
د ۱۹۸۰ – ۸۲ ز کلونو په اوږدو کې په سويل لوېديزه آسياکې د کې جې بي فعاله اقدامات
نېټه
اپريل ۲۰۰۴
سرچېنه
د واسيلي ميرتوخين د لاسوندونو آرشيف
لاسوندي پيژندنه:
د غه توکي د کې جي بي د آرشيفي لاسوندونو پخواني راټولونکي ميتروخين، [ د خپل کتاب" کي جي بي په افغانستان کې " ډبليو پي ۴۰ له خپرولو وروسته] د سړې جگړې د نړيوال تأريخ د پروژې لپاره را برابر کړي دي. د آسيا په سويل او سويل لوېديزکې د شوروي د" فعاله اقداماتو" په اړه د ميتروخين د يادښت لېکونو ټولې ټولگې د چاقاق شويو او په پټه را ايستل شويو توکو پربنسټ ولاړې دي اوپه ځانگړې ټوگه د سړې جگړې د نړيوال تأريخ د پروژې لپاره په درنښت ورکړل شوي دي او غوښتنه کيږي چې د دغو لاسوندونو د سرچينو په اړه د محدوديت د څرنگوالې يادَونې ولولې.
الف:
د شوروي لاسوهنې په افغانستان کې د ۱۹۷۹ زکال د ديسامبر له مېاشتې را وروسته د نړيوالې ټولنې پريکنده او خوځنده غبرگون را وپاراوه. د دې لپاره چې کې جي بي په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سوسياليستي جمهوريتونو او د هغه د ځواکونو د کړنو په تړاو د منفي غبرگونونو را ټوکېدلې لړۍ راشنډه کړي نو د نا سمو اوغلطو مالوتو د خپراوي په گډون يې گڼ شمير اقدامات تر لاس لاندې ونيول.
کې جې بي نوي دکتورين را وزيږول چې له مخې به يې ويل : کې جې بي له دښمن سره د جگړې لاره نه ده غوره کړې بلکه جگړه د دښمن د کړنو پربنسټ ورباندې تپل شوې نو له دې امله د کې جې بي ټولې کړنې په فرضي توگه قانوني او پر ځای وې.
[،،] دغلطو او بې لارو کوونکو مالوتو خپـَرَونه د شوروي د کمونيست گوند د لاس اوزار ول، دا د څارکښيزو کارونو يوه بشپړونکې ، اړينه ، حتمی او پټه برخه ده. دا نه يوازې زموږ وگړو ته گټه رسوي بلکه د نړۍ په هر گوټ کې د کارگرې پاړکې "طبقې" لپاره هم گټور دي؛ دا په خپله د پرمختلونکي انسان لپاره د نړېوالې مرستې يوه بڼه ده او د لويديزو کمپنيو له هغو بې لارو کوونکو مالوماتو څخه په بنسټيز ډول توپير لري چې په خپله تومنه کې يې د وگړو د ټولنيزنظر د راخپلولو لپاره پټ ساتلي دي. د کي جې بي د ناسمو مالوماتو علميات پرمختللي دي؛ هغه په برلاس د بې لارې کولو لپاره را جوړ شوي خو د بې لارې کولو موخه يې دښمانان دي نه کارگري وگړي، دا مالومات يا د پانگوالو واکمنو کړيو د بې لارې کولو لپاره دي چې په بل ډول او په بې لارۍ کې عمل وکړي ، يا د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو د گټو د خوندي ساتلو لپاره دې چې له مخې يې د هغوی [د پانگوالو – ژ] د کړنو مخنيوی وکولای شي؛ اويا د سولې د ټينگښت او ټولنيز پرمختگ لپاره دي. دا مالومات د نړيوال ديتانت "بې وسلو کولو" لپاره دي، دا مالومات انساني دي اوپربنسټ به يې داسې يو سپيڅلي چاپيريال رامنځ ته شي چې په خټه کې به يې د انسانيت ځلانده راتلونکې نغښتې وي [،،]
[،،] د ټولو فعاله اقداماتو ټولېزه ارزښت په دې کې دی چې د لیـږل شويو او خپرو شويو مالوماتو درښتونولۍ او د هغود رښتونې سرچېنې موندل گران خواغيزمنتوب يې د گټې د ضريب په توگه هغه مهال څرگنديدای شي چې په لږ لگښت اولږو هڅو سترې پايلې او گټې را وزيږوي. د بې لارو کوونکو مالوماتو بڼې په ټوليز ډول په درېو ډولونو دي – (ليکلې) لاسوندې، (شفاهي) غيرلاسونديز، ننداريز (نمايشي) [،،]
[،،] د کي جي بي په استوگنځايونو [په بهرنيو هيوادونو کې د سفارت ځانگړي کارکوونکي، سوداگران، سلاکاران او نور- ژ] کې په فعالو اقداماتو پورې اړوند استوگن کسان په خپلو اړوندو کارونو کې د خپلو کړنو پازوالي "مسؤوليت" په خپله په غاړه لري. په لويو استوگنځايونو کې د څارکښيزو "جاسوسي" کارونو په اډانه کې فعاله اقدامات د اړوند سړي له پلوه په خپله سر ترسره کيږي او لارښوونه ورته نه کيږي؛ له دې امله د دغسې کارونو د سرته رسولو لپاره کارپوهان او ازمويل شوي کسان گومارل کيږي. د کي جي بي د سر مشر د ۱۹۸۲ز کال د اپريل د مېاشتې ۰۰۶ لارښود لېک حکم کوي چې د ديپارتمنتونو ايف سي ډي [ د لومړي لاس لوی مشران] گان او د هغه پرسونل بايد او په هرو مرو توگه د فعالو اقداماتو په تر سره کولو او په هغو کې د گډون کولو دنده په غاړه راواخلي؛ ددغسې کارونو په ترسره کولو کې ځوان افسران بايد له يوې آزموينې څخه راتير شي اودا په خپله د فعالو اقداماتو يا څارکښيزو فعاليتونو د يوه ډول په توگه پيژندل کيږي. هغه افسران چې د [الف] ډوله خدمتونه ترسره کوي بايد د نوښتونو د رامنځ ته کولو وړتيا ولري او د ساده او پيچلو کارونو په تر سره کولو کې له ځانه رَڼه وړتيا راڅرگنده کړي. هغه کسان چې د ورځنيو اړوندو کارونو په ترسره کولو کې لارښوونو ته اړتيا ولري، هغوی د دغسې کارونو لپاره وړ نه بلل کيږي [،،]
ب
د ۱۹۸۰زکال د فبرورۍ په مېاشت کې اندروپوف د کي جي بي لپاره د پاکستان په تړاو د اقداماتو يوه تگلاره و منله چې لاندينۍ ځانگړتياوې يې درلودلې:
[،،] ۱. کې جي بي بايد د ايس سي دي [په دويمه کچه د لويو کاري مشرانو- ژ] له لارې په ماسکو کې مېشت پاکستاني سفارت او مأموريت ته مخگواښنه (اخطار) وروليږي که چيرې د [پاکستاني مشر] ضياالحق په سياسي دريز کې روښانه او اغيزمنې کرښې راڅرگندې نه شي، او پاکستان د امريکا او چين لارښوونو ته غاړه کښيږدي چې له مخې يې د پاکستان خاوره د افغانستان په وړاندې د يوې مـُداميزې (دايمي) اډې په توگه را وکارول شي نو د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو د ختيزپيژندنې اکاډمي ته به لارښوونه وشي چې د افغانستان د ډيموکراتيکجمهوريت د پولو د خوندي ساتلو په گټه په پاکستان کې د بلوڅي او د پـښتـني زبيښاک ضد غورځنگ او همدا رنگه د پوځي رژيم د کورنيو مخالفينو په تړاو دې د لارو چارو د لټونې او څيړنې کار راپيل کړي.
۲. د عملياتي چـَـلونو يا تخنيکونو د کارَوَنې له مخې دې په مرکز کې را جوړې شوې شپې پاڼې يا شبنامې اسلام آباد او کراچۍ ته ولېږل شي؛ دغه شپې پاڼې دې د پاکستاني پوځ د يو شمير افسرانو د نامه له پلوه ولېکل شي او په هغو کې دې ددولت کورنۍ او بهرنۍ پاليسۍ په کلکه وروغندل شي چې له پايلو يې دغه هيواد ته د شتمنيو يا مادياتو د لويو تاوانونو د رسولو هېله کيږي.
۳. د " سردار" تر سرلېک لاندې دې درې سوه شپې پاڼې راجوړې شي او په هغه دې کې پر دولت کلکې گوت نيونې وشي او څرگنده دې شي چې وگړي ددولت له ټولنيزې تگلارې او پوځي کړيو څخه په ټينگه سرټــَکاوی لري.
۴. د پاکستان په سيمه يزو رسنيو کې دې داسې جړرې ور وکـَرل شي چې گڼې پوځي رژيم په درواغو د افغانستان په تړاو له حالاتو څخه د گټو د را پورته کولو په پلمه غواړي خپله پوځي وړتيا لا پياوړې کړې او له دې لارې غواړي په ټول هېواد کې د خپلې واکمنۍ اغيزو ته لا اوږد ژوند او پراختيا ورپه برخه کړي اوپه دې پلمه غواړي تر يوه ناڅرگند وخت پورې د سياسي گوندونو او ډلو ټپلو پرفعاليتونو بنديز ته دوام ورکړي.
۵. په بنکاک کې د پاکستاني مأموريت له غوږونو دې ور تېره شي چې د ضياالحق د رژيم په وړاندې د راکټېدلو ټولنيزو - سياسي ناخوښيود څپو په پام کې لرلو، د کارتر په ادارې کې پاکستان ته د پوځي مرستو د ورکړود گټو په اړه شکونه راپارېدلي دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير [سايروس] وينس او دهغه مرستيال دواړوپه پام کې نيولې چې د امريکا د سياست د يوې بلې سترې تيروتنې د مخنيوۍ لپاره دا اړينه بولي چې په پاکستان کې د پوځي رژيم پرځای دې داسې يو رژيم راوستل شي چې د پاکستان ټيکاو او امن ډاډ من کړای شي.
۶. په هندوستان کې سروزيرې گاندهي ته دې مالومات ورکړل شي چې پاکستان د امريکا له لږې پوځي مرستې څخه خوښ نه دی ځکه چې امريکا پر پاکستان داسې آړونه ( شرایط ) را منلي چې گڼې امريکا به په دې آړ د مرستې د ورکړۍ لړۍ ور وغځوي چې پاکستان د اټومې سرگلولې له چــَولو څخه لاس پرسر شي. پاکستاني مشران په بيړه هرلورې ته لاس اوپښې اچوي چې د افغانستان له حالاتو څخه په گټې اخيستنې له امريکاڅخه ډيره وسله تر لاسه کړي او تر څنگ يې د پاکستان د اتومي بم د جوړولو په وړاندې را ولاړ شوي بنديزونه ليرې کړي.
۷. د ملگرو ملتونو د مشرتابه له لارې دې د ايران استازو ته خبر ورکړل شي چې پاکستان ته د پوځي مرستو په را ډيريدا اوس امريکا د بلوڅستان په گډون د پاکستان په خاوره کې د ايران د خاورې د سرحدي پولو په ورڅيرمه سيمو کې د پوځي اډو د جوړلو په لټه کې ده. پاکستاني مشران امريکا ته د دغه انحصاري حق د ورکړې لېواله دي.
۸. د ناپييلتوب د غورځنگ د هيوادونو په ټولو کړيو کې دې د پاکستان د بهرنۍ پاليسۍ د سپکولو اوبې اعتباره کولو لپاره گامونه رااوچت شي او ټينگار دې وشي چې پاکستان د ناپييلتوب د غورځنگ د کړنلارو له کرښو څخه اوښتی ځکه چې پاکستان دوه وو سترو ځواکونو امريکا او چين ته اجازه ورکړې چې هيواد يې په آسيا کې د هغوی د لاس د اوزارو په توگه را وکارول شي.
۹. په هندوستان، سيريلانکا، بنگله ديش، نيپال، اندونيزيا، ا ُردن، ايتاليا او فرانسه کې دې د خـَپـرَونو د خپراوي لړۍ نوره هم را وغځول شي او ټينگار دې وشي چې د پاکستان د څارکښيزې ادارې او دهغې ادارې اړوند کسان نيغ په نيغه د افغانستان په کورنيو چارو کې د وسله والې لاسوهنې په سمبالولو کې را ښکېلې دي. [،،]
د ۱۹۸۰زکال د سپتامبر په دويمه کرچکوف [ولاديمير د کې جي بي مشر] د پورتني پلان د مودې را غځېدنه ومنله. د کې جي بي د مرستيال وي الف چوخروف ترمشرۍ لاندې د[ ايف سي دي] تر کچې يوه کاري ډله راجوړه شوه چې د [ک] او [آر تي] د ادارو د لومړيو درجو خدماتو [الف ]او د ۸، ۱۷ او ۲۰ ديپارتمنتونو استازو په کې گډون درلود. ډلې ته دنده ورپه غاړه شوه چې جاسوسي اقدامات دې تر لاس لاندې ونيسي او د ټولو [ايف سي دي] گانو گډ او را اوچتېدونکي گامونه دې له يو بل سره همغاړې او ترڅنگ دې د پلي کولو څارنه هم وکړي. د [ الف ] د خدماتو د دريم ديپارتمنت مشر ډگروال وي ريخلوف، د چوخروف د کاري ډلې دغړي په توگه وټاکل شو او دنده وروسپارل شوه چې د فعاله اقداماتو د پلي کولو څارنه دې وکړي او دهغو له پايلو څخه راټول شوي مالومات دې د همغاړي کولو په موخې په يوه ټکې کې راټول کړي.
د ۱۹۸۱ زکال د فبرورۍ په مېاشت کې کاري ډلې د " تورخم" تر پورَني (مستعار) نامه لاندې د عملياتي پلان ډيرې برخې را جوړې کړې. دغه پلان بايد په گڼ شمير هېوادنو کې تر سره شوای وای، او د همدغه پلان تر رڼا لاندې نورو جلا جلا او ځانگړو بشپړونکو پلانونو بايد لاندينۍ ځانگړتياوې درلودلای:
- د ضياالحق له رژيم سره سوله؛
- په پاکستان کې د امريکا او چين د دريزرا کمزوره کول؛
- له ايران سره د اړيکو بـَدَولو ته ملا راتړل؛
- د پاکستان او هندوستان ترمنځ د روانو شخړو پرسر اور را تازه کول؛
- دهند-پاکستان په اړيکوکې نوېو پارونو ته لاس اچول؛
- شخصأ د ضيا الحق پروړاندې د انديرا گاندهي او د هندوستان د نورو مشرانو په زړونو کې د کرکې او شکمنۍ د احساس را پياوړي کول؛
- د هند او د نړۍ د نورو هېوادونو د مسلمانانو په سترگو کې له هغه (ضياالحق – ژ)سره زموږ د رغښتې يا سازش د احساس راژوندي کول؛
- د هندوستان دولت دې را وهڅول شي چې پر پاکستان زور واچوي او اړ دې باسي چې د افغان له ياغيانو څخه لاس په سر شي؛
- د پاکستاني کډوالو" مهاجر قومي غورځنگ –ژ" او د ولسپالو د غورځنگ فعاليتونه دې را سمبال شي؛
د افغان مهاجرو تنظيمونه دې له يو بله را جلا کړای شي-
د افغان کډوالو په وړاندې دې د سيمه ييزو وگړو کرکه او دښمني نوره هم پياوړې شي.
- د ايران او هندوستان له غوږنو دې ور تيره شي چې د پاکستان د پوځي وړتيا د پياوړي کولو موخه نه يوازې د افغانستان په وړاندې دښمنۍ ته د چمتوالي لپاره بلکه دغه دښمني د هندوستان او ايران په وړاندې هم ده.
هندوستان په دې را و توانېد چې ضياالحق ته ور څرگنده کړي چې د افغان کډوالو په سترگو کې د هندوستان ضد حساسات را ژوندي کوي او په هندوستان کې د پاکستان په گټه افغان پټ مأمورين په کار اچـَوي. همداشان پلان :
- د هندوستان او نورو هېوادنو له پلوه د پاکستان په وړاندې د تبليغاتو په پياوړي کولو او هندوستان ته د پاکستان له پلوه د نيول شوي کشمير د بيرته ور گرځولو د يوې کمېټې په جوړولو ټينگار کوي .
- بې لارې کوونکي مالومات دې د گاندهي له غوږونو ور تيرشي چې امريکا ، پاکستان او د چين د وگړو ولسي جمهوريت د جمو او کشمير د اړوپيچ د بې ثباته کولو لپاره غواړي په گډه پوځي عمليات ترسره کړي.
په بنگله ديش کې زموږ ټوليزه وگړنيزه موخه دا وه چې د ضياالرحمن رژيم دې د افغان انقلاب ضد ډلو ټپلو له ملاتړه لاس په سرشي، د بنگله ديش او پاکستان ترمنځ دې د شخړو وړ د سکالو اورته لا لمن ووهل شي؛ د بيلگې په توگه د پاکستاني کډوالو بيرته راگرځېدنه، د بانکي شتمنيو ويشنه او دغو ته ورته نورې، او تينگار دې وشي چې د بنگله ديش په اقتصادي بيرته پاتې کې د پاکستان واکمنې کړۍ پخه ونډه لري. لومړنۍ موخه دا وه چې د افغانستان د والي ډيموکراتيکجمهوريت په وړاندې د امريکا، پاکستان او د چين د وگړو د ولسي جمهوريت د فعاليتونو مخه را ونيول شي. په ۱۹۸۱ او ۱۹۸۲ زو کلونو کې د "تورخم" د عملياتو په اډانه کې د لاندينيو فعاله اقداماتو را پورته کول په پام کې را نيول شوي ول:
لومړی:
- د شيعه د مذهبي ډلو له اړخه او نامه دې شپې پاڼې ور جوړې اوپاکستانی رژيم او له امريکا سره د هغه همکاري دې پکې په کلکه ور وغندل شي. په شپې پاڼو کې دې د ايران د لاس لرلو نښې نښانې ورڅرگندې کړای شي او په لېکنه کې دې د آيت الله خميني له خولې پرضياالحق نيوکې وشي. د شپي پاڼو د شيندلو لارې چارې: شپې پاڼې دې د گڼ شمير ودانيو پرديوالونو ونښلول شي، په اسلام آباد کې په ورځپاڼو او د بهرنيو هيوادونو په مأموريتونو " سفارتونو" کې دې خپرې شي او په کراچۍ کې دې وشېندل شي.
- ( د "سردار" د لړۍ د يوې برخې په توگه په انگليسي ژبه دې) په پاکستان کې د وسله والو بيلتون پالو له پلوه شپې پاڼې ور وشيندل شي، او په هغو کې دې ور څرگنده شي چې د افغانستان د ډيموکراتيکجمهوريت او هندوستان په وړاندې د ضياالحق د را خپلو شويو پاليسيو په اړه د پاکستان په پوځي کړيو کې عمومي مخالفت مخ په را کـټېدلو او ډيرېدلو دي او رژيم د پرديو د گټو لپاره لکه د امريکا او د چين د مرييتوب پړی په خپله غاړه کې اچولی دی. دغه شپې پاڼې دې په اسلام آباد او کراچۍ کې ور خپرې شي.
- پورتنۍ شپې پاڼې ته وَرته يوه بله بېلگه دې د يوه شخصي ليکپه توگه د پاکستان د کورنيو چارو د وزير محمد هارون په نامه چې په دولت کې د لږکي شيعه استازيتوب کوي د ايراني مشر امام خميني په لارښوونه ولېکل شي. په لېک دې راڅرگنده شي چې ضياالحق په پام کې لري په پاکستان کې د شيعه په وړاندې ټينگ بنديزونه را منځ ته کړي او له دې امله دوی [شيعه وگړي- ژ] له خپلو ايراني وروڼوڅخه غواړي چې ددغې ويرې مخه راونيسي. ددغه لېک يوه کاپي دې د پاکستان د پوځي ځانگړو استخباراتو يوه مشر ته د يوه " خيرغوښتونکي " له پلوه ور وليږل شي.
د افغانستان په ډيموکراتيکجمهوريت کې د بلوڅو او د مېشتو پاکستانې مخالف ځواکونو د په کار اچولو د وړانديزبرخې يا جيزﺌـيات رابشپړې کړﺉ.
د سولې ټول لاسوندي د گڼ شمير هېوادونو په رسنيو کې خپاره کړﺉ [،،]
دويم [،،]
په ټول زور او ځواک د پاکستان په وگړو کې د افغان مهاجرينو په وړاندې دښمنۍ را سختې کړﺉ او پاکستان ته د افغانانو د راکډوال کېدلو د بهير په وړاندې شوني خنډونه رامنځ ته کړﺉ.
د پاکستاني ټولنې په منځ کې له ډنډورو ډک مالومات را خپاره کړې او ټينگار وکړﺉ چې د ضياالحق رژيم په خپل رښتوني اړخ کې نه غواړي د افغان کډوالو ستونزې راحل کړي او له کډوالوپه گټې اخيستنې غواړي دغه ستونزه په يوې تل پاتې يا دايمي نه حل کېدونکې ستونزې راواړوي. د افغانستان له ډيموکراتيکجمهوريته د را کډوال شويو افغانانو شميره او شتون پاکستان ته دا وسه وربخښي چې په لويه کچه مرستندويه توکي د هغوی په نامه له نورو راټولې کړي، دولت غواړي چې د بلوڅانو او پښتنو ولسپاله غورځنگونه يوې گوښې ته کړي او د هغوی په سيمو کې خپله واکمنۍ نوره هم پخه او پراخه کړي.
- د پاکستان دولت او د خبريالانو کړيو ته مالومات ورسوﺉ چې د افغان کډوالو مشران د بېلگې په ډول [بنسټپاله اسلامي مجاهدين د (اسلامي گوند) لارښود] گلبدين حکمتيار او ن. محمد [ښايي نبي محمدي وي – ژ] هڅه کوي چې پښتانه ټبرونه تر خپلې اغيزې لاندې راولي او له هغوی سره ژمنه کوي چې د افغانستان او پاکستان په خاوره کې يو نوی دولت د خپلواک پښتونستان تر نامه لاندې رامنځ ته کړي.
د پاکستان د څارکښو ادارو د څانگو له غوږه ور تيره کړﺉ چې افغان کډوالوته د را رسيدونکې وسلې ستره برخه د هغومخالفو سياسي گوندونو پر پلويانو اورسمي چارواکو پلورل کيږي چې په پاکستان کې مېشت له افغان انقلاب ضد مخورو سره دايمي نا څرگندې اړيکې ټينگې کړې دي.
د هېواد د رسنيو له لارې ډنډورې راخپرې کړﺉ چې په پاکستان کې د مېشتو افغان مشرانو په منځ کې يووالی او يو موټی والی نسته، هغوی د ضياالحق له ادارې څخه خوابدي شوي او غواړي چې د امريکا له څارکښو ادارو، د چين د وگړو له ولسي جمهوريت او له سعودي عربستان سره د پاکستان له څارنې او منځگړتوب پرته اړيکې راټينگې کړي.
ددې لپاره چې په افغان کډوالو کې گډوډي رامنځ ته شي نوپه خپله د افغانانو د مرستې له لارې د افغانستان د ډيموکراتيکجمهوريت له څارکښو ادارو څخه دې په دغه اړه کارواخيستل شي. [،،]
[،،] دريم
د پاکستان د اټومي بمب په تړاو د واشنگتن، پيکنگ او د ضياالحق درژيم تر منځ د اړيکو د خړپړ کولو لپاره د فعاله اقداماتو د کارونې چارې تر لاس لاندې را ونيسـﺊ.
- د هندوستان، بنگله ديش او د نورو هېوادونو له غوږونو دا مالومات ورتير کړﺉ چې د شوروي سوسياليستي جهموريتونه غواړي تاسو د هغو هېوادونو په کتار کې راودروي چې غواړي شوروي پلوه وي. يو شمير اقدامات دې د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو د ټولو ځواکونو له ستر درستيز سره په گډه تر لاس لاندې ونېول شي.
- د آسيايي هېوادونو رسنيو ته په ډيلي ، ډاکه ، کولمبو او په دغو هيوادونو کې د پاکستاني مأموريت سفارتونو ته دا مالومات له غوږونو ورتير کړي چې د امريکا او پاکستان ترمنځ د پوځي همکاري له پايلې څخه به د پاکستان په خاورې کې د امريکا د پوځي اډې جوړېدنه هرو مرو را وزيږيږي، د هغه هېواد د پوځي سلاکارانو بې شميره ډلې به راشي او د پاکستان د خاورې په سمندري څنډو کې به امريکايي بيړۍ را تمې شي او د دې ترڅنگ به د پاکستان اړيکې له اسلامي او د ناپييلتوب د غورځنگ له هېوادونو سره خړې پړې او د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد، هندوستان او ايران به د پاکستان په وړاندې د يوې گډې لېکې په راجوړولو کې له يو بل سره را همغاړې شي او دا به د ضياالحق د رژيم مخالفينو ته ښه پياوړې پلمه په لاس ورکړي او په ټينگ دريز به په پښو را و دريږي.
- د هندوستان او د ملگرو ملتونو د سکرتر جنرال د همکارۍ په شوني والي کې امريکا ته دا مالومات ور تير کړﺉ چې پاکستان ته د پوځي مرستو د پراخېدنې په اړه د ریگن د ادارې پلانونه به د ضياالحق د رژيم په وړاندې د مخالفو ډيموکراتيکو کړيو ټېنگ غبرگونونه را وپاروي. که د ضياالحق کم پايښته د يکتاتور او ځانغوښتونکی رژيم را وپرځيږي نو په دغه هېواد او په ورته کچه په ايران کې به امريکايي ضد احساسات را وپاريږي.
- د هنگريانو له لارې د ناتو د چارواکو کړيو له غوږونو د ضياالحق د رژيم ضعف او بې وسۍ او په پاکستان کې د پاکستان د پوځ په گډون د مخالفينو د ځواک د وَدې راچـَټـَکېدنه ور تيره کړﺉ او ټينگار وکړﺉ چې هېواد د بې ثباتۍ پر لور درومي.
په ډاکه کې په ولسي جرگه کې د ولسي جرگې د غړو له پلوه پوښتنې او خبرې را تودې کړﺉ، د وگړو، مخورو سياسي کسانو او د لويو مخالفو گوندونو له پلوه خبرتياوې را خپرې کړﺉ ، پردولت دې زور راوستل شي چې د " بيهاري" کډوالو د بيرته راستنديدونکو د ستونزو په هوارۍ کې دې له ځير او احيتاطه کار واخلي اوبنگله ديش ته د ملگرو ملتونو د منځگړي کميسيون لپاره دې لاره هواره کړي او پرپاکستان دې زور واچوي چې د پاکستاني کډوالو را ستنېدا دې په ډيرې بيړنۍ توگه تر لاس لاندې ونيسي او د ضياالحق رژيم دې را اړباسي چې د سعودي عربستان له پلوه ورکړل شوې وړيا بسپنه دې د افغان انقلاب ضد کړيو د مرستې لپاره نه بلکه د همدغو کسانو په بيرته راستنېدا کې ولگولي.
- په ډيلي کې مالومات راخپاره کړﺉ چې امريکا او ناتو غواړي د هندوستان پروړاندې په سويلي آسيا کې يوه ټلواله رامنځ ته کړي چې په هغې کې به پاکستان کارنده او څرگنده ونډه ولوبوي. لويديز هېوادونه نه يوازې غواړي چې پاکستاني پوځ راپياوړي کړي بلکه د هندوستان په وړاندې د پاکستان ورانکارو فعاليتونو ته لاټينگه اوږه ورکړي او غواړي د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د شخړو لمبو ته لا لمن ووهي او د سيکهه د بيلتونپالو ملا ور و تړي چې يو خپلواکه خالسليستان " (خالستان ـژ) رامنځ ته کړي.
- په ډاکه کې ميشتو هندي ديپلوماتانو ته د هندوستان په وړاندې د پاکستاني مشرتابه د تيري گرو موخو او د جـَنـَتـا " پټو گوندونو –ژ" د ستراتيژيکو پلانونو په اړه راکاږه شوي مالومات خپاره کړﺉ چې گڼې ددغو ستراتيژکو پلانونو موخه د هندوستان په لوېې نيمې وچې کې د هندوستان د هر اړخيزه دريز راټيټول دي چې د امريکا او د چين د وگړو د ولسي جمهوريت له پلوه ترلاس لاندې نيول شوي او پايله يې د پاکستان د پوځي وړتيا په پياوړي کولو ور اوړي.
- په تهران کې په پرله پسې توگه بې لارې کوونکي مالومات را خپاره کړﺉ چې گڼې پاکستان له افغان کډوالو څخه په کاراخيستنې غواړي بلوڅو او عربو بيلتونپالو ډلو ته په ايران کې وسلې ورتيرې کړي چې د خوزستان [د ايران په سويل لويديز کې]، سيستان [د ايران په ختيزکې] او د بلوڅستان په ولايتونو کې د گډوډۍ ډله يزې دولتي ضد پيښې را وپاروي [،،]
د ۱۹۸۱زکال د مارچ په مېاشت کې د "تورخم" پر عملياتي اقداماتي پلان سربيره د "گوادر" تر نامه لاندې يو بل څنگيز پلان را وزيږول شو او موخه يې د بلوڅانو له ستونزو څخه په گټه اخيستنې پرپاکستان د اغيزو شيندل او پياوړي کول ول. د ايف سي دي [الف] د مشرمرستيال ډگروال م. الف کراپيوين ددغې تابيا د پلي کولو پازوالي په غاړه درلودله.
د "گوادر" عملياتي پلان د لاندينيو ځانگړتياوو په لرلو داسې دی:
[،،]. د افغان د استخباراتو او په اسلام آباد او کراچۍ کې د کې جي بي د ميشتو څانگو له لارې د بلوڅانو مشرانو ته د پاکستاني چارواکو د موخو په اړه را کاږه شوي مالومات ورتير کړﺉ چې گڼې پاکستاني چارواکي غواړي په بلوڅستان کې د افغاني کډوالو شته والی را قانوني کړي او هغوی ته حق ورکوي چې دايمي استوگنځي را جوړ کړي او هغوی به حق ولري چې پووندې او باړې په کار يوسي او خپل څاروي به پکې وپيايي.
- له افغاني وسله والو ډلو سره د يو شمير بلوڅي ډلو د نښتو را پارولو ته اوږه ورکړﺉ.
- اروپا ته د بلوڅانو له ټاکلي استازي سره د اړيکو د ټينگولو او ساتلو شوني والی تر آزمايښت او څيړنې لاندې ونيسـﺊ چې له هغې لارې په بلوڅي غورځنگ کې دننه حالات وڅيړل شي، پرهغو اغيزه وشيندل شي او داسې ژمنې پکې راژوندۍ شي چې گڼې د شوروي اتحاد سوسياليستي جمهوريتونه به ددوی غورځنگ ته پراخه مرسته وربرابره کړي.
- په افغانستان کې د بلوڅي راډيو د ستيشن د جوړولو د تخنيکي اړخونو شونتيا په پام کې را ونيسـﺊ چې پربلوڅي وگړو د يوه خپلواکه هېواد د را جوړولو په موخه د جگړې کولو غږ وکړا ی شي.
- د افغانانو له لارې دشپې پاڼو د شيندلو لړۍ را پيل کړﺉ چې له مخې يې د بلوڅي وگړو او افغان کډوالو ترمنځ اړيکې لاپسې اور واخلي.
د پاکستاني مشرانو له غوږونو کاږه مالومات ورتير کړﺉ چې امريکا د بلوڅانو له ستونزې څخه په گټه اخيستلو ځانگړې موخې لري او په پام کې لري چې د ضياالحق پر رژيم زور واچوي چې له پاکستانه د افغانستان په وړاندې د نا اعلان شوې جگړې د سمبالولو لپاره د يوه پياوړي مورچل په توګه کار واخلي.
- د سي آی اې په اړه بې لارې کوونکي عملياتي مالومات را خپاره کړﺉ چې گڼې د غې ادارې په غير مستقيم ډول د يو شمير سياسي مخورو کسانو ،د بيلگې په ډول[ ښايي د ايران پخوانی سر وزير شاه پور] بخيتار او [پخوانی ايرانی جنرال غلام علي] اويسي له لارې اويا نيغه په نيغه بهرته د را کډوال شوی او يا په کور کې دننه د بلوڅانو له يوشمير مشرانو سره اړيکې را ټنیگې کړي دي. ددې لپاره چې باور يې راشي نو د بلوڅانو له پلوه يو شمير ظاهري ليکونه راټول کړﺉ چې په امريکا کې د پاکستان سفارت او يا په آسيايي هېوادونو کې پاکستاني سفارتونو ته يې ورليږلي وي او په لېکونو کې دې ضياالحق او په پاکستان کې نورو دولتي او پوځي مشرانو ته گواښونه شوی وي. دا دې هم روښانه کړای شوی وي چې بلوڅي مشران د امريکا له چارواکو څخه مالي مرسته ترلاسه کوي او د يوه خپلواک بلوڅستان د راجوړلولو په بدل کې ځانگړي خدمات او مرستې تر لاسه کوي.
- د ايراني مشرتابه له غوږونو کاږه مالومات ور تيرکړﺉ چې امريکا ځانگړي موخې او اقدامات په پام کې لري ددغو اقداماتو له لړيو څخه يوه يې د "ساواک" [د ايران د څارکښې ادارې] د پخوانيو څارکښانو گومارل دي او گڼې امريکا په پام کې لري چې له ايرانه ايراني بلوڅان راټول اوله پاکستاني چارواکو سره له غاړه غړۍ کېدلو وروسته د پاکستان په خاوره کې يو يوموټی خپلواک بلوڅستان را منځ ته کړي.
- په کولمبو کې د پاکستاني ديپلوماتانو له غوږونو ورتيره کړﺉ چې د ليبيا له مشرتابه څخه په را اخيستل شويو خبرو کې پاکستاني بلوڅو مشرانو له ليبيا څخه د يوه خپلواک هېواد په راجوړولو کې د مرستې غوښتونکي شوي او د ليبيا لوړپوړي چارواکي په دغې غوښتنې غور کوي. د پاکستان د بلوڅانو وسله وال اقدام هغه مهال بيرته په شا کيدلای شي چې په هيواد کې ولسي ژوند خوندي او ډيموکراته لاره راخپله او له بلوڅستانه افغان کډوال بيرته خپلو کورونو ته ورستانه کړای شي.
- له افغانانو سره يوځای او په گډه په دولتي ضد پارونو کې د بلوڅانو رانښلول تر پام لاندې ونيسـﺊ او څرگنده کړﺉ چې څه ډول مرستې دې ورته ورکړل شي.
- د [فلسطين د خپلواکۍ د ادارې مشر] ياسر عرفات او د گڼ شمير هېوادونو رسنيو ته دا مالومات ورسوﺉ چې پاکستان غواړي پر اسراﺋـيلو د يورشلم پرسرد اسلامي هېوادونو د قهر ملا راماته او ددغې سکالو پر سر د هغوی يو موټی والی را دړې وړې کړي. که د اسلامي هېوادونو د اسلامي کنفرانس بيړنۍ غونډه را وبلل شي نو امريکايانو پاکستان ته دنده ورسپارلې چې د ټولو پام د افغانستان سکالو ته را واړوي او د يورشلم په تړاو پراسرﺋـيلو د اسلامي کنفرانس د پريکړو را ماتول به د امريکا او اسراﺋـيلو له پلوه وستايل شي. [،،]
د چوخروف کاري ډلې د يوې نوې قهرراپارونکي خبرې د اړخونو راجوړول په پام کې ونيول – دا د هندوستان او پاکستان ترمنځ د خپلواک کشمير پرسر د ستونزې لا پراخول او په افغانستان کې په پرديس کې د يوه خپلواک او آزاد بلوڅستان دولت را جوړول ول. خو د ددغې سکالو د څو اړخيزه نا ډاډ والي او د حالت د پيچيلتيا په پام کې نېولو سره د دغې ستونزې له را کــَټـَولو څخه لاس واخيستل شو.
دې ته ورته ډيرې اقدامات تر لاس لاندې ونيول شول او د پاکستان د ډيموکراتيکو ځواکونو د پياوړي کولو لپاره شراېط رامنځ شول. د پاکستان د خلق د گوند يا پيپلزپارټي له استازو، تحريکاستقلال ، د مسلم لېگ د گوند له ټولو څانگو ، د مساوات له گوند، د پاکستان د نشنل ډيموکراسي له گوند، د پاکستان له نشنل گوند او د هېواد له نورو ولسي – ولسپالو ځواکونو سره کارونه ترلاس لاندې نيول شوي ول.
د فعالو اقداماتو د پلي کولو لپاره په بهر کې د کې جې بي د ميشتو څارکښو"جاسوسانو" او د کې جې بي د قرغزيا، تاجکستان، ترکمنيا او آزرباﺋـيجان دغړو د په کار اچولو شونتيا را ډگر ته شوه.
ج
د فعاله اقداماتو ډيرې برخې په اسلام آباد کې د " نوا" تر نامه لاندې په خپريدونکې مهالنۍ کې چې د مېشتې کي جي بي له لوره څارل کېدله ځای پرځای شوې وې.
په ۱۹۸۰زکال کې ۲۳۹ مقالې د "الف" د ډلې اقداماتو پورې اړوند خپرې شوې، د ۱۹۸۰زکال په لومړۍ نيمایۍ کې، د ټولو خپرو شويو شميره ۲۱۶ ته را ورسيدله. کله چې د افغانستان په اړه د پاکستان – افغانستان اړيکې تر شننې لاندې نېول کېدلې، مهالنۍ به گڼ وختونه د افغاني ضد او شوروي ضد دريزونو په راخپلولو کې خپلې شننې کولې. د همدغې مهالنۍ لسمه گڼه د امريکا له رسنيو څخه په را اخيستنې د ضياالحق وينا را اخلي اوڅرگندوي چې د شوروي اتحاد سوسياليستي جمهوريتونو غوښتل د خليج فارس له لارې ځان ته د ننوتلو لاره را پيدا او د پاکستان لاس د شا له لورې ورو تړي. د مهالنۍ ۴۶ گڼې د " نوای وقت " لېکنه د دويم ځل لپاره را خپره کړه او شننه يې وکړه چې دغه ولس ولې د شوروي پوځ د ملگرو او خپلواکۍ بخښونکو په توگه گڼي او ټول کیڼ اړخي يې ويرولي ول چې که شوروي سرتيري راسي نو نه به دوی او نه به ددوی کورنۍ په کرار پريږدي.
په ۱۹۸۱زکال کې د مهالنۍ ډيري برخې د افغانستان په اړه د کنفرانس او ناپييلتوب د غورځنگ پردريز خپرونې کولې.
په ۱۹۸۱زکال کې په پاکستان کې د [ک ر] د کرښو ۱۲ فعاله اقدامات پلي شول چې په هغو کې د " ليو" سولې او د سي آی اې په اړه د پوسترونو ويشنې گډون درلود. د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت چارواکو، د امريکا د سفارت قونسلگرۍ او "ليو" بلوڅستان ته سفر وکړ او د ولايت د بيلتونپالو د پلويانو له سياسي مشرانو سره يې وکتل چې د هغوی له سفرڅخه گټه را واخيستل شوه. له همدغه ځايه ول چې امريکا په ايران کې د را پورته شويو انقلابي ريفورمونو په وړاندې د شخړو د رامنځ ته کولو او سمبالولو ته ملا را وتړله او له دغو مشرانو سره يې ژمنه وکړه چې د ايران په وړاندې د خنډ په را پورته کولو به د ولايت کورواکي دوی ته ور وگرځول شي.
په سيمه يزې ورځپاڼې کې يولنډ خبر خپور شو او پکې ويل شوي ول چې يو پوليس د امريکا د سفارت د يوه غړي موټر دَرَوي او د [چيکيستو] مأمورينو تر اغيزې لاندې د امريکايانو په قاچاق کې راښکېل شوی وو او ورځپانې له پښتـنـو بيلتونپالو سره د نوموړي مأمور د اړيکو په منلو ټينگار کاوه.
څرگندونه:
د شورويчрезвычайная комиссия Chrezvychaynaya Komissiya, [tɕɛka]) [چيکست::
د جاسوسۍ له لومړنيو ادارو څخه وه . دغه اداره د ۱۹۱۷ زکال د ولاديميرلينن له پلوه د ديسامبر په شلمه نېټه رامنځ ته شوه او لومړنی مشر يې کمونيست فليکس اندماندوويچ ځرژينسکي وو. دغه اداره وروسته په يوه پوځي ځواک واوښتله او د شوروي د رژيم د ساتلو دنده يې په غاړه درلودله. – ژ]
په هماغه وخت کې يوه طرح يا دسيسه د فعاله اقدام په اډانه کې را پلې شوه. خبره دا وه چې د امريکا د سفارت د سياسي برخې د سکرتربکس ورک شو. په بکس کې داسې لاسوندي ول چې په خپله تومنه کې يې پاکستاني ضد مواد درلودل. بکس د يوه پاکستاني له پلوه په يوه گڼه گوڼې ډک ځای کې وموندل شو او پوليس ته ور وسپارل شو. د ۱۹۸۰زکال د اپريل د مېاشتې په ۵ نېټه په ډيلي کې د کې جي بي تر څارلاندې ورځپاڼې " پتريوت – هيوادپال" يوه لېکنه را خپره کړه چې سر لېک يې وو:" د ضياالحق په وړاندې د امريکا د څارکښې ادارې سي آی اې تر چپنې لاندې چاړه په لاس جگړه ". ليکنۍ د دولتي ضد مأمورينو په دسيسو کې د سي آی اې پرښکيلوالي ټينگار کاوه.
همدغې ورځپاڼې د ۱۹۸۱زکال د اپريل د مېاشتې په څلورمه " په پاکستاني فرقو کې د پوځي پاڅون " ' ۷ تنه اعدام شول ' تر سرلېک لاندې يوه بله لېکنه خپره کړه. لېکنې د پاکستان په سمبال شوي پوځ کې د راولپنډۍ ، پيښاور او کراچۍ په بارَکونو کې د ميشتو ځواکونو په منځ کې د گډوډې د راپارېدنې په تړاو خبرې کولې. د کې جي بي د ايف سي دي د " الف" د خدماتي څانگې د هېلو برخلاف له تاس پرته بلې هېڅ ورځپاڼې ددغو بې لارې کوونکو معلوماتو په وړاندې غبرگون راڅرگند نه کړ.
د ۱۹۸۱زکال د جولای د مېاشتې په شپږمه نېټه شوروي پوه او ختيز پيژندونکي چې د کې جي بي څارکښ هم وو په شوروي اتحاد کې د پاکستان له شاژدافير سره يوه غونډه درلودله. د پټو خبرو په ترڅ کې نوموړي شوروي پوه امريکا ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير آغاشاهي د سفر په تړاو په اړوندو پياوړو ايجنسيو کې د واکمنو او اکاډيمکيو کړيو د نظر د غبرگون څرنگوالی ورياد کړ.
په خبرو کې په ځانگړې توگه ټينگار وشو چې امريکا افغان ياغيانو ته د پاکستان له لارې د وسلو مرسته کوي؛ په دغو وسلو نه يوازې افغانان وژل کيږي بلکه شورويان هم وژل کيږي؛ او دې ته په کاتو د شوروي اتحاد سوسياليستي جهموريتونو اړ کيږي چې نه يوازې خپله پوځي مرسته به را ټيټه نه کړي بلکه دهغه په بدل کې به د خپلې پوځي مرستې کچه نوره هم را لوړه کړي. که پاکستان وغواړي چې د امريکا له پلانونو سره د يوه ملگري او همغاړي په توگه په ځانگړې ډول د آسيا په اړوپيچ اړوندو چارو کې ونډه ولوبوي، نو شوروی لوری به ونه شي کولای چې د يوه بيکاره په توگه ددغسې يو پرمختگ پرمخ راو نه دَريږي. شارژدافير د خپل دولت له کړنو څخه د ننگې په کولو ټينگار وکړ او د خپل دولت له خولې يې ورته وويل چې د پـــښــتـنـو په ټــَبـرنيو سيمو کې د اړوپيچ " حالت" او فعاليتونو مخنيوی ناشونی کار دی.
شارژدافير وپوښتل: موږ څه کوو؟"
جاسوس ځواب ورکړ. " زه خو واک نه لرم، زه نه شم کولای د پاکستان د دولت لپاره پريکړه وکړم، خو زه غواړم ستاسو پام دغه ټکي ته را واړوم چې زموږ د خبرو پر خټې او تومنې ټينگ فکروکړﺉ"
شارژدافير په لوړ غږ وويل : " مگر دا خو تاوتريخوالي ته لا پونده ورکوي!"
جاسوس د شارژدافير خبره وروغندله او ور غبرگه يې کړه: " آيا بانديستانو او ياغيانو ته د شوروي د سرتيرو د وژنې لپاره امريکايي وسله ورکول تاو تريخوالي ته پونده ورکول نه دي؟ پاکستان خو اوس د ياغيانو د سمبالولو په يوې لويې اډې اوښتای دی او د وسلو د تيرولو او برابرولو يو لوی سوری (تونل) شوی دی. اوتاسو گومان کوﺉ چې شوروي اتحاد به په چوپه خوله کرار کښېني او دې ته به سترگه په لار وي چې څه ورپښيږي؟
شارژدافير په دغو خبرو داسې د پای ټکی کښيښود: " دا مهم معلومات دي. که څه هم ليواله نه يم چې دا کار وکړم، خو غواړم دغه گزارش اسلام آباد ته ورکړم."
په افغانستان کې د شوروي د وسله والو ځواکونو په اړه ايرانيانيو ته د ناسمو مالوماتو د ورکولو په مهال د [چيکا ][ – د کې جي بي له جوړيدلو مخکې د شوروي لومړنې څارکښه اداره، چې پورته يې څرگندونه وشوه –ژ] څارکښان وروسته له يو څه وخته دې پايلې ته را ورسيدل چې که په افغانستان کې امريکا ته نيږدې سياسي کړۍ واک په لاس کې را ونيسي او د واک پرگډيو کښېني، نو له خميني سره به د غورځو پرځو او دښمنۍ د کړس په کړاو کې د هغه په وړاندې د هغه خپله وسله – اسلام – ور وکاروي. له دې امله هغه [خيمني – ژ] بايد د نوي رژيم د رښتوني دښمن ورانکاريو ته ټينگه پاملرنه راواړوي چې نوم يې لوېدېز او گاونډي عرب هېوادونه دي.
ددې لپاره چې د ايران – پاکستان په اړيکو کې نور تاو تريخوالي ته لمن ور ووهل شي او د افغان کډوالو په وړاندې د ايرانيانو کرکه نوره هم را وپارول شي نو د سيمه يزو چارواکو په مرسته ددغه کار لپاره يو شمير تر لاسه شوي مالومات په کار واچول شول، خبره دا وه چې سي آی اې په عـُمان او پاکستان کې د پوځي روزنې يو شمير رونځايونه جوړ کړي ول چې په پوځي روزنه سمبال شوي جنگيالي په ايران کې د نوي رژيم او ايراني انقلاب په وړاندې د ورانکارو عملياتو لړۍ تر سره کړي. روزنه د سي آی اې د مأمورينو، د ساواک د پخوانيو څارکښانو او افسرانو او په پاکستان کې مېشت د افغانو تنظيمونو له پلوه ترسره کېدله.
د ۱۹۸۰زکال د نوامبر د مېاشتې په لسمې نيټې د ايران د ولسي جرگي مرستيال د زاهدان [د ايران په سويل ختيځ کې] له ښارگوټي څخه په ولسي جرگه کې د ايران په وړاندې د پاکستان، عـُمان او په سيمه کې د نورو لاسپوڅو دولتونو له دښمينو ډکو کړنو ته په کلکه نغوته وکړه. هغه په خپلو خبرو کې وويل موږ څرگند مالومات په لاس کې لرو چې: " تش په نامه ملگری خو پټ دښمن يعنې پاکستان د ايران د اسلامي جمهوريت په وړاندې غواړي ورانکارې کړنې تر سره کوي" مرستيال په خپلو خبرو کې د کي جي بي له ورکړل شويو مالوماتو څخه يادَونه وکړه او ټينگار يې وکړ چې د ورانکارۍ په يوې برخې کې د پاکستان له خاورې افغان کډوال لاس لري او نوموړي د ايران له دولته په ټينگار وغوښتل چې ددغو ورانکاريو په وړاندې دې کوټلي گامونه را اوچت کړي او د ايران په خاور کې دې د افغان کډوالو حالت دې ور معنی کړي ځکه چې له هغوی څخه د ايران دښمنو ځواکونو له خوا د سياسي موخو په پلي کولو کې گټه اخيستل کيږي.
د "توکيسک" 'زهر –ژ' تر نامه لاندې يو بل فعاله اقدام تر لاس لاندې ونيول شو چې په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ژوند د حالت د لا تريخولو په موخه راجوړ سو. ددغه اقدام په سرکې دا پوښتنه را برسيره شوې وه چې د افغان جنگياليو ستره ستونزه د پيسو نشتوالی دی. او ددې لپاره چې جنگيالي خپله پوځي بوديجه را سمبال کړای شي نو پر لوېديز باندې د نيشه يې توکو په پلورلو کې راښکيل شوي دي.
يوازې د ۱۹۸۰ز کال د جنورۍ او فبرورۍ په مېاشتو کې د افغان د سکالو په اړوند ۵۶ لېکنې وکــَرل شوې؛ په افغانستان کې د شوروي ځواکونو د يرغل په پلوي ۱۲ سرمقالې ولېکل شوې. سرمقالو ټينگار کاوه چې دغه تيری د افغانانو د ۱۹۷۹ ز کال د انقلاب په وړاندې يوازې د امپرياليزم د هغې نا اعلان شوې جگړې په ځواب کې دی چې د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد يې له افغانستان سره د ملگرتوب د تړون تر سيوري لري او د افغانستان د قانوني دولت د غوښتنې پربنسټ دغه هيواد ته راغلي او دهمدغه ملگرتوب په رڼا کې به خپله دنده تر سره کوي.
له دې چې دغو لېکنو د ټولنې د وگړو په اندونو کې د هېلې وړ اغيزې ور ونه شيندلې او د ټولنې سترې برخې د شوروي يرغل وغانده، نو په بهر کې د کې جي بي ميشتو څارکښو د سيمې په گوندونو کې د [اغيزمنو سيمه ييزو] جاسوسانو له لارې وغوښتل چې د وگړو نظر د شوروي د يرغل له سکالو بل لوري ته را تاو کړي اودنده ورکړل شوه چې د افغانستان د نيواک پرځای دې د امريکا او بنگله ديش د ارتجاعي سياست د تومنې را بربنډولو او د بنگله ديش په کورنيو چارو کې د امريکا لاسوهنو ته راواړوي. که دغې خبرې اغيزه نه درلودله نو د وگړو د ټولنيز نظر د حالت په پام کې نيولو سره دې په افغانستان کې د شوروي د يرغل د غندنې پرځای دې په عين وخت کې هم د شوروي يرغل او هم د امريکا امپرياليزم دې دواړه له يو بل سره پرتله کړي.
د کې جې بي په مرکزي کمېټه کې يو ډيره پټه پريکړه وشوه چې د جاسوسانو له لارې دې د [سرکار دعملياتي پلان د ډلې څانگې] د سي بي پي [د بنگله ديش کمونيست گوند] اود همدغه سي بي پي گوند د [ ايم او ايچ آی – موهي] څانگې ته دنده ورکړل شوه چې د گوند د غړيوپه زړونو کې د شوروي ضد روحيه مړژواندې کړې او د هغوی پام دې د هنداو چين ترمنځ د هند په شمال ختيز ايالت کې د امريکا او د چين د وگړو د ولسي جمهوريت موخو ته را تاوکړي چې غواړي د سيتاگانگ د غــَرَنۍ ولسوالۍ ، تيري پوره ، ميزورام او مانيپور له سيمو څخه جوړ يو نوی دولت د يوه بفر ستيت يا حايل په توگه رامنځ ته کړي.
يوه بله شخړه ور پلې شوله : د افغانستان د پيښې په اړه امريکايانو خپله پاملرنه د ټولنو په ځوانې برخې ورنېغه کړې وه او له بلې خوا په گڼ شمير ټولنو کې د زده کوونکو ټولنو هم خطرناکه دنده په غاړه درلودله او دا ټولنې د همدې برخې لپاره جوړې شوې وې چې د ايران له انقلاب سره ډغرې ووهي خو امريکا هم دغه ټولنې او هم د ټولنو ځوانه برخه د افغانستان د پېښې په تړاو را پارولې. په دې اړوند په اندويزيا کې ټولنيزو ډلو، ماليزيا او پاکستان ته شپې پاڼې ور ولېږل شولې. د "گونوکونغ" ، "جونپود"، سندباد"، نوتو بنگله" او " ډيموکرات" په خپرونو کې ليکنې خپرې شوې.
لاندينۍ لېکنه د ايف سي دي د الف د خدماتي څانگې له پلوه جوړه شوې يوه کوشنۍ برخه ده چې د بنگله ديش په خپرونو کې خپره شوې وه:
سره له دې چې له افغانستان را کډه شوي کډوال روسي ضد روحيه لري خو په وروستيو وختونو کې راغلي کډوال وايي چې افغان وگړي د شوروي سرتيرو له سم چال چلند څخه به هک پک کېدل، او ددی زړونو به نه منله چې يو نيواک گرځواک دې داسې يو چال چلند وکړي او دا له يو بل سره هېڅ نه جوړيدل. رښتيا دا ده چې شورويان له ۱۹۲۰زکال وروسته، د شلمې لسيزې له کلونو څخه ترلاسه شويو تجربو ته ورگرځي. په هغو وختونو کې دوی د منځنۍ آسيا مسلمان هېوادونه ونيول او اوس غواړي همدغه آزموينه په افغانستان کې را پلې کړي.
د شوروي د منځنۍ اسيا اړوپيچ په هغو وختونو کې کټ مټ په افغانستان کې د ۱۹۷۸زکال د اپريل د مېاشتې له انقلابه را ورسته اړوپيچ ته وَرته وو: پولې ته نيږدې د پرتو ټبرونو په منځ کې ټبرنۍ شخړې، د لويو ځمکوالو ډير قهرنی دريز، د پووندگرو او شپنو پر ټولنو د مذهبي کړيو پياوړې اغيزې چې له لېک لوسته بې برخې ول، د بريتانيا تر مشرۍ او لارښوونې لاندې په بهر کې (ايران، پي آر سي) کې له مخالفو ډلو ټينگ ملاتړ.
په هغه وخت کې روسانو له ځانه د نه منلو نرمښت را څرگند کړ او دا وړتيا يې وموندله چې پوځي او سياسي تگلارې دواړه سره راگډې کړي، دا په حقيقت کې هغه کار وو چې وروسته يې بايد کړی وای خو دوی هغه وروستني کار "نرمښت" ته په لومړي سر کې لومړيتوب ورکړ. په افغانستان کې د شوروي د پوځ شتون په ورځني ژوند لږ اغيزه راشيندلې ده. د ورځني ژوند د يوه قانون په توگه هغوی په داسې ځايونو کې لښکرکوټونه راجوړ کړېدي چې د وگړو له منځه ليري دي او هر څه يې چې په وس کې وي هڅه به وکړي چې د سيمه ييزو ميشتو کسانو پام ځانته را وا نه ړوي. څرگنده ده چې سرتيري او افسران نه شي کولای له خپل لښکرکوټه د باندې را ووځي او يا دې له افغان وگړو سره اړيکه را ټينگه کړي.
د افغان کډوالو له خبرو داسې څرگنديږي مخکې له دې چې روسان افغانستان ته را وليږل شي هغوی ته په ځانگړي ډول لارښوونه شوې وه چې که څوک کډوال کيږي يا دباندې ځي هېڅ څه دې ورته ونه ويل شي ځکه دا به د مسلمانانو پر احساساتو تيری وبلل شي او يا به برعکس د گڼ شمير ټبرونو پردودونو چې په لسگونو ډولونه يې په هېواد کې ميشت دي تيری وبلل شي. د پاملرنې وړ خبره خو دا ده چې د شوروي هر سرتيری له ځان سره د چال چلند ځانگړی لارښود لېک لري چې له افغانانو سره د چال چلند په مهال دې په پام کې ونيسي. په څو څو ځله ټينگار شوی چې له مؤمنانو سره دې هېڅکله د مذهبي سکالوپه اړه خبرې ونه شي او پر دغو خبرو بنديز لگول شوی؛ لارښوونه شوی چې دا ډول خبرې د ټولو افغانانو له پلوه د يوه قانون په ټوگه گڼل کيږي او هرڅوک دې بايد په ورځ کې پينځه ځله لمونځ وکړي او کله چې څوک پر لمانځه ولاړ وي هم دې درناوی وشي او نه دې لاس ورنه وړل شي. د مسلمانو تر مخ دې هغه کارونه چې په قرآن کې منع شوي دي و نه شي او په ټينگه ورباندې بنديز لگول شوی او دې ته وَرته نور. کډوال وايي چې د شوروي په لښکرو کې شوروي بولندويانو ته اخطار ورکړ شوي که ددوی تر لاس لاندې کسان د سيمه يزو وگړو په منځ کې ناخوښۍ را منځ ته کړي او يا د سيمه ييزومېشتو وگړو په تړاونامطلوبې پيچلتياوی رامنځ ته شي نو دوی به سخته جزأ وويني. د لمانځنو په وخت کې کله چې افغانان له روسانو سره په اړيکه کې راځي او له يو بل سره گوري او يا افغانان غواړي چې په روسي لښکرکوټونو کې د سرتيرو له ژوند څخه لېدنه کتنه وکړي، هغوی ته په ټينگه امر شوی چې که زړه يې وغواړي يا ونه غواړي بايد له ځانه خوښي او خوشحالي را څرگنده کړي دغه امر نه يوازې په سرتيرو پلی کيږي بلکه د هغوی افسران دې هم ورته کار وکړي او يادې په چوپه خوله د خپل دسپلين په اډانه کې پاتې شي."
په ۱۹۸۱ او ۱۹۸۲ زکلونو کې د [تورخم] د عملياتي پلان په اډانه کې د پاکستان په اړه ايراني مشرتابه ته په پرله پسې توگه بې لارې کوونکي مالومات ورکول کيدل چې پاکستان د افغان کډوالو له لارې بلوڅي او عربو بيلتونپالو ته ورسلې ورليږي چې د خوزستان، سيستان او بلوڅستان په ولايتونو کې دولتي ضد پيښې او وسله والې پارَونې رامنځ ته کړي.
د افغانستان په ملاتړ يوه شپې پاڼه په هېوادنۍ او پراخه کچه د ايران د ملت د غيږ نيونکو د ملي ادارې له خوا وگرځول شوه او ويل يې چې د افغانستان په وړاندې دې د ايران او پاکستان پارَوونې بندی شي.
د ۱۹۸۲زکال د مې د مېاشتې په دويمه نيمايي کې د " زهر" د شپې پاڼې عمليات په پاکستاني بلوڅستان کې تر لاس لاندې ونيول شول چې د ضياالحق پر راپرځولو يې غږ کاوه. د افغان د ځانگړواستخباراتو د څانگې [ايس جي ای – سگي] د جاسوسانو له لارې ۹۹۰ شپې پاڼې خپرې شوې. د بلوڅانو د يوه ټبرد مشرانو په منځ کې د سگي يوه جاسوس وکولای شول چې د يوه مشر د ډاډ وړيو سړی راخپل کړي او د ايراني ريال د ورکړې په بدل کې د کويټې او ايرانې پولې تر منځ د زاهدان د ريل په پټليو کې شپې پاڼې وشيندي. جاسوس وويل چې د نوموړي سړي کسانو د شپې پاڼو عمليات پلي کړل او دوی د يوه سړي له پلوه دغه کار ته را گومارل شوي ول چې غه سړی د ايران په سيستان کې د بلوڅانو له توکم څخه د يوه مشر ملگری وو او دغه سړي شپې پاڼې او پيسې خپلې عملياتي ډلې ته ورکړﺉ او ورته ويل شوي ول چې چوپه خوله دې پاتې شي او دغه خبره دې خپلو افغانو ملگرو ته ونه کړي. د سگي يو بل جاسوس چې پټ نوم يې " محمد خانو" وو او د "فدا" د يوې کوشنۍ ډلې مشري يې کوله، خپل دوه تنه د ډاډ وړملگري استوي چې د کويټې د سکرکورټ [سـَـکـَر] په سيمه کې شپې پاڼې وشيندي.هغه د لگښت لپاره ايراني ريال ورکړل او ويې ويل چې پيسې يې د ' يوه ايراني په غوښتنه' اخيستلي دي ، او څرگنده موخه يې دا وه چې د نورو بخششونو هېله هم وکړي'. په دې توگه د عملياتو د اصلي مخ لا پټېدلو ته ښه لاره وموندل شوه او په حيقيت کې د بهاندو اوبو مخ ته داسې ډنډ را جوړ شو چې څاڅکی به هم ورڅخه بې ځايه ونه بهيږي ځکه که د عملياتو پلي کوونکي ونيول هم شي هغوی د زياتولو لپاره څه نه لري او د سپڼسيو د جړشوي غونډارې د تار د سر را موندل نا شونی کېده.
په ۱۹۸۰زکال کې د افغان کډوالو پروړاندې د کي جي بي د لاندينۍ شميرې جاسوسان په عملياتو کې را ښکېل ول: په پاکستان کې ۸، په بنگله ديش کې ۶، په هندوستان کې ۱۲، په افغانستان کې ۱۲.
په بريتانيا کې کې جي بي د پاکستاني کډوالو د يوه مشرپه لټه کې شوه، په فرانسه کې دغې ادارې يو بلوڅی مشر لټاوه او موخه دا وه چې د هغوپه مرسته په گډه عمليات را پلي شي.
د کي جي بي د فعاله اقداماتو په لړ کې يو پلان ترلاس لاندې ونيول شو او موخه يې د هند – پاکستان د اړيکو په پرمختگ کې د خنډ رامنځ ته کول ول او کره موخه دا وه چې د پاکستاني مشرتابه په هغې هڅې کې ناکامۍ رامنځ ته شي چې غوښتل يې له هندوستان سره خپلې اړيکې پراخه او له هندوستان سره په گډه پوله کې د تاو تريخوالی کچه راټيټه کړي.
د خنډ د رامنځ ته کولو موخه وه چې که پاکستان يوه شيبه وخت ترلاسه کړي نو په هوساينې به خپله مخه افغاني لانجې ته را واړوي او په نړيواله کچه به د افغانانو په لانجه کې د شوروي اتحاد د لاسوهنې په تړاو شوروي ضد گامونه را اوچت کړي. په ۱۹۸۱زکال کې [ د فبرورۍ له ۹ تر ۱۳ نېټې پوري د ناپييلتوب د غورځنگ په غونډه کې ] د [افغان د بهرنيو چارو وزير "دوست" محمد] دوست سفر نوي ډلي ته په ناکامۍ پای ته ورسېد؛ [په همدغه کال کې د جون په مېاشت کې اسلام آباد ته د هندوستان د بهرنيو چارو د وزير پ. وي. نارا سيما [شرما –ژ] سفر پايلې را ونه زيږولې. مهمه دا وه چې هندي سياستمداران دې ته را ډاډه شي چې له هندوستان سره د اړيکو پرمختيا ته د پاکستان ليوالتيا يوازې يوه تاکتيکي مانور يا خوځښت دی، ځکه پاکستان په هندوستان کې د خپلې خوښې وړد بې ثباتۍ د رامنځ ته کولو په موخه د ورانکارو په راټولولو او وسله والو کولو غوښتل وخت تر لاسه کړي اوبيا له همدغه رامنځ ته شوي اړوپيچه وکولای شي د کشمير د ستونزې د حل لپاره د هوارۍ لاره را پيدا کړي.
په ملي کچه يو لاسوندی چې سرلېک يې د " هېگ ميمورنډم يا د هاگ يادښت لېک" وو راجوړ شو. ددغه لاسوندي پاخه ټکي دا ول:
[،،] – امريکا په پام کې لري چې پاکستان د ايران په بندرونو، د افغانستان په ډيموکراتېک جمهوريت او د هندوستان په سمندرکې د نړيوالې آزادې سوداگرۍ لپاره په يوه پاخه مورچل را واړوي ترڅو د هند په سمندر کې د هندوستان د زبرځواکۍ د مخکښې ټټروهنې مخه را ونيسي.
- امريکا چمتو ده چې پاکستان ته الوتکه وړونکي بيړۍ ورجوړې کړي (يوه يا دوې الوتکه وړونکې بيړۍ به په پور ورته ورکړي) چې د تم کېدلو ځايونه به يې په گوادر کې وي او د کراچۍ د بيړيو د لنگر اچولو څنگيز بندر به نورهم ورته وروغځوي.
- د ریگن اداره د ضياالحق د هغو هڅو هرکلی کوي چې له مخې به يې د هندوستان په وړاندې د ښه چال چلند چاپيريال رامنځ ته شي، خو له دغې په وريځو کې پټې اورښتونې خبرې څخه هېڅوک سترگې نه شي پټولای چې تر هغه مهاله چې انديراگاندهي د واک پرگدۍ ناسته وي نو ډيلی به د شوروي پلوي سياست کرښې ته ليواله وي.
- پايله دا سوه چې: د واشنگتن – پيکينگ – اسلام آباد د درې څنډيز په گډو هڅوکې د هندوستان ددولت په بې ثباته کولو کې د يوې شيبې لپاره هم دَرېدنه يا بَسېدنه دې منځ ته رانه شي.
- امريکا چمتو ده چې پاکستان ته د اې ډبليو اې سي ايس [په هوا کې د خبردارۍ او په خپل سر چلېدونکې څارونکي جوړښت لرونکو] پوځي الوتکو په برابرولو کې د پاکستان پرغوښتنې غور وکړي چې له نوموړو الوتکو څخه د هندوستان په پوله کې گټه واخلي او له هغه څخه پخه موخه دا وه چې د نوموړو الوتکو په ورکړې به د امريکا، چين او پاکستان ترمنځ د مالوماتو د راټولولو او د يو بل ترمنځ د مالوماتو گډولو ته لاره را پرانيستل شي. [،،]
په ډيلي کې د کي جي بي ميشتې څانگې وموندل چې د ۱۹۸۱ زکال د فبرورۍ د مېاشتې له ۹ تر ۱۳ پورې د ناپييلتوب د غورځنگ د بهرنيو چارو د وزيرانو په کنفرانس کې، د غورځنگ د ښي لاس برخې غوښتل او هڅه يې کوله چې شوروي ضد شعارونه راپورته کړي او په برلاس د افغانانو لانجه او د کمپوچيا ستونزه د دغو شعارونو تر مترکولاندې ښه و ټــَکــَوي.
[،،] هڅه وشوه چې د سوسياليستي هېوادونو په تړاو هغه پوهـَـنـلېدتـوگه ( تيزس) چې گڼې هغوی د ناپييلتوب د غورځنگ طبيعي ملگري دي را بې اعتباره کړي او شعارونه راپورته شول چې د ناپييلتوب غورځنګ پنځدوی يا طبيعي ملگري او ټلواله نلري خو پنځدويه دښمنان لري او هغه نوي – نيواک (نيو کلونياليزم) ،توکمپالنه ( ريسيسم)، پانگوالي ( امپرياليزم) او لوړتياپالنه (هژمونيسم) دي. يوگوسلاويا او شمالي کوريا د غورځنگ په ښي اړخ کې ډه ډه ولگوله. د ناپييلتوب د غورځنگ يوازيني رښتوني او پرمختلونکي جنگيالي ځواکونه کيوبا او ويتنام ول.
د غورځنگ د ښي لاس څانگې د يوه ډونډ يا اعلاميې د لېکنې په راکاږلو له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو دوتلو پرسرټينگار کاوه (دا يې منلې وه چې د شوروي د ځواکونو نوم به په ډونډ کې نه اخلي). افغانستان ، انگولار، ايتوپيا او د يمن د وگړو ديموکراتېک جمهوريت سم چمتوالی نه درلود او له ځانه يې د غورځنگ د جنگيالي مخ سم راڅرگند نه شوای کړای. [،،]
په ډيلي کې مېشتې د کې جي بي د څانگې غړي پروخوروف چې [ د گينادي افاناسييچ واومين تر نامه لاندې په ډيلي کې کار کاوه وروسته د تورنجرالۍ په رتبه د ايف سي دي د څانگې د ۱۷ ديپارتمنت مشروټاکل شو] [ د ۱۹۸۱زکال د مې د مېاشتې د پينځمې نېټې په خپل ۱۶۶۹ شميره تيلگرام کې] په خپل نوښت د فعاله اقداماتو د پلي کولو لپاره يو وړانديز رامنځ ته کړ. نوموړی دغې بې لارې کوونکې پايلې ته رسيدلی وو چې : ددې لپاره چې د ببرک کارمل رژيم په افغانستان کې د واک پرگدۍ ژوندی پاتې شي نو د هند او پاکستان ترمنځ جگړه به د شوروي اتحاد په گټه وي او هغوی بايد همداسې يوه لور ته راوکاږل شي. ديپارتمنت نه يوازې دا چې په بهر کې خپل ميشت غړي ته د هغه ددغسې يوې خړسرۍ په ځواب کې د هغه غوږونه ور تاو نه کړل بلکه د نوموړي وړانديز يې د کې جي بي د ايف سي دي جغرافيوي ديپارتمنت او د شوروي اتحاد د بهرنيو چارو وزارت ته وروليږه.
د فعالو اقداماتو په اړه د هر عملياتي مأمورد هر نوښت پلي کېدل را وهڅول شول. د موضوع يا سکالو په تړاو د بهرميشت څارکښ ليدتوگه اود کړنې څرنگوالی وروسته د وړانديزونو په ډول له مرکزه نورو بهرميشتو څانگو ته په اسلام آباد او تهران کې وليږل شوه. د [الف] خدماتي څانگې له خپلو غړو څخه د هندوستان – پاکستان د اړيکو د لا خرابيدا د څرنگوالي په اړه پوښتنې کړې وې. په تهران کې د [شابروف] په نامه يو ټيلیگرام وليږل شو او له هغه "د ايران – پاکستان د خړو پرو اړيکو په اړه د نظر غوښتنه شوې وه چې دا به په خپله کې جي بي ته د ايران او پاکستان د اړيکو په لا خړپړولو کې او يا هغو ته د لارو چارو د موندلو په تړاو بله لاره پرانيزي ان تر دې کچې چې دواړه هېوادونه د اړيکو د خړپړتيا له چاپيرياله د دښمنۍ تر کچې د يو بل په وړاندې را ودروي. د تيلگرام په پای کې د ديپارتمنت مشر تورنجنرال م. ک. پولونيکلاسلېک کړی وو. د ۱۹۸۲زکال د جنورۍ د مېاشتې په ۱۲ نېټې همدې ته ورته غوښتنه د اسلام آباد په پته چې د اوولسم ديپارتمنت مشر تورنجنرال نيکيشچوف (کاري نوم يې: ميشين وو) لاسلېک کړی وو، ولېږل شوه. له دغو خبرو څخه يو بل وړانديز را وزيږېد :" د پاکستان او ايران ترمنځ اړيکې ښايې په ډير حساسو ټکو کار وکړي او کېدلای شي دغه اړيکې ددوې ترمنځ ډيرې خړې پړې شي ان تر دې کچې چې له يو بل سره بربنډې دښمنۍ ته را ووځي، او دا به په خپله په سيمه کې زموږ د خدماتي موخو د ترسره کولو لپاره گټورې را پريوځي."
د دواړ و تيلیگرامونو لومړنې بڼه د [الف] د څانگې مامور [الکسين] لېکلې وه.
په ډيلي او کولمبو کې د کې جي بي د ميشتو څانگو د څارگرو له لارې دغې څانگې وکولای شول د ايف سي دي د [الف] د خدماتي څانگې مالومات په هندوستان کې په لوړو پوړو کې د کې جي بي د ځای پرځای شويو چارواکو غوږونو ته ورورسوي. په ډيلي کې يوه څارگر(چې پټ نوم يې "وانو") او خبريال وو، دغه مالومات يې سروزيرې ميرمن انديرا گاندهي ته ورسول.
د ۱۹۸۱زکال د سپتامبر په مېاشت کې نوموړی پاکستان ته واستول شو.د [الف] خدماتي څانگې هغه ته د افغان د لانجې پرسر مالومات وربرابر کړل، او هغه بايد د پاکستان د ادارې استازو ته رسولي وای اودنده ورکړل شوې چې له راستـنېـدلو وروسته تر لاسه شوی پيغام دې د هندوستان مشرتابه ورسوي او بيا دې د هند په رسنيو کې را خپور کړي. مرکز اجازه ورکړه چې راليږل شوي مالومات دې لږ نور هم سم کړلای شي او د جاسوس د کتنې د سفر په رڼا کې دې سمونې پرې ورزياتې شي، خو دا داسې بريښېدل چې شخصي اړخ پکې برلاسی ولري او له پاکستاني ادارې څخه په ځانگړې توگه له ضياالحقه د هندوستان د مشرتابه کرکه ډيره تر سترگو کېدله. ددې لپاره چې خبريال په راتلونکې کې پاکستان ته د خپلو شونو سفرونو په وړاندې خنډونه رامنځ ته نه کړي نوموړي د خپل کار په خپرو شوېو برخو کې له ډيرې پام لرنې او هوښيارۍ څخه کار اخيستای وو او رمزونه يې په قاعدوي او نه سپړېدونکې بڼه جوړ کړي ول.
د اکتوبر په مېاشت کې له پاکستانه د خپلو راستنيدلو پر مهال نوموړي څارگر له ميرمن گاندهي سره غونډه درلودله او هغې ته يې د افغانستان د سکالو په اړه د کې جي بي گامونه په تفصيل وويل.
[،،] هغه څه چې پاکستاني مشرتابه وويل او که په ځير ورته وکتل شي نو په پاکستان کې د افغان کډوالو شتون د ضياالحق ادارې ته گټور ول ځکه هغه ته يې دا وسه وربخښله چې له امريکا، چين، سعودي عربستان او نورو څرگندو هيوادونو څخه د هغوی په نامه لا زيات مرستندويه توکي او وسلې ترلاسه کړي. خو ددې ترڅنگ افغان کډوال د اسلام آباد لپاره د يوه سرباري تاو تريخوالي سرچينه وه ځکه د پاکستان بومي اوسېدونکو په خپله له هغو کوم توپير نه درلود چې د هغوی ايلبندونه او پووندې او د پووندې ځمکې، د هغوی اوبه او خوراکي دانه باب کډوالو کارول.د يو شمير پوځيانو د لېد توگې پربنسټ د پاکستان – افغان د پولو ترمنځ به تاو تريخوالی تر هغه وخته دوام ومومي چې پاکستان په بشپړ ډول خپل پوځ له سره سمبال او له سره يې په ډيرو پرمختللو وسلو وپنځوي. داسې نښې نښانې را څرگندې شوي چې د ۱۹۸۲زکال د جنوري له مېاشتې وروسته به امريکا اسلام آباد ته د ايف – ۱۶ جنگي الوتکو لومړنې ډله او د گزمې کوشني بيړۍ چې په ايم - ۱۱۳ " هاوک" توغنديو به سمبال وي ورکړي. له دې امله سړي کولای شي د وخت او د سيمې د سياسي تومنې په پام کې نيولو سره و انگيري چې د پوځ په وسلو له سره پنځول هېواد پوځي کولو "ميليتاريزم" ته په بيړه را کاږي او د هغه تر څنگ دغه هېواد په خپله په يوه تيري کوونکي هېواد اوړي چې د امريکا، چين او نورو اسلامي ارتجاعي رژيمونو د گټو او موخو په پلي کولو کې به ورڅخه گټه واخيستل شي....[،،]
په کولمبو کې د کې جي بي د بهرميشتې څانگې يوه څارگر د سريلانکا د خبريالانو په منځ کې په سريلانکا کې د هندوستان له عالي کمشنر تي. سيري ابراهام سره اړيکه درلودله. هغه د ايف سي دي د [الف] د خدماتو د څانگې مالومات ابراهام ته ورسول او نوموړي وروسته په دې تړاو خپله نه ناکامېدونکې ليوالتيا ورڅرگنده کړه. له دې امله د ۱۹۸۱زکال د جنوري د مېاشتې په لسمه نېټه په يوې عادي غونډې کې دغه څارگر نوموړي ته د هندوستان د گټو د راڅرگندولو لپاره په هندي سمندر کې د امريکا د يوه شل کلن پلان په تړاو مالومات ورکړل او ورته په ډاگه يې کړه چې امريکا غواړي په هندي سمندر کې برلاسۍ راخپل کړي. ابراهام وويل چې د جنوري په ۱۲ نېټه د هندوستان د بهرنيو چارو د وزارت سکرتر اي. گونسالويس سريلانکا ته د يوه سفر لپاره راځي او دغه مالومات به هغه ته په لاس ورکړي.
ددغه ډول مالوماتو ور تيرېدا ته " د ځانگړو مثبتو اغيزو د شيندلو تگلاره " وايي. په دغه ډول تگلارې کې کاږه مالومات هم گډون لري او کېدای شي د مالوماتو بڼه او تومنه له هر ډوله وي، او يا کېدای شي بې لارې کوونکې مالومات وي، دغه ډول مالومات په دې بڼه جوړ شوي دي چې پر دولتونو، گوندونو، ځانگړو سياسي څيرو، پر يوې ټولنې او دولتي چارواکو د اغيزو د ور شيندلو لپاره د خبرو اترو په مهال د څارگرو، د بهرنيو پټو اړيکو، څارگرو مأمورينو، د شوروي اتحاد د تابعيت لرونکي يوه څارگر او يا د شوروي اتحاد د يوه شرکت له لارې ورسول کيږي. د " ځانگړې مثبتې اغيزې" تگلارې مخکې له مخکې خپلې فرضيې سنجولې وي او د خپل کار لپاره په پرله پسې ډول فرضيې را سپړي، په پرله پسې توگه د هغو پايلې او د راپورته شويو گامونو په وړاندې د غبرگونونو راڅرگنديدل په ځير څيړي.
کې جي بي له هنگريانو سره په گډه چې د هندوستان له يوه نامتو خبريال سره يې په ويانا کې اړيکه درلودله د فعاله اقداماتو عمليات تر سره کړل؛ هغوی نوموړي ته د کې جي بي، بې لارې کوونکي مالومات په لاس ورکړل چې په رسنيو کې يې تر خپل نامه لاندې خپاره کړل.
د " اوټو پالما" تر پټ نامه لاندې يو بل هنگري څارگر په کار واچول شو چې د لوېدېزو هېوادونو کړيو ته کاږه کړل شوي مالومات ور تير کړي. د [ الف] د خدماتي څانگي د پام وړ مالومات د هنگري د څارگرې ادارې د بې لارې کوونکو مالوماتو د څانگې مشر[جوسان] ته د پلي کولو لپاره ور وليږل شول.
په پاکستان، ايران او هندوستان کې د کې جي بي ميشتو څانگو ته لارښوونه وشوه چې د رسنيو د هر ډول گزارش په وړاندې چې د کولمو د ناروغيو د راپارولو په اړه وي کلک غبرگون راڅرگند کړي اود " تاراکاني " [ ورږو – د ورږو مورينه– گړندۍ – کيکيو ډول خزنده ده- مادر کيک] تر نامه لاندې د پيچلو فعاله اقداماتود يوې برخې په توگه دې د امريکا د بې اعتباره کولو لپاره خپلې لېد توگې مرکز ته راوليږي. دا د لاهور له طبي مرکز سره نښتې د يوې امريکايي کمپنۍ او د هغې د کارکوونکو د بې اعتباره کولو لپاره په پام کې نېول شوي ول او عميات ددې لپاره پلي کېدل چې د کمپنۍ کار له ناتو او امريکا سره د کيمياوي او بيولوژيکي وسلو د جوړولو په تړاو را ونښلول شي. د ۱۹۸۱ او ۱۹۸۲زو کلونو په اوږدو کې وخت په وخت د هندوستان، ايران، بنگله ديش او لبنان په رسنيو کې مواد را څرگندېدل اوويل کېدل به چې د امريکايي کارپوهانو په مرسته او ښکېلوالي په پاکستان کې د باکتريالوژيکي وسلو د جوړلولو لپاره چمتووالی تر لاس لاندې نېول شوی چې د افغانستان، ايران او هندوستان په ورانولو کې به ورڅخه کار را واخيستل شي. [،،] د انساني کولمو د ناروغيو پيښې د پشين، سرخاب، مسلم باغ او افغانستان ته په ورڅيرمو سيمو کې او د څارويو د وُبا او ليږدېدونکو يا ساري ناروغيو پيښې د هندوستان په لويديزه برخه ( د پنجاب د ولايت د هرنايه او په جمو او کشمير او راجستان کې) له پاکستانه د را کډوال شويو او را کوچيدلو انسانانو او څارويو په منځ کې ولېدل شوې او ټول يې د امريکايي کارپوهانو له پلوه په پاکستان کې په دغو ناروغيو اخته شوي ول. ډيري وختونه د څارويو د روزلو لپاره يو شيمر څاروي روزونکي توکمونه له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته په افغانستان، ايران او هندوستان کې په کلنۍ او موسمي توگه کډوال کيږي چې له ځان سره د ليږدېدونکو نارغيو نوي ډولونه راوړي او دغه راوړل شوې ناروغې په هغو ځايونو کې خپروي چې هلته دَمه کيږي ، خو له همدغې پېښې څخه د امريکايانو او پاکستانيانو موخه دا وه چې دا به په همدغو هېوادونو کې اله گوله، گډ وډي او ډول ډول پريښانۍ را وپاروي.
[،،] په ايران کې ډنډورې راخپرې شوې چې امريکايان په پاکستان کې شيعه گان د گينايي خوکانو په څير په کيمياوي لابراتوارونو کې تر ازموينو لاندې نيسي چې له مخې يې پر انسانانو باندې د کيمياوي او باکتريالوژيکي جوړو شويو توکو اغيزې وڅيړي او له امله يې د هغوی يو گڼ شمير يا مړه شوي او يا گوزڼ وهلي دي. ډنډورو به ويل چې دا د پاکستاني رژيم پريکړه وه او امريکايان يې پريښودل چې پر انسانانو دغسې ازموينې تر سره کړي او دا څرگندوي چې پاکستانی مشرتابه په ښې هوښيارۍ د شيعه له را پاريدونکې ويرې څخه خبر دی او دغه ويره سيمه يزو شيعه گانو مشرتابه ته لا وختې ورڅرگنده کړې ده نو له دې امله مشرتابه پريکړه وکړه چې د خپل کورني پياوړي دښمن له سرخوږاوي څخه ځان را خلاص کړي. [،،]
[،،] په همدغو هېوادونو کې داسې گامونه را پورته شول چې د نړيوالې روغتيا اداره پرې را خبره کړي او ټينگار کېده هغه امريکايي کارپوهان چې پاکستان ته تللي دي د هغو د فعاليتونو په اړه دې پلټنې وشي او په دې تړاو دې يو کميسيون ته دنده ورکړل شي چې پرانسانانو او څارويو دې د آزموينو هغه لابراتوارونه را وپلټي چې د کيمياوي او باکتريالوژيکي وسلو د فابريکو په توگه ورڅخه کار اخيستل کيده.
[،،]په کابل کې رسنيو، راډيو او ټلويزيون خپرونې تر لاس لاندې ونيولې او په هغو کې يې د پاکستان له خاورې څخه په گټه اخيستنې نوموړو هڅو ته نغوته کوله او ټينگار يې کاوه چې په پاکستان کې د افغانستان، ايران او هندوستان په وړاندې د باکتريالوژيکي وسلو د جوړولو لپاره ويرونکې ازموينې تر لاس لاندې نيول شوي دي. [،،]
[،،] په ډاکه کې د ورځپاڼو يو شمير ليکنو د ډاکې او د نوروښارونو په روغتونونو کې د نس ناستې يا اسهال او د نړيوالوناروغيو د څيړنې د نړيوال مرکز تر سيوري لاندې په هيواد کې د امريکايي کارپوهانو د ازموينو په اړه د رښتونو پلټنو پرغوښتنې ټينگار وکړ[،،]
کې جي بي په دغو هېوادونو کې د امريکايي باکتريالوژيکي خدماتو په تړاو بريالې شوه چې ټولنيز نظر په سمبال شوې توگه د امريکايانو په وړاندې را وپاروي. له پاکستانه د باکتريالوژيکي لابراتور مشر وشړل شو. د هندوستان دولت د هندو- امريکا د روغتيا ساتنې گډ کميسيون او د کولمو د نارغيو په اړه د آسيايي کنفرانس چارې چې تابيا يې په هندوستان کې په پام کې نيول شوې وه وتړلې.
د ۱۹۸۲زکال د فبرورۍ د مېاشتې په ۱۱ نېټې په کراچۍ کې خپرېدونکې ورځپاڼې " ډيلي نيوز" په واشنگتن کې د خپل خبريال له خولې د پاکستاني چارواکو د هغې پريکړې په اړه گزارش خپور کړ چې له مخې يې يو امريکايي ډاکټر د ماريليند د پوهنتون سيانس پوه ډاکټر ديويد نيلين چې د لاهور له طبي مرکز سره يې تړاو درلود له هېواده وشاړه. نيلين وويل چې دده د شړلو لامل د هغه د پاکستاني ملگرو د دروهو يا دسيسو له امله رامنځ ته شوی دی.امريکايانو وويل چې د ډاکټر نيلين د بدغوښتونکو او بې لورينو کسانو په ډله کې پوهاند سلام خان او برېد جنرال م. الف. چوهدري گډون لري. کې جي بي د پاکستاني طبي پوهانو له خوا د بربنډو راڅرگندو شويو غندنو اود امريکا يي ضد ليکنو پربنسټ چې د امريکايي کړنو غندنه يې د نړۍ د ډيرو هېوادونوپه رسنيو کې په ترخې ژبې کـَـرلې وې ، ټولې يې د روغتيا د نړيوالې ادارې مرکزونو ته د غاولېکونو (احتجاجيه لېکونو) په توگه ور وليږلې.
د ۱۹۸۲زکال د فبرورۍ په مېاشت کې د شوروي ادبي مجلې " گزيت" د [زه اندروپوف] تر لوی سرلېک لاندې يوه لېکنه خپره کړه او تر سرلېک لاندې لېکل شوي ول: " د مرگ زيږونې ماشين". دا د لاهور د څيړنيز مرکز په اړه د کې جي بي د بې لارې کوونکو مالوماتو پرځای يو ځواب وو.
د ۱۹۸۲زکال د فبرورۍ د مېاشتې په ۲۷ نېټه " پراودا" گزارش ورکړچې هندي چارواکو د هندو- امريکايي د ورغتيا ساتنې د گډ کميسيون غونډه او د کولمو د نارغيو په اړه آسيايي کنفرانس را فسخ کړ. هغوی دغه فسخ کول په پاکستان او بنگه ديش کې د امريکايي کارپوهانو د هغې څيړنې په کړس کې وکړل چې د باکتريالوژيکي وسلې د جوړولو په اړه يې د يو شمير توليد شويو تجربوي توکو څيړنه تر لاس لاندې نېولې وه. د "پتريوت " د ورځپاڼې د گزارش پربنسټ د هندوستان د کورنيو چار وزير په پام کې درلودل چې په هندوستان کې د امريکايي پوهانو او ډاکټرانو په اړه ځانگړې پلټنې ترلاس لاندې ونيسي. د بنگله ديش چارواکو هم په خپل هېواد کې غوښتل د تش په نامه د نړيوالو څيړنو د انستيتيوت د چاروپه اړه چې بيلگه يې په لاهور کې د ډاکټرنيلين ترمشرۍ لاندې يو څيړنېزمرکز وو ، پلټنې راپيل کړي. [ياددښت: 'پتريوت' اونيزه ژورنال، په ډيلي کې د کې جي بي د ميشتې څانگې له خوا څارل کېده].
د ۱۹۸۲زکال د فبرورۍ په ۲۳ نېټه پاکستانۍ ورځپاڼې [ډان] د امريکا د ملي روغتيا د انستيتوت داستازو پاول احمد اودگلاس ويليام او د پاکستان د روغتيا وزير ډاکټر نصيرالدين جوگي زي ترمنځ دغونډې گزارش ورکړ.
ددغې غونډې په اړه رسنيو داسې ولېکل:
" له پاکستانه د ډاکټر د. نيلين د شړلو په اړه چې د ليږدېدونکو نارغيو د خپرولو په تړاو ېې ويروونکي ازميښتونه ترلاس لاندې نيولي ول يو امريکايي طبي پلاوی په بيړه اسلام ته ولاړ اوغواړي د هغې اشواينې يا رسوايي پر خولې برغولی کښيږدي چې خېټه يې په ناڅاپه ډول د لاهور د طبي پلټنو د مرکز پرسررا وچاودېدله او هم غواړي پرپاکستان زور واچوي چې ددغه مرکز له پلوه د ټولوترسره شويو پلټنو کارپايلې چاته ورڅرگندې نه کړي. د امريکايي پلاوي مشري پاول احمد او دگلاس ويليام کوي. په پاکستان کې د امريکا د طبي کارپوهانو ناببره راڅرگنديدنه په خپله د واشنگتن دا ويره مني چې د ډله ييزې وژنې باکتريالوژيکي وسلې د نويو اجزأ وو د جوړولو په اړه به د تر سره شويو ازمېښتونو مختوروالی را بربنډ شي او په خپله په دې پايلې د منښتې گوته ږدي چې گڼې پاکستان په خپله امريکايانو ته اجازه ورکړې چې ددوی په خاوره کې ويروونکې تجربې ترلاس لاندې ونيسي او شوني به نه وي چې دغه وسله به د ايران، هندوستان او افغانستان پرضد وکارول شي. "
د ۱۹۸۲زکال د مې په مېاشت کې په پاکستان کې دامريکا د کيمياوي اوباکتريالوژيکي وسلو د ځای پرځای کولو په اړه له اسلام آباده په نيټه ييز ډول راخيستل شوي گزارشونه د هندوستان په رسنيو کې را خپاره شول.
" د گزارشونو پربنسټ چې له سيمه يزو پوځي سرچينو څخه موږ ته ترلاسه شوي دي څرگندوي چې په تيرو نيږدو وختونو کې د امريکا د کيمياوي وسلو جوړولو له فابريکو څخه چې په جاپان او د پاسيفيکپه سمندرکې په جانستون اتول کې ځای پرځای دي پاکستان ته کيمياوي [ري ايجنټونه] [څرگندوونکي : هغه کېمياوي ماده ده چې د نورو کيمياوي توکو سپيڅلتوب را څرگندوي او ازمويل کيږي- ژ] راوړل شوي دي؛ په پام کې ده چې دا توکي به په اسلام آباد، کراچۍ، لاهور، کويټې او پيښاور ته په ورڅيرمو سيمو کې را زيرمه شي. د سرچينو په وينا هغه څه چې د دغو ري ايجنټونو په ځانگړتياوو پورې اړه نيسي، هغو توکو ته ورته دي چې پخوا امريکايانو د ويتنام په جگړه کې کارولي ول. د همدغې سرچېنې په وينا، په پاکستان کې د امريکا د کيمياوي او باکتريا لوژيکي زيرمو را جوړونه په دې موخه ډيزاين شوې چې امريکا په بيړنۍ توگه غواړي خپل ځواکونه د آسيا په سويل او سويل لويديز کې په يوې پراخې سيمې کې په شوني توگه را پلي کړي.
د پاکستان په خاورې کې د کيمياوي او باکتريالوژيکي وسلو د جوړونې په اړه د واشنگتن او اسلام آباد ترمنځ د دوه اړخيزه پوهاوي پيلينزه نېټه د ۱۹۸۰زکال د اگست مېاشت ته ورگرځي اودا هغه مهال دی چې په پاکستان کې د امريکا د باکتريالوژيکي خدماتو فعاليتونه په رسمي ډول د يوه تړون له مخې راوغځول شول. د همدغه تړون د پينځمې مادې دويم بند امريکايانو ته په ځانگړې ټوگه په څرگنده دا حق ورکوي چې د امريکا د نړيوال پرمختگ د ادارې يا ايجنسۍ (يو ايس ايډ ايجنسي) له لارې کولای شي په ټاکلو او په پرله پسې وختونوکې د کارپايلې وڅيړي او د هغو د بيا او لا سماونې لپاره خپل وړانديزونه ورجوړ کړي. په عملي ډگر کې، دا په دې مانا ده چې امريکايان د پاکستان په خاوره کې ځان ته دا حق را گټلی چې په پاکستان کې د کيمياوي، باکتريالوژيکي او بيولوژيکي وسلو د جوړولو په اړه د څيړنو په ټولو اړخونو څار او واکمنۍ ولري.
ددغه ډول تړون جوړښت امريکا ته په يوه اړخيزه دا شوني وړتيا وربخښي چې د پاکستان په خاورې کې کيمياوي ري ايجنټان زيرمه او و يې کاروي. ددغې خبرې د څرگندې منښتې نښې د لاهور په طبي مرکز کې په هغو پيژندل شويو حقايقو او فعاليتونو پورې تړنه ليدل کېدای شي چې په هغو کې امريکايي کارپوهان د باکتريالوژيکي او کيمياوي وسلو په جوړولو کې ښکيل ول."
دغه ډول خپاره شوي توکي تاس راغونډ کړل او د شوروي اتحاد په رسنيو کې يې راخپاره کړل؛ درسنيو د مخپاڼو سکښتې د بې لارو کوونکو مالوماتوپه په کره يا اصلي بڼو را ډکې شوې ول.[د اخبارونو پرمخ په حواشيو کې دفعاله اقداماتو اصلي شکلونه خپاره شوي ول]. تريوې کچې خو رسنيود افغان وگړو په وړاندې د شوروي د پوځ د کېمېاوي وسلې د کارَونې په تړاو له لوېديزو ورځپاڼو او گزارشونو څخه اخيستنه کړې وه. د شوروي د پروپاگند او تبليغاتو خدماتي څانگو دغسې گزارشونه وغندل او په لېکنو کې يې تينگار کاوه چې د لويدېزرسنۍ د امريکا ترپخور يا فشار لاندې دي او پر امريکايانو يې تور ولگاوه چې دوی پر افغانانو کيمياوي وسلي کارَولي دي.
په پاکستان د کي جي بي ميشت څارکښ ، اکيم ته د کې جي بي د مشر يوري اندروف له پلوه د " تاراکاني" د فعالو اقداماتو د برياليو پلي کولو په وياړ يو مننلېک د سوغات په ډول ورکړل شو.
له ۱۹۷۷ تر ۱۹۸۱زکلونو پورې په کولمبو کې د کې جي بي د ميشتې څانگې د فعالو اقداماتوکار چې د کارمند گرينويچ په خپل نوښت ترلاس لاندې نېول شوی وو، مثبتې پايلې يې له څيړنې وروسته را وزيږولې: کارمند په ټولې هوښيارۍ د څارکښې ټول اړين اوزار وکارول، د څانگي ټول اړوند کارکوونکي يې راښکيل کړل او ددوی د جاسوسانو د کار گټه خورا زياته وه. د " لنکا" او " ترايبون" نوبتي خپرونې چې د څانگې تر څارلاندې وې د ستاينې وړ وگرځېدلې.
په ۱۹۸۰زکال کې د کې جي بي مشرتابه ته د ترسره شويو فعالو اقداماتو له ډلې څخه د ۱۳ په اړه يادونه شوېده. دا ډير پيچلي گامونه ول او موخه يې دا وه چې د افغانستان د ډيموکراتيکجمهوريت د دولت دريز په نړيوالې کچه را پياوړی کړي او هڅه کېدله چې د سيريلانکا په دولت او وگړو کې د کارمل څيره د يوې مثبتې څيرې په توگه را واړول شي. د غو عملياتو دومره وکولای شول چې د شوروي اتحاد د سيوسياليستي جمهوريتونوپه وړاندې د سيريلانکا استازي له خپلو پخوانيو گوت نيونو څخه را واوړي او يو منځمهالی دريز را خپل کړي او همدا شان پرافغانستان د شوروي د يرغل په اړه رسنۍ په خپل دريز کې نرمښت را څرگند کړي.
په ۱۹۸۰زکال کې د "ځوانو مسلمانو د ټولنې" تر دروغي "جعلي" نوم لاندې په کولمبو کې ۵۰۰۰ شپې پاڼې خپرې شوې چې د کارمل د دولت ملاتړيې کاوه او د افغانستان په وړاندې يې د امريکا او د چين د وگړو د ولسي جمهوريت اقدامات غندل. همدې ته ورته گامونه د غونډو، سيمينارونو، پريکړو او د خبرو اترو له لارې د اغيزو د شيندلو په بڼه کې را پورته شول.
د "سوترا" د ټولنې له لارې د سيريلانکا د ملي مرکز د آسيا د بودايانو د سولې د کانگرس له لارې د چين او پاکستان د سياستونو د غندنې په موخې يوه غونډه را وبلل شوه او په ترڅ کې يې د غيراتومي نړۍ د تړون پر پراخيدا زور واچول شو.
يو بل فعاله اقدام تر لاس لاندې ونيول شو چې په سيريلانکا کې د چين د وگړود ولسي جمهوريت " اومريکون" وغندل شو او غندن ليکونه د علمياتو په ډول په سيريلانکا کې د چين د وگړو د ولسي جمهوريت سفارت ته وليږل شول او په همدې ډول د چين او البانيا ترمنځ د بيلتون د پراخولو ، د امريکا ضد غندن لېکونه او د هند په سمندر کې د سولې د يوه زون د جوړولو لپاره دغوښتنې په تړاو د شپې پاڼو د شيندلو لړۍ ترلاس لاندې ونيول شوه.
د يوه څارکښ د مرستې له لارې د سيريلانکا – افغانستان د همکارۍ کمېټه راجوړه شوه: ددغې کمېټې له جوړولو څخه موخه دا وه چې د افغانستان په ډيموکراتيکجمهوريت کې د امريکا، د چين د وگړو د ولسي جمهوريت او د پاکستان لاسوهنې د ډله ييزو غونډو له لارې وغندل شي او په هيواد کې له انقلابي ريفرومونو څخه ملاتړ وکړي. کميټې د ولسمشر ضياالحق او د پاکستاني دولت د ورځپاڼې (ډان) پروړاندې د غاو لېکونو (احتجاج ليکونه) د راسمبالولوچارې هم ترلاس لاندې ونيولې. په دغو ليکونو کې په پاکستان کې د سي آی اې فعاليتونه او د افغانستان په ډيموکراتيکجمهوريت کې د امريکا، د چين د وگړو د ولسي جمهوريت او د پاکستان لاسوهنې وغندل شوې.
[،،]په کولمبو او کيندي [ د سيريلانکا يو مرکزي ښار- ژ] کې په افغانستان کې د پانگوالو ځواکونو د غندنې په تړاو سيمنيارونه را جوړ شول او ډيرې کږې اړول شوې [له مخکې ورښوول شوې] خبرې اترې تر لاس لاندې ونيول شولې چې افغانستان ته د گاونډيو هېوادونو له پلوه د جنايتکارو او په پيسو اخيستل شويوجنگياليو ډلو په وړاندې ولسمشر جې آر جېواواردين او سر وزير راناسينا پريماداسا اود واکمن گوند مخورې کړۍ او د بهرنيو چارو وزارت را وهڅول شي. په سيريلانکا کې د سياستپوهانو، دولتې چارواکو او مخورو ټولنيزو کسانو له پلوه د خبرو اترو له لارې د اغيزو د شيندلو خبرې اترې ترلاس لاندې ونيول شولې چې موخه يې د افغانستان او دهغه د گاوڼديو پرلور د جېواواردين پر دريزد اغيزو را شيندل ول. د جاسوسانو له لارې پر سوداگريزو او گروهينزو (مذهبي) ټلوالو او ډلو د اغيزو د شيندلو عمليات تر لاس لاندې ونيول شول او وهڅول شول چې د پريکړو او خبرتياوو له لارې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سوسياليستي جمهوريتونو له پاليسيو څخه ملاتړ وکړي. د افغان د سکالو په اړه د کې جي بي د ايف سي دي د [الف] د خدماتي څانگې له پلوه د " تريبيون"، لنکا گاردين" او د سيريلانکا د مرکز د بودايانو د سولې د دکانگرس په خپرونه کې لېکنې خپرې شوې. [،،]
د ۱۹۸۰زکال د جون په مېاشت کې په کولمبو کې لاندينې بې لارې کوونکي مالومات پاکستاني ديپلوماتانو ته ورورسول شول:
[،،] فرانسي ديپلوماتان د افغانستان په وړاندې د ضياالحق سياسي تگلارې ته له يوه ويرونکي اور سره د لوبې په توگه گوري. د کابل له نوي رژيم سره د نيغ په نيغه اړيکو په تينگولو کې ډيرې ځنډونې په اسلام آباد کې غملړلې پايلې را زيږولې دي. هندوستان په اسلامي نړۍ کې د ضياالحق سياسي تگلارې ته د يوه مخکښ مشر خو له زړه نا زړه او شکمنې ډکې تگلارې په سترگه گوري او په پاکستان کې درژيم د بدلون په اړه به خنډونه رامنځ ته نه کړي. امريکا د دغه رژيم پر پايښت گروهنه نه لري او د رژيم له مخالفينو سره يې د پټو اړيکو راټينگولو ته ملا را تړلې ده. [،،]
[،،] په همدې ترڅ کې په ډيلي کې پاکستانيانو ته وړانديز شوی دی چې د تش په نامه د ديورند د کرښې پرسر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو درښتوني ښه والي شونيوالی ليدل کېده او د اړيکوپه ښه والي کې د ځنډ د شيبې له لاسه ورکول دغه شونتيا تر سيوري لاندې راوستله. [،،]
[،،] په افغانستان کې د شوروي اتحاد د سوسياليستي جمهوريتونو او د شوروي د سرتيرو په وړاندې د سيريلانکا د نرم دريزو استازو او د رسنيو د منفي چال چلند په پام کې نيولو سره؛ ټول، دولت او په هېواد کې سياسي کړې دې ته را وهڅولې چې په افغانستان او د آسيا په سويل لويديزې سيمې کې د حالاتو او شخړو د حلولو په پلوي د شوروي وړانديزونو ته ليواله شي او له هغو پلوی وکړي. [،،]
د ميتروخين آرشيف د لاسوندي راټولونکی
واسيلي ميتروخين جوړونکی
يادښت لېکونه د لاسوندې بڼه
افغانستان، پوځي ځواکونه، افغانستان: په افغانستان کې سياسي چاپيريال، په افغانستان کې ټولنيزې ستونزې، هغه ته د شوروي مرسته، امريکايي ضد، دولتي ضد گامونه، د شوروي – عرب اړيکې، پټ عمليات، سايروس وينس، ټبرنۍ تگلاره، گلبدين حکمتيار، پانگوالي، هندوستان، څارکښيزه عمليات، منځنی ختيز، د غير اتومي نړۍ تړون، شوروي لښکرې، د امريکا لاسوهنې، د شوروي بهرنۍ تگلاره، د شوروي موخې، د شوروي څارکښيزه کړنې، په افغانستان کې د شوروي لاسوهنه، ډنډورې، د شوروي امريکا اړيکې، پرافغانستان د شوروي يرغل، په افغانستان کې د شوروي پرمختگ، شوروي اتحاد، د شوروي بهرنی سياست، له افغانستان سره د شوروي اړيکې، له هندوستان سره د شوروي اتحاد اړيکې، شوروي اتحاد، له شوروي اتحاد سره د امريکا اړيکې، شوروي اتحاد، د امريکاپه وړاندې ستراتيژۍ، يوري اندروپوف
سکالو : دغه لاسوندی دغه سکالو رانغاړي
د افغانستان ډ يموکراتيکجمهوريت، هندوستان، ايران، عراق، منځنی ختيز، پاکستان، پلستين، شوروي اتحاد، د انگلستان شاهي دولت، د امريکا متحده ايالات ښکېل هېوادونه
اړيکې
انگريزي په رسنيو کې د لاسوندې خپره شوې ژبه
د سړې جگړې د نړيوال تاريخ پروژه خپرندويه ټولنه
د سړې جگړې د نړيوال تاريخ پروژه خپرندويه حق
انگريزي خپرنيزه ژبه
3FF29963-ABFA-30E0-344EE1596C121EDF د لاسوندي پيژندونکې شميره
اصل متن : روسي: له روسي انگريزي ته او له انگريزي پښتوته ژباړه
________________________________________
سپتامبر ۲۰۰۸ رحمت آريا ژباړونکی
اخځ :
http://www.wilsoncenter.org/index.cfm?topic_id=1409&fuseaction=va2.document&identifier=3FF29963-ABFA-30E0- 344EE1596C121EDF&sort=Subject&item=Gulbuddin%20Hekmatyar