په خوست کې خلک ٥٠ سلنه روغتيايي اسانتياوو ته لاس رسى لري.

   
په خوست ولايت کې٣٢ روغتيايي مرکزونه خدامات  وړاندې کوي،پدې وروستيو کې  دنوي ١٥٠  بستريز ولايتي روغتون په جوړيدو سره دخوستوالو  ٥٠ سلنه روغتيايي ستونزې کمې شويدي   د روغتون دپراخې ودانۍ جوړيدل ،د٤٠ فيصده پرسونل زياتول،دنوي طبي وسايلو شتون او دمسلکي ډاکټرانودخدمتونوپيل ددې باغث شوى ، چې ګڼ شمير خوستوال دپخوا په پرتله دامهال په اسانۍ سره روغتيايي اسانتياوو ته لاس رسى پيداکړي.

خوست چې دافغانستان په جنوب کې پروت سرحدي ولايت دى ، له پخوا نه په اقتصادي لخاظ پياوړ شوى او دنفوس شمېره يې  يومليون ته رسيږي ولي په دولتي کچه يې ديوې ولسوالۍ خدامات وړاندې کول ، چې دنورو برخو ترڅنګ په روغتيايي برخه کې خلک دسختو ستونزو سره لاس اوګريوان وو.پدې وروستيو کې ديو ، ايس ،اى ،ډي په مالي لګښت سره ١٥٠بستريز ولايتي روغتون په جوړيدو سره ديو شمير خوستوالو روغتيايي ستونزې تر يوبريده پورې حل  شويدي.
دخوست ولايت دعامې روغتيا ريس ډاکټر امير بادشاه رحمت زي منګل وويل : په خوست کې د ولايتي روغتون په ګډون ٣٢ روغتيايي مرکزونه موجود دي . چې له قلندر ولسوالۍ پرته په ټولو ولسواليو کې روغتيايي خدامات وړاندې کوي.چې دروغتيايي خدمتونوڅخه يې خلک ترډيره بريده راضي دي. رحمت زي زياته کړه دولايت په کچه يواځې دبسترو ناروغانو لپاره يو ولايتي روغتون شته ،چې دخوست اوسيدونکو لپاره کافي نه دي ولي بياهم طبي پرسونل يې دزون په کچه خداما ت وړاندي کوي.چې دګاونډيو ولايتونو ناروغان هم پدې روغتون کې تداوي کيږي اوطبي پرسونل يې دلوړې کچې عمليات سرته رسوي . رحمت زي همداراز وويل :چې دنسايي ولادي په برخه کې دښځينه ډاکټرانو دستونزې سره مخ يو ، ځکه چې خوست يوسرحدي سيمه ده ، او لرو پرتوولسواليو ته ښځينه ډاکټرې دتګ زړه نه ښه کوي نو لازمه ده چې دنسايي ولادي برخې دپياوړ تيا لپاره يوه مشخصه پاليسې جوړه شي ، چې ښځينه ډاکټرې په روغتيايي خدمتونو پيل وکړي. ښاغلى رحمت زى وايي: چې دماشومانو دزيږون په تړاو په خوست کې دبې سرحده ډاکټرانو په روغتيايي خدمتونو پيل کړي وو،چې ددوومياشتو په موده کې يې سلګونه ميندو اوماشومانو  په نړيوال معيار سره  تداوي کړي ولي بدبختانه چې خود غرضه کړيو ددوى دروغتون په دروازه کې چاودنه وکړې چې دهغې په اساس ددوى خدمتونه بند شول ، ((خوستوالو دپرله پسي غونډو په ترڅ کې ددغه روغتون دچارو دبيا پيليدا غوښتنه کړي ))
رحمت زى زياتوي :چې روغتيايي خدمتونه پدې ولايت کې دنورو ولايتونو په پرتله ښه دي دولت پاليسې لري چې ټول خدامات يې وړيا، او باکيفيته اوعادلانه وي خو له بده مرغه چې ټول روغتيايي خدمتونه دبغضي بسپنه ورکوونکو موسسو لخوا په قرارداد ورکول کيږي ، چې پدې صورت کې په سمه توګه  داړتيا وړ دوا ناروغانو ته نه رسيږي اونه په ښه شکل سره اداره کيږي  چې اړين استفاده ترې وشي .
ډاکټر امير بادشاه په وينا چې دانجوګانو له پلوه يوشمير ډاکټرانو ته ډالرې معاشونه ورکول کيږي او يوشمير يې بيا دولتي معاشونه اخلي چې هغه هم په خپل وخت نه ورته رسيږي ، چې دغو بې عدالتيو په ډاکټرانو کې دخدمت احساس کمزورى کړى او ډيرې ناهيلى رامنځ کړي دي .
رحمت زي منګل  غوښتنه او وړانديز وکړ ، چې دخوست ولايت لپاره د انکشافي بوديجه  د انجوګانوپرځاى نيغ په نيغه عامې روغتيا رياست ته په واک ورکړل شي ترڅوپه اساسي اړتياوو باندې پيسې ولګوي . لکه په ولايتي روغتون کې دسترګو ناروغيو نسايي ولادي اونورو برخو کې دمسلکي پرسونل کمښت ستونزه هواره شي  (( که چيري بوديجه په سمه اوشفافه توګه ولګول شي  دوزارت دغوښتنومطابق په مرکز او ولسواليو کې معياري کلينيکونه او روغتونونه چې په مسلکي پرسونل اوعصري طبي وسايلو به سمبال وي جوړکړو  او خلکو ته به  ښه خدمتونه وړاندې کړو.))
دخوست دملکي روغتون مشر ډاکټرعبدالمجيدمنګل دنوي روغتون دفعاليدو په اړه وويل : پخوانى روغتون ددې وړ نه و ، چې دګڼو بيمارانو ستونزې يې حل کړى وى . دنوي روغتون په جوړيدو سره دځاى دنشتوالي دطبي وسايلو دکمښت ستونزه تر ډيره بريده هواره شوي ډاکټران دمعمول سره سم خپلو دندو ته په وخت سره رسيده ګي کوي .
ښاغلي مجيد زياته کړه : دروغتون لپاره د٥٠ تنو تشکيل منظور شوي چې پکې دهرې برخې مسلکي کسان شته ،نو له همدې امله هغه تمه چې بيمارانو ددرملنې په تړاو درلوده له هغې زيات خدمتونه په روغتون کې ترسره کيږي .

مجيد همداشان وويل يوه ستونزه داده ، چې ناروغان ورسره په تکليف دي اودوى ته په وخت سره داړتيا توکي او دوا نه رسيږي ځکه چې روغتون له ښاره لرې شو نو اړتيا ده چې دښاروالى داصولو مطابق يو تجارتي مارکيټ جوړ شي او ښاري خدمتونه روغتون ته نږدې پلي شي ترڅو روغتون راغلي خلک ترې داړتيا په وخت توکي او درمل راونيسي .
دنوي روغتون يوتن ډاکټر چې دنوم دنه اخيستو په شرط يې وويل: چې دپخواني روغتون په پرتله اوسنى روغتون ډير ښه دى خو دنوي روغتون ته دلرېوالي له امله دبيمارانو رسيده ګي مشکله شوي دډاکټرانو په دندو کې کوم ښه والى نه دى راغلي هغه پدې منظور چې ددوى دمعاشونو ترمنځ توپير موجود دى ځينې دولتي اوځيني ډالري معاشونه اخلي چې دغه کار دډاکټرانو په چارو باندې منفي تاثير کړى .
٤٠ کلنه عبدالله  چې خړ کلي يې پرتن وو دروغتون ديواله ته يې ډډه لګولي وه لاس تر زنې يې ډاکټر ته دورتګ دانتظار شېبې  شمارلې په تت غږ سره يې داسې وويل خداى پاک د شکرې په ناروغۍ اخته کړى يم دسهار له اوو بجوڅخه ترلسوبجو پورې پدې خاطر ناست يم چې په روغتون کې ډاکټران  د راپېښې ناروغۍ ستنې اوګولۍ  راکړي .(( له
دومره انتظارسره موڅه و، غريب يم په ښار کې دشکرې ناروغۍ ددرملنې وس نه لرم کله کله د روغتون منسوبين خداى مهرباني کړي ستنې او ګولى راکړي له هغې سره مې يوڅه تسکين پيدا شي )).
عبدالله زياتوله : ياره يقين مې داسې وشو، چې تش لاسى به ددومره انتظار او اوږده مزل اوستړيا ګللو سره بياهم خپل کور ته ستون شم خداى مهربان دى ګوندې يوبل ځاىمې چاره جوړه شي موږ دغه بېلډينګونه څه کوو،چې دغريبانو په درد نه خوړل کيږي .
٣٠ کلنه معتبر خان  چې کوچنى وراره يې دخېټې ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر کړى و،دنوي روغتون په جوړيدو يې خوښې وښوده خو ويې ويل ډاکټرانو راته دکوچني بيمار لپاره دوا وليکله دروغتون په مخکې په څوکانټينرونوکې شخصي خلک دواګاني پلوري که له ښاره مې ليکل شوي دوا راوړى نو دلارې دتګ راتګ کرايه ډيره وه نو دوا راته ګرانه تماميده خو مجبور شوم چې له کانټينروالوڅخه مې واخېسته هغه يې هم دبازارله نرخ څخه راباندې قيمته وپلورله .
معتبر له چارواکو غوښتنه وکړه ، چې ددوا دنشتوالي دخوراکي توکو دکمښت ستونزې ورهوارې کړي ترڅو بيماران او پاي عوضان وکولي شي داړتيا وړ توکو ته په وخت سره رسيده ګي وکړي .

له بله پلوه د روغتون مشر ډاکټر مجيد وايي چې مونږ غريب اوخان ته په يوه سترګه ګورو  هيڅ ډول تبغيض څخه کار نه اخلو که چيرې زمونږ په واک کې کومه دوا وي هرومرو يې ناروغانو ته ورکوو هيڅ وخت مو نه ده سپمولي . دشکرې ناروغۍ دشديدو بيمارانولپاره ستنې ورکوو خودشکرې ناروغۍ دعادي بيمارانو لپاره ګولۍ ورکوو.
مجيد همداشان  دناروغانو دوا ته د نه لاس  رسي ستونزه ومنله او ويي ويل چې پدې برخه کې مو لوړومقاماتو وړانديز کړي چې يو ازادتجارتي مارکيټ جوړ کړي چې هرډول توکي پکې پيدا کيږي