پل دی بختور شه

شپی دی د برات شه شه کلونه دی اختر
پل دی بختور شه ناوی پل دی بختــــور

پل دی بختور شه ناوی مینه کی دی کورشو
نوی اشنایی شوه نوی بل د مینی اور شــــو
ستا د حسن شمعه چې روښانه په هر لور شو
حسن دی ښکلا دی چیری مه شه د نظـــــر
پل دی بختور شه ناوی پل دی بختور

نن چه دی محفل کی خوشحالی ده هم خندا
خوښی دی همزولی دی په مینه کړی نڅا
یی د نجونو میره ټول دا ستا په تماشا
رب دی په نصیب کړه په ژوندون کی زیب اوزر
پل دی بختور شه ناوی پل دی بختور

ناوی نوی ژوندکی خوشحالی دی شه نصیب
کور دی بختور شه خوږ اشنا دی شه طبیب
اور یی چه بلیږی پاک الله یی شی قریب
وی دی په امان  کی  افغانی  ښکلی بشر
پل  دی  بختور  شه  ناوی  پل دی  بختور