
خالد خان صافی
اسلو، ناروې
اکتوبر ۲۰۰۸
د ننګرهار د تاوده اوړي یوه توده غرمه وه. د جلال آباد ښار په تنګو او خټینو کوڅوکې یو نیم څوک په بایسکل سپور یا پیاده په کوڅو کې ښکاره کیدو او هغې به هم د تیره لمر څخه د پټیدو لپاره په سر څادر اچولی و. د خټینو، ټیټو ټیټو دوکانونو مخې ته څپرونه زړیدل، او تر لاندې یې سست، او نیمه اوده دوکانداران پراته وو. په همدې مهال یو مسافر چې له عمرڅخه يې نیږدې دیرش کاله تیرشوي وو، خو په ږیړه کې يې لا وار دمخه سپین لګیدلي وو، یوې کوڅې ته ننوت. په سر يې سپینه خولئ وه چې بیخ يې د خولو له کبله زیړ شوې و، او په ځان يې سپیرې جامې وې. تندې یې په خوله لوند و او سترګې يې ستړې وې. هغه د ښار له نورو وګړو څخه ډیر سست او بیحاله ښکاریدو او قدمونه يې داسې وو لکه په مځکه چې يې راکاږي. تبه يې درلودله او د ځان هره عضله او هر هډوکې يې خوږیدو. تم شو، لکه چې نور مخکې تلائ نشو، د دمې د راستولو لپاره د یوه کراڼې د دوکان د څپر سیوري ته کیناست. ترڅنګ یې د څپر لاندې یو څو کریټه مال هم د مشتریانو د پاملرنې د جلبولو لپاره ایښي وو. د کریټونو له شانه د یوه ځلمې هلک سر را څرګند شو. او په مسافریې غږ کړ، «ستړې مشې کاکا!»
«خدائ دې اوبښه!»
«کوم څه خو به دې په کار نه وي؟»
«نه، نه، زه مسافر یم. له پیښور نه راغلې یم روان یم کابل ته ځم... د کابل هډې ته روان یم. لږ ستړې شوم ما ویل چې دلته به لږه دمه وکړم.»
په دې خبره د هلک سر نور هم پورته شو، چې د مسافر سم جاج واخلي. سپیرې جامې او کړه وړه يې ورته د شریف سړي ښکاره نشول. «کاکا خفه کیږه مه خو له دې ځایه پاڅیږه. ته خو ښه سړی، خو نن سبا په چا اعتبار نشته!»
مسافر سترګې پټې کړې یوه شیبه همداسې پټې وې او بیا يې بیرته پرانیستلې. «نه، ولې به خفه کیږم. دا خو ستاسو حق دې چې د خپل مال ساتنه وکړئ.» ورو له ځایه پاڅید. او روان شو.
خپل ځان ورته داسې لوې او دروند ښکاریدو لکه اندامونه چې يې له ډبرونه جوړ شوي وي. هر ګام يې په خورا تکلیف پورته کو. په دې شان له دې کوڅې نه ووت. او بلې کوڅې ته چې د وړو دوکانونه پکې وو ورسید. پښو يې ورسره نوره ملګرتیا نه کوله. بیا د یوه دوکان د څپرلاندې کیناست. ملا چې یې د دوکان ختین دیوال ته تکیا کړه، داسې خوند يې ورکړ، لکه څوک چې يې ټکور کړي ورته. همدا راز ناست و، او په ځان نه و پوهیدلې چې کله یې سترګې پټې شوې وې. خوب يې ولید چې څوک پرې غږ کوي، «کاکا! کاکا!» سترګې يې پرانیستلې، مخکې یې یو بل زملې هلک ولاړ و، «کاکا، خیریت خوبه وي؟»
د مسافر په داسې حال کې چې سترګې پوره نه پرانیستل کیدې وویل، «او خیریت دې. زه تجار یم له پیښور نه مې مال راوړې. نه پوهیږم څه راباندې شوې. فکر کوم چې لږه تبه لرم. دلته کیناستم چې خپله دمه راسته کړم. که څه مشکل وي زه به له دې ځایه ولاړ شم.»
زلمي ورته کښته پورته وکتل. ځینې واړه تجاران چې له خپل مال سره جلال آباد ته راتلل، جامې به یې د دې مسافر په څیر سپیرې وې. ژر یې مسافر ته ځواب ورکړ:
«نه، نه، پروا نه کوي. ته کولې شې چې دلته څومره چې وغواړې کښینې. زه به درته اوس یو ګلاس چاې او یو دوه د تبې او درد ګولئ راوړم.»
هلک لا روان شوې نه و چې د مسافر سترګې بیا پټې شوې.
پاي