
مکمل غېر سېاسي:
اېا زمونږ دهيواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟
د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان
نه ويشتمه برخه
پرلپسې (۸۳-۷۹)
[د يوه قوم تهذيب، تمدن او مذهب ورخراب کړئ نوبيا د فوځ حملې ته اړتيا اوجنګ و جګړی ته نوبت نه رسيږی ، که غواړئ چې کوم قوم او ولس له منځه يوسئ نو په هغوی کې د جنسې جذباتو اور تازه کړئ] (صليبي قومندان)
او کله چې عيسائي پادري دمسلمانانو امام وګرځيد: (۷-۵)
*****(۷۹)
هغه ډيره لږه تللې وه چې ورسره ئې يوه ملګرې نجلۍ چې د راز ملګرې ئې هم وه يوځاې شوه او ترې وئې پوښتل ،« لوزي چېرې ځې ؟ تو خو ډيره اندېښمنه ئې ، دا د ستړتيا اغيز دې ، او که بله کومه ځانګړې پیښه در پیښه شوی ده ؟ ايا رخصتي نه ده درکړل شوی ؟»
« رخصتي راکړل شوی ده » هغې ځواب ورکړ ،« يوه ځانګړې پیښه شوی ده چې زه ئې ډيره اندېښمنه کړې يم.» هغه د خپلې ملګرې سره د يوي ونې د سيورې لاندې کيناسته او ټول هر څه چې ورپیښ شوي و ورته ئې بيان کړل ، او هغه اخطارونه چې خپلو لوړ پوړو افسرانو ورکړي و هغه ئې هم ورته بيا ن کړل اوورته ئې وويل چې « زه غواړم د(حدېد) سره ووينم ، زه ويريږم چې دهغه به علاج نه وي شوی ،او د ښاره به ئې بيرون ويستلې وي او يا به ئې د مرګه پورې په کومه کوټه کې ور غورځولې وي.»
« تاته خو ويل شوي چې ته ئې د هغه سره د ليدلو کتلو څخه منه کړې ئې ،» ملګرې ئې ورته مشوره ورکړه چې « دا خطر په ځان مه اخله ، که چېرې تا ګير کړي نو بيا پو هيږې چې سزا به ئې څه وي ؟»
« دهغه وګړي له پاره زه د مرګ سزا اخستلو ته هم چمتو يم .» (لوزينا) ورته وويل .« ماتا ته وويل چې هغه زما په خاطر خپل ځان په خطر کې واچاوه ، او که نه زما ځان ته خو ګواښ نه و، که غلو زه له ځانه سره بوتلې هم وای نو يو څو ورځې به ئې خرابه کړې واې او بيا به ئې کوم امير کبير باندې پلورلې وای،خو (حدېد) زما ددې انجام څخه ښه خبر و ، هغه زما د عزت په خاطر خپل ځان د ستر ګواښ سره مخ کړ . غلو هغه ته ويلي و چې نجونې مونږ ته راکړه او تاسو دخپل کار پسې ځئ ، هغه په دې هم پوهيده چې زه پاکه نجلۍ نه يم ، خو هغه زه امانت و ګڼلم .»
« ته دهغه له پاره احساساتي او جذباتي شوی ئې » ملګرې ئې ورته وويل .
«هو » (لوزينا) ځواب ورکړ . ما دهرمن تر مخه خپل جذبات ښکاره نه شو کړاې خواوس خپل زړه ستا تر مخه ږدم ، ته هم زما ملګری ئې او د ښځې زړه لرې ، زمونږ ژوند څه شې دې ؟ مونږ يوه ښکلې توره او خواږه زهر يو . زمونږ وجود دنارينه و د تفريح اوفريب له پاره استعماليږي ، ما پخوا ددې خبرو په هکله هیڅکله هم فکر نه وکړې ، خپل وجود مې د جذباتو څخه خالی احساساوه ، خو ددې سړي جسم چې ما د خپل جسم سره يوځاې کړ نو زما په وجود کې هغه ټول احساسات ، چې ما فکر کاوه په ما کې نشته ، را وپاريدل. . زه په لمړي ځل د مور ، خور ، لور ، او د يو چا محبوبه ګرځيدلې يم ، کيداې شي دا د همغې اغيزوي ، چې ما خپل ځان پخپله د پادشاهانو په زړونو د يوي حکمرانې شهزادګۍ په څير ګاڼه .....
« ماته ئې دومره لارې او طريقي ښوولې دي چې دهغې په واسطه ډير ستر اوظالم حکمرانان هم په خپلو دوو ګوتو نڅولې شم ، خو غلو زه يوه پلورونکې څيز و ګڼلم ، زه ئې دومره را ښکته کړم ، چېرې چې زما په څير نجونې هره شپه پلورل کيږي اويا د کوم مسلمان امر او حاکم په لاسو کې ورکول کيږي اوهغوی ئې د حرم سراېو وينځی جوړوي . دغه سړې چې نوم ئې (حدېد) دې زه ددې سطحې نه را پورته کړم . ددې د مخه هم زه دهغه په قيد کې وم ، هغه هغه وخت هم زه ددې وړ و نه ګڼلم چې ما دخپلې ساعت تيرۍ اله و ګړځوي ، اوهغه داسې کولې هم شول. هغه زه له سترګو غورځولې وم ، اوبيا کله چې هغه زما دعزت دخوندي ساتلو له پاره خپل وجود زخمي زخمي کړ ، نو زه بې واکه شوم او هغه مې په خپلې غيږ کې راونيو او دخپلې سينې سره مې يوځاې کړ . اوبيرته هغې سطحي ته را غلم د کومې څخه چې زه غورځول شوی وم. ما ته د صلاح الدېن ايوبي خبرې هم را په ياد شوی ، هغه ماته ويلي و چې ته ولې دکوم عزتمنده سړې سره واده نه کوی ؟ ما په خپل زړه کې ويلې و چې د ا مسلمان څومره بې عقله دې ، خو زه اوس احساسوم چې زمونږ دښمن مونږ ته څومره ستره خبره کړې وه... زه تاته دا په زغرده وايم چې زه اوس جاسوسي نه کوم ، هغه سبق ئې چې زما په مغزو کې د کوچنيوالي څخه اچولې دې ، هغه د صحرا ويريدونکې شپې ، د غلو ويرې او د (حدېد) د جسم حرارت او دهغې د وينی بوي زما څخه لرې کړې دې .»
« که چېرې تا دومره اوږدې خبرې هم نه واې کړې زه پوه شوی وم چې ته اوس څه احساسوي؟ » دهغې سهيلۍ ورته وويلې ،« خو ددې حقيقت نه دې خبرول اړين ګڼم ، هغه به ددې ځاېه ځي او ته به ورسره نه شې تللاې، که چېرې هغه دلته په ستونزو کې هم وي نو حکم دې چې ته دهغه سره نه شې کتلې ، که چېرې و نيول شوی نو دخپله ځانه سره به هغه هم له منځه يوسې .»
« ته زما سره مرسته وکړه ،« (لوزينا) ورڅخه غوښتنه وکړه ،«دا را ته ډاګيزه کړه چې هغه چېرې دې ، اودا چې هغه جوړ شوی او صحتمند شوی او که نه ، نو زما زړه ته به ارام را پيدا شي .»
« هو کې !» سهيلۍ ئې ورته وويل . زه دا کار کولې شم ، ته بيرته خپلې خونې ته ولاړه شه ،»
هغه خپلې خوني ته بيرته ولاړه اوسهيلۍ ئې بلې کومی لورې ته روانه شوه.
*****(۸۰)
په قاهره کې هم د فوځي خوزښتونو نښې را برسيره کيدې ، فوځ ته جنګي تمرينات ورکول کيدل ، يو څو دلګي ئې جدا کړي و . هغوی ته ئې د شپينې غلچکي عملياتو ښوونه کوله اودا چې په لږې شميرې سره د دښمن په زياتو فوځونو باندې بريدونه کول ، او د [ترپ او د خرپ ] تمرينات ئې ورکول . دا تمرينات په دې ترتيب سره روان و چې دشپې له اړخه به هم فوځي دلګي د عسکري تم ځاېو څخه بيرون استول کيده . سلطان ايوبي په خپله ددې تمريناتو سره زياته علاقه درلوده ، هغه به هره څلورمه او پنځمه ورځ اعلی قومندانانوته او ان تر دلګيو تر قومندانانو پورې لکچرونه ورکول او هغوی ته به ئې د نقشواو انځورونو په مرسته ، جنګی لوبې ښوولې ، هغه ددې روزني بنسټيز اصول دا ډول کیښول چې :
دکم شمير په واسطه زيات شمير دښمن ته زيان رسول ، او د وسلې څخه زيات د عقل اوفکر استمالول ،
د مخ د مخه جګړې نه ځان ساتل ، مخامخ بريد نه کول ، د لس دولس کسانو دغلچکي عملياتو په واسطه دښمن ته زيا ت زيان رسول .
ددې نه اخوا ددښمن کومه کلا يا ښار تر اوږدې محاصرې لاندې د نيولو لارې چارې او يا د کلا ګانو په دېوالونو کې ئې د نقب (سوري) وهلو درس هم ورکاوه . هغه د ټولو اوښانو ، کچرو او آسونو څخه ليدنه کړې وه ، کمزوري او يا عمر خوړلي ځناور يې ورڅخه جدا کړي و، د بريد وخت او ورځ ټاکل شوی وه ، هغه منصوبه چې سلطان ايوبي د فلسطين د سوبې له پاره جوړه کړې وه ، دهغې په لمړۍ مرحلې کې په کاميابۍ سره دداخليدو چمتوالې په پوره توان سره روان و . دبله اړخه په لاره کې دتم ځاېو په هکله هم فکر کيده .
ددواړو فوځونو چمتوالې داسې و لکه چې يو بل به د تل له پاره له منځه وړي او نابوده وي به ئې . د صليبيانو د چمتوالي دايره د (شوبک) نه تر (کرک) پورې او ان د مصر تر پولو پورې روانه وه ، هغوی په دغه پراخه دايره کې د سلطان ايوبي له پاره داسې ځندۍ برابروله ، چې دهغې څخه ئې د تل له پاره د وتلو امکان ورکيده ، دهغوی چمتوالې دسلطان ايوبي دهغه پلان او مالوماتو په اساس و چې هغوی ته د وخته مخته ور رسيدلې و.
ددې پراخه تياريو په منځ کې هلته په (شوبک) کې يوه بله لوبه هم روانه وه ، خو دې لوبې د جنګ سره هیڅ ډول اړيکی نه درلودل بلکه د جذباتو او احساساتو سره ئې اړيکي تړل شوي و. (لوزينا) په خپله خونه کې پرته وه او د (حدېد) له پاره ناقراره وه، او سهيلۍ ئې ددوه ورځو را په دېخوا د (حدېد) لټون کاوه ، هغه د افسرانو په روغتون کې نه و ، او نه د سپاهيانو په روغتون کې تر سترګو کيداې شو ، هغه جاسوسه نجلۍ وه ، سترو سترو افسرانو د هغې عزت کاوه ، هلته د (لوزينا) په ګډون هرې جاسوسې نجلۍ ته همدا مقام ور په برخه و . خو ددې سره سره بيا هم به چې دغه نجلۍ د هر چا څخه ددې پوښتنه کوله چې د (لوزينا) سره چې کوم زخمي را غلې و هغه اوس چېرې دې؟ نو هغې ته به همدا يو ځواب ورکول کيده « ما خو هغه نه دې کتلې » ، په درېيمه ورځ يو افسر ورته په غوږو کې وويل چې دهغې لږ څه علاج کړل شوی دې اودهغې وروسته دمسلمانانو پنډغالي ته ليږدول شوی دې.،
کله چې سهيلۍ دا خبر (لوزينا) ته ورکړ نو په هغې باندې بې هوشي را غله ،« دمسلمانانو پنډ غالې !؟» دا يو ويرونکې ځاې و، په هغه ځاې کې د پخوانيو جنګونو مسلمان بنديان لا تر اوسه پورې پراته و او هغه مسلمانان هم چې صليبيانو د کوم جرم پرته په اشغالي سيمو کې نيولې و.
دا مسلمانان به ډير وخت د هغه قافلو څخه نيول کيدل چې صليبيانو به لوټولې ، د ا پنډغالي بنديخانه نه وه، او نه د جنګي بنديانو پنډ غالي و، دا يو بیګار پنډغالي و ، چې داسې سخته پهره پرې نه وه ولاړه ، ددې بدنصيبه بنديانو کوم ريکارډ هم شتون نه درلود. ددې خلکو څخه ئې حيوانات جوړ کړي و ، هر چېرې به چې اړتيا پیښيده ددوی څخه به ئې د اړتيا وړ وګړي هلته وروړل اوکار به ئې پرې کاوه ، خو خوراک څښاک به ئې همدومره ورکاوه چې دهغې په واسطه ژوندي پاته شي ، هغوی په خيموکې اوسيدل ، په دوی کې به چې څوک ناروغ شو نو د هغه علاج به هغه وخت کيده چې ناروغتيا به ئې مامولي وه ، که چېرې ناروغتيا به زياتيدله ، نو بيا به ئې هغه ته زهر ورکول او له منځه به ئې وړ، دا دبدنصيبه مسلمانانو يوه ډله وه ، چې يواځې ددې جرم سزا ئې تيروله چې مسلمانان دي ، سلطان ايوبي ته دهغه جاسوسانو ددې پنډغالي په هکله خبر ورکړې و ،
(حدېد) ئې هم همدې پنډغالي ته ور ليږلې و ، او د (لوزينا) له پاره حکم شوی و چې دهغې سره به نه ويني، هرمن ته شک پيدا شوی و چې دا يوه جذباتي تړون دې خو(لوزينا) دهغه حکم نه و منلې ، کله چې هغې واوريدل چې (حدېد) د مسلمانانو په پنډغالي کې دې ،نو هغې خپلې سهيلۍ ته وويلې چې هغه به (حدېد) ازادوي ، سهيلۍ دهغې د احساساتي حال په کتلو سره دمرستې وعده وکړه او دواړو پلان جوړ کړ.
دوی دواړه هماغه وخت په ښار کې دېوه شخصي ډاکتر سره وکتل ، هغه ته ئې وويل چې هغه يو زخمي راوړې چې علاج به ئې په دې شرط کوي چې دهغه په اړه به هيچاته هم نه وائې . ډاکټر ترې د دې علت و پوښته ، نو(لوزينا) ورته وويلې « هغه يو غريب شانته مسلمان دې چې زما دکورنۍ ډير خدمت ئې کړې دې . هغه چېرې په کومه جګړه کې زخمی شويدې ، دهغه په جيب کې څه نه شته نو په دې خاطر ئې ډاکټر علاج نه کوي ، څرنګه چې دلته ټول ډاکتران عيسايان دي نو په دې خاطر دمسلمان علاج د اجرت پرته نه کوي ، او بل علت ئې دادې چې که چېرې د ښار ښاروال ته داخبره ور ورسيږي چې ددې مسلمانانو تر منځ جنګ جګړه شوی ده نو بيا همدا بهانه کوي او د مسلمانانو پنډغالي ته ئې ليږي ، هغوی خو بهانه غواړي ، زه دهغې دخدمت بدله ورکول غواړم ،چې هغه زما د کورنۍ سره کړې ، زه هغه دشپې له اړخه راوړم ووايه چې ستا به څومره اجرت کيږي . زه به د راز ساتنې اجرت هم درکوم .
په دې وخت کې ډاکټر هغه د سر نه تر پښو پورې کتله ، (لوزينا) هغه ته دا ونه ويل چې هغه څوک ده ، همدا ئې ورته وويل چې هغه د يوي عزتمندې کورنۍ لور ده ، د نجلۍ دښايست په کتلو سره ډاکټر چې کوم اجرت غوښته هغه ئې په ژبه نه راوست ، (لوزينا) ددې ډګر او فن ماهره و ه ، هغه د نارينه و په سترګو پو هيدله ، هغې خپل فن استعمال کړ نو ډاکټر د موم په څير ويلي شو، (لوزينا) دسرو زرو څلور سکې دهغه مخته کیښودې ، اوکله چې ډاکټر د هغه لاس په خپل لاس کې ونيوه نو وئې ويل ، چې ستا څخه زياته بله قيمتي سکه نه شته ، نو(لوزينا) ورته په خپلې ماهرانه خندا کې وويل « ته چې څومره قيمت غواړې درکوم ئې ، خو زما کار اول وکړه .»
ډا کټر په دې پوه شو چې معامله خطرناکه او د رازه ډکه مالوميږي ، خو د (لوزينا) په کتلو سره ئې د ا خطره قبوله کړه ، او وئې ويل « راوړه ئې ، همدا نن شپه ، يا سبا شپه ، کله چې ئې راوړې راوړه ئې ، که زه ويده شوی وم را ويښ مې کړه ،» هغه په يوه لاس کې د طلا سکې اوپه بل لاس کې ئې د (لوزينا) لاس و نيوه.
*****(۸۱)
ددې کار د تر سره کولو تر ټولو زياته اوخطرناکه مرحله د (حدېد) د پنډغالي څخه د رواستلو مسئله وه ، او داچې هغه څه ډول د پنډغالي څخه را وويستل شي ، هلته د شپې دومره کلکه پهره نه وه ، او علت ئې داو چې په هغو بدنصيبه بنديانو کې د تیښتې توان هم نه وپاته ، سهار به ئې د لمر خاته نه مخته هغوی د مشقت کولو له پاره وړل ، او د لمر د پريوتو نه وروسته به ئې بيرته را وړل ، ددوی ټوله شميره يو نيم زر کسان برابريدل ، د(لوزينا) ملګرې د پنډغالي په اړوند څه مالومات تر لاسه کړي و ، چې په هغې کې يو دا هم و چې زخمي اوناروغ بنديان يو عادي کلينيک ته هره ورځ ور استوي ، چې يواځې يو کس ساتونکې ورسره وي ، په بله ورځ (لوزينا) د خپلې سهيلۍ سره هغه ځاې ته ور غله چې ناروغ بنديان ئې را وړل ، هغوی ډير انتظار و نه کړ، د پنځه ويشت دېرش ناروغانو يوه ډله ئې چې ډير سوکه سوکه راتلل ،دهغوی ساتونکي په لاس کې کوتک نيولې و او د حيواناتو په څير ئې پرې چغې وهلې او هغوی چې لږ څه سوکه تلل په ډنډو ئې وهل او ټيله کول به ئې .
دواړه نجونې مخته ورغلې هغوی خپل ځانونه داسې و نيول لکه څوک چې سيل کوي ، کله چې د ناروغانو ډله دهغوی سره نژدې تيريدله نو هغوی هر يوه ته کتل ، ناڅاپه (لوزينا) ټکان وخوړ ، (حدېد) هغه ته په غضبناکه سترګو کتل ، هغه چغې نه شوی وهلې ، دهغه دمخ څخه هغه نور اوروښنائې تللې وه چې (لوزينا) د زخمې کيدو تر مخه کتلې وه ، د (حدېد) اوږې را پريوتې وي ، او کالي ئې په وينه ککړ ، وينه ئې وچه شوی وه. د (لوزينا) په سترګو کې اوښکې را غلې ، خو د (حدېد) په سترګو کې کرکه او نفرت ، هغه مخ واړاوه ،... دا د ناروغانو ډله مخته ولاړه ، نو(لوزينا) و د هغې ملګرې د ساتونکې سره داسې خبرې پيل کړې چې په کې دهغه مسلمانو ناروغانو له پاره کرکه او نفرت و . هغوی د ژبې په جادو باندې ساتونکې د خپل ځان غلام کړ او ورته ئې وويل چې هغوی غواړي په ټوکو مسخرو سره ددې مسلمانو بنديانو سره خبرې اترې وکړي .
هلته په کلينيک کې نور ناروغان هم وو، ډير هجوم مالوميده ، بنديان ئې يوي لورې ته کينول ، (لوزينا) هغوی ته نژدې ورغله ، او ملګرې ئې ساتونکې په خبرو کړ . (حدېد) د يوال ته تکيه وکړه او کيناست ، دهغه د روغتيا حالت ښه نه و ، (لوزينا) د سترګو په اشارو سره هغه راو باله ، کله چې هغه ورته نژدې شو، نو(لوزينا) ورته په کلاره وويلې « ماته حکم شوی چې له تاسره هیڅکله هم و نه وينم ، کينه ، مونږ به دا نه څرګندوو چې مونږ خبرې کوو.
« زه پر تا او ستا په حکم کونکې باندې لعنت وايم » (حدېد) ورته په کمزوري مګر غضبناکه اواز سره وويل، « ما ته د کومې بدلې د اخستلو له پاره دغلو څخه نه ئې خوندي کړې ، هغه زما دنده وه ، ايا تاسې د يوه دندې د اجراکونکې سره همدا ډول سلوک کوئ ؟»
« چپ شه حدېده ! (لوزينا) ورته په غبرګوني اواز وويل « داخبرې به بيا کيږي ،ماته ووايه چې ته دشپې په کوم ځاې کې ويده کيږي ، نن شپه به تا له هغه ځاېه راباسم ،»
(حدېد) نه غوښتل د هغې سره خبرې وکړي ، (لوزينا) هغه ته د اوښکو په تويولوپه ډير سخته توګه قناعت ورکړ چې هغه ورته دوکه اوفريب نه ورکوي ، (حدېد) ورته وويل چې په هغه ځاې کې چې هغه ويده کيږي دهغه ځاېه راوتل ګران کار نه دې ، خو چې را ووځې نو هغه به ځي چېرې ؟... هغوی ډير ژر د تیښتې پلان جوړ کړ.
*****(۸۲)
د مسلمانانو پڼډ غالی په داسې درانه خوب بيده و لکه دمړو هدېره . ساتونکې هم ويده شوی و. ددې ځاېه تر اوسه پورې څوک تښتيدلې هم نه و. اوکه تښتيدلې هم وائې نو چېرې به ته . ددې نه علاوه ساتونکو ته دا هم ډاګيزه وه چې که چېرې کوم يو و تښتي هم ،نو څوک ئې پوښتنه کوي ،
دشپې لمړۍ برخه پاې ته رسيدلې وه ،چې دېوی پخوانۍشکيدلې خيمې څخه يو کس دګيډې په خويدو سره بيرون را ووت ، او تر هغه ځاېه پورې ولاړ چې د ساتونکې سترګې پرې نه لګيدې ، مخکې هغه ته په تياره کې هم د کجورو ونې په سترګو شوی ، مخته ورته يو سيورې د سرنه تر پښو پورې پټ تر سترګو شو ، خويدونکې راپورته شو او دکجورو د تنو پورې ئې ځان ورساوه ، هغه (حدېد) و او (لوزينا) دهغه انتظار کاوه .
« تيز تلاې شې؟ » (لوزينا) ترې و پوښتل .
«هڅه به وکړم » (حدېد) ځواب ورکړ .
دپنډغالي څخه پوره لرې تللې و مخته پراخه نا اباده سيمه پرته وه ، ستونزه داوه چې (حدېد) تللاې نه شو. (لوزينا) ورته لاس ورکاوه تر څو ګړندي ګامونه واخستلاې شي هغه ته ئې په لاره کې وويل چې هغې ته څه ډول اخطارونه او حکمونه ورکول شوي دي . هغې د (حدېد) غلط فهمي لرې کړه ، مخته د ښار کوڅې راغلې اوبيا د ډاکټر کور هم راورسيد ، درې څلور ځلې ټک ټک نه وروسته ډاکټر بيرون راووت ، او (حدېد) ئې سمدستي دننه يوړ . د (حدېد) زخم ئې پرانست او وئې کوت ، نو وئې ويل چې لږ تر لږه شل ورځې به دده علاج کيږي . ددې خبرې په اوريدو سره د(لوزينا) مخته يو ستونزه را غله ، او هغه داوه چې ددومره ورځو له پاره به (حدېد) په کوم ځاې کې پټوي ، بیګار پنډغالي ته ئې هم بيرته نه وروست ، دهغې عقل ځواب ورکاو ه. ډاکټر دهغه علاج پيل کړې و ، نو ورته ئې وويل چې دې ته د ډيرې قوي او ښه غذا اړتيا ده .
(لوزينا) هغه په خپله خبره کې واخست او ورته ئې وويل چې په کوم ځاې کې چې دې اوسي نو هلته ورته ښه غذا نه ورکول کيږي ،ته دا له ځانه سره همدلته وساته ، او هر هغه څه چې دده له پاره ګټه ور دي هغه ورکړه ، ته چې له ماڅخه څومره اجرت غواړې همغومره درکو م.
ډاکټر چې کوم اجرت غوښته هغه ډير زيات و ، (لوزينا) ترې د راکمولو غوښتنه وکړه نو ډاکټر ورته وويلې ،« ته پر ما ډير خطرناکه کار تر سره کوې ، زه پو هيږم چې دا شخص مو دمسلمانانو د پنډغالي څخه راوړې دې . اودا د مصر د فوځ سپاهي دې ، ته له دې سره څه اړيکې لرې ؟ ته چې ماته زماد غوښتلو سره سم اجرت راکوې نو ستا دا راز به هم زما له کوره بيرون نه وځي.
« ماته منظور ده » (لوزينا) ورته وويلې ، اوډاکټره دا هم واوره چې که داراز فاش شو نو ته به هم ژوندې پاته نه شې .
ډاکټر (حدېد) په يوه خالي کوټه کې څملاوه ، اوهغه ته ئې وويل چې ته به د علاج پورې همدلته اوسې ، هغه ورته شيدې او ميوه راوړه ، او(لوزينا) ئې يوي بلې کمرې ته يوړه ،.... بله ورځ (لوزينا) او دهغې سهيلۍ د پنډغالي جاسوسې وکړه ، کلينيک ته ولاړې ، ناروغ قيدېان هلته وروړل ، دواړو نجونو د ساتونکې سره خبرې اترې وکړې ، اود خپل خصوصې فن له مخې ئې دا ډاګيزه کړه چې د(حدېد) په ورکيدو سره په پنډغالي کې کوم بدلون نه دې راغلې اونه کومه هنګامه پيدا شوی ده .
ورځې تيريدې ، او څرنګه چې ډاکټر دخپلې خوښې قيمت اخسته نو په دېخاطر هغه (حدېد) هملته له ځانه سره پټ ساتلې و، دهغه علاج ئې په پوره توجه سره کاوه او قوي غذا ئې هم ورکوله، (لوزينا) به هر ماښام هلته ورتلله ، څه وخت به د (حدېد) سره کيناستله او ډير وخت به ئې د ډاکټر په خونه کې تيراوه ، په همدې جريان کې شل ورځې تيرې شوی ، د (حدېد) زخمونه هم را ټول شوي و ،روغتيائې حالت ئې بلکل ډاډمن و ، (لوزينا) ډاکټر ته وويل . چې هغه به سبا شپه څه وخت (حدېد) له دې ځاېه څخه باسي .
بله ورځ هغې خپله سهيلۍ بيا استعمال کړه ، د يوي کمې رتبې افسر چې تل به دهغې دسهيلۍ ترشا د تنګولو له پاره د هغې پسې ته ، په يوه چل را ګير کړ. افسر ئې په يوه کوټه کې بند کړ او (لوزينا) ترې عسکري کالي و کښل او (حدېد) ته ئې ور واغوستل ، د آس انتظام هم ستونزمن کار نه و ، هغه ئې هم وکړ ، دا انتظام ئې په دې خاطر وکړ چې د ښار چار چاپير لوي خاورين دېوال و اوڅلور دروازې ئې درلودې ، چې دشپې له مخې به تړل کيدې ، په هغې ورځو کې به د ورځې له اړخه دا درواځی پرانستې وی ، ځکه چې دسلطان ايوبي د راتلونکي يرغل له پاره د فوځيانو اودهغوی له پاره د سامانونو تګ را تګ روان و .
دلمر دپريوتو تر مخه ،د کلا د لوی دروازې په لور يو صليبي افسر په اس سپور روان و د هغه په ملا باندې را ځوړنده توره دمسلمانانو په څير کږه نه وه بلکه نيغه ځوړنده وه ، او لاستې ئې د صليب په شکل و ، هغه له هره اړخه صليبي و ، دروازه پرانستې وه او دهغې څخه د اوښانو يوه بار کړل شوی قافله بيرون روانه وه ، داسې ښکاريده چې د آس سپور افسر ددې کاروان سره يوځاې روان دې ، هغه دروازی ته ورسيد ، نو دصليبي جاسوسي شبکې مشر هرمن ددروازې څخه داخليده ، هغه بيرون له کومه ځاېه را ستون شوی و. هغه دا افسر وکوت او ورته په مسکا شو ، خو هغه افسر د خندا ځوا ب په خندا ورنکړ. هرمن چې څو قدمه مخته راغي نو آس ئې و دراوه ، دهغه څخه دوه درې سوه قدمه لرې (لوزينا) ورته تر سترګو شوه ، هغې چې هرمن وکوت نو په ډيره تيزۍ سره د خپلې کمرې په لور ولاړه،
د علی بن سفيان په څير هرمن هم په څارکښۍ کې پوره ماهر و ، هغه سمدستې خپل آس ددروازي په لور واړاوه ، او ور وئې ځغلاوه ، هغه غوښتل خپل شک رفع کړي ، کله چې هغه آس ته لغته ورکړه نو آس په ځغاسته شو . بيرون چې ووت هر من وکتل چې هغه افسر چې دهغه له مخې تير شوی و دومره لرې تللې دې چې دهغه په تعاقب کې تلل بيکاره و . هغه آس سپور د دروازي څخه د وتلو وروسته سمدستي خپل آس په ځغاسته کړې و ، اس ئې هم ډير تيز تلونکې و، اوپه دې ترتيب (لوزينا) (حدېد) ازاد کړ او خپله بدله ئې پوره کړه.
*****(۸۲)
هرمن خپل آس په چټکۍ سره را وګرځاوه او بيرته دننه ولاړ ،ترهر څه لمړې د مسلمانانو پنډغالي ته ولاړ، او دهغې ځاې د ساتونکي څخه ئې د (حدېد) دنښو نښانو ويلو وروسته وپوښتل چې هغه چېرې دې ، خو په هغه خيمه کې چې (حدېد) ساتل کيده د هغې ملګرو وويل چې يو سهار هغه ددې ځاېه غايب شوی ، مونږ داسې وګڼله چې شايد هغه ئې اخوا دېخوا چېرې وړې وي ، د هرمن شک په ډاډ سره بدل شو ، هغه په خپله (حدېد) و چې دصليبي فوځ په بڼه کې يې ددروازې څخه وتلې وکوت ، هغه د نورې زياتې پلټنې له پاره د (لوزينا) کمرې ته ولاړ ، هغې خپل سر په لاسو کې نيولې وه اوژړل ئې .
«ايا هغه تا و تښتاوه ؟»هرمن ترې په غضب سره و پوښتل ، (لوزينا) په کلاره خپل سر را پورته کړ ، هرمن ورته وويل « که درواغ دې وويل نو په پلټنه کې به ئې درباندې ثابت کړم چې هغه ته تا دتیښتې ټولې لارې چارې برابرې کړي دي .»
«نه ستا تفتيش ته اړتيا شته او نه ماته ددرواغو د ويلو اړتيا » (لوزينا) ورته وويل « زما ټول ژوند پادشاهي درواغ او زما وجود ډيره ښايسته دوکه او فريب دې ، ما دخپل روح د خلاصون په خاطر دریښتيا په ويلو ځان مرګ ته ورکړ. » دهغې په اوازکې پرکالي وه چې هر ساعت زياتيدله ، هغه پورته شوه نو پښې ئې په لړزيدو شوی ، ورسره نژدې يو ګيلاس پروت و چې يو څو څاڅکې اوبه ئې درلودې هغه ګيلاس پورته کړاو د هرمن په لور ئې په خپل لاس سره ور اوږود کړ او وئې ويل « ما خپل ځانته د مرګ سزا ورکړې ده ، ددې ګيلاس دغه څو څاڅکي اوبه ددې ګواهي وايې چې ما خپل ناپاک جسم ته د مرګ سزا په دې خاطر نه ده ورکړې چې د خپل قوم سره مې غداري کړې وي او د قوم او ولس دښمن مې د قيده خلاص کړې او د تیښتې لارې چارې مې ورته برابرې کړې دي. بلکه زما جرم داو چې زه هغه انسانانو ته ددوکې د ورکولو له پاره تللې وم، چې دهغوی تر منځ دوکه او فريب شته نه دې . دهغوی څخه هغه څلور انسانان زما د عزت د خوندي ساتلو له پاره وه يانه ، خوهغوی زما د عزت دخوندي ساتلو په خاطر د لسو غلو مقابله وکړه . او بيا دهغوی څخه يو انسان خپل جسم زخمي زخمي کړ او زه ئې دهغو غلو د خولې څخه را وويستلم . ماته د نيکۍ او بدۍ ، د محبت او نفرت توپير مالوم شو . زه ریښتيا وايم او مړه کيږم، دا به ډير ډاډمن مرګ و ي ».
هغه لويدلو ته نژدې وه نو هرمن ئې د لاسه ګيلاس واخست اوهغه ئې و نيوله ، (لوزينا) خپله جسم ته يو ټکان ورکړ او دهرمن د لاسو څخه ئې ځان وويست او لرې ترې و دريده ، په ژړغوني اواز ئې وويل چې « ماته لاس مه راوړه ، دا اوس ستا دکاره وتلې دې . دغې زهرو په دې کې ریښتاوی ور ننويستې دي ، تاسې ته د ناپاکه جسمونو اړتيا ده ،.... هو هغه ته ما دتیښتې زمينه برابره کړې ده ، هغه ما شل ورځې پټ ساتلې و . هغه ته ما د فريننډس درويشي را پټه کړې او ور اغوستې مې وه ، هغه ته ما آس ورکړ ، خو زه د هغه سره نه شوم تللاې مګر دهغه پرته ژوند هم نه شم کولاې ، په دې خاطر ما زهر و څښل ، که چېرې تا زه نيولې هم نه وي نوما زهر څښلي و ،»-- هغه په پالنګ باندې پريوته ، هرمن ته د هغه اخري خبره تر غوږو شوه « په ریښتيا ويلو سره په مرګ کې څومره سکون دې » هغې خپله اخري ساه داسې واخسته لکه د سکون ډکه «اه» .
کله ئې چې هغه خاورو ته سپارله نو يو افسر و پوښتل چې « ددې دکورنۍ که څوک وي نو هغوی ته ئې د مړيني خبر ورکړئ »
« دهغې کورنۍ همدا مونږ و ،» هرمن ځواب ورکړ ،« هغه په لس يولس کلنۍ کې د کومې قافلي څخه را تښتول شوی وه »
د صلاح الدېن ايوبي د فوځ د کوچ درېيمه ورځ وه ، صليبيانو دهغوی په لاره کې د تم کولو او محاصره کولو له پاره زيات شمير فوځونه استولي و . د پلان په مطابق حمله په (کرک) کيدونکې وه نو په دې اساس صليبيانو د (شوبک) څخه هم زيات شمير فوځونه کر ک ته ور استولي و ، هغوی د خپلو فوځونو يو برخه د شام په لور هم استولې وه ، تر څو چې د نور الدېن زنګي د مرستندويه فوځونو د راتګ مخنيوي وکړي ، د همدې فوځ يوه برخه هغوی په لار کې د سلطان ايوبي د فوځ د تم کولو او له منځه وړلو له پاره ور واستولې وه . دکوچ په وخت کې سلطان ايوبي خپل فوځ په درې برخو ويشلې و، او درې واړه برخې ئې يو له بله څخه لرې لرې ساتلې وی ، کله چې هغه هغې ځاې ته ورسيد چېرې چې د صليبيانو سره ټکر کيدل و ، نو هغه ددرې واړو برخو قومندانان او د هغوی نائبين خپلې خيمي ته راو بلل.
«مونږ اوس هغه ځاې ته راغلي يو چې زه بايد تاسې ته راز را څرګند کړم ،» سلطان ايوبي ورته وويل ،« تاسو به حيران شوی ياست چې زه تاسې ته دا ويل غواړم چې زه په (کرک) باندې حمله کونکې يم ، خو ما تاسې په بل طرف روان کړي ياست ، زه په (کرک) باندې حمله نه کوم ، زمونږ منزل (شوبک) دې ، يوه پوښتنه به تاسو ټول اندېښمن کوي چې ما هغه درې واړه جاسوسان چې يوئې عالم او دوه نورې ئې نجونې وی ولې ازاد کړل ، او هغوی ته مې ولې ساتونکي ورکړل ،ددې پوښتنې ځواب واورۍ: ما هغوی دخپلې خونې تر څنګ خونه کې کينول ، منځنۍ دروازه مې پرانستې پریښوله ، او علي بن سفيان او دوه نورو نائبيونو ته مې په لوړ اواز وويل چې زه به په فلانکۍ ورځ او فلانکي تاريخ باندې په (کرک) حمله کوم ، زه پوهيدم چې جاسوسان ئې اوري ، ما دهغوی په غوږونو کې دا خبره هم ور واچوله ، چې زه د صليبيانو سره په پراخه ډګر کې د جنګ څخه ويريږم....
همدا ډول خبرې مې د هغوی په غوږونو کې ور واچولې او ازاد مې کړل ، او ساتونکي مې ورکړ ل تر څو په امن و امان سره ئې (شوبک) ته ورسوي . ما ته خبر را ورسيد چې په لاره کې يوه پیښه و شوه ، غلو يوه نجلۍ او درې ساتونکي وژلي دي، څلورم ساتونکې پرون شپه د (شوبک) څخه بيرته را ستون شوی دې ، هلته چې زمونږ کوم جاسوسان و هغوی اطلاع راکړې ده چې عالم جاسوس ژوندې (شوبک) ته ور رسيدلې او همغه زما پلان ته بريا ورکړې ده ، صليبيانو خپل فوځ زما د خوښې په مطابق ويشلې دې ، اوس ستاسې د فوځ د ښي لورې برخه د صليبيانو د ډير ستر فوځ ښي لورې د فوځ څخه څلور ميله لرې دې»
هغه د ښي لورې د برخې قومندان ته وويل « نن به دلمر د پريوتو نه وروسته ، خپل اس سواره دوه ميله مخامخ مخته يوسې ، بيا به کیڼ لورې ته شې او څلور ميله به مخامخامخ ولاړ شې بيا به ښې لورې ته دوه ميله نور هم ولاړ شې ، هلته به دښمن تاته د ارام په حالت کې در په سترګو شې ، بريد کول ستا کار دې خو دا به ډيره ګړندۍ حمله و ي ، په لاره کې چې هر څه درته مخته راغلل له منځه يې يوسئ او بيرته را ووځئ ، اوهماغه ځاېو ته ځانونه ورسوئ د کومه ځاېه چې تللې وئ ، دويمه برخه به د ماښام په وخت کې مخته ولاړه شي ، اته نهه ميله لرې به بيا کیڼ لورې ته شي نو تاسې ته به د دښمن د لوژيستکې موادو قافلي تر سترګو شي ،ددې تر څنګ به تاسې ددښمن تر شا ياست . دورځې له اړخه به دښمن د ښي لورې ډلې تر يرغل لاندې راځي ، خو تاسې به د مخ په مخ ټکر نه ځان ساتۍ ، دورځې ډير وروسته راځئ ، دشپې له اړخه به بيا بريد کوئ ، خو دريږئ به نه . که صليبيان مخته راشي نو هغه منځنۍ برخه به دهغوی تر شا بريد کوي او دښمن به راټوليدو ته نه پريږدئ ، دغه درېيمه برخه چې له ماسره دي نن شپه کوچ کوو ، مونږ به سبا تر غرمې پورې (شوبک) محاصره کړې و ي . پاته دوه برخې به په هماغه لارو چارو سره چې تاسې ته ئې روزنه درکول شوی ده دښمن په صحرا کې سرګردانه کوئ ، هغوی ته دهغوی خوراکې او د څښاک مواد مه پريږدئ چې ور ورسيږي ، او کله چې د اوبود چېنو څخه لرې شول سمدستې په هغو چېنو باندې ولکه وکړئ ، د تل له پاره حمله د اړخ له لورې کوئ ، خو د جنګ له پاره به تم کيږئ نه ، د سرتيرو ډلې به تل د هغوی په حيواناتو باندې اور وروي .
د ا د (۱۱۷۱) زيږدېز کال اخري ورځ وه چې د(کرک) د اوسيدونکو د اوږود انتظار وروسته هغوی ته مالومه شوه چې د (شوبک) په څير مهمه کلا د سلطان ايوبي د فوځونو په محاصره کې راغلې ده . په داسې حال کې چې هغوی خپل زيات فوځ (کرک) ته منتقل کړې و او يو شمير ئې په دښتو کې د سلطان ايوبي د فوځ د له منځه وړلو له پاره ميشت کړې و. اوس نو هغوی د (شوبک) د اوسيدونکو سره هیڅ کومک نه شوکولاې ، هغه فوځ چې په صحرا کې دې پر هغوی مسلمانانو بده ورځ را وړې وه ، دصليبيانو اندېښنه دا وه چې مسلمانان مخ په مخ جګړه نه کوي ، هغوی د غلچکي او کمانډو عملياتو په واسطه هغوی وار خطا کړي دي ، دهغوی دخوراکې موادو قافلي له منځه تللې وی ،په اوبو مسلمانانو قبضه کړې وه ، د صليبيانو دې فوځ د جنګ توان له لاسه ورکړې و او وروسته هم تللاې نه شو چې د (شوبک) د خلکو سره مرسته وکړي .
په (شوبک) کې صليبيانو د کلا او د ښار ددېوالونو څخه دغشو او برچو په واسطه ډيره کلکه مقابله وکړه خو دسلطان ايوبي نقب ويستونکو ډلو دېوالونه مات کړل ، دا محاصره يوه نيمه مياشت روانه وه ، اخر سلطان ايوبي (شوبک) ته ور ننوت ، تر ټولو لمړۍ هغه د بیګارانو پنډ غالي ته ورغې چېرې چې بې وسه مسلمانانو د شکر سجدې وکړې ، دصليبيانو صحرائې فوځ په ډيره بې نظمۍ سره د(کرک) پورې را ورسيد چېرې چې ډيرې فوځيان بيکاره ناست و اود سلطان ايوبي د ورتللو انتظار ئې کاوه .
*****(۸۳)
پاته په ديرشمه برخه کې ولولئ..