د افغانستان ملي سراسري جرګې خپل موجوديت اعلان کړ

دافغانستان ملي سراسري جرګه ، چې د 87 سياسي ګوندونو ، ټولنيزو سازمانونو ، قومي شورا ګانو او مدني ټولنو له همغږۍ څخه جوړه شوې ، د دوشنبې په ورځ د تلې په لومړۍ نېټه په کابل کې د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې خپل موجوديت اعلان کړاو په هېواد کې د وروستيو غملړلو پېښو په اړه يې خپل غبرګون او دريځ څرګند کړ. د خبري کنفرانس په پيل کې د ولسي جرګې او همداراز د افغانستان د ملي سراسري جرګې د عالي شوراغړي پوهمنل محمد معيين مرستيال باجوړي په رسا ټکو کې د جرګې  موجوديت اعلان کړ. د ده د وينا په يوه برخه کې راغلي : 
« د افغانستان د وروستيو دريو لسيزو انساني غميزې د لنډولو؛ بشپړې ملي سولې او امنيت ته د رسېدو؛ ملي خپلواکۍ، ملي واکمنۍ، ملي يووالي او خاورې تماميت د خونديتوب او په پای کې د بيارغونې، آبادۍ او پرمختګ لپاره، د هېواد يو شمېر سياسي، ټولنيز، قومي او مدني جوړښتونه د افغانستان د ملي شورا د دواړو خونو غړي، د علمي او اکاډميکو مؤسسو استازي او خپلواک ملي او اغېزمن شخصيتونه، په خپله خوښه او بشپړې آزادۍ سره د رايو په يووالي پرېکړه وکړه، چې د افغانانو ترمنځ پرونۍ بې باورۍ ختمې کړي؛ د اوسني او راتلونکو نسلونو په وړاندې د تاريخي، ملي او افغاني رسالت د سرته رسولو په منظور «د افغانستان ملي سراسري جرګه» په نوم د ټول هېواد په کچه يو با اعتباره، ملي ځواک رامنځته کړي څو د هېواد په معاصر تاريخ کې د يو رښتينې اصيل، ملي ځواک تشه اوخلا ډکه کړای شي. » ښاغلي مرستيال د خپلې وينا په پای کې د هغوډلو ، سازمانونو او قومي ـ مدني بنسټونو لېست ، چې د جرګې غړيتوب يې منلی دی ، په دې توګه وړاندې کړ :
1. د افغانستان اسلامي اقتدار ګوند
2. د افغانستان ملي خوځښت ګوند
3. د افغانستان ملي سعادت ګوند
4. د افغان ملت ګوند
5. د افغانستان د سولې غورځنګ ګوند
6. د افغانستان ملي يووالي ګوند
7. د افغانستان د مجاهد اولس د ملي يووالي اسلامي تحريک
8. افغان وطن اسلامي ګوند
9. مجمع ملي افغانستان
10. د افغانستان د سولې ملي جرګه
11. د افغانستان ملي يووالي شورا
12. د افغانانو د تفاهم نهضت
13. په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو جرګه
14. د افغانستان د حقوقو او ټولنيز عدالت بنسټ
15. د کابل پوهنتون د استادانو شورا
16. د کابل طبي پوهنتون د استادانو شورا
17. د کابل د پوليتخنيک پوهنتون د استادانو شورا
18. د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو شورا
19. د افغانستان د علومو اکاډمی شورا
20. د کابل پوهنتون د محصلانو شورا
21. د کابل طبي پوهنتون د محصلانو شورا
22. د کابل پوليتخنيک پوهنتون د محصلانو شورا
23. د ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو شورا
24. د افغانستان د ځوانانو د همغږي جبهه
25. ويﺉ ځوانان
26. د ځوانانو د ملي سعادت سازمان
27. د افغاني ځوانانو ټولنه
28. د افغانستان د ځوانانو ملي او ټولنيز سازمان
29. د ملت ټولنه
30. د قومونو او قبايلو اصلاحي شورا
31. د افغانستان د خلکو د ستونزو د حل ملي شورا
32. د معلولينو او معيوبينو ټولنه
33. د کابل ولايتي شورا
34. شورای چرخی
35. په کابل کې د خوست مېشته قومونو شورا
36. د غزني د سولې شورا
37. د کوچيانو قومي شورا
38. د ذاخېلو قومي شورا
39. د درانيو قومي شورا
40. د حسين خېلو قومي شورا
41. د خوګياڼيو قومي شورا
42. د سيلمانخيلو قومي شورا
43. د دولت زيو قومي شورا
44. د عبدالرحيم زيو قومي شورا
45. د شينوارو قومي شورا
46. د وزيرو او مسود قومي شورا
47. د خروټو قومي شورا
48. دکوهدامن د ځوانانو او محصلينو شورا
49. د ناورقومي شورا
50. د اسحاق زيو  قومي شورا
51. د موسي شفيق ټولنيزه، کلتوري ټولنه
52. د هلمند د محصلينو او زده کوونکو ټولنه
53. د وردګو ځوانانو ټولنه
54. د رفيع کلتوري او مدني ټولنه
55. د غازي محمد اکبر خان مدني ټولنه
56. د ځدراڼو قومي شورا
57. د ګرديز قومي شورا
58. د توتاخيلو قومي شورا
59. سازمان فرهنګي انسجام و مدافع حقوق بلوچهای افغانستان
60. د ګوجرو قومي شورا
61. د ځاځيو قومي شورا
62. د زرمت قومي شورا
63. د څمکنيو قومي شورا
64. د ځوان مسلمان نسل ټولنه
65. د الفت د ځوانانو اجتماعي او فرهنګي ټولنه
66. د منګلو قومي شورا
67. د احمدزيو قومي شورا
68. د اکاخيلو قومي شورا
69. په کابل کې د لویې پکتيا ميشته قومونو شورا
70. د يوسف زيو قومي شورا
71. د افغانستان د ناصرو سراسري قومي شورا
72. دالهام ادبي ټولنه
73. دمموزيو قومي شورا
74. د خوازکو قومي شورا
75. د اوبند د سپين ږيرو قومي شورا
76. د ناوې د سپين ږيرو قومي شورا
77. د احمد شاه بابامېنې د خلکو د پيوستون شورا
78. د پکتيکا د خلکو قومي شورا
79. د ساپيو قومي شورا
80. په قيصار کې د بارکزو قومي شورا
81. د مياخېلو قومي شورا
82. د بغلان ولايت  د محصلينو ټولنه
83. د کندهار ولايت د محصلانو ټولنه
84. د ارزګان د محصلينو او متعلمينو ټولنه
85. د لويې پکتيا د ځوانانو ټولنه
86. په پنځمه ناحيه کې د پوهنې شورا
87. د قلعهء زمانخان پروژې د خلکو ټولنه تر ښاغلي مرستيال وروسته ، د لويې پکتيا د کابل مېشته قومونو شورا مشر الحاج ميراجان سحيقي په هېواد کې د وروستي، غملړلو پېښو په اړه د جرګې دريځ او غبرګون څرګند کړ . ورپسې د هلمندد ځوانانو او محصلينو ټولنې مشر  ښاغلي عبدالحکيم حکيمي په هلمندکې د بهرنيو ځواکونو د بې رحمانه بمباريو له امله د شاوخوا درې سوه بې ګناه افغانانو د وژل کېدو لنډ رپوټ وړاندې کړ. د کنفرانس په پاې کې خبريالانو خپلې پوښتنې مطرح کړې ، چې د کنفرانس د رييسه هيات له خوا ځوابونه ورکړل شول .