د سلطان صلاح الدين ايوبي د وخت ريښتونې پېښې(۳۰)



مکمل غېر سياسي:
 ايا زموږ  دهيواد اوسنی حال خو همداسې نه دی؟
د التمش ليکنه
دايمان پلورنکوداستان
ديرشمه  برخه
پرلپسې (۸۵-۸۴)

«دا ستا دقوم   دسپاهيانو لاشونه  دي ، دوی د هغه پادشاهانود غوښتنو ښکار  ګرځيدلي  چې داسلامي سلطنت دله منځه وړلو له پاره د  انګليستان ، فرانسې ، جرمني ، ايټاليي او ....دکوموکومو  ځاېو څخه دلته  راغلي و»( عماد هاشم)
او کله چې «ايونا» په  عايشې بدله   شوه: (۸-۱)
د (۱۱۷۲) زيږدېز کال  دويمه مياشت په  تيريدو وه ، د (شوبک)  کلا دمجاهدېنو په  ولکه  کې راغلې وه  خو په ښار کې  لا تر اوسه  پورې  بې نظمي او اړودوړ روان   و.  عيسايانو دخپلو کورنيو  سره  يوځاې  دهغه  ښاره   د تيښتې  هڅې کولې ، څه خو لا پخوا تښتيدلي  و . هغوی  ويريدل  چې   لکه  څنګه  چې  هغوی د خپلې واکمنۍ  په وخت  کې  د (شوبک)  په اوسيدونکو  مسلمانانو  ظلم او تيرې کړې و  نو په همدې توګه  به اوس  مسلمانان  هم د هغوی د ژوند ساحه  را تنګه کړي .  هغوی  د دې  انتقامي عمل  څخه دومره  په ويره کې و  چې کله چې  هغوی  خپل  فوځونه د کلا  نه  په تيښته   ، دصلاح الدېن ايوبې  د غشې  ويشتونکو  په لاسو  مړه  او وسله  غورځونکي  کتل  نو  يواځې  خپل  کوچنيان   به ئې له ځانو سره  اخستل او  دکورو  څخه  به وتل . خو مسلمانو سپاهيانو هغوی تللو ته نه پريښودل ، سالارانو او قومندانانو  په خپله  حکم کړې و  چې  د ښار اوسيدونکي بلې  لورې تللو ته  مه  پريږدئ ، هماغه  و چې  سپاهيانو به  تښتيدونکي  عيسويان  د شګلوړه   لرې  لرې  لارو ، د غونډيو  او  نورو  سيمو  څخه  نيول او بيرته  به ئې  ښار ته  را وستل .
دا خلک په حقيقت  کې د خپلو حکمرانانو  د ګناه   د  سزا څخه په تيښته کې و، هغوی ددې ځاې  اوسيدونکي مسلمانان  د  چېنجيو  په څير سپک  او بې  ارزښته  ګڼل و  او د « مسلمانانو  پنډ غالې يا بیګار کيمپ  »  ددې  ستر ثبوت و . سلطان  ايوبي  ته ددې  پنډغالي  په  هکله  مالومات   و ، هغه  (شوبک)  ته   د ورننوتلو   سره  سم  همدې  پنډ  غالي ته ولاړ ، هلته نژدې  دوه  زره  مسلمانان د قيد اوبند په اذيتونو  اخته  پراته   و .  عيسايانو دغه  دوه زره  کسان ژوندي  لاشونه  ګڼلي  و. دهغوی  څخه  به ئې  د حيواناتو په څير کار  اخسته ، د دې بنديانو تر   منځ   داسې  کسان   هم و  چې په  ځوانۍ  کې ئې راوړي  و او همدلته  ئې  عمر تيرکړي و اواوس اذيتونو  زړښت  ته  رسولي و . هغوی دا   له ياده ويستلي  و  چې  دوی ريښتيا هم  انسانان   دي ، په دې ځاې کې د پخوانيو  جنګونو  بنديان  هم  و ، خو د هغو  بدنصيبو  شميره  په کې زياته و ه  چې صليبيانو  د قافلو او يا د ښاره  څخه نيولي او پنډغالي ته ئې  را وړي و. که هغه به  ستر تاجر و او يا به د ښکلو نجونو پلار  ، هر څوک   به ئې  چې نيوه  دهغه  شتمني  به ئې ترې  اخسته او يا  به ئې  لوڼې  ترې  اخستې  او هغوی به ئې  همدې ځاې ته  را رسول . په دوی کې دښار هغه مسلمانان  هم و  چې  دهغوی  پر خلاف  دا  الزام  و  چې  هغوی د اسلامي سلطنت  وفاداره   او دصليب  دښمنان دي  ، په ښار کې  چې  څومره  مسلمانان  اوسيدل  هغوی  به  لمونځونه   او دقران  تلاوت   په پټه  په خپلو کورونو کې کاوه ، او  هڅه به  ئې کوله  چې   غږ  ئې بيرون  و نه  وځي...... هغوی  به  يو مامولي  شانته  عيسائې  ته  هم ټيټيدل  او سلام  به ئې ورته کاوه ، هغوی   به خپلې  مسلمانې  لوڼه  په پردې کې  ساتلې ، او نه  به  ئې   پری  ښولې  چې  بيرون  را ووځي  ځکه  عيسايانو به د هغوی  ښايسته کوچنيان  تښتول .
 کله چې  سلطان ايوبي  هغه دوه  زره  ژوندي  لاشونه وکتل ، نو اوښکې ئې د سترګو روانې  شوی او وئې ويل « زه  ددې مظلومانو د ازادولو  له پاره د   ټول  اسلامي  سلطنت   په خطر کې  اچولو ته تيار  وم ،» هغه  د هغوی د غذائي  او روغتيائي حالت  د ښه کولو  له پاره سمدلاسه   احکامات  ورکړل ، او وئې  ويل  چې اوس  دوی په همدې ځاې کې  وساتئ  اوبسترې  اونور  اړوندې  اسانتياوي ورته  برابرې کړئ ، دسلطان ايوبي  سره په دې  وخت کې  د هغوی د زړه چاودو  قصو  د اوريدو  وخت   نه و ، هغه  غوښتل تر هر څه لمړۍ  د شاوخوا  حالات   سم کړي . بيرون   لا تراوسه  پورې  جنګ  روان و ، خو دا  د ازاد  او ميداني  جنګ په څير  جګړه  نه وه . حال  دا و چې  د صليبيانو  هغه فوځ  چې د سلطان  ايوبي د فوځ  د ځپلو  له پاره  د (شوبک)   څخه وتلې و او  د (کرک)  په  لورې او يا  په لاره کې د سلطان ايوبي د فوځونو د محاصرې   له پاره  ئې سنګرونه  نيولي و ، هغه خورر  ور  شوی  و  او شاتګ ته  مجبور کړل شوې   و ، مسلمانو  چريکانو  په  هغوی باندې  غلچکي  عمليات  کول او هغوی   ئې  د ډير بد او خراب  حالت  سره مخ کړي و . سلطان ايوبي ته دا خبرونه  را رسيدل ، چې په ځينو ځاېو کې دهغوی   چريکان محاصره شوي  او ډير زيان  ورته  رسيدلې دې ، دا خطره هم وه چې  هغه فوځيان  چې  د(کرک)  په کلا  کې  شتون   لري  هغوی  به  په صحرا کې  دخپلو  نورو صليبيانو  د خلاصون  له پاره  مرسته  ور  وليږي.
ددې  حالاتو سره دمقابلې  له پاره دسلطان ايوبي سره د فوځ کمښت و او هغه د مصر څخه هم نور کومک  نه راغوښته ، ځکه چې هلته  هغه  سازشونه  لا تر اوسه  پورې  په  پوره  توګه  نه و ځپل شوي ، دګوښه  شوي  فاطمي خلافت   ملاتړي   په  مختلفو  سازشونو کې مصروف  و ،همدا  راز  سوډاني حبشيانو هم  خپلې  لښکرې  راټولې کړې وی ، صليبيانو غوښتل د هغوی مرسته وکړي   اوهغوی  يو دبل  سره  دسلطان ايوبي  پر خلاف  را  يوځاې کړي ، تر ټولو  لويه  خطره  داوه چې هلته   يو شمير  مسلمان  سياسي او فوځي  مشران  هم  د سلطان ايوبي پر خلاف   په  سازشونوکې مصروف  وول ، دا د ايمان  پلورنکو ډله وه ، چې د واک   د تر  لاسه  کولو  له پاره ئې  د اسلام د دښمنانو  سره لاس  يو کړې و او د پردېو سره  يو ځاې  په سازشونو کې   را  ګيرو ، هغوی  د حشيشين  د مسلکې قاتلينو  مرسته  هم  تر لاسه کړ ې وه ،او دسلطان ايوبي د  وژلو پلان  ئې  تر لاس  لاندې  نيولې و .
سلطان  ايوبي  څو ځله ويلي و ، چې دا  د صليبيانو  څومره ستره بريا  ده  چې هغوی زما په لاسو زما خپل   مسلمانان  وژني ، پرته  له شکه  هغوی  ،  چې ما ورته د غدارۍ  کولو  په    اساس   د مرګ  سزا  ورکړې  وه ، ايمان  پلورنکي وو. خوبيا هم هغوی مسلمانان وو ،  کليمه ئې  ويله ، څومره به ښه  و  چې دې خلکو خپل دښمن  پيژندلې .
له يوه  اړخه  اوس د (شوبک)  کلا دهغه  تر پښو لاندې وه ، او هغه د کلا  په دېوالونو دخپلو فوځي  سلا کارانو سره   ګرځيده ،  ددې  ښار  مسلمانو  اوسيدونکو په  ډلو  ډلو  نڅاوی کولې او  د[ الله اکبر]   شعارونه  ئې ورکول ،خود بله  اړخه  په اوښانو د شهيدانو لاشونه  او  زخميان  راوړل کيدل ، سلطان ايوبي  په  ژور  فکر کې ډوب  و ، د هغه دوست  بهاؤالدېن شدّاد  په خپلو  ليکنو کې   ليکي   چې  « دصلاح الدېن  ايوبي  په  مخ او تندي  د سوبې  اوبريا   څه نښې  نه  ليدل کيدې ، د (شوبک)  د مسلمانانو  يوه ډله   چې  دخوشحالۍ څخه  په   نڅاو  کې  و دهغه دېوال تر څنګ و دريدله  ، چېرې  چې مونږ  ولاړ  و ، نو صلاح الدېن  ايوبي  هغوی  ته کتل ، د هغه په  ليدلو  سره د خلکو  جذبه نوره  هم زياته  شوه ،  خو د ايوبي  په شونډو  باندې  مسکا هم  را پيدا  نه شوه ، ان  تر دې  چې  دهغې خلکو  له پاره ئې  لاس  هم  و نه خوراو چې ددې په خوشحالۍ کې هلته سره را ټول شوي و. هغه ورته  يواځې کتل ، د ډلې  څخه  يوه  په لوړ  اواز  وويل  « صلاح الدېن  دنجم الدېن  ايوب  ځويه ! ته د (شوبک) د مسلمانانو له پاره  پیغمبر راغلې ئې .»  دا دعربي  نژاده  و ،  او عربو به  يوبل   د پلار  په نوم پيژانده  او غږ  به ئې ورته کاوه، په دې خاطر   ډيرو  صلاح الدېن  ايوبي ته بن ايوب  يا  بن  نجم وایه ، پخپله سلطان ايوبي دکرد د نژاده و .....
«د نڅيدونکو  څخه کوم  يوه  نعره   پورته کړه ،--  دکرد  ځويه ! مونږ ستا پیغمبرۍ ته  سجده  کوو ،  صلاح الدېن   ايوبي  يو ټکان  وخوړ ، په سخته  لهجه  ئې وويلې ، دوی ته ووایه  چې ما نه ګنهګاروي ، زه دپیغمرانو غلام  يم ،  د سجدي کولو  وړ  يواځې  يو الله ج  دې .»   ما د سلطان   يو  ساتونکي ته وويل ، ورمنډه کړه او هغه خلکو ته ووایه  چې داسې   نعرې دې   نه وهي  ، دمصر  امير پرې  ناخوښه  کيږي ، ساتونکې ورغې  نو ايوبي  هغه  تم کړ او ورته ئې وويل چې « په  کلاره  ورته  ووایه ، دهغوی  زړونه  مه خفه کوه ، پريږده  چې نڅاوی وکړي او  سندرې ووائي ، هغوی د جهنم  څخه  را وتلي دي . زما ژوند دهغې خلکو  د خوشحاليو  له پاره  وقف  دې ....
هغه نور  څه  نه شو ويلې ځکه د هغه اواز  دژړا  ډک  و، دا د احساساتو غلبه وه ،  مخ  ئې واړاوه ، غوښتل  ئې خپلې  اوښکې  له مونږه څخه پټې کړي ، لږ وروسته  هغه زمونږ لورې  ته  وکتل ، او وئې ويل « مونږ  اوس  اوس  د فلسطين  دهليز  ته را رسيدلي يو، زمونږ منزل  ډير لرې دې ، مونږ ته  دشمال  په لورې  تر هغه ځاېه  تګ  ته اړتيا ده  چېرې  چې د  روم د بحيرې ساحل  دلمرپريواته   لورې  ته  ور ګرځي ، مونږ  ته دعربو  د ځمکو  څخه د اخری صليبي  د ويستلو  او د روم  په بحيره کې د هغوی  د  ورډوبولو  کار  را  په غاړه دې .
سلطان ايوبي هملته  خپلو سلاکارانو ته  حکم وکړ  چې په ټول  ښار کار  کې اعلان وکړي  چې  هيڅ  غير مسلمان دې په دې خاطر د ښاره  نه  تښتي  چې  مسلمانان  به ئې  په تنګ کړي ، هر  چاته چې دکوم مسلمان  ښاري او يا عسکر  څخه   څه  ستونزه ورسيږي  نو هغوی  دې  دکلا  د دروازې  سره  خپل  شکايت  درج کړي ، دهغې به پوښتنه و شي . هغه وويل چې مونږ  دهيچا  له پاره هم  ستونزې   او مصيبتونه  له ځانه  سره نه  دي   راوړي  بلکه د محبت او مينې  پیغام   مو   راوړې  دې ، که چا هم د اسلامې  حکومت پر خلاف  خبره  يا کوم  خوزښت وکړ  نو هغه ته به د اسلامي  قانون  په چوکاټ کې  سخته   سزا  ورکړل  شي ، په ياد  ولرئ   چې داسلامي قانون د سزا څخه  که مسلمان  وي او که  غير مسلمان  ، يو هم  خوندي   نه شي  پاته کيداې . ددې  تر څنګ  هغه حکم وکړ  چې  که په ښار کې کوم  صليبي  جاسوس او يا عسکر  پټ  شوی  وي   او يا ورته  چا په  خپل کور کې پناه  ورکړې وي  نو هغه  دې سمدستي خپل ځان د مسلمانانو فوځ  ته  تسليم  کړي .
دسلطان ايوبي  فوځ   د(شوبک)  کلا ته د يوه دېوال  په ماتولو سره  ور  ننوتې و. هغه حکم  کړې و چې د کلا په  هغه برخه  باندې  سمدستي  ولکه وکړئ  چېرې  چې د صليبيانو د څارکښۍ  د شبکې  مرکز  و .  ددې  جاساسونو ددغې مرکز  په هکله  هغه ته  ډير مالومات  ورکړل شوي و  او لارښوونه  ئې هم  ورته   کړې وه ، خو صليبيان دومره ناپوهه   نه و، هغوی د هر څه دمخه  هغه مرکز  خالي  کړې  و ، او ټول  اسنادئې  ترې  له ځانه سره وړي و ، دهغوی د جاسوسې  شبکې  مشر   (هرمن)  او  دهغوی نور  چارواکي  دهغه ځاېه  تښتيدلي و ، هلته يواځې  اته نجونې  نيول  شوې وې چې علي بن سفيان  ته ورسپارل  شوې وې، هغه  د هغوی  څخه مالومات   تر لاسه کول ، هغو  نجونو ويلي  و چې لږ و ډير  شل نجونې  له دې ځاېه  څخه وتلي دي . هغوی  ټولې  په  خپله  تښتيدلې دي ، دهغوی  سره کوم  نارينه  نه و ،  نارينه  جاسوسان  هم وتلي و ، دهغو  اتو نجونو  څخه  يوی  دخپلې ملګرې نجلۍ  لوزينا په   اړوند  وويل ، چې هغې يو مسلمان  فوځي (حدېد)  ته    ددې  کلا  څخه  د تيښتې  لار  برابره کړې وه او بيا ئې  په  زهرو  ځان  وواژه .
په (شوبک)  کې د امن  دټينګښت  او  نورواموراتو دښه کولو له پاره   فعاليتونه  ښه په ځوَګ  سره  روان و . صليبيانو هم د (کرک)  څخه  په  (شوبک)  د يرغل  او هغه د سلطان ايوبي  څخه د بيرته اخستلو  په پلانونو باندې غورکاوه  او پلانونه ئې  جوړول . خو صليبيان دبلې  حملې  له پاره  دومره ژر ، چې  هغوی ئې هيله  کوله ، نه شواې  چمتو کيداې . دهغوی تر مخه  لمړۍ  پوښتنه  داوه  چې:  په داسې حال کې  چې  هغه جاسوس  عالم  ډير  پوخ  خبر  راوړی و چې سلطان  ايوبي  پر  (کرک)   يرغل کوي ، دهغه فوځونه د(کرک)  په لور  را روان هم  و ،  د هغوی  دقاهرې  جاسوسانو  هم همدا  ډول  خبر  ورکړې و  چې د سلطان ايوبي  فوځ به  په (کرک)  يرغل کوي  او قومنده  به ئې هم  دهمغه په غاړه وي ، خو په نيمائې  لاره کې دهغه د فوځونو  لوری  ولې  بدل  شو؟ او داسې  چال  ئې  و  لوباوه ، چې هغه صليبي  فوځ  چې دمسلمانانو دمخنيوي  له پاره  هلته مخته  ورغلې و د غلچکي  عملياتو  لاندې  راغې  او سلطان  ا يوبي د (کرک)  څخه  ډير  لرې  په (شوبک)  باندې  يرغل  وکړ .
دا پوښتنه په  يوه کانفرانس  کې  راپورته  شوه ، چې  په  کې د صليبيانو  ستر چارواکي او حکمرانان  شريک ول،  دهغوی د څارکښۍ  د شبکې  مشر  جرمن  نژاده   (هرمن)  او جاسوس عالم  چې سلطان  ايوبي په قاهره کې  دنيولو وروسته  ازاد کړې و  دملزمانو په څير  په دې کانفرنس کې ناست  و، جاسوس  عالم د (شوبک)  د سوبې  دمخه  په  تيښته بريالې شوی و، هغه   ته دکانفرانس  په خونه کې  ځولنې  اچول  شوې وې، په هغه  دا  الزام و چې  هغه  د  غلطې  اطلا ع په ورکولو سره  مسلمانانو  ته ګټه   ورسوله ، او دهغوی د سوبې او بريا  سبب  وګرځيد. هغه عالم يوځل  بيا  بيان  ورکړ  او څرګنده ئې کړه  چې هغه ته دا  اطلاع  څه ډول  تر لاسه شوی وه  چې سلطان ايوبي  په  (کرک) باندې  يرغل کونکې دې ، هغه داهم وويل  چې  که چېرې دهغه په خبر  کې کوم  شک  واې  نو اړوندې  ادارې  بايد پر هغې  باندې عمل  نه واې کړې . دهغه  ددې  بيان  په بنسټ د (هرمن)  څخه  و پوښتل شول  چې هغه  د څارکښۍ  د شبکې  د ماهر په څير  څنګه دا و منله  چې ددې  جاسوس  راوړې  خبر  بلکل  سم دې .
« زه په دې هکله ډير څه ويل  غواړم » (هرمن)  وويل  « زه  دا  په ډاډ  سره ويلاې  شم  چې زه د څارکښۍ د شبکې  ماهر  يم ، خو ډير وختونه داسې راغلي دي  چې په هغې کې زما  مهارت  او  د څارکښۍ کولو محنت  له نظره  غورځول  شوی دې ، دهغې پايلې دا شوی  چې  زما مهارت د فوځ  دمرکزي قومندې  يا  د کوم پادشاه  د حکم  نه  قرباني  شوی دې ، په دې کانفرانس کې درې پادشاهان هم   شتون  لري ، او د  هغوی د متحده  قومندې  اعلی قومندان  هم   شته ، او دا چې  مونږ  اوس  دداسې  سترې ماتې سره مخ  شوی يو چې  په کې د (شوبک) په څير  ډيره مهمه  کلا  زمونږ  له لاسه ووتله ،او تر څنګ  ئې  په   ميلوميلو  خپره  سيمه  هم  مسلمانانو  ولکه  کړې ده ، دېوه کاله زيات  لوژيستکی  وسايل  ددښمن په لاسو کې پريوتي دي ، اود (شوبک)  ټوله  ابادي  دمسلمانانو  غلاما ن ګرځيدلي دي ، زه  غواړم  ستاسو  خامۍ  او احمقانه  حرکتونه  ستاسې تر مخ کيږدم  او زه تاسې ټولو ته په ډير  احترام او درنښت  سره  دا  يادول  غواړم  چې مونږ په صليب  باندې لاس  ايښودې  او دا مو ويلي  چې دصليب وقار  اوعزت  څخه به ځان  ځاروو ، نو که  چېرې ستاسې د کوم يوه  ذاتي وقار ته کوم زيان  رسيږي  نو هغه دې دخپل وقار اوعزت  په ځاې   دصليب  وقار او عزت   تر مخ کيږدي.»
 (هرمن) د ستر  حيثيت  خاوند  ګڼل کيده  ، او  دومره ځواک  ئې  درلوده   چې کونارډ ، ګې اف لوزينان ، او د شاه  اګسټس  په څير  خپل سرو پادشاهانو  هم  دهغې  دخبرې د  رد کولو  جرأ ت  نه شوکولې ، د څارکښۍ  ټول نظام دهغه په لاسوکې و ، په  هغوی  کې  وژونکي   جاسوسان  هم وو، (هرمن)  ددې  جرأت اوهمت  درلود  چې که وغواړي  هر حکمران  په پټه توګه   له منځه يوسي نو وړاې شي.    هغه ته اجازه ورکړل  شوه   چې هغه خپله  شننه  وړاندې کړي .
« زه  په دې خبرې د پوهيدو  توان  نه لرم ، چې ددښمن دراز د مالومولو   له پاره  يواځې  په نجونو باندې ولې  دومره  زياته تکیه  کيږي؟. » هغه وپوښتل .
«  په دې خاطر چې ښځه د انسان  تر ټولو  ستره کمزوري ده .» يوه  حکمران  وويل ، « دانسان د کړچار دخرابولو ښه  وسيله   ښځه ده ، ايا ته ددې  څخه انکار کولې  شې چې دعربو زيات  شمير مسلمان  امراء ،  وزراء ... مونږ دهمدې  ښخو په واسطه  خپل غلامان ګرځولي دي ؟»
« خو تاسې دا  فکر نه دې کړې  چې  په دې وخت کې د مسلمانانو حکومت  د فوځ په لاسو کې دې ،» (هرمن) ورته وويلې ، دهغوی خليفه خپل  حکم  نه شي  پياده کولاې ، په  عسکري امورو کې دهغې  هيڅ ډول  مداخله  نشته ، په مصر کې دسلطان ايوبي  حيثيت  د هغې ځاې د والي  په څير دې  خو هغه د هغې ځاې  خليفه  هم ګوښه کړ، هلته  نورالدېن  زنګي دې  چې د يو سالار  او  وزير  رتبه  لري  خو په جنګې  امورو کې هغه دبغداد  دخليفه  څخه د اجازي  اخستلو ته هيڅ   اړتيا نه لري ، په دې  اساس  دا په  نظر  کې و  ساتئ ، چې تاسې به يو څو اميران ،  وزيران او  د کلاو  مسؤلين  په خپلو لاسو کې اخستي و ي  خو دهغوی  حيثيت  د  يوڅو  غدارانو په څير دې  هغوی تاسي ته دخپل هيواد   يو انچ  هم نه  شي درکولاې ، د اسلامي  حکومت  اصل حکمرانان  فوځيان  دي . نورالدېن زنګي اوصلاح  الدېن ايوبي   دواړو  خپلو  فوځونو  ته  داسې  روزنه ورکړې ده  چې تاسې نه  شئ کولاې   د داسۍ نجونو په واسطه   دهغوی  دفوځ کړچار  خراب کړئ ، او نه مو دا کار تر اوسه  پورې  کړې دې ، دهغې فوځ له پاره  شراب  څښل  دروند  جرم دې ، په اسلام کې دهر  يوه  له پاره شراب حرام دي ، ددې بنديز  اغيز  دادې  چې مسلمان  فوځي  وي او که غير فوځي  هغوی  تل په  خپل هوش او فکر کې وي ، که  چېرې صلاح الدېن  ايوبي  دشرابو  عادي  واې ، نو نن  به مصر  زمونږه  و ، او صلاح الدېن  ايوبي به د (شوبک)  د کلا  فاتح  نه ګڼل  کيده ، بلکه په دې  کلا  کې به  زمونږ  سره  بندي واې .
« (هرمن) ! » يو قومندان  ورته  په  سخته توګه وويلې   « خپله خبره تر نجونو  پورې  وساته ، مونږ سره د مسلمانانو د صفتونو د  اوريدلو   له پاره وخت  نه شته ،»
« زه همدا ويل غواړم »  (هرمن) ورته وويل « چې د څارکښۍ له پاره د  نجونو  استعمال ناکامه  شوي دي، په تيرو دوو کالو کې مونږ ډيرې  ارزښتناکه نجونې مصر ته واستولې  خو هغوی زياتې د مسلمانو  فوځيانو په لاسو  ووژل  شوی ، د نجونو  په هکله دا هم ياد ساتئ ، چې ښځه ذات ډيره ژر  احساساتي کيږي  ، که تاسې نجونو ته هر څومره سخته   روزنه ورکړئ  بيا هم  هغوی د نارينه و  په څير  د تيږي په   شان  نه کلکيږي  . مونږ  هغوی  په  خطرو کې ورغورځوو ،خطره  په هر  حال خطره وي  او په زړه  او دماغ  اغيز کوي. په ځينووختونو کې  حالات  ډير زيات  خرابيږي  او په داسې حالاتو کې مسلمان  فوځيان زمونږ   نجونې  د تفريح او ساعت   تيريو  په ځاې په خپله  پناه  کې  اخلي  او خپل جسم پرې   حراموي ،نجونې د جذباتو څخه مغلوبيږي .  همدا  اوس  اوس   زمونږ  يوي نجلۍ د صلاح الدېن ايوبي  يوه  قومندان   د غلو څخه خوندي کړې وه ، او پخپله زخمي شوی  و ، نجلۍ هغه له ځانه  سره   (شوبک) ته راوست  خو مونږ هغه د مسلمانانو په پنډغالي کې واچاوه ، مګر نجلۍ  هغه ته  زمونږ د يوه  افسر  کالي  ور واغوستل  او دکلا څخه ئې وويست ، هغه  ته  ئې  آس  هم ورکړ ،ما هغه نجلۍ و نيوله ،  خو هغې  زهر  وخوړل او ځان  ئې وواژه، هغې د سزا د ويرې  ځان  نه  و وژلې ، هغې محسوس  کړې وه  چې هغه ګناهګاره  ده ، اوخپل  جسم  ئې د دوکې  له پاره استعمال کړې دې ، دا  احساس  دومره  سخت  و  چې هغه ئې  زهرو خوړلو  ته مجبوره  کړه .
« دنجونو پر خلاف  يو بل دليل  هم وړاندې کول  غواړم ، زمونږ سره  چې څومره  جاسوسې نجونې دي  دهغوی  زياته  شميره دهغو نجونو ده چې  په کوچني والي  کې د مسلمانانو د قافلو  څخه او يا د مسلمانانو د کورونو څخه  را تښتول  شوي دي ، مونږ  هغوی ته  خپل مذهب  ورکړ ، او روزنه مو ورکړه ، هغوی ځوانې  شوی  او خپل اصليت  ترې  هير  شو ، هغوی  ته دا ياد  هم پاته  نه  شو  چې  هغوی  د مسلمانانو لوڼي دي ، خو مونږ  يواځې  د هغوی نوم  بدل کړ، دهغوی  مذهب  او کړچار  مو بدل کړ ، خو دهغوی  وينه مو  بدله  نه  شوه کړاې ، زه په  انساني  نفسياتو  باندې پوهيږم ، او دا  زما تجربه ده ، چې  دمسلمانانو  نفسيات د نورو  مذهبونو د انسانانو څخه  توپير لري، دا نجونې  چې  کله هم د کوم  مسلمان  مخې ته ورځي  نوداسې  ورته  مالوميږي  چې هغوی  ته  يو ناڅاپه را په يادېږي  چې  دهغوی  په رګونو کې  هم دمسلمان  پلار  وينه  ده ، د مسلمان د   وينی  څخه د هغه مذهب  نه  وځي .»
«ته  غواړې ووائې  چې پس له دې کومه نجلۍ د څارکښۍ  له پاره  مه  ليږئ ،»  يوه  قومندان  ورڅخه و پوښتل . « کومه داسې  نجلۍ  مه استوئ  چې دکوم مسلمان  په کور کې پيدا  شوې وي.» (هرمن)  ځواب  ورکړ . « که  چېرې تاسې نجونې زما د شبکې  څخه  وکاږئ نو دا  به د صليب  له پاره غوره و ي، تاسې د مسلمانو امراو حرم سرايو ته  نجونې  استوئ ، تاسو هغوی  په خپلو  جالو کې  را ګيرولې شئ ، هغوی  په اسانۍ سره ستاسې  په لاسو کې  را تلاې  شي ، ځکه  چې هغوی د جنګ   ميدان  نه دې ليدلې ، دهغوی توري  زمونږ د تورو سره نه دي  ټکر شوی ، دهغوی  فوځ  مونږ پيژني  ، يواځي  فوځ دې  چې دښمن  پيژندلې شي ، په دې خاطر هغوی  زمونږ په جال کې نه  را نښلي ،»
دصليبيانو پادشاه  اګسټس  ډير زيات   شېطان  فطرته  انسان و ، هغه د اسلام سره  دښمني  عبادت ګاڼه ، هغه وويل  « (هرمن) !  ستا آند  ډير  را نغښتې دې ، ته يواځې  صلاح الدېن ايوبي او نور الدېن  زنګی   ګورې ، خو مونږ  اسلام  وينو ، مونږ بايد  ددې مذهب   بيخ  را وکاږو ، دهغوی کړچار اوآندونو کې شکوک او شبهات راپيدا کړو، په  مسلمانانو کې داسې تهذيب  رواج  کړئ  چې په کې  جذابيت  وي ، دا اړينه نه ده  چې مونږ  خپلې ټولې موخې  په خپل ژوند کې تر لاسه کړو ، مونږ به دا کار خپل  راتلونکې  نسل  ته  ور وسپارو ، څه بريا  به هغوی تر لاسه کړي  او دا کار  به بيا  دهغې    وروسته نسلونو لاسو ته  ور ولويږي ....
بيا به  داسې  يو  وخت  هم راشي  چې  د اسلام نوم او نښه  به هم پاته  نه وي ، که چېري  اسلام ژوندې هم  پاته وي نو بيا  به دا مذهب  بل کوم صلاح الدېن ايوبي او نورالدېن  زنګي په څير  بچېان  نه  زيږوي ، زه په ډاډ  سره  ويلې شم  چې مذهب  به د مسلمانانو خپل وي  خو دا مذهب  به  زمونږ په تهذيب  کې  رنګ  شوې وې، (هرمن)! د نن  څخه  سل کاله وروسته  په نظر کې و نيسه ، برې  او  ناکامي  وختي پيښې دي ،  مونږ به  په (شوبک)  دوباره  ولکه کوو ، ته  په مصر کې سازشونو  ته دوام ور  کړه ، د فاطميانو او حبشي  سوډانيانو تر منځ  يووالې  راوړه   او  هغوی  ته مرسته  ورکړه او د حشيشينو  څخه کار واخله .
*****(۸۴)
غونډه روانه وه  چې يو صليبي افسر  را ننوت ،  ستړې ستومانه او په خاورو  ککړ و ،  داد هغه فوځ  قومندان  و  چې دښتې  ته دمقابلې  له پاره استول  شوی  خو  اوس  سوکه  سوکه   د (کرک)  په لور شاته را روان و ،  هغه ډير اندېښمند و ، هغه  وويل «  د فوځ حالت  ښه نه دې  زه ددې وړاندېز  سره  راغلې يم   چې  د(کرک)  د  فوځ سره څه نور فوځ  ور يوځاې کړئ  او په (شوبک)  باندې يرغل يوسئ  او مسلمانان مجبور کړئ  چې  مخامخ  جنګ  ته  راشي . اوس  د جګړې حال دادې  چې زمونږ فوځي  دلګي د مرکزي  قومندې  په مطابق  د (کرک)  په لورې  په شا تګ کوي  دمسلمانانو  چريکې  ډلې د لږشميره  وګړو  په  واسطه غلچکي  شپيني  بريدونه کوي  اوبيا  شاته  ته تښتي ، او دورځې له    اړخه دهغوی يو څو کسان  غشي ويشتونکي  يوڅو غشي  را توغوي  او بيرته  ور ککيږي ، هغوی  ډير وخت  اوښان او آسونه  په  نښه کوي ، او هر ځناور  چې په غشي  لګيږي نو هغه بيا  د کنتروله  وځي ، مونږ دلږ  څه تم کيدو وروسته  خپلې خورې ورې  ډلې  بيرته  سره راټولې کړلې ، او د ځوابي  يرغل  هڅه مو وکړه  خو مسلمانان  مخامخ  جګړه  نه کوي ، زمونږ يو شمير  دلګي په دې  خاطر  له منځه ولاړ ل  چې مسلمانانوهغوی دخپلې خوښې  ډګر ته را ښکودل ،اوس  په سپاهيانو کې د  جګړي کولو  جذبه   مړژواندې  شوی ده ، او ددې جذبي د بيرته  را پيداکيدو   له پاره  دې ته اړتيا ده  چې يوه  قوي  ځوابي  حمله  پيل کړل  شي.
په همدې موضوع  باندې  بحث او څیړنه پيل  شوه ، دصليبيانو  له پاره  داستونزې  پيدا شوې وې چې دهغوی د فوځ ډيره برخه ، چې هغوی  ډير ښه فوځ  ګاڼه،  د(کرک)  څخه لرې  په شګلوړه  ځمکه کې  خوره  وره   پرته  وه. د سلطان ايوبي چال  بريالې  شوی و ، د هغه  قومندانانو او عسکري  ډلو دهغه دغه  چال  په  ډيره ښه  توګه  پلي  کړې و، هغوی   به  په اوبو باندې ولکه  کوله ، لوړو ته  به ئې ځانونه رسول  او غونډيزو  سيمو کې به ئې  غلچکي بريدونه کول ، او د  ورځي له  اړخه به که هوا  تيزه  چليده  نو دهمغې تيزی  هوا  له  څپو سره به ئې سمه حمله کوله، ددې څخه  دا ګټه  تر لاسه کيده  ، چې  دهوا اودآسونو دپښو څخه الوزول  شوی  شګې  به د صليبي عسکرو  په سترګو  کې ننوتلې  او ړندول  به ئې . دسلطان ايوبي  سره  زيات  شمير  وګړي  نه و .
تاريخپوهان  ليکي  چې که صليبيانو  يرغل  کړې  واې  نو دسلطان  ايوبي  سره دومره  وګړي  نه و  چې (شوبک)  ئې ساتلاې  واې ، هغه  د جنګي  فهم  اوفراست  څخه کار واخست ، اوپه صليبيانو باندې ئې  خپل  رعب  او دبدبه  قايمه کړه ، د (شوبک)  شمال شرق  ته  دصليبيانو يو زيات  شمير  فوځ  هسې بيکاره  پروت و ، هغه  ئې له دې ويرې  له هغه ځاېه  نه شو  را ويستلاې  چې سلطان  زنګي  به  سلطان  ايوبي  ته  د هغې لارې  مرسته ورسوي.
صليبي  قومندانان او حکمرانان هلته په (کرک)  کې  سره  را ټول  وو او دخپلې ماتې   غم سره   زړه  خوړينې کړي و ، خو په (شوبک)  کې  ايوبي  دې  ستونزې   غمژن  کړې و  چې که  چېرې  صليبيان   يرغل  راوړي  نو دهغې  به څه ډول  مقابله کوي ؟
هغه د عيسايانو په بڼه  کې خپل جاسوسان (کرک)  ته استولي و ، ترڅو  د صليبيانو د راتلونکو  عزايمو  او منصوبو  څخه ورته  اطلاعات  را ورسوي، هغه داسې  انتظام  کړې و  چې دهغې له مخې  هغه ته د  محاذ خبرونه  ډير  ژر  را رسيدل .  هغه د (شوبک) او  دهغې  د چاپيره   سيمو  څخه   په  فوځ  کې دخدمت  له پاره  دخلکو  د را نيولو  کار  پيل کړ. او حکم ئې وکړ  چې  په  فوځ کې د نوو  را يوځاې  شوو له پاره هملته په کلا کې   روزنه ورکول  پيل کړل شي . هغوی  ته  دصليبيانو زيات  شمير  اوښان او آسونه   هم   تر لاسه شوی و.
بيروني  فوځونو  ته  هغه حکم وکړ  چې ددښمن ځناور  د وژلو  په ځاې  ژوندي  و نيسئ ، او کلا  ته ئې را وليږئ ، د نوو  عسکرو د روزلو په هکله هغه حکم وکړ  چې هغوی  ته دشپني  غلچکي  عملياتو  او خوځنده  جنګ کولو  روزنه  ورکړئ ،
په (کرک) کې چې کومه  غونډه  روانه  و ه  په  هغې کې د (هرمن)  دا  وړاندېز  رد  کړل  شو  چې  د جاسوسۍ  له پاره نجونې  مه   استعمالوئ ، خو عام جاسوسان  ئې پريښول  اوهغوی ته ئې دا حکم وکړ  چې هغوی دې په مسلمانانو  د نظرياتي يرغل  له پاره  وګړي  را پيدا کړي . ددې وروسته ددې پوښتنه وشوه  چې  په (شوبک) کې څومره نجونې او نارينه  جاسوسان پاته شوي ؟ اوايا هغه نجونې د هغه ځاېه  څخه را ويستلاې شو ؟  (هرمن) هغوی  ته وويل  چې يو څو  نجونې دمسلمانانو په قيد کې ورغلي  اوڅه  نورې  را وتلې دي  او يو شمير ورکې  دي ، د نارينه  جاسوسانو په هکله هغه وويل  چې يو څوئې په قيد کې  دي ، څه را وتلي دي او څه درغل شوي.. هغو ته خبر ورکول  شوی  چې هملته  اوسئ او  د مسلمانانو  سره  ځان  يو کړئ او خپل کار ته دوام  ورکړئ ،...  يو صليبي  حکمران وويل  چې هغه نجونې  چې هلته  قيد دي دهغوی  را ويستل  اسانه  نه ښکاري  خو دا هم  شوني ده  چې  يو شمير  نجونو هلته د عيسايانو  په کورونو کې پناه اخستي وي  هغوی  بايد دهغه ځاېه  څخه را وويستل شي.
د لږ څه  بحث او څیړنې وروسته  دا پريکړه  وشوه  چې داسې يوه ډله تياره کړئ  چې دسلطان ايوبي د غلچکي ډلې په  څير هر ډول  لوبي   ته  تيار وي ، ددې ډلې  هر يو  کس  بايد  ذهينه او  هوښيار  وي  په عربي  يا مصري  ژبه    و پوهيږي ، دا ډله دداسې  مسلمانانوپه  بڼه کې هلته (شوبک)   ته ور  واستوئ  چې دهغې نه دا مالومه  شي  چې دوی د (کرک)  دعيسايانو د  ظلم او تيري  له لاسه  را تښتيدلي دي ، هغوی ته داکار  وسپارئ  چې دنجونو  لټون وکړي  او دهغې ځاېه  ئې را  وکاږي . ددې کار  د تر سره کولو له پاره به هغه  مجرم   وګړي  ډير مناسب  وي  چې د  هغوی  دغوښتنې په اساس د  زندانو څخه را ويستل شوی او په فوځ کې  ور داخل  کړل شوي دي ، په فوځ کې  د همداسې   روزل  شوو  مجرمينو لټون  وکړئ  او هغوی  د څو ورځو  روزنی  د ترلاسه کولو  وروسته  بيا  (شوبک) ته واستوئ ، خو دا خيال  وکړئ  چې  په هغو کې  هغه سپاهيان   هم شتون  ولري  چې  (شوبک)  کې اوسيدلي وي  او دهغې  ځاې دکوڅو او لارو  سره ښه  بلدتيا و لري ،..... اوس دلته دا ستونزه را پيدا  شوه  چې مجرم  وګړي ددې سيمي په ژبه  نه پو هيږي ، ددې  له پاره  ئې دحل  لاره  دا را پيدا کړه  چې ډير داسې وګړي ور  واستوئ  چې دهغې  ځاې  په ژبه  باندې   پوهيږي .
زيات  شمير  تاريخپوهانو د(شوبک)  سوبې  ته   مختلف  رنګونه ورکړي دي، په دوی کې  سپين ګويه    تاريخپوهان  لکه  د( ويليم اف ټآئر) په  څير  عيسايانو هم ، په صليبيانو  باندې  سختې نيوکې کړي دي ، هغوی ليکي  چې دهغوی حکمرانانو د ښايسته نجونو په  واسطه د مسلمانانو په سيمو کې دهغوی کړچار د خرابوالي ، تخريب کارۍ  او  څارکښۍ  له پاره توجه کوله ، ددې  څخه دهغوی دخپل کړچار  ليد  تر سترګو کيږي  چې دوی په خپله څه ډول خلک وو. دا  سمه ده  چې هغوی به  دمسلمانانو  څو کسه غير فوځي  چارواکې تر  خپل  اغيز  لاندې را وستي  وي  خو  دهغوی په دماغ  کې دا نه راتلل  چې دمسلمانانو يو قوم  هم  شته  او يو فوځ  هم ، د يوه قوم او دهغې  د فوځ  د عقيدې  وژل  دومره اسانه کار نه دې ،اوبيا  په  هغه  وخت کې  چې  صليبيانو دمسلمانانو  قافلي  لوټولې ، د هغوی  کوچنيان  ئې  تښتول ، په نيول  شوو  سيمو کې  ئې  په پراخه  پيمانه   د خلکو ابرو  او عزت  واخست ، عامی وژنې  ئې  وکړې او مسلمانان ئې په  بیګار  پنډغالي  کې ور  واچول  او دځناورو  څخه ئې هم  سپک  سلوک  ورسره وکړ.
 دمسلمان قوم  اوفوځ   جذبه    له منځه وړل  نا شونې  ده ، هغوی  په  خپل دې ناوړه کړچار  سره   د مسلمانانو په  زړونوکې د بدلې  اور   را تازه کړ . د اسلام  په ليکو کې د يو څو کسه غدارانو د پيدا کولو سره  ددې مذهب  عظمت  له منځه  نه شې  وړل کيداې .
تاريخپوهانو  ليکلي دي  چې  په هغه  وخت کې چې په (شوبک)  د يرغل اړتيا وه ، او صلاح الدېن ايوبي د جنګي  اړخه   کمزورې و نو صليبيانو د(شوبک)  څخه د يو څو جاسوسو نجونو د ويستلو په   فکر  کې  ډوب  و  اوددې کار  له پاره ئې دسرتيرو  د ډلې د چمتوکولو   حکم کړې و . هغوی  ليکي  چې دصلاح الدېن ايوبي  د جنګي فراست  ستاينه  بايد  وکړل  شي  چې هغه په  صليبيانو باندې  رعب او ويره  اچولې وه ،د هغوی  فوځ ئې سره  خپور  وور  کړې و ،اوصليبيانو هم د ا   اغيز  منلې و، هغوی  هيڅ دې لورې ته توجه  ونکړه ، چې د ايوبي  خپل  فوځ دلګي  دلګي  او ډله ډله  خور وور  پروت  دې  اودا هم ويل کيږي  چې  سلطان ايوبي ددې  حال څخه  غمګين  هم و، دهغه  خاص  سلاکار  ، شدّاد ،  چې دهغه  د اندېښنې کومه  يادونه کړې نو هغه همدا کيداې شي  چې دهغې فوځي  دلګي د صليبيانو د تعقب   پسې   خواره شوي و او دهغوی مرکزيت  له منځه  تللې و . دا هم سمه ده  چې دهغې  دلګي د قومي او ذاتي  جذبو  په اساس  جنګيدل ،دا سې  نمونې  هم   ليدل شوی دي چې يو شمير  مسلمان فوځي  دلګي د صحرا  په    لارو  کې   بې لارې  شوي  ،د خوراک  څښا ک  څخه بې برخې شوي  خو هغوی بياهم  په هر حال کې  چې وو،   جنګيدل .
دا دجذباتواو احساساتو   جنګ و  چې صليبي سپاهيان  ترې  بې برخې و، کله به  چې هغوی خپل قومندانان  د شا تګ  په حال کې کتل ،نو په  هغوی کې به هم  د جنګ  جګړی  روحیه  له منځه تلله، که چېرې  صليبيانو  لږ  څه توجه  دې لورې ته کړې واي  نو د ايوبي  خورورو  لښکرو  باندې  ئې  ولکه  موندلې شوه ، خو هغوی په وړو  وړو  خبرو باندې  دومره  توجه  کوله  لکه څومره  چې  په مهمو  جنګی امورو باندې کيږي .
دلته  يوه  بله يادوونه  اړينه ده  او هغه داچې د هغه وخت د صليبي  پيښو ليکونکو  په  حواله  دوه  درې  غيرمسلمانه  تاريخپوهانو  دا ډول  غلط بياني  هم  کړيده ، چې سلطان صلاح الدېن  ايوبي  (شوبک)  دوه کاله په پرلپسې  توګه  تر محاصرې لاندې  نيولې و اوبيرته ناکامه  را وګرځيد ،  هغوی ددې  علت دا بيان کړې دې  چې  د صلاح الدېن ايوبي او  نور الدېن  زنګي تر منځ   غلط  فهمي را پيدا  شوی وه ، زنګي ته دهغه  سلاکارانو  ويلي و چې صلاح الدېن ايوبي  مصر په  خپل  ذاتي  واک  کې اخلي اوځان د فلسطين  حکمران  جوړوي ، هغه  به دفلسطين د سوبی وروسته  زنګي  هم  له کاره  ګوښه کړي ، دامؤرخين  ليکي  چې  نور الدېن زنګي په دې بهانه  (شوبک) ته خپل  فوځونه  را و استول  چې دا  د سلطان ايوبي  له پاره مرسته ده ، خو هغه خپلو قومندانانو ته لار ښوونه  کړې وه  چې    هغوی دې  د (شوبک)  جنګی  امور په خپل لاس کې واخلي ، همغه و  چې  کله  چې دا فوځ راغې  نو سلطان ايوبي ته  چاوويل  چې سلطان زنګي  دا فوځ  ددې له پاره  نه دې را استولې چې له تاسره  مرسته وکړي  بلکه  د مرکزي  قومندې د تر لاسه کولوله پاره ئې  را ستولې دې . ددې خبرې  په اوريدلو سره سلطان ايوبي  خفه شو او د(شوبک)  محاصره  ئې  ختمه او بيرته  ئې مصر ته  کوچ وکړ.
عيسائې تاريخپوهانو د  زنګي او ايوبي  تر منځ  دغه  فرضي   ټکر  ډير  پورته پورته کړېدې  خو په هغوی کې  دهغو تاريخپوهانو شميره  ډيره ده  چې  دائې ثابته کړې ده  چې سلطان  ايوبي د  يوي نيمې مياشتې  محاصرې وروسته  په (شوبک) کلا  کې ور ننوتې و. خو دا مالومات  هم تر لاسه  شوي دي چې صليبي تخريب کاراونو دنورالدېن  زنګي  او سلطان ايوبي تر منځ د اختلاف  د پيداکولو  هڅې کولې   خو بريالي  نه  شول . ددې ثبو ت  دادې  چې دسلطان ايوبي  پلار   نجم الدېن ايوب   تر ډېرې  اوږدې او ستومانه کونکې  لارې  (شوبک) ته ورسيد ، هغه ته  دا شک  پيدا  شوی و  چې   هسې نه  چې د هغه ځوي  داسې  بې  عقلي  و کړي  اويا داسې  څه پيښ نه   شي  چې تخريب کاران   دهغه  غوږونه د زنګي  پرخلاف  ډک کړي .
بهاؤالدېن شدّاد  په خپلو ليکنو کې زياتوي  چې  «صلاح الدېن ايوبي دخپل  پلار په  کتلو ډير  حيران شو دهغه لاسونه  ئې ښکل  کړل  او داسې وپوهيده  چې پلار  ئې ورته  ددې سترې سوبې د مبارکۍ په خاطر  راغلې دې . خو هغه خپل ځوي  ته  لمړۍ خبرې  داسې   پيل کړې  « ايا نور الدېن   زنګي  جاهل او ناپوهه دې  چې زما د  ورک او غريب  د ځوی  په څير يو  وګړې  ئې د مصر حکمران  کړ ؟ ايا زه  به دا اورم  چې  ستا ځوی د ذاتي  واکمنۍ په خاطر د اسلامي  سلطنت د ساتونکي  نورالدېن زنګي   دښمن  ګر ځيدلې دې ؟..... ولاړ  شه او  د نورالدېن زنګي څخه  بښنه و غواړه ،....
کله چې خبره  را برسيره  شوه  نو  مالومه شوه چې د سلطان ايوبي  ذهن  پاک دې  او هغه د سلطان نورالدېن  زنګي  څخه نوره  مرسته را غواړي ، نجم الدېن ايوب  ډاډمن  شو  او  څرګنده ئې کړه چې دا  دصليبيانو تخريبکاري  او  شيطانت  دې .   سلطان ايوبي  خپل  باورې  قاصد او سلاکار ( فقیه  عيسی  الهکاري)  دخپل  دروند  پلار  سره يو ځاې  رخصت  کړ، او الهکاري ته ئې د نور الدېن زنګي په نوم يو  پیغام ور وليږه ، او  ورسره ئې د (شوبک)  څه  تحفي هم ور  وليږلې ، هغه ورته وليکل  « ترټولو ستره تحفه د(شوبک) کلا ده ، چې  زه ئې ستا په  قدمونو کې  ږدم ، او ددې  وروسته  به د بارې ذات  په مرسته  د (کرک)   کلا درته  تحفه کړم .»
په دې پیغام کې سلطان ايوبي دا  ډاګيزه کړې وه  چې  دصليبيانو د تخريب کاريو څخه  بايد  بيداره  و اوسي ، او دا  هم له ياده و نه باسي  چې يو شمير مسلمانان  امراء   هم  په دې ډول  تخريبيواو سازشونو کې د صليبيانو  لاس  ورکلکوي .  په دې پیغام کې سلطان ايوبي د هغه وخت د (شوبک)   احوال  اود خپل فوځ  څرنګوالې ليکلې و،او  تر څنګ  ئې   څه انقلابي  وړاندېزونه هم کړي و . هغه زنګي ته ليکلي و  چې  په اوسنيو حالاتو کې دښمن  زمونږ پر ځمکه  کلابند  دې  او د جنګ  په ډګر کې  زمونږ پر خلاف  پوره  فعاله دې ،د ځمکې  لاندې  فعاليتونوکې  هغوی  زمونږ پر خلاف  ډيرې  غلطې  انګيرنې  پيداکوي ، زه  دې  نتيجې ته رسيدلې يم  چې زمونږ  غير  فوځي قيادت  نه  يواځي دا چې ناکامه دې  بلکه  پخپله د اسلامي سلطنت  له پاره  خطر  ګرځيدلې دې . مونږ د کوره  لرې  په  بې رحمه صحراو کې ددښمن پر خلاف   جنګيږو  ، زمونږ مجاهدېن   جنګيږي او شهيدانيږي ،  هغوی  په لوږه او تنده  جنګيږی  ، او  کفن  هم ورته  ميسر نه وي  ، د  هغوی  لاشونو د اسونو د قدمونو لاندې مښل کيږي  د صحرايې ګيدړو او مرغانو دخوراک   غوړه  مړۍ   ګرځي ، د اسلام عظمت او د قوم  عزت او وقار  له پاره  چې څومره  ځان  ځارنی  هغوی کوي  هغومره  بل  هيڅوک نه شي کولاې ،  خو زمونږ د غير فوځي  حکامو  او مشرانو  يو څاڅکی وينه  هم  نه توئېږي ، هغوی د جنګ د ډګر  څخه  ډير لرې په  خوندي ځاېو کې ناست دي  همدا علت دې  چې هغوی د عيش اوعشرت  عادي  ګرځيدلي  دي ،او دښمنانو  هغوی د ښکلو نجونو  او اروپايي  شرابو  په  واسطه خپل مريدان  ګرځولي دي .  مونږ  د دېن او ايما ن  د سر لوړۍ  له پاره  وژل کيږو  ، او هغوی  د ايمان  ددښمنانو په لاسو  کې پلورل  کيږي  او خپل عيش  کوي  او دهغوی  لاسونه  ورکلکوي .
سلطان ايوبي   ليکلي و ، چې  څرنګه   چې  اوس  زه د فلسطين  دهليز  ته رارسيدلې يم  او ما عزم  کړي  چې دفلسطين د سوبي  پرته  به بيرته  نه ستنيږم  دا  اړين ګڼم  چې تاسې (نورالدېن زنګي ) د غير فوځي قيادت  څارنه  وکړئ ، دعلماؤ امير ته وواياست  چې هغوی  دې   په جوماتونو او ټولو ټولونيزو ځاېو کې اعلان وکړي  چې اسلامي سلطنت  يواځی او يواځی  يو خليفه  لري  اوهغه د بغدا  خلافت  دې ، د هغه واحد خلافت  اطاعت  پر هر مسلمان  فرض  دې ، خو په خطبې کې او په هيڅ   جومات  کې  به دخليفه  نوم  نه اخستل کيږي . ستر نوم  يواځی د الله  ج  دې  او دهغه درسول  ص  . دا حکم  جاري کړئ  چې  په راتلونکې کې کله هم خليفه  يا کوم  بل حاکم  په کومي  لورې  يا  د يو څه   د کتلو  له پاره  را وځی نو دهغې د ساتونکو  د ډلې  نه پرته به  بل جلوس  ورسره   مل نه وي ، او خلک  مجبور نه  کړي  چې په لاره کې  ورته  ټيټ  شي  او هغه ته  سلام وکړي . ....سلطان ايوبي  تر ټولو مهمه خبره دا وکړه  چې د  شيعه او سني  تفرقه  ورځ په  ورځ  زياتيږي ، دفاطمي خلافت د  ګوښه کيدو څخه وروسته په دې اختلاف  کې ډيرښت راغلې دې ، بې له شکه  چې خلافت او حکومت د سنيانو سره  دي  خو هيڅ  سني حاکم او ياکارکونکې ته دا حق  نه  شته  چې شيعه  خپل غلامان  وګڼي ، په  حکومت او فوځ کې شيعه ګانو ته پوره  پوره   ونډه  ورکړئ .
په همدې  تر تيب  څه نور انقلابي  وړاندېزونه  هم وو، چې سلطان ايوبي  نور الدېن زنګي ته واستول . تاريخپوهان  په دې خبره کې  سره  يو دي  چې  نورالدېن  زنګي پر دې  وړاندېزونو باندې  سمدستي  عمل وکړ. سلطان ايوبي  د خپله اړخه هم دشيعه  سني  تفرقه د  ميني او محبت ، پوهې او عقل   له لارې  له منځه  يوړه .
پاته په  يوديرشتمه برخه  کې ولولئ.....