د سرخبرې:
په پاکستان کی چې هر څه پیښیږي، نو پاکستانی ملت یی له امریکی سره تړي. دوی ملامت هم نه دي ځکه چې عام ذهنیت دا ډول جوړ شویدی. پاکستان کی د پیښیدونکو هر څه شاته د امریکی پوره لاس وي. دلته که ټولټاکنی دي او که د فوځی حکومت چړچه ده، امریکی سره یی یو ډول رشته شته! په دی ملک کی فوځي تر هغی کودتا نه کوي ترڅو چې امریکی ورته شین څراغ نه وي لګولي او نه هم مُلکی تر هغی کرسی پریږدي ترڅو امریکا ورته د کوزیدو نه وي ویلي.
د پاکستان تر جوړیدو وروسته د فوځ او ملکی حکومت ترمنځ اړیکی ترینګلی دي او وی خو دا ځل د دریمی قووی رادانګل هر ډول خوبونه غلط تعبیر کړل!
دا ځل قاضیانو میدان ته راودانګل چې کیدای شي فوځیانو ته ورته پیښی پیل کړي چې د پاکستان په دردونو به یو بل مصیبت هم ور زیات شي. ویل کیږي چې فوځیان د ملکونو لپاره وي خو د پاکستان په اړه ویل کیږي چې هغه هیواد دی چې د فوځیانو لپاره جوړ شوی! نو اوس معلومه نه ده چې ایا قاضیان به هم په راتلونکی کی د فوځیانو په پل ګام پورته کوي که څنګه! خو له لومړنی تجربی یی معلومیږي چې نوره یی سترګی سری شویدي!!!
راجه سی مهارجه تګ!!!
ځانګړي معلومات:
راجه پرویز اشرف د پاکستان له ازادی څخه دری کاله وروسته یعنی د ۱۹۵۰ز د ډیسمبر په ۲۶ زیږیدلی دی. دی د پاکستان ۱۷ لومړی وزیر دی چې د ۲۰۱۲ ز په جون کی یی رسما د لومړي وزارت لوړه وکړه.
له ۲۰۰۸ ز څخه را وروسته نوموړی د سید یوسف رضا په کابینه کی د اوبو او انرژی وزیر وو او د پاکستان د خلکو د ګوند له نوموتو مشرانو څخه شمیرل کیږي. دوه زامن او دوی لورانی لري.
پخوانی ژوند یی:
په ۱۹۷۰ کی له سند پوهنتون څخه فارغ شویدی او له سیاست څخه مخکی یی د کرهڼی برخه کی په دنده مشغول وو. اشرف په اصل کی د راولپنډی له ګوجر خان چې یوه صنعتی سیمه ده دی. دی د شمالی پنجاب د پوتوهار د سیمی له یوی منځنی کچې اقتصاد لرونکی کورنی سره تړاو لري. د پوتوهار سیمه په پاکستان کی د نوموتو فوځي او سیاسی مشرانو لپارا خپل ځانګړی شهرت لري. پلار یی جاګیردار تیر شویدی. په فصیحی سندهی خبری کولی شي. دده په کورنی کی د ځمکو هغه جاګیرداران راتللی شي چې سیاسی شالید لري. دده تره هم د ایوب خان په کابینی کی په کال ۱۹۶۰ز کی د وزیر په توګه دنده ترسره کړیدی.
په سند کی د لوړو زده کړو له پای ته رسولو څخه وروسته، اشرف ګوجر خان ته لاړ او له خپلو ورونو سره یی د بوټونو کارخانه رامنځ ته کړه. دغه کاروبار ورپسی ښه لاړ نه، نو معاملاتو د لارښوونی دفتر ته یی مخه کړه چېری چې دی ډیر وځلیده. ده له برطانیی څخه په صنعت کی هم یوه ډیپلومه کړیده.
په راوالپنډی کی نوموړی د پاکستان د خلکو د ګوند له نوموتو مشرانو څخه شمیرل کیږی. که څه هم ده په ۱۹۹۰، ۱۹۹۳، او ۱۹۹۷ کی پارلمانی ټاکنی بایللی خو بیا هم په دی وتوانید چې په ۲۰۰۲ز او ۲۰۰۸ ز کی د پارلمان کرسی خپله کړي. له دی بریاوو څخه وروسته هماغه وو چې ګیلانی په کابینی کی د وزیر په توګه واخیسته او دغه دی اوس ۱۷م لومړی وزیر.
سیاسی ژوند:
راجه دوه ځلی د راوالپنډی له ګوجرخان څخه پارلمان ته لار موندلی دی. د یوسف رضا ګیلانی د حکومت پرمهال چې کله نوموړی د اوبو او انرژی وزیر وو نو د برښنا د سخت کمښت له وجی له شدیدو انتقادونو سره مخامخ وو که څه هم د بی نظیری د اخرنی حکومت څخه وروسته د پاکستان په تاریخ کی دده د وزارت پرمهال تر ټولو ډیره بجلی زیاتونه چې تقریبا ۳،۵۷۰ میګاواټو ته رسیږي شویده.
۳،۵۷۰ میګاواټه بجلی بیا هم د برښنا ستونزه حل نه کړه او وزیر مجبور شو چې کرایی بجلی څخه ګټه پورته کړي چې په دی کار کولو سره نوموړی په پاکستاني رسنیو کی په "کرایی راجه" مشهور شو. په ده تور وو چې په دی کرایی بجلی کی یی بلا پیسی کونج ته کړي او په بهرنیو ملکونو کی یی پری جایداد رانیولی دی. د ډیرو شکایتونو او غوغا څخه وروسته نوموړی د اوبو او بجلی له وزارت څخه د ۲۰۱۱ز په فرور کی د محکمی په پریکړی سره لری او د معلوماتي ټکنالوجی وزیر وټاکل شو.
د لومړي وزیر په توګه:
راجه د زرداري دویم بدیل وو؛ کله چې په مخدوم شهاب الدین باندی د پاکستان د مخدره موادو سره د مباززی وزارت لخوا د قاچاق تورونه پوری شول، نو زرداري نوموړی د دویم بدیل په توګه را وړاندی کړ چې سیاسیون یی هیښ هم کړل ځکه راجه پرویز اشرف په پاکستاني سیاست کی هومره د نوم او نښان کس نه وو چې باید دی مقام ته رسیدلی وای.
له ده سره په رقابت کی د نواز د مسلم لیګ مهتاب عباسي ولاړ وو چې د پختونخوا ایالات پخوانی مشر وزیر وو. خو په ۸۹ رایو اخیستلو سره ناکام شو. مولانا فضل الرحمان، د پاکستان د جمعیت اسلام مشر دریم سیال وو چې له ټاکنو مخکی یی ځان وویسته او له خپلی کاندیداتوری تیر شو. خو وروسته جیونیوز داسی تصویرونه وښودل چې د پارلمان غړو مولانا ته پیغورونه ورکول چې د پیسو په بدل کی له کاندیداتوری تیر شویدی "څومره رقم دی واخیست؟"
په پخواني لومړي وزیر باندی د محکمی فیصله په ده پسی ښه لاړه کنه ددی چانس کم وو چې دا ډول یو شخص دی د پاکستان لومړي وزارت ته ورسیږي. د زرداري د حکومت یوه ښیګڼه داده چې داسی کسان چې هډو فکر نه کیده چې دوی به په حکوت کی ځای ومومي، دده له برکته د سترو منصبونو خاوندان شول.
خو ددی ډیر امکان شته چې دی به هم د خپل سلف (ګیلاني) په سرنوشت اخته شي. محکمی له ده هم غوښتي چې له سویسي بانکونو سره د زرداري دوسیه تعقیب کړي او په لنډی مودی کی خپل راپور محکمی ته وړاندی کړي خو د خلکو د ګوند ممتاز وکیل اعتزاز حسن وایی چې ولسمشر د قانون مطابق له دی ډول تعقیب څخه په امان کی دی. خو محکمه یی نه ورسره مني.
د پاکستان محکمی د لومړي ځل لپاره یو ملکی حکومت بی واکه کړ چې د پاکستان په تاریخ کی یی ساری تراوسه نه وو لیدل شوی. داسی ښکاري چې فوځیان اوس له بلی کړکی څخه حکومت ډزول غواړي!!!
رسنی وایی چې راجه چې اوس مهارجه شوی ډیر زر به ځان وپړسوي!!!
وروستي