ټولو ته د کوچني  اختر مبارکي او يوه غوښتنه :

                         دمهربان  اوبدله اخستونکي   منتقم  ذات  په نوم

ټولو درنو، زړه ورو ، سرشارو، باتوره، په  دین ، هیواد ، ولس  او  استقلال  مینو افغانانو ،ښځواو نرو  ، کوچنیانو او ِغټانو ته ، که په هیواد کې میشت دي او که د هیواده بهر په نورو هیوادونو کې د لیږد او مسافرت  شپې او  ورځې تیروي ، د زړه له  کومي  د کوچني اختر  دمبارکو ورځو  مبارکي وایم .
درنو افغانانو:
•       دغه  کوچنې اختر  د تیرو درې لسیزو د نورو  اخترونو په څیر  یو ځل  بیا د خوښیو او خوشحالیو په ځاې د ډیرو  زیاتو ناورینونو  او غمونو سره  یوځاې  راغلې.
•       دغه  اختر به یو ځل بیا  په داسې وخت کې لمانځل کیږي چې په سلونو کورنۍ یا خو په  پوره ډول د ډیموکراسۍ دبیرغچیانو د خرواري  بمونو لاندې  ټوټې   ټوټې  شوې او یا یې پاته ژوندې کسان   په ویر کې  شپې او  ورځې تیروي .
•       دا اختربه په داسې وخت کې  لمانځل کیږي چې  دهیواد  استقلال ، ازادي،  ځمکنې تمامیت   او پولې د پردیو اشغالګرو ځواکونو په لاسو کې دي ، او یوڅو وطن پلورونکي  یې د هیواد په ګدیو سپاره کړي  چې  پردیو ته دغوړه مالۍ  او دهغوې  په لاسو دخپلو افغانانو د وژلو د تایید  پرته  بله کومه دنده  نه لري.
•       دا اختر په داسې وخت کې راغې  چې په هیواد کې د زرګونو میلیاردو  ډالرو  بهرنيو او کورنيو غلو او د هیواد د لویشت  لویشت  پلورونکو  ګیډې  لا ډکې شوې نه دي ، په داسې حال کې  چې هم د هیواد په شمال  ، جنوب ، ختیز او لویدیز کې  هیوادوال یا  خو په ارزګان  او بادغیس کې  د لوږې  له  لاسه ګیاه  خوري  ( چې اوس  هغه هم د وچکالیو په خاطر نه ترلاسه کیږي)، یاد غذا د نشتوالي  په خاطر  خپل کوچنیان  پلوري اویا د پکتیکا او د قندوز  د خلکو په څیر  خپل کوچنیان د بازارونو او  جوماتونو تر څنګ  پریږدي  او خپلې سترګې  ترې  پټوي.
•       دا اختر به په  داسې حال کې بیا لمانځل کیږي  چې د هیواد  بدمسته ، لاس  پوڅې واکمنان  د هیوادوالو په وژلو باندې د خپلو بهرنیو  انډیوالانو  د خوښۍ  په خاطر  لاسونه  پړکوي او د هغوې دغه کار ته  قانوني او اصولي بڼه ورکوي. د کوچنیانو ، ښځو او عمر خوړلو وګړو  وژل  ورته  د تروریستانو د ملاتړو په نوم  روا ګڼي.
•       دا  اختر په داسې وخت کې راغې  چې په هیوادوالو  د لیږد  او تیښتې   دروازې  هم د ډیموکراسۍ د پلي کونکو لخوا  تړل  شوې او خپل کورونه یې ورته  سور  تنور ګرځولې دې
•       دا اختر په  داسې وخت کې لمانځل کیږي  چې  د ګاونډیو  لخوا په هغه  هیوادو کي میشت مهاجرین   په زور  دغه  اور ته  را ټیل وهل کیږي . د ایران  داخوندانو افراطي  رژیم  خو د افغان  نوم  هم نشي  هضمولاې  او پاکستاني  چارواکو   خو پرې دخپلو غربي بادارانو  په حکم کوڅې  او بازارونه  هم   را  تنور کړي دي .
•       دا اختر به  په داسې وخت کې لمانځل کیږي چې  را ستانه شوي مهاجرین  په خپل هیواد کې د   امن د اعاده کولو  په خاطر  داویا زره  اشغالي ځواکونو په موجودیت  کې  هم  خپلو کورنو ته نشي  ستنیدلې  او همدا اوس  هم د تخار ، قندوز ، مزارشریف ، شبرغان ........ ولایتونو مهاجرین  یا خو دهرات  او قندهار  په دښتو کې  او یا د پخوا نیو رژیمو په زړو محبسونو کې  د ګوانتانامو د زندانیانو په څیر  شپې ا و  ورځې تیروي .
زمونږ د ولس ګناه څه ده ؟
•       زمونږ ګناه داده چې مونږ ازاد  قوم او ولس   یو  او د خپل هیواد  استقلال  ، ازادي ،  او ځمکنې تمامیت را ته  دخپل ځان  څخه  هم  ډیر  اهمیت  لري .
•       مونږ  هغه  سرلوړې  قوم  یو  چې تل مو  لوږه  منلی  خو  خپل استقلال  او ازادي مو نه ده  پلورلې او نه د پردیو د سلطي  لاندې ژوند کولو ته  حاضر  شوي  یو. همدا علت دې چې   د پرون   مات  او تښتیدلې  دښمن   نن یوځل بیا د خپلو نورو  انډیوالانو تر څنګ  دخپل  غچ د اخستلو له پاره   زمونږ  تر مخه  زمونږ  د خویندو ، میندو او لوړنو د کالیو تالاشي  اخلي ، بربنډوی یې ،  او یا یی له خپله ځانه سره  بیایې .
•       زمونږ ګناه داده  چې مونږ دخپل هیواد  دپولو نه اخوا  د چا په مخ  کله هم څپیړه نه ده ورکړې  او نه په راتلونکي کې ددې  اراده  لرو  خو نور  زمونږ  پسې  د زرګونو   کیلومتره  لرې واټن  څخه  راغلي ،  جیبونه یې د تورو او سپینو ټاپو  ډک دي ، خپل  هیواد  یې راته  ستر  زندان  ګرځولې  ،  او څه ډول نخرې  او لوبې   چې غواړي  ، څنګه یې  چې غواړي  او څه وخت  یې   چې غواړې  پرمونږ  یې کوي ، لاسونه  یې  د ډیموکراسۍ   په   نوم  ازاد او توره یې د ټروریسټ  په  نوم  تیره  ده .
•       زمونږ  ګناه داده  چې  د شلمي پیړۍ د روسې   زبرځواک  دکمونیزم  سور  طوفان  مو د خپلو  وینو  په سیلاب  د غربیانو  له  مخې  هیسته  لاهو کړ  او ډګر مود دې  زبیښونکې  بلاک  لیونیو او په سر اخستو اوښانو   ته بربنډ  پریښود.
•       زمونږ ګناه داده چې  زمونږ ولس  او د ولس  روڼ اندي  هغه  و خت د  هغو څو وطن پلورونکو په مقابل کې پټه خوله پاته  شول  چې  له پردیو سره یې د بن  د کانفرنس  تر نامه  لاندې د وطن  دپلورلو  او دخپلې  لاس پوڅې واکمنۍ  تړونونه  لاسلیک کول.
•       زمونږ ګناه داده  چې زمونږ د ولس خلکو ددوې د فوځې برید په مقابل کې ډیر سطحي قدم  واخست  او دهغوی  په   خیالي وعدو  یې باور وکړ  او هغوې ته یې  د ریښتونو میلمنو په  څیر  خپلې  غیږي  پرانستې .
او ...........
مونږ ته یې  څه راکړل :
د هیواد  استقلال او ازادي  یې راڅخه واخسته ،  زمونږ برخلیک  یې په خپلو لاسو کې واخست ،  خپل هیواد یې را ته  زندان و ګرځاوه ، د یوه ځواکمن ولس  په څیر  یې  زمونږ د له منځه وړلو تکل  وکړ ،  یو څو لاس پوڅې او خاین  وطن  وال  یې  په  مونږ  مسلط  کړل ،   ځوان کهول    یې د فرهنګ ،  کلتور او مذهب   څخه  خلاص کړ او د غربي کلتور ، فرهنګ او صلیبي مذهب  په  لور  یې  د هغوی  د  ورتللو  ټولې  هلې ځلې پیل کړې .  دصلیبیت  په لور بلنه عامه  شوه ، د ایډز  ناروغتیا په  چټکۍ  سره  وده  وکړه  او د نشه ایې توکو استعمال  بې دریغه  زیات  شو ............
څه په کار دي :
ټولو کلتورې ، فرهنګې  او  مذهبي  ټولنو ته په کار دې  چې تر هغې  چې  په هیواد کې  سوله او ټیکاوې  نه  وې   راغلي  او د پردیو    سلطې  ته   د پاې  ټکې نه وې  ایښول  شوې خپل هیواد( لکه څنګه یې چې اشغالګران پخپله  اشغال شوې  هیواد ګڼې )  یو اشغال  شوې هیواد   اعلان کړي   او تر څنګ یې  په خپلو  ټولو غونډ و  او  جشنونو کې د خپلو  لیکنو ، ویناو  او شعرونو  له لارې خپل  هیوادوال  د هیواد   د اوسني  کرغیړن  حالت  نه خبر کړی. د موسیقي په  پروګرامونو د  خرڅ په ځاې د خپلو    لاسو  تڼاکې  را ټولې  اود هیواد  یوې  برخې  ته  یې د مرستې په  ډول  ور  واستوي.
د هیواد  دهرې  برخې وګړي  دې   دخپلو  خپلو  ځایو د  شهیدانو ،د یتیمانو او کونډو  د مالي بسپنې   دندې په غاړه واخلي  او هغوې ته دې کومکونه  ور ورسوي .په یاد لرئ چې ددې  هیواد  هر وګړې پرتاسې همداسې حق  لري  لکه څنګه  یې چې پرتاسې ستاسې خپلې کورنۍ  لرې.
د ډیموکراسۍ د هرې  بمبارۍ  اوعام وژنې  په مقابل کې دې  عکس العملونه و ښئې  او په دې هکله داسې مظاهرې او  غونډې ترتیب  کړئ  لکه څنګه چې  په دې تیرو ورځوکې د اروپا  په یو شمیر  هیوادونو کې پخپله د اروپایانو لخوا تر تیب  شوې  وې .
د ستر مفکر او سیاستپوه  سیدجمال الدین افغان  خبره  چې «ازادي اخستل کیږي  ورکول کیږی  نه !»
ستاسې ورور
مبصر رودوال