
اسلام اباد کې د پارلمان ګډه غونډه د اکتوبر پۀ نهمه نيټه د تړلو دروازو شاته پۀ دويمه ورځ هم روانه وه او اوس به ددريو ورځو د رخصتۍ نه پس د پارلمان غړي پۀ ديارلسمه نيټه يو ځل بيا راغونډيږي چې هيواد کې د امنيتي وضعې او قبائيلي سيمو او سوات کې د روانو فوځي عملياتو په هکله خپلو خبرو ته دوام ورکړي . هر څو که دغه غونډه کې خبريالانو ته د ګډون اجازه نشته او دوی نشي کولى چې مطبوعاتي راپورونه چمتو کړي خو ولې د دريو څلورو سوو وکيلانو له لارې پۀ غير مستقيمه توګه چې پارلمان کې داستخباراتي شبکې ای ، ايس ، ای مشر جنرال احمد شجاع پاشا د پارلمان غړو ته کوم معلومات ورکړي دي هغه مطبوعاتو کې راغلي او څيړونکي پرې خپل نظرونه ورکوي .
پۀ ړومبۍ ورځ د استبخاراتو ډائريکټر د فلمونو او نورو مستندو شواهدو پۀ وسيله دپارلمان غړو ته سپينه کړه چې پاکستان ولې او کومو حالاتو کې دترهګرۍ پر ضد جګړه کې شامل شو . دۀ د کال دوه زره يو څخه تر دې دمه د امنيتي ځواکونو ، ترهګرو او ملکي خلقو دمرګ ژوبلې شميرې هم وړاندې کړې او وې ويل چې حالاتو خرابولو کې يو شمير خارجي هيوادونه لاس لري .
دا ټولې تقريباً هغه خبرې دي چې وخت پۀ وخت مطبوعاتو کې راغلې دي او دې کې څه داسې پټه خبره نشته خو ولې په دې مهال لفټيننټ جنرال پاشا وويل چې د تحريک نفاذ شريعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد بغير د خبرو اترو د بندي خانې څخه راخوشى کړى شو چې ورستو يې پاکستاني فوځ ته يو شمير ستونزې پيدا کړې او ترهګر دې وختونو کې نور هم قوي او منظم شول .
د استخباراتي ادارې د مشر دغه وينا ښايي چې کله د پښتونخوا ايالتي حکومت سوات کې د ځايي طالبانو سره خبرې اترې کولې او امن لوظنامې لاسليک کيدې نو فوځ دې سره موافق نه وو. داسې اشارې تيرو وختونو کې هم ملاويدې چې مرکزي حکومت پۀ دغه لوظنامو زيات خوشحاله نۀ دى او دغه راز صوبائي حکومت کې شامل د پيپلز ګوند غړو او وزيرانو طالبانو سره د عوامي نيشنل ګوند د خبرو اترو پروسې سره هيڅ دلچسپي نۀ ښودله خو پۀ ښکاره ئې ددغه عمل مخالفت نۀ کولو خو ولې اوس پارلمان کې د ای ايس ای د مشر د وينا نه څرګنده شوه چې فوځ او مرکزي حکومت د ترهګرۍ د مخنيوي پۀ اړه يو دريځ لري او د پښتونخوا حکومت غټ ګوند عوامي نيشنل پارټي بل.
دې کې هيڅ شک نشته چې دا مهال پاکستان کې د امنيت وضع انتهائي کړکيچنه ده تر دې چې کله پۀ دويمه ورځ يعني پۀ نهم اکتوبر د تړلو درواز تر شا د پارلمان ګډه غونډه شروع شوه نو دوه ساعته پس پلازمينه اسلام اباد کې د امنيت د ټينګښت لپاره د زياتو ګامونو پورته کولو باوجود د پوليسو قوماندانۍ کې بمي چاودنه وشوه . يو ساعت پس د دير نه خبر راغلو چې د قيديانو اړونکي يو موټر باندې ريموټ کنټرول بمي بريد تر سره شو او بيا لږ وخت پس مطبوعاتو وويل چې کوټه کې هم پپ يو موټر حمله شوې ده. دا ټول په خپل ځائې خو ولې د ترهګرۍ دغه لړۍ د پښتنو سيمه زياته اغيزمنه کړې ده. سوات او باجوړ کې د پاکستاني فوځ لخوا نظامي عمليات ترسره کيږي او وزيرستان کې امريکائي او د ناټو الوتکې توغندي وروي . بله دا چې د فبرورۍ ټولټاکنو کې زياتې رايې اخستونکي ګوند اى اين پي وزيران او د مرکزي او ايالتي اسامبلو وکيلان د ترهګرو په نښه دي تر دې چې د ګوند پۀ مشر اسفنديار ولي خان هم ځانمرګي بريد تر سره شوى دى. خو ولې د مرکزي حکومت کړنلاره د نۀ پوهيدو ده ځکه چې کله د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي طالبانو سره د خبرو اترو له لارې دستونزو د هواري اراده څرګنده کړه نو پاکستان ددغه عمل ستاينه وکړه او وې ويل چې مونږ خو څلور کاله اګاهو دا خبره کوله چې طالبانو سره دې خبرې اترې وشي خو بل خوا چې خپل صوبائي حکومت يې د ځايي طالبانو سره امن لوظنامې کوي نو دا پرې ښۀ نۀ لږي . دلته اوس دا پوښتنه هم راولاړه شوې ده چې د صوبايي حکومت او د سوات د طالبانو تر مينځ شوى تړون ولې ناکامه شو؟ بل سوال دا پيدا کيږي چې پيپلز ګوند او عوامي نيشنل ګوند دواړ سيکولر مفکوره لرونکي ګوندونه دي او صوبه کې ئې ګډ حکومت جوړ کړى دى نو بيا ولې يوازې پۀ اى،اين،پي بريدونه کيږي ؟
د بندو دروازو شاته د پارلمان د روانې غونډې په هکله ويل کيږي چې امکان لري چې يوه اوونۍ دوام ولري خو ولې خلکو ته معلومه ده چې کال نولس سوه شپږ اتيايم کې چې دغه رقم غونډه رابلل شوې وه او د هاغه وخت صدر اعظم محمد خان جونيجو غوښتل چې دجينوا پۀ تړون او د افغانستان پۀ چارو اولسي استازي اعتماد کې واخلي نو د هاغه وخت فوځي صدر ضياالحق ئې مخالفت کړى وو او د ټولو نه لوی علت هم دغه و چې جونيجو جينوا تړون لاسليک کړو نو ضياالحق ددۀ حکومت ختم کړو. د هاغه وخت د ائي ايس ائي رئيس جنرال حميد ګل ادعا کوي چې د پارلمان زيات شمير غړي د جينوا تړون خلاف وو خو ولې د هاغه وخت وکيلان وايي چې اکثريتي غړي د جونيجو کړنلارې سره موافق و.
يوه اوونۍ پس به معلومه شي چې استخبارات د ترهګرۍ پر ضد د خپلې روانې کړنلارې پۀ اړه اولسي نمائندګان قانع کولى شي او پر مخ به ولاړ شي او کۀ نه منتخب وکيلان به ددغې کړنلارې د بدلون غوښتنه وکړي .