وګړي

وګړي
لیکوال: خالد خان صافی
اسلو، ناروی
اکتوبر ۲۰۰۸
ببرک په کابل کې د حقوقو د پوهنځي محصل و. خو تقریباً هره میاشت به خپلې درې ته د خپل تره زوئ او ملګري انورخان لیدو ته راته. په دره کې به يې سره ګډ چکر واهه او سهار سهار به د غونډئ سر ته ختل. اوس هم د سهار شپږنیمې بجې وې او دوئ دواړه څنګ تر څنګ د غونډئ پر سر ناست وو. دوئ ته له پاسه خپله دره او خپله قلا ډیرښکلي ښکاره کیدل. د درې په منځ کې خوړ بهیدو چې غږ يې د غونډئ سرته لکه یو داسئ موزیک په څیر رسیدو چې زړه ته يې خورا تسکین وربښو. د خوړ دواړو خواوته شنه پټي و او د خوړ نه ها خوا د پټو په منځ کې د دوئ زړه قلا ولاړه وه. ببرک او انور غلي ناست وو ددې طبیعی شاهکار په ننداره کې چې دوئ تل کړې وه یو وار بیا داسې غرق وو چې خپل ځانونه ورته د خپلو احساساتو په څیر د درې په فضا کې خپاره ښکاره کیدل.
د یو ځلمې غږ دوئ لکه له خوبه چې را ویښ کړي. د دواړو پام ګډ ورواوښت او دواړو ګډ وپیژندو چې ملنګ لیونی دی. لیونی په شلیدلو جاموکې ببر سر د پټیو په منځ کې په لار راروان و. انور خان او ببرک ورته له پاسه چوپه خوله ځیرشول. ملنګ به کله له ځان سره څه وویل او کله به یې وخندل او همدا شان ددوئ له نظره پناه شو. ببرک انور خان ته مخ واړو او په داسې توګه لکه د خپلو زړو زړو خیالونو له عمق نه چې غږیږي وویل:
«انور خانه، ته ګوره ملنګ لیوني ته. ټول وایې چې دا لیونې دې، خو زه فکر کوم چې د هغه لیونتوب به له نورو نه ډیر وي، خو ټول خلک تر یوه حده لیوني دي... ماته خو پدې ورستیو کې داسې یو خیال پیدا شوې دې...ته پدې کې څه وايې؟....کله دې په ځان کې لیونتوب احساس کړې دې؟»
د انور خان سترګې خپل ملګري ته واوښتلې. د ببرک په سترګو کې د موضوع جدیت ځلیدو. انور څه ونه ویل، او ببرک ادامه ورکړه:
«ما احساس کړې دې!» ببرک ځان ته اشاره وکړه، «څو څو واره مې احساس کړې دې. سمه ده، زموږ لیونتوب به دومره نه وي چې موږ هم د ملنګ لیوني په څیر جامې وشلو او په لاره له ځانه سره خندا وکړو، خو بیا هم لرویې...لیونتوب لرو.»
د ببرک او انور خان سترګو یوه شیبه یوبل ته کتل، انور خان هماغه شان حیران و، او د ببرک په سترګو او څیره کې جدیت لانور اهم ډیریدو.
«یوازې دا نه چې هر سړې تر یوه حده لیونې دې، زما په نظر هر سړې تر یوه حده هر څه دې. هر سړی تر یوه حده فیلسوف دې، شاعر دې، هنرمند دې، دروغجن دې، خلاصه داچې دا څه چې کوایف دي په هر سړي کې تر یوه حده شته، خو کوم کیفیت چې په چاکې له نورو خواصو نه یې ډیر وې خلک یې په هماغه نامه یادوي. مثلاً احمد معقول، محمود نا معقول دي!» ببرک موسکې شو، فکر یې وکړ چې انور خان يې په خبره نه یواځې پوه شو، بلکه ورسره موافق هم دی.
خو انور خان سترګې او پوزه را غونج کړل، او په غږ کې يې حیرانتیا وه، «دا ته څه لګیا يې؟ زه خو هیڅ پوه نشوم ستا په خبره»
«ته پوه نشوې انور خانه چې زه څه وایم؟ یوه شیبه، اوس به دې پوه کړم! ته لږ صبر وکړه چې یو ښه مثال درته پیدا کړم.... ګوره د خپل ځان مثال به درکړم! ته خو پوهیږې چه زما له رسامئ سره هیڅ مینه نشته! خو یو دوه اونئ مخکې زه له خپل ملګري سره د هغې د کاکا کورته تللې وم. د هغې د کاکا لور ډیره تکړه رسامه ده. هغې موږ ته خپلې رسامې ګانې را وښولې. او ځینې، ځینې يې راته تشریح هم کړې. په یوه رسامي کې یوه ځوانه ښځه له خپلې لور سره د یوه جهیل ترڅنګ ناسته وه. په جهیل کې دوه درې کشتئ وې او له جهیل نه هاخوا یو وړوکې کلې و. خو دا ټول هغې دومره ښکلې رسامې کړي وو چې په لیدو سره يې ما د لومړې ځل لپاره په خپل ځان کې یو رسام، یو هنرمند احساس کړ.  او بیا د یو دوه ورځو لپاره راکې دا احساسات ژوندي وو!»
انور خان پدې خبره وخندل، «ښه نو بیا دې څه رسم هم کړل او که نه؟»
«نه، څه مې رسم نه کړل.... ښه ګوره یو بل مثال درته درکړم، ته خو پوهیږې چې د احسان جان په کابل کې لوې تجارت دې. او اوس چې پیسې یې پیدا کړي ټول په هغې انتقاد کوي چې له پیسو سره مینه لري، خوئ او بوئ یې مطلق د دوکاندارانو دې، او په دې کې يې تر یوه حده انسانیت او خلاق هم پریښي دي، هر څه د ګټې او توان په تله تلي، خو که ریښتیا درته ووایم، زه چې کله د هغه دفتر ته ورشم، د هغه کشوفش و وینم، موټر يې ووینم او غټې غټې خبرې یې واورم، زما دننه دوکاندار هم را ویښ شي. له ځانه سره فکر کوم چې دا ټول درسونه به زما څه په درد وخري؟ او زړه مې وشي چې زه هم هر څه پریږدم تجارت یا دوکانداري پیل کړم... خو بیا یو څو ورځې چې له ځانه سره تیرې کړم، فکر مې بیرته تغیر وکړي.»
انور خان په مسکا ډکه خوله وویل، «یاره ببرکه، ته کله، کله عجیبې او غریبې خبرې کوې. خو که سړې ریښتیا ووایې، نو خبرې دې بدې ندې. سم د واره خو نه پوهیږم چې له خبرو سره دې موافق یم که مخالف، خو په مطلب دې پوه شوم.»
په دې خبره د ببرک مخ لکه وچې غوړیږي او له ډیرې خوشحالئ نه یې په غږ کې هیجان څرګند و، «زه پوهیږم چې ستا سر زما په خبره خلاصیږي. دا چې زه هره میاشت له کابل نه دلته راځم ده څه لپاره راځم؟ خو د همدې لپاره راځم چې زه او ته سره په خبره پوهیږو. داسې خبرې چې زه بل چاته وکړم، هغوئ راباندې د لیونې ګومان کوي!»
انور خان په لوړ غږ وخندل، «ها، ها، ها! یاره که ما له ډیر پښوا نه پیژندلې نه نو مابه درباند هم د لیونې ګومان کړې و.»
ببرک بیا ادامه ورکړه، «نو زما دا خیال دې چې هر سړی لږ او ډیر د احسان په څیر دوکاندار دې، د هغې رسامې په څیر هنرمند دې او ملنګ لیونې په څیر لیونې دې....» او بیا غلې شو. درې ته يې نظر واچو. د تره ځوئ یې په پټي کې لګیا و شوتل یې ریبل، او بلې خوا ترور یې مالونه د خوړ په غاړه د توت ونو لاندې تړل. ببرک داسې ښکاریدو لکه غواړي چې یو څه ووایي خو نه پوهیږي چې له کومه ځایه پیل وکړي. انور خان ترینه پوښتنه وکړه، «ولې غلی شوې؟»
«خبره داده...ته صبر وکړه چې څرنګ يې درته ووایم...ښه، ګوره، دا دنیا او دا ټول کاینات خداې تعلې خلق کړي دي. او خداې تعلې د دې کایناتو په ټولو شیانو، له لوئ نه لوئ او وړوکي نه وړوکي شي باندې قادر او حاکم دې. د خدائ تعالې په کایناتو کې یوه زره هم د خداې تعالې له خوښې پرته حرکت نشي کولې...نو زه فکر کوم چې خدائ تعالې خپل دا خوې په انسان کې هم تر یو حده اچولې دې... په چا کې لږ او په چا کې ډیر. که څه هم انسان خپله د خداې تعالې د کایناتو جز دې، خو هر انسان تر یوه حده او تر خپله وسه هڅه کوي چې د خپل ځان لپاره کاینات ولري، او په هغې کایناتو کې تر ډیره حده د ده خوښه وچلیږي.»
انور خان وخندل، «ببرکه وروره اوس دې لکه چې خبره لویه کړه! احتیاط کوه چې بل څه ونه وایې.»
«نه، نه، نه! ته خو غوږ شه زما ټولې خبرې ته...چې زه درته څه وایم. ګوره ښه، په کابل کې زموږ په ګاونډ کې یو سړې اوسیږي چې عمريې تقریباً ۴۵ کاله دې. په دولت کې کومه وظیفه لري... خو هغې د خپل کور مخکې یوه وړوکې باغچه جوړه کړې ده. زه فکر کوم چې د هغې سړي لپاره دا باغچه د هغې کاینات دي. په دې کې هر څه ددې سړي په خوښه کیږي. کله پکې یو څه وکري کله بل څه. کله یې ونې او بوټې یو ډول غوڅ کړي کله بل ډول. کله نوي ګلان راوړي او زاړه اوباسي. لوئ او واړه ګلدانونه کله له یو ځایه بل ځائ ته انتقال کړي. بس چې له کارنه راشې، جامې بدلې کړي او خپل باغ ته وردننه شي. بیا نو دا هلته د هر شي مالک وی...»
په دې کې د یوه ماشوم چیغه ددوې غوګونو ته ورسید، «لالا، پلار مې وايې چې چائ تیار دې!»
دوئ چې ور وکتل، د انور خان کشر ورو په پوله ولاړ و او دوئ ته يې لاس خوځوو. انور خان ببرک ته وویل، «راځه چې لاړشو چاې وڅښو.»
چې دواړه له ځایه پاڅیدل، ببرک وپوښتل، «ته څه وايې په دې کې؟»
انور خان ببرک له لاس نه ونیو او روان شول، «راځه اوس خوبه لاړ شو چائ به وسکو.» او بیا ورته موسکې شو.
 
پاې