
سپينې کوترې تل اوسيږي د بامو پر سرو د خوست ددنګو جوماتونو مينارو پر سرو اوښکې ماشومې که ونه بولو جاهلې به وي چې يې ټالونه پورې کړي د بڼو پر سرو وروسته که ژوند ته تيلی ورکړي قرباني يې بوله يو څو پروازه ضروري کړي د ډيوو پر سرو داله اسمانه راپريوتی په کې ستوري نه دي که پتنګان چا دي شيندلي د اوبو پر سرو زه د موسم ګل ته يو څو نښې شهيدې پريږدم ځکه په وياړ غوښې ټومبمه د ازغو پر سرو چې مې ﻻسونه پرې غوڅ نه شي شپې اخستی يمه اشنا مې ښخې دي شيشې دديوالو پر سرو سږ خو د کلي دويالو دي ډيرې يخې اوبه ګومان مې کيږي واورې شوي دي د غرو پر سرو خوسته په شنه کميس کې ځان راته وښايې کله ښکلا د بيا منګولې ايښي د اوږو پر سرو نوراني ستا غزل چې واوري په نڅا به راځي جونه له ډيره نازه درومي د نوکو پر سرو