
نن د تلې په ۲۲ مه نېټه د پكتيا ولايت مركز ګرديز كې ، كابل بانګ خپله څانګه پرانيستله ، په همدي مراسمو كې چې نن سلا كار وزير او پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد برخه اخيستي وه د پټې په پريكولو سره يي وويل: زه د پكتيا ولايت ټولو وكړو او په ځانګړي توګه د ګرديز ښار اوسيدونكو ته د سودا ګرۍ او پانګې په برخه كي د كابل بانك فعاليدل يو ستر زيرۍ بولم او ټول پكتيا وال وروسته له دي كولای شي لكه د نورو هيواد والو په څير د كابل بانك له آسانتياوو برخمن شي.
د پكتيا والي وياند روح الله سمون وويل مخكې له دې په پكتيا كې هيڅ ډول خصوصي بانكونو فعاليت نه درلود او يواځې د افغانستان بانك ښاري څانګه فعاله وه او بس ، ولې د پكتيا والي ښاغلي همدرد په هڅه او هاند باندې دا دی نن كابل بانك ښاري څانګه پرانيستل شوه او په ډير نږدې كې به د عزيزي بانك د فعاليدو شاهدان واوسو.
په هيواد كي د كابل بانك دا څلور پنځوسمه څانګه ده چي فعاليږي.
د ګرديز ښاريان د كابل بانك له فعاليدو ډير خوښ ښكاريدل او د پكتيا والي له ټولو هڅو څخه يي منندويي ښودله ، يوه تن قومي مشر ښاغلي مولوي حبيب الله منګل وويل : د همدرد ټولي كړني په پكتيا كې مونږ ستايو ، او د ده په وجود كي انشا الله پكتيا به له سيالانو سره سياله شي.