامه  شانته ښکاريدې ، د نجلۍ په شونډو نرۍ  غوندې  خندا  را غله ، عماد  ورته   وويل « چې   شايد  ناواده  شوی  پیغله ئې ؟!»
«هو  !» نجلۍ ورته وويلې ، اوبيا ئې  دڅه فکراو ځنډ کولو  پرته   وويل «  زه په  دنياکې هيڅوک  نه لرم ،که  ته  له ماسره (کرک)  ته ولاړ شې  نو زه به له تاسره واده وکړم .» عماد  را بيداره   شوی  غوندې  و،هغه  ورته وويل « بيا به ته ماته  وائې  چې اوس دې نو  مذهب  هم را بدل کړه ، راځه  ته له ماسره (شوبک)  ته ولاړه شوه او هلته مسلمانه شه او واده  راسره وکړه  »
« زه بايد  په  هر صورت  تر (کرک)   پورې  ولاړه شم .» نجلۍ ورته وويلې « که چېرې ته له ماسره تر هغه ځاېه پورې ځې  نو ستا  دنيابه  بدله شي .»
نجلۍ د سودا لوبه  پيل کړې وه ، خو  عماد  څه نور  فکر کاوه ، دا فکر داسې و چې  هغه پرې  پخپله هم نه پوهيده ، هغه به بيا د نجلۍ مخ  او څهرې  ته کتل  اوبيا به  ئې سر ټيت کړ او په څه فکر کې به  ډوب  شو. داسې مالوميده  چې هغه د نجلۍ خبره  اوريدله  هم نه ده . لږ څه وروسته  د نجلۍ مخ  اوڅهره دماښام په تياروکې ورکه شوه، هغه د آس  دزين  سره تړلي  دخوراک  څښاک     شيان   را واخستل ، نجلۍ ته ئې هم   ورکړل اوپخپله ئې هم  وخوړل ، د هغه  جسم  دومره  ستومانه وه چې د څملاستو سره  سم ئې  سترګې ورغلې.
****(۸۷)
دنيمائې شپې  څخه ډيره برخه تيره وه  چې  نجلۍ خپل اړخ بدل کړ ،او سترګې  ئې پرانستې ، عماد ته يې  وکتل،  چې په خواږه  خوب  ويده  و، هلته  څو  قدمه لرې آسونه ولاړ و ، د شپې  د اولې برخې  سپومۍ د غونډيو سر ته  را غلې وه، نجلۍ آسونو ته وکتل ،زينونه پرې ايښي و ،  عماد  دومره  ستومانه  و  چې د آسونو څخه ئې زينونه هم نه و راښکته کړي ، نجلۍ   اسونه تيار  وکتل او دائې  هم وکتل  چې  عماد په خواږه  خوب  ويده دې  او د خوراک  څښاک  وروسته  ئې  خپل توان  هم  بيرته تر لاسه کړې ،  په خپله چوغه کې ئې لاس  ننويست  او کله ئې  چې لاس  را وويست  نو دهغې په  هغو ښايسته ګوتو کې   خنجر و ، په سپوږمۍ  کې ورته د عماد  مخ  تر سترګو کيده ، اوکتل ئې چې  هغه د بې هوشۍ په خوب  ويده  پروت  دې . نجلۍ د سپوږمۍ  په رڼا کې  د خنجر  ځلا ته وکتل ، اويو ځل  ئې بيا د عماد په  مخ  سترګې  ور  واچولې ، عماد  په خوب کې  بړيده ، هغه په خوب کې خبرې کولې  نجلۍ داسې وپوهيده چې  هغه ته خپل  خپلوان  راپه ياد شويدي.
نجلۍ د عماد  سينې ته په غور  سره وکتل ، اواندازه ئې وکړه  چې دهغه  زړه  چېرې دې ، هغې د يوه  څخه زيات  وار کول  نه غوښتل ، خو دا   وار بايد په زړه  وشي ، تر څو  عماد سمدلاسه  و مري ، او که نه  په مړينه  مړينه کې به هغه  هم له منځه يوسي ، نجلۍ  خپل  خنجر نور هم په قوت  سره  و نيو  او د آسونو په لور ئې وکتل ، هغه په زړه کې  ټول  هغه  څه  چې بايد کړې  ئې  واې   را وګرځول ،او هغه داچې  هغه به  په خپل  خنجر د عماد  زړه  سوری کوي ، په آس  به سپريږې او آس  به ځغلوي .   خو هغه  عسکره   نه وه  او که نه   بې له سوچه  او فکره به ئې  خنجر دعماد په سينه کې ور ننويستې واې  اوله منځه  به ئې وړې واې ، هغه ته   همدا علت  بسنه کوله  چې  عماد مسلمان دې ،اودهغې دښمن.  خو هغې به بيا بيا د عماد په مخ  باندې  سترګې  ور غوړولې  او کله ئې چې    خنجر د وار  له پاره  پورته کاوه ،  نو زړه  به  ئې  په ټوپونو  پيل  کاوه. عماد  يوځل  بيا و بړيد ، اوس نو دهغه  دخبرو  الفاظ  څرګند  و، هغه په خوب کې خپل کورته  رسيدلې و ، دخپلې مور نوم  ئې واخست ، خور ئې هم  راياده  کړه ، او څه داسې الفاظ  ئې دخولې څخه  راووتل  چې هغوی   وژل  شوي وي او عماد  دهغوی  قاتلينو پسې  ګرځي.
دا  چې کوم  احساس  يا جذبي د نجلۍ  لاس  تم کړ مالومه  نه دې ،شوني  وه  چې  ويره به وي . او د نه  وژلو  جذبه  به هم وي ،نجلۍ ناارامه  شوه ، هغې اراده وکړه  چې  وژل  به نه کوي ، سوکه  سوکه  به  پورته  شي  په آس به  سپره  شي   اوسوکه  سوکه  به  ددې  کندو  څخه ووځي . هغه  راپورته  شوه او خنجر ئې  په لاس کې  را واخست  د اسونو په لورې ولاړه ، خو شګو دهغې پښه  را  ايساره کړه ، هغه ودريده  اوعماد  ته ئې يو ځل بيا  وکتل ، ناڅاپه  ئې  په ذهن کې دا خيال  راغې  چې دې سړي  دومره پروا هم ونه کړه  چې  دهغه  سره يوه ځوانه نجلۍ  په  يواځې  ځاې کې  يوځاې شوی  ده ، او دا  فکر ئې   هم و نه  کړ چې دا نجلۍ  عيسائې ده  او کولې  شي  چې دخوب  په وخت کې ئې ووژني ،هغه  د آسونو څخه زينونه  هم نه دي  راښکته  کړي  او خپله برچه  او توره ئې هم  په احتياط  سره  نه دي  سمبال کړي --  ولې ؟ ايا  هغه پر ما باور دلود ؟ يا  ايا دومره بې احساسه دې  چې زما ځوانۍ  په هغه کې هيڅ   جذبه  راپيدا نه کړه ؟...؟ هغې ته   داسې  احساسيدله ، چې  هغه سړي دې ته داس  څخه زيات   ارزښت  هم  نه دې ورکړې ، هغه سوکه  سوکه   تر يوه  آسه  پورې  راغله ، آس   و شنړيده ، نجلۍ  وويريدله او د عماد  لورې ته ئې وکتل ، د آس  په  اواز   هم دهغه  سترګې  خلاصې نه  شوی .
 هغه ددرې  آسونو تر منځ  ولاړه وه ، کله ئې چې  په يوه  آس  د سپريدو  اراده وکړ ه نو د شا له   خوا  ئې اواز  واوريد.« څوک ئې ؟ »  نجلۍ  يو دم شاته وکتل ، يو سړي  په خوله باندې شپيلې  وواهه « زمونږه  دا  قسمت!؟» هغوی دوه کسان  و ، بل ئې وخندل ، نجلۍ  ئې  د ژبې  څخه و پوهيده  چې صليبيان دي ،يوه نجلۍ د لاسه  و نيوله ،او خپل ځان  ته  ئې  را ښکوده ، نجلۍ ورته وويلې   « زه صليبي يم » هغو دواړو و خندل   اويوه  ئې وويل « بيا خو ته  ټوله  زمونږه  ئې --  راځه »
«لږ  صبر وکړۍ او زما خبره واورۍ ،» هغې ورته وويلې ، زه د (شوبک)  څخه  راتښتيدلې يم ،  زما نوم ”ايونا» دې  زه د څارکښۍ  د شبکې  غړی  يم ،(کرک)  ته ځم ، هلته ووينۍ  يو مسلمان سپاهی  ويده دې  ،هغه زه نيولې وم ، ما هغه  ويده  پريښود او  ترې تښتم ، زما  سره مرسته   وکړئ ، دا  اسونه  واخلۍ اوما (کرک)  ته ورسوئ ،» هغې   دوی دواړو ته ډيرې  خبرې  وکړې  چې هغه د صليبي  فوځ له پاره  څومره  ارزښتناکه  پانګه ده.
يوه صليبي هغه د وحشيانو په څير په خپلو لاسو کې  را ومروړله ، او وئې ويل « هر چېرې  چې غواړې  رسوو دې»  خو هغه بل   ډيره  بیهوده  خبره  وکړه ، اودواړو نجلۍ يوي لورې ته  ور ټيل وهله ، هغوی د صليبي فوځ پياده عسکر و ، چې دمسلمانو  چريکانو څخه را تښتيدلي و،  هغوی  د شپې  چېرې  پټ  شوي و او ارام  ئې کاوه،دداسې ښکلې نجلۍ په کتلو د هغوی څخه حيوانات  جوړ شول . کله چې نجلۍ وکتل  چې هغوی ته د صليب هم  څه  پروا نه شته ، نو هغې په دې هيله  په لوړ اواز  خبرې  پيل کړې  چې عماد  راپورته  شي  خو هغه سپاهيانو  له ځانه  سره  راښکودله  .
ناڅاپه  يوه  په ويريدلی اواز  د خپل ملګري  نوم واخست  او ويي ويلې « ځان  څنګ کړه »  خو دهغې دخبرې دمخه   دعماد برچه  دهغه  په ملا کې ور ننوتي وه. هغه بل  توره  را وويسته ، نجلۍ چې کله خپلو لاسو ته وکتل نوګوری  چې  خنجر ورسره دې  هغې  دا خنجر د صليبي سپاهي  په  اړخ  کې ور  ننويست  او يو په بل پسې  ئې دوه  واره  پرې  وکړل ، او  په چغو چغو ئې وويل  «« تاسو ته د ژوندي پاته کيدو  هيڅ حق نه شته ، تاسې د صليب  په نوم    ناولې  تور  داغ  ياست .»
کله  چې   دواړه  صليبيان  يخ  شول ، نو نجلۍ  بې قابو شوه او په ژړائې پيل  وکړ. عماد  هغې ته  تسلي ور کړه او  ورته ئې  وويل « اوس دلته  پاته  کيدل  سم  نه دي ، شونې ده  چې ډير سپاهيان  به دهغې لورې  راشي ، مونږ همدا اوس  (شوبک)  ته روانيږو ،»
 هغه دنجلۍ  څخه و پوښتل « ايا هغوی ته راپورته کړې وی؟»
« نه ! » نجلۍ  ځواب ورکړ ،« زه ويښه وم  او دآسونو سره  ولاړه وم ،»
« هلته دې څه کول ؟»
« غوښتل مې  په اس  سپره  شم او  وتښتم ،» نجلۍ  اقرار  وکړ  او وئې ويل « ما نه غوښتل له تاسره  ولاړه  شم .»
« دا خنجر دې له کومه کړې؟»
« د پخوا  څخه له ماسره و »نجلۍ  ځواب  ورکړ ، « ما د مخکې نه  په لاس کې نيولې و.»
« ولې دې پخوا را  خيستې و؟» عماد  ترې و پوښتل «  په دې خاطر  که زه  راويښ شم نو ما به ووژنې ،»
نجلۍ  ځواب  ورنکړ. عماد ته ئې  همداسې  کتل . د لږ څه ځنډ وروسته  ئې ورته وويل « پخوا  له دې   چې ته ما ووژني   ماو  غوښتل تا ووژنم  او بيا   درڅخه و تښتم . »  زه تاته  داپه ډاګه کوم  چې ما خنجر   ستا د وژلو له پاره را  خستې و خولاس  مې  نه  پورته  کيده . زه دا نه شم ويلاې  چې ما ولې  ستا په زړه کې خنجر  و نه شو ننويستلاې . ستا ژوند زما   په لاسو کې و ، زه بې  زړه  نه يم ، خوبيا هم  زه  و نه توانيدم  تا ووژنم ، زه ددې  کوم  علت  نه شم ويلاې ، کيداې شي  ته څه ووائې ؟»
«  دژوند او مرګ  پريکړې د الله ج   په لاسو کې دي ،» عماد ورته وويلې ،« ستا لاس  زما  الله ج   له ما څخه  منه کړې و، اوستا عزت  هم الله ج  خوندي کړ. زما وجود  خو هسې  يوه وسيله شوه ،... په  هر آسپ  چې سپريږې سپره شه اوځغله .»
نجلۍ  خنجر د عماد په لور  ور  وړاندې کړ  او ورته ئې وويلې« زما  خنجر  د خپله ځانه  سره و ساته ، اوکه نه زه  دې وژنم »
« ته دا  زما توره  هم له ځانه  سره واخله » عماد  ورته وويل « بيا هم  ما نه شې وژلې »
دا ټوکې نه وي ، دواړو  په پور ه  هوش او فکر سره داخبرې کولې ، هغوی  په اسونو سپاره شول  اويو  اس ورپسې روان و.
دلمر  تر  راختلو پورې  دوی هغې سيمې ته  رسيدلي و  چېرې  چې صليبي  عسکر  نور نه تر سترګو کيدل ، دعماد  دفوځ  خپل څو کسه سپاهيان  تر سترګو شول ، هغه  ورسره خبرې وکړې او  مخته ولاړل ، داپريل د مياشتې  لمر  ډير ګرم  وي  هغوی  خوله  اومخ  پټ کړي و اوروان و ، لرې شګي د اوبو  دسمندر  په څير  را وځيليدې ، او په ښې  اړخ کې  ئې د شګلوړه  غونډيو  غرونه   تر سترګو  شول ، دسفر په دوران کې هغوی  له يوه  بله سره يوه خبره هم  ونه کړه ، د ګرمۍ  نه علاوه  د انسانانو  لاشونو هم  په هغه ځاې کې  چپه چپتا اود ويرې فضا را پيدا کړې وه ، عماد نجلۍ  ته وويلې «  دا ستا دقوم   دسپاهيانو لاشونه  دي ، دوی د هغه پادشاهانود غوښتنو ښکار  ګرځيدلي  چې داسلامي سلطنت دله منځه وړلو له پاره د  انګليستان ، فرانسې  ، جرمني ، ايټالي او ....دکوموکومو  ځاېو څخه دلته  راغلی و .
نجلۍ چپه خوله ناسته وه، هغې به بيا بيا عماد  ته کتل ، او د يوه   سوړ  اسويلې  وروسته به ئې  بيرته  سترګې واړولې ، عماد  د (سلول)  دغرونو په لور مخه کړه، هغه ته مالومه وه چې هلته به  اوبه   اوسيورې  پيدا شي ، لمر دهغې  شاته پاته شو. غرونو ته ورسيدل ، د لټون وروسته  ئې شنه ګياه  او بوټي  تر سترګو  شول ،  په يوه  ځاې کې د غره  لمن  شکيدلې وه، او هلته اوبه وې ، دآسه  را ښکته شو، اول  ئې پخپله  و څښلې  اوبيا ئې آسونه د اوبو څښلو ته  ور پريښول ، او تر سيوري  لاندې کيناستل .
« ته څوک ئې ؟» نجلې ترې وپوښتل ،« ستا نوم څه دې؟  او دکوم ځاې اوسيدونکې ئې؟»
« زه مسلمان  يم » عماد  ځواب  ورکړ ،« زما نوم  عماد دې او  زه  شامي يم »
«تا دشپې په خوب کې څوک يادول ؟»
« ماته  په ياد نه دي » عماد  ورته وويل « زه  لکه  چې په خوب  کې  خبرې کوم،  زما  ملګرو به هم ماته همداسې  ويلې ، چې زه په خوب کې  ګړيږم .»
«ستا مور  ياخور  شته ؟نجلۍ ترې و پو ښتل .  او  ورته ئې وويل  «شايد  چې ته هغوی  ياد وی ،»
« وو  ، يووخت  !» عماد د افسوسه  په ډ‌ک  اوسيلې  سره وويل .«اوس هغوی په خوب کې  وينم .» نجلۍ ترې  د ټولو  خبرو  د پوښتلو هڅه  وکړه خو عماد  ورته  نور څه و نه ويلې، هغه نجلۍ ته وويلې « تا دخپل ځان  په هکله ماته  درواغ ويلي و. ماته ستا  څخه د پوښتني کولو  اړتيا هم   نه شته  چې ته څوک  ئې ؟  زه به تا هغه اړوندې شبکې ته سپارم  اوبيرته به را ستونيږم ، که چېرې ريښتيا ويلې شی  نو  دخپل ځان  په هکله  را ته څه ووایه  خو دا مه وایه  چې ته دهغو  صليبي نجونو څخه   نه ئې  چې  زمونږ هيواد ته د څارکښۍ  له پاره راغلې و ې .»
«ته سمه خبره کوي »نجلۍ ورته وويل .« زه  جاسوسه نجلۍ يم ، زما نوم ”ايونا» دې » 
ستامور  اوپلارپه دې خبر دي  چې ته څه  ډول دنده  تر سره کوی ؟» عماد  ترې و پوښتل.
« زما مور  اوپلار نه  شته ،» ”ايونا» ورته وويل « ما دهغوی  شکلونه  هم نه دي  کتلي ، زما محکمه   زما مور او دهغې  مشر زما پلار دې ،» هغې دا خبره همدلته پريښوده ، او وئې ويلې  « زما  يوی ملګری  د يوه  مسلمان سپاهي د  په څنګ کولو  په خاطر  زهر  و خوړل ، زه هغه وخت  ډيره  حيرانه وم  چې کومه  صليبي نجلۍ د يوه مسلمان  له پاره دومره  قرباني ورکولې شي ؟ خو زه نن دا  احساسوم چې  هو  دا کار کيداې شي .»
«داسې څرګنده  شوی وه  چې هغه  مسلمان  سپاهي  هم ستاپه څير   هغه نجلۍ د غلو  څخه  دخپل ځان په قيمت  خوندي کړې وه. اوبيا هغې نجلۍ  هغه   په زخمي حالت کې دخپله ځانه  سره (شوبک)  ته وړې و. ستا په څير  هغه  هم دافکر نه کاوه  چې  نجلۍ  څومره  ښايسته ده ،، لوزينا ډيره ښايسته نجلۍ وه ، زه داويلې  شم  چې زه هم اوس   ستا  په  خاطر  خپل ځان ځارولې شم .»
« ما خپله دنده  تر سره کړې ده »  عماد  ورته وويلې ، « مونږ  دحکم  تابع  يو .»
« کيداې شې دا  د جذباتو  اغيز وي  چې زه  داسې محسوسوم  لکه  ما چې  ته  پخوا کله  کتلې ئې .»
«کتلې به دې يم » عماد ورته وويلې « ته به مصر ته  تللې وی ، هلته به دې کتلې يم .»
« زه مصر  ته تللې يم » نجلۍ ورته وويلې،« خو ته مې هلته نه ئې کتلې ،» هغې ورنه   په خندا کې وپوښتل .
« زما  په اړوند  ته څه فکر کوي ؟ ايا زه ښايسته نه يم ؟»
« ما ستا د ښايست  څخه  انکار  نه دې کړې ،» عماد  ورته  وويل « زه پوهيږم  چې ته داپوښتنه ولې کوی.؟»
ته به  حتماُ حيرانه  شې چې ما  له تاسره هغه  سلوک ولې ونکړ  چې  ستا د صليب  دوه ملګرو  له تاسره کول  غوښتل ، کيداې شي  ستا په زړه کې   داويره  تر اوسه هم شتون ولري  چې زه تاته  دوکه درکوم. اوتا (شوبک)  ته د وړلو وروسته  خرابوم. اويا ستا د خوښې خلاف  له تاسره واده کوم . او يا  دې پلورم ، زه  غواړم  ستا دا ويره  له منځه ولاړه  شي ، نجلۍ که زما له  مذهبه وي اوکه  له بله مذهبه ، زه هيڅ  ښځينه  ته  به بد  نظر نه شم    کتلاې، دهغې  علت دادې  چې  زه  چې کله د دولس دېارلس کالو  وم نو زما  يوه کوچنۍ خور  تښتول شوی وه ، دهغې عمر   شپږ اوه  کاله و ، اوس دادې شپاړس کاله تيريږې ،  هغه په (شوبک)  کې عيسايانو زمونږ دکوره  پورته کړې وه، زه نه پوهيږم  چې هغه  به ژوندۍ وي اويا  مړه ، که چېرې ژوندۍ  هم وي نو دکوم امير  په  حرم سراې کې به وي ، اويا به ستا په څير جاسوسي کوي . هره نجلۍ  چې وينم  هغه خپله همغه خور ګڼم ، هغې ته په خراب  نظر  ځکه نه شم کتلاې  چې  هسې نه  چې هغه  هغه  زماورکه  شوی خور  وي ، زه تا  په دې خاطر (شوبک) ته له ځانه سره وړم ، چې هلته  خوندي  پاته شې ، زه  پوهيدم  چې په صحرا کې ستا    ځانته تګ او بيا پياده تګ  تا څه ډول   انجام ته وررسوي، او بيا که ته د چا په لاسو کې  کيوتې واې  نو ستا حال  به هماغه و لکه ستا   صليبي  ورونو  چې  له تاسره کول  غوښتل ،ماته دخپل ښايست  احساس  مه  راکوه ، زه ددې  احساس  له اړخه مړ يم، زه  په دې  صحراو  کې د صليبيانو پسې د اس   دځغلولو او هغوی په  خپلو وينو کې  د لمبلو څخه   لذت   اخلم .
نجلۍ  هغه  ته  په  حيرانونکو  سترګو سره کتل ، دهغې په سترګو کې دتندې  اغيز  و ، دهغې سره تر اوسه پورې داسې خبرې   چا نه وی کړې ، هغې ته دبې حيائې اوعياشۍ  درس  ورکړل شوی  و. هغه ئې  يوه   ډير ښکلې دوکه  اوفريب  ګرځولې  وه، په هغه ئې  د حسن او شرابو نشه  خپروله ، او هغه ئې د عصمت  د مرغلرو څخه بې برخې کړې وه، او هغې   ته ئې   دروزنې وروسته  د خپلو نورو  نجونو ملګرو  په  څير   خپل  ځان   د نارينه  و  په غيږو   کې  د ور اچولو  حکم کړې و.   تر څو د هغوی زړونه   په خپله ولکه کې واخلي .  هغوی  دخلکو په زړونو او دماغونو  حکومت کاوه  او خپل ځانو نه ئې  شهزادګۍ  ګڼلې ، هغې ته دا هم   په ياد کې نه   و پاته   چې  کور ئې  چېرې  وه، او مور  وپلار ئې  څوک  و .  د عماد  جذباتي خبرو  دهغې په   ذات کې  د يوي  ښځې جذبات   را پارولي و ،  هغه په ژور  سوچ کې  ډوبه وه ،  دهمدې  ژور  سوچ په  وخت کې ئې وويل «   ماته د يو ويرونکې  خوب  په څير دا  په  ياد  راځي  چې  زه ئې دېوه کوره  تښتولي  وم ، خو  ماته ياد نه دي  چې په هغه  وخت کې به زه  څو کلنه وم »   هغې خپل دواړه  لاسونه په ويښتانو کې  تير کړل  او خپل  ويښتان ئې  په دواړو  موټو  کې  را ونيول او داسې ئې کلک کړل   لکه څوک  چې پخواني يادوونه   را ويښوي ،  هغې  وويل  « په ياد  نه راځي ،  ځکه زما  ماضي  په   شرابو ، عيش  او عشرت  او  په ښکلې  فريبونو  کې   ورکه ده ،   ما هيڅکله  هم فکر نه  و کړې  چې زما مور  اوپلار  څوک  و او څنګه و ،  ماته کله  دمور  اوپلار  اړتيانه  ده پيښه شوی ،  زما احساس  له منځه  تللې و، ماته  دا مالومه نه ده  چې  نارينه  پلار  او ورور  به هم شتون  ولري ، نارنیه خوما  دخپلې تفريح داستعمال  يو نانځکه ګڼي، په هغوی  چې  زما ښايست او  زما  ځواني   نشه  را نه وړي   نو زه هغه دحشيشو او  شرابو په واسطه خپل  غلاموم ، خو اوس  چې تا کومې خبرې وکړې  هغې   په  ماکې  هغه احساسات  را بيداره کړل  چې د مور ، پلار  ، ورور  او خور  مينه  غواړي .»
 د هغې نا  ارامي  زياتيدله ،  هغه به  تم تم کيده او خبری  به ئې کولې ، او بيا  بلکل  چپ  پاته شوه، کله به ئې عماد  ته سترګې  و نيولې  او کله به ئې  د خپل سر ويښتان  په  دواړو  لاسو کې و نيو ل،  هغه په حقيقت  کې د  خپلې  ورکې  ماضي او  حال  تر منځ  په  جګړه  بوخته وه ،  کله  چې  عماد  ورته  وويلې   چې پاڅه چې ځو ،  نو هغه  د يوه  کوچنۍ  ماشومې  نجلۍ  په څير د هغه سره  روانه  شوه ، د هغوی  آسونو   هغوی د غرنۍ  سيمي څخه ډير لرې  يوړل  خو بياهم  به  هغې   عماد  ته همداسې کتل ،  يواځي يو ځل هغې په خندا  کی وويل .« ما کله هم  د نارينه و  په خبرو او وعدو باندې  باور نه دي کړې ،  زه نه پوهيږم  چې  زه ولې  احساسوم  چې زه بايد له تاسره ولاړه  شم؟»   عماد  ورته وکتل   او مسکې  شو.
***** (۸۸)
پاته  په  دوه ديرشتمه برخه کې ولولئ....
 
 
 
 
 
 
 
 
 
د  قرېب الرحمن  سعېد  ژباړه :
د سلطان صلاح الدين ايوبي د وخت ريښتونې پېښې(۳۱)
مکمل غېر سېاسي:
 ايا زمونږ  دهېواد اوسنی حال خو همداسې نه دی؟
د التمش لېکنه
دايمان پلورنکوداستان
يودېرشتمه  برخه
پرلپسې (۸۸-۸۶)
«دا ستا دقوم   دسپاهيانو لاشونه  دي ، دوی د هغه پادشاهانود غوښتنو ښکار  ګرځيدلي  چې داسلامي سلطنت دله منځه وړلو له پاره د  انګليستان ، فرانسې ، جرمني ، ایټاليي او ....دکوموکومو  ځاېو څخه دلته  راغلي و»( عماد هاشم)
او کله چې «ايونا» په  عايشې بدله   شوه: (۸-۲)
*هلته په (کرک)  کې صليبيان د سلطان ايوبي پر خلاف د ځوابي  حملې په  فکر کې ډوب  و  دهغوی  مرکزي قومندان دخپلو قاصدانو له لارې  خپل  خپور  وور  فوځ   ته  احکام  لیږلي و  چې  دمسلمانانو  سره د جنګيدو هڅه مه کوئ ، بلکه دهغو  ځاېو څخه  د راوتلو  لارې  و لټوئ ، تر څو د ځوابي حملې  له پاره زيات  فوځ  را ټول کړاې شو .  ددې  احکامو  تر څنګ  هغوی د څلويښتو کسو  سرتيرو  يوه  ډله  تياره کړه  چې بايد  د مظلومو مسلمانانو په  بڼه کې هلته (شوبک)  ته وروننوځي ، او  جاسوسې  نجونې  دهغه ځاېه  را وکاږی ، صليبي  حکمرانانو په دې  فکر کې چې سلطان ايوبي د مصر  څخه  غير حاضر  دې  هلته د خپلو تخريبکارانو د ډيرښت  له پاره  پريکړه  کړې  وه  ، هغوی  غوښتل  چې  ژر  تر  ژره   حبشي  سوډانيان اود فاطمي خلافت  پاته شوني سره را يوځاې کړي  او پر قاهره باندې  ولکه و مومی .
د (شوبک) او (کرک) په منځنۍ  برخه کې  لا تراوسه  وينې  بهيدې ، هغه ټوله  سيمه  همواره   شګلوړه   نه وه ، په څو ځاېو کې هلته د خاورې  او  شګو سترې  سترې  غونډۍ  پرتې وی  او يا دشګو داسې  سيمي وی  چې که څوک  به  يو ځل  ور ننوت  نو بيا به ئې د  وتلو  شونتيا  لږه وه. په داسې سيموکې صليبيان هم  له منځه تلل  او د سلطان ايوبي مجاهدېن  هم . اوهلته  د (شوبک) هغه عيسايان  هم  له منځه تلل  چې  دمسلمانانو له ويرې  د ښاره څخه د(کرک)  په  لور  را تښتيدل ، هلته د جنګ  منظر  داسې و  لکه د يوه  افق  نه تر بله  پورې   چې انسانان  يو د بل  وينې  تويوي ، په دې  پراخه  شګلوړه  کې  يوځاې   نخلستان  يا د خرماو د بوټو ځنګل   هم و  چې هلته اوبه  تر لاسه کيداې  شوی  اوستړي ستومانه  انسانان ، زخمي انسانان  او دتندې  مړه کيدونکی انسانان هلته ورتلل او لويدل  به .
عماد هاشم د سلطان ايوبي دفوځ  دېوي کوچنۍ سر تيرې ډلې  قومندا ن  و، هغه شامي نژاده  و  په دې خاطر ئې  دخپل نوم سره  عماد شامي ليکه ، هغه جذبه  چې دصليبيانو پر خلاف  پر هر مسلمان کې  شته وه  هغه په عمادشامي کې هم موجوده وه ، خو دهغه په جذبه کې  د انتقام اوبدل  اخستلو  قهر او غضب  زيات  مالوميده ، د هغه په اړه  ټولو ته ډاګیزه وه  چې هغه  يتيم  و  او نژدې خپلوان  ئې هيڅوک  هم  نه درلودل. خو هغه په دې  خبره ډاډمن  نه و ، چې هغه  يتيم دې   او که نه ،  ځکه د هغه پلار  دهغه د سترګو تر مخه  نه وفات  شوی ، هغه د پنځلس شپاړس کالو په عمر کې  دخپله کوره  را تښتيدلې و. په  هغه وخت کې ئې کور  په (شوبک) کې  و ، هغه ته په ياد و  چې دهغه په کوچنيوالي کې صليبيانو په (شوبک) باندې ولکه  موندلې وه، او بيا يې  دمسلمانانو په  وينو  تويولو  لاس  پورې کړې  و . دهغه  کوچنيوالې د صليبيانو  په  دهشت او وحشت کې تير  شوی و ، هغه مسلمان  جنګي  بنديان  هم کتلي و چې په  وهلو وهلو به ئې  راوستل ، او دهغه  تر مخه  ئې ددوه کسانو سرونه  هم  پرې کړي و، او دا ځکه  چې هغوی د زخمونو  له لاسه  نور د تللو  وړ  نه و. هغه دمسلمانانو له کورونو  څخه دنجونو د تښتولو پیښې  هم په خپلو سترګو  کتلې وي او  مسلمانان ئې  بیګار کيمپ  ته د وړلو  په وخت  کې هم  کتلي و.    د (شوبک) مسلمانانو به ويلې  ، کله چې  په ښار کې  عيسايانو  بې له کومه دليله  مسلمانانو  نيول او  پنډغالي ته ئې  بوتلل  او دهغوی  په کورونو  يرغلونه کول   پيل کړل  نو په دې پوه  شه  چې  چېرې هغوی د مسلمانانوپه لاسو د ماتې سره مخ  شوی دي .
د عماد شامي کور  هم د عيسايانو دېرغل  څخه  خوندي  نه و پاته ،  هغه ته خپله خور  ياده وه ،چې  عمر ئې  اوه  اته کاله و  ډيره ښايسته او دنانځکې په څير  نجلۍ وه ، په کور کې ئې پلار  ،مور اويو  ورور  هم  و . يوه ورځ  د عماد دغه  کوچنۍ  خور  بيرون  ووتله ، او درغل  شوه ، پلارئې  ورپسې لټون  وکړ  خو پيدا ئې نشوه کړاې ، يو مسلمان ګاونډي ورته وويل  چې هغه عيسايانو پورته کړه او يوړه ئې ، پلار ئې  دښار د حاکم  دربار ته فرياد  وروست ، خو څنګه ئې  چې وويل  چې مسلمان دې  نو حکمران ورته  په غضب  شو او الزام ئې  پرې و لګاوه  چې  په حکمران قوم باندې دومره  ددرواغو ډک   الزام  لګوی  ، کور ته په را ستنيدو سره  ئې  پلار  او  د عماد  مشر ورور  د عيسايانو پر خلاف  شور  و شر   جوړ کړ. ددې پايلې دا شوی  چې د شپې د هغوی په کور  باندې  يرغل وشو  عماد  خپل مشر ورور او مور  په وينو کې ډوب وکتل ،هغه پخپله بيرون  را ووت او وتښتيد، او دېوه مسلمان  په کور کې پټ  شو. دهغې وروسته بيا هغه خپل کور ته ستون  نه شو. ځکه هغه مسلمان ګاونډي عماد  ددې ويرې هلته بير ون   نه پریښوده  چې عيسايان  به ئې  ووژني.
لږې ورځې وروسته  هغه مسلمان ګاونډي  دا يو بل چاته  وسپاره ، او هغه په پټه  د ښاره  را وويست ، د سهار په وخت هغه د يوي قافلې سره  روان و ، دډيرو  ورځو د سفراو ستومانتيا  وروسته ، هغوی شام ته ورسيدل ، او هلته ورته د  يوه  ستر تاجر په  کور  کې  نوکري  ورکړل  شوه ، اوس نو دهغه ژوند  همدا و  چې نوکري کوه  اوژوندې  اوسه ، هغه په ذهني توګه بالغ اوځوان  شوی و، د انتقام او بدل اخستلو  جذبه په  کې  ژوندۍ  او قوي  وه ، او دهمدې  جذبي په درلودلو سره  پرې   فوځيان  ښه  لګيدل ، هغه ددې تاجر نوکري  پریښوده  او د يوه فوځي حاکم کورته  ولاړ  اوهلته نوکر  شو.  عماد  هغه ته  دخپل تيرشوي  ژوند پیښې  بيان کړې  اودائې  هم ورته وويل  چې  غواړي  په فوځ  کې  خدمت وکړي .
دغه  فوځي حاکم دهغه پالنه وکړه  او  د شپاړرسو کالو په عمر ئې  په شام کې   په عسکري خدمت  کې و نيوه ، هغه دانتقام اوبدلې له پاره ناقراره و ، هغه ته په  درې څلورو ځاېو کې   په جنګ کې  ګډون  له پاره فرصت  تر لاسه  شوی و ، چې په هغوی کې هغه خپل  فن اومیړانه و ښووله ، لس يولس  کاله وروسته  هغه  ئې دهغې   فوځ سره مصر ته  ولیږه ، چې نورالدېن  زنګي د سلطان ايوبي د مرستې  له پاره  و ر  استولې و ، دوه کاله ئې په مصر کې تير کړل ، بيا  خدای  دهغه دا مراد او غوښتنه  هم پوره کړه  چې هغه په (شوبک)  باندې د  بريد کونکي فوځ سره يو  ځاې هغه لورې ته ولاړ. خو هغه ئې په هغه فوځ کې وساته  چې  په شګلوړه  ځمکه  کې يې د صليبيانو  پرخلاف غلچکي  يرغلونه کول .
هلته   عماد  د صليبيانو  له پاره  قهر  ګرځيدلې و ، دهغه  غلچکي  ډله  ډيره مشهوره  شوی وه ، عماد شامي   دخپلو سپرو  سره  يوځاې په  صليبيانو  باندې اور   را ښکته کړې و خو د هغې  د سيني اور  مړکيدونکی نه و ،.... يوه مياشت وروسته   دهغه په  ډله کې يواځې  څلور کسان  پاته  شوي  و  پاته  نور  ټول شهيدان  شوي و ... يوه شپه   هغه د همدې  څلورو سپرو سره يوځاې  د صليبيايو  په  يوي  پنځوس کسیزه  ډله  باندې  بريد وکړ ، هغه ټوله ورځ   پټ  پټ دهغوی  شاته  ته  ،د   ورځې  له   اړخه يې  نه  شو کولاې  دخپلو څلورو کسو سره  په  هغو پنځوسو کسانو  بريد وکړي ، د هغوی په تعقيب پسې دا  تر ډيره  لرې ځاېه  پورې ولاړ ، د شپې صليبيان  تم شول او يوځاې کې ئې پړاو  وکړ ، خو زيات  شمير  ساتونکي ئې  بيداره  پریښول ، عماد  د نيمي شپې  په وخت کې  په اسونو  ور وځغاستل او د  ويدو  صليبيانو تر منځ  داسې تير شو  چې په خپلې  برچې باندې به ئې  په ښي  او کیڼ  لورې  وار  کاوه ،او دهغه  هغه څلور  واړو   ملګرو  هم  همداسې کول .
هغوی ته به  چې کوم خوزنده  شې تر سترګو کيده ، په هغوی به ئې د تورو او يا برچو  وار کاوه ، اوبيرته به  ئې ځانونه  غايبول ، څو کسه  په خوب  ويده صليبيان دهغوی  د آسونو تر پښو  لاندې  شول ، ساتونکو به په تياره  کې غشي ويشتل  چې  خطا  به  تلل ، مخته  عماد  دخپلو سرتيرو  ډله و دروله ، او دهغې ځاېه  ئې  خوندي ځاې ته بوتله، هغه دا فکر هم نه وکړې  چې  دښمن   بيداره  شوی دې  هغه يو ځل  بيا اسپ  سواره  هغوی ته نژدې  ور وړل ، او په  هغوی  ئې دبريد کولو  حکم وکړ . په تياره کې ورته  څه سيوري  تر سترګو شول ، پنځه واړه  اسونه   په ځغاسته ولاړل  او  دهغوی په  منځ  کې تير شول ، خوکله  چې  په دښمن د وار کولو وروسته  شاته شول  نو وئې  کتل  چې د پنځو  په ځاې  درې  را وتلي دي . دهغو دوه کسان صليبي غشي ويشتونکو  را پرځولي و.  د عماد  وينه نوره  هم ګرمه  شوه ، او خپلو مجاهدېنو ته  ئې وويل : « اوس  به  بدله  اخلو .»دا د هغه  بې عقلي وه ، هغه خپل دواړه  مجاهدېن  را و ګرځول  او د صليبيانو  په  لور  را غلل او د رانژدې  کيدو په   وخت کې ئې   د  بريد حکم  وکړ . اوس خو  اسونه  هم ستومانه   شوي و، او دښمن  هم په پوره توګه  بيداره و . ددې  يرغل  پايلې دا شوی  چې   عماد  يواځې پاته  شو . دا ځل  چې هغه ددښمن  څخه ووت   نو دخپلو دوه  ملګرو په ځاې ورسره  دوه  صليبيان و  چې دهغه تعقيب  ئې کاوه . صليبيانو پرې  و رغږ کړ .  هغه هم   په تياره کې   د  غږ څخه  و پيژندل ، او که نه  هغه  خو هغوی  خپل  ملګري  ګڼلي و.
هغوی  هغه  ته  ور  رسيدلي و، او په تورو  ئې پرې بريد وکړ ، دهغه سره اوږده  برچه وه، په ځغاستي  آس  باندې ئې  ددواړو  مقابله وکړه ،  ددوی جنګ  پوره  اوږود  شو ، او هغه دواړه  بيرته  و ګرځيدل  خو  عماد  دا دواړه  هملته  له منځه يوړل ، او  ددواړو  آسونه  ئې  (شوبک)  ته د ور وستولو له پاره  د واګو  څخه و نيول . دهغوی  توري  ئې هم  را واخستې  خو هغه دې ته متوجه  نه شو  چې تر کومه ځاېه  پورې  رسيدلې دې.، هغه  اسونو ته  او هم خپل  ځان ته د ارام  د ورکولو له پاره  په يو ځاې کې پړاو  وکړ  هغه  د ويده کيدو څخه ويريده ، ځکه  چې په  هر وخت کې  اود هرې  لورې  څخه ددښمن  په  بريد کې  را تلاې  شو. هغه شپه  په  بيدارۍ کې تيره کړه ، د ستورو  په کتلو سره ئې دا  مالومه کړه ، چې (شوبک)  کومي  لورې  ته او (کرک)  کومي  لورې  ته دې . او په دې صحرا کې  چېرې   ور  ته تلل  ور په  غاړه دي  تر څو  د خپلو ملګرو  سره يوځاې شی.
د سهار  دراختلو  سره سم هغه  روان  شو ، هغه د صحرا د پيريانو په څير  د لارې د ورکيدو  خطره    نه احساسوله، هغه تجربه لرونکې  چريک  و ، د لرې څخه ئې د خطرې  د بوي  کولو  احساس کولاې شو . هغه ته ډير  لرې  د صليبيان   څلور  څلور او يا پنځه پنځه   کسانو ډلې تر سترګو  شوی  نو که  چېرې  دهغه سره دغه  دوه  زياتي  اسونه  نه واې  نو په  يوه ټولي  خو ئې   بريد  کاوه ، هغه  خوندي   په خپله لار  روان  و ، هغه روا ن  و اولمر  په   اسمان  کې  را پورته  کيده ، مخته ورته د غونډيو سيمه  راغله ، دلته  ورسره ويره  پيدا  شوه  چې د صليبيانو کومه ډله به د شپې  له اړخه  قيام وکړي ، نو غوښتل  ئې د لمر د پريوتو تر مخه دهغه ځاېه  ځان  و کاږي ، ددې نه  هم ويريده  چې په کومه غونډۍ د صليبيانو  کوم غشي ويشتونکی ناست  نه وي ، هغه  هرې  لورې ته او هم پورته کتل او  روان و .
*****(۸۶)
مخته  لاره ددووشګلوړه  غونډيو تر منځ ګرځيدلې وه ، دهغې ځاېه  چې  راتاوشو  نو ناڅاپه ورته د چا د پښو  اواز  تر غوږو شو . داسې مالوميده چې څوک  د هغه دڅنګ  غونډۍ سره پټ  شوی و . هغه  دخپل آس  واګو ته ټکان ورکړ  او د خپل اس  تګ  ئې  ګړندې کړ . کله  چې هغه د غونډۍ  شاته  ولاړ  نو هلته لاره   يوي بلې  غونډۍ  بنده کړې وه ،دې سيمې دغونډيو ترمنځ د يوی  پراخه  کندې بڼه  خپله کړې وه، د عماد څخه  شل قدمه  لرې  په خاورو کې خړ  پړ  يو چا چې  چوغه ئې اغوستې وه  هڅه   کوله د لاسو او  زنګنو  په مرسته  پورته و خیژي،دهغه  شا د عماد   په  لور وه ، اوسرئې هم  پټ و ، عماد  پرې ور غږ  کړ  خو هغه  دعماد  غږ  ته  د ځواب ور کولو پرته خپلو پورته  ختلو ته دوام ورکړ . غونډۍ شګلورړه  او ختل  پرې  ستونزمنه و  ، عماد  مخته ورغې  هغه  انسان  يو بله هڅه  وکړه  خو  لاس او پښي ئې  ټينګي نه شوی ، هغه  نيم  بې  هوشه  شانته و .  بيرته  را ورغړيد او د عماد  د آس  په قدمونوکې تم  شو . د هغه دسر څخه د چوغې  برخه  لرې  شوی  وه، عماد  دهغې  په کتلو سره حيران  پاته شو.  هغه يوه ځوانه  نجلۍ وه  او دومره ښايسته  چې  پخوائې  کله هم  نه  وه تر سترګو شوې.
عماد د آسه  را ښکته  شو ، نجلۍ په ويره کې وه ، دهغې  پاته توان  هم ويرې  ختم کړې و. هغې  غوښتل و دریږي خو کيناسته ، عماد  ترې وپوښتل  چې  څوک  ده ، هغه ځواب ورکړ ،« اوبه  راکړه » عماد  د يوه  اس  څخه اوبه  راپرانستې  او هغې ته ئې  ورکړي، هغې په ډيره بې صبرۍ  سره  اوبه وڅښلې نو سترګي ئې   په پټيدو  شوی .
عمادهغې ته  دخوراک  له پاره  هم څه ورکړه،  نو دهغې په مخ  باندې د ژوند نښې  را برسيره  شوی ، عماد  ورته وويل «له ما څخه مه ويریږه ، ووایه چې څوک  ئې؟»
« د(شوبک) څخه د خپلې کورنۍ سره را وتلې وم ،» هغې په ستړي او ستومانه اواز  وويل « ټول  مړه شول ، زه يواځي پاته شوم ، په لار کې مسلمانانو  بريد را باندي کړي  و.»
«ماته ولې ریښتيا نه وائې ؟»  عماد  ورته وويلې « هغه څه  چې تاوويل  ټول درواغ دي »
«  که  ته ئې  درواغ     ګڼې و ئې ګڼه  » هغې  په ويريدلې  لهجې  سره وويل ،«  خو  پر ما رحم وکړه  او ما (کرک) ته ورسوه ،»
« تر (شوبکه) پورې »   عماد ورته وويلې « زه تا  (شوبک)  ته وړلاې  شم ،(کرک)  ته  نه » ته ويني  چې زه مسلمان  يم ، زه نه غواړم  چې په لاره  کې د عيسائې  فوځ  په لاسو  ومرم .»
بيا نو ماته  يو آس  را کړه »نجلۍ  ورته وويلي ، « زه نجلۍ يم  که چېرې  په  لاره کې د چا لاسو ته ورغلم  نو ته پوهیږې  چې زما انجام به  څه وي ؟»
« زه درته  آس هم نه شم درکولاې ، اوتا  له دې ځاېه   ځانته هم نه شم  لیږلاې ، عماد   ورته وويل « دا زما دنده ده  چې تا له ځانه  سره  (شوبک)  ته يوسم .»
« هلته به ما چا ته سپارې ؟»
« خپلو حاکمانو ته !» عماد  ورته وويلې او  تسلي ئې ورکړه  چې «ستاسره  به هغسې سلوک  نه کیږي  چې ته ترې ويریږی »
نجلي (کرک)   ته د تللو ضد کاوه ، عماد  هغې ته وويل  چې  هغه ته حکم شوی دې  چې د (شوبک)  هيڅ  عيسائې اوسيدونکې ددې ځاېه  تیښتي ته مه پریږدئ . ددې نه  علاوه هغه نجلۍ  خبره کړه چې  هغه (کرک)  پورې  نه شي رسيدلاې  ځکه  چې هغه  تور رنګه  ښايسته نجلۍ ده . مګر نجلۍ  ددې نه  ويريدله  چې دا مسلمان  فوځي   به  ئې بې ابرو کړي ،  هغې  فکر وکړ  چې  بايد  ددې سړي  سره دخپلې ابرو  سودا وکړي ، هغه ته  به ووائې چې آس  راکړه او له ما سره چې  څه کوي  هغه  وکړه . نجلۍ  خپله رويه  بدله کړه  او  عماد  ته ئې وويل « زه ډيره ستومانه  شوی يم ، نن  شپه همدلته   پړاو وکړه ، سهار  به (شوبک)  ته  ولاړ شو» عماد  هم ستومانه  شوی و او آسونه  خو  لاد  پخوا  څخه  ستومانه و . هغه د نجلۍ  حالت هم  همداسې وکوت ، نو په دې خاطر ئې هملته  د تم کيدو  پريکړه  وکړه . ددې تر مخه نجلۍ دې ته  دومره په غور سره نه  وکتلي ، هغې همدومره  کتلي و  چې دا  د اوږدې  ږيري  مسلمان دې  چې   په  خاورو او دوړو ککړ ې  څهرې ترې  وحشي   جوړ کړې ، نو هغې دهغه څخه د رحم هيله  نه دلورده ، اوس چې هغې  يو پلان  په فکر کې نيولې و  نوپه دې خاطر ئې عماد په  ژوره توګه  تر سترګو تير کړ.
عماد  هم  هغې ته په ژور  نظر  وکتل ،او  فکر ئې کاوه  چې دومره ښکلې  او ښايسته نجلۍ  په دې صحرا کې ځانته پاته کيدل ، په داسې  حال کې چې صليبي او اسلامي  عسکر  دزياته وخته  راهيسي  د وږو   ليوانو په څير  منډې ترړې وهي ، ددې له پاره  څومره خطرناکه دي ، او دا هم شونې ده  چې ددې نجلۍ په سربه  سپاهيانو او  قومندانانو يو بل سره وژلي وي . هغه پخپله هم فرښته  نه وه ، دهغې نجلۍ  سترګو ته ئې وکتل ، په همدې وخت کې نجلۍ هم ده  ته کتلې ، عماد هڅه کوله  چې د نجلۍ څخه خپلې سترګي واړوي ، خو دنجلۍ سترګو ددې سترګي را ستنولې ،  نجلۍ په خپل جسم کې  کومه داسې جذبه احساسوله چې دهغې  له پاره  پردۍ  وه ، هغې  يو ځل  سترګې  ښکته کړې  خوسترګې ئې په خپله  را پورته  شوی  او ډيرې نارامه  شانته ښکاريدې ، د نجلۍ په شونډو نرۍ  غوندې  خندا  را غله ، عماد  ورته   وويل « چې   شايد  ناواده  شوی  پیغله ئې ؟!»
«هو  !» نجلۍ ورته وويلې ، اوبيا ئې  دڅه فکراو ځنډ کولو  پرته   وويل «  زه په  دنياکې هيڅوک  نه لرم ،که  ته  له ماسره (کرک)  ته ولاړ شې  نو زه به له تاسره واده وکړم .» عماد  را بيداره   شوی  غوندې  و،هغه  ورته وويل « بيا به ته ماته  وائې  چې اوس دې نو  مذهب  هم را بدل کړه ، راځه  ته له ماسره (شوبک)  ته ولاړه شوه او هلته مسلمانه شه او واده  راسره وکړه  »
« زه بايد  په  هر صورت  تر (کرک)   پورې  ولاړه شم .» نجلۍ ورته وويلې « که چېرې ته له ماسره تر هغه ځاېه پورې ځې  نو ستا  دنيابه  بدله شي .»
نجلۍ د سودا لوبه  پيل کړې وه ، خو  عماد  څه نور  فکر کاوه ، دا فکر داسې و چې  هغه پرې  پخپله هم نه پوهيده ، هغه به بيا د نجلۍ مخ  او څهرې  ته کتل  اوبيا به  ئې سر ټيت کړ او په څه فکر کې به  ډوب  شو. داسې مالوميده  چې هغه د نجلۍ خبره  اوريدله  هم نه ده . لږ څه وروسته  د نجلۍ مخ  اوڅهره دماښام په تياروکې ورکه شوه، هغه د آس  دزين  سره تړلي  دخوراک  څښاک     شيان   را واخستل ، نجلۍ ته ئې هم   ورکړل اوپخپله ئې هم  وخوړل ، د هغه  جسم  دومره  ستومانه وه چې د څملاستو سره  سم ئې  سترګې ورغلې.
****(۸۷)
دنيمائې شپې  څخه ډيره برخه تيره وه  چې  نجلۍ خپل اړخ بدل کړ ،او سترګې  ئې پرانستې ، عماد ته يې  وکتل،  چې په خواږه  خوب  ويده  و، هلته  څو  قدمه لرې آسونه ولاړ و ، د شپې  د اولې برخې  سپومۍ د غونډيو سر ته  را غلې وه، نجلۍ آسونو ته وکتل ،زينونه پرې ایښي و ،  عماد  دومره  ستومانه  و  چې د آسونو څخه ئې زينونه هم نه و راښکته کړي ، نجلۍ   اسونه تيار  وکتل او دائې  هم وکتل  چې  عماد په خواږه  خوب  ويده دې  او د خوراک  څښاک  وروسته  ئې  خپل توان  هم  بيرته تر لاسه کړې ،  په خپله چوغه کې ئې لاس  ننويست  او کله ئې  چې لاس  را وويست  نو دهغې په  هغو ښايسته ګوتو کې   خنجر و ، په سپوږمۍ  کې ورته د عماد  مخ  تر سترګو کيده ، اوکتل ئې چې  هغه د بې هوشۍ په خوب  ويده  پروت  دې . نجلۍ د سپوږمۍ  په رڼا کې  د خنجر  ځلا ته وکتل ، اويو ځل  ئې بيا د عماد په  مخ  سترګې  ور  واچولې ، عماد  په خوب کې  بړيده ، هغه په خوب کې خبرې کولې  نجلۍ داسې وپوهيده چې  هغه ته خپل  خپلوان  راپه ياد شويدي.
نجلۍ د عماد  سينې ته په غور  سره وکتل ، اواندازه ئې وکړه  چې دهغه  زړه  چېرې دې ، هغې د يوه  څخه زيات  وار کول  نه غوښتل ، خو دا   وار بايد په زړه  وشي ، تر څو  عماد سمدلاسه  و مري ، او که نه  په مړينه  مړينه کې به هغه  هم له منځه يوسي ، نجلۍ  خپل  خنجر نور هم په قوت  سره  و نيو  او د آسونو په لور ئې وکتل ، هغه په زړه کې  ټول  هغه  څه  چې بايد کړې  ئې  واې   را وګرځول ،او هغه داچې  هغه به  په خپل  خنجر د عماد  زړه  سوری کوي ، په آس  به سپریږې او آس  به ځغلوي .   خو هغه  عسکره   نه وه  او که نه   بې له سوچه  او فکره به ئې  خنجر دعماد په سينه کې ور ننويستې واې  اوله منځه  به ئې وړې واې ، هغه ته   همدا علت  بسنه کوله  چې  عماد مسلمان دې ،اودهغې دښمن.  خو هغې به بيا بيا د عماد په مخ  باندې  سترګې  ور غوړولې  او کله ئې چې    خنجر د وار  له پاره  پورته کاوه ،  نو زړه  به  ئې  په ټوپونو  پيل  کاوه. عماد  يوځل  بيا و بړيد ، اوس نو دهغه  دخبرو  الفاظ  څرګند  و، هغه په خوب کې خپل کورته  رسيدلې و ، دخپلې مور نوم  ئې واخست ، خور ئې هم  راياده  کړه ، او څه داسې الفاظ  ئې دخولې څخه  راووتل  چې هغوی   وژل  شوي وي او عماد  دهغوی  قاتلينو پسې  ګرځي.
دا  چې کوم  احساس  يا جذبي د نجلۍ  لاس  تم کړ مالومه  نه دې ،شوني  وه  چې  ويره به وي . او د نه  وژلو  جذبه  به هم وي ،نجلۍ ناارامه  شوه ، هغې اراده وکړه  چې  وژل  به نه کوي ، سوکه  سوکه  به  پورته  شي  په آس به  سپره  شي   اوسوکه  سوکه  به  ددې  کندو  څخه ووځي . هغه  راپورته  شوه او خنجر ئې  په لاس کې  را واخست  د اسونو په لورې ولاړه ، خو شګو دهغې پښه  را  ايساره کړه ، هغه ودريده  اوعماد  ته ئې يو ځل بيا  وکتل ، ناڅاپه  ئې  په ذهن کې دا خيال  راغې  چې دې سړي  دومره پروا هم ونه کړه  چې  دهغه  سره يوه ځوانه نجلۍ  په  يواځې  ځاې کې  يوځاې شوی  ده ، او دا  فکر ئې   هم و نه  کړ چې دا نجلۍ  عيسائې ده  او کولې  شي  چې دخوب  په وخت کې ئې ووژني ،هغه  د آسونو څخه زينونه  هم نه دي  راښکته  کړي  او خپله برچه  او توره ئې هم  په احتياط  سره  نه دي  سمبال کړي --  ولې ؟ ايا  هغه پر ما باور دلود ؟ يا  ايا دومره بې احساسه دې  چې زما ځوانۍ  په هغه کې هيڅ   جذبه  راپيدا نه کړه ؟...؟ هغې ته   داسې  احساسيدله ، چې  هغه سړي دې ته داس  څخه زيات   ارزښت  هم  نه دې ورکړې ، هغه سوکه  سوکه   تر يوه  آسه  پورې  راغله ، آس   و شنړيده ، نجلۍ  وويريدله او د عماد  لورې ته ئې وکتل ، د آس  په  اواز   هم دهغه  سترګې  خلاصې نه  شوی .
 هغه ددرې  آسونو تر منځ  ولاړه وه ، کله ئې چې  په يوه  آس  د سپريدو  اراده وکړ ه نو د شا له   خوا  ئې اواز  واوريد.« څوک ئې ؟ »  نجلۍ  يو دم شاته وکتل ، يو سړي  په خوله باندې شپيلې  وواهه « زمونږه  دا  قسمت!؟» هغوی دوه کسان  و ، بل ئې وخندل ، نجلۍ  ئې  د ژبې  څخه و پوهيده  چې صليبيان دي ،يوه نجلۍ د لاسه  و نيوله ،او خپل ځان  ته  ئې  را ښکوده ، نجلۍ ورته وويلې   « زه صليبي يم » هغو دواړو و خندل   اويوه  ئې وويل « بيا خو ته  ټوله  زمونږه  ئې --  راځه »
«لږ  صبر وکړۍ او زما خبره واورۍ ،» هغې ورته وويلې ، زه د (شوبک)  څخه  راتښتيدلې يم ،  زما نوم ”ايونا» دې  زه د څارکښۍ  د شبکې  غړی  يم ،(کرک)  ته ځم ، هلته ووينۍ  يو مسلمان سپاهی  ويده دې  ،هغه زه نيولې وم ، ما هغه  ويده  پريښود او  ترې تښتم ، زما  سره مرسته   وکړئ ، دا  اسونه  واخلۍ اوما (کرک)  ته ورسوئ ،» هغې   دوی دواړو ته ډيرې  خبرې  وکړې  چې هغه د صليبي  فوځ له پاره  څومره  ارزښتناکه  پانګه ده.
يوه صليبي هغه د وحشيانو په څير په خپلو لاسو کې  را ومروړله ، او وئې ويل « هر چېرې  چې غواړې  رسوو دې»  خو هغه بل   ډيره  بیهوده  خبره  وکړه ، اودواړو نجلۍ يوي لورې ته  ور ټيل وهله ، هغوی د صليبي فوځ پياده عسکر و ، چې دمسلمانو  چريکانو څخه را تښتيدلي و،  هغوی  د شپې  چېرې  پټ  شوي و او ارام  ئې کاوه،دداسې ښکلې نجلۍ په کتلو د هغوی څخه حيوانات  جوړ شول . کله چې نجلۍ وکتل  چې هغوی ته د صليب هم  څه  پروا نه شته ، نو هغې په دې هيله  په لوړ اواز  خبرې  پيل کړې  چې عماد  راپورته  شي  خو هغه سپاهيانو  له ځانه  سره  راښکودله  .
ناڅاپه  يوه  په ويريدلی اواز  د خپل ملګري  نوم واخست  او ويي ويلې « ځان  څنګ کړه »  خو دهغې دخبرې دمخه   دعماد برچه  دهغه  په ملا کې ور ننوتي وه. هغه بل  توره  را وويسته ، نجلۍ چې کله خپلو لاسو ته وکتل نوګوری  چې  خنجر ورسره دې  هغې  دا خنجر د صليبي سپاهي  په  اړخ  کې ور  ننويست  او يو په بل پسې  ئې دوه  واره  پرې  وکړل ، او  په چغو چغو ئې وويل  «« تاسو ته د ژوندي پاته کيدو  هيڅ حق نه شته ، تاسې د صليب  په نوم    ناولې  تور  داغ  ياست .»
کله  چې   دواړه  صليبيان  یخ  شول ، نو نجلۍ  بې قابو شوه او په ژړائې پيل  وکړ. عماد  هغې ته  تسلي ور کړه او  ورته ئې  وويل « اوس دلته  پاته  کيدل  سم  نه دي ، شونې ده  چې ډير سپاهيان  به دهغې لورې  راشي ، مونږ همدا اوس  (شوبک)  ته روانیږو ،»
 هغه دنجلۍ  څخه و پوښتل « ايا هغوی ته راپورته کړې وی؟»
« نه ! » نجلۍ  ځواب ورکړ ،« زه ويښه وم  او دآسونو سره  ولاړه وم ،»
« هلته دې څه کول ؟»
« غوښتل مې  په اس  سپره  شم او  وتښتم ،» نجلۍ  اقرار  وکړ  او وئې ويل « ما نه غوښتل له تاسره  ولاړه  شم .»
« دا خنجر دې له کومه کړې؟»
« د پخوا  څخه له ماسره و »نجلۍ  ځواب  ورکړ ، « ما د مخکې نه  په لاس کې نيولې و.»
« ولې دې پخوا را  خيستې و؟» عماد  ترې و پوښتل «  په دې خاطر  که زه  راويښ شم نو ما به ووژنې ،»
نجلۍ  ځواب  ورنکړ. عماد ته ئې  همداسې  کتل . د لږ څه ځنډ وروسته  ئې ورته وويل « پخوا  له دې   چې ته ما ووژني   ماو  غوښتل تا ووژنم  او بيا   درڅخه و تښتم . »  زه تاته  داپه ډاګه کوم  چې ما خنجر   ستا د وژلو له پاره را  خستې و خولاس  مې  نه  پورته  کيده . زه دا نه شم ويلاې  چې ما ولې  ستا په زړه کې خنجر  و نه شو ننويستلاې . ستا ژوند زما   په لاسو کې و ، زه بې  زړه  نه يم ، خوبيا هم  زه  و نه توانيدم  تا ووژنم ، زه ددې  کوم  علت  نه شم ويلاې ، کيداې شي  ته څه ووائې ؟»
«  دژوند او مرګ  پريکړې د الله ج   په لاسو کې دي ،» عماد ورته وويلې ،« ستا لاس  زما  الله ج   له ما څخه  منه کړې و، اوستا عزت  هم الله ج  خوندي کړ. زما وجود  خو هسې  يوه وسيله شوه ،... په  هر آسپ  چې سپریږې سپره شه اوځغله .»
نجلۍ  خنجر د عماد په لور  ور  وړاندې کړ  او ورته ئې وويلې« زما  خنجر  د خپله ځانه  سره و ساته ، اوکه نه زه  دې وژنم »
« ته دا  زما توره  هم له ځانه  سره واخله » عماد  ورته وويل « بيا هم  ما نه شې وژلې »
دا ټوکې نه وي ، دواړو  په پور ه  هوش او فکر سره داخبرې کولې ، هغوی  په اسونو سپاره شول  اويو  اس ورپسې روان و.
دلمر  تر  راختلو پورې  دوی هغې سيمې ته  رسيدلي و  چېرې  چې صليبي  عسکر  نور نه تر سترګو کيدل ، دعماد  دفوځ  خپل څو کسه سپاهيان  تر سترګو شول ، هغه  ورسره خبرې وکړې او  مخته ولاړل ، داپريل د مياشتې  لمر  ډير ګرم  وي  هغوی  خوله  اومخ  پټ کړي و اوروان و ، لرې شګي د اوبو  دسمندر  په څير  را وځيليدې ، او په ښې  اړخ کې  ئې د شګلوړه  غونډيو  غرونه   تر سترګو  شول ، دسفر په دوران کې هغوی  له يوه  بله سره يوه خبره هم  ونه کړه ، د ګرمۍ  نه علاوه  د انسانانو  لاشونو هم  په هغه ځاې کې  چپه چپتا اود ويرې فضا را پيدا کړې وه ، عماد نجلۍ  ته وويلې «  دا ستا دقوم   دسپاهيانو لاشونه  دي ، دوی د هغه پادشاهانود غوښتنو ښکار  ګرځيدلي  چې داسلامي سلطنت دله منځه وړلو له پاره د  انګليستان ، فرانسې  ، جرمني ، ایټالي او ....دکوموکومو  ځاېو څخه دلته  راغلی و .
نجلۍ چپه خوله ناسته وه، هغې به بيا بيا عماد  ته کتل ، او د يوه   سوړ  اسويلې  وروسته به ئې  بيرته  سترګې واړولې ، عماد  د (سلول)  دغرونو په لور مخه کړه، هغه ته مالومه وه چې هلته به  اوبه   اوسيورې  پيدا شي ، لمر دهغې  شاته پاته شو. غرونو ته ورسيدل ، د لټون وروسته  ئې شنه ګياه  او بوټي  تر سترګو  شول ،  په يوه  ځاې کې د غره  لمن  شکيدلې وه، او هلته اوبه وې ، دآسه  را ښکته شو، اول  ئې پخپله  و څښلې  اوبيا ئې آسونه د اوبو څښلو ته  ور پريښول ، او تر سيوري  لاندې کيناستل .
« ته څوک ئې ؟» نجلې ترې وپوښتل ،« ستا نوم څه دې؟  او دکوم ځاې اوسيدونکې ئې؟»
« زه مسلمان  يم » عماد  ځواب  ورکړ ،« زما نوم  عماد دې او  زه  شامي يم »
«تا دشپې په خوب کې څوک يادول ؟»
« ماته  په ياد نه دي » عماد  ورته وويل « زه  لکه  چې په خوب  کې  خبرې کوم،  زما  ملګرو به هم ماته همداسې  ويلې ، چې زه په خوب کې  ګړیږم .»
«ستا مور  ياخور  شته ؟نجلۍ ترې و پو ښتل .  او  ورته ئې وويل  «شايد  چې ته هغوی  ياد وی ،»
« وو  ، يووخت  !» عماد د افسوسه  په ډ‌ک  اوسيلې  سره وويل .«اوس هغوی په خوب کې  وينم .» نجلۍ ترې  د ټولو  خبرو  د پوښتلو هڅه  وکړه خو عماد  ورته  نور څه و نه ويلې، هغه نجلۍ ته وويلې « تا دخپل ځان  په هکله ماته  درواغ ويلي و. ماته ستا  څخه د پوښتني کولو  اړتيا هم   نه شته  چې ته څوک  ئې ؟  زه به تا هغه اړوندې شبکې ته سپارم  اوبيرته به را ستونیږم ، که چېرې ريښتيا ويلې شی  نو  دخپل ځان  په هکله  را ته څه ووایه  خو دا مه وایه  چې ته دهغو  صليبي نجونو څخه   نه ئې  چې  زمونږ هيواد ته د څارکښۍ  له پاره راغلې و ې .»
«ته سمه خبره کوي »نجلۍ ورته وويل .« زه  جاسوسه نجلۍ يم ، زما نوم ”ايونا» دې » 
ستامور  اوپلارپه دې خبر دي  چې ته څه  ډول دنده  تر سره کوی ؟» عماد  ترې و پوښتل.
« زما مور  اوپلار نه  شته ،» ”ايونا» ورته وويل « ما دهغوی  شکلونه  هم نه دي  کتلي ، زما محکمه   زما مور او دهغې  مشر زما پلار دې ،» هغې دا خبره همدلته پریښوده ، او وئې ويلې  « زما  يوی ملګری  د يوه  مسلمان سپاهي د  په څنګ کولو  په خاطر  زهر  و خوړل ، زه هغه وخت  ډيره  حيرانه وم  چې کومه  صليبي نجلۍ د يوه مسلمان  له پاره دومره  قرباني ورکولې شي ؟ خو زه نن دا  احساسوم چې  هو  دا کار کيداې شي .»
«داسې څرګنده  شوی وه  چې هغه  مسلمان  سپاهي  هم ستاپه څير   هغه نجلۍ د غلو  څخه  دخپل ځان په قيمت  خوندي کړې وه. اوبيا هغې نجلۍ  هغه   په زخمي حالت کې دخپله ځانه  سره (شوبک)  ته وړې و. ستا په څير  هغه  هم دافکر نه کاوه  چې  نجلۍ  څومره  ښايسته ده ،، لوزينا ډيره ښايسته نجلۍ وه ، زه داويلې  شم  چې زه هم اوس   ستا  په  خاطر  خپل ځان ځارولې شم .»
« ما خپله دنده  تر سره کړې ده »  عماد  ورته وويلې ، « مونږ  دحکم  تابع  يو .»
« کيداې شې دا  د جذباتو  اغیز وي  چې زه  داسې محسوسوم  لکه  ما چې  ته  پخوا کله  کتلې ئې .»
«کتلې به دې يم » عماد ورته وويلې « ته به مصر ته  تللې وی ، هلته به دې کتلې يم .»
« زه مصر  ته تللې يم » نجلۍ ورته وويلې،« خو ته مې هلته نه ئې کتلې ،» هغې ورنه   په خندا کې وپوښتل .
« زما  په اړوند  ته څه فکر کوي ؟ ايا زه ښايسته نه يم ؟»
« ما ستا د ښايست  څخه  انکار  نه دې کړې ،» عماد  ورته  وويل « زه پوهیږم  چې ته داپوښتنه ولې کوی.؟»
ته به  حتماُ حيرانه  شې چې ما  له تاسره هغه  سلوک ولې ونکړ  چې  ستا د صليب  دوه ملګرو  له تاسره کول  غوښتل ، کيداې شي  ستا په زړه کې   داويره  تر اوسه هم شتون ولري  چې زه تاته  دوکه درکوم. اوتا (شوبک)  ته د وړلو وروسته  خرابوم. اويا ستا د خوښې خلاف  له تاسره واده کوم . او يا  دې پلورم ، زه  غواړم  ستا دا ويره  له منځه ولاړه  شي ، نجلۍ که زما له  مذهبه وي اوکه  له بله مذهبه ، زه هيڅ  ښځينه  ته  به بد  نظر نه شم    کتلاې، دهغې  علت دادې  چې  زه  چې کله د دولس دېارلس کالو  وم نو زما  يوه کوچنۍ خور  تښتول شوی وه ، دهغې عمر   شپږ اوه  کاله و ، اوس دادې شپاړس کاله تيریږې ،  هغه په (شوبک)  کې عيسايانو زمونږ دکوره  پورته کړې وه، زه نه پوهیږم  چې هغه  به ژوندۍ وي اويا  مړه ، که چېرې ژوندۍ  هم وي نو دکوم امير  په  حرم سراې کې به وي ، اويا به ستا په څير جاسوسي کوي . هره نجلۍ  چې وينم  هغه خپله همغه خور ګڼم ، هغې ته په خراب  نظر  ځکه نه شم کتلاې  چې  هسې نه  چې هغه  هغه  زماورکه  شوی خور  وي ، زه تا  په دې خاطر (شوبک) ته له ځانه سره وړم ، چې هلته  خوندي  پاته شې ، زه  پوهيدم  چې په صحرا کې ستا    ځانته تګ او بيا پياده تګ  تا څه ډول   انجام ته وررسوي، او بيا که ته د چا په لاسو کې  کيوتې واې  نو ستا حال  به هماغه و لکه ستا   صليبي  ورونو  چې  له تاسره کول  غوښتل ،ماته دخپل ښايست  احساس  مه  راکوه ، زه ددې  احساس  له اړخه مړ يم، زه  په دې  صحراو  کې د صليبيانو پسې د اس   دځغلولو او هغوی په  خپلو وينو کې  د لمبلو څخه   لذت   اخلم .
نجلۍ  هغه  ته  په  حيرانونکو  سترګو سره کتل ، دهغې په سترګو کې دتندې  اغیز  و ، دهغې سره تر اوسه پورې داسې خبرې   چا نه وی کړې ، هغې ته دبې حيائې اوعياشۍ  درس  ورکړل شوی  و. هغه ئې  يوه   ډير ښکلې دوکه  اوفريب  ګرځولې  وه، په هغه ئې  د حسن او شرابو نشه  خپروله ، او هغه ئې د عصمت  د مرغلرو څخه بې برخې کړې وه، او هغې   ته ئې   دروزنې وروسته  د خپلو نورو  نجونو ملګرو  په  څير   خپل  ځان   د نارينه  و  په غیږو   کې  د ور اچولو  حکم کړې و.   تر څو د هغوی زړونه   په خپله ولکه کې واخلي .  هغوی  دخلکو په زړونو او دماغونو  حکومت کاوه  او خپل ځانو نه ئې  شهزادګۍ  ګڼلې ، هغې ته دا هم   په ياد کې نه   و پاته   چې  کور ئې  چېرې  وه، او مور  وپلار ئې  څوک  و .  د عماد  جذباتي خبرو  دهغې په   ذات کې  د يوي  ښځې جذبات   را پارولي و ،  هغه په ژور  سوچ کې  ډوبه وه ،  دهمدې  ژور  سوچ په  وخت کې ئې وويل «   ماته د يو ويرونکې  خوب  په څير دا  په  ياد  راځي  چې  زه ئې دېوه کوره  تښتولي  وم ، خو  ماته ياد نه دي  چې په هغه  وخت کې به زه  څو کلنه وم »   هغې خپل دواړه  لاسونه په ويښتانو کې  تير کړل  او خپل  ويښتان ئې  په دواړو  موټو  کې  را ونيول او داسې ئې کلک کړل   لکه څوک  چې پخواني يادوونه   را ويښوي ،  هغې  وويل  « په ياد  نه راځي ،  ځکه زما  ماضي  په   شرابو ، عيش  او عشرت  او  په ښکلې  فريبونو  کې   ورکه ده ،   ما هيڅکله  هم فکر نه  و کړې  چې زما مور  اوپلار  څوک  و او څنګه و ،  ماته کله  دمور  اوپلار  اړتيانه  ده پيښه شوی ،  زما احساس  له منځه  تللې و، ماته  دا مالومه نه ده  چې  نارينه  پلار  او ورور  به هم شتون  ولري ، نارنیه خوما  دخپلې تفریح داستعمال  يو نانځکه ګڼي، په هغوی  چې  زما ښايست او  زما  ځواني   نشه  را نه وړي   نو زه هغه دحشيشو او  شرابو په واسطه خپل  غلاموم ، خو اوس  چې تا کومې خبرې وکړې  هغې   په  ماکې  هغه احساسات  را بيداره کړل  چې د مور ، پلار  ، ورور  او خور  مينه  غواړي .»
 د هغې نا  ارامي  زياتيدله ،  هغه به  تم تم کيده او خبری  به ئې کولې ، او بيا  بلکل  چپ  پاته شوه، کله به ئې عماد  ته سترګې  و نيولې  او کله به ئې  د خپل سر ويښتان  په  دواړو  لاسو کې و نيو ل،  هغه په حقیقت  کې د  خپلې  ورکې  ماضي او  حال  تر منځ  په  جګړه  بوخته وه ،  کله  چې  عماد  ورته  وويلې   چې پاڅه چې ځو ،  نو هغه  د يوه  کوچنۍ  ماشومې  نجلۍ  په څير د هغه سره  روانه  شوه ، د هغوی  آسونو   هغوی د غرنۍ  سيمي څخه ډير لرې  يوړل  خو بياهم  به  هغې   عماد  ته همداسې کتل ،  يواځي يو ځل هغې په خندا  کی وويل .« ما کله هم  د نارينه و  په خبرو او وعدو باندې  باور نه دي کړې ،  زه نه پوهیږم  چې  زه ولې  احساسوم  چې زه بايد له تاسره ولاړه  شم؟»   عماد  ورته وکتل   او مسکې  شو.
***** (۸۸)
پاته  په  دوه ديرشتمه برخه کې ولولئ....