
دنېکمرغه کوچني اختر درارسېدو له امله د ميدان وردګو دپخواني والي الحاج عبدالجبار نعيمي دمبارکۍ پيغام
دنېکمرغه کوچني اختر درارسېدو له امله ټول اسلامي امت او په ځانګړې توګه دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررئيس جلالت ماُ ب حامدکرزي ، دکابينې او ملي شورى غړيواو دافغانستان مسلمان او مجاهد اولس ته دزړه له کومې مبارکي وايم.
الله ج دې دټولو طاعات ، عبادات رياضتونه، روژې ، تراويح ، فرائض اونوافل قبول کړي .
امين
ددې مبارکو ورځو شپو له برکته چې الله ج پکې دخپلو بنده ګانو ددعا او زاريو دقبلېدو ژمنه کړېده دعا کووچې الله ج دې زموږ ګران افغانستان له جنګ او جګړو خلاص ،پرمختللى ، اباد، هوسا او سوکاله وګرځوي ، الله ج دې موږ ټولو ته ملي يووالى سرلوړي،دورورۍ او وحدت په فضا کې ارام ژوند ، بشپړ امنيت اوښېرازي راپه برخه کړي .
موږ نن سبا په ډېرو حساسو شېبو کې قرار لرو او له ډېرې سختې ازموينې سره مخ يو راځئ چې دزړه له اخلاصه دعا وکړو چې الله ج دې له رحمت، مغفرت او له دوزخ څخه دخلاصون اودقرآن دنزول ددې مبارکو شپو چې ليلة القدرهم پکې ده په خاطر زموږ پر حال ورحمېږي اودخپل لطف اوکرم له مخې دې په دې ستره ازموينه کې موږ بريالي کړي .
الله دې زموږ ولس ته دټوپک او باروتوپرځاى علم ، عرفان، پرمختګ سوکالي اومينه او محبت نصيب کړي . اوالله دې توفيق راکړي چې په ګډه دخپلو شهيدانو، کونډو،يتيمانو او بېوزلوارمانونه پوره، ارزوګانې ترسره،اويوپرمختللى اسلامي هېواد جوړکړو.
ورونوراځئ چې ددې شهيدانوله کورنيو ، معيوبينو او بېوزلو سره په خپلې مرستې دوى ته هم په اخترکې دګډون زمينه برابره اود شهيدانوارواوې مو په قبروکې خوښې کړو.
دهمدې ورځې په هيله
الحاج عبدالجبار نعيمي د ميدان وردګو پخوانى والي