عزم


دوصل شوق دې کله
لکه زاړه شراب په زړه او عقل
داسې تياره راته خوره وره کړي
چې بس لودن لوری خطا شي رانه
د بېلتانه په تکه سره غرمه کې
ستا د الفت سيوری خطا شي رانه
او د هوس شيطانان جمع شي ټول
زما د زړه د هغه عزم په ضد
چې ستا د هر امانت
د خيانت تصور جرم ګڼي
دا نو يو داسې وخت وي
چې د تدبير د مذهب ستر مقتدا
هم د زړګي له مرستې لاس واخلي
او د دې ستونزې له ادراکه ځنې
ځان په کٌلي توګه قاصر وګڼي
خو.....
چې ووړ شاعرانه تصور
زما د زړه د احساس ور ووهي
په وړو ګوتو څو څو واره زنځير و شرنګوي
د دروازې پټ په نازک لاس په هنر ووهي
نو په وجدان د خورې شپې په خلاف
د وېښې څرک د سبا لمر ووهي
ستا د عفت هره ادا مې زړه ته
په ګيله من کيفيت مخ واړوي
او قسمونه ورته ټول وشماري
هاغه لوظونه ورته ټول وشماري
ډالۍ ګلونه ورته ټول وشماري
او د محبت له ابتدا تر ننه
آ ماښامونه ورته ټول وشماري
نو دا تېروتی زړه مې
چې له پښتو پښتونولۍ نه مخکې
په پخه تيږه مسلمان هم دی
د وفا عزمونه بيا تازه کړي
او د هوس شيطانان
د تعوذ په کاڼو
له ځانه وتښتوي.