شايد زموږ په ټولنه كې داسې كم كسان وي، چې د نړيوال كيدو سره اړخيزه پېژندګلوي ولري، خو په نړيواله سطحه نړيوال كيدل، يا نړيواليدل، يا ګلوبلايزيشن هغه نوې اصطلاح ده، چې په دې روانه لسيزه كې يې په ډېره سختۍ سره بحثونه كيږي.
لكه څنګه چې د بشر حقوق، ډموكراسي (ولسواكي) او ترورېزم د نړيوال سياست په برخه كمې د بحث تاوده توكي شمېرل كيږي، نړيوال كيدل هم په خپل وار سره د نړيوالو سياستوالو توجه جلب كړې ده.
او په دې اړه تر ټولو زيات جنجالي بحثونه شوې او روان دي ، څوك يې پلويان دي او وايي چې بايد نړيوال په ځانګړي ډول د هېوادونو مشرتابه طبقه بايد د ګلوبلايزيشن په لاچټكى كې هڅه وكړي، خو ځينې يې په ډېر شدت سره مخالفت كوي او كوشش كوي، چې د نوموړې پروسې مخه ډب كړي او په دې اړه په ګڼو لارو چارو لګيا دي.
ولې مخكې له دې چې د ګلوبلايزيشن په اصلي څېره يا بڼه وغږيږو او د دې پروسې د طرحه كوونكو په موخو او اهدافو وپوهيږو، په كار ده چې د نوموړې اصطلاح څخه يوه ټوليزه پېژندګلوي ولرو.
كه چېرې د خپل كوچني ښار د دوكانونو يا ماركېټونو د سر لوحو ته لږ په ځير سره وګورو، نو شايد ځينې داسې ليكنې مو تر سترګو شي، ((د نړيوال ټليفون مركز، يا د نړيوالې سوداګرۍ مركز، يا دا ليكنې ليدلاى شو، نړيوال شركت، د نړيوالو ژورنالستانو ټولنه، د قلم نړيواله ادبي ټولنه....))
دا او دې ته ورته نور ډېر څه به پيدا كړو، چې د ((نړۍ او نړېوالو)) كلمې پكې ليدل كيږي، كه لږ ښه ورته ځير شو دا لاندې مفهومونه يا ماناګانې ترې اخېستى شو:
د ټليفون نړيوال كيدل، د سوداګرۍ، اقتصاد، ادب، سياست او فرهنګ نړيوال كيدل، يعنې كله چې يو شى د يوه هېواد تر ملي پولو پورې محدود نه شي او نړيوال اړخ خپل كړي، نړيوال ګڼل كيږي، يا د ګلوبلايزيشن په پروسه كې داخل ګڼل كيږي.
د ټولنيزو پوهنو په ځانګړې توګه د سياست په ډګر كې هر شى دوه ډوله تعريف (پېژندګلوي) لري، يو تيوريك، يا نظري تعريف او بل عملي تعريف.
عملي تعريف په دې معنى چې ايا يو شى يا يوه پدېده په عمل كې څه ډول انګېرل كيږي، يا د يوې ټولنې د عمل په برخه كې څه ډول پلي كيږي، د بېلګې په توګه ډموكراسي چې زموږ په ژبه كې ورته ولسوالكي وايي، د تيوريك تعريف له مخې په لنډ ډول د خلكو د حكومت په معنا ده، ولې په عمل كې د فرد د هر اړخيزې خپلواكۍ په معنى انګېرل كيږي، د تيوريك تعريف په برخه كې هم د يوې پديدې په تعريف كې د پوهانو ترمنځ د نظر يووالى شتون نه لري.
ګلوبلايزيشن هم له دا ډول ستونزو او اشكالو نه خالي نه دي، يعنې په لومړي قدم كې د دې پديدې په تعريف كې د نظر يووالى نه شته او دويم دا چې ګلوبلايزيشن په عمل كې د ډېرو ملتونو له پاره ډېرې بدې پايلې لري او كه په دې اړه ځينې هېوادونه په ځانګړي توګه د دريمې نړۍ هېوادونه لازم تدابير ونه نيسي، پايلې به يې نه ستنيدونكې وي.
د ګلوبلايزيشن پلويان وايي چې نړۍ د علم، ساينس او ټكنالوژۍ په پرمختګ سره ورځ په ورځ نږدې كيږي او اوس مهال يې د يوه واړه كلي شكل ځآن ته كړى او په طبيعي توګه هر څه نړيوال كيږي او څوك نه شي كولاى د دې مخه ونيسي، په نړۍ كې به داسې هېوادونه نه وي، چې د نړيوالو مخابراتو نه برخمن نه وي، يا دې د ملګرو ملتونو د نړيوال سازمان غړيتوب ونلري، يعنې نور په نړۍ كې داسې څه نه دي پاتې چې د نړۍ په ګوټ ګوټ كې دې نه وي، يعنې هر څه له دې نه وروسته نړيوال شكل ځان ته غوره كوي.
دوى دا ادعا كوي، چې كه د نړۍ هيوادونه غواړي د خپلو وګړيو د ژوند په هر ډګر كې پرمختګ وكړي، بايد د نړيواليدو د پروسې اغېزې ومني او له واعقيتونو نه سترګې پټې نكړي.
ولې د ګلوبلايزيشن مخالفين چې ډېرى يې اسلامي سياستوال جوړوي، وايي چې لويديځ د بشر حقوقو، د ښځو حقوق، ډموكراسي او تروريزم په څېر غواړي، د ګلوبلايزيشن څخه هم د اسلامي هېوادونو په ځپلو كې كار واخلي او په نړۍ كې د سرمايه دارۍ ((پانګه والۍ)) نظام د لا ترويج لارې چارې لا پسې چټكې كړي، ځكه چې سرمايه داري نظام د لويديځ د پانګه والو چې ډېرى يې د لويديځو هېوادنو په ځانګړې توګه د امريكا متحده ايالاتو حكومتي چارواكي جوړوي، اقتصادي ګټې نورې هم زياتولى شي.
نوموړي پوهان ادعا كوي، چې ګلوبلايزيشن د هغه فكر جنګ برخه ده، چې د جنګ په ډګر كې د لويديځ د ماتې نه وروسته پيل شوې او د غېر فزيكي ښكيلاك په څېر غواړي اسلامي هېوادونه په ذهني توګه استعمار كړي او د ژوند په هر ډګر كې يې د خپلو ګټو تابع وګرځوي او په دې ډول د لويدځ تمدن په نړيوالو وتپي.
د موضوع د ښې روښانتيا له پاره د عربي نړۍ د اقتصادي او ټولنيزو چارو څېړونكي ډاكټر جلال امين له خوا وړاندې شوى تعريف را اخلو او خپل بحث لا پسې غځوو:
((كه چېرې موږ ګلوبلايزيشن د انساني ټولنو تر منځ د بېلوونكو پولو د چټك له منځ تګ په معنى را واخلو، نو فرق نكوي، كه دا پروسه د كاليو، اشخاصو يا سرمايې په انتقال پورې تړلې وي او يا معلوماتو، افكارو او ارزښتونو پورې.)) كه ښه په ځير سره پورتني تعريف ته وګورو، نو د ګلوبلايزيشن اصلي بڼه په ډېره سادګۍ سره برسرېره كولى شو.
لكه چې وړاندې مو يادونه وكړه، له دې تعريف څخه هم دا په ډاګه كيږي، چې ګلوبلايزيشن په دې معنى دى چې هر څه چې نړيوال اړخ خپل كړي، د نړيوال كيدو په پروسه كې داخل ګڼل كيږي.
د ډاكټر جلال تعريف څو مهم توكي را په ګوته كوي: اقتصاد، ايډيولوژي، سياست، علم، ساينس اړو ټكنالوژي او ځينې ملي او ټولنيز ارزښتونه.
شايد د علم، ساينس او ټكنالوژۍ نړيوال كيدل دومره خطرناك نه وي، يا حتى ګټور وي، ولې د سياست، اقتصاد او ټولنيزو ارزښتونو نړيوال كيدل، د دريمې نړۍ هېوادونو په ځانګړي توګه د اسلامي نړۍ له پاره ناوړه پايلې درلودلاى شي، تر ټولو زيات خطرناك يې د يوې ټولنې ارزښتونه دي.
په پورتني تعريف كې يوه بله مهمه خبره دا ده چې د ډاكټر جلال امين په اند د نړۍ د مختلفو اقتصادونو، ايډيولوژيو، سياستونو او نورو ارزښتونو له جملې څخه يوازې يو يې نړيوال شكل غوره كوي او نور ټول تر پښو لاندې كوي، دلته دى چې ګلوبلايزيشن د پروژې ناوړه پايلې پېشبيني كولاى شو.
د اقتصاد د نړيوال كيدو موخې په لاندې څو نقطو كې پېژندلى شو:
د اقتصاد نړيوال كيدل په دې معنا دي، چې په نړۍ كې بايد يوازې يو اقتصادي نظام واكمن وي، چې هغه سرمايه داري نظام دى، چې په دې نظامې كې د آزاد بازار، خصوصي سكتور او نورې مسلې مطرح كيږي، يعنې د سوداګرۍ، پانګې اچونې او د اقتصاد په هر ډګر كې دولتي څارنه او كنټرول شتون ونه لري او كه وي، بايد تر ډېره بريده لږ وي.
په دې اساس په لومړي قدم كې د يوې ټولنې ملي پاليسي د نوموړي ټولنې د پانګه والو په لاس كې پرېوځي او په دويم قدم كې نړيواله پاليسي او سياست د نړيوالو پانګوالو په ولكه كې راځي، په دې ډول نوموړي پانګه وال چې ټول يې د كفري نړۍ په ځانګړې توګه د نړۍ د زبرځواكونو دي، په اسانۍ سره كولاى شي، د نړۍ وګړي او هېوادونه په خپل انحصار كې راولي او د ژوند په هر ډګر كې يې د استثمار او زبېښاك له پاره د خپل ځان تابع وګرځوي، چې په اوسني وخت كې يې ژوندۍ بېلګه د خليج عربي هېوادونه دي، چې د امريكايي پانګوالو په ولكه كې پراته دي، د امريكا متحده ايالات له نوموړو هېوادونو څخه خامه توره طلا (نفت) په ډېره كمه بيه وړي او وروسته له تصفيه كيدو يې په ډېره لوړه پيه وركوي، چې همدا لامل دى، چې نوموړي هېوادونه په هر اړخيزه توګه د امريكا په زبېښاك او ښكيلاك كې پراته دي او د هغوى له منګولو څخه د خلاصون هېڅ لار نه لري... (پاتې په بله ګڼه كې)
عزيزالرحمان ((نيازى))
وروستي