د شوګیـــرو بـــه درتــه څه ووایم
د ژړیدو به درتــــــــه څـــه ووایــم
چې دی په مینه کی لوګی لوګی شوم
د نا کــــردو به درته څه ووایـــــــم
د جانان غمه لیونـــــــی دی کړمــــه
د رغیدو به درتـــه څـه ووایــــــــم
چــې په وعده بانــدی وفــا ونکــړی
د تش وعدو به درته څـــــه ووایــــم
ګیلی می ډیری په زړګی تیریـــږی
ددی ګیــــلو به درته څــــــه ووایم
زړه می د مینی په دریاب لاهو شو
د ډوبیدو به درته څـــــه ووایــــــــم
د افغانی زړګی کی مینه د یـــــــار
د هیریدو به درته څه ووایـــــــــم
وروستي