د دوستۍ لار (بشپړ کتاب)

  سريزه
 
د دوستۍ لار
( دانساني اړيکو او پر نورو د اغېزې کولو لارښود )
 
د دوستۍ لار ستاسو سره ډېره مرسته کولاى شي؛ ځکه د ژوند په اړيکو کې دعملي بېلګو پر اساس ليکل شوى او عملي درسونه پکې دي . دا کتاب ستاسو سره مرسته  کوي چې :
ü      پر نورو مو اغېزه  زياته شي ؛
ü      دوستان مو ډېر شي؛
ü      د نورو سره مو مسئلې په حکمت او هوښيارۍ هوارې شي؛
ü      له بېځايه تشويش او سودا ځان وژغورئ؛
ü      د کار په پيدا کولو کې بريالي شئ؛
ü      که ديوې ادارې مشري مو پرغاړ ه وي ښه يې چلوئ او که ترلاس  لاندې دنده مو وي؛ دخپلو مشرانو باور ترلاسه کړئ؛
ü      په کورني ژوند کې بريالي شئ؛
ü      په ټولنه کې ديوفعال ، مهم او ګټور  غړي په توګه خپل وړ ځاى ونيسئ؛
ü      يو ټولنيز او په معاشرت پوه شخص درڅخه جوړ شي. او ...
د همدغو ټکو په پوهېدلو موږ دا کتاب خپلې ملي ژبې ته راو ژباړه. د کتاب ژباړه ټکي په ټکي نه ده شوي؛ لومړي يو پراګراف  يا يوه موضوع لوستل شوې او بيايې مفهوم په خپله ژبه ليکل شوى دی . همدا راز که  په ځينو موضوعاتو کې مثالونه ډېر وو؛ موږ يې ځينې نه دي راوړي اويواځې ډېر مهم او ډېر عملي مثالونه مو ذکر کړي دي .
 
دا د دې ژباړې دوهم چاپ دی؛ چې په جلال آباد کې عبدالمجید مومند خپرندویه ټولنه یې خپروي . له دوی نه د زړه له کومې مننه کوم .
 
هيله ده دا کتاب ګرانو لوستونکو ته ګټور تمام شي؛ موږ په همدې نيت ژباړلى؛ چې ګټور راته ښکاره شوى دى؛ نو که خپل دغه مرام ته ورسېږو؛ لويه خوښي به وي. خپل سمونکي نظرونه، لارښوونې اومشورې به راباندې د مهربانۍ له مخې ولوروئ .
په مينه او درنښت
 
ډاکتر محمد ابراهيم شنيوارى
 
کابل، د ۱۳۸۹ کال د چنګاښ ۲ مه


 
 
 
دا کتاب ولې وليکل شو؟
 
٣٥ کاله کېږي، چې په امريکا کې دکتاب دچاپ دڅومره والي اوڅرنګوالي په باب له لويو خپرنيو موسسو سره اړيکې لرم؛ پوهېږم چې په دې موده کې يې تردوه سوه زرو عنوانو ډېر کتابونه خپاره شوي دي، خو دهغوى له لسونه ۹ برخې که د خپروونکي لپاره ګټه کړې وي، لوستونکي ته يې هيڅ ګټه نه ده کړې.
 
دې څېړنې ماته دا وښوده؛ چې يواځې ښه کتاب دخلکو د پام وړ ګرځي، او چې دې پايلې ته رسيدلى يم، نو پوهېږم چې کتاب ليکل ډېر زړور توب او جرات غواړي . اوس درته دا وايم  چې څنګه مې دغسې جرأت وکړ او د کتاب ليکلو تکل مې کړ؟ درته روښانوم يې: زه د  ١٩١٢ (د کتاب ليکلو له نېټې) را پديخوا هغو داوطلبانو ته ښوونه کوم؛ چې غواړي، د ښې وينا کولو او د خبرو د فصاحت  لاره وپېژني، دوى ته زه ښايم  چې څنګه روښانه او بې پردې له نورو سره وغږېږي، زما شاګردان دا زده کوي چې په سودا ګريزو  او ورته خبرو کې خپل مقصد بيان او ښه  نتيجه ترې واخلي.
 
د دغو ښوونو له ډېرې مودې مې دانتيجه واخسته: لکه څنګه چې ټول خلک د وينا ښې طريقې ته اړ دي، دغسې د انساني اړيکو او معاشرت په باب هم بايد پوه شي . ما په خپله پخوا د دې مسايلو زد کړې ته اړتيا درلوده؛ د دغې زده کړې په جريان کې پردې وپوهېدم چې په دې پاب یووړ کتاب نشته او همدا ددې سبب شو چې خپلې تجربې په مرحله اې ډول راټولې او وليکم .
 
تاسې چې د هرې طبقې ياست، سوداګر، ښوونکې، انجينر، ډاکټر، پلورونکى او يا حتى دکور مېرمن؛ دې ته اړ ياست؛ وپوهېږئ چې دوستانو سره څه ډول راشه درشه وکړئ . تاسو ته په زړه پورې وي چې د کارنګي موسسې له خوا ديو انجينر د 100% بري د څرګندولو لپاره يوې څېړنې دا وښوده چې ددې انجينر دبري لپاره دده پوهه  او سواد په سلو کې ۱۶٪ رول لوبوي اوپه سلو کې٨٥٪ پاتې له نورو سره دده دسلوک او برخورد او راشه درشې رول مهم دى .
 
تاسو به هم که په علمي ډول نه وي؛ په تجر به  به موميندلې وي چې هغه څوک په ژوند کې ډېر بريالى وي چې تر نورو ډېر ټولنيز او معاشرتي وي . ماپه خپلو شاګردانو کې ١٥٠٠،انجينران لرلې دي؛ ددوي ټولو په ويناهغه څوک چې ډېرې پېسې لاس ته راوړ ي؛ دډېرو معلوماتو کسان دي .کېداي شي ېو انجينر ډېر معلومات ولري؛ خو خجالت او شرم ېې مخه نيسي چې له نورو سره سم او معقول معاشرت وکړي او خپله پوهه او هنر وځلوي .
 
د مشهور مېلونر راکفلر دوينا په راوړنې نورې ډېرې خبرې چې مې بايد په دې سريزه کې  راوړى واى، پرېږدم، او د کتاب له مطالبو نه دګټې اخستو لارې درښايم .
 
(که ښه را شه  درشه  اوسلوک داخستو  اوپلورلو شى وي؛ زه حاضريم، چې څو زره ټنه شکره او ککو ورکړم او لږ ترې واخلم؛ ځکه پوهېږم  چې ښه معاشرت پر نورو څومره اغېز لري او همدا تېرېدونکى اغېز څومره د هغوى په اداره کې اغېزمن دى...)
 
بل ځاى وايي : دښه مدير کېدو يوه لاره داده چې په معاشرت کې بريالي واوسو اوپر نورو  ښه اغېز پرې باسو...) لنډه يې وايم، دا چې په امريکا او حتى  نړۍ کې يوه مدرسه او ښوونځى هم دښې وينا اوله  خلکو سره د ښه سلوک درس نه ورکوي او خلک يې زده کړې ته سخته اړتيا لري؛ نو ځکه  مې جرآت وکړ او داسې کتاب  مې وليکه. .
 
هيله من يم له دې لارې مې هغو کسانو سره وړ مرسته کړې  وي، چې اړتيا ورته لري.
 
له دې کتاب نه د ښې استفادې لپاره نهه وړاندېزه:
1.      که غواړئ له دې کتاب نه ډېره ګټه واخلئ، بايد ذاتي استعداد ولرئ چې د هر کار لپاره پکاردي. که له دې اساسي او بڼسټيز شرطه برخمن نه ياست، په زرګونو قاعدې به مو هم پکار نشي، له بلې خوا که دغه ذاتي محبت در پکې وي، له مطالعې پرته به اريانېدنکيو بريو ته ورسېږئ، دا اړين او معجزه اى شرط کوم دي؟ دا ديا دولو ژوره مينه اوپياوړې او نه ماتېدونکې اراده ده چې د خلکو سره په راشه درشې اوسلوک کې يې د ښه والي دراوستلو لپاره لرئ ، دا انګېزه څنګه ځان کې توليدولاى شئ؟ ځان ته تل ددې ټکې په يادولو چې دې کتاب کې ياد شوي اصول ماته څومره اهميت لري، دا حقيقت ځان ته مجسم  کړئ چې ددې کتاب د اصولو پيروي به تاسو  سره څومره مرسته  وکړي چې له ډېرو  ټولنيزو  او مادي خوندنو نه برخمن شئ. ځان ته بيا بيا دا ووائي: (زما شتمني،  نيکمرغي او عايد د خلکو سره په اړيکو او برخورد کې زما په مهارت  پورې اړه لري).
2.      لومړى ددې کتاب هرڅپرکى په بيړه ولولئ چې لر ليد درته پيدا شي، د کتاب د لوستلو مو منظور يواځې وخت تيرول نه وي او باید غواړئ په انساني اړيکو کې خپل مهارت زيات کړئ، نو هر فصل له سره په ځير سره ولولئ، د دې کار نتيجه  به داوي چې تاسو وخت  ځانته  ساتلې وي او ستاسو هڅو ګټه درسولې ده .
3.      د مطالعې پرمهال بيا بيا غلي شئ او د هغه څه په باب مو چې لوستلي دي سوچ وکړئ؛ له ځانه وپوښتئ څنګه او څه وخت کولاى شئ ددې کتاب وړانديزونه عملي کړئ؛ دا ډول لوستل به ستاسو سره زياته  مرسته  وکړي  اوپه ډېره زياته مينه به د کتاب پاتې برخې تعقيب کړئ .
4.      د لوستنې پر مهال تور پنسل يا قلم په لاس کې ولرئ او کومې خبرې چې مهمې په پام درځي لاندې ترې  ليکه وباسئ، که جمله درته ټوله مهمه په نظر راغله؛ د ټولې جملې لاندې کرښه وباسئ او يايې په څلورو ستورو سره نښه کړئ، يو کتاب کې نښه کول او خط ايښودل د هغه لوستل اسانوي او بيا کتنه پرې ډېر زر کېږي .
5.      زه يو سړى پېژنم؛ ١٥ کاله دبيمې په يوه شرکت کې مدير دى، دى هره مياشت د خپل شرکت ټول مکتوبونه چې شرکت يې لېږلي وي لولي؛ هو، هماغه تړونونه هره مياشت اوهر کال له سره لولي؛ ولې؟ ځکه هغه ته زباد شوي ده چې بيا بيا لوستل د يادولو باعث کېږي. ما يو وخت (د وينا کولو لارې) په نوم کتاب په ليکلو دوه کاله وخت ولګاوه؛ خو دا احساسوم چې بيا بيا بايد د هغه کتنه وکړم؛ چې راياد یې کړم په کتاب کې مې څه ليکلي دي . هغه چټکتيا چې خبرې پکې هېروو، ډېره حيرانونکې ده؛ ځکه نو که غواړئ له دې کتاب نه ريښتنې او همېشنۍ ګټه واخلئ؛ دا فکر مه کوئ چې يوځل لوستل به يې بس وي؛ کله چې مو دقيق ولوست، هره مياشت بايد څو ساعته د هغه بيا کتنې ته ورکړئ . دا کتاب هره ورځ خپلې مخې ته د کار پر مېز کېږدئ او چې څومره کولاى شئ ويې وګورئ؛ ځانته دا تلقين کړئ چې د پرمختګ  لپاره څومره پټ او دننه لوړ او سرشاره امکانات لرئ؛ دا زده کړئ چې ددې کتاب د مندرجاتو عملي کول يواځې هغه وخت کېداى شي چې بيا بيا يې وګورو او پېروي ترې وکړو؛ له دې کار نه بله لار نشته .
6.      يو ځل برناردشا ويلي و: (که تاسو چا ته څه ياد کړئ؛ هغه به هيڅ ياد نکړي)؛ ده رښتيا ويل : يادول يو فعال کار دى؛ موږ عمل ته په اقدام  کولو يو څه يادوو، نو که غواړئ ددې کتاب اصول مو پر ذهن کېني،  هڅه وکړئ هر وخت چې مخې ته مو راځي هغه په کار واچوئ؛ که داسې ونکړئ څه چې مو لوستي دي ډېر زر  به مو هېر شي؛ يواځې هغه  پوهه مو په ياد پاتې کېږي چې کارولې مو وي؛ کېداى شي کله ددې کتاب د ځينو ټکيو عملي کول ګران وي؛ زه پوهېږم، زه په خپله هم چې دا کتاب مې ليکلى دی؛ کله نشم کولاى ددې کتاب ځينې لارښوونې پلې کړم؛ کله که له چا خفه شم او وځورېږم نو له ده نه ګيله او شکايت راته تر دې ډېر اسان وي؛ چې له دغه شخص سره د خپل نظر د يو شان ټکيو په پيداکولو پسې وګرځم؛ رښتيا چې بد ويل او انتقاد تر  ستاينې ډېر آسان دي؛ دا ډېره طبيعي ده چې د خپلې خوښې وړ  موضوع په باب درته خبرې د بل د خوښې وړ تر خبرو  ډېرې خوندورې  دي . کله چې دا کتاب لولئ داسې فکر وکړئ بلکې وګڼئ چې د ژوند نوې طریقه زده کوئ، دا کار وخت، پابندي، حوصله، تمرين او ورځنى ټينګار غواړي؛ ځکه نو تر هغه ځايه چې کولاى شئ ددې کتاب پاڼې  واړوئ او هغه د انساني اړيکو په باب د معلوماتو لرونکی يو داسې کتاب وګڼئ چې هر کله چې له ځانګړې ستونزې سره مخ کېږئ؛ لکه د ماشوم اصلاح، يا له ځان سره مو د ميرمنې په يو نظر کول، يا د يوه قهرجن اخستونکي رضا کول، دې وخت کې له عادي او معمولي کړنو يانې د ناڅاپي پارونو او طبيعي غبرګونونو نه ډډه وکړئ؛ دا طريقه  ډېر وخت ناسمه وي، ددې کار پرځاى ددې کتاب پاڼې واړوئ، او هغې برخې چې تر لاندې مو نښه او خط ايستلى؛  ولولئ  او د ښوونو سره سم  يې کړنه وکړئ، وبه وينئ چې څه معجزې کوئ.
7.      له مېرمن، بچيانو يا اداري همکار سره مو شرط وتړئ؛ چې که هر ځل  ددې کتاب ښوونې خطا کوئ؛ هغوى ته به  ١٠ -  ١٠٠ – يا ١٠٠٠  افغانۍ  جریمه ورکوئ؛ هغه تمرينونه چې ددې کتاب د عملي کولو لپاره کوئ؛ د يوې خوږې  لوبې په شان يې جوړ کړئ.
8.      د يو مهم بانک رئيس په وال ستريټ کې يوځل زما د ټولګي شاګردانو ته د يو ډېر اغېزمن ميتود په باب وينا وکړه چې ده د ځان د اصلاح لپاره کارولې وه؛ سره له دې چې دده رسمي زده کړې ډېرې کمې وې خو د امريکا د ډېرو مهمو مالي متخصصينو څخه و؛ هغه اعتراف وکړ، په بريو کې يې ډېر د هغو طريقو پوروړى دى، چې په خپله يې رايستلې دي؛ زه هڅه کوم څومره چې کولاى شم؛ دده خبرې دريادې کړم . ډېر کلونه وشول چې د دفترونو د ورځې ټولې کتنې مې د شپې ليکم، د کورنۍ غړي مې دشنبې  په شپې ماته هيڅ پروګرام نه جوړوي، ځکه پوهېږي زه د جمعې په شپه وخت د خپلو کارونو د تحليل او ارزونې لپاره لګوم؛ د شپې له خپلې کورنۍ نه بېلېږم، دفتر پرانېزم او د هغو مرکو، کتنو او خبرو په باب فکر کوم؛ چې د اوونۍ په جريان کې مې کړي دي، له ځانه پوښتم چې (په هغه ځانګړي باب مې څه سهوه کړې ده؟ يا کوم ښه کار مې کړى دى؟ او يا مې څنګه دغه يا هغه کار ښه کولاى شو)؛ اوله دې تجربې نه به څه درس واخلم . دې ته ځېر شوي يم چې دا اونيزه ارزونه مې ډېر ستړى کوي او غالباًهغه سهوې چې کړې به مې وي؛ ورته حيرانېږم؛ البته د کلونو په تېرېدو دا سهوې کمې شويدي؛ حتى کله لا په دې کلونو کې غواړم د ځينو  غونډو په پاى کې ځانته افرين ووايم؛ دا په خپل قلم او لاس ارزونه  او تجزيه چې کلونه يې دوام کړى دى، تر ټولو ډېر زما په برياليتوب کې اغېزمن دی؛ دې لارې ماسره مرسته کړې ده؛ چې د تصميم  نيولو ځواک مې زيات کړم او حتى د خلکو سره يې د ډېرو تماسونو په باب راسره  مرسته کړي چې لرل مې او لرم يې. ولې ددې کتاب دعملي کولو په وخت د دغسې طريقې نه کار نه اخلئ؟ که دا کار وکړئ دوه حاصله به ولرئ، اول دا چې  پوه شئ يوه ازموينیزه دوره تېروئ؛ چې هم خوږه او بوختونکې ده اوهم ډېره  ګټوره او با ارزښته؛ دويم دا چې پوهېږئ د کتنو او خلکو سره د سلوک په باب مو قابليت څومره زیات شوى او د نورو ساحو په شان  برجسته  شوى دى .
9.      د ورځني  یاددښت کتابچه ولرئ اوپه هغه کې هغه برياوې وليکئ چې ددې کتاب د اصولو په عملي کولو کې مو لاسته راوړي دي؛ د هر مورد جزئيات ښه پوره وليکئ، مياشتې، نېټې او هغه نتايج چې مو لاسته راوړي دي ولېکئ؛ ددغسې کتابجې لرل مو نور هم هڅوي چې دغسې کار لازيات وکړئ؛ کلونه وروسته به مو هم کله چې دې ليکونو ته پام شي؛ پوره خوندونه به ترې واخلئ.
 
ددې لپاره چې ددې کتاب نه ښه ګټه واخلئ؛ نو:
ü      په ځان کې بايد د مردمدارۍ پر اصولو د تسلط لپاره اورنۍ مينه پيداکړئ ؛
ü      مخکې له دې چې بل څپرکى ته لاړ شئ،  تېر څپرکى بيا ولولئ؛
ü      کله چې یې لولئ له ځانه  وپوښتئ څنګه به دا دستور عملي کړم ؟
ü      د هرمهم او ځلېدونکي نظر لاندې  ليکه و باسئ او يا نښه ورته کېږدئ؛
ü      ددې کتاب مطالب هره مياشت تکرار کړئ؛
ü      ددې کتاب محتويات تل د ضرورت په وخت کې پلي کړئ، کوښښ و کړئ له دې کتاب نه د انساني اړيکو د يو لارښود کار واخلئ؛
ü      ددې کتاب دځينو اصولو دنه منلو په صورت کې خپل یو ملګري ته د څو روپو په ورکولو د زده کړې وخت ځانته په يو ډول تفريح بدل کړئ؛
ü      هره اونۍ خپل پرمختګ، سهوې، بریاوي او درسونه وارزوئ؛
ü      په پاى کې کوم ځاى چې مو ددې کتاب خبرې پلې کړي وي؛ دنېټې او څرنګوالي سره يې وليکئ.


 
 
 
لومړۍ برخه
لومړى څپرکى
له نورو سره  دراشه درشې  او کړنې بنسټيز فنونه
که غواړئ شات ولرئ، کندو يې په لغته مه وهئ!
 
د ١٩٣١ کال د مى په ٧ د نيويارک ښار د انسان دښکار د تر ټولو هيجان زيږونکې صحنې ليدونکی و چې تر دغې نېټې یې بېلګه په دغه لرغوني ښار کې نه وه تېره شوې :
دوه تمانچه  اى قاتل نيول شوى و.
له اونيو پلټنو، څارنې او تېښتې وروسته اخر کرولى چې په دوه تمانچه اى قاتل مشهور و؛ د وست لند په کوڅه کې د خپلې معشوقې په کور کې ونيول شو. کرولي د خپلو ورته هم مسلکانو پر خلاف نه څکل اونه یې شراب پرشونډو ايښي وو.، دا يوه استثنا ګڼل کېداى شي . د کرولي د پټنځاى لاندينۍ طبقه د ١٥٠ کار پوهو پوليسو په محاصره کې وه، دوى غوښتل چت سورى کړي او داوښکه بهوونکي ګاز په کارولو پوليس دا وژونکى  قاتل ونيسي .
 
همدا راز نزدې اپارتمانونو کې ډېرې ماشينګڼې لګول شوې وې چې دده ځاى يې په نښه کاوه؛ يوه شيبه وروسته دغه آرامه فضا له ډزو ډکه اوپردغه ارامه سيمه يې يو وحشت  حاکم کړ.
کرولي چې ديوې صندلۍ شاته يې مورچل نيولى و؛ د کوټې پر غولي رغښته او د پوليسو ډزو ته يې ځواب ورکاوه، تر  ١٠ زرو زيات کسان د سيمې په پياده رو کي راټول شوي وو؛ او په ښار کې دغه بېسارې هيجان زېږوونکې پېښه يې څارله .
 
د کرولي تر نيولو وروسته د نيو يارک د پوليسو مشر روښانه اعتراف وکړ چې دا دوه تمانچه اي جنايتکار د نيو يارک په تاريخ کې تر ټولو سخت جنايتکار دى، هغه دومره تېز چنګ اوبې رحمه دى، چې په يوه رالويدونکى پاڼه ډزکوي اوپه هوا کې يې ولي .
 
خو دوه تمانچه اي کرولي د ځان په باب څه نظر درلود او څرنګه يې فکر کاوه؟  زه يو له هغو کسانو يم چې ددې پوښتنې په ځواب پوه يم او تاسو ته يې وايم : په هغو شيبو کې چې پوليسو دده پر کور يرغل وکړ؛ دى ناست واو هغو خلکو ته  يې ليک ليکه چې ده پورې مربوط وو، او د خپل بدن له هغه وينې نه يې په يو څاڅکى ليک سور کړ؛ چې د مردکي له ځاىه څېڅده .
 
په دې ليک کې يې د داسې کسانو په څېر ليکلي دي چې لطيف انساني او شاعرانه احساس لري . زما د کميس د چپې  خوا لاندې يوستړى خو مهربان زړه تر اوسه خوزېږي، داسې زړه چې هيڅکله د بل چا د زورولو په نيت نه دى خوځېدلى .
 
د دې پېښې نه څو ورځې مخکې پېښې ته ګرځو چې کرولي په لانګ اېلند کې خپل موټر په يوه کوڅه کې ودراوه او د خپلې معشوقې سره په مينه او محبت بوخت و؛ له بده مرغه يو پوليس را پيدا شو او دکوڅې په منځ کې ولاړ موټر ته يې پام شو، له بده مرغه پوليس د موټر خواته راځي اوله چلوونکي غواړي دمهربانۍ له مخې خپل جواز ورکړي .
 
کرولي بې له دې چې د چا دځورولو نيت ولري، جېب ته لاس کوي خو د جواز پرځاى تمانچه  لاس ته ورځي او د برېښنا په چټکتيا د مزاحم پوليس بدن په سربې مردکيو سورى سورى کوي . سرئې په مردکي ولي؛ خپل موټر ته خيژي او د خپلې هغې معشوقې؛ چې مينه يې بشپړه شوې نه وه؛ ځاى پرېږدي . دا آرام او متين ښاغلى هماغه چې په خپل ليک کې ليکي:
 
زما د کميس دچپې خوا لاندې يو داسې  زړه درزېږي چې هېڅکله د چا د ځورولو په نيت نه دى دربېدلى. آيا کرولي ځان غولوي يا انګېري چې خلک دومره ساده دي او د ده دا خبره مني چې ده دنورو د ځورونې نيت نه درلود؟ هغه نه پوهېده چې ناسمې او ناروا غوښتى يې کم ترکمه د نورو د غوښتنو په خلاف راتلې ؟
 
کرولي وروسته د بريښنا په واسطه په اعدام محکوم شو.فکر وکړئ آيا هغه  چې کله دسينګ سينګ  په زندان کې د مرګ په کوټه کې ګرځېده دايې ويل (دا د هغه چا سزا ده چې خلک وژني)؟
 
نه ! هغه دمړينې پر مهال هم د خپلې کړنې په ناسموالي ګروهمن شوى نه و او ويل يې: (دا هر څه په دې خا طر دي؛ چې غوښتل مې له ځانه دفاع وکړم) دوه تمانچه اى جنايتکارا و چټک پوليس وژونکي کرولي ځان هېڅ ګناهګار نه ګاڼه . رښتيا! تاسو فکر وکړئ د برخورد دا لاره په جنايتکارانو کې استثنايي او غير عادي ده؟ نه رښتيا داده چې دا طريقه په لږ اختلاف ددوى ټولو په منځو کې يو شان ده چې دا طريقه په لږ اختلاف ددوى ټولو په منځونو کې يو شان ده. د دې خبرې د تائيد لپاره لاندې پېښې ته پام وکړئ :
 
(زما د ژوند تر ټولو ښه کلونه په دې تېر شول چې خلک د ژوند له خوږو او لطيفو خوندونو برخمن کړم، زما هڅه داوه چې هغوى خپل وختونه په خوښۍ تېر کړې؛ خو چې د دې بدل کې مې څه په برخه کېږي؛ هغه کنځلې، لعنت اوبدې ردې دي؛ چې اورم يې اوبديې لا دا چې تل تر څارنې لاندې يم).
 
دا چې مو ولوستلې؛ دا دامريکا د ټولنې تر ټولو سخت د ښمن ال کاپن ويناوې دي چې دشيګا ګو د ګانګسترانو ترټولو مشهور شخص و او د ويروونکیو بانډونو د مشر په توګه ووژل شو اوله ځانه یې همېشنۍ کرکه پرځاى پرېښوده. ال کاپن هيڅکله ځان پړ نه ګاڼه اونه يې محکوماوه . هغه رښتيا  ځان د خلکو خدمتګار ګاڼه؛ خو داسې خدمتګار چې خلکو يې قدر نه دی پېژندلى .
 
بلې بېلګې ته پام وکړئ، شولتز د امريکا يو ډېر لوى بدنام جنايتکار دى، چې په هالندي شولتز مشهور دى . د يوې ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال ال کاپن ته بيخي ورته په ښکاره ډول اعلان وکړ: ( زه د خلکو د خدمتګارانو زړګى يم). ډېره د پام وړ يې داده چې ده په خپله وينا پوخ ايمان درلود، دا خبره يې د نيويارک د ګانګسترانو د مردکي په وسيله ترمړينې څو ورځې مخکې کړې وه .
 
ما د نيويارک د مهشور زندان سينګ سينګ له مدير ښاغلي واردن والاس سره ډېر ليکني اړيکي درلودل او ډېر جالب ليکونه مويو بل ته لېږلي دي ښاغلى والاس ګروهمن دى چې (دهغو جنايتکارانو په منځ کې چې دسينګ سينګ زندان يې ډک کړى دى، داسې کسان ډېر لږ دي چې ځانته تباهکار ووايي؛ دوى ادعا کوي او ډېر دلايل ورته پيدا کوي چې زما او ستا په شان دانساني ارزښتونو او اخلاقي ښېګڼو لرونکي دي .د ښاغلي والاس د يوه ليک يوه برخه : (دوى زياتره ددې لپاره دلايل جوړوي، چې ولې يې يو صندوق مات کړى، يا يې په زوره سره پر ماشه ګوته راښکلې ده، دوى نه يوازې په منطقي يا غير منطقي دليلونو غواړي؛ ځان نورو ته سپين کړي؛ لا دا هم غواړي چې خپل ټولنيز ضد عملونه توجيه هم کړي او کله دومره م مخکې ځي؛ چې په ډېره ټينګه  په خپله بې ګناهۍ زور واچوي او وايي :چې بايد هيڅکله نه واى بندي شواى ....!)
 
دوه تمانچه اى کرولي، ال کاپن ، شولتنز اونور چې پياوړي تباهکاران او په عين وخت کې نهيلي وو؛ يا په زندان کې اعدام شول؛ يا د خپلو ملګرو له خوا وويشتل شول، خو هيڅکله يې ځانونه پړه نه ګڼل او حتى پرخپله بېرحمۍ يې هم باور نه و؛ خو آيا زموږ او ستاسو او نورو خلکو نظرهم چې دغه دول خلک وينو؛ د دوى په باب دغسې دى؟ څرګنده ده چې نه ! موږ ته د هغوى کړنه مهمه ده . موږ کله يا زياتره  حتى د خپلو ځانونو په باب هم سم قضاوت نه شو کولاى، ځکه سم قضاوت واقعبينې غواړي . د جان وانا مېکر دا اعتراف ډېر د پام وړ دى؛ چې تر مرګ ١٠ کاله د مخه يې کړى و: (ديرش کاله مخکې پوه شوم چې بدې ردې ويل ډېر ناوړه کار دى؛ زه پر خپلو محدوديتونو د بري  لپاره ډېر ځورېږم ، نور وخت چې پاتې کېږي؛ چې پر افسوس کولو او ځان ځورولو يې تېروم، ولې خداى د عقل او شعور  تحفه د خپلو بني ادمو  مخلوقاتو په منځ کې په يوشان  نه ده وېشلې) .
 
دا ښاغلى هغه وخت په دې پوه شوه چې ٤٠ – ٥٠ کاله يې له دې محبت نه د ګټې اخستو لپاره وخت درلود، خو آيا زه هم ددغسې نتيجې دلاس ته راوړلو لپاره ٣٠ يا زيات کلونه ولګوم؟ زه هم ايله په ديرش کاله کې دې نتيجې ته ورسېدم، چې په هرو سلو خطاوو کې چې خلک يې کوي؛ ډېرلږ به داسې څوک پيدا شي،  ځان تر يوې غلطۍ د ډېرو لپاره ملامت کړي .
 
دداسې خلکو انتقاد او بدي راښکاره کول دومره ګټور نه دي؛ ځکه دوى د فاعلي حالت او د خپلې غلطۍ د توجيه کولولپاره دلايلو جوړولو ته هڅوي. له بلې خوا انتقاد دا خطر لري چې د اشخاصو ګرانبيه غرور او د دوى د ځان مهم ګڼلو حس تاواني کړي؛ چې نتيجه به يې د کينې او دښمنۍ داحساس راپارول وي .
 
نه پوهېږم د المان  په پوځ کې به دا کړنلاره تر اوسه  وي که نه چې يو سرتېرى د رټلو نه وروسته زر د شکايت حق  نه لري؛ يو وخت خو داسې کېده؛ که اوس هم وشي؛ بده نه وي. رټل شوى پوځي هغه وخت دشکايت حق نه لري؛ چې قار يې کينې او غصه يې ارامه شي. که چا به دا طريقه پرېښوده او زر به يې شکايت وکړ؛ جزا به يې ليده . زما په ګومان په شخصي ژوند کې هم د داسې مقرراتو په پام کې نيول ګټور واقع کېداى شي .کېداى شي د مور اوپلار دقار، دښځې د ډونګېدو او مشرانو د بدو ردو ويلو پر مهال مراعات شي .
 
د ملتونو په تاريخ کې د داسې ښکاره انتقادونو بېلګې موندل اسان دي؛ چې بدې پايلې يې لرلي دي . يوې داسې بېلګې ته چې ښايي ځينو ته ياده وي، پام راواړوئ :
 
د تیوډور رزولټ جنجال او د جمهوريت غوښتونکي ګوند له خوا د جمهور رئيس تافت دعوه په دې پاى ته ورسېده چې د دواړو په ځاى ښاغلى میلن پر تخت کښېناست . جمهور رئيس روزولت د زمريانو ښکار پسې افريقا ته لاړ (۱٩٠٨)، تافت د روزولت په غياب کې د هېواد چارې پرمخ بوتلې؛ خو دده محافظه کارۍ جمهور رئيس رزولت وتوراوه؛د افريقا له سفر څخه تر راګرځېدو وروسته يې پر تافت سخت انتقادونه وکړل او هغه يې وغنده . په دې لټه کې شو؛ چې ددرېم ځل لپاره ځان جمهوري رياست ته کانديد کړي . ده د جمهوريت غوښتونکي ګوند په انحلال او د موز ګوند په جوړولو انتخاباتو ته راودانګل؛ د جمهور رئيس روزولت د انتقاد دا پايله شوه چې جمهوريت غوښتونکى ګونديواځې په دوه ايالتونو ورمون اويوتا کې وځلېد او د امريکا دغه تر ټولو پياوړي ګوند د تاريخ ډېره شرموونکې ماته وخوړه.
 
روزولت تافت د ماتې عامل ګاڼه؛ خو اياتافت دا منله ؟ نه؛ ده هيڅکله دا ونه منله چې پړه ومني . په داسې حال کې چې او ښکى يې په سترګو کې وې؛ ويل به يې؛ ( نه پوهېږم ، څنګه چې مې کولاى شو، ددې نه بل شان کړنه ترسره کړم ).
 
زه نه غواړم او نه شم کولاى قضاوت وکړم؛ چې څوک  په حق و؛ خو ويلې شم چې د روزولت انتقادونو ونه شول کولى تافت  قانع کړي اونتيجه يې داشوه چې تافت هڅه وکړه  چې د خپلو کړنو د سم ګڼلو لپاره له اوښکو ډکو سترګو سره دا خبره بيا بيا وکړي
 
داسې کسان به هم وي  چې د دويم اسکاندال تيپوت د نفتو د شرکت کيسه به يې ياده وي؛ په هر حال که هيره يې هم وي؛ يادول يې بې ګټې نه دي .
 
دويم اسکاندال تيپوت ددې سبب شو چې هاغه مهال ورځپاڼې په نه ستړي کېدونکي ډول تېزې او توندې اوله قهره ډکې مقالې وليکې؛ او پيښه په داسې آب وتاب بيان کړي چې ملت وخوزوي او وارخطا يې کړي. تر دغه مهاله هېڅوک نه پوهېدل چې دامريکا د خلکو په ژوند کې کومه پېښه شوې وي، د اسکاندال پېښه څرګنده او ښکاره داسې رامنځته شوه .
 
د هارډينګ د کابينې داخله وزيرالبرت فال ګمارل شوى و؛ چې په الک بيل او دويم تيپوت کې د نفتو دولتي ذخيرې په اجاره ورکړي، دا ‌ذخيرې په راتلونکې کې د سمندري  پوځونو لپاره بېلې شوې: ویلیام فال چې داخله وزير  و؛ دهغې دبيې د لوړولو لپاره يې هېڅ ونه کړل ، هغه دغه له ګټې ډک قرار داد له دوک ادوارد دوهني سره وکړ . دوهني هم د قرض په نوم فال ته یو میلیون ډالر ورکول؛ فال د سمندري پوځ سرتېرو ته امر وکړ، چې ذخيرو ته ورشي او رقيبان  چې د خپلو کوهيو له لارې د هيل له ذخيرو نفت راوباسي؛ وشړي په پاى کې کله چې رقيبان د توپ او تورې په زور له سيمې وشړل شول، پر محکمو يې يرغل وروړ چې د يوې سل ميليوني ناوړه استفادې نه پرده پورته کړي .
 
نتيجه يې يوه داسې ناولتيا شوه چې د هار ډینګ حکومت يې ولړازوه؛او دغې ناولتيا د ټولو حال واړاوه؛ جمهوريت غوښتونکی ګوند له ګواښ سره مخ شو او البرت فال د زندان د پنجرو شاته ولويد؛ فال ډېر زرمحکوم  شو، داسې محکوميت  چې بېلګه يې ډېره کمه وه؛ خو آيا له خپل کار نه پښېمان شو؟ نه هېڅکله نه! کلونه وروسته هربرت  هوور په يوه وينا کې څرګنده کړه چې د (جمهورئيس هار دينګ مړينه د يو دوست دخيانت په وجه له راولاړې شوې سودا او فکري ناارامۍ له سببه وه.) کله چې مېرمن فال دا خبره واورېده؛ له خپلې چوکۍ راپاڅېده په زوره زوره يې وژړل؛ په داسې حال کې چې خپل لاسونه يې په هوا کې خوځول پر خپل سرنوشت يې لعنت وايه او چغې يې يې وهلې (څه اورم، فال؛ هاردينګ سره خيانت کړى دى) نه ! زما مېړه هيڅکله چا سره خيانت نه دى کړى که دا کوټه ټوله له سرو زور ډکه شي مېړه مې لار نه ورکوي، له هغه چاسره چې خيانت شوى دى؛ دار ته ټيل وهل شوى او مصلوب شوى دى؛ هغه زما مېړه دى .
 
وينئ؟ د بشر طبيعت د خپل کارپه اړه داسې دى . ورانکاري ترځان پرته نور ټول پړه ګڼي، موږ ټول دغسې يوو، ځکه موږ او تاسې هريو که کله غواړو په چا انتقاد وکړو، بايد ال کاپن ، کرولي او ښاغلى آلبرت فال په ياد راولو، راځئ دايوه خبره ده درته وکړم، چې انتقاد د داسې کوترې په شان دى چې؛ د باز کورته  ورګرځي.
 
هو! تربيه کوترې خو خپل کورته ځي . اجازه راکړئ دا ټکى ياد کړم چې کله موږ غواړو پرچا انتقاد وکړو؛ هغه هم ممکن د ځان د پاکولو لپاه دلايل ولټوي اوپه بدل کې موږ محکوم کړي اويا د مهربان تافت په شان ووايي :(نه پوهېږم څنګه چې مې کولاى شو، له دې پرته بل څه وکړم؟!). د ١٨٦٥ داپريل په ١٦ د شنبې په سهار ابراهام لنکلن د يو ارزان بيه هوټل د خوب په کوټه کې چې د فورډ تياتر پکې و؛، په مردکي ولګيد او لوړ اندام يې په هغه کټ راولويد، چې له ده نه ډېرلنډ و، د بسترې له پاسه يې روزابونهیور کم بيه مشهوره تابلوهارس فایر پرته وه او دګاز يوې مړې او لړ زېدونکي وړانګې کوټه روښانوله .
په هماغه حال کې چې لنکلن ساه ورکوله؛ د ده د جنګ و زير سټانټن لګياو، ويل يې، تر ټولوی کامل واکمن چې نړۍ تراوسه ليدلى دی؛ دلته پروت دى . ستانتن په دغه حال کې د لنکلن وژنځاى ته په لاس اشاره کوله . رښتيا د خلکوسره د سلوک په کار کې د لنکلن د برې راز څه و؟
 
ما ١٠ کاله د ابراهام لنکلن په ژوند کې څېړنه کړې ده او درې کاله وخت مې د (ناپېژندل شوي لنکلن) په نوم د کتاب په ليکلو اوسمولو لګېدلي دي، فکر کوم دامکان تربريده مې د لنکلن د شخصيت او کورني ژوند په جزئياتو کې څېړنې کړې دي، د خلکو سره مې د لنکلن د راشه درشې د ډول اورفتار په باب  ځانګړى څېړنې کړي دي .
 
آيا هغه د خر ده ګېرۍ عادت درلود؟ هو، هغه دا کار کاوه. هغه د ځوانۍ په ورځو کې د (انديانا) د پيجن کرېک په دره کې نه يواځې شفاهي انتقاد بلکې ليک، مقاله، او شعر هم ليکه او ځينې کسان يې پکې ريشخندول، هغه به ليکونه په داسې کوڅو کې غورځول چې ډاډه به و، دنظر وړ خلک يې پرې تېرېږي. په دغو ليکونو کې؛ يوه يې داسې قهر او غصه راوپاروله چې تر عمره يې لمبې بلې وې .
 
لنکلن په سپرينګفیلډ (الينوى) کې د وکالت له پيل نه وروسته سمدستي د خپلو مخالفانو پرضد په سر خلاصي ليک کې چې ورځپاڼه کې خپرېده، انتقاد کاوه، هغه دا کار  يوځل نه بلکې څو ځلې وکړ، په ١٨٤٢ کې لنکلن د يوه ځان غوښتونکي او جنګيالي ايرلندي سياستوال جمز شيلدز سره ونښت . لنکلن په يوه مقاله کې چې په (سپرينګفیلډ ژورنال) کې ديوه ناپيژندويه شخص په نوم خپره شوه؛ نوموړى ايرلندی ريشخند کړ، دده مخالف ډېر قارندونکى سړى و، په اس سپور شو ، راغى او لنکلن يې دويل ته وروباله، لنکلن د دويل مخالف و؛ خو د هغه له شره نه شو خلاصيداى، بايد خپل حيثيت یې هم ساتلى واى. ده ته اختيار ورکړل شوى و؛ هر ډول توره چې غواړي؛ غوره دې يې کړي، دا چې ونه يې لوړه وه؛ د سپاره  پوځ لنډه توره يې غوره کړه او يوه موده په (ويست پوينټ) کې د تورې وهلو په زده کړو بوخت شو.
 
په  ټاکل شوې ورځ هغه او شيلډز دمسي سي پي د رود پرغاړه سره مخ شو ل او تر وروستى سلګۍ د جګړې لپاره تيار وو، خو په وروستۍ شيبه کې ګواهانو مداخله وکړه او د هغوى دويل مخه يې ونيوله .
 
دا پېښه د لنکلن د ژوند له ټولو بدو پيښو څخه وه، ده ته يې د خلکو سره دسلوک او برخورد په باب ګرانبيه درس ورکړ، هغه بيا هيڅکله چاته سپکونکى ليک ونه ليکه؛ بيا يې پر چا ريشخندونه کړ اوله دغې ورځې وروسته يې هيچا په هيڅ شي انتقاد ونه کړ. د کورنۍ جګړې پرمهال په لنکلن هر ځل نوي جنرال خوښاوه او دپوځ په سر کې په يې ټاکه، دوى هريو لکه مک کيلان، پوپ، برنسايد، هوکرو، ميد ډېرې لو يې سهوې وکړې؛ خو لنکلن به په داسې حال کې چې په  نهيلۍ کې به ډوب و، په کوټه کې ګرځيده .د امريکا نيم نفوس دغه نا اهله جنرالان غندل خو لنکلن په دې شعار ( نيکي له ټولو سره او بدي له هيچا سره) ، به يې خپل دننني سکون ساته، دا خبره به يې داسې نقل کوله ، (قضاوت مه کوه چې ستا په باب قضاوت ونه شي)
 
کله چې مېرمن لنکلن او نورو د امريکا دجنوب خلکو په باب په قهر او شور خبرې کولې؛ لنکلن جواب ور کاوه: ( پرهغوى انتقاد مه کوئ، که موږ په دغسې شرايطو کې واې، هماغسې به واي)
 
نو ځکه که کله به يې انتقاد کاوه هغه به يې هم پرځان کاوه، يوه بېلګه یې وګورئ: د ١٨٦٤ د جولاى په لومړيو درېورځو کې د ګټسبورک جګړه وشوه په څلورمې شپې (لى) جنوب لور ته  شاته تګ پيل کړ، په داسې حال کې چې وريځو ځمکې د باران په سيلابونو خړوب کړې وې، او جنرال لى په دام کې نښتى او تښتېداى نه شو، لنکلن په دې خبره پوه شوى و، دا يو طلا يي چانس و: د (لي) د ځواکونو د نيولو چانس او جګړې ته چټک پاى ورکول ،  ځکه لنکلن په ډېره هيله مندى (ميد) ته امر وکړ؛ د نظامي شورا د دايريدو پرته په (لي) بريد وکړي خو خپل پيغام يې تلګرافي ولېږه اوخپل ځانګړى پيک يې هم ميد ته ولېږه او د بيړنى اقدام غوښتنه  يې ترې وکړه .
 
خو جنرال ميد څه وکړل ، هغه پوره د لنکلن دفرمان پرخلاف کړنه وکړ، هغه نظامي شورا راوغوښته او په عملي اقدام کې يې ځنډ وکړ، بريد يې نن او سبا ته وغور زاوه او په تلګراف کې د بيلابېلو عذرونو بهانې کولې. هغه په ښکاره د هيڅ ډول دليل پرته پر (لي) د بريد نه ډډه وکړه ، تر هغه چې د سيند اوبه کيناستې او (لى) په خوندي توګه د خپلو ځواکونو سره دپروتوماک نه تير شو.
 
لنکلن ته قار ورغى او خپل زوى رابرټ ته يې وويل : ددې څه مانا ده؟ لويه خدايه ددې مانا څه ده؟  هغوى زموږ په منګولو کې وو او همدا ښه وه چې لاس ور او ږود کړو او راته تسليم شي؛ خو هره کړنه چې ما کوله او هره خبره چې مې ويله؛ نه يې شو کولاى پوځ په خوځښت راولي، په داسې شرايطو کې هر جنرال کولاى شو، جنرال (لي) ته ماتې ورکړي حتى که زه تللى واى، نو سزا مې ورکولاى شوه . لنکلن چې زړه يې مات او نهيلي و، قلم  يې واخست او اميد ته يې ليک و ليکه، دا بايد روښانه شي چې پر دې مهال لنکلن په خپله ډېرځان ساتی او د کليمو په استعمال کې يې ډېر احتياط کاوه، نوپه ١٨٦٠ کې د ده لاندينى ليک دا مانا لري چې ده (ميد) ته تر ټولو بدې غندنې ليکلي دي:
 
(فکر کوم چې دلي د تېښتې په وجه د راپيدا شوې بدمرغۍ په ستر توب پوه شوي ياست ، هغه زموږ منګولو کې و، که موږ بريد کړى واى؛ وروستنى برى به مو بشپړ شوی او جګړه پاى ته  رسېده، اوس چې  وضع داسې شوه، جګړه به  هم تر ناڅرګند مهاله روانه وي، تاسو چې وس نه درلود  په  آرام  زړه او د خطر په نه احساس د دوشنبې په ورځ بريد وکړئ،  اوس څنګه کولاى شئ د سيند په سهيل کې داسې اقدام وکړئ، په داسې حال کې چې ډېر لږ سر تېري (دپخوا په نـسبت دريمه برخه)  درسره پاتي دي، اوس هيله مندي د هو ښيارۍ خبره نه ده او زه هم ددې تمه نلرم چې په داسې مهال دې ستاسو اقدام اغېزمن وي،طلايې وخت له لاسه تللى او دا چې دغسې طلايي چانس مو له لاسه ورکړي ډېر زيات خفه او متاسف يم).
 
فکر کوئ چې ميد ددې لیک تر لوستو وروسته څه وکړل؟ ميد هېڅکله  دا ليک ونه ليد؛ ځکه لنکلن ورته نه ولېږلى، دا ليک د لنکلن تر مړينې وروسته د هغه په پاتې اسنادو او کاغذو کې وموندل شو. ګمان کوم، او دا د ګمان نه  ډېر نه دي، چې لنکلن د ليک تر ليکلو وروسته لیک نه دی لوستلی او که لوستلي یې وي؛ ځان ته یې ویلي دي : بايد لږ صبر وکړم، زه بايد له دومره  بيړې کار وانه خلم؛ زما لپاره ډېره اسانه ده چې په يو وار او په یوه بې شوره ځاى (سپينه ماڼۍ) کې کېنم او ميد ته د حملې امر وکړم . خو که زه تېره اونۍ د هغه پرځاى په ګټسبورګ کې واى او د ميد هومره وينې بهيدنې مې ليدلې واى او غوږونه مې د ټپيانو د اوازونو له چيغو سره روږدي شوي واى؛ ما به هم د هغه په شان د بريد سره لېوالتيا نه واى ښودلې، که زه د ميد په شان ځوان واى، شايد هغه کار ماهم کړى واى چې ده وکړ، په هر حال اوس د يو سرته رسيدلي کار سره مخ يم . او که داليک ولېږم  يواځې ددې لپاره دی؛ چې ځان آرام کړم، خو جنرال ميد به راوپاروي چې د خپلې کړنې سموالي ته لارې وګوري، که هغه په دې خاطر محکوم کړم، سخت به وځورېږي او د يوه قومندان په حيث به نور په کار رانشي، ځکه دنده به پرېږيدي . لنکلن دغه ليک ونه لېږه، ځکه هغه پوه شوى و چې تر خه انتقادونه زياتره نتيجې وي .
 
تیودور روزولت څرګنده کړى ده؛ کله چې دې جمهور رئيس و، که به له کومې ستونز ې سره مخ کېده، آرم به يې پرچوکى ډډه  لګوله او د لنکلن عکس ته به يې؛ چې د مېز په سر ځوړند و؛ کتل او ځانته به يې ويل؛ (که لنکلن زما پرځاى و اى، څه يې کول او دا مسله يې څنګه حلوله ؟)
 
نو ځکه پرېږدئ؛ هر کله چې بل ځل دې ته تيار شوئ چاته بده خبره وکړئ، تاسوهم دغسې وکړئ اوڅوک چې مو د ژوند سرمشق ټاکلې وي؛ په ياد راوړئ اووایئ چې که اوس هغه واى؛ څه به يې کول ؟
 
آيا تاسو څوک پېژنئ چې سمولو او تاديب ته يې لېوال ياست ؟ ډېر ښه ، دا ډېر لوى فکر دى، زه هم ستاسو پلوى يم خو له ځانه يې ولې نه پيلوئ؟ د ځان غوښتنې له نظره دا کار د نورو تر سمونې ډېر ګټور دى؛ هو ګټور هم دى او ډېر کم خطر هم لري .
 
براونينګ وايي : (کله چې جګړه د انسان له دننه پيل شي، هغه د يو قابليت لرونکې وي).
 
ښايي د ځان د اصلا ح لپاره له اوس نه تر اختر پورې وخت ولرئ، تر هغه وروسته هم کولاى شئ په رخصتيو کې آرام وکړئ او په نوي کال کې دنورو تاديب او انتقاد پيل کړئ، خو ښه دا ده چې لومړى ځان بشپړ کړئ .
 
کنفوسيوس وايي : (په داسې حال کې چې دخپل کور غولی دې له چټلۍ او واورو ډک دى؛ بايد د ګاونډي د بام له واورو شکايت  ونه کړې).
 
زه چې ځوان وم او ډېره هڅه مې کوله چې نور تر خپلې اغېزې اونفوذ لاندې راولم؛ د ريچارد دیویس هاردنګ مجلې ته د ليکوالو په باب ديوې مقالې دليکلو  په  تکل کې وم، ما د یوکس نه په ليکوالۍ کې دهغه د مېتود  او لارې په باب پوښتلې وو. ما څو اونۍ مخکې يو ليک ورليږلى و چې په پاى کې يې ليکل شوى وو. (دکته شوی خو لوستل شوى نه دى). دې جملې پرما ډېر اغېز کړى و داسې مې وانګېرل چې د جملې ليکوال  بايد د ډېر لوړ استعداد سړى وي، زه خو هيڅ مشغول نه وم خو غوښتل مې ريچارد ديويس تر اغېز لاندې راولم، نو ما هم ليک په دې کليمو کې ختم کړ: (دکته شوى دى خو لوستل شوى نه دى). ديويس هيڅ ځان تکليف نکړ چې زما ليک ځواب  کړي، يواځې زما ليک يې بېرته راولېږه  چې يوه جمله يې پرې زياته کړې وه (تر دې لويه بې ادبې ستا خپله بې ادبې ده). رښتيا يې و يل، ما سهوه کړې وه او د همدغو رټلو او دګلو وړ وم چې ده کړې وو، خو دا چې زه د يو انسان د طبيعت لرونکې يم، ډېر ناآرام شوم، دا ترټنه راته دو مره ګرانه تمامه شوه چې لس کاله وروسته هم چې ديويس ومړ؛ ماته يواځنۍ اولومړنۍ خاطره همدا وه؛ چې را ياده شوه .
 
که موږ و تاسې وغواړو سبا يو څوک وځوروو، دا ځورونه کېداى شي لسګونه کاله دوام وکړي او تر مرګه له منځه لاړه نشي . که څه هم تاسو د خپلې خبرې په رښتيا ډاډه ياست؛ خو همدا بس ده، چې تاسو يونيش لرونکى انتقاد وکړئ؛ او مقابل لوری ټول عمر له ځانه خفه کړئ .
 
د خلکو سره د معاشرت پرمهال بايد دا ياده کړو چې سرو کار مو له داسې چا سره نه دى چې منطق يې زده کړى، بلکې له داسې چا سره مخ يوو؛ چې احساسات لري . داسې موجودات دى چې تعصبات او بې دليله ګروهې لري اوغرور او ځان ليدنه يې محرک دى .
 
انتقاد يوه خطرناکه سپرغۍ ده، چې د غرور د باروتو په منځ کې چاودنه رامنځته کوي، داسې چاودنه چې کېداى شي د هلاکت سبب هم شي. د بېلګې په ډول جنرال لیوناردو تر انتقاد لاندې راغى او ورته اجازه ورنکړل شوه چې له پوځ سره فرانسې ته لاړ شي، دا امر يې پر غرور داسې بد ولګېد  چې له بدې اغېزې یې ناڅاپه مړ شو.
 
ترخه انتقادونه ددې باعث شول چې حساس او ژر خفه کېدونى توماس هاردي چې د انګلستان ښه رومان ليکونکى و؛ د تل لپاره له ليکنې لاس واخلي. انتقاد انګرېز توماس چاترتون ځانوژنې ته اړ ايست . بنيامين فرانکلين چې په ځوانۍ کې بې پروا او تنبل و؛ کله چې يې د امريکا د لوى سفير په حيث  فرانسې ته ولېږه؛ ډیر کامیاب راووت . د هغه د بري راز په څه کې و؟ هغه  وويل : (زه د هيچا بد نه وايم او تل د وګړو ښېګڼې بيانوم )
 
هر ناپوهه کولاى شي په انتقاد او شکايت  نور محکوم کړي او زياتره احمقان داسې کوي .کارلايل  وايي : (يو لوى سړى؛ خپل لويوالی د خپل سلوک په واسطه  وړو خلکو ته  ښايي) .
 
راځئ دخلکود محکومولو پرځاى؛ هغوى وپېژنو؛ پرېږدئ هغوى کشف کړو چې ولې يې رفتار دغسې دی؛ دا کار تر خرده ګيرۍ ډیر ګټور دى؛ دا کار د تساهل، هم دردۍ اومهربانۍ منشه ده او د ټولو  پيژندل د ټولو د بښلو ما نا لري . هغسې چې ډاکټر جانسن ويلي دي : (حتى خداى پاک هم تر هغې قضاوت نه کوي چې څو پورې چې د انسان عمر پاى ته نه دى رسيدلى).
نو موږ او تاسې ولې دغسې يو کار ته لاس ور وړو؟
 


 
 
 
دويم څپرکى
خلکو سره دسلوک د لارو پيژندل يو ستر راز دى
 
ددې شين اسمان د نيلوفري ګنبذې لاندې کارته د خلکو د هڅولو يواځې يوه لاره شته؛ رښتيا! کله مو د دې لارې فکر کړى د ى؟ که تاسو فکر نه وي کړى؛ راځئ چې زه يې درته  په اسانۍ ووايم چې دا لار شته، دا لار داسې ده، چې مقابل لوري کې د هغه کار د سرته رسولو مينه پيدا کړو، دامه هېروئ چې له کار سره د افرادو د مينه وال کېدو پرته بله لار نشته . البته تاسې کولاى شئ د يو چا په شا د تمانچې میل په ايښودو يا ډز هغه دې ته اړ کړئ چې د خپل لاس ساعت او د جيب محتو يات تاسو ته  درکړي،  يا يو کارګر له کاره د ايستلو په ګواښ يا جريمه کولو يا رټلو د خپل امر منلو ته اړ باسئ، يا په قمچينه يو ماشوم د خپل امر منلو ته تيا رکړئ؛ خو پام کوئ  چې  دا کار بدعکس العمل لري .
 
د خوښې وړ کار ته د چا د اړ ايستلو يوازينۍ لار داده چې څه تاسو غواړئ  بايد درکړل شي. تاسو څه غواړئ؟ زيګموند فرويد مشهور اتريشي ارواه پوه چې تر اوسه  لا په اروا پوهنه کې يوه پېښه شمېرل کېږي؛ پر هغې مفکورې  چې څرګندوي يې؛ په پوره ايمان سره  داسې وايي : هغه کارونه چې موږ او تاسو سرته رسوو،  دوه محرکه لري : لومړی، جنسي غوښتنه؛ او دوهم  دستر توب  هيله .
 
پروفيسور جان ډيوي د امريکا د واقع بينو او ژورلېدو فيلسوفانو څخه دى؛ هغه دا مفهوم په بل ډول بيانوي؛ جان ديوى وايي : (د انسان په جوړښت کې تر ټوله ستره انګېزه د مهم والي غوښتنه ده) .
 
ددې دوو د نظر خاوندانو دا خبره مه هېروئ: د مهم والې غوښتنه . په بله وينا  موږ ټول غواړو چې نور مو مهم وګڼي او د سرونو په منځ کې يو سر وشمارل شو، دغه ټکی  چې ددوه فيلسوفانو له خولې وليکل شو؛ زما په نظر د مهم والي له نظره مهم دى اوتاسو به ددې کتاب ځاى پرځاى  په دې باب معلومات ولولئ .
 
ستاسوغوښتنه څه ده؟  باور لرم چې تاسو ډېر څه نه غواړئ خو همدا لږه غوښتنه په ټينګار غواړئ او دا مو خوښه نه ده چې غوښتنه مو رد شي . په يوه ساده بر رسۍ کې دا څرګنده شوه چې يو بالغ انسان زیاتره هغه څه غواړي چې لاندې راوړل  شوي دي :
1.   روغتيا، تندرستي او د وجود  ساتنه ؛
2.   غذا؛
3.   خوب؛
4.   پيسې او هغه څه چې  په پيسو اخيستل کېږي؛
5.   تر مرګ وروسته  ژوند (تر مرګ وروسته د ژوند دوام په دې مفهوم چې په مرګ  ټول شيان  پاى نه مومي)؛
6.   جنسي  ميل  غلي کېدل ؛
7.   د اولاد روغتيا او د هغوى  له نېکمرغۍ  ډاډ؛
8.      مهم ګڼل کېدل  (د مهم والى  احساس کول)؛
 
د انسانانو ټولې غوښتنې اوهيلې چې پورته وليکل شوې، ديوې پرته ټولو د لاسته راوړلو وړ دي، خو يواځې د لاس ته راوړو لارې په اشخاصو کې توپير کوي . خودا يوه خبره پاتې کېږي چې فرويډ ورته د لوېوالې غوښتنه او جان ديوي ورته د مهم والي احساس وايي، ښايي دا تر خوړولو، خوب او  جنسي هيلو  تر پوره کېدنې هم په انسان کې ډېره  ژوره غوښتنه وي .
 
ابراهام لنکلن خپل يو ليک په دى جمله پيل کوي : (هرڅوک غواړي چې  د ستاېنې وړ وګرځي) ويليام جيمز په دې عقيده دى: (د انسان په بدن کې تر ټولو ژوره انګيزه د ستاينې اوقدر وړ ګرځېدو مينه ده).
 
پام ولرئ چې ويليام جمز د غوښتنې، هيلې، انتظار او يا تمې د قدر کولو خبره نه کوي، هغه وايي: (دستاينې او قدر وړ ګرځيدنې ژوره مينه). دلته د ژورې مينې مقصد انساني او ازار ورکوونکې غوښتنې دي. او همدا استثنا د ډيرو لږو خلکو له خوا د پتمنې لارې ارضاکيږي . هغه څوک چې دا ليونۍ مينه د ابرومنې او پتمنې لارې راضي کوي؛ داسې شخص ترې جوړيږي چې نور ځان ته راکاږي او حتى د مړينې پرمهال حتى قبر ايستونکي هم پسې ژاړي؛ او وایي چې يو مهم، معتبر او پتمن شخص له لاسه تللى دى .
 
د مهم والې غوښتنه او احساس د شعور لرونکي حيوان په توګه د انسان او نورو حيواناتو تر منځ يو لوى او مهم او بنسټيز فرق دي . البته د لوړتيا غوښتنې احساس په حيواناتو کې هم شته چې زموږ له بحث نه بهر خبره ده . د مهم والي د احساس په اړه د يوه مثال يادول بدنه دي : د کوچنيوالي په مهال چې په ميسوري کې مې په يوه کرونده کې کار کاوه؛ پلارمې غوايان، وزې او نور ښکرور حيوانات ساتل؛ په دې منځ کې يو ډول ښکرور ايږ (خرس ) د خاص پام وړ و. موږ خوګان او غوايان د ختيځې امريکا کليوالي سيمو ته د مسابقې لپاره بيول او زياتره موګډون کوونکو حيواناتو لومړۍ جايزه ګټله . کله چې به دوستان او اشنايان زموږ کور ته راتلل پلار به مې ماته ويل چې هغه شيان راوړه او رانه غوښتل به یې چې يوه خوا ورسره  ونيسم، خپله به يې  بله خوا نيوله او په ميلمنو يې وياړ خرڅاوه؛ چې دا او هغه جايزه  يې ګټلې ده؛ هغوى به هم د جايزې په آبي رنګ ميینیدل او حیرانیدل به چې موږ دغسې جایزه وړې وه. حيوانات د دغسې جايزو په قدر هيڅ نه پوهېدل؛ خوپلار مې د دوى د زحمت حاصل ته سخت اهميت  ورکاوه، ځکه دې جايزو  په ده کې د مهموالي احساس راپاروه . په دې کې هېڅ شک نه لرم چې که د مهموالي سوزونکى  مينه له هماغه پيله د انسانانو او زموږ د نيکونو په منځ کې نه واى؛ دا حيرانوونکی او لوی تمدن بشر ته نه شو ر اتلى، په بله و ينا د مهموالي له احساس پرته به موږ هم د حيواناتو په شان بې بدلونه ژوند کولاى .
 
همدا د مهموالي احساس ددې سبب شو چې ديو بې سواده بقال فقير شاګرد د حقوقو څه زاړه کتابونه په ٥٠ سنته واخستل، ويې لوستل او په پاى کې د مهموالي داحساس په راضي کولو بريالي شو. دده نوم مو بيا بيا زما په کتابونو کې لوستى دى، نه ، نه تېروزئ ، هغه؛ هماغه  ابراهام لنکلن دى .
 
د مهموالي سوزونکې مينه ده، چې مشهور انګريز ليکوال يې د بېسارو او همېشنيو رومانونو ليکلو ته اړ ايست، د مهم  والي سوزونکى احساس دى، چې بتهوفن يې د هغو بې ساريو سمفوني ګانو او د موسيقۍ د شاهکارونو رامنځته کولو ته اړ ايست.
د مهموالي سوزونکى احساس دى؛ چې راکفلر يې د ميليارډونو ډالرو ساتنې اوجمع کوونې ته اړ ايست؛ که غوښتي يې واى ټول يې هيڅکله نه شو مصرفولاى .
 
د مهم والي سوزونکى احساس دى؛ چې ستاسو ګاونډى يو لوى څو زره متره تهداب لرونکى کور؛ له اړتيا پرته د افسانوي ماڼۍ په شان جوړوي. د مهموالي سوزونکى احساس دى؛ چې تاسو اړباسي ښه لباس واغوندئ، وروستنى ماډل موټر واخلئ او د خپلو ماشومانو هوښيارې کېسې نورو ته وکړئ .
 
بيا هم دا د مهموالي سو زونکى احساس دى؛ چې ځېنې ځوانان اوهلکان مجبوروي؛ دغلطې لارې ګانګستر، انسان وژونکى او مهشور جنايتکار شي. اى ، ب ، لرون د ښاروالۍ پخوانى رئيس وايي: (د نن ورځې تباه کوونکى ځوان د ځان پالنې او ځان غوښتنې نه ډک وجود لري . ډېر ليدل شوي دي، چې کله دغسې ځوانان نيول شوي دي؛ له خپلو کورنيو غواړي چې ددوى د خيانت اوبدو کړنو منعکسوونکې ورځپاڼې او مجلې ورته راوړي؛ دوى غواړي؛ هغه پاڼې ولولې چې دوى پکې د اتل په شکل راغلي دي، او چې ګورې په داسې ورځپاڼو کې چې د انشتاين، ليدبرګ، روزولت او توسکاني ني عکسونه او د کارونو شرحې چاپ شوې دي، د دوى عکس هم چاپ شوى دى، د برقي چوکۍ د مړينې دردناک ناتار هيروي).
 
که ماته ووايئ چې څه شى په تاسو کې د مهموالي احساس راپاروي؛ نو زه به ډېر زر پوه شم چې تاسو څوک ياست او څه شى ياست؛ دا ستاسو د شخصيت څرګندونکى دى، ځکه چې دا احساس ستاسو د وجود تر ټولو غوره برخه ده.  دبېلګې په ډول راکفلر په دې ځان ارضا کړ؛ چې یو روغتون جوړ کړي؛ دا روغتون د ډېرو غريبو خلکو لپاره جوړ شوى دى چې راکفلر په خپل عمر کې هډو ليدلي نه دي . ډیلینګر د خپل مهموالي احساس غلا او سړي وژنې ته په اقدام کولو او د بانکونو په لوټولو او تالان راضي کاوه، کله چې پوليسو ډبانګر څاره؛  د مينیسوټا په يوه  کرونده کې پټ شوى و او چې پوليس ور ورسېدل  راپورته شو او ويې ويل : زه هغه ډیلینګر يم چې پسې ګرځئ .
 
د راکفلر او ډبانګر تر منځ فرق د دوى  د مهموالي د احساس تر منځ فرق دى، او د دغه احساس د راضي کولو د لارو چارو په باب پکې فرق دى، دوى دواړو د مهموالي له احساس نه بيل تعبير درلود. تاريخ د مهموالي د احساس د راضي کولو د خوږو او ځلانده شواهدو نه ډک دى؛ چې لويو اشخاصو تر سره  کړي؛ اوپه دې لار کې يې هڅې کړي دي .
 
جورج واشنګټن پدې خوښيده؛ چې هغه ته (حضرت د امريکاجمهور رئـيس) ووايي او د امريکا کاشف کرستف کلمب ټينګار کاوه چې امير البحر او د هند نائـب السلطنه ورته وويل شي . لويې کاترينې به د هغو ليکونو پاکټ هېڅ بيرته کاوه نه؛ چې پر مخ به يې (علياحضرت امپراتريس) نه وليکل شوې . ميرمن لنکلن په سپينه ماڼۍ کې د يو پړانګ په شان په ميرمن  ګران ورټوپ کړ او په چغو يې  وويل (په کوم جرات زما په مخکې له اجازې پرته کېناستې؟)
 
د امريکا پانکوال په دې شرط حاضر شول چې د بيرد لپاره قطب ته د خطرناک او پرمصرفه سفر خر څ ورکړي؛ چې هغه قول وکړي څو د سهيلي  قطب کنګليز غرونه د دوى په نوم ونومول شي .
 
د فرانسې نابغه  ليکوال  او د بينوايان، نو دوسه، شاټیټي نتردام او نورو آثارو ليکوال غوښتل چې د پاريس ښار له سره نوى؛ او دده په نوم د ( وکتور  هو ګو ښار) ونومول شي .
 
شکسپير چې دده د نوم په ستروالي کې يې د اثارو  دسترتيا د رول په باب خبرو اړتيا نشته؛ او اثار يې له ياده تلونکي نه دي؛ هڅه يې کوله چې د کورنيو نښانونو په جوړولو خپلې کورنۍ اصيلولۍ ته رنګ او ځلا ورکړي .
 
داسې خلک  کم نه دي، چې ځان  ناروغه کوي، چې د خلکو پام ورواړوي او د مهموالي احساس پرې ټکور کړي . مېرمن مکنلي يوه دغسې بېلګه ده، دې مېرمنې دځان د مهم ګڼلو لپاره ډېر کارونه کول؛ دې دخپل مهموالي حس په دې ټکوراوه چې له خپل مېړه جمهور رئيس مکنلى نه يې غوښتل؛ مهم  دولتي کارونه پرېږ دي او ساعتونه د هغې د کټ په بازو ورسره کينې؛ چې هغه په خوا ږه خوب ويده شي. (په دغو شېبو کې به يې دا له ځان سره ضرور ويلې وي: (هو دا زه يم چې لوى ځواک مې پر بستره انتظار وباسي، نو زه په خپله ډېره مهمه يم). کله چې به د غاښونو  ډاکټر ددې مېرمن د غاښونو درمنله کوله، دې به خپل مېړه مجبوراوه چې څنګ ته يې کينې چې تسکين شي او د زړه قوت پيدا کړي، يو ځل يې مېړه له چا سره د کتنې وعده لرله او  دايې يواځې پرېښې وه؛ خو دې بیا داسې غوغا  جوړه؛ کړه چې د تما شو وه .
 
مېرمن را برتس راينهارت  راته ديوې ځوانې، هوښيارې اوپياوړې ښځې په باب خبره کوله او له د ځان دمهم ګڼلو يو ښه ټکی يې راوښوده؛ هغې ويل : مېرمن ... ځوانه، هوښياره، روغه او تندرسته ښځه وه، ډېره موده مې پېژنده نا څاپه داسې رنځوره شوه چې موږ ټول يې اريان کړو؛ دا ميرمن چې کله د ځوانۍ او ښکلا ډېرو کلونو تېرېدو او د مېړه د نشتوالي د ترخه حقيقت په پوهېدو د ځان مهم ګڼلو داحساس په رڼاکې ځېر شوه؛ ځان يې د نورو د نظر جلبولو لپاره ناروغه کړ؛ هغې دځوانۍ او يواځې والي دورې د تېرېدو درد ناک حقيقت درک کړى و او مجبوره وه؛ ويې مني. ددې دا ځان رنځور ښودل دومره سخت و چې بوډۍ او ناروغه مور يې اړه شوه؛ دوه کاله ددې پالنه وکړي؛ خو دا مېرمن نه يوازې هيله مندۍ ته راونه ګرځېده؛  بلکې خپله مور يې هم  نهيلې کړه ، زړې مېرمنې تر دوه کالو پرستارۍ  وروسته ځان لوى خداى ته وسپاره، ځوانې مېرمنې د مور تر مړينې څو ورځې وروسته  په ژړا او زارۍ پيل وکړ او ځان ناروغ ګڼلو ته يې دوام ورکړ؛ خو چې ويې ليده تر دې بله چاره نه نشته او اړه ده چې حقيقت ومني؛ له بسترې پاڅېده او داسې چې فکر کېده هيڅ ناروغي يې نه ده تېره کړې؛ مناسبې جامې يې واغوستې؛ عادي او له تظاهره خالي ژوند يې پيل کړ.
 
ځينې ارواپوهان داسې عقيده لري چې ځينې خلک د مهم ګڼلو د احساس لپاره خيالي نړۍ ته پناه وړي؛ او حتى کار يې دومره خرابېږي؛ چې په پاى کې ليونتوب ته ورسېږي. دوى غواړي هغو حقيقتونو ته چې د واقعيت په زېږه عالم کې ورته نه دي رسيدلي؛ د خيال په نړۍ کې ورورسيږي،  په امريکا کې د هغو ناروغانو شمېر چې له رواني ناروغيو کړېږي؛ ډیر زیات دی . که ستاسې عمر تر ١٥ کلنۍ لوړوي او دا ټول کلونه مو په نيو يارک کې تېر کړي وي، د عملي سر شمېرنو له مخې په سلو کې پنځه دا احتمال شته چې د خپل عمر اوه کاله ددې ايالت په دار المجانينو کې تېر کړئ .
 
د ليونتوب سبب څه دى؟ هيڅوک نه شي کولاى دې پوښتنې ته د ډاکټرى له ګرانو اصطلاحاتو او توضيحاتو پرته ځواب ورکړي . خو هغه څه چې موږ پرې په معمول او رواجي حساب پوهېږو دادى چې؛ د دماغي حجرو تباه کوونکي عوامل د ليونتوب سبب کېږي؛ چې په هغو کې ځينې ناروغۍ لکه نا علاجه سفليس شامل دى . په حقيقت کې نيمې رواني ناروغۍ له هغو صدمو څخه زېږېدلي دي، چې د ميکروبونو د ورننوتو، ذهري موادو اومغز د ټپونو نه پيداکېږي؛ نورې نيمايي يې چې د داستان غجمنه برخه جوړوي؛ هغه څوک دى چې د دماغ د حجرو د هيڅ ډول زیان پرته ليوني شوي دي .په هغو آزموينو کې چې د دغه شان ليونيانو پرمغز د دوى تر مړينې وروسته شوي دي، څرګنده شوې ده چې؛ د دوى د مغز حجرې زموږ او ستاسو د مغزو په اندازه روغې وې، دا تجربې په ډېرو مدرنو ميکروسکوپونو هم شوي دي، خو نتيجه يې يوه وه .
 
دا پوښتنه مې څه موده مخکې د امريکا د يوه مشهور ليونتون له مشر نه وکړه،  دې  ډاکټرې غوښتل د بې دليله جنون علت د ټولو د پوهې سره په سم ډول بيان کړي اوپه دې برخه کې له خپلو لوړو نشانونو او تجربو خبرې وکړي. ماته يې روښانه وويل چې هغه نه پوهېږي؛ ولې خلک ليوني کیږي،  هيڅوک د جنون سبب په غوڅ ډول نه شي ويلاى خو دې دا خبره ومنله، هر  څوک چې ليونى کېږي، د ليونتوب په نړۍ کې د مهم والي هغه احساس ته رسېږي، چې د رښتياو په نړۍ کې نه و ورسېدلاى؛ يوه کيسه  يې راته داسې وکړه، زه اوس د يوه ناروغ درملنه کوم چې کوژده يې په تراژیدۍ پاى ته رسېدلې ده. هغې، مينه، د جنسي شهوت ارضا، او ټولنيز پر ستيژ غوښت؛ خو ژوند يې ټولې هيلې برباد کړې، مېړه ته يې ګرانه نه وه اولا حاضر نه و چې ډوډۍ ورسره وخوري او دې ته يې اړ ايستله چې غذا د پاسني پوړ يوې کوټې ته وروړي، بچي يې نه وو. په ټولنه کې يې خپل  مېړه طلاق کړ او د خپل پيغلتوب نوم يې بيا پر ځان کېښود. اوس په خيال کې انځوروي چې د يو انګريز نجيب سړي سره يې واده کړى او ټينګار کوي، چې (ليډى سميټ) ورته وويل شي، خو د اولاد په باب هغه فکر کوي چې هره شپه نوى ماشوم زيږوي او چې کله ورشم؛ وايي ( ډاکټرې! نن شپه مې يو ماشوم پیدا شوى دى). ژوند يو ځل د هغې د روياګانو کشتۍ د حقيقت له تړو سره جنګولې او ماته کړې ده؛ خو دا ځل د جنون په خيال زيږونکو لمرينو جزيرو کې دهغې طلايې کشتۍ ګوتې په داسې حال کې روانې دي؛ چې د موسيقي غږ ورپسې ترنم کوي؛ او روغې بندر ته رسېږي .
 
آيا دا خبره دردناکه اوتراژيکه ده ؟ (که ما کولاى شواى؛ لاسونه اوږده کړم اوعقل بيرته ورته راونيسم؛ دا کار مې نه کاوه. ځکه په همدې حالت کې چې اوس هغه ده، له نيکمرغۍ برخمنه ده، په ټوليز ډول ليوني تر ما او تا نيکمرغه دي، ډېر خلک له ليونتوب نه خوند اخلي، ولې به يې نه اخلي؛ دوى خپلې ستونزې حل کړې دي، دوى حاضر دي تاسو ته يو ميليون ډالري چک وليکي او يادرته يو لارښوونکى ليک وليکي، دوى په خپل خيالي  جهان کې  چې خپله يې جوړ کړى، د مهموالي احساس (چې ډېر ورته تږي وو)؛  راضي کړي دي .
 
که ځينې خلک دمهم والي احساس ته دومره تږي وي، چې ليونتوب پرې مني، نو ومنئ، چې زموږ اوستاسو له لاسه به څه معجزې وشي، چې د جنون دې خوا، د هغو افرادو تشویق او ستاينه وکړو چې رښتيا د ستاينې  او قدر وړ دي . تر هغه چې زه خبر يم؛ دوه کسه په تاريخ کې داسې وو چې کلني حقوق يې يو ميليون ډالر وو او دا والتر کرايسلر او چارلز شواب دي. ولې اندريو کارنګي شواب ته په کال يو ميليون او په ورځ کې له ٣٠٠٠ زيات ډالر ورکول؟ هو ولې؟  آيا په دې خاطر وو چې شواب نابغه و؟ نه ! آيا  ددې لپاره چې  دپولادو صنعت په باب له نورو  ډېر پوهېده؟ نه!
 
په خپله چارلز شواب ماته ويلي دي چې د هغو اشخاصو معلومات چې دده تر لاس لاندې کار کوي د فولادو په صنعت کې تر ده ډېر زيات دي . شواب وايي : ده ته د دغسې لويو حقوقو ورکولو سبب د خلکو سره د سلوک استعداد او وړتيا ده، له ده مې وپوښتل چې له خلکو سره د سلوک په باب کومه لار چلوې؟  هغه راته د خپل بري راز په لاندې کليمو کې ووايه چې بايد حتماً په همېشنيو برنزي لوحو په هر ښوونځي او مدرسه او هر دوکان او هره اداره کې ځوړند شي؛ چې ماشومان د لاتيني ژبې د قواعدو د زده کړې او د اورښت د اندازې پر زده کړې د وخت د ضايع کېدو پرځاى هغه  زده کړي .
 
که ددې کليمو د ښوونې سره سمه کړنه وکړو؛ په ژوند کې به لوى بدلون راشي، شواب وايي ( زه په دې عقيده يم چې، تر ټولو لويه پانګه  چې زه لرم؛ داده چې دقدردانۍ او تشويق په وسيله د خلکو په منځ کې شوق او د کار مينه پيدا کولاى شم  او د دوى بهترين استعدادونه روزم .
 
د مشرانو د انتقاد او خرده ګيرۍ هومره هيڅ شى د اشخاصو استعداد او همت نه وژني، زه له هيچا انتقاد نه کوم او عقيده لرم، چې افراد کار او فعاليت ته وهڅول شي، ځکه د افرادو د تشويق پلوي اوله خرده ګيرۍ نه بيزار يم، که د چا کار مې خوښ شو صميمانه يې ستايم اوپه ستاينه کې يې مبالغه کوم. دا هغه څه دي چې شواب يې سرته رسوي؛ خويو عادي فرد  څه کوي؟ منم د دې پرعکس کار کوي . که کوم کار يې په خوښه سرته ونه رسېد، خطا کار  رسوا کوي اوکه کار ښه وشو؛ غلى پاتې کېږي .
 
شواب وايي: په هغو برخوردونو کې چې په ژوند کې مې کړي دي او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د بېلو اشخاصو او د بې شمېره شخصيتونو سره مې خبرې کړي دي، داسې څوک مې نه دي ليدلي؛ (که څه  هم د خپل مقام او چوکۍ لپاره ډېر وړ هم وي)؛ چې تشويق او ستاينه پرې اغېزه ونکړي؛ او د تشويق په نتيجه کې خپل کار ښه سرته ونه رسوي . د دغه په برعکس حالت او وضعه کې خلک ډېر خراب کار کوي چې د خرده ګيرى  په نشتوالي کې يې کاوه . هغه په څرګنده  اعتراف کاوه ؛ د اندريوکارنګي د بري يو لوى سبب همدا دى، کارنګي د خپلو همکارانو ستاينه هم په مجلس کې او هم وروسته (په غياب کې) کوله؛ کارنګي غوښتل چې حتى تر مړينې وروسته هم دده د همکارانو ستاينه وشي،ځکه يې امر کړى و چې تر مړينې وروسته يې د قبر پر شناخته داسې وليکل شي: (په دې ځاى کې داسې سړى پروت دى چې پوهېده؛ داسې اشخاص پر ځان راټول کړي؛ چې تر ده هوښيار وو).
 
صميمانه قدرداني کول د راکفلر  د بري يو مهم راز و، په همدغه شان  کله چې د هغه يو شريک يانې اډوارډ فورډ د هغې بدې معاملې له امله چې جنوبي امريکا کې يې وکړه او شرکت يې يو ميليون ډالره تاوان وکړ؛ راکفلر کولاى شول هغه ورټي؛ خو هغه پوهېده چې فورد کيدونې هڅه کړې ده؛ نو پېښه يې پاى ته رسيدلې وګڼله او فورد يې لا وستايه او دا چې په سلو کې ٦٠ يې خپله پانګه ساتلې وه هغه ته يې مبارکي وويله . راکفلر وويل ( دا يو ښه  کار و، موږ چې په لوړو طبقو کې يوو؛ د يو داسې کار د کولو جوګه نه يو)
زيګفيلد چې د (برادوى) تر ټولو تماشه اى صحنه جوړونکى و، خپل شهرت يې د هغه فوق العاده استعداد نه لاسته راوړى و چې د امريکايي ښځې په ځلولو کې يې درلود؛ ده زياتره هغه بې ډوله ښځې چې چا ورته کتل هم نه؛ له کوڅې نه صحنې ته راوستلې او په ښکلو او یرانونکو ښځو يې بدلولې؛ ځکه د ستايلو اوپرځان د باور په اهميت پوه شوى و؛ زېګفلد يواځې د نازونې او ستايې له لارې؛ ښځې اړ ايستلې چې ځانونه ښکلې وګڼي؛ هغه دعمل سړى و؛ د سندرغاړو نجونو حقوق يې په اونۍ کې له ٣٠ ډالرو نه ١٧٠ ډالرو ته لوړ کړل؛ هغه شواليه هم و؛ د (فولي) د پرانستلو په ورځ يې د تلګراف له  لارې ټولو ته خبر وکړ؛ او په ګلانو کې يې ډوبې کړې .
 
ما يوځل هوس وکړ روژه ونيسم او شپږ شپې او ورځې مې څه ونه خوړل، ګران کار نه و، د شپږمې ورځې په پاى کې د دوهمې ورځې تر پاى کم وږى وم ، تاسو هم  پوهېږئ او زه هم؛ چې کله څوک د خپلې کورنۍ غړو ته شپږ ورځې غذا ورنکړي، خيانتکار ګڼل کېږي، خو همدا خلک  خپلې کورنۍ ته د معنوي غذا په ورکړه کې ٦ ورځې څه چې؛  شپږ هفتې؛ او حتى ٦٠  کاله بې پروايي کوي .
 
کله چې الفرد لونټد ویانا په ریونین کې مهم رول لوباوه، ویې ويل (د خپل عزت  النفس لپاره د غذا په اندازه؛ هيڅ شى ته اړ نه يم)
 
موږ خپلو زامنو، دوستانو او لاس لاندې خلکو ته مادي غذا ورکوو؛ خو څومره کم پيښېږي؛ چې د هغوى د نفس عزت او د طبع درنښت هم تغذيه کړو ، موږ دوى ته پياز او کچالو ورکوو چې انرژي پيدا کړي خو؛ د هڅوونکو خبرو په کولو کې چې د دوى په ذهن کې تر عمره پاتې کېږي او د سهار د ستوري د موسيقۍ په شان انګازې  کوي، کمى کوو.
 
ځينې لوستونکي چې پورتنۍ جملې لولي، وايي به چې ستا خبرې هماغه پخوانۍ د برس او پالش  او چاپلوسۍ خبرې دي؛ دا لارې په درد نه خوري، په ځانګړي ډول د هوښيارو خلکو په باب. البته چاپلوسي د هغه چا په وړاندې چې د تميز د ځواک لرونکي دي، ډېره کمه اغېزمنه کېږي، ځکه چاپلوسي په منځ کې تشه او ځان غوښتونکې وي، صميميت پکې نه وي؛ نو چاپلوسي بايد بې اغېزې وي او زياتره بې اغېزې وي هم؛ دا سمه ده چې ځينې افراد د داسې وږو په شان ستاينې ته اړ وي چې له ډېرې ولږې؛ د وښو او چينجيو خوړلو ته هم حاضرېږي، هره خبره چې ورته کېږي، په پوره خوښۍ يې تيروي.
 
دبېلګې په ډول مديواني ورونو چې څو ځل واده کړى و، دکورني ژوند په بازار کې ولې دومره بريالي وو؟ ولې دا ورونه چې (پرنس ـ شهزاده) ورته ويل کېدل؛ بريالي شول چې د سينما د نړۍ له دوه تنو ډېرو زياتو ښکليو ستورو سره ودونه وکړي، اويوه لومړۍ درجه ښځه چې ډېره پانګه يې درلوده اوپه ټوله نړۍ کې مشهوره وه؛ ولې يې ور سره واده وکړ؟ هو، ولې؟ دوې څنګه وتوانېدل چې دا کار  وکړي؟  راجرز سنټ جان په لیبرټي مجله کې په يوه مقاله کې ليکي : (هغه جذبه چې مديواني وورنو پر ښځو پرې ايسته، ډېرو خلکو ته د اسرارو څخه وه)؛ پولانکري چې يوه هوښياره ښځه او نړۍ يې ليدلې وه او د نارينه و په پيژندنه کې ډېره پوهه او مشهوره هنرمنده وه؛ ماته يې د مديواني ورونو ددې زړه وړنې سبب  تشريح کړ؛ او ويې ويل: (دوى داسې د ستاينې کولو په کارکې استادان دي چې ما په ژوند کې نه دي ليدلي او په دې وجه پدې واقعبينانه نړۍ کې د چاپلوسۍ هنر يو هېر شوى هنر دى، زه کولاى شم تاسو ته په يقين سره دا ووايم چې د دوى د بري راز همدا دى). حتى ملکه  وکتوريا د تملق سره حساسه وه. ډيسرايلي اعتراف کړى دى چې د ملکې سره يې د برخورد پر مهال د تملق له معجونه تر ډېره حده کار اخستى دى، دا د همده خبرې دي: (هغه مې په ښکلې طريقه نازوله)، په عين حال کې ډيسرائيلي يو له هغو تر ټولو ماهر و او تر ټولو باخبرو اشخاصو و؛ چې په خپل کار کې بريالي و، هغه کړنلاره چې د ده په باب اغېزمنه واقع کېده؛ نو چاپلوس به په پاى کې زيان ليده، تملق جعل اوتقلب دى او د جعلي پېسو په شان چې د ګټې هڅه ترې وکړې، اخر دې په چا نيسي او بندي کوي دې .
 
د ستاينې اوښې وينا او تملق او چاپلوسۍ څه توپير دى؟  د دې دواړو بېلول ډېر آسان دي، په ستاينه کې صميميت  نغښتى دى، او په تملق کې نه، يو د زړه نه راڅاڅي اوبل له ژبې نه، يو ځان غو ښتونکى نه دى، بل پر ځان غوښتنه ولاړ دى، صميمانه ستاينه او خوږه وينا د هر چا د صفت وړ ده؛ خو تملق  هر ځاى د کرکې وړ او محکوم دى. په دې وروستيو کې مې د مکسيکو په ښار کې د يو جنرال مجسمه وليده چې لاندې ترې دده دا له حکمته ډکې خبرې ليکل شوې وې: (له هغو دښمنانو مه وېرېږه چې پر تا بريد کوي؛ له هغو دوستانو ووېرېږه چې چاپلوسي درته کوي).
 
نه، نه، نه! زه تاسو ته وړانديز نه کوم چې چاپلوسي وکړئ. غواړم د ژوند نوې لار دروښايم؛  راځئ بيا يې درته تکرار کړم؛ غواړم د ژوند نوې لار در و ښايم .
پينځم جورج امرکړى و چې شپږ لنډې  کليمې يې په بوکينګهم کې د کار په دفترکې ليک کړي؛ ددې لنډو کليمو يوه دا ده: (دا را زده کړه چې نه دچا بيځايه ستاينه اوصفت وکړم؛ او نه بې ارزښته ستاينه واورم). چاپلوسي داده (بې ارزښته ستاينه). يو ځل مې د تملق تعريف لوستى و چې دلته د راوړلو وړ دى: (تملق د هغو شيانو بيان دى چې مقابل لوری فکر نه کوي؛ چې په ده کې  دغه شته).
 
امرسن وايي: (هره ژبه چې غواړئ وکاروئ، تاسو نه شئ کولاى ځان تر هغه څه بل شان وښايئ؛ چې څه ډول ياست). که په ژوند کې د چاپلوسۍ پرته بل کار نه  واى، ټولو به هم دا کاوه او په انساني اړيکيو کې به ماهر کېداى. معمولاً کله چې په يوه ټاکلې مسئله کې بوخت نه يوو، نور فکرو نه مو ټول په سلو کې ٩٥ د ځان په باب دي . اوس که لږ ه شيبه د ځان په باب له فکر کولو لېرې شوو او لږ د نورو د مثبتو او ښو خواوو په باب فکر وکړو، دې ته به اړتيا نه وي چې داسې بې ارزښته تملق او دروغو ته اړ شوو؛ چې لا د خولې مو وتلي نه وي او سم د لاسه معلوم شوی وي .
 
امر سون وايي : (هر څوک چې راسره مخامخېږي، په يو لحاط رانه برتري لري، زه هڅه کوم له هماغه څه نه يې چې تر ما برتري  لري؛ يو څه  زده کړم) که دا وينا د امرسون لپاره رښتيا وه؛ آيا زما او ستا لپاره زرګونه ځل  ضروري نه ده؟ پرېږدئ چې د خپلو کميو فکر وکړو، پرېږدئ تملق هېر کړو او صادقانه ستاينه او خوږه وېنا زده کړو، که په خوښه او رضا نور په سخاوتمندانه ډول وستايو، خلک هم زموږ خبرو ته  ارزښت ورکوي؛ هغه به د يوې خزانې په شان په خپله حافظه کې وساتي؛ ټول عمر به يې تکرار کړي او حتى تر ډېرو کلونو چې ستاسې به هېرې وي، خو هغوی به يې ياد وي .
 
 
 
 


درېيم څپرکى
هغه چې دا کار کولاى شي؛
ټوله نړۍ  به دځان ملګرې کړي.
هغه چې دا کار نشي کولاى؛
ديواځېتوب دکوڅې لاروى به وي.
 
د اوړي فصل چې رارسېږي په ډېر شوق د مايني غاړو ته د ماهي نيولو لپاره ځم؛ دا راته يو عادت جوړ شوى دى؛ ځکه زه له دې سفر نه ډېره روحي ارامتيا ځان سره راوړم؛ دلته دسفر د ښېګڼو قصدنه لرم؛ بلکې د يوې مسئلې د طرح کولو قصد لرم چې ددې لپاره ترې  نتيجه  واخلم .
 
زه په خپله له کوچنيوالي نه له توتانو سره ډېره مينه لرم؛ خو حيران يم چې ماهيان ولې چنجيانو ته پر دې خوږو شيانو ترجيح ورکوي؟ کله چې ماهي نيونې ته ځم په بل فکر کې نه يم چې څه ته اړ يم؛ په لومړۍ مرحله کې فکر کوم ماهيان څه ته اړ دي؛ زه پوهېږم ماهيان څه غواړي؛ زه هيڅکله په خپل چنګ کې توتان نه ځوړندوم، بلکې چينجى يا ملخ پکې ځوړندوم او د سيند ماهيانو ته وايم : ( وفرمايئ دستر خوان تيار دى، دا غذا نوش جان کړئ). د انسانانو د ښکار لپاره هم ولې د دغې لارې نه چې روغ عقل ورسره هېڅ ضد نه لري؛  کار وانه خلو؟
 
لوی جورج چې دا طريقه يې زده وه، کله چې ترې وپوښتل شول داڅنګه وشول چې له نړيوالې جګړې وروسته  نور رهبران لکه ويلسون، رولاندې او کلمنسون له کاره لېرې شول او تاسو هماغسې ثابت پر خپل ځاى پاتې شوى؟ ده ځواب ورکړ: که په دې پست کې زما د پاتې کېدو په علت ځان پوهول غواړئ؛ احتمالاً به دې نتيجې ته ورسېږئ چې ما دا زده کړې ده؛ چې د ښکارپه چنګ کې څنګه د ښکار وړ شي او د خوښې وړ مړۍ کېږدم چې د هغه له طبعې سره سمه وي؛ په بله وينا په تجربه مې موندلې ده؛ د چنګ په څوکه کې څه شى کېږدم؛ چې غافل ښکارېدونکى يې خوښ کړي .
 
ولې موږ بايد تل له هغه څخه خبرې وکړو چې ورته اړ يو، آیا داسې نه ده؛ چې دا عمل يو ځان خوښى اوبې ګټې عمل دى؟ البته تاسو له هغه څه سره چې اړتيا ورته  لرئ،  مينه ښايئ او دا مينه هم همېشنۍ او بدلون نه منونکې ده. منظور مې ستاسې د غوښتنو ځان خوښي ده، نو رهم د هغو شيانو سره مينه لري چې ورته اړ دي. په دغسې نظر په نورو کې د نفوذ يوازنۍ لار داده؛ د هغه څه په باب بايد وغږېږو چې بل لورى ورته اړتیا لري .
 
نو د مهربانۍ له مخې سر له سبا له هغه چانه چې غواړئ ستاسو لپاره يو کار وکړي؛ د هغوى د خوښې وړ مسايلو په باب  وغږېږئ . مثلاً که نه غواړئ چې زوى مو سګرت وڅکوي (داستاسې د خوښۍ وړ موضوع ده)؛ ورته د وعظ و نصيحت اوخطابې مجلس مه دايروه او د هغې موضوع په باب چې ويل يې غواړئ راساً اوښکاره څه مه وايه؛ بلکې په داسې شان يې ورته ووايه چې سګرت څکول هغه؛ دهغه د خوښې وړ مسايلو نه وروسته پاتې کوي .
 
که تاسو د ماشومانو سره سرو کار لرئ، ددې ټکي په ياد ساتل ضرور دي چې هغوى له خوښې بايد خبراوسئ؛ د انسان په باب يواځې نه، حتى د حيوان په باب هم د خو ښې خبره د پام وړ ده .
 
يو ساده مثال درته وړاندې کوم: ښاغلي رالف والدو امر سون او زوى يې هڅه کوله يو خوسى چې لايې د مور شيدې خوړلې؛ د خلاصې سيمې نه غوجلې ته بوزي؛ ښاغلي امرسون خوسى له مخې راکښه او زوى يې پسې په شاه ټېله کاوه؛ خوسي هم ورسره هماغه کار کاوه؛ يانې پښې يې په ځمکه کلکې کړې  وې او د پلار او زوى مقابل لوري ته يې زور کاوه اوپه سر تمبه ګۍ سره يې د کروندې  د ازادې فضا نه دغوجلې زندان ته له تلو سرغړاوه؛ د دوى زړه ايرلنډۍ خدمتګاره چې د پلار و زوى د کوښښ او د خوسي د مقاومت سيل يې کاوه؛ که څه هم سواد يې نه درلود؛ ارواپوهنه يې هم نه وه لوستې، چندان زور يې هم نه و؛ رامخې ته شوه او ورته ويې ويل: خوسی پرېږدئ! هغې وروسته خپله ګوته د خوسې خولې ته نږدې کړه او پرې يې ښوده چې هغه يې د مور دتي په شان وروي، په همدغه حال کې زړه ښځه يو يو ګام مخکې د غوجلې لورته تله او خوسي هم په مينه د بوډۍ لارتعقيبوله .
 
د زېږېدو نه راوروسته چې هر کار ستاسې نه شوى دى، حتماً ددې لپاره شوى دی چې يو څه مو غوښتل؛ مثلاً که ژړلي مو دي، شيدې مو غوښتي دي؛ که نا رامي مو څرګنده کړې، حتماً ناروغ وئ اوښه والى مو غوښت؛ که په جديت مو درس لوستى وي؛ حتماً په راتلونکې کې د ښه مقام غوښتنونکي وئ؛ رښتيا، په داسې نظريو د اړو کسانو او خېريه موسسو سره خپلې مرستې څنګه ګڼئ؟  که مو څه پسې کومې خيریه ټولنې ته ورکړې وي؛ څه مو غوښتل ؟ باور ولرئ چې که ځان غوښتنه درته مهمه نه واى؛ دا مو په ځان زحمت نه تېراوه چې په خوارو پېسې وګټئ او بيا يې خيريه ټولنې ته ورکړئ؛ چې هغوى پرې خپلې اړتياوې لېرې کړي؛ تاسوپه دې باندې خپلې اړتيا وې لرې کولې؛ تاسو په دې باندې خپله اړتيا پوره کړې ده او دا په اصل کې دځان غوښتنې د رفع کولو تر ټولو ښه لاره ده.
 
پروفيسر هارى د (انساني اړتياوې) په کتاب کې ليکي : (زموږ کړنې په اصل کې زموږ د اصلي او بنسټيزو غوښتنو ښودونکې او زموږ له اړتياوو سرچينه اخلي). هغوکسانو ته چې غواړي په سوداګريزو چارو؛ يا کور يا مدرسه او يا د سياحت په صحنه کې فعال وي؛ او په نورو کې نفوذ وکړي؛ بهترين نصيحت دادى چې؛ لومړى دې هڅه وکړي په بل لوري کې سخته لېوالتيا پيداکړي؛ څوک چې ددې کار دکولو وس لري ټوله نړۍ به دځان ملګرې او پلوى کړي؛ او چې  دا کار نه شي کولاى يو لاروي به وي چې د يواځې والي پرلار روان دى .
 
اندريو کارنګي د يو سکاتلندي بيوزلي زوى و؛ چې په ساعت کې په دوه سنته يې کار پيل کړ او په هڅه يې ځان داسې ځاى ته ورساوه چې د مړينې پرمهال يې له خپلې پانګې ٣٦٥ ميلونه ډالره خيریه چارو ته بيل کړل؛  دې بيوزلي سکاتلندى ماشو م دا ډېره زر  زده کړه؛ چې په نورو کې د نفوذ لار داده چې د هغوى  سره د هغوى د غوښتنو په باب وغږېږو؛ هغه يواځې څلور کاله ښوونځى لوستى و؛ خو د خلکو سره په راشه درشه پوهېده اودا يې د بري راز و. جالبه ده چې د اندريوکارنګي د لوى عمر يوه کيسه نقل کړو : د کارنګي د ورور ښځې دوه زامن لرل؛ چې په پوهنتون کې یې زده کړې کولې؛ مور يې د دې دواړو په باب سخته  ځير وه خو دوى دومره پخپلو کارونو کې بوخت وو چې وخت يې نه درلود ه؛ د خپلې وارخطا مور ليکونو ته ځواب وليکي : کارنګي څو ډالره کېښودل، چې زامن به مورته ليکونه ولېږي، ده خپلو ورېرونو ته ليک ولېږه او ورته  ويې ليکل چې هر يوه ته يې پنځه ډالره لېږلي دي، خو پيسې يې په پاکت کې کېنښودې؛ يوه اونۍ وروسته دليک ځواب راغى؛ هلکانو د خپل تره نه مننه  کړې وه او په ضمن کې يې د پاکت خالي والي ته اشاره کړې وه؛ په  نوره پېښه يې تاسو خپله پوهېږئ .
 
سبا ممکن وغواړئ چې يو چاته د يو کار د کولو ووايئ؛ له د ې مخکې لږ سوچ وکړئ اوله ځانه پوښتئ، څه ډول يې دې ته اړ باسم چې زما د خوښې وړ کار په خپله خوښه  وکړي؟ دا پوښتنه بس ده چې پوه شو؛ له احتياط او تامل پرته بايد چاپسې لاړ نه شواو دخپلو غوښتنو په باب ورسره بېځايه خبرې ونه کړو .
 
زما د يوې درسي غونډې په پيل کې ناڅاپه خبر راغى چې باید د پخواپه نسبت درې چنده ډېر مبلغ تحويل کړم؛ دا خبر داسې مهال راورسېد؛ چې ګډون کوونکو ته ټکټونه ويشل شوي وو؛ او مربوط اعلانونه هم نشر شوي وو. طبيعي ده چې زه حاضر نه وم اضافي پسې تحويل کړم خو د هوټل له مدير سره په دې موضوع خبرو څه فايده نه درلوده؛ هغه خويواځې د هغه څه سره مينه درلوده چې خپله يې غوښتل؛ څو ورځې وروسته د هوټل د مدير ليدنې ته لاړم او ورته ومې وويل :  کله چې مې ستاسې ليک لاسته راوړ، لومړى لږ  ولړزيدم، خو په هيڅ دليل تا ملامت نه ګڼم؛ که زه هم ستا پرځاى واى ښايي داسې ليک مې درته ليکلى واى، داچې د هوټل د مدير په حيث ستا دا وظيفه ده چې ډېره ګټه وکړې او که دا کار ونکړې، له کاره خارجېږئ؛ او با يد هم خارج شئ؛ خو که غواړئ زمانه دغه اضافي مبلغ لاسته راوړئ، راځي چې يوځل يې درته ګټې او تاوانونه دواړه تشريح کړم؛ يوه پاڼه کاغذ مې راواخيست؛ يو ستون مې (ګټو) اوبل (تاوان) ته ورکړ؛ دګټو تر ستون لاندې مې دا شيان وليکل: د ګډا سالون به خلاص پاتې شي؛ تاسې کولاى شئ هغه بل چاته په کرايه ورکړئ؛ له دې به درته ډېره ګټه ورسېږي؛ که زه په دې موسم کې ٢٠ شپې ستاسو نه دغه سالون په کرايه وانخلم؛ ډېر تاوان به در ورسېږي). اوس به د تاوانونو په باب خبرې وکړو؛ لومړى تاوان دادى چې که زه دغومره کرايې ته حاضر نه شم؛ زما له نشتوالي به هم پوره تاوان درورسېږي؛ خوهيڅ به لاس ته رانه وړئ؛ ځکه د دې وس نه لرم چې دغومره لوړه کرايه ورکړم؛ او مجبور يم خپلې ويناوې  بل ځاى  داېرې  کړم  . دا اقدام تاسو ته يو بل تاوان  هم لري  زما ويناوې  ستاسو هوټل ته با سواده او تحصيل کړي خلک راکاږي؛ او دا ستاسې  دهوټل لپاره ښه تبليغ  دی؛ داسې نه ده ؟ رښتيا ده چې که تاسو د (٥٠٠٠)  ډالرو په بيه اعلانونه په ورځپاڼو کې خپاره کړئ؛ دومره خلک  به مو هوټل ته رانه کاږئ، څومره چې زماويناوې يې درته جذبوي؛ هماغه وخت چې خبرې مې کولې؛ ياد شوې ضررونه مې وليکل اودهوټل مدير ته مې ورکړل او ومې ويل (غواړم ګټې او فايدې په ځير ولولئ اوخپله پرېکړه راته ووایئ). بله ورځ يو ليک راغى چې اجاره په کې  د ٣٠٪ پرځاى يواځې ۵٪ فيصده لوړه شوې وه. دا ياد ولرئ چې ما د تخفيف  په باب د يوې کليمې له یادولو پرته خپل پام وړ تخفيف ترلاسه کړ، په خپلو خبرو کې مې د داسې موضوع  په باب خبرې وکړې؛ چې د بل لوري خوښې وې او هغه ته مې وويل څنګه کولاى شي خپلو غوښتنو ته ورسېږي .
 
اوس به دا فرض کړو خلک چې معمولاً په داسې پېښو کې  کوم کار کوي،  که ما هم کړى واى اوپه غصه د مدير د کار دفتر ته  ورغلې او ورته ويلې مې واى : % ٣٠  اجازه دې د څه لپاره لوړه کړې ده؟ هغه هم په داسې وخت کې چې ما ټکټونه وېشلي او خبر پاڼې مې خورې کړې دي % ٣٠ مسخره او بې مانا ده؛ زه به دا جازه هيڅکله ورنکړم . فکر کوئ چې څه به پيښ شوى واى؟ بحث او خبرې مو ګرمېدې او جنجال ته خبره رسېده، که دې مې قانع کړى هم واى چې خبره يې ناسمه ده، خو احساسات يې ټپي کېدل، او ګرانه به واى چې تسليم شي.
 
دانساني اړيکيو په باب يو مهم لارښود درته لاندې وړاندې کوم . دا مشهور هانري فورډ ويلي دي: (که په بري کې کوم راز وي، هغه د مقابل لوري د فکر د معلوملو کشف او د هغه او خپلې ليد زاويي څخه د شيانو  ليدل دي)؛ دا لارښوونه دومره ساده او رښتياه ده چې هرڅوک يې په لومړى ځل ليدو بې له تعصبه په رښتيا پوهېږي. خو %٩٠ خلک یې هر ځل ٩٩ ځلې هغه هېروي . مثال غواړئ؟ هغه ليک چې سبا مو لاسته درځي، وګوري، و به وينئ زياتره ليکوال دا عالي قانون چې سليم عقل يې د منلو امر کوي، هيروي، لکه لاندې ليک  چې د يوې راديويې ادارې د يو مشر دى، چې څانګې يې په ټوله امريکا کې خورې دي، دا ليک په ټول هېواد کې د راديوګانو سيمه ييزو تم ځايونو ته لېږل شوي دى، د هرې کليمې سره يې چې ما کوم عکس العمل ښودلى دى په قوسونو کې مې بيل کړى دى.
ښاغلى جان  بلانک
بلانک ويل
انديانا
ګران ښاغلى بلانک
مينه لري؛ د راديويي تبليغاتو اژانس په لارښوونه کې چې کوم دريځ لري، هغه وساتي .
 
(څوک ستا د شرکت غوښتنو ته پام کوي، زه په خپلو غمونو کې ډوب يم ، بانک مې د کور لپاره د پيسو له ورکړي سر پيچي؛ چنجي مې د کور ګلان له منځه وړي؛ پرون مې رتبه ټيټه شوه؛ نن په وخت اورګاډي ته ونه رسېدم او رانه تللی و؛ د جونز ګډا  محفل ته يې نه وم بللى؛ ډاکتر وايي زما د وينې فشار  لوړ دى، د اعصابو د کمزورۍ او د ويښتانو د رژېدو په ناروغۍ اخته يم؛ بيابه څه کېږي)، وارخطا خپل دفتر ته ننوزم؛ او يو پاکت ګورم چې د نيويارک يو له ځانه راضي مدير د خپل شرکت د غوښتنو په باب ليکلى دى؛ راګرځم او که هغه پوهېداى چې دې ليک په ماکې څنګه عکس العمل  وزېږاوه، نو د تبليغاتو نه يې لاس اخيست، او د ګډو وينځلو لپاره به يې د مايع توليد ته لاس اچولى واى .
 
ملي خپرونې چې اژانس يې خپروي او په لومړي مقام کې ځاى لري،  داسې پروګرام  و چې هر کال مخکې تلو، تاسو لوى او پانګوال ياست او د ټولو په سرکې ولاړ ياست، نو څه؟  زه خو تاسو ته يوه ټنګه ارزښت  هم نه درکوم،  که څه هم شرکت مو د جنرال موټورز، جنرال الکټريک او د امريکا د ټول پوځ هومره لوى شي، که د يوې چنچڼې هومره شعور دې درلوداى؛ په دې پوهېدې چې زه مينه نلرم، وپوهېږم تاسو څومره ستر ياست، بلکې دا مينه لرم وپوهېږم چې زه خپله څومره لوى او مهم يم، دا ټولې خبرې چې ځان د لويوالي په باب کوئ؛ ددې سبب کېږي، چې خپل سپکوالى احساس کړم).
 
موږ غواړو تر ټولو وروستي معلومات خپلو اخستونکو ته وړاندې کړو. (تاسو غواړئ؟ تاسو غواړئ؟ تاسې خو بيخي د ځان په فکر شوې ياست، زه نه غواړم وپوهېږم چې تاسو څه غواړئ؛ يا د امریکا ولسمشر څه غواړي، پرېږدئ چې د لومړي او وروستي ځل لپاره درته ووايم چې زه يواځې له يوه شي سره مينه لرم؛ او هغه څه چې ز ه يې غوښتونکى يم او تاسو ورته په خپل ليک کې حتى يوه اشاره هم نه ده کړې.
 
نو ځکه دا کېدونې ده چې شرکت ته د اوونيزو معلوماتو په رالېږلو؛ موږ ته د لومړيتوب حق راکړئ او ټول جزئيات چې يو اژانس ته پکار دي؛ په خپل وخت موږ ته راکړئ؟ ( لومړىتوب درکړو؟ څه سپين سترګي؟ دغه غوړې خبرې چې مو د خپل شرکت په باب کړ ي دي؛ زما حقارت مو راپارولى دى او لا زمانه غواړئ چې تاسو ته لومړيتوب درکړم؛ کله چې دا کليمي کاروئ د (هيله لرم) يو ټکى هم نه وایئ .
 
(ستاسو څرګند ځواب چې په دې برخه کې به ستاسو د وروستيو اقداماتو بيانوونکی وي؛ کېداى شي ددواړو خواو په ګټه  وي . (اى کم عقلانو ! تاسو داسې بخشش پاڼه چې  هر ځاى دمني په موسم کې د رژیدلو پاڼو په شان پرتې دي؛ رالېږلې ده . زه چې د خپل کور د قرض، ګلانو او د خپلې وينې د فشار په غم کې يم؛ تاسو رانه په ډېره سپين سترګۍ غواړئ چې کېنم او تاسو ته ځواب وليکم او هغه هم يو (بيړنى) ځواب. ستا مطلب له (بيړني) نه څه دى؟ نه پوهېږئ چې زه ستاسې په اندازه مشغول يم؛ په داسې حال کې چې له دې بوختياوو نه د ځان خلاصون لټوم؛ تاسو په کوم حق راپسې شوي ياست؟ تاسو وايئ (ددواړو خواو په ګټه) به وي، ښه بيا هم د شکر ځاى دى زما په فکرکې خو ياست؛ خونه مو دي ويلي چې معامله به زما څنګه په ګټه وي؟)
ستا ارادتمند 
جان بانک دراديو مدير
 
لطفاً ددې سره مل هغه پاڼه وګورئ چې د بلانک ويل مجلې نه کاپي شوي؛ بيله بيا چاپ شوې اوتاسو ته درولېږل شوه؛ کېداى شي مطالب يې ستاسې د پام وړ وګرځي او که وغواړئ هغه د خپل راديویي سټيشن نه خپره کړئ. (په پاى کې اوس پوه شوم؛ چې ايله دې لا يو څه ته اشاره کړې ده؛ چې کېداى شي زما ستونزه حل کړې؛ ولې مو خپل ليک په دې پيل کاوه نه؟ اوس څه ګټه لري چې يادوئ يې، هر څوک چې تبليغات کوي او داسې سهوې تکراروي؛ دماغ یې ضرور څه کمي لري؛ تاسو نو اطلاعاتو ته اړه نه لرئ؛ بلکې د تائيرايد په غده کې لږ ايودين ته اړ ياست).
 
نن سبا په زرګونو پلورونکي ستړي اونهيلي د ډېرې لږې تنخوا په بدل کې په پياده لارو کې سر ګردان ګرځي؛ دوى يواځې د هغه څه فکر کوي چې دوى يې غواړي؛ دوى دا نشي درکولاى چې نه زه او نه ته يو هم غواړو څه واخلو؛ که دا مو غوښتلای، بازار ته تلو او اخستل مو؛ موږ دواړه په دې سوچ  کې يوو چې خپلې ستونزې  حل کړو؛ که پلورونکي وکړاى شي موږ ته وښايي چې کالي يې څنګه زموږ ستونزې حلولى شي؛ دا نه وه پکار چې څه شی پر موږ خرڅ کړى؛ موږ ترې خپله اخستل؛ د اخستونکي هم دا خوښه ده چې جنس واخلي؛ نه دا چې جنس پرې خرڅ شي .
 
ځينې خلک چې د مسلکي کارونو لرونکي دي هم داسې سهوې کوي؛ څو کاله مخکې د غوږ، ستوني او پزې يو مشهور متخصص ته لاړم؛ مخکې له دې چې زما تانسلونه وګوري؛ زما د تنخوا تپوس يې وکړ؛ دې زما د تانسلونو سره څه اړه نه درلوده؛ هغه غوښتل زما د پيسو په باب پوه شي؛ هغه ته دا په زړه پورې نه وه چې زما د رنځ درمل وکړي؛ بلکې مهمه ورته دا وه چې څومره پيسې رانه اخيستلاى شي؛ نتيجه يې دا شوه چې هيڅ يې لاس ته ورنغلل؛ ځکه زه يې له کتنځي  ووتم .
 
نړۍ له دې ډول پيسه سرو او ځان خوښو نه ډکه ده؛ ځکه هغه لږ شمېر خلک   چې له ځان خوښۍ پرته غواړي نورو ته خدمت وکړي؛ ډېره ګټه کوي او د بدو غوښتونکي يې کم دي .
 
یانګ وايي : (څوک چې دا وس لري چې ځان د نوروپه ځاى راولي او وکړاى شي د نورو د مغزو د کار لار زده کړي؛ د خپل راتلونکي هېڅ غم دې نه کوي).
 
که ددې کتاب په لوستو يو شي ته ورسېږئ او د نورو له نظره د مسايلو په باب پوه شئ؛ هوکه د کتاب له لوستنې همدا يوه ګټه واخلئ؛ د بدلون او ګرځېدو ټکی مو په ژوند کې پيدا شو او ژوند به مو بدل شي . ډېر خلک پوهنتون ته ځي چې شعرونه ولولي او د عالي ټولنې په راز پوه شي؛ خو ديته پام نه کوي چې د خپلو مغزو د کار ډول ته وګوري . يو ځل مې د (په اغېزمن ډول وينا کول) تر عنوان لا ندې يو دوه کورسونه  هغو ځوانانو ته  چې په پوهنتون کې يې زده کړې کولې او غوښتل يې د نيوجرسي په يوه  موسسه کې کار وکړي  داير کړي وو؛ يو ځوان غوښتل نور وهڅوي  باسکټبال ورسره وکړي او د باسکټبال په باب يې خبرې کولې (غواړم چې  تاسو راشئ او باسکټبال وکړئ). آيا هغه ستاسې غوښتنې په باب څه وويل؟  تاسو نه غواړئ د لوبو داسې ميدان ته لاړ شئ چې نور غواړي هلته ورشئ .
 
دلته دپروفيسر ارستريت وينا تکراروم : (لومړي په بل لوري کې اورنى لېوالتيا پيدا کړه؛ هرڅوک  چې دا کار کوي  ټوله نړۍ به د ځان ملګرې  کړي او څوک چې  يې ونکړې د يواځې لارې لاروى به وي).
 
زما يو زده کوونکي به تل د يو ماشوم په باب سودا کوله، د ماشوم وزن کمېده،  خواړه يې ښه نه خوړل، مور وپلار يې معمولاً ناسمه لاره خپله کړې وه، پرې قارېدل او ملامتوه به يې، مور دې غواړي دامه خوره، هغه خوره؛ پلار دې غواړي دامه خوره، هغه خوره؛ پلار دې غواړي؛ لوى شې . آيا ماشوم دې غوښتنو ته پام کاوه؟ دې غوښتنو ته د هغه پام دومره و؛ چې ممکن تاسو يې د سيند دغاړې شګوته  وکړئ.
 
هرڅوک چې لږ روغ عقل ولري پوهېږي چې يو درې کلن ماشوم د خپل دېرش کلن پلار په شان مسايلو ته نه ګوري او هغسې غبرګون نه ښايي. پلار يې له ماشوم نه همدغسې تمه درلوده، په پاى کې  پوه شو اوځانته يې وويل : (دا ماشوم څه غواړي، څنګه کولاى شم؛ دده غوښتنه له خپلو هغو سره يوشان کړم؟ چې په دې پاب يې فکر وکړ؛ زر يې ورته د حل لار راويسته؛ ماشوم يو درې ګاډى درلود چې د کور مخې ته يې پرې لوبې خو ښېدلې خولږ وړاندې  يو زورور ماشوم و، چې  دې يې ترې په زور کوزاره؛ او په خپله  پرې ګرځېده. معلومدار چې ماشوم په چغو  اوسورو کور ته راته چې مور يې ورسره لاړه شي او دده ګاډی بيرته د هغه بل ماشوم نه واخلي، دا پېښه هره ورځ تکرارېده، ماشوم څه غوښتل، دده غرور، دده قهر، دده د مهم والي احساس دې ټولو پياوړو غوښتنو هغه پاراوه چې له ورانکاري ماشوم نه بدل واخلي؛ خو کله چې ورته پلار وويل يوه ورځ  به دا ددې وس پيدا کړي چې د هغه ورانکاري ماشوم پلار راوغواړي او سمه سزا ورکړي، خو که هغه څه وخوري چې مور يې ورته تيار کړيدي؛ نوره خبره خلاصه وه؛ تر دې وروسته يې هرڅه خوړل؛ تردې وروسته  يې پلار د يوې بلې ستونزې  حل ته ملا وتړله؛ ماشوم د شپې له خوا بستره لمدوله، ماشوم له نيا سره ويدېده ، او چې هغې به لمده بستره وليده نو ماشوم ته  به يې وويل وګوره  جیانيه؛ بيا دې څه ګلان کرلي دي . جيانى  به هم په ځواب کې ويل : نه ما دا کار نه دى کړی؛ دا تا کړى دى . نه تر ټنى، نه وهلو او نه شرمولو هغه له دې کار نه واړاوه؛ پلار يې دې ته سوچ کاوه؛ چې ماشوم څنګه له دې کړنې واړوي؟ ماشوم څه غوښتل؟ ده غوښتل د خوب ځانګړى کميس واغوندي، نيا يې مجبوره شوه؛ ده ته يوه جوړه جامې واخلي؛ خو شرط به يې داوي چې  بيا بستره لمده نکړي؛ ماشوم غوښتل چې ځانله کټ بستره ولري؛ نيا يې دا کار  هم وکړ؛ مور يې پلورنځي ته بوت، پلورونکې جنۍ ته يې په سترګه اشاره وکړه اويې ويل : کوچنى ښاغلى غواړي څه واخلي، هغې هم  دده د مهموالي احساس ته په پام وويل: ښاغليه ووايه څه خدمت مو کولاى شم؟ ماشوم د خوښې نه د پښو په څوکو ودريد؛ چې لوړ ښکاره شي ويې ويل: غواړم ځانته د خوب جامې واخلم ددې وروسته يې بيا د شپې ادرار نه کاوه او ديوه لوى سړي په شان احساس يې کاوه.
 
يوه بل ښاغلي هم نه شول کولاى په خپله درې کلنه لور څه  وخوري، هغې غوښتل د خپلې مور پشان د لويوالي احساس وکړي؛ يوه ورځ يې پرېښوده چې د کور خواړه  پاخه  کړي، په  دغه ورځ يې ښه پوره  خواړه  وخوړل.
 
ويليام وبستړ يوځلې ويلي و: (د ځان څرګندول د انسان د ډېرو بنيادي اړتياو څخه دی). موږ ولې دا جنبه د سوداګريزو معاملو پر مهال په پام کې نه ساتو؟ کله چې يوه ښه مفکوره راسره پيدا شي ددې پرځاى چې ويې ښايو دا زموږ فکر دى؛ ولې يې هغه  ته داسې نه ښايو چې دا د هغه مفکوره ده. که دا کار وکړو د هغه به دغه نظر خوښ شي او په خپله خوښه به يې ومني، (نو په ياد ولرئ:لومړى بايد په بل لوري کې کلکه لېوالتيا پيداکړئ، څوک چې دا کار کولاى شي ټوله نړۍ به د ځان ملګرې کړي؛ څوک چې  يې نه شي کولاى د يوازيتوب په شاړه لار به يواځې روان وي)


 
 
 
دويمه برخه
څلورم څپرکى
د هرکلي وړ ګرځېدنې لپاره لارښوونه
 
د دوستانو موندلو لپاره ولې بايد ددې کتاب لوستلو ته اړ اوسئ؟ د دوستۍ جلبولو مهم فن چې په ټوله  نړۍ کې تجربه شوى دي؛ ولې نه تجربه کوو؟ هغه څوک چې نن له کوڅې تېرېږي؟ کېداى شي سبا ورسره ونه ګورئ؟
 
هغه اهلي ځناور چې په پياده رو کې ديو کور مخې ته سر په خاورو ايښی او ويده دى؛ څه نومېږي؟ مه وېږېږئ، خواته يې ورشئ، څنګ ته يې ودرېږئ ، په شايې آرام  لاس راکاږئ، څه غبرګون به وښايې؟ کله چې يې په شا لاس راکاږئ او د نازولو نيت يې ولرئ لکۍ خوزوي؛ هغه چې کله پوه شي؛ تاسو  يې نازوئ په شوق راځي او ټوپونه وهي، تاسو هم پوهېږئ چې ددې ځناورو په دې اعمالو کې د قدر پېژندنې نه بل څه نه دي نغښتي؛ هغه نه دا غواړي چې ستاسو موټر واخلي اونه هغه ملکيتونو ته اړتيا لري ، چې ستاسو سره دي، ستاسو مال او شتمنۍ ته تمه نلري، يواځې غواړي ستاسو محبت ته ځواب درکړي.
 
دې ته مو کله فکر کړى چې چې سپي د خپل ژوند لپاره کارته اړتيا نه لري چرګه که غواړي ژوندى پاتې شي بايد هګى واچوي، که غوا شيدي ورنکړي او غوايي ځمکه قلبه نکړي اوقمر ي اواز ونکړي هېڅ شى نه دي؛ خو سپى داسې حيوان دى چې د انسان سره د محبت کولو له لارې خپل ژوند ته مفهوم ورکوي او د دوام ورکولو  پيداکوي.
 
پنځه کلن وم چې پلار مې راته يو ژيړ کوکرى په نيم ډالر واخيست، دا خوښي زېږونکى کوکرى زما دکوچنيوالي ملګرى و، هره ورځ  پوره څلور بجې او درې  دقيقې  به يې سترګې زموږ د کور پياده لارې ته نېولې وې، همالته به ناست او ز ما د پښو اواز ته به منتظر و، همدا چې زما اواز يې او ريده يا يې ليدلم ؛د داسې غشي په شان زما لورته را الوت چې د ليندې نه ازاد شوى وي، رامنډې به يې وهلې، ساه ايستل به يې ماته رارسېدل اوپه شوق به يې  زما هر کلى کاوه، دامينه ناک سپى بيا د تندر په واسطه  مړ شو خو زه ورته وايم، (تا چې خپل لنډ عمر کې د اروا پوهنې له کوم کتاب نه يوه کرښه هم نه لوستې؛ اړتيا دې هم ورته نه وهه. غرېزې څنګه درزده کړل چې په ډېر لنډ وخت (٢ مياشتو کې) په مينه کولو؛ داسې د نورو مينه جلب کړې؛ چې بنيادم يې په دوه کالو کې کې نه شي لاسته راوړى).
 
اجازه راکړئ دا موضوع له انساني نظره شرح کړم، تاسو کولاى شئ چې افرادو سره د واقعي مينې په اساس  ددوه مياشتو  نه په کمه موده کې دهغوى داسې مينه ځانته راجلب کړئ ، چې په دوه کالوکې به مونه وي جلب کړې.
 
پټه دې نه وي چې زه اوتاسو  ډېر افراد پېژنو چې تل دا اشتباه کوي چې يواځې د توجه غوښتونکي پاتې کېږي . خلک نه زما سره علاقه لري او نه ستاسره، هغوى په ټوله شپه او ورځ کې له ځان سره مينه لري، په بله وينا انسان ځان غوښتونکى موجوددى، چې د هغه دځان غوښتنې د احساس دراضي کېدو له لارې کولاى شو په هغو بريالي شو؛ د دوې مينه واخلو اودې ته يې اړ کړو چې فداکاري وښايي.
 
د نيويارک دتلېفون یو شرکت د خلکو دتيلفوني خبرو په باب يوه دقيقه څېړنه وکړه چې پوه شي خلک په تليفوني خبرو کې کومه کلمه ډېره کاروي، کولاى شئ سوچ يې وکړئ چې دا کليمه کومه وه ؟ دا کيلمه هماغه دمفرد شخص لومړى ضمير يانې (زه) ده، زه! زه په ٥٠٠ تليفوني خبرو اترو کې د(زه) کليمه (٣٩٩٠) ځلې کارېدلې وه، کله چې يو ډله ايز عکس ته چې تاسې هم پکې ياست ګورئ تر ټولو مخکې دچا په انځور پسې ګرځئ. که تصور کوئ، څه شي درسره ډېره مينه پيدا کړېده، دې پوښتنې ته ځواب ورکړئ. ولې خلک تاسې سره مينه پيداکړي، په داسې حال کې چې تاسو نه غواړئ لومړى دغسې شئ او هغوى سره مينه وښايئ؟  خپل قلم راواخلئ او ځواب دلته وليکئ.
 
که هڅه وکړو خلک تر تاثير لاندې راوړلئ او اړ يې کړئ چې درسره مينه پيدا کړي، هېڅکله به صميمې او حقيقي دوستان ونلرو، واقعى دوستان په دې طريقه نه پيداکېږي، ناپليون دا طریقه وکاروله؛ کله چې يې له ژوز فين سره وروستۍ کتنه و ه وويل: ګرانې ژوز فين! زه په هماغه اندازه  چې په دې نړۍ که د يوانسان لپاره کېداى شي نيکمرغه وم؛ خو په دې شېبه کې ته په نړۍ کې  يوازينۍ کسه يې چې باور پرې  کولاى شم. مورخين شک لري چې ده رښتیا هم په ژوز فين باور درلود. پيژندل شوي اتريشي ارواه پوه الفرد ادلر په خپل کتاب (ژوند څه مانا لري؟) کې ليکي: (هغه څوک چې خپلو همنوعانو سره مينه نه پيداکوي، په ژوند کې له ډېرو ستختو ستونزو سره مخ کېږي، او تر نورو ډېر تاوان ځان ته رسوي، دهمدې خلکو له منځه دي، چې بيکاره او ماته خوړلي کسان  منځته  ته راځي)
 
کېداى شي په لسګونو د اروا پوهنې پوهنيز کتابونه ولولئ، زما دخبرې بيا تکرار نه خوښږي، خو د اډلر خبره دومره ژوره او له مانا ډکه ده چې غواړم دا ځل يې بيا خو په لويو تورو له سره وليکم: (هغه څوک چې خپلو همنوعانو سره مينه نه پيداکوي؛ په ژوند کې له ډېرو سختو ستونزو، سره مخ کيږي؛ د همدې خلکو له منځه دي؛ چې بېکاره او ماته خوړلي کسان منځ ته راځي).
 
کله چې مې د نيويارک په پوهنتون دکيسه ليکنې درس لوست، يوه ورځ د کاليبر دمجلې مدير راته وينا کوله؛ هره ورځ په لسګونو کيسې ورته رسېږي؛ هغه پس له دې چې يوڅو کرښې ولولي پوهېږي، چې ليکوال  يې له خلکو سره  مينه لري که نه؛ هغه وويل: (که ليکوال ته خلک ګران نه وي، خلک به يې هم کېسې خوښې نکړي). دمجلې دې تجربه لرونکي مدير له دې امله چې لګيا دی دکيسې ليکلو په باب په خپله وينا کې وعظ کوي بښنه يې وغوښته او ويې ويل: زه لګيايم هماغه خبرې درته کوم چې واعظ يې درته کوي، خو دا په ياد ولرئ که غواړئ په داستاني ليکنه کې بريالي شئ، لومړى خل ځانته خلک ګران کړئ.؛ که دا وينا د داستان ليکنې په باب سمه وي ، ډاډه اوسئ چې دخلکو سره د برخورد او راشه درشې په باب هم تر هغه څو ځلې رښتيا ده.
 
غواړم ايرادوى ته خپل وروستی تګ راياد کړم اوتاسو ته يې ووايم؛ هغه ورځ مې د يو مشهور مداري سره چې په خپل کار کې لومړى درجه و؛ تېره کړه ده څلوېښت کاله د ټولې دنيا سیل کړى اوخلک يې پرځان مين کړي وو، تر شپېته ميلونو ډېرو کسانو دده د نندارو لپاره داخله کړې وه ، او هغه په دې کار کې دوه ميلونه ډالر ګټلي وو، له ده مې وغوښتل د خپل بري راز راته ووايي، بې له شکه دده په بري کې دده د زده کړو هيڅ  برخه نه وه ، ځکه دې لا ډیر کوچنى و، چې د پلار له کوره وتښتېد اوديو چا سره شاګرد شو؛ دی په هغو واګونونو کې چې څاروي به يې له يوه ښار نه بل ته وړل، ته راته ؛ د وښو په انبار به ويده کېده ، او وخوره مه مره؛ د ګټلو لپاره به يې سوال کاوه ، په دغو تلو راتلو کې به يې هغه اعلانونه چې د سرکونو دواړو خواوو ته به ليکل شوي وو، لوستل او له همدوى يې لوستل زده کړل ، آیآ ده په مداري توب کې ډېر زيات معلومات درلودل؟  په خپله يې ماته وويل: د مداري توب په باب سلګونه کتابونه ليکل شوي دي، او په لسګونو کسان په مداري توب کې زما هومره معلومات لري، خو زه دوه شيونه لرم چې نور ترې بې برخې دي: لومړى زه ددې قابليت لرم چې خپل شخصيت په خپلو نندارو کې وځلوم)؛ هغه د نندارو  استاد او د بشر طبعيت يې پيژنده هر کار چې يې کاوه ،هر حرکت، هره وينا، د بڼو هرځل پورته کول دا ټول يې مخکې تمرينول؛ اکتونه اوعملونه يې په دقيق ډول منظم شوي وو، دخبرو په جريان کې يې وويل :(او بله دا چې دخلکو سره مينه لرم، ډېر مداريان خلکو ته ګوري  او زړه کې وايي، دلته يوڅه غوايان او خوسيان راټول شوي دي، او زه دوی ټول غولوم؛ خو زمالار بيله ده، هرځل چې صحنې ته ورځم ځان سره وايم؛ ډېره مننه کوم چې دا دومره خلک راته راغلي دي، دوى په خپل راتګ ماته دا امکان راکړى دى چې خپل ژوند په ابرو .تېرکړم .زه به هم هڅه وکړم چې په ډير ښه ډول دهغوې دتفريح امکان برابرکړم) .هغه چې دبلې نندارې لپاره تيارى نيوه وېې ويل: (هر ځل چې ننداره پېلوم مخکې له ځان سره څوځلې تکراروم ماته خپل ليدونکي ګران دي ،هو راته ګران دي)،. رښتيا! هغه مسخره و؟ لوده و؟ تاسو چې هر فکر کوئ؛ خو زه دده داطريقه د يوسرمشق په حيث ګڼم .
 
مېرمن شومان شانک نزدې همداسې خبره وکړه .سره له دې چې وږې او په زړه ماته وه؛ سره له دې چې ډول ډول تراژديوېې ژوند تورتم کړى و او حتى يو ځل يې د ځان او ماشومانو وژنې ته اړاېستې وه ،سندرو ويلو ته يې دوام ورکړ ترڅو چې د خپل وخت يوه تر ټولو سترو هنرمندانو څخه شوه؛ او کېداى شي د واګنر د سبک ترټولو لويه سندرغاړې وه؛ هغې يو ځل اعتراف وکړ، چې د بري راز يې دخلکو سره مينه کول دي.
 
د تئودور روز ولت د حيرانوونکي محبوبيت له رازونو نه هم يو دا و؛ هغه دومره محبوب و چې نوکرانو ته هم ګران و، دده تورپوستکي نوکر جمز ، ارموس ته روزولت  دومره ګران و چې دده په باب يې يو کتاب وليکه چې نوم يې و،(روزولت، دخپل نوکر لپاره اتل) په دغه کتاب ارموس په لاندې پېښه کې د روزولت په محبوبيت رڼا اچوي. (زما ښځې يوه ورځ له روزولت نه وپوښتل، زرکه څرنګه حيوان دى؟ زما ښځې په ټل عمر کې زرکه نه وه لېدلې، روزولت د زرکې اوصاف بيان کړل، څو ورځې وروسته زموږ دکوډلې زنګ وشرنګېده؛ ښځې مې غوږۍ واخسته، په خپله روزولت و، زما ښځې ته يې تلفون کړي وو، چې زموږ دکوډلې مخې ته يوه زرکه ده او که وګوري وبه ويني، د غسې وړو شيانو ته پام کول د روزولت له خويونو وو،  کله چې به زموږ له کوډلې تېرېده؛ که به يې څه کار هم نه و؛ نو يو غږ به يې راباندې کاوه؛ اى ... و ... و .... اونې! اى يې شى جمز ه ؛ دايو دوستانه کلام و. زموږ د کور مخې ته دداسې شخص د تېرېدلو په وخت به موږ څنګه له هغه سره مينه  نه کولاى ؟
 
کله چې جمهور رئيس تافت اومېرمن يې له سپينې ماڼۍ وتلې وو، روزولت ماڼۍ ته وراغلې و، د سپينې ماڼۍ خدمتګارانو ته د احترام ور په برخه کړ، چې هر يو په يې په خپل نوم ياداوه، سلام يې پرې اچاوه اوحتى د اشپزخانې مزدور ته به يې هم ځان رساوه.
 
اوسېت بور ليکي: (کله چې روزولت یو مزدور- اليس- وليد، تپوس یې ترې وکړ، اوس هم د ګدنو ډوډۍ پخوې، هغه وويل : کله کله مزدورانو ته د ګدنو ډوډۍ پخوم خو څوک چې په لوړو دفترونو کې دي؛نه یې خوري)؛ روزولت ورته وويل: (هغه ذوق او سليقه نلري، چې جمهور رئيس تافت مې وليد پردې موضوع ورسره خبرې کوم؛. اليس  ددغې ډوډۍ يوه قطره  ورته په قاب کې  راوړه او روز ولت په داسې حال کې چې دکار دفتر ته روان وو، هغه يې خوړله او هم يې هغو باغوانانو او کاګرانو ته سلام کاوه چې له څنګه يې تېرېدل، هر چا سره چې مخ کېده په هماغه ژبه يې ورسره خبرې کولې؛ چې د مشرۍ په وخت به يې ورسره کولې. دده نوکر هودر په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې څڅېدې ويل: (هغه وختونه دخوښۍ ډک وختونه وو، موږ هيڅ يو دې ته حاضر نه وو؛ چې يوه ورځ  په سل ډالرو بدله کړو)
 
زه په تجربه پوهېږم چې سړى کولاى شي د نورو سره د صميمي مينې په ښودلو حتى د ډېرو  سترو اشخاصو وخت ونيسي او د هغوى همکاري ځانته راکاږي ،يو مثال درته  وايم : موږ يو وخت د داستان ليکنې کورس لوست، په هغه وخت کې مو وغوښتل د وخت لوى او مشهور ليکوالان راشي؛ او موږ ته د خپلو بريو د رازونو په باب څه ووايي، موږ پوهېدو چې دوی دومره کافي وخت نه لري، نو دوى ته مو پوښتنليک ولېږه چې هريو پکې د خپل بري راز ولیکي، پوښتنليک موږ ١٥٠  تنو لاسليک کړى و، مو ږ هڅه کړې وه داسې ورته وليکو چې خوښ يې شي، د دوى خوښ شو ځکه ډېر لوى کسان لکه لسلي شا د روزولت د کابينې د ماليې د وزير معين؛ جورج ديکر د جمهوري رياست دمحکمې رئيس، ويليام  جنګر، فرانکلن دلانو، روزولت اونور ډېرپېژندل شوي کسان مو دې ته اړ کړل، موږ ته راشي او زموږ ز زده کوونکو ته ويناوې وکړي.
 
موږ هر يو که قصاب،که نانوايي اوکه واکوال يوو، خو ښېږي مو چې وستايل شوو، مثلاً قيصر دوهم ويلهلم په پام کې ونيسئ، کېداى شي په نړۍ کې د لومړۍ نړېوالې جګړې وروسته تر ټولو بدنام سړى و، هالند ته د تېښتې پروخت ورسره خپل ملت مخالف و، له ده څخه کرکه دومره ژوره وه چې حتى په ميلونونو خلکو غوښتل هغه پوټي پوټي کړي، اويا يې ژوندى وسوځوي، دقهر اوغصې په دغه بل اور کې يوه کوچني ماشوم د المان قيصر ته يو ليک ولېږه ، دې هلک په خپل ليک کې لېکلي وو، پرېږدئ نور هر ډول چې غواړي فکر وکړئ، خو هغه په هرحال کې ويلهلم د المان امپراتور په توګه پېژني اوپه دغه نوم به ورسره مينه کوي؛ ويلهلم دې ليک دومره تر اغېز لاندې راوست  چې؛ ماشوم يې هلند ته وباله ، ماشوم د خپلې مور سره  هالند ته لاړ او د المان قيصر د ماشوم له مور سره  واده وکړه ، ماشوم دې ته هيڅ اړتيا نه درلوده چې په خلکو کې د نفوذ کولو او دوست موندلو په باب کوم کتاب ولولي، هغه د غرېزې له  مخې پوهېده چې څه وکړي.
 
که وغواړو ځانته دوستان پيداکړو، بايد نورو ته خدمت وکړو او هغوى ته داسې کارونه وکړو چې وخت اوانرژي پرې لګېږي، بايد نوور ته زموږ خدمت له ځان غوښتنې اوغرض پرته وشي؛ کله چې دوک ويندسور وليعهد و، يو پروګرام ورته جوړ شو چې امريکا ته لاړ شي؛ له دغه سفر نه مخکې ده څو مياشتې د اسپانوي ژبې په زده کړه تېرې کړې چې وکړاى شي، د جنوبي امريکا په خاوره کې د هغې د اوسيدونکو په ژبه خبرې وکړي، د همدې عمل له مخې هغه دجنوبي امريکا دخلکو په زړونو کې  ډېر ګران شو.
 
کلونه وشول غواړم د دوستانو د زېږېدو نېټې مې پيدا او بيا يې يادې کړم ، وبه پوښتئ ولې دا کار کوئ؟ که څه هم زه په طالع ليدو لږه  عقيده هم نلرم خو له دوى پوښتم چې  آيا دوى عقيده لري چې د شخص د زېږېدو نېټه د هغوی د اخلاقو او رفتار په ډول کوم اغېز لري؟ کله چې بل لوری خپله عقيده څرګنده کړه ترې غواړم د خپلې زېږېدا ورځ، مياشت او کال راته ووايي، مثلاً که ووايي د نومبر په ٢٤ زېږېدلى دى، زه دا څو ځل له ځان سره تکراروم او زده کوم يې  کله چې هغه لاړ ژر يې په خپله کتابچه کې يې ليکم؛ کله چې مې د دوست د زېږېدو ورځ راورسېږي د مبارکۍ کارت يا تلګرام ورلېږم، څه هيجان چې زما کارت يې په شخص کې نه توليدوي! زياتره زه په نړۍ کې يوازينى شخص يم چې دده د زېږېدو نېټه مې په ياد ده.
 
که غواړئ خلک ځانته راوګرځوئ د هغوى سره  په شوق اوګرمى برخود وکړئ، کله چې چا سره  په تلېفون غږيږئ، هم دا لار خپله کړئ، داسې ورته په تلفن کې (هلو) ووايئ چې نوموړ ى فکر وکړي تاسو يې په تلفوني خبرو ډېر خوښېږئ، دنيويارک د تلېفون شرکت يو کورس جوړ کړى و، په هغه کې يې تلفونچيانو ته د ښو خبرو زده کړه ورکوله ، دغه تلفونچيان اوس دا جمله (کومه نمره دايرول غواړئ) په داسې ژبه بيانوي چې تاسو فکر کوئ، درته وايي (سهار مو نېکمرغه، خوښ يم چې کولاى شم ستاسو خدمت و کړم) سبا مو چې چاته په تلېفون ځواب ورکاوه، همدغه طريقه وکاروئ. آيا دا طريقه په سوداګريزو (تجارتي) اړيکو کې هم رول لري ؟ زه کولاى شم په لسګونو مثالونه راوړم چې هو؛ خو دلته (يو) مثال راوړم : چارلز والترز چې د نيو يارک د يو مشهور بانک کار کوونکى و د يوې ځانګړې مو سسې دکار په باب د يو محرمانه ګزار ش جوړول ورته وسپارل شول، والتر ددې سړي ليدو ته چې ديو لوى صنعتي شرکت رئيس و، ورغى کله چې د هغه دفتر ته ورننوت، يوې ځوانۍ ښځې سر دفتر ته راښکاره کړ او ورته ويې ويل: نن ستاسو لپاره لوى ټکټ (نمبر( نشته هغه وويل زه يې لرم، زه يې يواځې يو دخپل دولس کلن زوى لپاره غواړم ، والتر دشرکت رئيس ته د خپل ماموريت په باب وويل : خو هغه څه مينه ونه ښوده ځان يې اخوا دېخوا کاوه اومرکه ډېره بې خونده او لنډه خلاصه شوه، والتر دا کيسه  کوله چې څه بايد وکړي، ناڅاپه د دفتر منشي ته دپوستي  ټکټ او د ده د زوى خبره راياده کړه، زر مې په ياد راغلل چې زموږ دپارک خارجي برخې ته د نړۍ له هر کنج نه پوستي ټکټونه راځي، د بلې ورځې په مازيګر د شرکت رئيس دفتر  ته ورغلم؛ د زوى لپاره مې ورته څه پوستي ټکټونه راوړل، آيا ددې فکر کوئ چې  په څومره شوق او مينه يې زما هر کلى وکړ؟ هغه په داسې  ګرمۍ زما هرکلى وکړ او زما لاس يې په داسې مينه کښېښود لکه زه چې بيخي يو وکيل  او يا د شورا کانديد يم، په داسې حال کې چې ټول بدن يې په شوق راغلى و، ټکټونو ته يې په ډېره خوښۍ کتل او ويل يې چې دا به زمادجورج ډېر خوښ شي، دا وګورئ ، په رښتيا يوه خزانه وه، نيم ساعت يې د هغوى په کتلو او خبرو تير کړ او پاتې نيم ساعت يې د هغو ټولو معلوماتو په راکولو تېر کړ م، چې ما ورته اړتيا لرله او هغه هم بې له دې چې زه ترې غوښتنه وکړم، وروسته  يې خپل کار کوونکي راغوښتل؛ له هغوى يې هم ځينې معلومات  واخستل، په دې يې هم بسنه ونکړه؛ په تلېفون کې یې ځينې معلومات  له چا واخستل او زه يې په معلوماتو کې ډوب کړم چې حقايق، رقمونه او ګزارشونه پکې وو، په نتيجه کې مې دمطبوعاتو په اصطلاح  ډېر اطلاعات راټول کړل .
 
دې ښاغلو چې دانساني اړيکو په باب  دغه نوښتونه کړي دي، نوی شى يې نه دى کشف کړى، دعيسى ع له پيدايښت نه سل کاله مخکې دروم پخواني شاعر ژوليوس سريوس ويلي دي. (موږ هغه وخت نورو ته لېوالېږو، چې نورهم دغسې شوي وي)؛ نو په دې اساس که غواړئ چې خلکو ته ګران اوسئ، دا لومړنى اصل دى .
د نورو سره رښتيني مينه ولرئ


 
 
 
پنځم  څپرکى
ددوستي دجلب لپاره يوه اسانه لار
 
په دې وروستيو کې مې يوه مېلمستيا کې؛ چې په نيوياک کې جوړه  شوې وه، ګډون وکړ؛ په ميلمنو کې يوه شتمنه ښځه وه، چې ډېرې پېسې  ورته په ميراث کې پاتې شوې وې؛ هغې هڅه کوله؛ له سمور څخه جوړ شوي پټو، الماسو او مرغلرو په ځلولو دلربايې وکړي، خو افسوس چې دخپلې ترخې څېرې، ځان غوښتنې اوځان خوښۍ  فکر يې  نه و کړى، هغه په دې يوه خبره نه پوهېده؛ چې ټول خلک پرې پوهېږي، د يوې ښځې څېره دهغې له جامو نه ډېه زياته مهمه ده؛ (تاسو هم دا ياد ساتئ چې کله مو مېړه درته دغه شيان اخيستل دغه ټکى ورته ووائي)
 
چارلز شواب ماته وويل : (موسکار يو ميليون ډالره ارزي). زه فکر کوم هغه ټول حقيقت نه دي ويلی؛ ځکه په خپلو دغومره لويو بريو کې د خپل شخصيت او د خلکو سره د جادويې سلو ک اود نورو د مينې او محبت د جلبولو د ځواک پور وړى دى . دهغه د شخصيت  يو مهم عامل دغه موسکا وه .
 
يوه ورځ د موريس شواليه له رفتار نه نهيلي شوم ، هغه غجمن اوغلى و؛ هغسې چې ما فکر کاوه هيڅ نه و، خو کله چې يې موسکا وکړه ما فکر وکړ دوريځو له منځه لمر راوخوت. که دده موسکا نه واى ؛ کېداى شو موريس شواليه هم د خپلو ورنو په شان د پاري په کوڅو کې يو بکس جوړونکى پاتې شوى واى .
 
(کړنې تر کليمو او چتې غږېږي  او بل لوري ته يوه موسکا وايي، ماته ګران يې؛خوښېږې مې؛ ستا په ليدلو خوښېږم ).
 
چې له له دننه سرچينه اخلي، هغه موسکا چې ګرانه خرڅېږي، يادوم، د نيويارک د يو لوى پلورنځى، د استخدام مدير څرګنده کړه، هغه دا نه خوښوي چې يوه غير طبيعي موسکا وویني؛ غير طبيعي موسکا څنګه ده، نه دا يو بې اغېزې موسکا ده، او څوک پرې نه غولېږې؛ ځکه د هغسې ساختګي والى ورته  څرګندېږي او پرې ځورېږي، زه د رښتينې موسکا خبره کوم چې په زړو کې خوښې او تازه ګي پيداکوي، هغه غواړي د لږې زده کړې لرونکې جنۍ چې ښکلې موسکا ولري، استخدام کړي؛ خو د هغه چا له استخدام نه ډډه کوي؛ چې تيوريسن  وي او په فلسفه کې يې ډکتورا اخستې وي.
 
د لاستيک جوړونې د يوه لوى شرکت مدير راته وويل : چې تجربې ورته د اټکى زيات کړى دى، چې يو شخص ته دا ډېره ګرانه ده؛ په يو کار کې داسې بريالی شي، تر څو هغه کار ورته د تفريح په شان نه شي، هغه وايي په دې پخواني پند عقيده نلري، چې وايي (ګران کار يوازينۍ کلي ده چې زموږ دهيلو اوغوښتنو دروازه بيرته کوي)؛ دى وايي: (داسې خلک پيژنم چې په دې دليل بريالي شول چې د کارکولو وخت ورته د ښه وخت تېرولو په شان و؛ بيا مې دا خلک وليدل چې د يوې وظيفې په ډول په يوه کار پسې لاړل؛ هغوى بيا ستړي او خفه وو او دا چې نور يې د هغه له کولو خوند نه اخيست؛ برى يې لاس ته رانه وړ او د ناکامۍ او نامرادۍ سره مخ شول) .
 
د خلکو دکتنې په وخت کې پر تاسو هغه وخت ښه تېرېږي؛ چې پرهغوى هم ښه تېر شي.ماله زرګونو پلورونکوغوښتلي دي، چې يوه اونۍ هره ورځ د يوساعت لپاره په موسکا او خلاص تندي د خلکو سره مخ شي؛ او بيا زما ټولګي ته راشي او له نتيجې مې خبر کړي؛ دې کار ډېر لوړې اغېزې درلودې .
 
اجازه راکړئ دا موضوع وارزوو، دلته دنيو يارک د صرافۍ د کمېټې دغړي اشتاين هارډ يوليک رانقلوم، دده کيسه  يواځې دده خپله نه ده، ده ته پېښ شوي هغه څه دي چې نورو ته هم دغه شان پېښېږي؛ دى ليکي: (٢٨ کاله کېږي واده مې کړى دى، اوددې و روستيو ورځو پرته مې ډېر کم خپلې ښځې ته موسکا کړې وه، او د پاڅېدو نه کارته تر تلو پورې مې دڅو کليمو پرته هغې سره هېڅ خبرې نه دي کړې، زه يو له ډېرو نورو خلکو وم چې د (برادوى) له جادې به تېرېدم ! دا چې تاسو رانه غوښتي دي، د خلاص وچولي په باب درته يوه تجربه ووايم، له ځان سره مې وويل بده نه ده چې يوه ستاسو ښودل شوې لارښوونه پلې کړم، کله چې مې په لومړي سهار وېښتان ږمنځول په ائينه کې مې خپل بړوس مخ او تريو تندی وليد له ځان سره مې وويل: ته به نور دغسې تريو اوتريخ نه اوسېږې؛ ته به موسکا کوې او همدا اوس به يې کوې، تر هغه وروسته دسهارنۍ د خوړلولپاره لاړم اوپه موسکا مې خپلې مېرمنې ته وويل:: ګرانې سهارمونېکمرغه !). تاسو ويلي و؛ ممکن هغه د داسې عمل په وړاندې حيرانتيا وښايي، خو تاسو د هغې غبرګون کم سنجولى و، هغه پرېشانه شوه او ولړزېده، ورته ومې ويل نور هر وخت له مانه دغسې انتظار لرلى شې. او زه له دوه مياشتو راهيسې دغسې کوم . په ژوند کې ددې بدلون په وجه مو دا دوه مياشتې د دوه کلو نه زياته نېکمرغي په برخه شوې ده، اوس چې ادارې ته ځم؛ ددروازې ساتونکې ته موسکېږم او جوړ پخير ورسره کوم . د پيسو ماتولو پرمهال د ځمکې  لاندې اورګاډي صندوق دار ته هم داسې کوم او کله چې په کوټه کې ودرېږم، هغو خلکو ته هم چې تر اوسه  مې نه دي ليدلي، موسکا کوم  هرڅوک چې ماته څه، شکايت راوړي ورته موسکېږم؛ او همداسې يې ښه راغلى کوم، او خبرو ته يې غوږ نيسم، اوس مې پام شو چې دهمدې موسکا په وجه  مې ډېر ډالر جيب ته راځي، زه د يو دلال سره کار کوم، د هغه يو کارکونکى ډېر د خوښۍ وړ سړى دى، زه چې دخپل دې بري نه په هيجان راغلى وم،  هغه مې هم د انساني اړيکو ددې فلسفې نه خبر کړ.؛ نتيجه يې واخسته، هغه وايي کله چې موسکا کوم يو رښتينی  انسان ښکارم . په هغه طريقه کې چې انتخاب کړې مې ده، دانتقاد  او خرده ګيرۍ څرک نشته، د انتقاد او محکومولو پرځاى ستاينه اوصفت کوم . زه د خپل ځان په باب له خبرونه ځان ساتم او پرځاى يې غواړم د بل لوري په نظر پوه شم، دغې کړنلارې زما په ژوند کې يو بدلون راوستى دى، اوس پوره بل سړى شوى يم، ځواکمن او د ډېرو دوستانو خاوند شوى  يم همدا شيان په حقيقت کې د ډېر ارزښت وړ دي).
 
په ياد ولرئ چې داليک يو نړۍ ليدلي سړي ليکلى دى، چې د پورونو  اخستنو له لارې خپل ژوند تېروي، هغه په داسې کارونو کې بريالي شوي دي؛ چې په سلو کې ٩٩ خلک پکې ناکامېږي .
 
آيا موسکا کولو ته لېوال ناست ياست؟ که داسې وي دوه کاره وکړئ؛ لومړى دا چې پرځان ومنئ، چې موسکا وکړئ اوياله ځان سره يوه ترانه زمزمه کړۍ .بل داسې کړنه وکړئ چې وښاېئ همدااوس نيکمرغه او خوښ ياست. دابه ددې سبب شي چې رښتياخوښ او نيکمرغه ېاست پوهاند ويليام جمز دا ويناپه لاندى ډول بيانوي : (داسې ښکاري چې کړنه او احساسات سره ګډ دي؛.د کړنوپه تنظيمولوچې د ارادې تر مستقيم اغېزلاندې دي،کولاى شو احساسات چې د کنترول لاندې نه دي،کنترول او تنظيم کړو). په همدې شان د پراخه وچولي د لاسه ورکولوپه صورت کې بايد له ارادې کار واخلو او ځان مجبورکړوپه پراخه ټنډه کېنو او داسې خبرې او کړنې وکړو چې وښايو د زړه له کومې يې په خوښى سره تر سره کوو.
 
(په نړۍ کې ټول د نيکمرغۍ په هڅه کې دي د لاس ته راوړلو لپاره يوه لارشته او هغه د نېکمرغۍ د فکرونو کنټرولول دي؛.نېکمرغي بهرنيو شرايطو پورې اړه نلري؛ هغه څه چې تاسو نېکمرغه يا بدمرغه کوي،دا نه دي چې تاسو څه شى ياست،څه لرئ، څوک ياست، ياڅه کوئ؛ بلکې ستاسو د تفکر ډول دى) مثلاً دوه تنه به يو ځاى کارکوي، يوشان پېسې به لري، يوشان اعتبار به لري، خو يو به د نېکمرغۍ احساس کوي او بل به يې نه کوي، ولې؟ د ا د تفکر د ډول  په باب ددوى په سليقې پورې اړه لري، ما د چين د بار وړونکو په منځ کې چې د ورځې د اوه  سنټو لپاره په هاغه ګرمه هوا کې خولې تويوي، هماغومره خندانه او خوښې څېرې ولېدې؛ چې د نيويارک په کوڅوکې يې نه وينم .
 
شکسپير وايي، (هيڅ شى ښه يابد نشته، بلکې زموږ د فکر ډول هغه ښه يا بد ښيي.)
 
يوځل لينکلن وويل : (زياتره خلک هماغومره نېکمرغي احساسوي چې تصميم يې ورته کړى وي نېکمرغه اوسي)؛ رښتيايې ويل؛ په دې وروسيو کې مې ددې لوړ حقيقت  يوه بېلګه  وليده؛ د نيوايلند د اوسپنې پټلۍ له تم ځايه راختم، ٣ – ٤ ګوډماشومان مې وليدل چې امسا او دبغل لاندې لرګي ورسره وو او راختل ، دوى چې مجبور وو په دغو لرګيو لاړ شي، خو ښ وو او زه د دوى خندا اوخوښۍ ته هک پک  شوم، ما هغه سړي ته چې د ددوى لارښوونه يې کوله دا خبره وکړه؛ هغه وويل؛ هو لومړى چې ماشوم پوه شي ټول عمر به ګوډ وي؛ لږ وحشت کوي؛ خو بيا پرخپل وحشت بريالي کېږي او بيا د روغو ماشومانو نه هم ډېر خوښ ګرځي). زړه مې غوښتل دې ماشومانو ته د درناوي په دود خپله خولۍ له سره لرې کړم؛ دوى ما ته يو درس راکړ چې هيڅکله به يې هېر نکړم .
 
کله چې مېرې فوسک له ډوګلاس فيربانکس نه ځان طلاق اختسلو ته جوړاوه ورغلم، دغه شېبه نړيوالو دا ګڼله چې ډېره پريشاني به پرې حاکمه وي، خو ما هغه تر ټولو ارامه  او بريالۍ ښځه وليده چې په ټول عمر کې مې لېدلې وه؛ هغې له ځانه نېکمرغي شيندله؛ راز يې څه و؟ هغې د خپل بري راز په يوه کوچني کتاب کې ګاڼه چې ٣٥ مخونه لري، تاسو به ددې کتاب له لوستلو  خوند واخلئ؛ عمومي کتابتون ته لاړ شئ او دمیرى پيک فورډ په قلم ليکل شوي کتاب(ولې د دې هڅه نو کوو چې تر ټولو ښه واوسو) واخلئ.
 
فرانکلن بنګر چې د کاردنيالانو يو پخوانى کارکوونکى او اوس په امريکا کې د بيمې يو پېژندل شوى مامور دى؛ کلونه مخکې يې راته ويلي و؛ (مسکي سړي ته هر چېرته ښه راغلى ويل کېږي)؛ځکه مخکې له دې چې د چا دکار دفتر ته ننوزئ؛ لږ ودرېږئ او د هغو شيانو په باب فکر وکړئ؛ چې د هغو په خاطر ستاسو په څېره کې يوه رښتينيې موسکا منځته راځي؛ او بیا په داسې حال کې چې همداسې موسکي یاست؛ کوټې ور ننوزئ .
 
هغه عقيده لري چې دا ساده تخنيک  ډېراغېزمن دى، او دده د بيمې د پاڼو په خرڅولو کې یې فوق العاده اثرلرلی دی، د هوبارد الندې حکيمانه نصيحت ولولئ، خوپه ياد مووي چې تر څو هغه عملي نکړئ، څه ګټۀ به در ونه رسوي .
 
(هر کله چې له کوره وزئ اوږې راټولې کړئ، سر مو پورته کړئ، ژوره ساه واخلئ، او د لمر وړانګې ځانته جذب کړئ، اوپه موسکا له دوستانو او اشنايانو سره وګورئ، کله چې لاس ورکوئ، روح پکې وپوکئ، دا چې د سوتفاهم وړ ګرځئ هک پک مه ګرځئ؛ اوحتى يوه دقيقه هم د خپلو دښمنانو په باب فکر مه کوئ؛ په ذهن کې مو دا ټکي سره راټول کړئ چې څه غواړئ وکړئ، او بيا يبله دې چې خپله لاره کږه کړئ؛ راسا د خپلې غوښتنې لورته لاړ شئ، خپل پام هغو ځلاندو او سترو کارونو ته راټول کړئ چې غواړئ ويې کړئ، او بيا به په نا پوهيدلي ډول ووينئ؛ لکه څنګه چې ورځې تېرېږي؛ تاسو هم د خپل ارمان لور ته نژدې کېږئ.
 
همدا راز يو مرجان له اوبو نه هغومره څه جذبوي چې ورته ضرور وي، په خپل ذهن کې ځان هغه قابل، ګټور او ګرم شخص انځور کړئ چې غواړئ يې واوسئ؛ په نتيجه کې هره شېبه چې تېرېږي؛ دغسې شخصيت ته ستاسو په اوښتو کې پرمختګ راځي.
فکر تر هر څه لوړ او پرهر څه حاکم دى، هڅه وکړئ د تفکر عادت په ځان کې وروزئ، يانې هڅه وکړئ تاسو د زړورتوب ، پاکې وينا اوتازه ګۍ لور ته بوځي، ښه فکر کول د منځ ته راوړلو په شان دى، هرڅه په غوښتلو لاس ته راځي، او که دعا د زړه له کومې وشي؛ بې ځوابه نه پاتې کېږي، موږ هماغه شان کېږو؛ چې زموږ د زړه غوښتنې يې امر کوي ، اوږې راټولې کړئ او سر مو لوړ ونېسئ، ځکه موږ په دې نړۍ کې تر ټولو باارزښته يوو؛ انسان پر ځمکه د خداى خليفه دی.
 
لرغوني چينايان هوښيار خلک وو، ځکه د ژوند د لارو ښوونه پکې ډېره حکيمانه وه، دوى يو متل لري چې بايد موږ يې پرې کړواوپه خپله  خولۍ يې وټومبو، هغه متل دادى: هغه سړى  چې په شونډو يې موسکا نه وي بايد  دوکان  خلاص نه کړي، اوس چې خبره د دوکان شوه؛ بده نه چې د فلچر لاندې وينا چې دکولنېس اوشريکانو له خوا يې په يوه اعلان  کې راغلې وه، راو اخلو.
 
داختر په ورځ  يوه خندا :
موسکا څه لګښت نلري، خو ډېر شيان منځته راوړي .موسکا بې له دې چې ورکونکى نېستمن کړي؛ اخستونکى شتمنوي . موسکا له يوې شېبې ډېره نه وي، خوکله کېداى شي یاد يې تر پايه پاتې شي.
هېڅوک دومره شتمن نه شته چې له موسکا پرته ژ وند وکړاى شي او هرڅوک دومره نېستمن نه دى چې دموسکا له ګټو برخمن نه شي .
موسکا په کورنۍ کې نېکمرغي زېږوي، او په تجارت کې ښه نيت؛ ځکه د دوستۍ اوملګرتوب نښه ده .
موسکا ستړيا لېرې کوي  ، نهيلي خلک هيله من کوي .
موسکا د ستړيو لپاره د لمر وړانګه ده؛ د ناراحتۍ د ذهرو طبيعي له منځه وړونکې ده، نوځکه موسکا نه خرڅېږي، نه په سوال اخستل کېږي، او نه په غلا لاس ته راځي، موسکا کوم ځمکنى شى نه دى، خو کېداى شي چاته ورکړل شي، د اخترونو په وروستيو شېبو کې چې پلورونکې ډېر ستړى وي او تاسو ته موسکا نه شي کولاى، د مهربانۍ له مخې تاسو  دا کار وکړئ .
ځکه هېڅوک تر هغه چا ډېر موسکا ته اړ نه دي ، چې  موسکا نه شي کولى.
نوځکه که غواړئ خلکو ته  ګران  واوسئ  دا دويم اصل دى
موسکا مه هېروئ .
 
ستاسو بې لګښته موسکا تر ټولو  ګران بيه هديه ده.
 
 
 


 
 
 
شپږم څپرکى
داسې کارمه کوئ چې په ستونزو کې ونښلئ
 
په ١٨٩٨ کې د نيويارک په ډاکلندکې يوه غمجنه پېښه وشوه . يوهلک مړ و.ګاونډيان ېې دده په جنازه کې د ګډون لپاره تيارېدل .ویلیام فارلي غوجل ته ورغى چې خپل اس زېن کړي. هوا يخه او ځمکه په واوروپوښلي وه. اس چې څوورځې کار نه و کړي. ټوپ ېې کړ،دواړه پښې ېې په هوا کړې؛ پر فارلي ېى ګوذار وکړ او هغه ېې مړکړ. نوپه يوه واړه کلي کې په ېوه ورځ دوه جنازې خاوروته وسپارل شوي .له فارلي نه يوه کونډه، درې زامن او څوسوه ډالره بيمه پاتې شول . د هغه مشر زوى لس کلن و.د اشپزۍ کارېې پېل کړ،کارېې ډېر ګران و او هېڅ وخت ېې پيدانکړ چې زده کړې وکړې،خو ددې اېرلنډي ښه برخورد ددې سبب شو چې خلکو ته ګران شي؛ ځکه د سياست نړى ته ورننوت او د وخت په تېرېدو پکې د اشخاصو د نومونو د ېادولو ېو بې سارى استعداد پيداشو. هغه کله هم د يوې مدرسې شکل او مخ نه و ليدلى ،خو عمر ېې تر٤٦ نه و اوښتى چې شپږو پوهنتونوورته وېاړنى، شهادتنامې او سندونه ورکړل. په څنګ کې د ملي دموکراتيکې کمېتې مشر او د امريکا د پست لوى مشر شو. يوځل مې جيم فارلي سره مرکه کوله؛ پوښتنه مې ترې وکړه چې د بري رازېې په څه کې دى؟ ويي ويل )په سخت کار کولو کې) ما ورته وويل تاسوته رښتیا د لسو زروکسانونومونه ېاد دي؟وېې ويل (نه اشتباه مووکړه؛ ماته دپنځوس زره کسانو نومونه ېاد دي) .
 
کله چې جېم فارلي يوې موسسې ته د ګرځندپلورونکي په حېث کار کاوه او کله چې د ستواين پوست ښاروال و؛ د نومونو د زده کړې لار ېې زده کړه. په لومړي سرکې دا کار ډېر اسان و. کله چې به له نوي شخص سره مخامخ شو، بشپړ نوم، د کورنۍ د غړيوشمير، مسلک او سياسي عقيدو تپوس به ېې ترې وکړ، دې ټولو ته یي د يو انځور په شان په مغرزو کې ځاى ورکاوه، بل ځل چې له هماغه شخص سره مخامخیده، که کلونه به هم تير شوي وو،په شا به يې ورته لاس اېښوده او د ښځې اوماشومانو د احوال پوښتنه يې ترې کوله، د کور د باغچې تپوس به يې هم کاوه، دا د حيرانتيا خبره نه ده چې ورځ په ورځ يې دوستان زياتېدل .
 
مخکې له دې چې د روزولت انتخاباتي مبارزه پيل شي، جېم  فارلي څو مياشتې په سلګونو ليکونه بېلابېلو کسانو ته په لويديځو او شمال لويديځو ايالتونو کې ولېږل، بيا په اورګاډي کې کېناست او په ١٩ ورځو کې يې شل ايالته وليدل او ١٢٩٠٠ ميله وګرځېده؛ په دې وخت کې په ښارونو کې کوز شو، او د غرمنۍ، مازېګرنۍ يا ماښامانۍ دخوړولو پرمهال يې د انتخاباتي استازيو خبرې اترې کولې او بل ښار ته ترې تلو، دا چې ختيځ ته به رارسېده؛ سم له لاسه به يې ټولو هغو کسانو ته ليکونه لېږل چې ده به په دغه سفر کې ليدلي وو، له هغوى به يې غوښتل چې د هغو ميلمنو د نومونو لست ورولېږي چې له موږ سره يې کتلي وو، دغسې ورته د زرګونو، زرګونو خلکو نومونه رسېدل، په لست کې موجود هر شخص ته جيم فارلي يو شخصي ليک لېږه، دا ليکونه  زياتره په زماګرانه..... پيل کېدل اوپه پاى کې به دجيم لاس ليک و.
 
جيم فارلي له لومړي سرنه زده کړې وه چې خلک د خپل نوم سره تر هر څه ډېره مېنه لري، که موږ د چا نوم زده کړی وي اوپه مهربانۍ يې ورته ياد کړو، هغه به تر ټولو ښو او ظريفو تحفوپه نسبت د دغې تفحې ښه هرکلی وکړي؛ خو که نوم يې هېر کړو يا يې سم تلفظ نکړو، سخت به خفه شي، مثلاً ما يوځل پاريس کې د وينا کولو يو کورس  جوړ کړي و، او د پاريس امريکايي اوسيدونکو ته مې ليکونه لېږلي وو، فرانسوي تايپستانو چې په ا نګليسي کې يې معلومات لږ و، نومونه ناسم ټېپول او اشتبهات ترې کېدل، يو تن چې په پاريس کې د يو لوى امريکايي بانګ مشر و، ماته يې يو رټونکى ليک راولېږه، ځکه نوم يې سم نه و ټيپ شوى .
 
د اندريو کارنګي د بري راز څه و؟ هغه ته يې د پولادو بادشاه وایه؛ خو پولادو په صنعت کې يې معلومات لږ وو، تر لاس لاندې يې په سلګونو داسې کسانو کار کاوه، چې تر ده يې معلومات ډېر زيات وو، خو هغه پوهېده چې د خلکو سره څنګه سلوک وکړي، او د ژوند په لومړيوکې په سازمان ورکولو او مشرۍ کې يې نبوغ او استعداد وښود کله چې يې عمر ١٠ کلونو ته ورسېد، ده هم کشف کړه چې خلک څومره د خپل نوم سره مينه لري . ده دخلکو د همکارۍ د جذبولو لپاره ددې کشف نه کار واخيست مثلاً کله چې يې خپل ماشومتوب په سکاتلند کې تېراوه، يوه سوى يې واخسته، لږه موده وروسته هغې ډېر بچي وزیږول، ده سره هيڅ غذا نه وه چې د سوى بچو ته يې ورکړي، يو نوى فکر يې په سرکې پيدا شو، ګاونډيوانو ماشومانو ته يې وويل که دوى ځنګل ته لاړ شي او شوتل/ رشقه راوړي؛ نو دی به د هر يوه نوم په يوه سوی کېږدي، نقشه يې بريالى شوه او کارنګي داهېڅکله هيره نکړه. وروسته يې  دهمدې رواني اصولو په مراعاتولو په معاملاتو کې مېلونونه ډالر وګټل، ده غوښتل دپنسليوانيا د اورګاډي پټلۍ باندې اوسپنه خرڅه کړي . ددغې پټلۍ مشر په دغه  وخت کې ادګار تامسن و، د همدې لپاره اندريو کارنګي د پولادو يوه لويه کارخانه جوړه کړه اونو م يې پرې کېښود: (دا د ګارتامسن دپولادو فابريکه)؛ دلته يوه معما ده؛ فکر يې کولاى شئ؟ څه شى ده؟ کله چې دغه پټلۍ جوړېده، ادګار تامسن نه اوسپنه له چا واخستله ؟ له سيزر نه، له رويک نه ؟ نه ! بيا فکر وکړئ کله چې د پټلۍ د خوب د کوټو د جوړولو په کار کې د کارنګي او جورج پلمان ترمنځ لانجه پيدا شوه، کارنګي بيا له هغه درس نه ګټه پورته کړه ، چې د سوى د بچو له پېښې نه يې زده کړې وه، د کارنګي شرکت د پولمان له شرکت سره مبارزه کوله، هريوه غوښتل د اورګاډي د خوب د کوټو سفارش د يونين پاسفيک د اورګاډي له قطار نه لاس ته راوړي، نوځکه يې يو پر بل بريد کاوه او بيه يې راکموله، دواړه نيو يارک ته لاړل چې د شرکت له مديره هېت سره وګوري، يوه ورځ دواړه په هوټل کې مخامخ شول، کارنګي ورته زر وويل: ماښام مو په خير ښاغلى پولمان، آيا فکر نه کوئ چې موږ دواړو ځانونه خره کړي دي؟ پولمان وپوښتل، مطلب موڅه دى؟ دا وخت نو کارنګي ټول هغه څه وويل چې په زړه کې يې وو، ويې ويل ښه ده چې د دواړو خواوو ګټې ګډې شي، هغه ښه په آب وتاب بيا ن کړه، چې څنګه به د ضديت پرځاى همکاري وکړي او دواړو ته به ګټه ورسېږي، پولمان په ځير دده خبرې واورېدې، خو لا ښه ډاډه نه و، ويې پوښتل، په نوي شرکت به څه نوم کېږدئ،؟ کارنګي زر ځواب ورکړ څرګنده ده چې نوم به يې وي، (د پولمان د واګونونو شرکت) د پولمان څېره وغوړېده ويې وىل، (راځئ زما کوټې ته ځو، په دې باب خبرې کوو) دې خبرو اترو په صنعت کې يو انقلاب رامنځته کړ، د اندريوکارنګي دا صفت چې د دوستانو نومونه يې يادول؛ د هغه د بري له رازونو و؛ او لاپې به يې کولې له هغه وخته چې خپلې کارخانې راسا په خپله رهبري کوم، اعتصاب پکې نه پېښېږي .
 
د کلونو په اوږدو کې پادرو مسکي پولمان ته د نورو امريکايانو په شان جورج نه وايه بلکې هغه ته يې ښاغلې مس وايه او ښاغلي مس هم ددې لقب نه ډېر خوند  اخسته . اشخاص  دخپلن نوم سره دومره مينه لري چې په هر شکل وي غواړي ځانونه همېشني کړي .
 
بارنوم مهشور مداري زوى نه درلود چې دده نوم همېشنی کړي، نو حلضر شو؛ د لور له خوا لمسي ته ٢٥ زره ډالر په دې شرط ورکړي چې ځان بارنوم وبولي، دوه سوه کاله مخکې مالدارو خلکو ليکوالو ته پيسې ورکولې چې کتاب يې دهغوى په نوم اهدا کړي.
 
کرايسلر روزولت ته يو موټر جوړ کړ، جمزلين اويو ميخانيک هغه سپينې ماڼۍ ته تحويل کړ، زما سره د جمزلين يو ليک دى، چې پکې راغلي دي: (جمهور رئيس رزولت ته مې زده کړه؛ چې څنګه موټر و کاروي او هغه راته دخلکو سره ګوزاره زده کړه). کله چې سپينې ماڼۍ ته ورننوتو؛ موږ يې ومنلو په خپل نامه  يې راته غږ وکړ او داسې سلوک اورفتار يې راسره  وکړ چې په مخکې يې مضطرب اونا آرام  نه وو، هغه زموږ د موټر ستاينه وکړه ، (رښتيا چې ډېرښکلى موټر دى، بس چې په بټن يې زور وکړې خپله روانېږي، زما په فکر ډېرپرتمين دى، نه پوهېږم څه باعث کېږي چې دا موټر دومره ښه کار کوي؛ زړه مې غواړي چې هره پارچه يې ووينم اوپوه شم چې څنګه کار کوي). ماته يې وويل (ښاغلى جيمز لين هغه وخت او انرژي چې مو په دې موټر  لګولې ده؛ ستاسو مننه کوم؛ ستر کامو کړى دى،...) يوځل ز ما سره يو ميخانيک ورغلى و، د هغه دنوم تپوس يې  هم وکړ ، او ډېر يې وستايه ، د زړه له کومې يې وستايه .
 
روزولت په دې پوه شوى و چې؛ د نورو د ښه ګمان د جذب يوه آسانترينه،مسلم ترينه او تر ټولو مهمه لار داده چې د هغوى نومونه زده کړي؛ او داسې کار وکړي چې هغوى خپل مهم والى احساس کړي؛ زموږ څو تنه ددې طريقې پېروي کوي ؟
 
زياتره چې زموږ سره څوک یو شخص معرفي کوي،بېرته د تلوپه وخت کې ېې په لار زموږ نه نوم هېر وي. يو ډېر مهم درس چې مو واخست؛ دادی چې اشخاص له خپلو نومونو سره تر هر څه زیاته مینه لري؛ د هغوى د نومونو هېرول د هېرولو د ګرد لاندې د هغوى پټول دي. د نومونوي ادول نه يواځې په سياست بلکې په تجارت کې هم مهم دي .دريم ناپليون د فرانسې امپراتور چې د لوى ناپليون وراره و، ويل به ېې چې د ټولو هغوخلکو نومونه ېې په ياد دي چې ورسره کتلي يې دي؛ .دده طريقه څه وه؟ .که چا به ورته خپل نوم ښه ونه ښود،اړايسته به ېې چې نوم ېې بيا ښه روښانه وواېي؛ .که نوم به عجيب او غريب و د املا تپوس به يې هم ترى کاوه ؛.د خبرو په منځ کې به ېې د هغه نوم څو ځل تکراروه او کوښښ به يې کاوه؛ د نوم او د شخص دڅېرې او عادتونو ترمنځ رابطه پيداکړي او نوم په ذهن کې کېنوي. که شخص به مهم سړې و، ناپليون به بل زحمت هم ځانته ورکاوه؛ کله چې به بل لورى ترې تلو؛ ده زرکاغذ را اخسته او دهغه نوم ېې پرې ليکه بياېې ورته ځير کتل؛ چې ذهن کې ېې کېني، وروسته ېې کاغذشکوه؛ په دې طريقه ېې هم د سترګوله لارې او هم د غوږ له لارې نوم زده کاوه . ددې ډول کارونو کول وخت نيسي او هماغه ډول چې امرسون ويلي دي:.(آدب او ښه معاشرت له کوچنيو فداکاريو نه جوړ شوى دى)؛ نو که غواړئ خلکو ته ګران واوسئ لاندې اصل ته پام کوئ :
په ېاد لرئ په هره ژبه کې هرچاته خپل نوم ترهر څه ډېر خوږ او ډېر مهم دى


 
 
 
اووم څپرکى
دويناکولو کې دمهارت ميندنې آسانه لار
 
په دې وروستيو کې د بريج ېوې ميلمستياته وبلل شوم .زه بريج لوبه نه شم کولاى، په دغه محفل کې يوه مېرمن وه .هغې هم دغه لوبه کوله ، خوزما لپاره يې يو ه ښايسته لوبه په پام کې نيولې وه؛د ګڼو وېښتانو لرونکې چې زماخواته ناسته وه، د خپل عقل د حېرانونکي کشف په باب راته داسې کيسه وکړه:
 
نيم ساعت په دې فکر کوم چې تاسومې چېرته ليدلي یاست. او اوس دې نتېجې ته ورسېدم چې تاسو د لاول توماس د موسسې رئـيس یاست . او ماسره مو څو ځل اروپاته سفرکړى دى .تاسو تل زماسره د ويناو د متن په تيارولو کې مرسته کوله. دا چې زما وينا د ګرځندوي په باب وه  او بايد د هغه ځايونو په باب مې معلومات وړاندې کړى واى چې  ليدلي مې و،ښاغلى کارنګي اوس غواړم ته راته دهغه جالبو ځايونو کيسه وکړې چې تاليدلي دي. د دې لپاره چې د نورو د خبرو شور زموږ د خبرو مخه ونه نيسي، زه يې ورو له لاسه ونيولم او يو آرام کونج ته يې بوتلم اويو بل ته نژدې په يوه توشک کښېناستو؛ هغه بې له دې چې زما ځواب ته منتظره شي؛ خپله یې پيل وکړ : په دې وروستيو کې مې له مېړه سره افريقا ته تللى وم . ما بې ارادې وويل افريقا! څومره په زړه پورې ده، تل مې زړه غوښتل افريقا ووينم خو هيڅکله راته دا وخت نه دى پيدا شوى چې هلته لاړم شم؛ البته چې يوځل مو يو ډله ايز سفر درلود، مجبور شو ٢٤ ساعته د افريقا په يوه ښار کې پاتې شوو، خو هغه يو ښار وا وزموږ داوسېدو ځاى هم يو هوټل، رښتيا مېرمنې آيا ددې قارې لويو ښکار ځايونو ته هم کله تللي ياست؟ که تللي ياست زما په نظر د ډېرو نېکمرغو خلکو له ډلې ياست؛ او زه درسره حسادت کوم! مهرباني وکړئ د افريقا په باب راته ووايئ، دې مېرمن پوره ٤٥ دقېقې افريقا ته د خپل سفر په باب خبرې وکړې او نور يې زمانه؛ ونه پوښتل چېرته وم او څه مې کول، غوښتل یې؛ يو اورېدونکى ولري او هغه وکړاى شي دخپلې ځان غوښتنې لپاره مناسب خوراک ولري، دا خوراک ددې د سفر کيسو ته غوږ نيول و،
 
هغه غېر عادي او استثنايي ده؟ نه! زموږ زیاتره سره خلک دغسې دي. مثلاً څو ورځې مخکې له یوه مشهور نبات پيژندونکي سره مخ شوم، دا چې مخکې مې ددې مسلک چا سره ليدنه نه وه شوې، ډېر مې خوښ شو، دده خبرو راباندې دومره اثر وکړ، چې د چوکۍ په څنډه ورته کېناستم او د بېلابېلو بوټو او باغيچو ا وګلانو په باب مې دده خبرو ته دومره غوږ ونيو چې بيخي پکې ورک شوم، زه په کلي کې يوه باغچه لرم، هغه په پوره مهربانۍ راته لارې  وښودې چې موجودي ستونزې يې حل کړم، موږ ميلمانه وو، خو ما معمول آداب هير کړل؛ ټول بلل شوي مې هېر کړل، يواځې له ده سره کېناستم، کله چې غونډه خلاصه شوه له ټولو مې رخصت واخيست، نبات پېژندونکي د ټولو په مخکې زما ډېر صفت وکړ او سره له دې چې ما ورته يو ټکى هم نه و، ويلي، وويل چې، (دى د بهترينو ویناوالو څخه دي) زه ؟ زه ولې؟. زه په زړه پورې وينا وال يم؟ ما خو هيڅ  خبرې نه دي کړي؛ ما کولاى شو چې دا ورته ووایم؛ خو بايد موضوع مې بدله کړې واى، ځکه په نبات پېژندنه کې خو ماته هيڅ معلومات نه وو، خو ما يو کار وکړ او هغه دا و چې په ټولو حواسو مې دده خبرو ته غوږ ونيوه ځکه رښتيا يې خبرو ته مينه وال شوى يم. دا علت و چې رانه خوښ شو، دا ډول غوږ نيول د چا په باب ډېره لويه ورکړه او مهرباني ده،
 
جک فورډ د (مينې سره پردى) کتاب کې ليکي : په انسانانو کې ډېر کم داسې دي چې د پوره غوږ نيونې د پوښل شوې تملق په وړاندې، د ژورو خبرو پر موقع خپل اراموالى ساتي، زه دهغه د خبرو دمېنه وال نه پورته لاړم؛ يانې په مينه مې دده خبرې واورېدې، او سخاوتمندانه مې وستايلې؛ ورته ومې ويل خبرې موډېرې ښوونکې او بوختونکې وې (رښتيا هم  داسې وه) .
 
هغه ته مې وويل : غواړم په نبات پيژندنه کې هم څه پوه شم (رښتيا هم داسې وه) ورته ومې ويل زړه مې غواړي په چمنونو کې در سره وګرځم (رشتيا هم وه)  ورته  ومې ويل بايد بيا سره وګورو (بايد هم ويې ګورم)  زما همدغه سلوک ددې سبب شو چې د هغه په وړاندې  زه  يو بې سارې ويناوال څرګند شم؛ حال دا چې زه يواځې ښه اوريدونکى وم .
 
د سوداګرو د بري راز په څه کې دى؟ د ښه خوى خاوند څيړونکي ايليوت په وينا هغه راز په سوداګريزه مرکه کې مهم دى؛ د هغه سړي خبرو ته ښه غوږ نيول دي، چې ستاسو سره خبرې کوي، دا ډېر لوى راز دى؛ بل لوري ته تر دې هېڅ شی ډېر خوندور او خوښي راوړونکی نه دي .
 
تر ټولو بد عيب لټوونکى اوخرده ګير هم د يو منطقي، اوريدونکي سره نرم او آرام برخورد کوي، که اوريدنکی غلی و، نو عيب لټونکی د کوبرا مار په شان راټولېږي او خپل زهر بېرته تويوي، څوکاله مخکې د نيويارک د تلېفون شرکت د يو داسې چا سره مخ شو؛ چې د دوى يوتلفونچي ته يې ډېرې سپکې سپورې ويلې وې؛ چغې يې وهلې چې د تلېفون دستګاه به له بيخه ونړوي، دې ته حاضر نه شو چې ځينې قرضونه ادا کړي ځکه دا يې خپل حق ګاڼه؛ د عمومي خدمتونو ادارې ته يې بې شمېره شکايتونه ولېږل؛ ورځپاڼو ته يې پرله پسې ليکونه وليکل او د تلفون د شرکت نه يې شکايت وکړ. په پاى کې دتلېفون د شرکت يو ډېر ماهر کارکوونکي د قهر له دې توپان سره د مرکې لپاره ولېږل شو،
 
دې سړي چې د ده د بې نزاکتۍ په وړاندې يې سر ښکته نيوه او دده له کنځلو به يې خوند اخيست، غوږ - غوږ ورته کېناست او د هغه د هرې خبرې سره يې، (هو) ويل او د هغه سره يې همدردي وښودله، دې دتلېفون مامور چې خپله تجربه زما په ټولګي کې بيانوله؛ وويل : هغه همدغه ډول بدو ردو ته  دوام ورکړ، او ما ورته درې ساعته غوږ ونيو، د هغه سره مې څلورځلې مرکه وکړه او مخکې له دې چې څلورمه مرکه پاى ته ورسېږي؛ د هغه سازمان غړې شوم چې شاکي سړي غوښتل جوړ يې کړي؛ هغه ددې لپاره په دغه ټولنه (د تلېفون د ګډون کوونکو د حمايت ټولنه) نوم کېښود، زه تر اوسه ددې سازمان غړې يم او غېر له ده نه زه ددې سازمان يوازينې غړى يم؛ د تلفون مامور زياته کړه: (ما چې ورته پوره غوږ ونيو اودده سره مې همدردي وکړه، هغه د تلېفون دغسې مامور نه وليدلې، نو دده سلوک هم زما سره دوستانه شو، خپل منظور مې نه په لومړي؛ نه په دويمه او نه درېيمه مرکه کې ده ته ووايه په څلورم ځل مې ورته وویل؛ چې زه په څه پسې راغلى يم، هغه هم له ځنډ پرته قرضونه راکړل او د لومړي ځل لپاره يې له کميسيون نه خپل شکايت  بېرته واخيست .
 
په اصل کې دې ښاغلي ځان يو (قرباني) ګاڼه چې د استثمار په وړاندې د ټولو د حقونو نه ننګه کوي، خو په باطن کې يې غوښتل خپل مهموالى ثبوت کړي، لومړى يې خپل د مهم والي احساس په مخالفت او شکايت لاسته راوړ؛ خو چې دشرکت نماينده دده د مهموالي خبره تائيد کړه، د هغه جنجالي شکايتونه هم بخار شول اوله منځه لاړل .
 
ډېره په زړه پورې کيسه ده څوکاله مخکې  يو هليندي مهاجر چې له مدرسې ايستل شوى و، د نانوايي د دکان کړکى وينځلې او ددې کار په بدل کې يې په اوونۍ کې ٥٠ سينټه اخستل، دده د کورنۍ غړي دومره بېوزلي وو، چې هغه هره ورځ يو څه خواړه له ځان سره وړل او د ډبرو د سکرو هغه ټوټې چې د لېږدېدو په وخت کې به له موټرو نه تويې شوې وې؛ راټولولې او کورته به يې راوړي، ددې هلک نوم اډوارډ يوک و، هغه تر ٦ کاله ډېر ښوونځى ونه لوست، خو په پاى کې د امريکا د ژورنالېزم په تاريخ  کې يو تر ټولو لوى شخص شو. کيسه به لنډه بيان کړو، هغه د اصولو په منلو چې په دې فصل کې  شرح شوي دي، د پرمختيا لار ونيوله .
 
دې ١٣ کلن وچې مدرسه يې پرېښوده؛ او وسترين يونين کې يې اونۍ په شپږنيم ډالرو دنده پېل کړه، خو يوه شېبه هم د زده کړې له فکر نه غافل پاتې نه شو، مطالعه يې وکړه او ځان سره يې زده کړه وکړه؛ هغه به د تلو راتلو کرايه ساتله او کله به يې حتى سهارنۍ نه خوړه، ده غوښتل پر دغو پېسو د امريکا د مشاهېرو د دايرة المعارف يوه بشپړه سلسله واخلي، وروسته يې يو بې سابقې کار وکړ، د مشهوروخلکو د ژوند کېسې يې ولوستې؛ له هغوى يې وغوښتل دخپل کوچنيوالي ژوند ډېره يادونه ده ته وليکي؛ هغه ښه او ريدونکې و، مشهور خلک يې هڅول د ځان په باب ده ته څه ووايي، هغه جيمز ګارفيلډ ته ليک ولېږه چې هغه وخت کې يې جمهوري رياست ته د رسېدو هڅې کولې، په ليک کې يې ترې وپوښتل : آيا دا رښتيا ده چې په کوچنيوالي کې يې په يوه کانال کې کشتۍ په ځان پسې کشولې؟  ګار ډ فيلدهم ځواب ورکړ. وروسته يې جنرال ګرانت ته ليک ولېږه ، هغه يې وهڅوه ده ته ليک راولیږي؛ لږه موده نه وه تېره شوې چې هلک دامريکا له ډېرو مشهورو خلکو سره اړيکې پيدا کړي، مثلاً مشهورو خلکو لکه امر سون، فيلپس بروکس، اوليو اندل هولز، لانګ  فلو، مېرمن ابراهام لنکلن، جنرال شرمان او جفرسون سره ليکنۍ اړيکې ټينګې کړې، ده نه يواځې په دې خلکو کې داسې همت راپيداکړى و ، چې دده ژوند يې بدل کړ، بايد ووايم؛ چې دده د پرمختيا يوازينى علت همدا و چې په دې کتاب کې د ښودل شوو اصولو مراعات يې کړي و.
 
اسحاق مارکوس چې غالباً تر ټولو ماهر او تجربه لرونکى سړى دى چې له لويو اشخاصو سره يې مرکې کړي دي، وايي: (ډېر خلک نه شي کولاى د نورو پام ځانته راواوړي، ځکه چې زياتره خبرو ته غوږ نه ږدي ، دوى په همدې فکر کې دي، چې څنګه د مطرح شوې پوښتنې وروسته زر بله پوښتنه وکړي او غوږونه يې د بل لوري د خبرو اوريدو ته تېار نه وي). ډېرو دغو لويو کسانو ماته ويلي دي، دوى تر خبرو کوونکو نه اوريدونکو ته ډېر اهميت ورکوي، خو فکر کوم چې د غوږ نيولو استعداد د نورو ټول استعدادونو پشان ډېر کم دي، نه يوازې لوى اشخاص د ښو اوريدونکو سره د خبرو تږي دي؛ بلکې عادي خلک هم دغسې دي، يو ځل ريډرز ډايجسټ ليکلي و: (ډېر خلک ډاکټر خپل کټ ته غواړي، په حقيقت کې دوى چې څه ته اړ دي، هغه زړه خوږي اوريدونکي دي، چې د زړه کيسو ته يې غوږ ونيسي)،
 
د کورنۍ جګړې په تورو کلونو کې لينکلن خپل دوست ډالي ټويز ته ليک وليکه چې خواته يې راشي؛ ورته  ليکلي يې و، ځينې ستونزې لري چې د هغه په کمک بايد حل شي، د هغه پخوانى ګاونډى سپينې ماڼۍ ته راغى او لينکلن ورسره په ساعتونو په دې باره کې خبرې وکړې چې هغه ته ښه ښکاري؛ که نه چې د مريانو د خپلواکۍ اعلاميه صادره شي، هغه ددې کار پرضد ټول دلايل له سره وکتل او د ورځپاڼو ليکنې يې چې ځينې د غلامۍ پرضد او ځينې يې په پلوۍ وي؛ ولوستلې، لينکلن تردې وروسته چې ډېره موده يې له خپل پخواني ملګري سره خبرې وکړې، هغه ته يې لاس ورکړ، او خداى پاماني يې ورسره و کړه اوبې له دې چې د ده نظر وپوښتي بېرته يې ولېږه؛ لينکلن اصلاً په دې پېښه کې يوازينی خبرلوڅ و، دخپل زړه بړاس يې په وينا رايستلى او په خبرو يې ذهن روښانه کړى و، دې پخواني ملګري يې وويل : داسې ښکارېده چې تر دې خبرو وروسته لينکلن ځان ډېر آرام احساسوه، لينکلن نه غوښتل د چاسره مشوره وکړي، هغه اوريدونکي ته اړتيا درلوده چې همدردي ورسره وکړي؛ چې د هغه درون بار نه چې پر اوږو يې و، لږ بې غمه شي،
 
دا هغه څه دي؛ چې موږ ټول ورته د ستونزو پر وخت اړ يوو، دا هغه څه دي چې زياتره وختونه ورته  يوقهريدلى اخستونکى کارکوونکى اويا داسې دوست چې احساسات يې ټپي شوي دي اړتيا لري.
 
که غواړئ پوه شئ چې څنګه يو څوک له ځانه وشړئ اودې ته يې اړ کړئ چې درپسې وروسته وخاندي اوريشخند مو کړي، دا خبرې ومنئ: خبرو ته يې غوږ مه نيسئ، هر کله ورته خپلې خبرې وکړئ، يوازنی خبرلوڅ اوسئ، که کوم نظر مو و، د هغه خبرې پرې کړئ او مه يې پرېږدئ چې خپلې پاى ته ورسوئ، داسې ورته وښايئ چې ترهغه هوښيار ياست او ددې وخت نلرئ د هغه ګډو و ډو ته غوږ ونيسئ، نېغ په خبره ورودانګئ او په منځ کې یې ونيا قطع کړئ .
 
څوک پېژنئ چې داسې عادت لري؟ زه  يې پېژنم او ډېر افسوس دى دا ډول په  هغو خلکو کې ډېر دي، چې له ټولنې سره ډېرسرو کار لري، دا ټول بې عقلان دي، داسې بې عقلان چې د ځان پالنې شرابو داسې مست کړي وي چې ځانونه تر نور ومهم ګڼي، هغه سړى چې يواځې د ځان په باب غږيږي، يواځې د ځان په باب فکر کوي، د کولمبيا د پوهنتون د پخواني رئيس په وينا: هغه څوک چې تل په خپل فکر کې وي، بې تربيې سړى دى، که څه هم ډېرې زده کړې ولري.
 
نوځکه که غواړئ چې ښه وينا وال او ښه اوريدونکي شئ، هغه ډول چې مېرمن هام يې وايي: (ددې لپار چې د نورو د پام وړ وګرځئ، نورو ته پام واړوئ) بايد له بل لوري داسې پوښتنې وکړئ چې هغه يې په خوښې او په شوق ځواب درکړي، بل لورى اړباسئ د ځان په باب خبرې وکړئ؛ دا په ياد ولرئ د هغه چا سره چې تاسو خبرې کوئ؛ تر تاسو سل ځلې ډېر دخپل ځان له غوښتنو او ستونزو سره مينه لري، که يو څوک د غاښ درد لري، هغه ته دا د چين تر قطحۍ ډېره مهمه ده، چې د ميلونونو خلکو د له منځه تګ سبب کېږي، که په غاړه کې يې یوه ابسه Abscess   وي، په افريقا کې تر ٤٠ زلزلو ورته ډېره مهمه ده، بل ځل چې په خبرو کې ګډون کوئ، دا خبره له ياده مه باسئ .
 
نوځکه که غواړئ خلکو ته ګران شئ داخبره  په ياد ولرئ او عملي يې کړئ.
ښه اوريدونکي اوسئ او نور  وهڅوئ چې  د ځان  په باب وغږېږئ


 
 
 
اتم څپرکى
د افرادو د همکارۍ او دوستۍ جلبول
 
چا چې په (استربې) کې تئودور روزولت ليده، دده د معلوماتو له پراختيا حيرانېده، ګاما ليل د فورډ ورور په دې باب ليکي : (که بل لورې يو پوونده، شپون، اسپ سوار، سياستوال يا دپلومات و، روزولت پوهېده؛ د هغه سره څه ډول خبرې وکړي .)
 
رښتيا! ده څنګه دا کار کولى شو؟ ځواب  ډېر اسان دى! روزولت چې کله د چا دلېدنې انتظار ايست؛ تېره شپه يې تر ډېره هغه کتابونه لوستل چې پوهېده ميلمه ته په زړه پورې معلومات لري، دليل هم دادى چې روزولت دنورو پوهو مشرانوپه شان پوهېده چې : (د خلکو زړونو ته د رسېدو لويه لار داده چې سړى دهغه څه په باب د بل لوري سره وغږېږي؛ چې هغه ته  مهم او په زړه پورې دي)
 
ويليام فلپس دادبياتو استاد؛ د نورو د دوستۍ درس ډېر زر زده کړ، هغه د (د بشر طبيعت) په نوم يوه مقاله کې وليکل: ۱۰کلن وم، د اونۍ وروستۍ ورځ مې د ترور په کور کې وه، يوه ورځ يو سړى چې د عمر له نظره زوړ و؛ زما د ترور کور ته راغى او له ترور سره له معمولو ستړي مشو وروسته زما سره په خبرو بوخت شو، زما هغه وخت له کشتيو سره منيه وه؛ او راغلي مېلمه په دې باب دومره خوږې خبرې وکړې؛ چې ماته ډېرې په زړه پورې وې، کله چې نوموړی لاړ؛ ما وويل څومره عالي سړى و، دکشتيو سره يې څومره مينه ده، ترور مې راته وويل هغه د نيويارک يو قاضي دى؛ د کشتيو سره يې مينه نشته؛ ما وپوښتل:
 
ترورجانې! نو ولې په دې باب وغږېده هغې وویل؟ بچيه دا ځکه چې هغه يو (ښاغلى) و او کله چې پوه شو؛ ته له کشتيو سره مينه لرې؛ نو تاسو سره يې په همدغه  باب خبرې وکړې؛ په دې سره هغه غوښتل؛ ستا په ز ړه کې ځاى ونیسي او درته ګران شي . ويليام فلپس خپله مقاله داسې پاى ته رسوي: (ما ټول عمر هغه ټکى هېر نکړ؛ چې ترور مې ورته اشاره وکړه)؛
 
اوس چې دا څپرکى ليکم د او. ار. چاليف يوليک مې مخې ته پروت دى، چې د مخکښانو په سازمان کې و. (د يو مناسبت په ورځ دې ته ځير شوم چې يوڅوک بايد زما سره مينه او مهرباني وکړي، ځکه د مخکښانو يوه لويه مسابقه په اروپا کې جوړېدونکې وه او ما غوښتل د امريکا د يو لوى شرکت مشر ددې سفر لګښت ومني. له نېکه مرغه مخکې له دې چې هغه وګورم؛خبر شو م چې هغه يو ميلوني چک رايستلى او قاب کړى و. دده دفتر ته ورتګ زما لومړنى کار و چې وغواړم دغه چک له نژدې ووينم ، د دوه ميلونه روپو چک و؛ زړه مې غوښتل مخکښانو ته ووايم چې دغسې يو چک مې په سترګو ليدلى دى؛ هغه په خوښۍ دغه چک ماته وښود، ما بې له ځنډه دهغه ستاينه وکړه او ترې ومې وغوښتل دا راته وايي چې څه شى سبب شول، چې هغه داسې چک راوباسي ( ښاغلي چالېف ر ا ته پيل کړه چې بل لوري ته مهمه وه )؛ هغه په خبرو راغى او نتيجه يې داوه: څو شېبې وروسته یې زمانه وپوښتل، زما له ليدنې مو مقصد څه  و؟ ما هم ورته خبر ورکړ چې د څه لپاره راغلى يم، په ډېر تعجب مې وليدل چې زما غوښتنه يې ډېره زر ومنله؛ بلکې دايې هم وويل چې که کومه بله غوښتنه لرئ هم يې راته ووایي، ما ترې غوښتي و يواځې يو مخکښ اروپا ته ولېږي؛ هغه له ما پرته د پنځو تنو د لېږلو کار په غاړه واخيست اويو زر ډالري چک يې راکړ او ويې وغوښتل چې يوه اونۍ په اروپا کې پاتې شو؛ همدارنګه معرفي ليک يې راکړ، چې دده د موسسې نماينده ګانو ته يې ورکړو او مرسته  ترې واخلو، بله دا چې په خپله يې په پاريس کې ښه راغلى راته ووايه او ښار يې راوښود، وروسته يې زموږ ځينو مخکښانو ته چې مور و پلار  يې نه و، دندې پېداکړې او اوس هم زموږ په ډله کې فعاله برخه  لري .


 
 
 
نهم څپرکى
د ځان سره د ملتيا لپاره د نورو د لېوال کولو لار
 
يو سپارښت ليک مې درلود، غوښتل مې پسته خانې ته د هغه د لېږلو لپاره لاړ شم، کله چې مې مامور وليده ډېر خپه او له خپل کار نه بيزار و، دده په ليدو مې له ځان سره وويل: (سړيه! هڅه وکړه هغه هم د ځان په شان کړې) خپل دنني غږ ته مې ځواب ورکړ(خپله هڅه کوم ؛تکټ پلورونکى بايد مينه پيدا کړي همدا اوس لومړى ګام اخلم) ددې لپاره چې لومړى ګام واخلم او هغه د ځان په شان کړم بايد خبرې مې پيل کړې واى، ځان سره مې وويل (هڅه وکړه داسې زړه وړونکې خبره ورته وکړې چې په زړه يې کيني) کومه خبره به ورته په زړه پورې وي؟ دده د کار په باب خبرې چې دده ستاينه پکې وشي!  په دې سړي کې به رښتيا کوم شيان شته چې د ستايلو وړ وي او زه يې وستايم؛ دا ډېره ګرانه وه؛ ځکه هغه يوازينى شخص و چې ما ترې دده په باب څه پوهه اخستلاى شوه، او  هغه هم په ظاهري ډول؛ په دې وخت کې ده يو حرکت وکړ چې د پام وړ و، کله چې هغه پا کټونه تلل؛ سر يې لږ جګ کړ، زما پام يې ځانته ورواړوه، دا موضوع د ستايلو وه، زما سترګې دده په ښکلو وېښتانو ولګېدې، زر مې ورته وويل: زړه غواړي ستاسې په شان وېښتان مې درلوداى! هغه راته لومړى په حيرانتيا وکتل؛ او بيا يې په مات زړه يوه نرۍ موسکا او ويې ويل : اوس مې دسر وېښتان په پخواني ښه حالت کې نه دي ، پخوا تردې ډېر ګڼ وو.
 
ما ورته وويل چې دده وېښتان ډېر ښکلي او جلبوونکي دي او ورته توضيح مې وکړه، کېداى شي، ستاسو د سر وېښتانو هغه پخواني پرتم لږ کم کړى وي، خو ته ډاډه اوسه چې اوس هم دومره ښکلي دي چې ډېر خلک يې ارمانجن دي، يو زه په خپله يم. سړى په دې خبرو ډېر خوښ شو او بې له دې چې انتظار وباسي؛ په خبرو يې پيل وکړ، دده وروستۍ خبره چې ما ته يې کړې وه ، دا وه، ستاسو خبره سمه ده ، دا چې ډېر خلک مې دوېښتانو صفت کوي ،
 
ښه به وي زه اوس دا شرط تړم، چې په دغه ورځ چې نومړي کورته تللى وي؛ له خوښې به يو بل سړى و، هغه حتماً د خپلې ځوانې مېرمنې سره په دې باب خبرې کړې دي، بېله شکه ائينې ته يې کتلي دي، دا چې ډیر خوند يې اخستى دى، حتماً يې ائينې ته په کتو له ځان سره ويلي دي، رښتيا د سر ويښتان  مې ښکلي دي، دا يو امتياز دى چې نور ترې محروم دي.
 
يوه ورځ مې ددې ځوان په باب په يو مجلس کې کيسه وکړه ، يو چا رانه وپوښتل،(څه ګټه مې بايد کړى وي، رښتيا  له دې درکه هم بايد ما ګټه لټولې واى؟ ومې نه غوښتل موضوع هغه سړي ته ډېره وځلوم؛ چې زما د ګټې تپوس يې کړى و، خو دا تاسې ته ځکه وايم چې وړ نتيجه ترې واخلئ که ځان پالنه موږ دومره ټيټ او خوار کړي چې د يو چا په زړه کې د بې لګښته خوښۍ پيدا کولو نه ډډه وکړو نو له نورو څرنګه د لګښت سره يو ځاى پاملرنه وغواړو؟ که وکړاى شو په لږه ستاينه مقابل لورى خوښ کړو او دا کارکوم لګښت هم نه غواړي،نو ولې له دې کاره د ګټې تمه وکړو او ځان ته څرنګه اجازه ورکړو چې وپوښتو: (دې کار تاته څه ګټه ورسوله؟) که په رښتيا داسې قصد؛ تمه او غوښتنه لرو زموږ پرحال دې ډېر افسوس وي؛ چې موږ د ډېرو سپکو اوبې ارزښته  ارواوو لرونکي يوو. زه ښه پوهېږم چې که له هغه څه سره چې دده  د خوښې وړ و، ما ورسره مينه نه واى ښودلې؛ او له لومړي سر نه مې نه واى تيار کړى اوشوق مې پکې نه واى راپارولى؛ د هغه څه يو په لسمه برخه مې هم ترې نه شواخستلاى چې ترې وامې خستل او حتى په دې به بريالى شوى نه واى چې خواته يې ورشم .
 
آيا دا خبرې په سوداګرۍ کې هم پکارېږي؟ پرېږدئ يو مثال درکړم؛ هانرى دونووى او زامنو يې چې د ډوډۍ پخولو يو شرکت لري؛ هڅه کوله د نيويارک په يوه لوى هوټل ډوډۍ وپلوري، څلور کاله د هوټل مدير پسې لاړ- راغى، هغو غونډو ته به ته؛چې مدير به پکې ګډون کاوه، او حتى هوټل کې ېي يوه کوټه  کرايه کړه چې د هوټل له مدير نه يو سپارښت واخلي، خو بيا هم له ما تې سره مخ شو، هغه توضيح کوي. د انساني اړيکو په باب له څېړنې وروسته پوه شوم چې بايد تکتيک بدل کړم ، تصميم مې ونيوه پوه شم چې د هوټل مدير څه خو ښوي چا داراته  څرګنده کړه چې هغه د امريکا د هوټل لرونکو د شورا غړى و، نه يواځې غړى بلکې رئيس يې هم و، هرځاى چې به ددې ټولنې غونډه وه، دى به ورته ؛. بله ورځ چې مې وليد ددې ټولنې د غړو په پاب مې خبرې پيل کړې؛ نه پوهېږئ چې څومره ګرمي اوشوق پکې پيدا شو! په منيه يې په خطبې پيل کړي . څرګنده مې وليده چې دا ټولنه دده اصلي بوختيا ده او خپل ټول ژوند يې ورته وقف کړى دى، مخکې له دې چې دده له  دفتر  نه ووځم، ددغه انجمن دغړيتوب کارت یې راباندې وپلوره، ښاغلى دونووې وايي: په دې منځ کې ما د ډوډۍ پلورلو هيڅ خبره ونکړه، خو څو ورځې وروسته راته د هوټل منشي تلېفون وکړ چې د ډوډۍ نمونه او بيه له ځان سره راوړم، منشي راته وويل: نه پوهېږم چې په دې بوډا مو څه کړي دي؛ چې دومره درباندې مين شوى دى.
 
ښاغلي دونووي نتيجه داسې بيان کړه، ددې فکر وکړئ؛ څلور کاله په منظم ډول په دې سړي پسې وګرځيدم، هڅه مې کوله ډوډۍ پرې وپلورم، خو په دې هڅو کې مات شوم؛ ځکه نه پوهېدم؛ هغه څه شي سره منيه  لري او دکومو خبرو له ويلو خوند اخلي؛ نوځکه که غواړئ خلکو ته ګران شئ، دا هم يو  مهم اصل دى:
د هغوى سره د هغه څه په باب وغږېږئ چې هغوى ورسره مينه لري.
 
او که نه دا مو حق دى، چې په ژوند کې ناکام پاتې شوو او څوک مو مرستې ته راونه دانګي؛ که ما ته اوس څوک ووايي څه ګټه دې وکړه، ورته وايم، ( ما له هغه ځوان نه يو ګران بيه شى غوښته، هغه مې ترلاسه کړ، هغه داو چې احساس يې وکړ هغه مې خوښ کړې دى، ما ددې انتظار نه درلود چې هغه راته خدمت وکړي، تاسو هم پام وکړئ، که همداسې احساس زموږ په ذهن کې يو محوري حالت ونيسي؛ خپلې ځليدنې ته به دوام ورکړئ).
 
دانساني سلوک په اړيکو کې يو مهم قانون شته چې که موږ يې ومنو، کله به هم نا آرام نه شوو، ددې قانون په منلو به ډېر دوستان پيداکړو او تل به خوښ واوسو، خو همدا چې دا قانون  پرېږدو ، په یو لړ جنجالونو به واوړو، هغه قانون دادى :
تل داسې کار کوه چې  بل لورى فکر وکړي ډېر مهم دى .
 
څرنګه چې مخکې مې هم د پوهاند جان ديوي خبره راوړې وه چې ، (په بشر کې د ځان د مهم ګڼلو مينه تر ټولو ژوره او زياته ده)؛ پوهاند جمز وايي، (د بشر په طبيعت کې تر ټولو ژوره انګېزه داده، چې د ستاينې وړ وګرځي، دا انګېزه پر حيوان باندې د انسان د لوړوالي نښه ده، همدې انګېزې د تمدن د منځته راوړنې اسباب جوړ کړي دي) .
 
فيلسوفانو په زرګونو کاله هڅې کولې دانساني اړيکو لپاره قوانين جوړ کړي؛ په دې باب ددوى د تفکراتو محصول همدا يو اصل و، هغه هم نوى نه دی او لرغونوالى يې دتاريخ لرغونوالى ته رسېږي .
 
زردشت هغه درې زره کاله مخکې خپلو لارويو ته ښودلې دى کنفوسيوس ٢٤ پيړۍ مخکې چينايانو ته وښوده؛ لاوتسه د هان په دره خپلو شاګردانو ته زده کړ، بودا هم تر زرګونه کاله مخکې هندوانو ته هغه ښوونه کړې وه، حضرت عيسى (ع) هم پيړۍ مخکې د تړو په غونډيو کې دا فکر خلکو ته بيان کړ؛ په نړۍ کې همدا تر ټولو مهم قانون دي .
 
د نورو سره داسې سلوک وکړه چې غواړې نور يې درسره وکړي، [زموږ ستر پيغمبر خاتم النبين حضرت (ص) په داسې بشپړ کلام کې ويلي چې بل سارى نلري: (څه چې ځان لپاره غواړې، د بل ورور لپاره يې هم وغواړه)  ژباړن]
 
تاسو غواړئ خو او شا خلک مو وستايي؛ ستاسو د خوښې وړ کړنه وکړي، او ستاسې رښتيني ارزښت ته درناوي وکړي، تاسو غواړئ په خپله کوچنى نړۍ کې د مهموالي احساس وکړئ، تاسو نه غواړئ له غرض نه ډک بې ارزښته تملق واورئ، بلکې در ښتيني او صميمي ستاينې او تشويق غوښتونکي ياست؛ تاسو غواړئ ملګري او دوستان مو ستاسو صميمانه  ستاينه وکړي اوپه دې باب سخې واوسي .
 
پرېږدئ پورتنى طلايي قانون ومنو او له نورو سره هغسې چلند وکړو چې موږ يې د ځان په باب غواړو، څه دول ؟ څه وخت؟ ځواب يې دادى: هر وخت هرځاى کې. مثلاً ما دراديو سيتي (Radio city)  داطلاعاتو د برخې له مسئول نه تپوس وکړ، د هاريسون د کار دفتر نمره څو ده؟ هغه  ډېر ورو ماته ځواب راکړ، هاريسون، (ځنډ)، اتلسم پوړ، (ځنډ) ١٨١٦ کوټه؛ زه ترې روان شوم خو زر بېرته وروګرځېدم او ورته ومې ويل (د هغې لارې په خاطر چې تا د پوښتنو د ځواب لپاره ټاکلې ده،  مبارکي درته وايم، ستاسې لارښوونه ډېره دقيقه او بشپړه ده ، تاسو دا کار د يو هنرمند په شان وکړ، دا غير عادي کار دى) دده څېره له خوښۍ وغوړېده، ده راته روښانه کړه چې ولې يې په هره خبره کې ځنډ وکړ او و لې يې هره کليمه په خپل ځاى وويله، زما د تشويق خبرې ددې سبب شوې چې هغه ټوله ورځ هسکه غاړه وګرځي؛ هغه ورځ چې زه پورته ختم؛ احساسوله مې چې د ټول بشر په نېکمرغۍ کې مې ﻻزم زياتى راوستى دى .
 
د ستايلو او قدر کولو پر فلسفه د عمل لپاره دا حتمي نه ده، چې تاسو دې دفرانسې دسفير يا د کومې ادارې مشر ياست، تاسو کولاى شئ ددې طريقو په عملي کولو هره ورځ نه منونکې برياوې وګټئ. مثلاً که اشپز درته دسره کړې کچالو پرځاى چې تاسو ترې غوښتى و، بل ډول پوخ شوى کچالو راوړي؛ تاسو ورته ووايئ، وبښئ لږ زحمت درکوم ما سور کړى کچالو غوښتى و!. څرګنده ده چې هغه به درته ووايي: (نه هيڅ تکليف نه دى)! دا چې تاسو د هغه درناوى وکړ، هغه به په خوښۍ ستاسو امر ومني، لنډې جلمې لکه (وبښئ)، (مزاحم مو شوم) او (دمهربانۍ له مخې ممکنه ده ؟) (خوښه موده چې لطفاً) او (مننه) د داسې غوړو په شان دي؛ چې د ورځني ژوند څرخونه صيقلوي او د تربيې او نجارت دليل هم دى، يو بل مثال به راوړوو:
 
آيا تاسو دکین رومانو نه لوستي دي؟ کين ديوه اهنګر زوى و، اته کاله ښوونځى يې لوستى و، خو چې مړ کېده؛ د نړۍ ترټولو شتمن اديب و، دده پرمختيا داسې پيل شوه: دا چې هغه د شعر سره مينه لرله؛ د ډانټه ټول شعرونه يې ولوستل، د ډانټه د شعرونو په ستاينه کې يې يوه وينا وکړه اوډانټه ته يې ولېږله؛ ډانڼه ډېر خوښ شو، حتماً به يې له ځان سره ويلي وي(يوځوان چې زما د فکرونو او شعرونو سره دومره مينه او ښه نيت لري؛ حتمي به ښه استعداد لري)؛ نو ځکه ډانڼه ددې آهنګر هلک نه وغوښتل لندن ته ورشي او دهغه ځانګړى ليکونکى شي، دا کړنه د کين په ژوند کې يو عاطفې ټکى شو؛ ځکه په نوي پست کې هغه دا چانس پيداکړ، چې له مشهورو اديبانو سره وپيژني، د هغوى په مشوره یې داسې ميدان ته ورودانګل چې نوم يې د ادبياتو پر آسمان ځلاند وکښل شو، کور يې په (ايل اف مان) کې دنړۍ د تورېستانو دمه ځاى شو، دومره شتمني چې هغه وخت يې دوه نيم ميلونه ارزښت درلود،ترې پاتې شوه . رښتيا که ده هغه وينا نه کولاى ، امکان يې نه و چې په نيستۍ او ورکنومۍ کې پاتې شي اوهيڅ نوم پرې نږدي .
د زړه له تل څخه  د راوتلي صميمانه تقدير اوستايلو ستر ځواک دومره دى .
ډانټه ته ځان مهم ښکارېده او دا عجيبه  نه ده؛ هر څوک ځان مهم ګڼي، هغه هم ډېر مهم .
اناتول فرانس وايي (هر څوک ځان دنړۍ محور ګڼي) ملتونه هم دغسې فکر لري، آيا تاسو فکر کوئ پر يو جاپاني لوړ ياست؟ دا رښتيا ده چې جاپانی بيا ځانونه تر تاسو ډېر لوړ ګڼي، که يو سخت دريځی جاپاني وګورئ، چې يوه جاپانۍ جنۍ له يوه سپين پوستي امريکايي سره ګډېږي، ډېرسخت په غصه کېږي . آيا تاسو ته ځان تر هندوانو لوړ ښکاري؟ دا خو هغه امتياز دى، چې تاسو خپل ځانته ورکړى دى ؛خو خپله هندوان؛ په ميلونونو هندوان ځانونه تر تاسو دومره لوړ ګڼي، چې که حتى ستاسو سيوری يې پر خوړو ولوېږي، هغه خواړه ناولي (نجس) ګڼي او نه يې خوري . اسکيمو ګان هم داسې دي، اسکيمو ګان خپلو هغو کوڅه ډبو او بې کارو ته چې د هيڅ کار نه وي، سپين پوستي وايي اودا کليمه ورته  تر ټولو ډېره سپکوونکې ده.
 
هر ملت ځان پر پل ملت لوړ ګڼي او همدا احساس وطنپاله  زېږ وي، او بيا جګړې او جنګونه. بربنډ حقيقت دادى چې هر انسان چې تاسو ګورئ؛ په يو ډول درنه ځان لوړ ګڼي؛ او د هغه زړه ته د ورننوتو ډاډمنه لار داده؛ چې د هغه په خپله کوچنۍ نړۍ کې د هغه اهميت ومنئ. خو دا بايد ساختګي نه وي، بلکې په رښتيا او د صميميت له مخې وي، امرسون ويل (هرڅوک په يو څه کې تر ما لوړ دى، زه غواړم هماغه ترې زده کړم) ددې کيسې غم زېږى حالت داد ى چې ز ياتره هماغه خلک چې تر ټولو لږ حق لري، ځان يو څه و ګڼي تر ټولو زيات خپله داخلي بيوسي په ادعا ګانو  او له شور او چغو ډکه ځان ښودنه (چې ډیره کرکجنه وي) ښايي.
 
لکه څنګه چې شکسپير وايي : (اى انسانه، اى مغرور انسانه ، ته تر اسمان لاندې د لږ قدرت په پيدا کولو داسې څه کوې چې پرښتې ژړوې) زما د ټولګي يو شاګرد څه موده مخکې لانګ ايلند ته د خپلې مېرمنې سره  لاړ، چې خپل  خپلوان وګوري، ښځې هغه له خپلې زړې ترور سره پرېښود او خپله د نورو خپلوانو کره لاړه. دا چې دا ښاغلى پوهېده څنګه د ستاينې او تقدير اصول وکاروي اوپه لويو مجلسونو کې وينا وکړي، ښه وګڼل له زړې ترورۍ يې پيل کړي، کورته يې خواو شا وکتل چې وويني څه شى پکې ښکلى دي، چې رښتيا  د ستايلو وړ وي، د ترور نه يې وپوښتل: لکه چې دا کور په ١٨٩٠ جوړ شوى دى، هغه وويل: د اکور ماته هغه کور رايادوي چې زه په کې زېږېدلى يم ، دا ډېر ښکلى کور دى، ښه جوړ شوى دى، کوټې يې لويې دي، لکه چې پوهېږئ اوس څوک داسې کورونه نه جوړوي. زړې بوډۍ مې وينا ومنله او ويې ويل: رښتيا وايي اوسني ځوانان ښکلو کورونو ته ډېر فکر نه کوي، هغوى څه غواړي؟ يو کوچنى اپارتمان او يو بريښنایي يخچال او بيا په موټر کې ها خوا دې خوا ګرځېدل، هغې چې د تېرو يادونو ياد يې اواز لړزوه، دوام ورکړ، دا يو خيالي کور دى او مينې جوړ کړى دى، ما او مېړه مې کلونه ددې خوبونه ليدل، په جوړولو کې يې موله مهندس نه مرسته وانه خسته، خپله مو طرحه جوړه کړه. وروسته ورته ترورۍ ټول کور وښود، او ټول هغه شيان چې په سفرونو کې يې اخستي او د ځان په شان يې ساتلي وو، يو يو وروښودل، دا شيان عبارت و له کشميري شال، انګليسي د چاى څښلو سامان، چيني لوښي، فرانسوي بسترې او چوکۍ ، استرليايې تابلو ګانې او هغه ورېښمينې پردې چې يو مهال د فرانسې په لوېه کلا کې ځوړندې وې. دا ښاغلى وايي چې کله يې دا ټول شيان راوښودل، ګراژ ته يې بوتلم يو نوى موټر يې راوښوده، بوډۍ غلې وويل: مېړه مې راته تر مړينې لږ مخکې دا موټر واخيست؛ له هغې ورځې چې هغه مړى دى؛ بيا پکې نه يم ناسته، دا چې ستاسو ښکلي اوپه زړه پورې شيان خوښېږي ؛غواړم تاسو ته يې تحفه درکړم، هغه ورته وويل: (ترورې! تاسو ما مه خجالت کوئ، زه خو ستاسو سخاوت ستايم، ، خونه شم کولى تحفه مو ومنم، زه حتى ستاسو خپلوان نه يم اوبل دا چې زه يو نوى مو ټر لرم، تاسو ډېر خپلوان لرئ، کوم يوه ته يې ورکړئ) بوډۍ چغې کړې (خپلوان؟ هو خپلوان مې شته خو منتظر دي زه مړه شم او دوى مې مو ټر واخلي، خو دوى به يې وانخلي). ما ورته وويل (که داسې نه کوئ نو ويې پلورئ) چغه يې کړه (خرڅ يې کړم ، څه فکر کوې دا به خرڅ کړم ؟ څه فکر کوې ددې زور لرم چې پردي پکې سواره ووينم ؟ دا مې دمېړه يادګار دى، زه يې دپلورلو خوب هم نه وينم ، غواړم تاسو ته يې درکړم ځکه ستا ښکلي شيان ډېر خوښېږي) هغه غوښتل موټر وانخلي؛ خو دښځې احساسات ټپي کېدل، نو نه یې شو کولاى وايې نخلې. دا بوډۍ چې يواځې يې په يوه لوى کور کې له کشميري شالونو، فرانسوي انتيکو سامانونو او چينې لوښو سره ژوند کاوه ، لږ ناز، ستاينې او توجه ته اړه وه ، هغه يو وخت ځوانه او ښکلې وه ، ډېرو غوښتله، يومهال يې د مينې په زور يو کور جوړ کړ او د نړۍ له هر ګوټ نه يې ښکلي شيان پکې راټول کړي وو، خو اوس د زړښت پر مهال يو پوټي مينې ته اړ وه ، دوستانو او اشنايانو يې ورسره دغه مينه نه وه کړې، خو ناڅاپه لکه په ورانه مېره کې چې ورته بهانده چينه پيدا شي، هغه څه چې يې غوښتل بيا يې موندل، او له ډېرى حق پيژندنې نه يې؛ ونه شو کړاى له يو موټر پرته بل شى ددې مينې په بدل کې ورکړي .
 
يوه بله بېلګه وګورئ: دا کيسه زما د کورسونو ګډون کوونکي دو نا ماوهون ديوې ودانيزې موسسې مشر کړې ده، لږ وروسته تر هغې چې د (څرنګه کولاى شو يو دوست پيدا کړو اوپه نورو نفوذ وکړو) تر عنوان لاندې وينا مې واو رېده، د يو مهشور قضايي وکيل د کور د نقشې په جوړولو لګيا شوم، و کيل له کوره را ووت اوپه دې باب چې کوم ځاى بايد بوټي او ګلان کېښول شي، ماته يې ځينې وړانديزونه وکړل ما و رته وويل (ښاغلى قاضي صيب، تاسو ډېره ښه مشغولتيا لرئ، ستاسو سپی مې ډېر خو ښ شواو ماته چې معلومه شوه ستاسو سپی هر کال په ميسون ميدان کې دايرېدونکې سيالي ګټي). ددې کوچنۍ ستاينې اغېزه له حده ډېره وه؛ قاضي وويل: (هو! ددوى سره تل تفريح کوم، خوښه مو نه ده، چې د اوسېدو ځای يې درو وښیم؟) هغه يو ساعت په دې تېر کړ؛ چې خپل سپی د هغو جايزو سره ماته و ښيي؛ چې وړې يې وې، هغه يې حتى شجزه  نامه راوړوه او د هغه اغېز په باب يې بحث وکړ، چې وراثت يې دهغوى پر هوښيارى  او ښکلا لري. په پاى کې يې راته وويل (کو چنى زوى لرئ) ما ورته وويل: (هو لرم يې) ويې ويل: (د هغه نه خو ښيږي چې يو سپى ولري؟) ومې ويل (ولې نه ډېر په توپونوبه هم راشي اوله خوښۍ به يې غمبوري سره شي) قاضي وويل: (ډېر ښه چې داسې ده، نويو کوکرى تاسو ته بښم) وروسته يې په دې پيل وکړ چې څرنګه کوکري ته خواړه ورکړم؛ لږ غلى شو او بیا يې وويل: زما لارښوونې به درنه هېرې شي نو ځکه هغه درته په کاغذ ليکم، کورته ننوت، د کوکرې شجره نامه او اړوند لارښوونې يې چې د کوکري د خوړو اوساتنې په باب  يې ټيپ کړې وې، راوړې او رايې  کړې. دغه کوکري ١٠٠ ډالره ارزښت درلوده، پردې سربېره يې خپل يونيم ساعت وخت دې ته ورکړ چې ما سره وغږيږي؛ دا ټول ددې لپاره وو، چې ما يې د صميميت له مخې مشغولتيا ستايلې وه .
 
د ستاينې دا ښه صفات تاسو په کورنو کې هم کارولى شئ، ستاسو مېرمن حتماً د ځينو ښو صفاتو لرونکې ده، تاسو چې له هغې سره واده کاوه حتماً مو په کې څه خوښ شوي و، خو اوس مو څو ځل هغه ستايلې ده، رښتيا ووائي څو ځل ؟
 
څو کاله مخکې د ماهيانوښکار پسې تللى وم او د کاناډا په دروکې يواځې په يوه خېمه کې اوسېدوم ؛د لوستلو لپاره چې يوازينى شى پيدا کېده، سيمه يزه ورځپاڼه وه، په دې ورځپاڼه کې مې بېلابېل خبرونه او د دوورټي دېکس يوه مقاله ولوسته، دا مقاله دومره ښه وه چې هغه مې له ورځپاڼې قيچې کړه او ځان سره مې وساتله .ده ليکلي وو: (له هغو نصيحتونو چې ناوو ته کېږي، ستړى دى، يو څوک بايد پيدا شي زومانو ته دا نصيحت وکړي)
 
(اول يې زده کړه ، بيا يې کوزده کړه ) تر واده مخکې د يوې ښځې ستايل اوصفت کول داسې موضوع ده، چې د اشخاصو شخصي لېوالتيا پورې اړه لري، خو تر واده وروسته ستايل او نازول ضروري کاردى، او د شخصي ساتنې د لاسته راوړنې وسيله ده ، واده د صفا او خلوص نه ډېر د ديپلوماسۍ ميدان دى. که غواړئ هره ورځ د شاهانو په شان خواړه وخورئ؛ هېڅکله دخپلو مېرمنو د کور کار مه غندئ او يا د هغې او بل چا د اشپزۍ زړه تورونکې پرتلنه مه کوئ؛ بلکې برعکس دهغې ستاينه وکړئ؛ دا ورته ووايئ چې، د داسې ښځې سره مو واده کړى؛ چې د ونوس په شان ښکلې، دمېترا په شان هوښياره او د ميري ان په شان لايقه ده، حتى کله چې کباب د څرمن په شان او ماښامنۍ د سکروټې په شان وي او له ستنډرډ سره برابر نه وي، په دې صورت کې به مو مېرمن ځان دنغري خواته قرباني کړي؛ هغه عالي حالت ته ځان ورسوئ چې تاسو ورته په نظر کې نيولى دى . دا کار نا څاپي مه کوئ، ځکه په تاسو باندې بدګمانه کېږي، نن يا سبا شپه ورته يو ګل او څوپاکټه شيريني راوړئ؛ کله ورته لږه موسکا او څو له مهربانۍ ډکې خبرې هم وکړئ که ښځو او خاوندانو داسې کولاى؛ نو دا اوس چې په شپږو کې يو واده په طلاق پاى ته رسي، داسې به نه وه، څنګه به د ښځو مرسته جلبوئ؟، دوورټي ډيکس وايي: هغه د يو داسې سړي سره مرکه وکړه چې د ٢٣ ښځو نه يې د بانکي حساب ګډون اخستى و. (دا مرکه يې ورسره په زندان کې کړې وه ) ده ترې پوښتلي و، تا څرنګه دغه ښځې جذب کړې؟ هغه ځواب ورکړ: ډېر آسان کار دى، هرکله چې غواړئ د يوې ښځې مرسته  جلب کړئ، لومړى د هغې په باب خبرې وکړئ د نارينه و په باب  هم دا تکتيک بريالى دى؛ ډیسرائيلي يو ډېر لوى  سړى و؛ چې د انګرېز پر اميراطورۍ يې مشري کوله، وايي: (له يو سړي سره د هغه په باب خبرې وکړئ هغه به ساعتونه ستاسو خبره واوري) .
 
تاسو ډېره موده دا کتاب ولوست کوشش وکړئ چې د ستايلو د فلسفې اصول ډېر د خپلو نژدې اشنايانو په باب وکاروئ، زر به يې نه باوريدونکې اغېزې ووينئ. بيا هم که غواړئ خلکو ته ګران واوسئ، لاندې لارښوونه پلې کړئ.
 
(داسې کار وکړئ چې بل لورى ځان مهم احساس کړي، دا کار د صميمت له مخې وکړئ)
 
ددوهمې برخې لنډيز د نورو د دوستى جلب لپاره شپږ لارې.
1.      هرچاته مينه وال شئ؛
2.       موسکا وکړئ؛
3.      د اپه ياد ولرئ چې يوسړى ته خپل نوم تل تر ټولو مهم او تر ټولوخوږ غږ دى؛
4.      ښه اورېدونکى اوسئ، نور وهڅوئ، د ځان په باب وغږېږي؛
5.      د هغه څه په باب وغږېږئ چې بل لورى ته مهم وي؛
6.      داسې کار وکړئ چې بل لورى ځان مهم وګڼي او دا کار د صميمت له مخې وکړئ .


 
 
 
د رېيمه برخه
له ځان سره د نورو د يونظري کولو ۱۲ ګونې لارې
 
لسم څپرکى
دا تمه مه کوئ ، چې په خبرو اترو (مباحثه) کې په سلو کې سل بريالي شئ
 
له نړيوالې جګړې ډېره موده وروسته تېره شوې چې يوه ورځ مې په لندن کې له ارزښت ډک درس زده کړ، پر هغه مهال زه د سرسميت کار کوونکى وم، دغه ښاغلى د جګړې پرمهال په فلسطين کې د استراليا يو ډېر تکړه او تر ټولو  ماهر پېلوټ و، د سولې تر اعلان وروسته هغه په دېرش ورځو کې له ټولې نړۍ نه راوګرځېد، او په خپل دې کار يې خلک په اريانتيا کې ډوب کړل، تر ده مخکې دا مهم کار چا نه وسرته رسولى او ځکه دده دې زړور کار ډېر لوى تاثير وکړ، داسترليا دولت ددې اقدام په بدل کې پنځوس زره ډالره  جايزه ورکړه ، د انګلستان پادشاه د (شواليه) په په لقب ووياړه، او څو موده يې هماغه دريځ ورکړ چې په امريکا کې يې درلود.
 
يوه ورځ زه هم په همغه مېملستيا کې وم چې ددې زړور پيلوټ په وياړ جوړه شوې وه. د ما ښام ډوډۍ خوړولو پرمهال يوه ښاغلي چې زما څنګ ته ناست و، راته يوه خندونکې کيسه وکړه؛ چې دا يوه جمله مې له هغې نه په ياد ده. يو داسې خالق شته چې زموږ سرنوشت ليکي ، کارونه زموږ دغوښتنې او امر پربنا نه ترسره کېږي، ځکه دهغه  مشيت زموږ تر ادراک لوړ دى راوي ددې جملې تر ختم وروسته وويل : دا دسپېڅلي کتاب جمله ده . ما ورته وويل دغه جمله په لږ تغير انګريز شاعر ويليام شکسپير هم ویلي ده، ما چې ورته دا وويل ، هغه وو يل: چا؟ دا جمله د شکسپيرده، دا هيڅ  نه شي کېداى، څه چې مې وويل زه په هغه پوره باورلرم، زما دې بلې خو اته يو بل سړى ناست و، چې کلونه يې د شکسپېر په اثارو کې څېړنې کړې وې او اکثره يې په ياد وو، کله چې زما د مخاطب سرزوري تر حده واو ښته؛ نو له ده مې وغوښتل، ښاغلىه! تاسو د شکسپير د اثارو په باب ډېره مطالعه لرئ؟ هغه سر د تائيد په ډول و خوزاوه ، ما دوام ورکړ، دا ښه ده چې قضاوت تاسو ته پرېږدو؛ دې بل لوري هم ومنله او ويې ويل سمه ده دا ډېر د زياتو معلوماتو خاوند دى . ښي اړخ دوست مې دمېز لاندې  په پښه  زما پښه  وخوزوله او راته ويې ويل : ستاسو خبرې مې واورېدې ، ددې ښاغلي خبره سمه ده ، ته اشتباه کوې، دده دغه وينا په هماغه  کتاب کې راغلې ده، دا جمله په مستقيم ډول شکسپير پورې اړه نه لري، زه د هغه د پښې دفشار نه پوهېدم چې بايد غلى شم. په لار کې مې خپل ملګري ته وويل : (ته خو پوهېدې، ولې دې دا کار وکړ؟) ملګري مې وويل (زه پوهېږم دا جمله دهاملت د نندارې د پنځمې پردې په دويمه صحنه کې ده؛ خو ګرانه ديله!  موږ د څه شي مجلس ته بلل شوي وو، دا پروګرام نه و؛چې د چا سهوې د ثبوتولو کار وکړو، ته څه فکر کوې چې که هغه سړي ته دې زباد کړى واى چې د غه  جمله د شکسپير ده ، نو هغه به درنه خوښ شوى واى او مننه به يې کړى واى چې تايې سهوه ثبوت کړې ده؟ څه تاوان يې درلود چې د هغه ابرو وساتم؟ هغه خو د زړه له کومې ستا نظر نه و غوښتى او نه يې څه اړتيا لرله ، څله مو ورسره بحث کړى واى؟
 
زما دې دوست چې څو څو ځلې يې ما ته لارښوولې ده په ډېره تواضع يې دا وار هم دغه کار وکړ؛ چې معلوما ت يې د مطالعې له لارې لاس ته راوړي دي، دغه شيبه يې په داسې نرم اواز چې زما د ځورېدنې سبب هم نه شي وويل : تل له مباحثو لېرې ګرځه، د هيچا نه خوښېږي، په مباحثه کې ناکام شي. ملګري مې وويل: ددې جملې ويونکى مړ دى، خو اثر به یې تلپاتې شي؛ ځکه يو لوړ  حقيقت  ته يې پام شوى دى .
 
په ځوانۍ کې مې تل له خپل ورور سره  بحث کاوه ، دا هغه وخت و چې لا پوهنتون کې نه وم شامل شوى او د منطق او مناظرې له فن نه مې هيڅ معلومات نه درلودل، پوهنتون ته تر تللو او د منطق او مناظرې پر اصولو تر پوهېدو وروسته به بيا هم د مباحثو غونډو ته تللم؛ د پوهنتون تر پاى ته رسولو وروسته مې تر ډېره د مناظرو درس ورکاوه او په ډېرشرم بايد ووايم چې غوښتل مې په دې باب يو کتاب وليکم، دا چې تر دغه وخته مې ډېرې مناظرې اورېدلې وې، ډېر انتقادونه مې کړي وو او د ځان  په باب مې د زرګونو مناظرو نتيجې درلودې او تحليل او تجربه کړې مې وې، ددغو مناظرو، اورېدو، ليدو او لوستلو نه مې چې تر ټولو ښه نتيجه اخستې ده؛ دا ده چې په مناظره او مباحثه کې د بري يوازينۍ لار د هغې نه ډډه کول دي اوبس. (هماغه ډول چې له ناتارونو او زلزلو  نه وېرېږئ او ترې تښتئ، د غسې د مباحثې او جنجالي بحث نه هم وتښتئ)
د پورته نظر په  توضيح کې مو پام وي چې په هېڅ ډول نه شو کولى په مباحثه کې بريالي وو؛ په بله وينا په مباحثه کې برى نشته ، که په مباحثه  کې ناکام شوئ، څه مولاس ته نه دي راوړي اوکه بريالي هم شوئ ، بيا هم ناکام شمېرل کېږئ، و به پو ښتئ، ولې؟ نو لاندې ټکيو ته ځير شئ :
 
داسې وګڼئ چې د بل لورې سره مو په مباحثه کې له حنجرې نه لوړې – لوړې چغې راويستې او هغه مو مات شوى وګاڼه او دامو زباد کړه  چې مات شوى يوناپوه دى. بيا يې څه؟ تاسو به ډېر خوښ شوي ياست؟ څه نتيجه ورکوي؟ هغه ته مو زباد کړ چې تر تاسو ټيټ دى! په دې خو مو د هغه غرور ټپي کړى او هغه ستاسو پر بري قهرېدلى دى، وروستۍ پايله به داوي.چې د نورو د ګروهې (عقيدې) په بدلولو کې به موهڅه بې ځايه او چټي وي، (ځکه هغه به ستا د غوښتنې پرضد پر خپل نظر نور هم ټينګ شوى وي)
 
د بيمې يو شرکت د خپلو کار کوونکو لپاره لاندې  جمله د يوه سرمشق په توګه کاروله:.بحث مه کوئ!
 
د نورو د پوهولو لار مناظره او بحث نه دى، د نورو قانع کول دې پورې اړه نه لري، د انسان فکر  په بحث او جدال نه شو بدلولاى .
 
څو کاله مخکې د پاټريک اوهر په نوم يو ايريلندى زما د کورسونو شاګرد و، دى په په ډېره مينه ټولګي ته راته، ښاغلي اوهر د ډېرو معلوماتو سره سره د بحث او مناظرې سره يوه ليونۍ مينه درلوده؛ دده په خپله وينا هغه يو مهال موټر چلوونکى و، بيا يې موټرې پلورلې، دا ددې لپاره زما ټولګي ته راغلى و، چې داسې څه ورو ښايم چې هغه په خپل نوي کار کې بريالي شي، زه ډېر پرې پوه شوم چې د بحث ډېر سخت پلوى دى اوطبعاً غواړى په بحث کې بريالى هم وي، او حتى غواړي د خپل پېرودونکي سره هم بحث وکړي، ددې فکر تاسو وکړئ، يو بېچاره چې دده نه اخستي ماشين کې يې څه عيب پيداکړى وي او ښاغلي اوهر ته يې وويل؛ نو ښاغلي اوهر ورته سور او شین کېږي او غواړي چې پيرودونکی له مرۍ نه ونيسي. ښاغلى اوهرماته وويل: (البته په دې وروستيو ورځو کې به په بحثونو کې ډېر ښه بريالى کېدم). ډېر راته پېښ شوي دي چې کله به د يو چا د دفتر نه راووتم، ځان سره به مې ووىل، ددې بې عقل حق مې په لاس کې ورکړ، په موضوع مې يې سر ورخلاص کړ، دا د ډاډ خبره ده چې پرې بريالى شوم خو ومې ونه شو کولى څه پرې خرڅ کړم! .
 
د ښوونکي په توګه زما لومړنى ستونزه دانه وه چې زه ده ته خبرې زده کړم، ما بايد څنګه کړى واى هغه له بحث او جګړې نه راوګرځوم؛ ده ته د ښوونې لار ډېره ګرانه ووهل شوه؛ خو پايله يې ښه وه، ځکه چې ښاغلى پاتريک اوس دنيويارک د وايټ موټرز د شرکت يو ډېر مهم پلورونکى دى . هغه څرنګه بريالى شو دا دريځ تر لاسه کړي؟ کيسه دده له خپلې خولې اورو : (اوس چې د اخستونکي کوم داسې دفتر ته ځم چې راته ووايې، که دا موټر وړيا هم راکړې نه يې اخلم ، ځکه هو ډمې کړى يو هايوسينټ موټروا خلم، نو زه ورته وایم: که دغه واخلې هم خپلې پيسې دې بېځايه له منځه نه دي وړې؛ ځکه هغه يو د اعتبار وړ شرکت کې جوړېږي، پلورونکي يې هم ښه او داطلاعاتو لرونکي خلک دي) له ښاغلي پاټريک نه مې وپوښتل؛ دامسئله ورسره ولې مطرحوې؟ او د خپلو پرځاى د بل د مالونو ستاينه کوې؟ هغه وویل : ددې لپاره چې  هغه غلى کړم او د مباحثې او جدل لپاره ځاى پرېږدم، ځکه هغه خو لومړى ماته ويلي چې د رقيب  مال ښه دى او تيار دى له خپل نظر نه دفاع وکړي، خو زه چې دده د خبرې په تائيد مخکې ځم ، د مباحثې لپاره ځاى پاتې کېږي، زه بيا موضوع بدلوم او په مناسبه موقع کې د خپل شرکت د موټر د ښېګڼو په باب پيل کوم، پخوا به مې په داسې وختونو کې د رقيب د مال په غيبت او بد ويلو کې زياتى کاوه او خبره مې جنجال ته رسېده، په ډېرافسوس اوس پوه شوم چې د خپل ژوند څو ډېرښه کلونه مې په بحث او جنجال تېرکړي دي، خو اخر راته تاسو ياد کړل، چې بحث  ونه کړم او خوله پټه کړم، عجب دا چې د پټې خولې ګټه راته ډېره ده، د مشهور مفکر بنيامين فرانکلين نظر به په دې باب ولولو:
 
کېداى شي د بحث او جدال په نتيجه کې کله کله برى تر لاسه شي، خو دا برى برسيرن دى ځکه اوس نو دې دوه لارو کې کومه ټاکئ؟
١: برسيرن (ظاهري) برى .
٢: د نورو د همکارۍ جلبول .
دا هم مه هېروئ چې کولاى شئ دواړه ترلاسه کړئ او په يوه تېږه دوه مرغى وولئ .
 
يو ځل د بوستون اقتصادي موسسې لاندې قطعه چاپ کړه چې وروستۍ نتيجه يې مهمه ده. (دا کېداى شي تاسې حق په جانب واوسئ او په مباحثه کې برى وګټئ؛ خو دا چې له دې لارې د نورونظر نه شئ جلبولاى، هيڅ ګټه درته نلري، او دا کار په مناظره کې له ماته خوړلو سره هيڅ توپير نه لري) . تر ډېر ژوند اوسياسي هلو ځلو ورسته اوس پوه شوم چې د مناظرې له لارې پر ناپوهۍ برى ناشونى دى؛ نه يواځې ګرانه؛ بلکې ناشونى ده؛ چې د مناظرې په وسيله خلک مغلوب کړئ.
دا مه هېروئ چې له پوه نه نېولې تر ناپوه او جاهل پورې هيڅوک به حاضر نه شي ستاسو نظر ته تسليم شي، کنسټانټ د ناپليون د خدمتګارانو مشر چې د ناپليون له ښځې ژور فين سره تر هر چا ډېر نزدې و(د ناپيليون کورنى ژوند) کتاب کې ليکي : سره له دې چې په لوبه کې ډېر ماهر وم، خو تل مې داسې لوبه کوله چې ژوز فين لوبه وګټي، ځکه زما دې کار هغه ډېره خوشالوله) پرېږدئ چې په کورنيو اوسوداګريزو اواداري مباحثو کې زموږ مقابل لورى پرموږ بريالي شي. د يو پوه وينا ده : (کينه اوکرکه هيڅ کله په کينه اوکرکه نه وينځل کېږي، بلکې په مينه مينځل کېږي)
 
اشتباه هم په بحث او جدال پاى نه مومي ، بلکې سياست ته اړه لري، سړى بايد د نورو له سترګو مسايلو ته وګوري . لنکلن يوه ورځ يوځوان افسر په دې ملامت کړ چې له نورو نظاميانو سره يې بحث کاوه ، ورته ويې ويل : هرڅوک چې د پرمختګ څوکې ته رسېدل غواړي؛ د جنجال لپاره به وخت ونلري، جنجال سړى تند خويه؛ اورنى مزاجه اوشډل کوي او ددې ټولو اعمالو نتيجه دده له لاسه د اعصابو کنټرول خارجوي؛ په داسې حال کې چې تاسو پرحق هم ياست، په جنجال کې له خپل حق نه تېرشئ، دا حق نورو ته ورکړئ؛ دا ښه ده چې لار بدله کړئ او پر خپل غرور په اتکا سره په غه لار لاړ شئ. چې څيرونکي سپي مو پښه ونه چيچي .
 
نوځکه که غواړئ نور له ځان سره په يو نظر کړئ، لاندې لارښوونه پلې کړئ .
په مباحثاتو کې د بري تر ټولو ښه لار داده چې په مباحثاتو کې برخه وانخلو.


 
 
 
يوولسم څپرکى
د دښمن جوړولو طريقه؛ د دښمن جوړولو د لار مخنيوى
 
روزولت د امريکا جمهور رئیس يو مهال اعتراف وکړ (که په سلو کې پنځه اويا کارونو کې مې د ښېګڼې لار وهلې وي بايد ځان نېکمرغه وګڼم)
که موږ په سلو کې پنځه پنځوس په کارونو کې سم چليدلي يوو، نو نه يواځې بايد پر ځان باور ولرو، بلکې ډېر بريالي خلک يو. که% ٥٥ کارونه مو سم  وي، نو کولاى شئ داسې تجارت وکړئ چې د ورځې يو ميليون ډالر وګټئ او له يوې ښکلې پېغلې سره واده وکړئ.
 
انسان له خطاوو سره ملګرى دى، ښه سړى هغه دى چې د غلطيو سلنه يې کمه وي. همدې نظر ته په درناوي؛ آيا خوښه موده، ستاسو غلطۍ درته مخامخ وويلى شي؟ زما خو دا هيڅ نه خو ښېږي، خو کله ددې اړتيا وي؛ چې سړى ځينې خلکو ته د هغوى اشتباهګانې وروښايي . په داسې وخت کې بايد څه وکړو؟ په اجباري شرايطو کې کله داسې کېداى شي، چې په يو کتلو او د وينا د طريقې په بدلون د بل لوري اشتباه يا غلطي ور وښايئ. که چا ته ووايئ، په غلطه لار روان دى، ګرانه ده چې درسره ويې مني، ځکه تاسو دپيغور په تېره څوکه د هغه پر معلوماتو، شخصيت،  درناوي او غرور يوه ضربه وارده کړې او په مقابل کې هغه هم غواړي دغه خبره جبران کړي، هغه لا تر اوسه دې درجې ته نه دى رسېدلې چې په ناروا کار يا فکر کې يې څه بدلون راشي، تاسو (که د افلاطون او ارسطو ټول حکمت هم ورته د دليل په شکل وړاندې کړئ؛ بريالي به نه شئ د هغه نظريه بدله کړئ، ځکه د هغه ټپي شوي احساسات چې تاسو يې سبب شوي ياست، ددې اجازه نه ورکوي؛ چې بدلون ومني)، هېڅکله چاته مه وايئ، (غواړم د ا درته ثابته کړم)، داجمله په خپله  ډېره ورانه او خرابه جمله ده. که چا ته ووايې (غواړم څو ټکي درياد کړم چې تاسو خپل نظر بدل کړئ)، نه يوازې مو د هغه مخالفت راپارولى بلکې دهغه سره مو د مبارزې اعلان کړى دى .
 
په داسې شرايطو کې چې په نرمۍ او مسالمت سره هم د چا د نظر بدلول ګران دي؛ نو په دعوه او مرافعه به دا کار څرنګه وکړو؟ رښتيا څله په دې کار ځان ته تکليف او سردردي پيدا کوو؟ په داسې وخت کې چې ناچار اوسئ يوه موضوع چاته زبات کړئ؛ ډېر نرم او بې له دې چې بل لورى پوه شي ستاسې منظور څه دى، ورو ورو  خپل کار ترسره کړئ، په بله وينا کار مو بايد داسې وي. (نورو ته داسې درس ورکړئ چې پوه نه شي له تاسو يې درس زده کړي دي، ځکه چې نا درک شوي شيان داسې دي لکه هېر شوي) لرډچستر فيلډ چې د انساني اړيکو په باب يې لارښوونې کړې دي، خپل زوى ته وايي (څومره چې کولاى شې هڅه وکړه تر نوور هوښيارې کړنې وکړې، خو د خپلو هوښيارو کړنو په باب له هيچا سره خبرې اوبحث مه کوه) هغه ددې عبارت په توضيح کې وايي. (نن ټول هغه شيان چې شل کاله مخکې مې منل، د ضرب د جدول پرته نور يو يې هم نه منم حتى، کله چې د انشتاين نظريې هم لولم هم شک مې له سرنه نه وزي، له ځان سره وايم هسې نه چې يوداسې نظر اعلان کړم چې شل کاله وروسته يې په خپله نه منم).
هو اوس د پخوا په شان په هر څه يقين نلرم او  ډاډه پرې نه يم . سقراط په آتن کې خپلو شاګردانو ته ډېرويل: (يواځې په يو شي پوهېږم؛ چې نه پوهېږم ) په  ختيځ کې هم ډېر داسې پوهان شته چې اعتراف يې کړى دى، هرڅومره چې يې معلومات اوپوهه پراخېږي، په هماغه اندازه د خپلو معلوماتو په کمى پوهېږي، دا دانسان ځانګړنې دي چې د نورو مسايلو د پيدا کولو په صورت کې ورته داسې نوي مسايل رامخ ته  کېږي، چې پرې نه پوهېږي، کله چې سقراط  په دې معترف دى چې نه پوهېږي، نو زه او ته  چې تر معمولي خلکو لوړ نه يوو، څرنګه دا دعوه کولى شو چې تر سقراط هوښياران يوو؟
 
د همدې عقېدې له مخې ده چې زه چاته  هېڅکله نه وايم، لار دې غلطه ده، دا د پام وړ ده چې ما له دې طريقې څومره ښې نتيجې اخيستې دي، لکه چې څوک اشتباه کوي زه ورسره موضوع داسې په منځ کې اچوم: د مهربانۍ له مخې لږ ماته پام وکړه ، مابل ډول فکر کاوه؛ کېداى شي اشتباه کوم، ځکه ډېرې اشتباه ګانې رانه شوي دي؛ ددې لپاره چې ليرې او ناوخته شي، نو ښه ده چې حقايق يوځل بيا له نظره تېر کړو.
 
تاسو هم له دې طريقې کارواخلئ، ځکه ډېرى لوړې نتيجې لري؛ هېڅوک به هېچيرته  په دې کلیمو انتقاد ونکړي البته دا طريقه زما خپل نوښت نه دى، داطريقه يوه پوه کارولې او چې اغېز منتوب يې ماليدلى، غواړم زه يې هم وکاروم .
 
مايوځل دمشهور ګرځندوى او نوميالي پوه استانسون سر ه مرکه کوله .هغه چې ١١ کاله عمر د شمالي قطب په سيمو کې تېر کړي وو، شپږ میاشتې يې يو ازې د اوبو او غوښې په خوراک تېر کړې وو، ما ترې وغوښتل: په دې ډول خوړو تا د څه  شي ثابتول غوښتل، هغه په ډېره ارامى ځواب راکړ: يو پو  په دې پسې نه ګرځي څه زبات کړي هغه يواځې هڅه کوي رښتيا و ته نږدې شي که په خپله خطا اعتراف وکړئ، هېڅکله به په زحمت نه شئ او په زړه پورې يې لا دا ده چې اعتراف به موله جرو بحث نه هم بچ کړي . په دې ډاډه ياست چې څوک سهوه کوي اوتاسو غواړئ سهوه يې په بې باکۍ او بربنډه وروښايئ څه به پيښ شي، زه يې درته وايم څه به پېښ شي؟ يو مثال به درته  ووايم، ښاغلی لس يو ځوان وکيل په دې وروستيو کې يوه ډېره مهمه موضوع د نيويارک په يوه پوهنتون کې وڅېړله، دې موضوع په ډېرو زياتو پېښو پورې اړه درلوده؛ دمباحثې په جريان کې يو لوړ رتبه  قاضي ښاغلي لس ته وويل : دسمندري ځواکونو قانون په دې موضوع کې اندازه شپږ کاله ټاکلی دى، همداسې نه ده؟ ښاغلى لس د قاضي د خبرو په پاى کې هغه ته رټ وويل: نه ښاغليه! د سمندري ځواکونو په قانون کې دې موضوع ته محدوديت نه دى ټاکل شوى. ددې خبرې وروسته په غونډه کې يوه مرګونې چوپتيا خوره شوه، ته به وايې د ګرمۍ درجه تر صفر کمه شوې ده، البته قاضي خو رښتيا ا شتباه کوله، خو ښاغلى لس وايي، چې هغه زما څخه مننه وکړه؟ نه زه اوس هم فکر کوم چې هغه دعوه بايد ما ګټلې واى، ځکه پوره دلايل مې درلودل خو بريالى نه شوم، ما مخامخ د هغه نظر رد کړ، د هغه بې احترامي مې وکړه، هغه هم داسې وکړل، ښکاره خفه شواو زما د نظر په وړاندې يې بې احترامي وکړه؛ دى دخلکو په منځ کې د منطقي فکر کولو کسان ډېر کم دي، ددې لږکيو په مقابل کې ډېرکي د استثنى پرته غرضيان او اشتباه کوونکي دي، (زه هم ددې اشتباه کوونکو څخه يم؛ خو غواړم لار ورته ومومم) د ستر اکثريت غرور، حسادت او بدګمانۍ ړانده کړي دي، د دواړو په منځ کې په زړه پورې ټکى دادى چې د دواړو نه يو هم دې ته نه حاضرېږي چې له خپل نظرنه تېر شي؛ ايا تاسو حاضرېږئ خپل مذهب پرېږدئ؟ نه! هيڅوک دا کار نکوي؛ په ډېره ټېټه سطحه غواړئ هغه خواړه چې تل درته خوندور وو، زما په خوله چې درته وايم دغه ښه نه دي او هغه څه وخوره چې ز ما خوښېږي؛ پرېږدئ؟
 
د نورو نظر بدلول ډېر ګران دي، خوکه اوس هم غواړئ د نورو سهوې ورته وښايئ نو زه درته مشوره درکوم چې هرسهار چې راپاڅېدئ د سهار تر چا ى مخکې پرځمکه کېنئ او لاندې کرښې چې د پوهاند جمز هاروى روبنسون له کتاب نه مې درته خوښې کړې دي، ولولئ: کله کله موږ په ډېره اسانۍ او بې دليله خپل نظرونه بدلوو؛ خو که راته وويل شي نظر مو سم نه دى، اوپه کږه لار ځو، ددې تهمت نه سخت ځورېږو، بېلې بېلې نظر يې ډېرې زر منو خو که څوک وغواړي موږ له خپل نظر نه تېر شوو، د مرۍ رګونه مو له قهره پړسېږي؛ دلته نو يواځې نظر نه دى چې راته ګران دى؛ بلکې احساسوو چې غرور اوځان غوښتنې مو د له منځه تلو سره مخ شوي دي او سمدستي يې دفاع کوو، نه له نظرنه ، د انسان په ژوند کې د لومړي شخص مفرد ضمير (زه ) چې يوه د دوه ټکو کليمه ده، ډېره مهمه برخه سرته رسوي، که ددې دوه ټکېزې کليمې مانا سمه وپېژنو  نو د ځان پېژندنې لورته مو چې د عقل اوپوهې رښتينې سريزه ده؛ ګام اخستى دى .
 
کله چې وائي: (زما) کتاب، (زما) کور، (زما) هېواد، (زما) پلار، (زما) زوى، او (زما) خداى (ج)؛ نو نورو ته د داسې ملکيت درلودلو احساس ورکوئ؛ چې تاسو يې مسئوليت لرئ، که په هغه شي چې (زما) په مسلم شوي ملکيت کې ايراد رامنځته کوي، نا ارمه او عصبي کېږو؛ په داسې حال کې چې ډېرشيان کېداى شي تر انتقاد لاندې راشي؛ خو چې (زما) سره ارتباط ونلري، نه مو اراموي، دداسې وينا مفهوم دادى چې هېڅوک نه خوښوي عيب ولري او انتقاد پرې وشي، موږ ټول لېوال يو چې پر خپلو اعتقادونو او موندنو ټينګ پاتې شو او پر سموالي يې زور واچوو، په بله وينا ډېره ګرانه ده؛ د نورو ومنو  چې نظرونه اوعقيدې يې تر موږ ښې دي، که څوک مو پر نظر شک او انتقاد وکړي؛ سمدستي ورته يو زر و يو دليله جوووو، چې دده خپل نظر دى، نه زموږ اوهمدلته جدال رامنځته کېږي او موږ پر دلايلو د خپل نظر دفاع کوو!
 
هغو خلکو ته چې د انساني اړيکو په باب  غواړي ښه معلومات ولري، سپارښت کوو چې د بنيا مين فرانکلين کتاب ولولي؛ چې د خپل ژوند په باب يې ليکلى دى. دى د کتاب په لومړي څپرکي کې دا موضوع بيانوي چې څرنګه بريالي شو له نزاع او جدال او بحث نه لاس واخلي او د عادت په دغه بدلون د سياست په لويو خلکو کې راشي. کله چې بنيامين ډېر ځوان و، يوه ورځ يې يوه دوست بېل یو نظر ورکړ او ورته ويې ويل: (بنيامينه! ته ډېر تند خويه ځوان يې، له هرچا سره چې له نظر سره دې وران وي بده ګوزاره کوې، او تمه دې داوي چې هغه ووېروې، همدا خبره ده چې نظر دې هېڅوک نه مني، په دې سر بېره دوستان دې هم له نژديوالي په لرې والي خوښ دي! همدا دليل دى چې هېڅوک نه غواړي سمې لارې ته دې برابر کړي، ځکه د خپل کار په نا اغېزمنۍ سربېره د ځان د تکليف  اسباب هم جوړوې؛ نوپه دې حساب هيڅکله نه شې کولاى څه زده کړې) .
 
عجيبه دا ده چې بنيامين د خپل دوست پردې وينا راویښ شو، دې ته يې پام شو چې ورکوالي او ټيټوالي ګودال ته لوېږي، ددې اشتباه په پوهېدو ډېر  زر د اشتباه ګانو د سمېدو په لټه کې شو؛ خپله وايي: کله چې مې په دقت د خپل دوست  خبرې وڅېړلې او سموالى يې راڅرګند شو؛ نو په ياد مې وساتلې؛ تر هغه وروسته د بل لوري د خبرو په وړاندې رانه بې صبرانه عمل ونه شو؛ زه دومره مخکې لاړم، چې ځان مې له صريحو اوسختو کليمو منع کاوه، مثلاً ددې پرځاى چې ووايم (په پوره ډاډ) او ( بې له شکه)، اوس په ډېره اسانۍ وايم :، (فکر کوم) يا (تصور کوم چې داسې به وي)؛ مخکې که به چا يو مطلب وايه ما به ګڼل چې اشتباه کوي او ډېر زر به ورسره نښتم؛ خو د خپل دوست تر نصيحت وروسته که اوس ډېره لويه اشتباه هم ووينم، کولاى شم ځان وساتم او موضوع ځان ته داسې توجيه کوم چې بل لوري اشتباه کړې ده، حتماً به پرې پوه شي او بل ځل به دغه اشتباه نه کوي، ددې بدلون ګټورتوب ورو ورو څرګند شو؛ بيا په خبرو اترو کې بريالى کېدم او خبرې مو نورو اورېدې؛ دا ډول کول راته لومړى ډېر ګران و؛ خو په پاى کې راته دومره اسان شو چې د عملي کولو لپاره يې هيڅ تکليف نه حس کوم؛ داسې انګېرم چې په وروستيو پنځوس کالو کې هيچا له ما سخته خبره نه وي اورېدلې؛ فکر کوم په نورو زما د اغېزمنتوب سبب د همدې طريقې منل دي، په تجربه مې زده کړې ده ؛چې په اسانه کولاى شم په نرمۍ سره خپل زياتره وړانديزونه او نظرونه پر نورو ومنم، سره له دې چې ښه وينا وال نه يم، خو د وينا پرمهال پرکلمو د تسلط او تر پستو خبرو وروسته دلږې چوپتيا په سبب  بريالى کېدم  نور له ځان سره هم نظرکړم .
 
دا مه هېروئ چې دا لارښوونې نوې او تازه  خبرې نه دي، زر ګونه کاله مخکې ويل شوي دي. (د خپل دښمن سره موافقت وکړئ او وروښايئ چې د منلو قصد يې لرئ)؛ په بله روښانه وينا: د پېرېدونکي، مېرمن، او هر چاسره چې مخامخ کېږئ، مباحثه مکوئ ورته مه وايئ اشتباه کوي ځکه ستاسې دا وينا سره له دې چې سمه به وي؛ خو هغوى قهروي او د قهر نتيجه يې داده چې ستاسو نظر او ښه مفکوره ونه منل شي، د نظرونو په ويلو کې لږ  تدبير او سياست وکاروئ .
 
له ميلاد نیږدې ۲٢٠٠ کاله پخوا د مصر يو پاچا اختوپې يوه ورځې پر مازيګر خپل زوى ته دا لارښوونه کړې وه: (مدبر او سه چې په اسانۍ مقصد ته ورسېږې) د ده د ويناپه توضيح کې ويلاى شو ووایو.چې تدبير کارول او سياست کول مقصد ته د رسېدو لار لنډوي او ډېر خنډونه له منځه وړي . زما په فکر دغه لرغونې وينا زموږ لپاره د ډېر ارزښت وړ ده او ډېر ورته اړ يوو چې اجرايې کړو، کېداى شي اختوپې دغه جمله په داسې حال کې کړى وي؛ چې د شرابو پياله يې په لاس کې وي، او په مستانه حال کې وي، خوکه دغومره مهم، غوره او با حکمته نه واى؛ تر موږ نه رارسېده اوپه تاريخ يې دوه څلوېښت پېړۍ دوام نه کاوه!
 
څه چې تېرشوي دې؛ هغو ته په پام که غواړئ خلک له ځان سره په يو نظر کړئ؛ دا لارښونه ومنئ:
 
د نورو عقيدو  ته درناوى وکړئ او تر وسه وسه هڅه وکړئ تر اشتباه يې تېر شئ او هېڅکله چاته مه وايئ چې، اشتباه کوي.
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
دولسم څپرکى
د وران کار د کېدو په صورت کې پرې اعتراف وکړئ
 
په جغرافيايي لحاظ زما کور د نيويارک ښار په منځ کې دى، سره له دې چې د نيويارک په شان يوه لوى ښار کې ژوند کوم؛ خو ځنګل مو له کوره دومره لرې نه دى، تاسو هم حتماً دا تمه لرئ چې کوم ځنګل به وي دلته يوه لويه د ره ده چې په زړوځنګلي ونو اوښکلو وړو بو ټو ډکه ده؛ په پسرلي کې د وحشي توتانو بوټي غوړېږي او کوچني او ښکلي سنجابونه يې په منځ کې ځالې جوړوي؛ همدا فارسټ پارک دى، ګمان کوم دا ځاى له هغه مازيګره چې کرستف کلمب امريکا ته  ننوت اوکشف يې کړه ، تراوسه  په خپل حال پاتې دى اوبدلون پکې نه دى راغلى او په همدې خاطر ما د خپلو ګرځېدو لپاره خوښ کړى دى، زه زياتره د خپل سپي (رکس) سره يوځاى دغلته ځم؛ رکس چې بې ازاره دى؛ نو (پوزبند) ورته نه تړم او هغه پر خپلواک ډول ټوپونه وهي راوهي . يوه ورځ دغلته د يو پوليس سره مخ شوو، سپى مې د پارک په يوه څنډه کې غلى شوى و؛ پوليس له دې خوند اخيست چې خپل قدرت وځلوي او وښايي چې زورور سړى دی، زموږ په ليدو يې ډېر ژر خپل آس زموږ لوري ته را روان کړ او په ترټونکي لهجه يې وويل : (دا څه مانا لري چې سپى دې د زنځير او پوزبند پرته په پارک کې پرى ايښى دى؟ ته نه پوهېږې چې دا کار دقانون خلاف دى) ما د تل په شان په پسته ژبه ځواب ورکړ (البته چې پوهېږم، د قانون خلاف کار دى، خو ما فکرنه کاوه په دې غلي ځاى کې به څوک وي چې زما سپى يې د ازار سبب شي؛ ساتونکي دا ځل په خفګان او ډېر زور وويل: فکر مې نه کاوه ، فکر مې نه کاوه ، بيخي مې فکر نه کاوه ، قانون درته د يو غېران هومره ارزښت نه لري اواعتنا ورته نه کوئ! څنګه فکر نه کوې سپې به دې د نورو د ځورېدوسبب نه شي، کېداى شي سپى دې کوم سنجاب مړ کړي يا کم ماشوم وخوري . ما د خپل سپي په بې ضررۍ پرتاکيد سره سره د پوليس نه معذرت وغوښت او هغه د دغه عذر په ځواب کې وويل : دا ځل دې له اشتباه درتېرېږم او سهوه دې بښم خو که بل ځل دې ووينم چې سپى دې بې ځنځيره راوستى وى، بايد د کار ځواب دې قاضي ته ورکړې. په عاجزۍ او نرمې مې پوليس ته وعده ورکړه چې دا کار به بيا نه کوم خو دې بې اطاعتۍ څو ځل دوام وکړ ځکه د رکس ځنځير او پوزپند نه و خوښ او بايد اعترف وکړم، زه هم خوښ نه وم بيچاره حيوان وځورېږي؛ نو ځکه ډېر زر رانه  هغه وعده هېره شوه؛ چې پوليس ته مې ورکړې وه. په فارسټ پاک کې زما او رکس ګرځېدنې بيا پيل شوې، تر ډېره څوک زموږ مزاحم نه شول، خو يوه ورځ بد چانس برابر شو کله چې يوې غونډۍ ته وروختو، متاسفانه قانون د خپل ټول زور سره راته مخامخ شو، هماغه ساتونکى مې وليد چې د تپې پر سر پر آس سپور دى اوته به وايې زموږ انتظار باسي؛ زه پوهېدم چې مخکې له دې چې ساتونکى راته خبره پيل کړي، راساً يې خواته ورغلم او ورته ومې ويل: سرکار صېب! دجرم په حال کې دې په لومه کې ونيولم؛ زه ګنهګار يم اونه ښايي معذرت وغواړم؛ څو وځې مخکې دې اخطار راکړى و، چې که د زنځير اوپوزبند پرته سپى پارک ته راولم، جريمه به شم! پولس دا ځل د پخوا پرخلاف  په نرمۍ وويل : خيردى، پوهیږم چې د يو کوچني اوبې ازاره سپي ګرځول په داسې ځاى کې  چې څوک نه ګرځي او احتمال نه لري، تېرايستونکي نه دي! د پوليس له پستې ژبې نه په استفاده مې وويل : (رښتيا هم تاسو وويل، ما ته مخکې دغسې هوس پيدا شوى و، خو څه وکړو؛ د قانون خلاف کار دى؟ پوليس بيا هم په سړه سينه وويل چې خیر دی؛ خو ما ورته وویل: بيخي سمه مووويله خو کېداى شي، کوم سنجاب مړ کړي . پوليس ماته چې شېبه په شېبه مې په خپله اشتباه ټينګار کاوه وويل : نه داسې هم نه ده ، تاسوهم خبره ډېره سخته نېسئ، زه يې درته اوس لار درښايم، همدا اوس مو سپى د تپې هاغه لورته بوزئ او زما له سترګو يې پناه کړئ ، زه يې هم ناديده نيسم او هر څه به په خير پاى ومومي.
 
په دې توګه دجريمې له ورکولو نه بچ شوم ځکه هغه ساتونکى هم يو انسان و او د ټولو انسانانو په شان يې غوښتل د مهم والي له احساسه برخمن شي. ما چې د ځان په محکومولو پيل وکړ؛ پوليس ته د خپلې ځان غوښتنې د پلي کولو يوازينۍ لار همدا وه؛ چې ځوانمردي خپل کمال ته ورسوي او پرما رحم وکړي . خو فکر يې وکړئ که پرخپله اشتباه د اعتراف پرځاى مې هڅه کړې واى، څه پېښېدل؟ تاسو که په خپل ژوند کې يوځل د پوليس سره مخ شوي ياست؛ پوهېږئ چې زما د سر زورۍ نتيجه به څه واى؟ ما د پوليس سره د مقابلې پرځاى د هغه رښتينوالى ومانه او ومې ويل چې هغه پوره پر حقه دى او زه اشتباه کوم، ما د اعتراف د ناراحتۍ د ډېرلږ احساس پرته او حتى په ښکاره او چټک اعتراف وکړ، په بدل کې هغه هم وړ عکس العمل وښود، ما په خپل اعتراف د هغه پلوي کړې وه؛ هغه هم زماپلوي وکړه او جنجال په سوله حل شو، رښتيا اوس چې څرګنده شوه پرخپلو اشتباهاتو د اعتراف په صورت کې کولاى شو وړ عکس العلمونه په نورو کې رامنځته کړو، ښه نه ده پخپلو خطاوو اعتراف وکړو ؟
 
آيا د وجدان د ترټنې اورېدل د خلکو تر ملا متۍ ښه نه دي؟ آيا دا اسانه نه ده، هغه انتقادونو ته چې له خپل ځانه يې کوو، زياته پاملرنه وکړو چې دې ته اړنه شو د نورو ملامتوونکې او ترټونکې خبرې واورو. آيا خپل انتقادونه او پر اشتباهاتو اعتراف آسان دى، که دنورو د اعتراض او انتقاد زغمل ؟
 
کله چې مواشتباه کړې وي، په اسانۍ کولاى شئ د مقابل لوري ټول بد فکرونه او خبرې چې ستاسې په باب يې ممکن وکړي، وسنجوئ او د هغوى په مخکې يې په ژبه بيان کړئ؛ په زياترو مواردو کې دا احتمال شته  چې مقابل لورى تاسو سره هغسې کړنه وکړي، چې پوليس زما سره کړې وه ، ځکه د هغه لپاره ترټولو ښه لار همدا وه چې د ځوانمردۍ په لار لاړ شي او ستاسو اشتباه وړ ه او عادي وګڼي.
 
ښاغلى فرديناند وارن چې انځورګر دى ؛څه موده زما د کورسونو شاګرد و، د يو قهريدلي اخيستونکي سره يې خپله کيسه داسې وکړه. (دانځورګرۍ کار مخصوصاً چې کله په خپرونو کې د تبليغ لپاره وي، ډېر دقيق او سنجول شوى کار دى، په دې ډول انځورونو کې پر خبري ارزښتونو سره بېره يو بل ډېر لوى هدف وي او هغه د تبليغ د موضوع پر ځانګړنو ټينګار دى؛ مثلاً که وغواړئ يو بريښنايې محصول تبليغ کړئ؛ داسې بايد وي چې د ښکلا سره سره د ليدونکو د جلبولو ډېر شيان ولري، حقيقت کې اغېزه پرې ايستل په تبليغ کې يو مهم ټکى دى، لومړى بايدو کولاى شئ د افرادو نظر خپل اثر ته راواړوئ، او وروسته کولاى شئ هغه موضوع ورته ووائئ چې غواړي يې؛ په دې ډول کارونو کې د هنري مسايلو او فني ټکيو په پام کې نيولو سربېره د سفارش ورکوونکي مسله هم ځانله د اهميت وړ ده، ځکه زياتره يې يا د تجربې او يا د خپل ځاني ذوق له مخې نظرونه لري چې هنر مند بايد د هغوى غوښتنې ومني اوپه لومړۍ مرحله کې يې د کار محصول هغوى ته منونکى وي. (د خپرونو مديران لومړني خلک دي چې هم  د هنري اثر په ارزښت پوهېږي اوهم پوره په موقع عمل کوي، غواړي سپارښت دومره دقيق وکړي چې ډېر لنډ وخت کې پوره شي، هغوى د ډېر کار په وجه داسې تجربې لاسته راوړي دي چې کوچنۍ اشتباه هم ترې له نظره نه لوېږي .
 
ما د همدغسې يو مدير سره همکاري کوله چې ډېر باريک بين او دقيق سړى و او د نورو په کار کې د نه پاملرنې پر اشتباهاتو د انتقاد پرته يې خوند نه ورکاوه، به بله وينا هغه د وړو اشتباګانو په غټولو غوښتل؛ د خپلو معلوماتو او خبر تياو پراخوالى موږ ته وښايي؛ ډېر لږ پېښېدل چې زه د هغه له دفتر نه په خوښۍ راوتى يم ، البته دا خفګان د هغه د انتقادنه نه و، بلکې د هغې رويې نه و چې په انتقادي بريد کې يې کاروله.؛ په دې وروستيو کې يې راته د يوه بيړني کار سپارښت کړى و، کله چې مې کار ورحواله کړ، د خپل  منشي له لارې يې خبر راکړ، دفتر ته يې ورشم چې د کار کمى راته وښايي، کله چې دفتر ته ور ننوتم ، په هماغه حالت کې مې وليد چې ما انګېرلى و، ا و ما له همدې حالت نه کرکه کوله، خو هغه د تل په شان په دښمنانه کرکه خپل انتقادونه پيل نکړل اوپه ډېر رضايت څو ځل مسکى شو، په ډېره نرمۍ له مانه وغوښتل ورته ووايم چې ولي مې ځينې رنګونه کارولي دي، او منظور مې ددې يا هغه خط نه څه دى؟ دى د انتقادونو په حال کې کې و چې ما هوډ وکړ بايد د اعتراف د اصولو نه کار واخلم او تجربه يې کړم، ورته ومې ويل : محترم ښاغليه! څه چې وايئ سم دي، ما سهوه کړې ده اوهيڅ غدر هم ورته نه لرم، ډېره موده وشوه چې تاسو ته کار کوم او دا چې زه ددې دفتر کار کوونکى يم، نو په کار ده چې زيات په کار پوه شم خو دا چې د کلونو کار وروسته لانه يم توانېدلى يو ښه کار درته وړاندې کړم، خجالت احساسوم زما خبره لا خلاصه نه وه چې ده خپل انتقاد پرېښېود او په ډېره حيرانتيا يې زما دکار له ارزښت نه دفاع پيل کړه . (البته تاسو سمه خبره کوئ، تاسو کلونه ډېر ښه اثار منځته راوړي دي، او زه اعتراف کوم چې په ځينو مواردو کې ستاسو د نظر دقت تر ما ډېر دى؛ دا هم نه جبرانېدونکى اشتباه نه ده) ، ماچې موقع مناسبه موندلې وه وينا مې يې پرې کړه او ومې ويل : (اشتباه تل کېداى شي منځته راشي او بدې نتيجې هم ولري، خو زما له خوا اشتباه چې ستاسو له نظر سره بلد يم ، قهروونکې ده)  هغه په داسې خبرو لکه (تاسو يې ډېره جدى ګڼئ) (اصلاً مهمه خبره نه ده). (هيله کوم ځان مه نارامه کوئ) کله نا کله زما خبرې پرې کولې خو ما وخت نه ورکاوه او د لومړي ځل له انتقادو نه چې پرځان مې کړى و، خوند اخست، په پاى کې مې هغه ته چې هڅه يې کوله زه نورپر ځان انتقاد ونکړم وويل: بايد تردې ډېر کارونو ته ځير واوسم، تاسو ماته د ډېرو کارونو سپارښت کوئ او که په هر کار کې مو و خت ضايع کړم اونارامه مووکړم، د ترټنې اوملامتۍ حق لرم، دا چې په خپله بې پامۍ مې ستاسو نظريات په پام کې ونه نيول، غواړم دا تابلو له سره رسم کړم چې وکړاى شم ستاسو ګيلې له منځه يوسم او په پاى کې ستاسو نظر چې پر ما مو حق دى، پوره کړم. هغه په اعتراض وويل: نه ، په هيڅ صورت حاضر نه يم دا کار وکړئ، دا يو ډېر لوى تکليف دى او زه نه غواړم دغسې يو تکليف درواړوم. ما په ټينګار وويل: اجازه راکړئ، د جريمې په توګه دا تاسو ته له سره رسم کړم، او ستاسې نظرونه پکې په پام کې ونيسم، خو هغه دلته زما د کار ستاينه پيل کړه ، ډاډ يې راکړ چې دا ډېر لوړ کار دى اويواځې غوښتنه يې داده چې لږ شان بدلون پکې راوستل شي چې هيڅ کمى پکى پاتې نه شي اوپه يوه بريالي هنرى کار بدل شي ما چې دې ته اشاره وکړه هسې نه چې د کمپنۍ د شهرت لپاره ښه نه وي. ويې ويل : (هغه اشتباه چې غير ارادي پکې منځته راغلې ده ، په واقع کې يې تابلو ته يو ځانګړى ظرافت ورکړی دى او کولاى شم تاسو ته هغه د يوې زړورې طريقې په توګه درياده کړم ، تاسو بايد نه يواځې دې وړې اشتباه ته سودايي نه شئ بکې کولاى شئ د هغې نه ګټه پورته کړئ، څوک پوهېږي چې زما نظر سم دى، په هنري کار کې هېڅوک نه شي کولاى ووايي : زما نظر تر ټولو سم او تر ټولو بشپړ دى).
 
پر ځان زما د انتقاد شوق هغه بيخي بې وسلې کړ، په دغه ورځ مې نه يوازې کار ومنل شو بلکې د يو عالي کار په حيث وستايل شو او انتقاد کوونکي او جنجالي مدير زه ډوډۍ ته دعوت کړم او تر هغه وروسته تر بېلېدو مخکې يې مخکې له مخکې د بل کار لپاره د سپارښت يو چک راکړ ، ډېره په زړه پورې وه چې پخوانۍسخت ګيري  نوره نه وه.
 
نا پوهه خلک تل د خپلو سهوو او اشتباګانو دفاع ته بډې وهي چې هېڅکله دا کار کولاى هم نه شي ځکه اشتباه د دفاع وړنه ده، خو څوک چې په خپله خطا اعتراف وکړي، په حقيقت کې يې يو دفاعي سپر په خپل سر نيولي دى، چې د خپلې اشتباه له اغېزو يې ساتي.
 
پر اشتباهاتو اعتراف تاسو ته يو ډول د لوړتيا احساس درکوي، او د اشتباه اغېزې له منځه وړي البرټ هوبارډ يو داسې ليکوال و چې کولاى يې شول  په خپلو نيش لرونکو اوله کنايو ډکو ليکنو سره نور راوپاروي، هغه د اغېزې پرې ايستلو ډېر ځواک درلود، د هغه نيش لرونکو ليکنو زياتره نور بدلول او قهر جن کول؛ خو هغه په خپل کار کې دومره ماهر او د معاشرت پر آدابو مسلط  و چې سخت  خپګانونه او قهرونه به يې  په اوږدو دوستيو بدلول. ښو يا بدو خلکو سره د سلوک پر اهميت پوهېده اوله هغه  يې پوره ګټه اخسته او زياتره بريالي کېده هم چې خپل دښمنان په دوستانو بدل کړي. مثلاً يوځلې چې دده د اثارو يو قهريدلي لوستونکى ورته په ډېر قهر ليکلي و چې د فلانۍ ليکنې او فلانۍ  مقالې سره يې جوړ  نه دى اوپه  نتيجه کې يې ورته بدې ردې او کنځلې ورځارولې؛ ده يې په ځواب کې وليکل   (ښه ده مقاله يوځل بيا ولولئ، البته زه هم د هغه  څه سره  پوره جوړ نه يم چې ليکلي مې دي؛ هغه څه چې مې پرون ليکلې دي، نن راته په زړه پورې نه دي ، خو ښ شوم چې هغه چې مو زما د مقالې په باب په زړه کې ګرځېدلي دي، راته ليکلي مو دي، خوښ به شم که کله په دې لاره تېرېدئ، زموږ خواته راشئ چې د مقالې ستونزې له نږدې سره وڅېړو او موضوع د تل لپاره حل شي، په هر حال له لېرې مو لاس کښېکاږم او د ليدو لېوال مو يم)؛ ستاسو ارادتمند : البرټ هوبارډ. که د هغه پرځاى تاسې واى؛ داسې سړي ته چې بدې ردې مو ورته ويلي دي، څه ويل؟ لکه څنګه چې زموږ حق دى بايد په نرمۍ نورله ځان سره په يو نظر کړو؛ که اشتباه مو کړې وي، بايد په پتمنه توګه او خلوص خپل اشتباهات ومنو،دا طريقه نه يواځې حيرانوونکې نتيجې منځته راوړي، بلکې خوند يې تر دفاع هم زيات دى .
 
يو پخوانى متل پرخطا اقرار اوتېرېدنه په دې ډول مطرحوي: له دعوو نه چا ته څه مهم شى په لاس نه ورځي، که تېرېدنه ولري تر هغه به ډېر وګټي چې غواړئ يې .د جنجال پرته بل څه نه وي. څوک چې لوټې واروي سزا يې تيګه ده. په جګړه او بريد مقصود ته رسېدل ناشونى دى، خو په تېرېدنه او تسليم کولاى شو نا آټکل شوي نتايج ترلاسه کړو.
پورته ټکو ته په پام، که غواړئ نور له ځان سره په يونظر کړئ .
د اشتباه او غلطۍ په صورت کې له بهانو پرته پرې اعتراف وکړئ!


 
 
 
ديارلسم څپرکى
د نورو په عقلونو کې د اغېز (نفوذ) لار
 
د قهر اوغصې پرمهال پر نورو د قهرېدلي بريد په صورت کې بې له شکه خپل زړه تشوئ او لږه ارامتيا لاسته راوړئ! د قهرېدليو احساساتو تشول ستاسو د ارامتيا سبب کېږي؛ خو ستاسې د قهرېدلي بريد په وړاندې به بل لورى څه کوي؟ هغه به خوښ وي، چې تاسو آرام شوئ؟ آيا بل لوری هم د رسره په هغه  خوند کې ګډ شو چې تاسو له خپل کار نه واخست؟ آيا په سخته لهجه او سپورو کليمو کولاى شئ نور له ځان سره په يو نظر کړئ او دې ته يې اړکړئ چې ستاسو په شان پر هغه حريف له بري نه خوند واخلي، چې په خپله وئ؟ آيا ستاسو د کينه پارونکي او دښمنانه روش زغمل بل لوري ته آسان دي؟ آيا هيله لرئ چې د سپکاوي په وړاندې ستاسو سره په يوغږ شي او ستاسو نظر ومني؟
 
آيا که په راټولو شويو موټو اوغونجو وروځو زما لور ته راشئ، بې له لږ ځنډه به زما لاسونه هم دغسې موټى شي او وروځې به مې غونجې شي؛ خو که ما ته راشې او راته ووايې راځه لږ کينو او سره مشوره وکړو، زه به هم په پوره تېرېدنې او غوړېدلې څېره ستا خواته درشم اونتيجه به يې داوي چې زر به پوه شو، چې ډېر اختلاف نلرو او حتى په ډېرو برخو کې به زموږ د نظرونو اختلاف  دومره کم وي، چې په آسانۍ کولاى شو ترې تېر شو، د ښه نيت او صبر سره يوځاى برخورد او دوستۍ اوهمکارۍ ته لېوالتيا ددې سبب کېږي، چې يو له بل سره په يو نظر شوو او موافقې ته ورسېږو.
(توافق ته د رسېدو اصل د توافق غوښتنه ده ).
 
بې له شکه ويلاى شو چې هيچا د راکفلر په اندازه د ودرو ويلسون د خبرې رښتينوالى ونه پېژانده اوپه موقع يې ترې ګټه وانخسته؛ اجازه راکړئ دراکفلر کيسه درته وکړم : تر ١٩١٥ پورې يو تر ټولو بدنام سړى و؛ کېداى شي تاسو هم راسره په يو نظر شئ. راکفلر ځکه په ١٩١٥ کې دکلورادو د ايالت يو ډېر بدنام سړى و، چې ديو دوه کلن اعتصاب مسئول پېژندل کېده، د امريکا دصنايعو په تاريخ کې دغسې اعتصاب نه و شوى، قهرېدلي د کانونو کار کوونکي اونور کارګران چې دکلورادو د سون موادو او اوسپنې په شرکت کې يې کار کاوه د سخت کار په بدل کې د زيات معاش غوښتنونکي وو، دغه مهال راکفلر ددغه شرکت رئيس و، کارګرانو او معدنچيانو د کار خانې لوازم او د کار سامانونه له منځه يو ړل .
 
د شرکت مسئولانو چې د هغوى سره د مقابلې لپاره يې د پوځ نه مرسته وغوښته؛ ډېرې وينې توې شوې، هغه کارګران چې دخپل حق څخه نه تېرېدل په مردکيو وويشتل شول او د ډېرو بدنونه سوري سوري شول، په داسې وخت کې چې د کرکې او دښمنۍ بوى هر ځاى نيولى و، راکفلر په دې هڅو کې شو، چې داعتصاب کوونکىنو نظر جلب کړي؛ يو ترتيب يې جوړ کړ چې هغوى ورسره يو غږي شي، په زړه پورې ده. آيا پوه شوئ چې په دې کار بريالي څنګه شو؟ کيسه يې داسې وه : راکفلر د اووينو هڅو وروسته وتوانېده د ځينو کارګرانو مينه را جلب کړي؛ هغه يوه ورځ د قهرېدلو اعتصاب کوونکو کارګرانو سره داسې خبرې وکړې چې کولاى شو يوه بشپړه او بريالۍ وينا يې وبولو، دې وينا چې بايد يو شهکار يې و ګڼو، حېرانوونکې پايلې راوړې، د کينې توپاني سمندر يې چې نږدې و، راکفلر ډوب کړي، غلى کړ، په دې کار راکفلر د ډېرو کسانو له خوا وستايل شو، وينا چې ډېر حقيقتونه پکې وو داسې دوستانه پيل شوه چې اعتصاب چیان بې له دې چې د مزد په باب څه ووايي خپل کار يې له سره پيل کړ، راځئ ددې په زړه پورې وينا لومړى برخه سره ولولو، په عين حال کې دامه هېروئ چې راکفلر د داسې کسانو سره غږېدلى دى چې څو ورځې مخکې يې هوډ کړى و، دې د ونې له يوې څانګې راځوړند کړي او د نابودۍ کندې ته يې وغورځوي، ددې خطابې په کتنه پوهېږئ چې که راکفلر د داسې ډاکټرانو سره چې خيريه کارونه کوي، غږېدلي واى او داسې دوستانه احساسات يې ښودلي واى دومره مهم کار نه و، خو هغه د خپلو سرسختو او تاوان لېدلو دښمنانو سره په داسې تسلط خبرې کړې دي، چې هغوى ته تر تسليمېدو پرته بله لار پاتې نه وه .
 
(وياړم چې دا نيکمرغي مې په برخه شوه او ومې کولاى شو، ستاسې په وړاندې ودرېږم، زه ستاسې کورونو ته تللى يم ، او ستاسې ميرمنې او ماشومان مې ليدلي دي او له همدې امله ويلاى شم تاسو سره ديو پردې اونا اشنا په توګه خبرې نه کوم، زه د خپلو صميمي دوستانو په وړاندې يم او د پرديوالي يوه ذره احساس مې هم نه ځوروي، زموږ دوستي دوه اړخيزه ده او ګډې ګټې لري، يواځې ستاسې لطف او مهربانۍ زه دې ځاى ته راوستي يم ...)
 
راکفلر په پوره پام خپلو خبرو ته داسې دوام ورکړ: (... نن زما په ژوند کې يوه لوړه او ځلېدونکې ورځ ده ، لومړى ځل دى چې د طالع او چانس له مخې راته دا لويه تحفه راپه برخه شوه، چې ددې لوى شرکت د کارګرانو له نماينده ګانو سره ليدنه وکړم، ما ته لوى او واړه کارګران يوشان ارزښت لري او ټول مې دوستان دي، کولاى شم ډاډ درکړم؛ تاسو ته ډاډ درکړم چې په داسې غونډه کې په ګډون سره سرلوړي احساسوم او چې ژوندى يم د نن ورځې ګډون کوونکى به هېر نکړم، دا چې ټول خپل صميمي دوستان ګڼم، که دا غونډه یوه اونۍ مخکې جوړه شوې واى، زه به له دې څېرو سره اشنا نه واى اوله کم شمېر پرته دنورو سره پردى وم، خو له نېکه مرغه په دوه تېرو اونيو کې بريالى شوم په خپله څو ځل د ډبرو سکرو دکان د کارګرانو خېمې له نژدې وګورم او د کارګرانو  له نماينده ګانو سره وګورم او ستاسو سره خبرې وکړم، ستاسې کورونو ته درغلم او و مې کړاى شو مېرمنې او بچيان مو و ګورم اوس نو دلته نه يواځې دا چې موږ يو له بل سره پردي او نا اشنا نه يوو، بلکې پخواني اشنا يان او ملګري يوو؛ کله چې دوستي دوه اړخيزه وي کولاى شو با ارزښته يې وګڼو او دا چې زه د دغې دوه اړخيزې دوستۍ په ارزښت پوه يم ، نيکمرغه يم، غواړم ووايم؛ داسې وخت مې لاس ته ر اوړى د ى، چې د ګډو ګټو د ساتنې د لارو په باب يوله بله سره وغږېږو.)
 
(دا غونډه دشرکت د لوړو چارواکيو او د کارګرانو د نماينده ګانو له خوا جوړه شوې ده؛ دې افرادو خپلې غونډې ته زما په رابللو زه وياړمن او سرلوړى کړى يم، په بله وينا ستاسې مهربانۍ او شفقت زه دلته راوستى يم، ما دا چانس نه درلود، چې ددې شرکت  لوړ رتبه چارواکی او يا کارګر واوسم؛ خو زموږ او ستاسو په منځونو کې چې ښې اړيکې او صميمانه احساسات منځ ته راغلي دي، زه يې درکوم او و يلاى شم چې زه هم د شرکت د برخوالو ا ومديرانو  څخه يم).
 
دلته غواړم ستاسو نه وپوښتم چې آيا دا پر دوست د دښمن بدلونې يوه ښه او لوړه طريقه نه ده؟ داسې وگڼئ چې راکفلر يوه بله لاره ټاکلې واى او ددې معدچيانو سره په بحث کې نښتلى او ځينې وحشتناک او نه انکارېدونکي حقيقتونه يې دڅپې په شان د دوى پر مخ حواله کړي واى، داسې وګڼئ چې د وينا ډول يې داسې واى چې غواړي د هغوى اشتباګانې زباد کړي، او داسې وګڼي چې په پاى کې يې د منطق په اصولو ورته ثابتولاى چې دوى په غلطه تللي دي، او دی په. رښتيا؛ په دې صورت کې څه پېښېدل؟ ځواب دادى چې ددوى د قهر لمبې لا بلېدې او کار يې داسې ځاى ته رساوه چې ښورښ هرځاى رسيدلاى واى.
 
کله چې د يو انسان زړه ستاسو په وړاندې د دښمنۍ له احساساتو ډک وي، هېڅکله نه شئ کولاى د منطق له لارې يې دې ته راولئ چې ستاسې سره په يو نظر شي.
 
هغه مور و پلا رچې د ترټنې پلوي دي، هغه رئيسان چې غواړي خپل رياست نورو ته وځلوي، هغه مېړونه چې غواړي خپله برتري او لوړوالى زباد کړي او هغه ښځې چې په بنګېدو او خبرو ګرځولو غواړي په خپل ارزښت زور واچوي بايد پوه شي چې خلک دې ته لېوال نه دي چې د دوى لپاره خپل فکر بدل کړي، نه شي کولاى په زور ځان دنورو ملګرى کړي؛ د نورو په يو نظر کول داسې کار نه دى، چې په زور به وشي ، خو که په دوستۍ او مينه دا کار وکړئ، کولاى شئ نور د ځان سره ملګري کړئ .
 
ابراهام لنکلن هم ١٥٠ کاله مخکې په خپله يوه وينا کې ويلي وو: (يو پخوانى متل وايي : دا رښتيا ده چې يو څآڅکي شات تريو ګېلن ذهرو ډېر مچان ځانته راکاږي، انسانان هم داسې دي، که غوا ړئ څوک خپل پلوى او ملګرى کړئ، لومړى پکې دا ډاډ پيدا کړئ چې د هغه صميمي دوست ياست، همدلته ده چې هماغه يو څاڅکى شات يې زړه وړي، تاسو ته يې درولي او د صميمت بيا بيا څرګندول هغه لويه لار ده چې دده عقل ته رسېږي)
 
دانيل وبستر چې په ښکلا کې د مصر او لرغونى يونان د بادشاهانو په شان و او په وينا کې يې د (يهوه) په شان ځواک څرګنداوه، د محکومانو د دفاع يو تر ټولو بريالى وکيل و، هغه له دې سره سره په معمول ډول خپل مباحث په لاندې دوستانه اوصميمي جملو پيلول : (له دې ټولوسره محترم قاضيان دي چې بايد دغه بر رسي کړي او نظر ورکړي)
 
(ښاغلو، کېداى شي، دا موضوع دومره ازرښت ولري چې فکر پرې ورکړئ) دلته ځېنې حقيقتونه شته چې ډاډه يم ستاسو ښاغلو له تېزبينو نظرونو؛ نه پاتې کېږي. د هغو پراخو معلوماتو پراساس چې د بشر له طبيعت نه يې لرئ، په دې با اهميته حقيقتونو به پوه شئ).
د ښاغلي وبستر دکار نتيجه دا کېده ، چې نه بريد او حمله کېده؛ اونه د چا د وينې فشار لوړېده؛ هغه د هغو طريقو پيروي نه کوله چې نور يې دخپلو عقيدو د تحميل لپاره کوي، خبرې يې ارامې او دوستانه کولې او دا طريقه يې د محبوبيت او شهرت باعٍث کېده.
 
کېداى شي هېڅکله تاسو د يواعتصاب غلي کولو په وخت يا د قاضيانو په وړاندې دفاع ته ونه بلل شئ، خوددې امکان شته چې د خپلې اجارې د کمولو او يا شخصي مسايلو په باب درته اړتيا پيدا شي چې نور د ځان سره ملګري او قانع کړئ، آيا په داسې ځايونو کې به درته دوستانه برخورد په ګټه وي که نه؟ اجازه راکړئ دا فرضي مــسئله په يوه واقعي مثال روښانه کړم. ا . ل . يو ځوان انجينر دى چې دکور د کرايې د تعديل په لانجه کې ناکامی او بری يې موږ ته په ټولګي کې داسې شرح کړ:  (په دې لټه کې وم چې د کور اجاره مې راټيټه کړم، ځکه د هغې ادا کول راته ګران و، خو نه پوهېدم چې، اجاره والا ډېر سختګير دى، څه به ورسره کوم ، په لومړى ګام کې مې ورته يو ليک وليکه او خبر مې کړ چې د قرارداد په ختمېدو سمدستي کور پرېږدم . البته رښتيا يې داوه چې دا مې نه غوښتل چې کور تخليه کړم؛ يواځې غوښتل مې د اجارې د تعديل لپاره هڅه وکړم، خو نتيجه زما په نظر نهېلې کوونکې وه ، دا چې د ټولو کورونو او سېدونکو دغسې هڅې کړې وې او برى یې لاسته نه و ورغلى، ټولو ويل؛ ددې اجاره والا سره سر خو ږول بې ګټې او په عين حال کې ګران دى، خو ما د ځان سره وويل ( لګيايې د خلکو سره د راشه درشې په باب درس وايې، راځه د دې کورس اصول پلې کړه او نتيجه يې معلومه کړه!
 
اجاره والا زما د ليک په ليدو د خپل منشي سره زما کور ته راغى، د هغه په تش ليدو زر موسکى شوم او هرکلې مې يې وکړ، په ښه نيت او ګرمۍ مې خبرې پيل کړې، د اجارې د لوړوالي يوه خبره مې هم ونکړه، ډېر زر مې ورته په څرګنده وويل چې دده اپارتمان مې ډېر خوښېږي، د خبرو په منځ کې مې په ستاينه او صفت کې مبالغه وکړه او هغه مې د هغه د مدبرانه اوهوښيارې ادارې په خاطر وستايه او په دوام کې مې وويل: زړه مې و يو کال نورهم ستا په کور کې چې په کرايه مو راکړى پاتې شم، خو له وسه مې پوره نه ده ، فکرکوم تردې مخکې ورسره يوه هم داسې خبرې نه وې کړې؛ نو ډېر زر يې د زړه غوټه تشه او د کورونو د اوسېدونکو نه يې ګېلې پيل کړې، ده راته وويل چې يوه راته څلور ليکونه ليکلي چې اجاره دار دې داسې تر تيب جوړ کړي، چې د دوهم منزل نفر په خوب کې خرهار ونکړي؛ ده د خپلو خبرو په پاى کې وويل: انسان ستا په شان د يو راضي سړي نه څومره خوشالېږي؛ ورپسې يې وويل: که ستاسو مشکل د اجارې بيه وي، او پاتې کېدل مو خوښ وي زه حاضر يم هغه کمه کړم، ما هم د موقع سره سم په دوستانه ژبه هغومره رقم چې ورکولاى مې شو، ورته ووايه او په ډېره حيرانتيا مې وليدل، چې دکور خاوند بې له بحث نه ومانه. د تلو پر مهال يې مخ راواړوه او ويې ويل (خو ښه مو ده چې د کور سينګار مو څرنګه وي؟) بې له مبالغې وايم چې که زه هم د نورو په لار تللى واى؛ ما ته مې حتمي وه؛ باور لرم چې همدا دوستانه برخورد او ستاينه اوتقدير ددې سبب شو چې مقصد ته ورسېږم .
 
مېرمن دوروټي خپله کيسه داسې کوي: په دې وروستيو کې مې ځينې دوستان مېلمستيا ته راوبلل، ددې دوستانو غونډه ماته ډېره مهمه وه، زړه مې غوښتل مليمستا ډېره ښه برابره شي، په داسې وختونو کې به اميل د همدغه هوټل مدير چې دا ملېمستياوې به پکې جوړېدې، زماسره مرسته کوله؛خوپه دې ځانګړې ميلمستيا کې هغه زما مرستې ته رانغى او دده نښه مې ونه ليده، هغه يواځې يو خدمتګار رالېږلى و، دې غريب د ښه هرکلي د اصولو نه ډېر لږ معلومات هم نه لرل؛ هغه په ډېر ټينګار هڅه کوله زما تر ټولو درون اولوړ مېلمه ته تر ټولو وروسته هرکلى ووايي، حتى ومې ليدل چې د کرفس يوه وړه ټوټه يې د دغه مېلمه مخې ته په يوه لوى قاب کې کېښوده؛ غوښه شخه او کچالو ډېر غوړ وو، خواړه وحشت راوړونکي وو، زه ډېر په غصه شوم؛ په ډېر زحمت مې هڅه کوله موسکى شم او ځان کنټرول کړم، په دغه حال کې مې هم له ځان سره وويل: پرېږده چې اميل ته ورسېږم، دا کار به يې پوره،پوره ورغبرګ کړم . آخر هم هغه ورځ تېره شوه، د چهارشنبې هغه ورځ زما لپاره يوه لوى عذاب و، په بله شپه د غصې او قار په داسې رټونکو کليمو پسې ګرځېدم؛ چې د هغوى په واسطه پر امېل خپل زړه تش کړم، د تصادف له مخې دغه شپه راديو غږېده؛ اود انساني اړيکو په باب يې يو بيان خپراوه؛ څو شېبې مې د وياند خبرې واورېدې، له ځان سره مې فکروکړ، چې د امېل سره شور به څه ګټه وکړي؟ دا چې دا کار د ناراحتئ سبب کېده او بيا يې راسره هېڅ همکاري نه کوله!  هڅه مې وکړه د هغه له نظره پېښه وڅېړم، هغه د لومړنيو موادو د تيارولو مسئول نه و، خواړه هم هغه نه و پاخه کړي؛ هغه په دې دليل ونه شو کولاى زما څه کار سرته ورسوي، چې ځينو خدمتګارانو يې خبره نه وه منلې او له بل لوري کېداى شي؛ ما زياته سختګيري کړې وي. ددې تحليل نه ووروسته مې هوډ وکړ چې د اميل سره عادي او ډېرې دوستانه خبرې وکړم، له ځان سره مې ومنله چې خبرې په ستاينه او قدردانۍ پيل کړم، بله ورځ چې مې وليد وروځې يې ښکته وې، په پوره ارامۍ مې ورته وويل: ګوره اميله! غواړم په دې پوه شې چې زه کله د چا هرکلى کوم؛ نو ډېر اهميت راته لري چې ته راسره مرسته وکړې! ځکه د نيويارک په ښار کې ته تر ټولو ښه مېلمه پال يې، البته دا منم چې د غذايې موادو په برابرولو کې دې دخالت نه و او خواړه تا نه و پاخه کړي او په همدې خاطر نه شم کولاى د هغه څه په خاطر تا ملامت کړم، چې د چهار شنبې په ورځ تېرشول؛ ځکه ته اصلا ملامت نه يې، په دې خبرو ډېر زر د کينې ورېځې لاړې اواميل په خندا وويل: محترمې مېرمنې! وضع همداسې ده لکه تا چې وفرمايل: په نا خوښه خوړو کې ګنا د اشپزانو ده او زه په کې هېڅ ملامت نه يم .
 
ما له همدې وخت نه ګټه واخسته اوپه دوستانه ژبه مې ورته وويل: تېر وختونه نور تېر دي، خو امېله ! زه بايد څو مېلمستاوې نورې هم وکړم چې ستا مرستې ته پکې اړه يم؛ فکر کوم ښه به وي؛ اشپزانو ته يو بل چانس هم ورکړو. اميل په غوڅ ډول وويل: حتماً مېرمنې! ته ډاډه اوسه د چهارشنبې د ورځې بده پېښه  به بيا هيڅ تکرار نه شي!. بله اوونۍ مې يوه بله مېلستيا جوړه کړه، ما د اميل سره يو ځاى د خوړو ترتيب منظم کړ، د هغه ددې مرستې په بدل کې مې مناسب انعام ورکړ خو تېرې اشتباګانې مې ورته تکرار نکړې. په دغه ورځ چې کوټې ته ورننوتم، ښکلي ګلان هر لور ته ايښودل شوي وو، اميل څارنه کوله او زنګ ته غوږ و، له هغه نه مې ډېره کوچنۍ بې پروایي ونه ليده، باور وکړئ چې که ملکه ماري مې هم رابللى واى ؛د ښه راغلي هيڅ شي کې کمى اوعيب نه و؛ د يوه خدمتګار پر ځاى يې څلور درولي وو؛ د مخه ښې پرمهال زما يو مېلمه ورته وويل : تاسو پردې سړي جادو کړي دي؟ ما په خپل ټول ژوند کې دغسې لوړ او بې عيبه سرويس نه و ليدلى.
 
هو! زما دغه مېلمه سمه خبره کوله، ما په خپل دوستانه سلوک هغه جادو کړى و؛ کلونه مخکې چې زه لا کوچنى هلک وم او لوڅې پښې له يو کوچني ځنګل نه تېرېدم چې د سيمې يوازينۍ کليوالي مدرسې ته لاړ شم، يوه ورځ مې د باد او لمر تر منځ د مباحثې او جنجال افسا نه واورېده، په دې افسانه کې باد په رالوتلو پيل کوي، او شېبه په شېبه زياتېږي، خو څومره چې د باد زور زياتېږي، بوډا دېر کوښښ کوي چې څادر يې پرځان ښه کلک کړي، د څه مودې زيار وروسته باد ودرېږي او د لمر وار رارسېږي، چې خپل زور وازمايي، لمر د ورېځو له شا آرام راښکاره کېږي اوپه خوشاله څېره بوډا ته موسکا کوي، د لمر ګرمي د دې سبب کېږي؛ چې د بوډا په تندې خولې راشي، غواړي د يخېدو په خاطر لږ کېنې او خپل څادر له ځانه لېرې کړي لمر د خپل کار د توجيې لپاره باد ته وايي، دا مه هېروه چې د دوستى زور تر قهر او غصې ډېر زيات وي؛ تا په خپل قهرجن الوت بوډا اړ نکړ او ما په له مينې ډکه او دوستانه خندا دا کار وکړ.
 
کله چې ما دا افسانه اورېده، تر موږ ډېر لرې د بوستون په فرهنګي اوعلمي ښار کې يو سړى اوسېده چې ا، هـ ، ب نومېده او ډاکټر و، دېرش کاله وروسته  تقدير داسې و چې زما شاګرد شي، ده دا موضوع په عمل کې تجربه کړه. ډاکټر ا. ب. ب. خپله کيسه داسې وکړه. هغه وخت د بوستون ورځپاڼو جعلي خبرتياوې خپرولې، داسې خبرتياوې چې خلکو به ادعا کوله چې د کورتاژ او په نارينه وکې د جنسې کمزورۍ د علاج متخصصان دي، دوى نورڅه نه کول، يواځې خلک يې د جنسي قوې له کمي نه وېرول او د دغو ډارېدلو خلکو له منځه يې خپل ښکار ټاکه ، د دوى معالجې د وېرې پرته نور هېڅ نه وې، د اغېز منې دوا او درمل درملنې نه هېڅ خبر نه وو.
 
هغوى هم چې دکورتاژ (د ښځو د رحم د پاکولو) د تخصص دعوې کولې د ډېرو ځوانو ښځو د مړينې سبب شوى وو، خو ددې جعلي حکيم باشيانو نه د يو څو تنو پرته نور محاکمه نه شول، ځکه هغوى د ډېرې کمې جريمې په تحويلولو يا له سياسي نفوذ  نه په  استفاده له محکمې معاف شول.
 
اوضاع ډېره بده وه، د بوستون پتمن خلک آخر راوپارېدل چې ددې سودخورو شيطانانو پرضد قيام وکړي، ويناوالو په بېلابېلو مراسمو کې ددې تباهکارانو او هغو خپرونو پرضد ويناوې وکړې، چې د دوى خبرتياوې يې خپرولې او حتى ددوى دخپرونو د بندېدو لپاره يې دعاګانې وکړې، قضايي، سوداګريزو، د ښځو او ځوانانو سازمانونو دغه جعل کاران وغندل خوهيڅ ګټه يې ونه کړه؛ د دولت او مقننه هيئت ترمنځ هم سخت جنجال ونښت چې دا کار غير قانوني اعلان کړي خو د سياسي نفوذ په واسطه دا کار هم ونه شو.
 
ډاکتر ا، ب ليکې: (په دې مهال زه د بوستون د نېکوکارانو مشر وم، زما تر امر لاندې کمېټې ددې خبر تياو په باب ډېرې ازموينې وکړې خو نتيجه يې ورنکړه، داسې ښکارېده چې د ډاکټرۍ له دغو تباهکارانو سره مقابله نه کېږي، يوه شپه مې هوډ وکړ، يوه بله لار راوباسم، د ډېر فکر وورسته مې ښه وګڼله د هرالدبوستون ورځپاڼې مدير ته يو ليک وليکم. په دغه ليک کې مې د هرالد بوستون مدير ته خبر ورکړ چې د دوى ورځپاڼه مې ډېره خوښيږي، د هرالدبوستون ورځپاڼې سره مې د مينې دليل دادى، چې په ورځپاڼه کې راغلي خبرونه د حقايقو پر بنسټ دي، اوهيجان او ورانى منځته نه راوړي، سرمقالې هم ډېرې ښې دي، دا ورځپاڼه دکورنۍ ټولو غړو ته ايډياله ده، نه يوازې په بوستون بلکې په ټول نيو ایلنډ کې دغسې درنه ورځپاڼه نشته، دليک په دوام مې مدير ته وليکل: البته ځينې کوچني کمي هم شته، هيله من يم چې لېرې کولو ته يې پام وکړئ، مثلاً ، زما يو دوست يوه نوې پېغله لور لري، تېره شپه يې له هغې وغوښتل دورځپاڼې مطالب په لوړ غږ ولولي، جنۍ چې کله د جنين غورځولو د متخصصينو خبر تياوو ته ورسېده؛ له خپل پلار نه يې وپوښتل، دا څه شى وي؟ زما دوست چې ډېر وارخطا شوى و حيران شو چې خپلې ځوانې لورته څه ځواب ورکړي، البته ډېرې تبصرې ته اړتيا نشته، تاسو په خپله زما په هدف پوهېږئ، اوپه دې مساله خبر ياست چې ستاسې ورځپاڼه ټولوکورنيو ته ځي او ډېر پلرونه شته چې دغسې لوڼې لري؛ او دوى ته د ځواب ورکولو وس نلري، رښتيا که تاسو دغسې لور ولرئ او دغه تپوس درنه وکړي څه ځواب  به ورکړئ؟ آيا اجازه مو ورکوله دغسې ورځپاڼه ولولئ، که اجازه مو ورکولاى،نو څه توضيح  لرئ چې تاواني به نه وي. ډېر افسوس کوم چې يوه ځلانده ورځپاڼه لکه ستاسو چې ده او له هره پلوه له کمي اوعيب نه خالي ده، تراوسه يې داسې هڅه نده کړې چې دا جزيې کمى لرې کړي او پلرونه خپلو لوڼو ته د ورځپاڼې له ورکولو نه ونه وېږېږي، آيا دا احتمال نشته چې په زرګونو کسان به همدا زما په شان احساس لري .
 
پر بله ورځ د ورځپاڼې مدير ډاکتر ته يو ليک ولېږه، ده دا ليک د پېړۍ درېيمه برخه موده پټ وساته او اوس چې زما شاګرد شو، ښکاره يې کړ:
١٣ اکتوبر ١٩٤٠
ډاکترا ، ا ز هـ و ب
بوستون، ماساچوست
ګرانه ښاغليه ...... زه ستاسې له هغه ليک نه چې داکتوبر په ١١ مو د مسئول مدير په نوم ليکلي مننه کوم دا ليک سبب شو چې په هغه تصميم کې نور هم کلک شم چې د بوستون هيرالډ د مسئول مديريت د اخستلو له ورځې مې کړى و، د دوشنبې له ورځې وروسته غواړم د ناخوښو او خرابو خبرتياو او مطالبو له چاپ نه په ورځپاڼه کې مخه ونيسم، د درملو د زرق او جنين غورځونې خبرتياوې به بيخي لېرې شي، هغه خبر تياوې به هم تر کلکې څېړنې لاندې نيول کېږي، چې له چاپ نه يې چاره نه وي، بيا هم ستاسو له مينې ډک  ليک نه مننه کوم چې زه يې د خپل تصميم په سرته رسولو کې کلک کړم .
ستاسو  ارادتمند  و ، ت، هاسکل
د بوسټون هرالډ مسئول مدير
 
ايزوپ يو يوناني مربي و چې ٥٠٠ تر ميلاد د مخه يې د کراسوس په دربار کې ژوند کاوه او له ځانه يې يوه کيسه په يادګار پريښې ده؛ هغه حقيقتونه  چې ده د انساني طبيعت په باب زده کړي دي هماغو مره په ننني وخت کې اهميت لري، چې دده په وخت کې یې په اتن کې درلود.
 
د لمر اوباد جوړ ه شوې افسانه د همدې ايزوپ د ذهن محصول دى چې موږ ته وايي: يو څاڅکى شات تر يو ګيلن ذهرو ډېر مچان ځانته راکاږي. نو که غواړئ نور له ځان سره په يونظر کړئ؛ دا لاندې خبره په ياد ساتئ :
په پسته ژبه خبرې پيل کړئ .


 
 
 
څوارلسم څپرکى
د سقراط راز
 
د بحث پرمهال خبرې له هغو ټکيومه پېلوئ چې له بل لوري سره پرې جوړ نه ياست، دا ټکى مهم دى چې د دواړو ترمنځ د توافق ټکي ولټول شي، او پر دې بحث وشي، تر وسه وسه هڅه وکړئ، پر بل لوري ومنئ چې په هماغه لار روان ياست، چې بل لوري پرې روان دى، يواځې د وړو خنډونو په باب مو نظرونه توپير لري، او دا ځکه مهم دي؛ حل شي؛ چې يوه ګډ هدف ته به ورسېږئ، ځکه چې د دواړو خواوو لپاره هدف مهم دى؛ نه درسېدولاره ، له هماغه پيله داسې ووایئ چې بل لوري يې په تائيد کې ووايي(هو سمه ده، هو!) که موداسې شرايط برابر کړل، چې د مقابل لوري سره بحث په (نه، داسې نه ده!) (نه يې شم منلای)! پيل شو، ګرانه به وي چې د رښتيانيو ګډو ټکيو په باب هم موافقې ته ورسېږئ، پوهاند اوور سټرېټ په خپل ګټور کتاب (په نورو د اغېزې کولو لارې) کې ليکي: (په ډېره سختۍ کولاى شو، (نه ) ته داسې ځواب بياموموو چې د بري او توافق مانا ولري،(نه) دا سې خنډ دى چې برى پرې ډېر زيات ګران دى) کله چې (نه) پر ژبه جاري شو د غرور او عزت النفس په شان زورور ساتونکي يې پر پاتې کېدو ټينګار کوي، کله چې شخص وويل (نه) حتى د خپلې غلطۍ د پوهېدو سره سره هم پرې ټينګار کوي) .
 
وروسته کېداى شي په دې پوه شي چې دا کار يې سم نه و؛ خو ګرانبيه غرور يې بيا هم نه پرېږدي چې شخص پر خپله اشتباه اعتراف وکړي، يوه خبره چې وشوه ، کوونکی يې پرې ودرېږي، او ور پورې نښلي، نوکوم کار چې ډېر مهم دى، دا دى چې بل لوری مثبت لوري ته ګام اخستلو ته اړ ايستل شي .
 
ماهر او کارپوه ويناوال هڅه کوي، چې څو ځل د اورېدونکو نه د (هو) تحفه ترلاسه کړي، داسې هوښيار وينا وال د اورېدونکيو اروايي لوري پيژني او د غوښتنې او قبول پر لور ګام اخلي، دا کار دومره دقيق دى، لکه د بليارد لوبغاړې چې د بليارد توپ معين لوري ته ور ټېل وهي، که دغه توپ پر خپل مسير له کوم ځنډ سره مخ شي، نو لار به بدله کړي، يا به بېرته راوګرځي؛ او اصلي ځاى ته به ونه رسيږي .
 
کله چې څوک د زړه له کومې ووايي (نه) او دا کليمه يې جدي پر ژبه راشي؛ نو ده نه يوازې د (ن) او (ه) لرونکې يوه دوه توريزه کليمه نه ده ويلې، د ارواپوهنې لارښوونو موږ ته زده کړې دي، چې د دې شخص ټول بدن د دفع حالت نيولى دى، د څېرې حالت، د عضلو راټولېدنې او حتى د مترشحه غدو افرازاتو د مدافعې او لېرې کولو کارپيل کړى دى .په زياتره وختو کې چې د ويونکي له خولې د (نه) خبره راوځي، د بدن ډېر غړي يې په وړو او لويو تشنجونو کې د دفاع لارې چارې ګوري،او تيارسۍ حالت نيسي، لنډه دا چې د عصبي او عضلاتي دستګاه مجموعه دې ته تيارېږي چې د غوښتنې د نه منلو او ردولو عمل وکړي، خو ددې پر خلاف که شخص د (هو) له کليمې کار واخلي، هېڅ دفاعي حالت منځ ته نه راځي او عصبي غړي او سلسلې منلو ته تيارېږي، په همدې خاطر هر څومره چې دخبرو په لومړي سرکې د مقابل لوري، (هو) جلب شي؛ د بري احتمال ډېر دى .
 
د (هو) غبرګون ډېر آسان دى، خو پاملرنه ورته نه کېږي، داسې فکر کېږي، چې خلک د مهموالي احساس له لومړي سره په بد خويې سره د يو راديکال خپل ځان ساتي ورور سره يوځاى په يوه کنفرانس کې ګډون کوي او د اجندا له پيله غواړي د هغه غصه راوپاروي؛ دا کار ورته څه ګټه لري؟ که د خوند اخستو لپاره دا کار کوي؛ بايد ويې بښي، خو که غواړي له دې لارې ورته څه ګټه ورسوي؛ د ارواپوهنې له نظره له يوه ناپوهه سړي زيات نه دى، ځکه د اروا پوهنې له نظره  يواځې بې عقل سړى بې ګټې کار يا خبرې کوي .
 
که يو زده کوونکى، اخستونکى، ماشوم، مېړه يا مېرمن په لومړي سر کې اړباسئ لومړی (نه) ووايي؛ د افلاطون عقل او د پرښتو حوصله په کارده چې دغه منفي ځواب په يو مثبت ځواب بدل شي، د (هو) ددې تخنيک د کار اخيستنې يو مثال د جمز امرسون نه  چې د يو بانک خزانه دار او زموږ د ټولګي شاګرد و، اورو: (څو ورځې يو سړى بانک ته راغى چې ځان ته سپما صندوق جوړ کړي، ما ورته يوه فورمه ورکړه چې ډکه يې کړي، هغه ځينې سوالونه په خوښه ډک کړل، خو ځينو ته يې له ځواب ورکولو ډډه وکړه. که دا پېښه په دې کورس کې زما تر ګډون دمخه شوى واى نو ورته ويل مې چې معلومات نه ورکوې، نو موږ تاته د حساب پرانستونه معذرت غواړو، البته اعتراف کوم چې پخوا مې ډېر داسې کړي دي او دا يې لا په زړه پورې ده چې د اولتيماتوم له ورکولو نه مې خوښي هم احساسوله؛ ځکه په دې طريقه مې بل لوري ته ښودله چې رئيس څوک دى؟ او د بانک کړنلار مې هم ورته مخې ته کوله! خو د سلوک دې لارې د پيرودونکي د خوښۍ سببونه؛ نه جوړول . په دغه ورځ مې وغوښتل له سليم عقل نه کار واخلم؛ يواځې په هغو معلوماتو بسنه ونه کړم چې بانک غوښتى وو، بلکې د پېرودونکي غوښتنو ته هم پام وکړم، او غوښتل مې چې هغه له پيله راته (هو) ووايي؛ ځکه له هغه سره همغږى شوم او ورته ومې ويل: هغه معلومات چې نه غواړئ بانک ته يې ورکړئ ، دومره بانک ته ضرور هم نه دي، دا احتمال لري چې ستا لپاره به مهم وي، مثلاً ستاسې تر مړېنې وروسته که مو وارث معلوم وي؛ ښه نه ده چې پېسې ورته ورکړل شي؟ سړي په ښکاره ځواب راکړ: البته چې غواړم، زما لومړنۍغوښتنه همدا ده. ما ورته وویل؛ نو ښه به نه وي چې دخپل وارث  يا داسې خپلوان نوم وښايئ چې ستاسو ترمړېنې وروسته په اسانۍ اوبې له اشتباه پيسې هغه ته ورکړو؟ ده په ډېره بېړه وويل: البته (البته ، دا کار به وکړم.) همدومره زر هغه ډېر بدل شو او چې پوه شو دا معلومات دده په خپله ګټه دي په پوره  خوښۍ يې موږ ته ټول معلومات  راکړل، په دې کار زه پوه شوم چې په لومړي سر کې د (هو) ځواب اخستل د دعوو مخه نيسي او بل لورى په ډېره خوښۍ وړاندېزونه مني.
 
سقراط چې يونا بغه و او په يونان کې کې اوسېده، سره له دې چې په لوڅو پښو ګرځېده؛ خو دومره د لوړ هوښ لرونکى وچې تر ده وروسته ډېر لږ خلک دده په شان بريالي شوي دي . د ٢٣ پېړيو وروسته چې له مرګه يې تېرېږې، نړۍ اوس هم هغه يو له تر ټولو هوښيارو قناعت ورکوونکو نه ګڼي چې دا د جنجال ډکه نړۍ يې تر خپل اغېز لاندې راوستې ده. رښتيا دده طريقه څه وه؟، آيا خلکو ته يې ويل چې اشتباه کوي؟ نه هغه تر دې ډېر هوښيار و چې داسې څه ووايي، دده دکار طريقه چې په سقراطي طريقه مشهوره ده، د بل لوري نه د (هو) د ځواب په اخستلو ولاړه ده، هغه له بل لوري داسې پوښتنې کولې چې ځواب به يې (هو) او مثبت و، سقراط به هغه اړ ایسته چې بې له ځنډه يې خبرې تائيد کړي، په پاى کې به يې داسې ځواب ورکړ چې مقابل سړى بې له دې چې پوه شي، د سقراط نظر به يې مانه او له هغه څه سره به يې موافقه کوله چې څو دقيقې دمخه ورسره وران و. اجازه راکړئ بيا يو سړى ووينو  چې د سقراط له چلند نه ورسره کار واخلو، لکه په مهربانۍ او خواخوږۍ ترې د يوڅه تپوس وکړو چې په ځواب کې (هو) ووايي.
 
چينايان يو متل لري چې دختيځ  لرغوني حکمت نه ډک دى: څوک چې ورو ځي، ډېر لېرې ځي. دې توضېح ته اړتیا نشته چې د چين تمدن او فرهنګ پنځه زره کاله لرغونتيا لري اود بشر په طبيعيت کې یې ډېرې څېړنې کړې دي اوله دې لارې يې ډېر حکمت راټول کړى دى؛ کله چې دا خبره کوي، څوک چې ورو ځي لرې ځي يوه با ارزښته وينا او لري.
نو بيا هم که غواړئ نور له ځان سره په يو نظر کړئ لاندې اصل په پام کې وساتئ.
داسې کار وکړئ چې بل لوری بې له ځنډه درته (هو) ووايي.


 
 
 
پنځلسم څپرکى
د ډاډ کړکۍ
 
ډېر خلک دي چې کله ځان سره دنورو د همغږي کولو لپاره کوښښ کوي، ډېرې زېاتې خبرې کوي. دا ډول خلک غواړي پر بل لوري  دخپلو نظميو په تپلو هغه دې ته اړکړي، له ده سره په يو نظر شي، د بل لوري له خوا د نظر څرګندول پکې کرکه زېږوي، دا شتباه زياتره د پلورونکيو له خوا کېږي او دوى ته پکې ډېر تاوان رسېږي، د نورو سره د چلند پرمهال مو بايد خيال وي، چې هغوى تر موږ ډېر په خپلو ستونزو خبر دي اوبايد دهغه په باب وغږېږي. په داسې وختونو کې ښه لار داده چې تاسو ترې داسې پوښتنې وکړئ چې هغوى درته معلومات درکړي؛ کله چې بل لوری خبرې کوي، دا کېداى شي چې تاسو ورسره همنظري نه اوسئ؛ خوپه دې پوه شئ، چې ستاسې برى دهغه د خبرې پرېکول او د خبرې په هېرولو کې نه دى، ځکه په دې حال کې خو هغه هم دجبران هڅه کوي . په داسې وختونو کې چې بل لورى ډېر څه د ويلو لپاره لري؛ نو هېڅکله به حاضر نه شي، له ټولو تېرشي اويواځې ستا خبرې واوري، نو ځکه د کار چاره صبر او حوصله ده،تاسو بايد په صبر سره د هغه خبرې واورئ او ورته وښايئ چې له خبرو سره يې مينه کوئ، که په داسې وختونو کې هغه تشويق کړئ خپل فکرونه او خيالونه درسره شريک کړي؛ نو بحث مو دډاډ وړ وي.
څوکاله مخکې د امريکا د موټر توليدولو يوې لويې کمپنۍ اعلان وکړ چې د خپلو موټرو د داخلي سيټونو لپاره موادو ته ضرورت لري؛ درې کارخانې دې ته حاضرې شوې؛ تحويل شوې بيلګې په دقت وکتل شوې او په يوه ټاکلې ورځ يې د درې واړو کارخانو نماينده ګان د مذاکرې لپاره راوغوښتل ددې جلسې يو ګډون کوونکى ښاغلى ج، ب،ر،و، زموږ په ټولګى کې خپله کيسه داسې وکړه. (د غونډې دګډون نېټه يې داسې وخت کې راکړه چې زما مرۍ سخت درد کاوه؛ بايد ارام مې کړى واى خو له دومره غټې معاملې نه تېرېدل هم ګران وو. په پوره نهيلۍ مې ځان ورورساوه. د غونډې تر پيل وروسته هر نماينده د خپل مال ستاينې وکړې خو زه چې د خبرو نه وم، اواز مې نښتى و؛ په ورو ډول مې وويل: (خبر ې نه شم کولاى، ناروغ يم! ) پاڼه لاس په لاس وګرځېده. په پاى کې د شرکت مشر ته ورسېده. ده په داسې حال کې چې زمانه يې وغوښتل آرام کېنم او استراحت وکړم وويل: [ددوى پر ځاى به زه خبرې وکړم!]؛ داپه زړه پورې ده چې درته ووايم ده تر ما ډېر ښه زموږ د بېلګو د ځانګړنوپه باب معلومات ورکړل؛ يوه عجيبه مذاکره پيل شوه. رئـيس چې زما پر ځاى خبرې کولې، او د سر په خوزولو مې دده خبرې تائـيدولې؛ ددې غونډې په پاى کې زموږ کار خانې ته يو بېسارى قرارداد تسليم کړ؛ چې پکې د موټرو د داخلي پوښونو لپاره نېم ميلون متره تکه چې يو ميليون او شپږ سوه زره ډالره ارزښت یې و؛ رانه اخستله. دا ټکى بايد هم ياد کړم چې که وس مې واى چې خبرې وکړم او پخپله مې د خپل مال دفاع کړى واى، په دې کارنه بريالى کېدم؛ ځکه د رقيبانو زور مې راته څرګندو او پوهېدم د امکاناتو له نظره تر موږ پياوړي وو. په دې معامله کې پوه شوم چې کله کله څومره ګټوره وي، چې نور زموږخبرې وکړ ي .
 
په دې ورستيوکې د نيويارک هرالډ ټريبون ورځپاڼې په اقتصادي مخ کې يوه لويه خبرتيا چاپ شوې وه چې پکې د يوبااستعداده او فوق العاده سړى د همکارۍ غوښتنه شوې وه . ښاغلى کوبليس خبرتياته ځواب ورکړ او پوښتنليک يې ډک کړ او پوستې ته يې واچوه. څوورځې وروسته يې مرکې ته وباله. ښاغلي موسسې تر ورتګ د مخه څو ساعته پردې ولګول چې وال سټريټ ته لاړشي او د دغې موسسې د مشر په باب معلومات حاصل کړي. د مرکې په منځ کې يې وويل وبه وياړم چې د يوې پخوانۍ موسسې سره همکارى وکړم؛ د معلوماتو له مخې ستاسو موسسې ٢٨ کاله مخکې کار پيل کړی  او لومړى مويو دفتر او يو چټک ليکونکى درلودل، همداسې نه ده ؟ د موسسې مشر چې د هر بريالي سړي په شان يې خوښېده دده بريالي کارونه وستايل شي، بيا يې دا خبرې پيل کړې چې څنګه يې په ٤٥٠ ډالرو او يو نوښتيز فکر کارپيل کړ. څرنګه له نهيليوسره جنګېده او د هغه چاپه وړاندې چې دى يې مسخره کړ، ودرېده او د ورځې يې ١٦ ساعته کار وکړ. بيا يې دې ته اشاره وکړه چې په پاى کې هم بريالى شو او اوس د وال سټريټ تر ټولو لوى سوداګر ده ته راځي. هغه په دغسې سابقه وياړ کاوه او د خپل بري له يادولو يې خوند اخست؛ د خبرو په منځکې يې له کوبليس نه دده د کار او تجربې په باب پوښتنې وکړې اخر يې خپل يو مرستيال وغوښت او ورته ويې ويل : فکر کوم هغه سړى همدا ښاغلى دى چې ورپسې ګوځو.
 
کوبليس دخپل زيار نتيجه وليده. ده بل لورى وهڅوه وغږېږي او پر هغه يې ښه اغېز پرې ايست. حقيقت دادى چې زموږ دوستان هم غواړي . د خپلو برياوو لافې وکړي، نه دا چې زموږ د برياوو کيسې واوري. فرانسوي فيلسوف لاشفوکو وايي: (که د دښمن پيداکولو په لټه کې ياست، پر خپلو دوستانو د لوړوالي په فکر کې شئ، خو که د دوست پيدا کول غواړئ، پرېږدئ دوستان مو پر تاسې لوړتيا ولري!)
 
داخبره ولې رښتياده! ځکه چې کله مو دوستانو پر موږ لوړوالى پيدا کړ د مهم والي له احساس نه برخمن کېږي او دلته د کينې او حسد خبره منځ ته نه راځي .
 
جرمنيان يو متل لري؛ مانايې داده:(ډېر خوندور خوند دادى چې د حسدکوونکو له بدمرغۍ راته په برخه کېږي) کېداى شي ځينې دوستان مو تر برېاوو د ستونزونه ډېر خوند واخلي، راځئ خپلې برياوې وړې وګڼو، او يادې ېې نکړو،په بله وينا: (د خپلو برياوو په باب له حده ډېرې لافې مکوئ او څومره چې کولاى شئ، ساده يې وښايئ)
 
ايروين کوب چې ليکوال او وکيل و، يوځل يې د يو قاضي په وړاندې له همدغې طريقې ګټه واخسته؛ يوقاضي ترې وپوښتل، زه  خبريم چې تاسو د امريکا د ډېرو پيژندل شوو ليکوالو څخه ياست؟ ده ورته وويل:  کېداى شي، زه ترهغه ډېر نېکمرغه  يم، چې ارزښت يې ولرم .
 
څومره چې کېداى شي بايد متواضع واوسو، که رښتيا يې و ګورو، په موږ کې هېڅوک دومره مهم نه دي، چې فوق العاده ارزښت ولري، ټول د ژوند په نوم ديوې دورې د تېرلو وروسته خاورو ته ځو او د کلونو په تېرېدو به هېر شوو، ژوند تر دې لنډ دى چې نورو ته د خپلو برياوو په ځلولو نور خپه او ناآرام کړو.
 
د ځان د ستاينې پرځاى پرېږدئ نور له ځانه وغږيږي، ځکه ځان ستاينه وياړمنه خبره نه ده، اجازه راکړئ يوه خبره ياده کړم چې د پوهېدو سره سره يې دومره په فکر کې نه ياست؟ رښتيا پوهېږئ ولې بې عقله او کودن نه ياست؟ آيا پوهېږئ څه شى د کودنۍ اوب ې عقلتوب مخه نيسي؟ يواځې يو کوچنى شى! دټايرايد په غده کې لږه اندازه (ايودين) د بې عقلۍ او کودنۍ مخه نيسي، که يو جراح مو دغه غده د جراحي عمل په واسطه وباسي، کودني منځ ته راځي.
 
آيا دومره ارزښت لري؟ نوکه غواړۍ نور د هغې لارې منلو ته هدايت کړئ چې خوښه مو ده، او غواړئ دوى ستاسې د غوښتې سره سم کړنه وکړي؛ نو:
اجازه ورکړئ هغوى ډېرې خبرې وکړي


 
 
 
شپاړسم څپرکى
دنورو دمرستو جلبول
 
آېا هغه نظرونه چې پخپله تجربه مولاس ته راوړي او خپله موکشف کړي دي ډېر خوښوئ؛ که هغه نظرونه چې د نورو وي او په يو ه نقره اى پتنوس کې درته وړاندې شي؟ که ځواب مومثبت وي، نو نامناسبه نه ده چې خپل نظرونه په زوره د خلکو په غاړه کې ځوړند کړئ او دې ته يې اړ کړئ چې ستاسو نظرونه ومني. آېا دا هوښياري نه ده چې خپل نظرونه د پيشنهاد په شکل وړاندې کړو او پرېږدو بل لورى پخپله ترې نتيجه واخلي .
 
ښاغلي سلنټر چې زما د کورس ګډون کوونکى دى خپله کيسه داسې وکړه : (زمايو وخت فعال او له شوقه ډک موټر پلورونکي پکار وو؛ غوښتل مې په دغو پلورونکيوکې يو شوق پيداکړم....) (په فکر کې مې وګرځېده؛ ښه لار داده چې د دغو پلورونکو سره يوه مستقيمه غونډه وکړم چې شور او شوق ته اړتيا لري. کله چې مې غونډه راوبلله، ګډون کوونکو ته مې وويل چې د شرم د احساس پرته هر څه چې يې په زړونو کې وي، ووايي او هره غوښتنه چې لري، ويې کړي . کله چې دوى خبرې کولې مايې نظرونه پر تخته ليکل . د دوى خبرې چې پاى ته ورسېدې، ما څوخبرې لېکلې وې؛ د هغوې تر کتلو وروسته مې دوى ته وويل : زه به تاسو ته ټول هغه څه درکړم چې تاسو يې غواړئ، او په دې بايد پوه شم چې تاسو وواېئ زه څه حق لرم چې ستاسو نه يې وغواړم؟ ځوابونه په ډېره چټکۍ راکړل شول چې مهم يې داوو: (وفاداري، دوستي، نوښت، ډله ايزه همکاري، په اته ساعتو کې ګټور کار کول .....) دا په زړه پورې ده؛ چې ځينو لا وويل حاضر دي د٨  ساعتو پر ځاى ١٤ ساعته صادقانه کاروکړي . ددې ورځې غونډه په هغه شوق او ګرمى پاى ته ورسېده چې ماغوښته، لږه موده وروسته نه يواځې اړيکې صميمانه شوې، بلکې پلورنه هم ډېره زياته شوې ده . زما کارکونکو زماسره يو ډول اخلاقي معامله وکړه او تر څو چې زه د اصولو او د هغوى د غوښتنې سره سم کړنه وکړم دوى به هم خپلو اخلاقي ژمنو ته پابندپاتې شي . ددې هيڅ دليل نه وينم چې ترڅو زه په خپله خبره ودرېږم دوى دې له خپلې خبرې وګرځي! دوى چې څه غوښتل دا ووچې زه يې غوښتنو، هيلو او لېوالتیاته ارزښت ورکړم او خبرې ورسره وکړم .
 
د هيچا نه خوښېږي دا احساس کړي چې څه شى پرې (په چل کې) خرڅ شوي او يا د يوکار امر ورته شوى دى . موږ ټول غواړو په خپل اختيار پېرودنه وکړو او د خپلو فکرونو او غوښتنو، هيلو، او افکارو په باب راسره مشورې وشي .
 
روزولت چې کله د نيويارک حاکم وځنې فوق العاده کارونه يې وکړل؛ هغه د هيواد د سياسي مشرانو سره د دوستۍ له لارې چلند پيل کړ او ددې دوستۍ په ډاډ يې داسې کارونه او سمونې پيل کړې چې دده يو حامي هم ورسره جوړ نه و؛ خوليدل به يې چې روزولت هغه څه کوي چې دوى ورته هم ويلي دي، هغې طريقې ته ځير شئ چې تئـودور روزولت کاروله: کله چې به يوه مهمه دولتي چوکۍ تشېده، روزولت به له دوستانو غوښتل يوڅوک وروپېژني؛ طبعآ هغوى به هڅه کوله چې د خپلوانو يا ګونډي ملګروله ډلې څوک وروپيژنئ، خو روزولت به دوستانو ته ويل فکر کوئ چې د خلکو عکس العمل به د داسې سړي په وړاندې څه وي؛ چې ښه ګوندي سابقه نلري؟ آيا پخپله ستاسو لپاره د معرفي کونکي په حيث ښه ده چې دا سې څوک راوپيژنئ؟ د روزولت دوستان به تردې توضيح وروسته په دې هڅه کې شول چې تر ټولو وړ کسان پيداکړي او ورمعرفي يې کړي . دې کار تر هغه دوام کاوه چې روزولت به ډاډه شو، د چوکۍ لپاره يې مناسب او وړ سړى پيداکړ، نتيجه به يې هم ډېره ښه وه، دا چې د ښاغلي روز ولت دوستان به په دې پوهيدلي و، يو مهم او مناسب سړى يې ديوې چوکى لپاره ورپيژندلى دى نو په مرستو او توجه يې غوښتل کارونه دومره ښه پرمخ لاړ شي چې د دوى انتخاب شوى سړى بدنام نه شي او د دوى ټاکنه ناسمه راونه ، وزي . داهماغه څه وچې ښاغلي روزولت غوښتل .
 
ښاغلي روزولت د دغه شخص د ټاکنې حق خپلو دوستانو ته ورکاوه او هغوى يې خوښول، هغوى بايد هم داسې تر تيب جوړ کړى واى؛ چې ښاغلى روزولت يې خوښ کړى واى . کله چې ښاغلى روزولت د هغوى نظر ته په درناوي، هغوى مهم ګڼل، هغوى هم مجبور وو؛ د نه موافقت سره هم د ده د کارونو او سمونو ملاتړ وکړي او د کورنيو خدمتونو اومالياتي معافېتونو په شان کارونو کې دده ملګرى شي .
 
داموپه ياد وي چې روزولت د خپلوکارجوړونکو ملګرو مشورې ته ډېر درناوى کاوه . کله چې يې مهم انتخاب کاوه . د چارو مسولينوته يې اجازه ورکوله چې خپل نومول شوي کسان وروپيژني او کوم کار چې يې کاوه خپل فکر به يې و.
 
د وړانګو د توليد يوې کمپنۍ د ارواپوهنې پر اصولو د پوهېدو له مخې په يوه لوى روغتون کې د راډيوګرافۍ ماشينونه په دې طريقه وپلورل؛ په دې روغتون کې له ډېره وخته  د روغتون د درمليزو چارو پراختيا طرح جوړه شوې وه او نوې ودانۍ د جوړېدو په حال کې وې، په پام کې وه چې په نوو ودانيو کې د وړانګو تر ټولو ښې بېلګې ولګوي، داکتر ( ل) د راديوګرافي د برخې مشر د دغو سامانونو د اخستلو دنده واخسته، هغه له ډېرې مودې راهيسې د وړانګو جوړونکو کمپنيو د پلورونکو له خوا محاصره شوې و؛ د بهترينې دستګاه په ټاکنه کې دوه زړه وه، چې يوه ورځ د دغو دستګاو د يوه ځيرک پلورونکي سره چې؛ د بشر د خټې دځانګړنو معلومات یې لرل، داکتر ل ته ليکلي و:  زموږ کارخانې په دې وروستيو کې د راديوګرافۍ ځينې دستګاوې جوړې کړې دي چې لومړنۍ بېلګې يې موږ ته راورسېدې؛ د ا له هره پلوه بې عيبه دي، خو چې غواړو په تر ټولو ښه اوبشپړ ډول يې د روغتيايې خدمتونو په خدمت کې کېږدو، ستاسو نه به ډېر خوښ شوو؛ که ليدلو ته يې تشريف راوړئ‌، تر کتنې وروسته به مو خپل جوړونکي نظرونه موږ ته ووايئ؛ چې د سمون سبب شي، البته په دې خو پوهېږو چې تاسو په خپلو کارونو کې ډېر بوخت ياست، نو ځکه په ډېره خوښۍ حاضر يم هر ساعت چې تاسې راتلئ خپل موټر درپسې درولېږم.
 
ډاکتر چې زما په ټولګي کې دا کېسه کوله، وويل چې دې بلنې راباندې ډېره اغېزه وکړه، زما نظر ته چې کوم اهيمت ورکړ شوى و، زه يې خوښ کړم، نو هيچا زما نظر او معلوماتو ته اهميت نه و ورکړى. په پاى کې ټول کارونه وشول، ورغلم، دستګاوې مې وکتلې، خوښې مې شوې، وامې خستې او په روغتون کې ولګېدې .
 
د وېلسون د جمهوري رياست پر مهال اډوارډ هاسوس پر جمهور رئیس ډېر اغېزمن و، ولې؟. دده خپلې خبرې واورئ: د جمهور رئيس ويلسن سره تر اشنايې وروسته پوهېدم؛ چې دده د دوستۍ ښه لار داده چې بې له دې چې پام يې شي؛ خپل افکار دده مغز ته وردننه کړو؛او داسې ترتيب ورکړم چې خوښ يې شي او د خپلو افکارو فکر پرې وکړي، لومړى ځل دا کار تصادفي پېښ شو، پېښه داسې وه چې زه يې د ليدنې لپاره سپينې ماڼۍ ته ورغلم چې يو فکر ورکړم؛ خو هغه فکر د مخالفت سره مخ شو او بيا زما هم هېر شو، خو څو ورځې وروسته مې وليدل چې جمهورئيس زما هماغه فکر د خپل فکر په حيث وړاندې کوي .
 
که موږ او تاسو وای؛ ډېر زر به مو ويلي واى (دا خبره خو درته ما هغه تېره ورځ وکړه، دا خو زما نظر دى ولې مو هغه ورځ رد کړه)  خو هاوس تر دې ډېر هوښيار و، هغه جمهور رئيس د دغسې عالي فکر په لرلو وستايه اوپه همدې طريقو يې د هغه دومره باور تر لاسه کړ چې د کابينې يو وزير هم نه ولاس ته راوړى.
 
اجازه راکړئ موږ هم داسې انځور کړو؛ هغه خلک چې سر له سبا زموږ سره مخ کېږي، د جمهور رئیس ويلسن په مخ کې ځانونه د ښاغلي هاوس په دريځ کې راولو، او په سلوک کې ورسره د ښاغلي هاوس له کړنې کار واخلو اونتيجو ته يې وګورو .
 
نو د دغو ټولو سره اوس که غواړئ ستاسې د فکر سره سم فکر وکړي، لاندې اصل ته پاملرنه وکړئ .
 
اجازه ورکړئ، خلک داسې وګڼي چې نوښتیزه مفکوره د هغوى خپله ده. ٢٥ پيړۍ د چين لوى حکيم لائوتسه يوه لويه مفکوره بيان کړې ده چې بې له شکه نن هم ددې کتاب لوستونکيو او نورو ته ګټوره ده.
 
ددې دليل چې سيندونه؛ دريابونه او سمندرونه د غرونو له سرونو د روانو شنو ويالو او لښتيو تکريم او درناوی جلبوي اوځان ته يې راکاږي، دادى چې په ټيټه سطحه کې پراته دي. په همدې خاطر دي چې په پاى کې دريابونه اوسيندونه دي؛ چې کولاى شي پرغرنيو ويالو حکومت وکړي. هوښيار سړى هم که غواړي پر نورو لوړتيا ولرئ، بايد ځان هغوى ته کوچنى او ټيټ وښايئ.
 
هغه چې غواړي تر نورو مخکې او د نورو لارښوونکى شي، بايد ځان له نورو وروسته وګڼي، ځکه د نورو نه ستاسې د دريځ په لوړوالي څوک ستاسې د شخصيت لوړوالى نه احساسوي، او په نتيجه کې د چا د درجې او دريځ لوړوالى د چا احساسات نه ټپي کوي .
 
اجازه ورکړئ بل لورى داسې وګڼي، چې جوړونکي نظريه د هغه خپله ده.


 
 
 
اوولسم څپرکى
داسې لارښوونه چې دهغې په کارولو په حيرانوونکې ښې  نتيجې واخلئ!
 
د نورو سره په برخورد کې دې ټکې ته ځير شئ، چې کېداى شي ټول شيان د غوښتنې سره سم او منطقي نه وي، کېداى شي، بل لورى په اشتباه کې وي، په کږه لار روان وي، خو هغه په خپله دا نه ګڼي چې په کږه لار روان دى، سم د واره يې مه محکوموئ، د ناپوه سړي محکومول دومره آسان کار دى، چې تخصص اوپوهې ته اړتيا نه لري؛ يو ناپوه سړى هم د ورانکاري سره محکومونکې کړنه کولى شي، خو تاسو داسې کوښښ وکړئ چې هغه څوک چې اشتباه کوي، درک کړئ، د برخورد دا طريقه يواځې پوه او هوښيار خلک کوي .
 
په رښتينې ډول هڅه وکړئ ځان د هغه په دريځ کې راولئ. په دې شرايطو کې که خپل ځان ته ووايئ، (که زه ددې پرځاى واى، څه احساس به مې درلوداى اوڅه عکس العمل به مې کولاى؟) خپل وخت مو بيځايه نه دى لګولى، يواځې دومره ده چې لږ بې ځايه غصه شوى ياست.
 
دا يو تجربي اصل دى، چې که علتونه ولټوو؛ بيا ډېر زر نه قارېږو؛ بله دا چې د دلايلو د پيدا کولو هڅه په انساني اړيکو کې ستاسې مهارت زياتوي.
کانټ وډ په خپل کتاب ( How to turn peopl into glad) کې ليکي: لږ فکر وکړئ او هغه مينه او توجه چې خپلو کارونو ته کوئ، د هغې مينې او توجه سره پرتله کړئ چې د نورو لپاره يې کوئ آيا خپلو کارونو ته ډېره پاملرنه کوئ که دنوروته ؟
 
که ښه پام وکړئ، په دې پوهېږئ چې دا نړۍ نږدې ټوله همدا ډول فکر کوي، چې په دې خبره پوه شوئ، تاسو هم د لويو اشخاصو په شان کېږئ، چې د بري لپاره بايد د نورو له ستونزو سره مينه وښايئ، او نړۍ د هغوى له سترګو وګورئ په څرګنده توګه به پوه شئ چې د وګړو سره په سلوک کې د هغوى سره دهمدردۍ څرګندولو له لارې د هغوى د نظريو په جلبولو کې څومره اړیکي  لري.
 
کلونه کېږي چې زه د خپل کور خواته يو پارک ته د تفريح لپاره ځم؛ د ګل دځمکې د پخوانيو ماهيانو په شان د څېړۍ ونه راته د پالنې تر کچې ګرانه ده، خو کله چې ګورم بېځايه اورلګېدنې، واړه بوټي سېزې چې دلاوبالي هلکانو د سګرټو نه منځته راځي، ډیر ځوریږم؛ د پارک په يوه څڼده کې يوه لوحه ليکل شوې ده، چې هرڅوک د اور اچونې سبب شي؛ په جېل اوجريمه به محکوم شي، خو دا لوحه داسې ځاى کې وه، چې ډېر لږ پام وراوړي، دغلته به کله يو پوليس هم راښکاره شو خو په خپل کار کې ډېر جدي نه و، ښه مې په ياد دي چې يوځل مې ځان پوليس ته ورساوه او ترې ومې غوښتل چې د لګېدلي اور د وژنې لپاره دې د اوروژنې اداره خبره کړي، خو هيڅ تاثير يې ونکړ او ويې ويل؛ دغه سيمه زما د ساتنې په پولو کې نه ده . تردې وروسه مې د ځينو ځايونو ساتنه پخپله کوله، په قهر به د هلکانو خواته ورتلم، او تهديدول به مې چې که اور مو بل کړو زندان به مو ځای وي او د داسې مامور په شان به مې پرې امر کاوه چې پوره واک اواختیار لري، ډېر داسې هم کېدل چې هلکانو به په قهرجنه څېره او خفګان اور مړ کړ، خو چې زه به ترې لاړم بيا به يې بل کړ، زه اوس پوهېږم چې په دغسې حالاتو کې دوى غوښتل ټول پارک وسېزي؛ د کلونو په تېرېدو او انساني اړيکو کې د معلوماتو په پېداکولو پوه شوم چې موضوع د هلکانو له نظره وګورم، نوکه به هلکانو دغسې اور واچوه، زه به خواته ورغلم او داسې به مې خېرې ورسره پيل کړې :
 
سلام ، ځوانو ښاغليو! هیله ده وخت درباندې ښه تېرېږي؟ د خداى ج شکر دى؛ د بنډار لپاره څه پخول غواړئ؟ نو ش جان مو! زه چې هم ستاسو په عمر وم اور به مې بلوه، خو پوهېږئ چې په پارک کې د اور بلول ډېرخطر ناک کار دى، زه په دې ډاډه يم چې تاسو ځوان هلکان د چا د ازار او د عمومي مالونو د ورانېدو اراده نلرئ، خوځينې ماشومان شته چې دغه کارکوي،  دوى چې تاسو وويني اور مو بل کړی، په خپله يې هم بلوي او بيا بې له دې چې اور مړکړي، خپلو کورونو ته ځي؛ دا ښه ده چې تاسو ته يې روښانه کړم، بيا څه پېښېږي؟ اور پراخيږي او ډېرې ښکلې ونې د اور د لمبو خوراک کېږي، که د خېلې تفريح لپاره پارک ونلرو څه به کوو؟ هو، زه تاسې ته ددې خبرو امر نه کوم او تهديدول مې غرض نه دى چې خداى نا خواسته کار به مو د بندي کېدو سبب شي، د دې پرخلاف غواړم ساعت مو ښه تېر شي او غواړم تاسو ته تکليف پيدا نه شي؛ نو فکر نه کوئ دا ښه ده چې ددې نغري خواو شا پاڼې راټولې کړو چې نورو ځایونو ته اور ونه لېږدوي، د تللو پر مهال هم په نغري کې خاورې واړوئ؛ بل ځل چې پارک ته راتلئ په يوه دغسې خلاص ځاى کې به اور بل کړئ، چې هيڅ خطر به نه وي؛ هلکانو ستاسو نه ډېره مننه، خوښ اوسئ.
 
زما دې کړنې ماشومان هڅول د پارک ساتنې فکر وکړي ؛زه هم خوښېدم چې ماشومانو سره مې خبره په ښه طريقه حلوله. سبا مخکې له دې چې هلکانو ته امر وکړئ چې فلاني کار وکړه، يا څوک اړکړئ چې فلاني خيريه مرکز ته بسپنه ورکړي، لږه شېبه  صبر وکړئ او له ځانه وپوښتئ (دوى ولې زما دغوښتنې له مخې اقدام وکړي؟ که زه ددوى پرځاى واى او چا په زور د بسپنې ورکولو ته اړ ايستلاى؛ آيا امر مې يې مانه ؟) البته دې هدف ته درسېدو لپاره وخت پکار دى، خو په مقابل کې به دوستان ومومئ او ښې نتيجې به لاس ته راوړئ او د نورو سره به د ټکر امکانات کم کړئ .
 
پوهاند دونهام دهارډوارډ د پوهنتون د سوداګرئ څانګې استاد وايي: (دې ته ترجيح ورکوم چې د يو چا د دفتر مخې ته دوه ساعته ودرېږم او چرت او فکر وکړم؛ خو نه دا چې بې له دې دفتر ته ورشم چې په دې پوه نه يم چې څه بايد ووايم اوڅنګه يې بايد ووايم، اوڅنګه جواب به واورم.)
 
که ددې کتاب د پاڼو ترلوستلو وروسته همدا نتيجه درته پيدا شوي وي چې وکړاى شئ ځان د نورو په دريځ کې راولئ او د نورو د سترګو له کړکيو نه ورته وګورئ ډآډه اوسئ چې داسې وړ نتيجه مو ترلاسه کړې ده ، چې پرمختيا او هدف او هيلو ته مو د رسېدو لپاره يو تر ټولو ښه سبب دى. دا څه چې تېر شول که اوس غواړئ د نورو د قهر د نه راپارونې او د احساساتو د نه ټپي کولو په صورت کې هغوى اصلاح کړئ اوپه داسې طريقه لار وروښايئ چې غواړ ئ يې؛ نو لاندې لار ښوونه وکاروئ:
 
صميمانه هڅه وکړئ، ځان د نورو په ځاى کې راولئ او د هغوى له ليد لوري نه مسايلو ته وګورئ.


 
 
 
اتلسم څپرکى
نورڅه غواړي
هغه چې ټول يې غوښتونکي دي، څه شى دي؟
 
آيا زړه موغواړي داسې اعجازي ټکي درته زده واى چې د هغه په وسيله مو کولاى شوای چې د ناخوښه خبرو له بحث نه پرې مخنيوى وکړئ او ناخوښه احساسات له منځه يوسئ؛ د بل لوري ښه نيت راوپاروئ اودې ته يې اړ کړئ؛ په دقت مو خبرې ته غوږ ونيسي او په پاى کې درسره په يو نظر شي؟
 
ښکاره خو عاقلانه هيله ده، که دغسې هيله لرئ، زه زيرى درکوم چې دغه هيله مو پوره کېدونکې ده، ډېر ښه ځېر شئ: هغه ټکي چې تاسو يې د زده کړې هيله لرئ او زه غواړم د يو فرمول  په شان يې درته زده کړم، دا ده او تاسو بايد د نورو د قهر جنو احساساتو په ځواب کې خپل ځواب داسې پيل کړئ : زه تاسو د دې احساس په خاطر چې لرئ يې ؛يوه ذره نه ملامتوم اوپړ مو نه ګڼم؛ که زه ستاسې پرځاى واى؛ بې له شکه ما به هم دغسې احساس درلوداى، ستاسو دا ځواب به ډېر پارېدلى او قهرجن خلک هم غلي اوارام کړي، خويوه خبره! کله چې دا خبره کوئ بايد په سلو کې سل يې د صميميت له مخې ادا کړئ! د صميميت غوښتنه ستاسې نه بې اړيکې غوښتنه نه ده ځکه که رښتياهم د بل لوري پرځاى واى، هماغه شان احساسات به مو درلودل، نو دا اعتراف بې له صميميت نه تش او دروغ دى .
 
اجازه راکړئ د يو مثال په راوړلو موضوع روښانه کړو: ال کاپن په پام کې ونيسئ، فکر وکړئ د هماغه خوى او اخلاقو او هغه تربيتي چاپيريال لرونکي ياست، چې هغه و، فرض کړئ د ال کاپن ارثي خواص مو په ارث رسيدلي او د هغه د ژوند په چاپيريال کې لوى شوي ياست او د هغه په شان تجربو اوتربيتي ذخيرو لرونکې ياست چې هغه و! په دې صورت کې بايد شک ونکړئ  چې داسې سړى درنه جوړېده لکه ښاغلى ال کاپن! ځکه هغه خو د دغو عواملو مجموعې دغسې کړى و.
 
تاسو چې دغسې باادبه اوبا تربيته ياست، په ځان مه نازېږئ او مه هېروئ چې روزنيز شرايط مو دغسې وو، کله چې يو سړى د بې ځايه قهر او بې دليله تعصباتو سره ستاسو خواته راځي، په ياد مو وي چې دی دترټنې وړ نه وي، تاسو بايد د هغه د محبت شکر ادا کړئ چې په خپله يې لرئ او پر ده مو بايد زړه وسوزي اوهمدردي ورسره وښايې، په داسې حال کې تاسې هم د جان ګود په شان خبرداري ورکړئ؛ چې په کوڅه کې يې د يوه لړزېدونکي مست سړي په ليدو ځان ته ورکړي و.
(دا هماغه حال دى چې که د خداى ج رحمت راباندې نه واى، زما به هم واى)
 
درې پرڅلور خلک ستاسو مهربانۍ او همدردي ته اړتیا لري، که دغه مهرباني ترې ونه سپموئ، بې حده زيات به ورته ګران شئ.
 
يوځل ما د مېرمن الکوت په باب چې د (کوچنۍ ښځې) کتاب يې ليکلى دى؛ له راډيو نه په خپله وينا کې د هغې د زېږېدو ځاى ناسم ووايه، بده داوه چې دوه ځل مې دغه ناسمي تکرار کړه ، نوځکه په سبا يې بې شمېره نېش لرونکي ليکونه او تېلفونونه راروان شول؛ چې، د زهري مچپيو په شان يې نه پرېښودم،
 
ځېنې ډېر قهر جن شوي وو او ځينو ډېر بد بد توهين کړى وم، يوې مېرمن راته ليکلي و: تاسو چې دغه مېرمن د نوې کېنیا له سړيخورو نه ښودلې واى، دومره نه په قارېدم لکه اوس؛ کله چې مې د هغې ليک ولوست  ځان سره مې وويل: د خداى ج شکر دى چې دې ښځې سره مې واده نه دى کړى! يوځل مې زړه وکړ ليک ورته وليکم او ورته ووايم چې ما د يو چا د زېږېدو په ځاى کې سهوه کړې وه، خو تا تر دې لويه غلطي کړې ده؛ چې د معاشرت اداب دې تر پښو لاندې کړي دي، خودا کار مې ونکړ، ځکه دا کار هرڅوک کولى شي، يوه ورځ مې ورته تلېفون وکړ اوپه ډېره نرمه لهجه مې ورسره دا خبرې وکړې؛
 
مېرمن...! څو اوونۍ مخکې تاسو ماته يو ليک راولېږه، غواړم د هغه په باب درنه مننه وکړم .هغې وویل؛ کېداى شي وفرمايئ د چاسره د خبرو وياړ لرم ؟ ما وویل؛ کېداى شي ما ونه پېژنئ، زه تاسو ته يو پردى يم، کېداى شي، ستاسو زما څو اونۍ مخکې وينا ته چې د مېرمن الکوت  په باب مې له راډيو نه کړې وه، خيال وي، زه د دغې نه بښل کېدونکې اشتباه مرتکب شوم؛ چې ومې ويل هغه په کنکور نيو همشپاير کې ژوند کاوه، ډېره لويه سهوه وه، زه ددې اشتباه په خاطر معذرت  غواړم، او ډېره مننه کوم چې تاسو خپل وخت ولګاوه او زه  مو خپلې اشتباه  ته ځير کړم . هغې سم د لاسه وویل: ډېره د افسوس خبره ده ښاغلى کارنګي، زه په هغه ورځ ډېره قهريدلې وم، د هغه ليک له امله ما وبښئ! نه مېرمنې! تاسو بايد عذر ونه غواړئ! دا زه يم چې اشتباه مې کړې ده او بايد معذرت وغواړم. د ښونځي يو هلک په دې پوهېږي، البته د يکشنبې په ورځ مې د راډيو له لارې معذرت وغوښت او اوس هم غواړم ستاسو نه شخصاً معذرت وغواړم .
 
زه د ماساچوست په کنکورډ کې زېږېدلى يم، کورنۍ مې دوه پېړۍ ددې ځاى ممتازه کورنۍ وه او په همدې وجه پرې وياړم، ما چې تاسو ته کوم ليک ليکلى په هغه وخت کې په قار شوى وم خواوس پرې رښتيا خجالته او شرمنده يم . مېرمنې! زه ډاډ درکوم چې زما د ټولې ناراحتۍ په لسمه برخه هم نه يې زورېدلې، دې اشتباه ماساچوست ته زيان ونه رساوه، ما ته يې زيان راورساه، ستاسې په شان د زده کړو او دقت لرونکي خلک ډېر کم دي، چې وخت پيداکړي د راديو خپرونې واوري، او ليکنې ورته وکړي، تر دې وروسته هم ډاډه يم چې هر کله زما پر خبرو کې اشتباه بيا مومئ؛ حتماً يې راته وليکئ. حقيقت دادى چې د انتقاد په منلو کې مې وکولای شول؛ ستاسو سره زياته اشنا شم . زه او س په دې عمل خوښ يم، ما ورسره همدردي وکړه، د هغې همدردي مې هم جلب کړه.
 
څوک چې د جمهوري رياست ماڼۍ ته ځي د خلکو سره د سلوک په باب د ډېرو  ستونزو سره مخ کېږي، جمهور رئيس ټافټ هم يو له دوى و، هغه په تجربه سره زده کړې وه، چې د نورو سره همدردي او غم خواري فوق العاده اغېزه لري؛ هغه په خپل کتاب (Ethics in sevice) کې ليکلي دي، څنګه بريالي شو چې د يوې قهرجنې او نيهلې مور غصه اوعصبانيت تسکين کړي .
 
(يوه ښځه چې مېړه يې مهم سياسي شخصيت و، شپږ اونۍ په ما پسې راتله چې زوې يې ددې دخوښې په ځای کې وټاکم؛ له سناتورانو نه يې سپارښتليکونه هم راوړل، د هغه پست لپاره چې څوک ټاکل کېده بايد ځانګړي شرطونه يې درلوداى، او زه پوهېدم، د دغسې ښځې زوى دغسې کس نه و، ما بل شخص وټاکه، څه موده وروسته دې مېرمن يو ليک راولېږه چې پکې ليکلي يې و، چې ډېر حق نه پيژندونکى يم، ځکه سره له دې چې هغه مې نېکمرغه کولاى شوه؛ دا کار مې ونکړ، همدا راز خبر شوم چې په خپل ايالت کې يې زما پرخلاف ځينې اقدامات پيل کړي دي، او زما نوم يې د کانديدانو له لست نه لېرې کړى دى . ددغې مېرمنې د رفتار په مقابل کې ما داسې وکړل : ( زه چې چاته په قهر شم يو ليک ورته ليکم خو درې ورځې يې د مېز په جبه کې ږدم) دې مېرمنې ته مې هم يو ليک وليکه، خو ور ومې نه لېږه او د مېز په جبه کې مې کېښود، څو ورځې وروسته مې وشکوه، خو د هغه په ځاى مې ډېر پوست او ادبي ليک ورته وليکه او ورته ياده مې کړه چې حق د هغې دى  خو زما ګناه هم نه ده، ځکه د اشخاصو په ټاکنه کې ټول واک نلرم، شخص کې بايد څه شرايط وي، ما بايد د دفتر د رئيس په مشوره داسې څوک ټاکلى واى، چې پوره فني معلومات يې لرلاى، ستاسو زوى دا معلومات نه لرل؛ په پاى کې مې ورته وليکل؛ هيله ده زوى يې په اوسني بست کې د داسې خدمتونو جوګه شي، چې هغه يې غواړي، دې ليک قهر جنه مور آرام کړه اوپه هغه يادښت کې چې ما ته يې راکړ ، ليکل شوي و، د خپل ليک په ليکلو پښېمانه ده.
 
ټاکل شوی سړى هم مقرر نه شو، د اځل د دې مېرمنې مېړه ليک راته ليکلى اوغوښتى يې وچې بايد اوس یې زوی هغه ځاى ونيسي، او مېرمن يې چې له قهره  د سرطان په ناروغۍ اخته شوې ده، وژغورم . په ځواب کې مې ورته وليکل: د ټاکلو واک زه نلرم، خو د مېرمنې له ناروغۍ مو ډیر متاسف يم؛ څو ورځې وروسته لومړنۍ ټاکنه ومنل شوه اوپه دې اړه په سپينه ماڼۍ کې يوه مېلمستيا جوړه شوه، اتفاقاً لومړي کسان همدغه ښځه مېړه وه چې ماته يې مبارکي وويله ( مېړه يې پخوا ويل چې ښځه په سرطان اخته شوې وه)
 
سل هورک بې له شکه د موسيقۍ لوى استاد دى، دې سترو او پېژندل شويو هر مندانو ته د موسيقۍ درس ورکوي او پروګرامونه يې منظموي، دى وايې؛ لومړى درس چې مې د انساني اړيکو په باب له دغو بو الهوسو او حریصو هنر مندانو نه زده کړ؛ دادى چې دوى تر هر چا زيات همدردۍ ازړه خوږۍ ته اړ دي .
 
ډاکتر ارترکنتس نوميالى ارواپوه په خپل کتاب (Educational psychology) کې ليکي: بشر د تسلي موندلو لپاره همدردۍ ته اړ دي، يوهلک چې خوښېږي يې خپل ټپي لاس نورو ته وښايي؛ قصداً خپل لاس ژوبلوي چې ټپ منځ ته راوړي، او د نورو همدردۍ پرې راجلب کړي؛ کېداى شي ځان په ديوال ووهي او د مور و پلار مينه،همدردي اوشفقت جلب کړي، په همدې دليل معمولي اشخاص هم غواړي خپل ټپونه نورو ته وښايي او خپلې غمجنې کيسې نورو ته ووايي، هغوى ددې نه چې د خپل جراحي عملیات جزئيات خلکو ته شرح کړي، خوند اخلي، حتی کېداى شي کله کله دا پېښې خيالي وي .
 
په هر حال بشر دتسلۍ د موندلو لپاره همدردۍ ته اړ دى؛ نو په دې خاطر که غواړئ نو رله ځان سره مله کړئ، لاندې لارښود عملي کړئ.
 
د نورو له فکرونو او عقيدو سره همدردي وښايئ.
 
 
 
نولسم څپرکى
داسې سند چې ټول ورسره مينه لري
 
زه (ډيل کارنګي) د جيسې جمز د کروندې خواته چې د ميسوري نه بهر پرته ده، روزل شوى يم . د جيسي جمز مېرمن راته د خپل مېړه ډېرې کيسې کړي دي، هغې راته ويل چې مېړه يې څنګه بانکونه او قطارونه وهل او هغه پيسې چې له دې لارو يې ترلاسه کولې؛ خواوشا بزګرانو ته ورکولې چې هغوى پرې خپلې ځمکې له ګروۍ خلاصې کړي .
 
دا امکان شته چې جیسي جمز ځان یو ایډيال ګاڼه، هماغه تصور چې هلندي شولټز، دوه تمانچه اي کرولي، او ال کاپن درلود، خو رښتيا دا ده، چې هر انسان چې د دوى سره مخ کېږي، حتى هغه انسان چې په ائينه کې مخامخ ځان ويني، ځانته په درناوى قايل دى او د ځان په باب په ارزونو کې ځان مهم او د خير سړى ګڼي .
 
هـ - پير مورګان په هغه بحث کې چې د دننني (زه) تحليل ته يې بيل کړى دى، ليکي: زيا تره انسانان د هغه کار لپاره چې کوي يې؛ دوه دليله يا پارونکي عوامل لري، لومړنى دليل تل واقعي دليل وي، او دوهم دليل معمولاً ارماني دليل وي؛ چې کوونکي ته ښه او منونکى ښکاري. ټول خلک لومړنى دليل پيژني او اړتيا نشته هغه توضيح شي، خو د دوهم دليل په باره کې چې موږ ټول تر يوه حده اند پال اوارمان غوښتونکي يوو، خوښېږي مو د هغو محرکاتو په باب فکر وکړو چې عالي اولوړ راته ښکاري، نو په همدې دليل که غواړئ په خلکو کې بدلون راشي، دهغوى پتمنو محرکاتو ته نږدې شئ.
 
اجازه راکړئ په رښتينپاله کتنه دې مــسئلې ته وګورو:  لرډ کلف چې په ورځپاڼه کې د خپل انځور په چاپ خوښ نه و، (يو ځل ورځپاڼې دده دناروغتيا عکس چاپ کړى و)، يوځل يې وغوښتل ټولې ورځپاڼې د يو سخت ليک په وسيله دده دعکس له چاپولو نه منع کړي؛ خو يیا يې فکر بدل کړ، له ځان سره يې وويل بايد له يو ې داسې لارې دا مسله حل کړم، چې تر يوه حده عاطفي وي؛ ډېره ښه لار دمورنۍ مينې دمسئلې  مطرحول دي! نو د ورځپاڼو مديرانو ته يې وليکل: (هيله کوم نور زما عکس چاپ نکړئ، ځکه د مور مې نه خوښېږي)
 
راکفلر چې نه يې غوښتل د زامنو عکسونه يې چاپ شي هم له داسې بشرې محرکې نه کار واخست؛ دوستانو! پوهېږئ خبره څه ده؟ حتماً تاسو زيا تره اولادونه لرئ اوپوهېږئ چې ماشومانو ته ډېرشهرت څومره زيان لري؟!
 
سايرس کريس يوغريب هلک و، وروسته يې اخبار راوايست. هغه د لويو ليکوالو د مقالو د جلب لپاره بوديجه نه لرله، خو هغه د ليکوالو په شريفو خويونو پورې نښته اوخپل مقصد يې لاسته راوړ، مثلاً يوځل يې الکوټ چې د (کوچنۍ ښځې) کتاب يې ليکلى و، په دې جذب کړه :  ددې پرځاى چې هغې ته سل ډالره ولېږي، هغې خيريه موسسې سره يې ډېره لږه مرسته  وکړه چې د الکوت ورسره مينه وه.
 
زما پخوانى شاګرد جيمز توماس وايي: د موټرو د ترميم شپږ تنه مشتريان د خپلو پيسو ورکولو ته نه حاضرېدل، سره له دې چې د دوى ټول فرمايشونه عملي شوي وو خو دوى سرزوري کوله، شرکت بېلابېلې هڅې وکړې خو نتيجه يې ورنکړه، د ټولو اقداماتو نتيجه جرو بحث، زړه خوړل، ناکامي او د دواړو خواو نا رضايتي وه. د شرکت مشر په پاى کې په دې لټه کې شو چې د قضايې ادارو مرسته وغواړي؛
 
هغه د دې کار لپاره مجبور شو د عمومي مديرمشورې ته ورشي، لومړى يې د پيردونکيو د سوابقو په باب چې حسابونه؛ نه تصفيه  کوي، معلومات وغوښتل؛ ټول داسې کسان وو چې په خپله يې دا کارنه کاوه، نتيجه يې واخسته چې بايد حتماً څه ستونزه وي، عمومي مدير د کلونو تجربو لرونکى و، پوه شو، چې اشتباه د غوښتنې په ډول کې وه ، نو ښاغلي توماس د تحصيل مامور ا و د شرکت نماينده ته يې امر وکړ چې ددې اعتراض کوونکو پيردونکو نه دقرضونو د اخستلو اقدام وکړي،
 
ښاغلى توماس خپله کيسه داسې وکړه :ما د پيرودونکو سره دا خبرې کولې چې مودې وشوې، د شرکت قرض يې نه دى ورکړى او زه مامور شوى يم،  چې د دوى نه دغه قرض واخلم، شرکت ستاسو په کار کې شک نه لري؛ او هېڅ اشتباه په منځ کې نشته! خو ما دا کار ونه کړ، هر يوه ته چې ورتلم؛ بې له دې چې د قرض خبره ورسره ياده کړم ورته به مې ويل؛ ددې لپاره چې د شرکت کارونه ارزيابي شي، راغلى يم؛ تاسو راته  ووايئ، چې څه بايد وشي او څه نه وشي؟
1.      د پيردونکو خبرو ته مې غوږ ونيوه، تر دغه وخته ما هېڅ نه ويل، په پاى کې مې ورته وويل: شرکت دا دعوه نکوي چې خطا نه منونکې دى، انسان سره خطا شته اوشرکت هم د انسانانو نه جوړ دى .
2.      ورته و مې ويل: ستاسې د موټر سره مې علاقه ده اوپوهېږم چې تاسو تر هرچا زيات د هغه په باب معلومات لرئ .
3.      تر هغه وروسته مې دوى ته اجازه ورکوله وغږېږي او ثابت کړي چې تر هر چا ډېر د خپل موټر په څرنګوالي او څومره والي پوهېږي، هغوى دغې مينې ښودنې او داسې چاته اړتيا درلوده چې همدردي ورسره وکړي، کله چې لازمېده او دوى غوښتل خبرې مې ورسره کولې .
4.      په پاى کې چې به مشتري هوښيارېده؛ د قرض موضوع به مې ورته ويله او خپل ماموريت به مې ورته څرګنداوه، له ده به مې غوښتنل منصفانه قضاوت وکړي، وروسته له هغه چې پوهېدم به د اخستونکي شريفې انګېرنې مې راپارولي دي، ورته ويل مې: پوهېږم موضوع ډېره ورانه مخکې تللې ده، زموږ نماېنده ګان ستاسو مزاحم شوي او تاسو هم قهريدلي ياست، دا بايد نه پېښېداى، زه پر دې خفه يم او معذرت غواړم، که کومې شېبې چې کسانو سره خبرې کوم ستاسو د حوصلې او انصاف تر اغېز لاندې راغلى يم، اوس چې مې ته منصف او حوصله لرونکی موندلى يې، هيله کوم مهربانۍ وکړئ او د شرکت د حساب په باب يو فکر وکړئ، ځکه هيڅوک ستاسو په اندازه نه شي کولاى د هغه په څومره او څرنګه پوه شي، زه پوهېږم چې که ستاسو نه وغواړم دغه حساب تعديل کړئ، همغسې به يې تعديل کړئ لکه د شرکت رئیس چې يې کوي! په هر حال ددې ستونزې حل تاسوته پرېږدم؛ تاسو چې هرڅه وفرمايل هماغسې کوم . آيا پوهېږئ چې دوى حسابونه تعديل کړل؟ هو! د دوى ځينو ډېر کم رقمونه سم کړل، يواځې يوه يې ډېر زيات تعديل د ځان په ګټه وکړ خو نوور پنځه تنو تر هغه لوړ رقم؛ چې موږ غوښت؛ ومانه او ور يې کړ، د پاملرنې ټکى دادى چې پر دې شپږو پېردونکيو مو په راتلونکو دوه کلونو کې نوې موټرې خرڅې کړې .
 
ښاغلي توماس د خپل کار د توضيح  لپاره وويل: تجربې ماته ښودلې ده ، کله چې نه شو کولاى له پېردونکي نه ښه معلومات واخلو، تر ټولو ښه لار يې په صميميت، درستکارئ، رښتياويلو، دبل لوري د منصف کولو لار ده او بس، زه هم دلته د دوى شريفو او اصيلو انګېرنو ته ورنژدې  شوم .
 
زه هم په دې عقيده يم (له ډېرو استثنايي حالاتو پرته) ټول خلک د شريفو انګېرنو په وړاندې ښه غبرګون ښيي، په بله وينا هيڅوک حاضر نه دي چې ثابت کړې پتمن، پاک، سپيڅلي، درستکار، امانت ساتونکی او ژمن سړى نه دی، هغه هم په داسې حال کې چې تاسو ورته دغسې ځانګړنې ورکړئ .
 
نو که غواړئ، خلک ستاسو د غوښتنې سره سم کړنه وکړي، تر ټولو ښه لار داده چې د لاندې اصل پيروي وکړئ .
 
د هغوى تر ټولو پتمنې انګېرنو (انګېزو) پورې ونښلئ.
 
 
 
 
 


 
 
 
شلم څپرکى
تاسو ولې د مثبتو کارونو پيروي نکوئ!؟
 
هغه کا رچې په سينما  او راديو کې مثبته نتيجه ورکړي او کولاى شئ تر تطبيق وروسته يې په بري سره وکاروئ .نيمه پيړۍ مخکې (فيلادلفيا ايونينګ) خپرونه د يوې ډلې تر بريد لاندې راغله، البته بريد د منفي تبليغاتو په شکل و، تبليغ کوونو په مستندو تومتونو چې دغه خپرونه پورې يې کول، د هغې پرضد خطرناکې انګازې راپورته کړي وې، او د پرشا کېدو هم نه وو، د هغې د بريد تېره څوکه د فلادلفيا ايونينګ د مطالبو پر بې ارزښتۍ وه، او له بلې خوا يې خبرتيا ورکوونکو ته خبر ورکاوه چې د دوى د خبرتيا لپاره دغه خپرونه ډېره سسته  اوحتى خطر ناکه ده.
 
د بدغوښتونکو د اقدام پرضد يوبېړنى کار اړين و، ځکه دغو خطرناکو انګازو د لوستونکو پر ذهن بده اغېزه پرې ايسته، او داخپرونې ته ډېر تاواني کار و.خو بېړنى اواړين اقدام څنګه  دکېدو و؟ د خپرونې مدير بايد څه کړي واى ؟
 
دغه مدير په هغه وخت کې چې تر ټولو سخت بريد پرې شوى و،يو په زړه پورې اقدام وکړ، هغه ټول خپاره شوي مطلبونه ډله بندي کړل او د يو کتاب په شکل يې خپاره کړل، په زړه پورې وه چې دغې خپرونې د يوې ګڼې مطلبونه يو ٣٠٨ مخيز کتاب شو، دغسې کتاب په هماغه وخت کې کم ترکمه دوه ډالره ارزښت درلود، په داسې حال کې فيلادلفيا ايونينګ خپرونې په يوه گڼه يواځې دوه سنټه اخستل .
 
ددې کتاب چاپ زباد کړه چې خپرونه د ګټورو او مهمو مطالبو لرونکې ده او څو ډالره ارزښت لري په داسې حال کې چې د لوستونکيو نه يې يواځې دوه سنته  اخستي دي،د مطالبو ډله بندۍ زباد کړه چې د خپرونې ليکوالان د واقعبينۍ، ښکاره ويلو، او امانت ساتنې لرونکي دي . د خپرونې د مطالبو ارزښت هله ښکاره شو چې مطالب يې يو د بل په څنګ کې راغلل؛ او واړه ارزښتونه په رښتينو ارزښتونو بدل شول، چې د پام وړ وو او د بدو غوښتونکو خولې يې بندې کړې . د کوفمان (په خرڅلاو کې تبليغ ) نومى اثر سره  له دې چې دليکلو يې  ډېره موده تيريږي، خو بيا هم په زړه پورې اوهيجاني مطالب لري .
 
مثلاً د برېښنا يې يخچال دتبليغ لپاره ليکي: پلورونکي به د چالان يخچال څنګ ته ودرېدل؛ او اورلګيت به يې لګاوه، خلکو به ليدل چې د اورلګيت لګولو غږ د يخچال تر غږ لوړ دى .
 
سايرس روبارک بله بېلګه ده، ده د خپلو خوليو په کتلاکونو د مشهور ستوري (ان سازون) لاسليک کاوه ، کرايسلر په خپلو موټرو فيلان ودرول اوخلکو ته به يې د هغوى کلکوالى زبادوه؛ جرج ولبو په دې نظرو چې که په وېترينو کې خو ځند اعلانونه ودرېږي؛% ٨٠  پلورنه به يې ډیره شي؛ هوايي شرکتونو په لويو ښارونو دانځورونو د رڼا په متمرکز کولو د خپلو اجناسو رنګ ښکلى کاوه. والوين بوس د نيويارک پوهنتون استاد ١٥٠٠٠ ځلې د پلورونکو سره مرکه کړې او د دې کار حاصل يې په يو کتاب کې ليکلى چې نوم يې دى (څنګه به په بحثونو کې بريالي کېږو) د خطابو او ويناو په باره کې خپل اصول شرح کړې دي ، له دې کتاب نه يوفلم جوړ شو اوپه سلګونو موسسو او شرکتونو کې وښودل شو، دوى په دې توګه پلورونکو ته زده کړه چې د خرڅلاو لار او طريقه کومه ده، په دې اثر کې پلورونکيو ته ښودل شوې ده؛ چې کوم کارونه بايد ونکړي او کوم بايد وکړي .
 
نن نړۍ د تصوير (انځور) او نمايش (ښودنې) نړۍ ده، د رښتياو يادول يواځې بس نه دي، بايد رښتياو ته د تجسم  اوعينيت ورکولو فکر وکړو، او له دې پرته د بري لپاره بله لار نشته ، څو چې ټول شيان په ښکلو او زړه وړونکو پوښونو کې وړاندې نه شي، که په دې وړاند ې کولو د خلکو نظر جلب شو، برى هم ورسره مل دى .
 
شيانو ته د شکل ورکولو له طريقې راديو، تلويزیون او سينما کار اخلي، تاسو هم، که غواړئ د نورو پام ځانته راواړوئ له دې طريقې کار واخلئ او هغه کسان چې د ويترينو نو د ښکلې کولو په فن کې تخصص لري؛ د دې ټکي په اهميت  پوهېږي چې زه  يې اوس وايم.
 
د موږکانو وژونکو درملو يو جوړونکې کمپنۍ د خرڅلاو هر نماينده ته دوه ژوندي موږکان ورکړل چې په ويترين کې يې کېږدي، څو چې دا موږکان ژوندي وواو په وېترين کې وو يو خوا بل خوا ګرځېدل، د خرڅلاو اندازه پينځه برابره  وه.
 
جمز ب بونتون د سينګار دسامان جوړونکى د يوې کمېټې کار کوونکى وايې، وظيفه راکړل شوه چې د سينګار د سامان نرخونه معلوم کړم، دا ځکه چې نورو حريفانو نرخونه راکم کړي وو، دا دعوه يې هم کوله، چې د سامان کيفيت يې هم لوړ کړى دى، دى وايي: کله چې د خپل کار لپاره د شرکت د رئيس دفتر ته ورننوتم، هڅه مې وکړه د خپلو څېړنو اهميت ورته  بيان کړم، خو تر ډېر بحث وروسته هم موافق نه شوو، بله ورځ چې دده دفتر ته ورغلم دى په تلفون بوخت و، ما هم ژر (٣٢) دبلې کريم او پوډر پر مېز کتار کړل، چې په هره يوه مې د خپلو څېړنو نتيجه ليکلې وه، هغه دا ټول محصولات چې د ده دمحصولاتو رقيبان وو، وپېژندل. ددې د بلیو او ورپورې نښلول شوو کاغذونو موجوديت دې سبب شو چې نور پحث ونه شي، رئيس یو - یو، دبلې راواخيست او ليکل يې ولوستل؛ تر هغه وروسته زموږ دوستانه مجلس پيل شو، هغه زما له  تحقيقاتو سره ډېره مينه وښوده او دا هغه وخت  و چې هغه مخکې ماته لس دقيقې وخت راکړى و چې دخپلو څېړنېو نتيجې ورته وايم . لس دقيقې تېرې شوې، شل دقېقې نورې واوښتې، څلوېشت دقېقې، پنځوس، يوساعت، تر يو ساعت هم ډېروخت تېر شو چې زموږ مجلس هماغسې روان و، ښاغلى بونتون په پاى کې وايي: په دويم ځل کتنه کې مې هغه څه راياد کړل چې لومړى ځل مې ياد کړي نه وو، په دويم ځل کتو کې مې د تجسم ورکولو او ښودلو نه استفاده وکړه، خو په دويم مجلس کې چې مې کومه نتيجه واخيسته؛ له لومړي سره د پرتلنې وړ نه وه په دويمه کتنه کې % ١٠٠ هغه څه ته ورسېدم  چې غوښتل مې.
د پورته توضيحاتو په رڼا کې که غواړئ نور اړکړئ چې ستاسې په خوښه او اراده کار وکړي؛ او هغه څه چې وايي؛ ويې کړي؛ لاندې لارښود عملي کړئ :
خپلو نظرونو او د نظر وړ مطلبونو ته مو په ښکلې او زړه راښکونکې ډول عينيت ورکړئ او هغه تر وسه - وسه نورو ته د يو په زړه پورې  نندارې  په شکل وړاندې کړئ.


 
 
 
يو ويشتم څپرکى
وروستۍ لار
کله چې مو له ټولو طريقو نتيجه وانخسته؛ داطريقه وکاروئ
 
چارلز شواب د فلزاتو د ويلي کولو د شرکت اجرایوي مدير د کارخانې له مدير نه، چې کارګران يې کارته نه شول هڅولې او داسې کار يې نه شو کولاى چې دکار خانې توليد زيات شي؛ د ناکامۍ دليل وپوښت، د دوى خبرو ته ځيرشئ چې له خوند نه خالي نه دى :
چارلز شواب: څه وجه ده چې ستا په شان لايق مدير نه شي کولاى ، خپل پرسونل کارته وهڅوئ؟
مدير: باور وکړئ په خپله ستړى شوى يم .
شواب: کولاى شئ ووايئ ددوى د هڅونې لپاره دې تراوسه څه کړي دي؟
مدير: هرکار چې مې په فکر کې راغلى دى، نازولي مې دي، بدې ردې مې ورته ويلي دي، قربان صدقه دې شم مې ورته ويلي؛ قسمونه مې ورکړي، تهديد کړي مې دي...
شواب:څنګه دې تهديد کړي دي؟
مدير: په قهر مې ورته بدې ردې ويلي دي او تهديد مې ورته کړى چې د لږ کار په صورت کې به یې له کاره وشړم، خو نتيجه نلري او دوى همکارۍ ته نه دي حاضر .
د شواب اومدير خبرې داسې وخت پاى ته ورسېدې چې مازيګر و، د ورځې کارګران  تلل او دشپې کارګران کارته راتل .
 
شواب چې د ورځې دکارګرانو د رخصت منتظر و، مدير ته يې وويل: لطفاً يوه توټه تباشير راکړئ؛ د کارخانې مديرنه پوهېده شواب څه غواړي، په پوښتونکې کتنه يې يوه ټوټه تباشير ورکړ، شواب هغه کارګرانو ته مخ ورواړوه چې د وتلو نيت يې درلود او ويې پوښتل: نن مو څومره ويلي شوي ديګونه ډک او تش کړل؟ کارګرانو چې دشواب منظور نه و درک کړ‌ى وويل: شپږ بار ديګونه ډک او تش شوي دي.
 
شواب دڅه توضيح پرته د (٦) رقم دسالون په تخته وليکه، دا دومره لوى و، چې د هر چا پام يې جلبوه؛ د شپې کارګران د دغه رقم په ليدو پوه شول چې دا د ورځې د کارګرانو اندازه ده، دوى په دې لټه کې شول؛ چې د ورځې پر کارګرانو خپله لوړ تيا وښيي؛ کله چې دوى تلل (٦) يې وران کړ او (٧) يې پرځاى وليکل؛ د ورځې کارګرانود (٧ ) عدد په ليدلو ژمنه وکړه د شپې کارګرانو ته داسې درس ورکړي چې د لوړتيا غوښتنې فکر يې له سرونو ووځي؛ کله چې دوى مازيګر کورونو ته تلل د (٧) پرځاى يې (۱۰)  وليکل چې د رقابت ددوام لپاره يې د شپې د کارګرانو پام راواړاوه.
 
وضع همداسې شوه ، د کارخانې کار چې ولاړ او شاته روان و؛ نه يواځې زيات شو؛ بلکې ددې کارخانې کار د اوسپنې د ويلې کولو د کارخانو په سرکې راغى. چارلز شواب د توليد د زياتولو او کار ته د کارګرانو د اړايستلو لپاره کومه طريقه وکاروله ؟ په ځواب کې يې په خپله چارلز شواب وايي: زه تل د مثبتې سيالۍ پر خوا يم، دا ځل مې هم د رقابت پارولو له طريقې ګټه واخيسته!
پوښتنه : هر چېرې درقابت سپارښت کوئ؟ ځواب : درقابتونو د پارولو هدف يواځې هغه بد او ناسم رقابتونه دي چې هدف يې يواځې د پيسو ګټل وي، ښه ده چې ووايم زه په وګړو کې د لوړتيا خوښونې مينه راپاروم؛ داسمه ده ، د لوړ تيا موندنې مينه ، مبارزې ته رابلل، تن په تن جګړې ته رابلل اوپه سمو لارو کې د مبارزه کولو حس راپارول د فعالو خلکو د راويښولو ښې طريقې دي .
 
آيا روزولت د لوړتيا د اثبات د مبارزې کولو پرته د امريکا د جمهور رئيس په حيث  ټاکل کېده؟ بې له شکه نه! کله چې روزولت د نيويارک والي وټاکل شو، رقيبان يې متوجه شول چې د نيويارک اوسيدونکی نه دي، کله چې دى پوه شو رقيبانو يې څومره حساس ټکى پيداکړى دى؛ وويريده او نزدې و چې په شاشي.
 
همدلته ټوماس پلاسټ دده د مېړانې احساس راوپاره، پلاسټ هيبتناک غږ درلود؛ چې ترپایه روزولت د هغې پارونکې انګازه هېره نکړه؛ وويل: ګمان نه کوم چې د سان پوان غونډۍ اتل دې دومره وېرندونکى وي؟ همدې پاروونکې جملې هغه بيا د مبارزې ډګر ته راويست او داسې لار يې وښوده چې تاريخ يې په ليکنه مجبور شو، د مبارزې ميدان ته د روزولت بلل نه يواځې دده پر ژوند بلکې د ټولې امريکا پر تاريخ اغېزه وکړه. چارلز شواب هم مبارزې ته د بللو په ستر ځواک  خبر و.
 
بواس لات او ال سميت هم له دې نه نا خبره نه وو. کله چې ال سميت د نيويارک والي و، د سينګ سينګ مشهور زندان مشر  نه درلود او له دغه ځايه هره ورځ بدو خبرونو او نه زغمونکو پېښو د نيويارک والي ځوراوه، هغو خبرونو چې د زندان اوبنديانو له  بدې وضعې رارسېدل دى يې اړ ايست يو پر کار پوه او ځواکمن سړى د دغه زندان د ادارې لپاره وټاکي ده تر ډېرې څېړنې وروسته لويس لاروس د نيو همشپاير د زندان مشر دې دندې ته وټاکه؛ دى يې خپل دفتر ته راوغوښت او ورته ويې ويل: ال سميت ډېره موده وشوه چې د سينګ سینګ زندان مو د سر درد سبب شوى دى، لويس هاوس هو! دغه زندان نه يواځې يو سياسي زندان بلکې يوه سياسي موضوع ده او د لږ مهارت او ځواک سړي یي نه شي اداره کولاى . ال سمېت: آياد زندان پالنه په غاړه اخلئ، ځکه لکه په خپله چې دى وويل؛ ددې کار لپاره پخې تجربې او پوره ځواک خاوند په کار دى، هاوس ددې پوښتنې په وړاندې حيران شو، هغه پوهېده چې سېنګ سېنګ جنجالي ځاى دى او ډېرو لانجه مارو کار اخر همدغلته رسېږي، آيا ډېر وخت به دغلته پاتې شې، آيا دا ارزښت لري چې خپل اوسنى کار د هغه لپاره پرېږدې؟
 
سميت دده د چوپتتيا په ليدلو چې دده د شک او دوه زړه توب په مانا وه، وويل : ښاغلى لوويس، دا چې وېرېږې دغه دنده واخلئ، نه مو ملامتوم او که ويې ونه منئ؛ زما له نظره معذور ياست؛ خو دا چې ګران کار دى او د مديريت زيات ځواک او ډېرو مسايلو ته اړه لري؛ نو ستاپه بدن کې د دغو ځانګړنو په ليدو ما وغوښتل تا هلته وټاکم .
 
دسميت خبرې د لاوس د لوړتيا غوښتنې حس راوپاروه، هغه چې غوښتل مهمې چارې سرته ورسوي همدلته يې ومنله چې سينګ سينګ ته لاړ شي.
 
په زړه پورې داده چې هغه يو تر تولو مهم او پياوړى مدير و چې دغه زندان ته لېږل شوى وو، د هغه د کتاب په زرګونو ټوکه وپلورل شول چې ده د (دوه سوه زره کاله په سينګ سينګ کې) په نوم وليکه؛ په کراتو يې د راډيو له لارې د دغه زندان په باب مرکې وکړې، له هغو کيسونه چې د سينګ سينګ د بنديانو په باب يې کولې څو ځلې فلمونه ډک شول؛ دده تجربي طريقې نه يواځې د دغه زندان بلکې د ټول هيواد د زندانونو د ادارې په ښه والي کې اغېز منې وي؛ اوس هم د زندانونو دادارې په اصولو کې راځي .
 
د فايرسټون کمپنۍ بنسټ ايښودونکي ښاغلي فايرسټون به ويل:
(په ډېره سختۍ مې زده کړه چې د نيک چارو او نجيبو خلکو د پارولو لپاره يواځې پيسې بس نه دي؛ په بله وينا د وتلواشخاصو د يووالى او ساتنې لپاره يواځې په پيسو څه نه کېږي؛ په لوبه کې د هغوى ګډون مهم دي) .
 
د پورته ټکيو په پام کې نيولوسره نوميالي اشخاص چې کوم څه خوښوي؛ هغه دادی په لوبه کې ګډون! په بله وينا د وجود د څرګندولو لپاره وخت پيداکول. د وجود د ښکاره کولو لپاره وخت د رقابت په واسطه منځ ته راځي. د رقابت حس د دې سبب کېږي چې خلک خپل ذاتي استعدادونه وځلوي . د رقابت زېږوني لپاره د لوړتياغوښتنې او مهموالي احساس د راپارولو نه کارواخلئ:  له ځان سره د نوور د همنظر کولو لپاره  لاندې لارښود  وکاروئ،
 
هڅه وکړئ په خپلو پام وړ اشخاصو کې د رقابت حس راوپاروئ.
 
 
 
 
 
 
دوه ويشتم څپرکى
که د نوروملامتول ضرور و؛لار يې داده
 
د امريکاد جمهورى رياست په پوست کې د کالوين کوليج د رياست پر مهال دده يو دوست داسې کيسه کوي: کله چې د جمهور رئـيس دفتر ته ورننوتم، ومې ليدل چې جمهور رئـيس سره هغه پاڼه ده چې منشي ټايپ کړې ده. کالوين بې له سريزې منشي ته وويل:  نن چې دې کومې جامې اغوستې دي،په رښتيا ډېرې ښکلې او زړه وړونکې دي. دا لباس ستاسوراښکون زياتوي! منشي د کالوين پر دې ستاينې دومره خوښ شو چې لاس و پښې يې ورکې کړې او له شرمه يې مخ سور شو. دا تر ټولو لوړه ستاينه وه چې يو کم غږيدونکى جمهور رئـيس يې له يوه منشي سره کوي. تر دې وروسته کالوين وويل: ځان مه بايلئ؛ دا خبره مې وکړه چې خوښ دې کړم او پوه شې چې نور تاسو ته پاملرنه کوي، تردې وروسته د ټکي ايښودو په باب لږه زياته پاملرنه کوئ! دا طريقه به ښايي ده ته يو څه شډله ښکاري خو د ارواپوهنې له نظره سمه او بې عيبه ده. ناخوښې خبرې په داسې وخت کې چې ترې مخکې خوږې خبرې واورېدل شي، بدې نه لګي.
 
سلمانيان مخکې له دې چې ويښتان وخريي، لومړى يې په اوبو او صابون پستوي، دا کار د مسير د سمولو او زمينې جوړولو مانا لري.
مک کينلي چې دجمهوري رياست انتخاباتو ته ټاکل شوى و، د خپل ګوند يوه غړي سره چې د ده لپاره يې د خطابې متن جوړکړى و،داسې چلندوکړ:ګرانه دوسته ! داوينا ډېره ښه او لوړه جوړه شوې ده؛ فکر نه کوم څوک وکړاى شي تر دې ښه وينا تياره کړي؛ په ډېرو برخوکې هماغسې ده چې بايد واى! خو فکر کوئ چې د دې لپاره يو وړ ځاي هم پکاردى؟ زما او ستا له نظره د وينا متن عالي دى، شک پکې نلرم؛ خو د ګوندي هدفونو له نظرڅنګه؟ راځه چې دواړه يې وڅېړو چې په ملګرو او ګوندي ګټوڅه اغېزه کولاى شي؟ زما په نظر هغه ټکي چې درته وايم، کولا ى شي د هغوپه پر ځاي کولوپه دې متن کې بدلون راولې او په دې فوق العاده وينا کې د انتقاد او ګوتنيونې ځاي پرېنږ دې .
 
ليکوال بې له ځورېدو او خپګان نه دغه کار وکړ او مک کېنلى د خپلې زمانې له تر ټولو ښو ويناوالوشو. د لينکلن لومړنى ليک د جمهوري رياست پرمهال يو ليک دى چې يوې ښځې ته چې پنځه زامن يې په جګړه کې وژل شوي و، ليکل شوى دى . کيداى شي لينکلن دا ليک په پنځه دقيقو کې ليکلى وي؛ خو همدغه ليک په ١٩٢٥کال کې په دولس زره ډالره وپلورل شوه او دا هغومره پيسې وې چې جمهور رئـيس لينکلن له نيمې پېړۍ کار وروسته ځان ته سپما کړې وې .
 
دا ليک د جګړې په جريان کې ليکل شوى دى . ١٨ مياشتې پر له پسې د لينکلن جنرالان له ېوې ماتې بلې ته مخ کيدل؛ د جګړې محصولات له وراني، انسان وژنې، هرج ومرج او دغه ډول شيانو نور څه نه وو؛ ملت پوزې ته راغلى و، په زرګونو سرتېرو پوځ پريښتي و، حتى د سنا جمهوري غوښتونکو هم پاڅون کړى و، او غوښتل يې لينکلن د سپينې ماڼۍ پريښودولو ته اړ کړي .
(موږ اوس دنيستۍ په ډند کې لوېدلي يوو، داسې راته ښکاري چې خداى (ج) موهم کار نه سموي، زه دهيلو يوه کوچنۍ رڼا هم نه وينم).
لينکلن دغه ليک په دغسې يو بدغوني او جنجالي وخت کې ليکلي دى .په دې ليک کې ده غوښتى چې خپل يو جنرال خپلې دندې ته متوجه کړي چې کړنې يې د ملت په سر نوشت کې مهمې وې . کېداى شي دا ليک د لينکلن تر ټولو توند او سخت ليک وي، خو ده د جنرال هوکر تر غندنې مخکې د هغه ستاينه پيل کړې ده؛ تر ستاينې وروسته داسې ليکي: (.... ليکن ځينې شيان شته چې د هغو په خاطر ستاسو نه پوره خوښ نه يم ....)  د ليک متن داسې دى: (ماپدې خاطر تاسو د پروتوماک دپوځ دمشر په توګه وټاکئ چې ددې لپاره مې پوره دليلونه لرل خو اوس ځينې شيان شته چې دهغو په خاطر ستاسونه پوره خوښ نه يم؛ تاسو ماته زړور او لايق سرتېرى ښکارئ او دا چې داسې ځانګړنې لرئ خوښ يم؛ همدا راز خبر يم چې تاسو خپله دنده په سياست نه ده لړلې؛ دا هم ډېره ښه ده؛ تاسو پر ځان باور لرئ؛ او داصفت کم ترکمه با ارزښته او ګرانبيه دى؛ تاسوځان غوښتونکى ياست او دا صفت که کله محدود شي؛ خوزياتره ګټور وي، زه فکر کوم کله چې جنرال برن د پوځ مشر و، تاسو پخپله ځان غوښتنه پسې وګرځېدئ او څومره چې کېداى شول، تاسو ورته دامونه وغوړول او په دې کړنه دې وطن ته ډېر زيان وړاوه او په ډېرو لايقو او ډېرو پتمنو افسرانو دې ظلم وکړ؛ څنګه چې مې اورېدلي دي؛ او رښتياهم ده؛ تاسو ويلې دي چې هم پوځ او هم دولت يو دکتاتور ته اړتيا لري چې البته تاسو ما د هغه څه خلاف د مشر په توګه ټاکلي ياست چې مافکر کاوه؛ يواځې بريالي جنرالان د دکتاتورۍ لاپې وهلاى شي؛ تر دې وروسته چې درنه څه هيله او انتظار لرم هغه نظامي برى دى؛ چې په ځان پسې به د دکتاتورۍ خبره رامنځ ته کړې؛ خومه هېروئ چې زه د بري لپاره حاضر يم حتى تر دکتاتورۍ پورې خطر ومنم؛ دولت چې څومره کولاى شي، ستاسو ملاتړ به وشي، څومره چې نورو قوماندانانو سره وي؛ وېرېږم چې د قوماندانو په انتقاد او له هغوی نه د باور په اخستنې به افراد هم پخپل قوماندان بې باوره شي او هغه بده روحيه چې تاسو په پوځ کې منځ ته راوړې ده، پخپله به تاته زيان ورسوي . په هر حال ، ددې سره سره زه حاضر يم چې څه کولى شم تاسره مرسته وکړم او وېره او شک له منځه يوسم . نه تاسو او نه ناپليون _ که ژوندى واى _ نه شئ کولاى له داسې پوځ نه چې دغه روحيه پرې حاکمه وي؛ څه ګټه واخلئ، نوښه ده چې بې ځايه زړورتوب او بې باکي پرېږدئ او په دوامدار کار مخکې لاړشئ او داسې بريو ته ورسېږئ چې پکاردي ....)
 
ددې لپاره چې د نورو د ځورولو او د هغوى د غصې د راپارلولو پرته، هغوي بدل کړئ او د خپلې خوښې په لار يې روان کړئ؛ د لاندې لارښود نه ګټه واخلئ:
 
لومړى په رښتينې ستاينه او قدردانۍ خبرې پيل کړئ او په پاى کې بل لورى اړکړئ د خپلو ارزښتونو د ساتنې لپاره هڅه وکړي.
 


 
 
 
درويشتم څپرکى
څنګه انتقاد وکړو چې د قهر او غصې وړ ونه ګرځو؟
 
يوه ورځ چارلز شواب د اوسپنې د ويلې کولو د فابريکو د کتنې پر وخت متوجه شو چې کار ګران هغه ځاى کې سګرت لګوي چې د سګرت د لګولو د ممانعت ليکنه پکې شوې ده؛ تاسو څه فکر کوئ چې شواب څه وکړ ل؟ ورغى او ورته ويې ويل ( تاسو ټول ښاغلي په لوست پوهيږئ، ولې سګرت څکوئ، داليک نه ګورئ؟) نه ! شواب داخبره ونکړه خو په ډېره ارامۍ يې خپل د سګرتو ډبلى راوايست، ټولو کارګرانو ته يې ست وکړ او په پاى کې يې ورته وويل: ډېر به موممنون او سم که دا سګرت د فابريکرې د حويلۍ د باندې وڅښئ!  کارګران په څرګنده پوه شول چې د شواب مطلب څه و، شواب هم د هغو د احساساتو د ټپي کولو پرته خپل هدف ته رسيدلى و. ده د سګرت په وړاندې کولو د کاګرانو د مهم والي حس راپارولى و او د هغوى هم خوښ شوى و، آيا کېداى شي داسې سړى مو خوښ نه شي او ويي ځوروئ؟
 
جان واناميکر چې دڅو سترو پلورنځيو خاوند و هم له دغې طريقې کار اخيست، مثلا کله چې به يوه پلورنځي ته ورته او ليدل به يې چې پېرودونکي د پلورونکي د نشتوالي له امله په ستونزه کې دي؛ بې له شور او چغو به زر د مېزشاته ودرېده ا وله پېرودونکي نه د پيسو تر اخستنې وروسته به يې يو کارګر ته امر وکړ چې جنس ورته وتړي او چې هغوى به ليدل دپلورنځي خاوند هماغه کار کوي چې يو ساده کاګر يې کوي په خپل دريځ به یې وياړل او هڅه به يې کوله چې له لاسه يې ورنکړي .
 
کله چې هنري مېجر مړشو؛  له ليمان اکوت نه چې يو پيژندل شوى واعظ و؛ غوښتنه وشوه چې د هغه په تش ځاي کې وينا وکړي . اکوت د هندي ميجر د دريځ له امله سخت غوښتونکى و چې دغسې کار وکړې؛ چې د يو مهم شخصيت په نشت کې يوه پخه تيګه کېږدي.  اکوت چې وينا وليکله؛ خپلې مېر منې ته يې وښودله چې د کمزورو ټکيوپه باب يې نظر ورته ووايي . اکوت ليکنه دومره دقيقه برابره کړې وه لکه  د ګوستاو فلوبر په شان ليکوال چې يو شخصي ليکنه تياروي، خو دا چې دا ډول ليکنې د ستاينې د مضمون له خواکمزوري وي؛ د اکوت کار هم بې نتيجې و، حتى ويلاى شو چې د ډېراحتياط له امله دا وینا تر نورو هم کمزورې وه.
 
که دده مېرمن خامه او بې تجربه واى ويلى به يې واي (دا چټيات څه شى دي چې راټول کړي دې دي؟) يا تر دا دومره کلونووروسته چې ويناوې کوې او ليکې، بايد تر دې دى ښه ليکلای واى! حتى دې مېرمن کولاي شو ووايي: ته خداى (ج) لپاره ولې د سړي په شان خبرې نه کوې؟ ولې دې وينا طبيعي نه ده؟ که دا چټيات ولولې ابرو دې تويېږي! او دا ډول اعتراضونه؛. دې مېرمن ارام او په موسکا خپل مېړه ته وويل: يوې ځلاندې خپرونې لکه امېرېکن فورټ ته يوه لوړه ليکنه؛ د چاپ لپاره يوه فوق العاده ليکنه، خو کاش چې تردې بريده د وينا لپاره هم پکار ېداى! اکوت تردې خبرو ورسته وينا څېرې کړه اوپه غونډه کې يې له یادو خبرې وکړې او دا چې غوښتل يې په اورېدونکيو اغېزه پرى باسي؛ وينا يې وکړه؛ د اکوت مېرمن دده غوږ ته په مؤدبانه ډول ورسوله چې ليکنه يې د يوې وينا لپاره په درد نه خوري؛ ښاغلي اکوت هم چې غرور يې نه وي زيانمن شو ى د وينا په کولو کې پوره توجه وکړه او بريالى هم شو.
 
که غواړئ د نورو د احساساتو د ټپي کولو پرته، د دوى دنظر بدلون ته اړباسئ؛ لاندې لارښونه وکاروئ:
 
د نورو خطاګانې په نامستقيم ډول غوږ ته ورورسوئ او هڅه وکړئ د وياړ بارولو او لوړتيا غوښتلو احساس مو په خبروکې کې نه وي.
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 


 
 
 
څليرويشتم څپرکى
د خپلواشتباګانو په ويلويې پيل کړئ
 
څو کاله مخکې مې ورېره ژوزفين کارنګي له کانزاس نه نيويارک ته راغله چې زما ځانګړې منشۍ شي . هغه ١٩ کلنه وه؛ نوى له ښوونځي وتلې وه اوپه اداري چاروکې يې هيڅ تجربه نه درلوده؛ خو نن هغه د سويس په لويديځ کې يوه ترټولو لوړه، په کارپوه او تجربه لرونکې منشۍ ده . او دا ځکه چې هغې د يادولو او پر مختيااستعداد درلود.
 
په لومړي سر کې چې هغه بې تجربې او له کارسره نابلده وه، غوښتل مې انتقاد پرې وکړم خو ډېر زرپه سدراغلم اوځان سره مې وويل: (ديل کارنګي؛ يوه دقيقه ځنډوکړه! يواځې يوه دقيقه! ستا عمر د ژوزفين دوه چنده دى او په اداري کارونو کې دې تجربه د هغې څوبرابره ده؛ .ځکه له هغې غواړې چې ستا ددې دومره زيات دقضاوت ځواک، نوښت او پوهېدنې کچه دى د هغې هم وي؟ ديله! يو ه دقيقه سوچ وکړه ، وګوره ته په ١٩ کلنۍ کې په څه پوهيدې؟ او که د ژوزفين پرځاى واى څه دې کول؟ هغه کم عقلانه اشتباه ګانې چې به دې په هاغه عمر کې کولې رايادې کړه؛ آيا د ژوزفين اوسنۍ اشتباه ګانې مهمې دي که ستا د هاغه عمر ؟ کله چې مې موضوع د صداقت له مخې ارزيابي او تحليل کړه؛ دې پايلې ته ورسېدم چې ژوزفين په منځني ډول تر ماهوښياره او چالاکه وه او د يادولو چټکتيايې هم ترما ښه وه بيامې ورته تل د اشتباه په صو رت کې ويل: ژوزفين! تا داسې اشتباه کړې ده چې ستا په منګ زما تر اشتباه ډېره کوچنۍ ده! ته د قضاوت د ځواک سره روزل شوى يې او د توپيرکولو او تدبيراو هوښيارۍ په زور زيږېدلې يې . دا داسې مسايل دي چې د وخت په تېرېدودې لاس ته راوړي او ورځ په ورځ به هغه پسې بشپړ کړې کله چې ستا استعداد،ستاپه عمر کې له خپل استعداد سره پرتله کوم پوهېږم چې ته ترماډېره هوښياره يې؛ او په همدې خاطر ځانته جرآت ورکوم چې انتقاد درباندې وکړم؛ ځکه چې ستاپه شان بااستعداده شخص بايد دغسې اشتباه ونکړي .
 
کله چې انتقاد کوونکى په عاجزۍ دا تصديق کړي چې پخپله هم بې عيبه او بې نقصه نه دى، نو انتقادونه يې تاسو ته ډېر ګران نه تمامېږي .
 
يو وخت د المان امپراطور په انګلستان کې د خپل سفر پر مهال ځينې داسې خبرې وکړې چې دده په کم عقلتوب يې دلالت کاوه؛ هغه لاپې شاپې وکړې او ټول هيوادونه يې (د انګلستان په ګډون) وغندل؛ بیا یې له خپل ملګري فون بولو چې ماهر سېاستوال و، وغوښتل ددې خبرو مسوليت ومني او ووايي چې دا مشوره ما امپراطور ته ورکړې وه، د هغه ګناه نه ده.
 
فون بولو ورته وويل: خو، اعليحضرته! دا ناشونې ده چې يا په المان، يا انګلستان، يا کوم بل ځاى کې څوک دا ومني چې مادې له تاغوښتني وي داسې خبرې وکړې! فون بولو په هماغه شيبه کې چې دا خبرې يې کولې پوه شو چې لويه سهوه يې وکړه، ځکه قهرېدلى امپراطور پرې رااو غړمبېده . (ته ماته د بې عقل په نظر ګورې؟ آيا داسې فکر کوې چې زمانه داسې اشتباه ګانې کېداى شي او ستانه؛ نه شي؟
دلته فون بولوپوه شوچې د بل لوري تر ملامتولو مخکې بايد د هغه ستاينه او صفت وشي؛ چې هغه انتقاد منلو ته تيارشي؛ خو اوس وخت تېرو.
 
فون بولو بله لارونيوله؛ په ډېر درناوې يې وويل: اعليحضرتا! زه هيڅکله ځانته د داسې تصور جرآت نه ورکوم؛اعليحضرت په هر څه کې تر ما لوړ دى؛ اعليحضرت نه يواځې په نظامي او سمندري چارو، بلکې په طبيعي پوهنو کې هم تر ماوړاندې دى؛ زه زياتره د اعليحضرت خبرو ته په حيرانتېا غوږ نيسم چې د بارومتر، تلګراف، بيسيم او وړانګو په باب يې وايي . زه خجالت کوم چې ووايم په طبيعي پوهنو او حتى کيميا او فزيک نه پوهېږم او نه شم کولاى ډېره ساده طبيعي پديده شرح کړم . زه لږ شان تارېخي معلومات لرم؛ لږ هم په سياسي پوهنې او دپلوماسۍ پوهيږم؛
 
ويلهلم په دې خبروخوښ شو،ځکه ويې ليدل چې فون بولو مشهور سياستوال د هغه ستاينه کوي . فون بولو د هغه په برترۍ اعتراف کړي و؛ ولهلم تر دغه اعتراف وروسته فون بولو وباښه او حتى په ډېره ګرمۍ يې د هغه پر لاس زور وکړ او ويې ويل : يادېږي دې چې ما درته يو ځل ويلي و چې موږ دوه تنه د شهرت په نړۍ کې يو د بل بشپړونکي کېداى شو؛ موږ بايد يو پاته شو و او حتمآبه شوو. ويلهلم پرفون بولو له برترۍ نه دومره په شوق راغلى و؛چې څو ځلې يې د خپل صدراعظم فون بولولاس کښېکيښ او په راټولوموټو يې وويل : هر څوک چې د شهزاده فون بولو پر ضد يوه وړه خبره هم وکړي، سوک به يې پر پوزه ورحواله کړم!
 
کله چې فون بولو وکړاي شو ل د ستاينې او صفت په څوکليمو ځان له قهرېدلى امپراطورنه خلاص کړي؛ او هغه قهرېدلى، عصباني، مغرور انسان په يوه نږدې دوست بدل کړي، تصور وکړئ چې عاجزي، تمکين او ستاينه زما او ستاپه باب په ورځنيو اړيکو کې څومره رول لري؟که په خپلو اشتباهاتو د اعتراف او د نورو د ستاينې نه په موقع کار واخستل شي، رښتينې معجزې به په انساني اړيکو کې پېښې شي. که بيا هم غواړئ نور بې له دې چې وقارېږي او په خپلو کړنو او نظرونو کې بدلون راولي، لاندې لارښود ته پام وکړئ:.
 
د خپلو انتقادونو تر بيان د مخه لومړى خپلې اشتباه ګانې بيان کړئ او د هغوې په باب وغږېږئ .


 
 
 
پنځه ويشتم څپرکى
د هيچا نه خوښېږي امر ورته وشي
 
په دې وروستيو وختو کې موقع په لاس راغله چې د امريکا د ټولو نه لويه ژوند ليک ليکونکې ايډا ټارنل ووينم، او دا وياړ راپه برخه شو چې د ماښام ډوډۍ ورسره وخورم . کله مې چې ورته وويل داسې يو کتاب ليکم (دا اوسنى کتاب) ډېره خوشاله شوه او زموږ بحث د انساني اړيکو په باب پيل شو . مېرمن ټارنل راته وويل چې د يانګ د ژوند ليک ليکلو لپاره مې د يو داسې سړى سره او ږده مرکه وکړه چې درې کاله د يانګ سره يوځاى اوسيدلي او همکار يې و. مېرمن ټارنل دېانګ د ګوذارې د طريقې په باب راته وويل:
 
کله مې نه دې ليدلې چې يانګ مستقيمآچاته امر وکړي.هغه تل وړانديز کاوه،مثلا هيڅکله يې نه ويل: (ددې ليک په باب څه فکر کوئ) که به يې يو ه همکار ورته وويل: (فکر کوم چې که دا جمله دغسې شي ښه به وي) هغه به بل لورې ته وخت ورکاوه چې دغه غوښتنه عملي کړي. يانګ هيڅکله له خپلو مرستيالانو څخه نه غوښتل هغه کارونه چې ده پورې مربوط و، دوى يې ورته وکړي. هغه عقيده لرله چې هر څوک يو ه دنده لري او هر ډول چې يې خوښېږي بايد دنده سرته ورسوي. که ددندې په سرته رسولوکې ترې اشتباه وشي کولای شي د عبرت درس ترې واخلي . يانګ په دې عقيده و چې څوکار وران نه شي، سمون مانا نه پيداکوي. ورانېدل د سم کار د مانا پيداکولو سره مرسته کوي. او د سم کار سرته رسولو لار راته ښايي؛. له ورانۍ نه پنداخستل؛ د تجربې او وړتيا سبب کېږي .
 
زه هم اعتراف کوم چې د يانګ نظر سم دى؛ دده طريقه ددې سبب کېږي، چې انسان خپله غلطي وپېژني او د سمون په کارکې وړشي .په عين حال کې د غرور ساتنې رول يې هم مهم دى چې موږته ډېر ګران دي. انسان چې کله متوجه شي ده ته وخت ورکړل شوى دى پر خپلو اشتباهاتو بريالى شي او سپک شوى نه دى؛ د سرکشۍ پر ځاى همکاري کوي .
 
دغه څه چې وويل شول ددې پر اساس د نورو بدلولو او سمولو لپاره او د خپلو سموغوښتنو د عملي کولولپاره بايد لاندې لارښود په عمل کې پلى کړو او بايدډاډه واوسو چې ددوى قهر مونه دى پارولى او ددې سبب شوى نه يووچې ددوى غرور ټپى کړو :
 
د مستقيم امر د صادرولو پر ځاى خپلې غوښتنې د پېشنهاد او پوښتنې په شکل ووائـئ!


 
 
 
شپږويشتم څپرکى
پرېږدئ د بل لوري ابرو وساتل شي
 
څو کاله مخکې جنرل الکټريک شرکت د يوې نازکې ستونزې سره مخ شو؛ دوى بايد خپل يو مدير چې د بريښنا د پوهنو يووتلي پوه و؛ خو په اداري کارونو کې نابلده و، ليرې کړاى واى .ستونزه داسې حل شوه چې دغه ښاغلي ته د خپل تخصص سره سم يوه چوکۍ ورکړل شوه او دده پر ځاى په اداري کارونو کې يو وتلی او تکړه سړى وټاکل شو .
 
که پخواني رئـيس ته چې ډېر زر خپه کېدونکى او نازک سړى و،بله چوکۍ نه واي رسېدلى او ابرو يې نه واى ساتل شوى، نو ډېره بده اغېزه به يې پرې کړى واى؛.خوپه دې بدلون هغه هم خوښ و چې کولى يې شو؛ له خپلې پوهې ګټه واخلي. شرکت هم خوښ و چې کار په اصولو تر سره کېږي او يو پوه د برښنامسلکي کارونه سمبالوي او اداري او حسابي چارې هم ښې سرته رسېږي .
 
داسې خلک ډېر لږدي چې بل لوري ته د خپلې ابرو د ساتنې وخت ورکوي او احساسات يې په پام کې نيسي .په داسې حال کې چې موږ د نورو د احساساتو په منځ کې ګام اخلواو ځانته لار پيداکوو،تل له نورو انتقاد کوو او که تر موږ ټیټ دريځ ولري تهدېدوويې؛ له ماشوم نه نيولې تر لويانو پورې په ټولو انتقاد کوو او دې ته پام نه کوو چې په دې کار ددوى احساسات ټپي کوو .
 
حال دا چې په لږ تفکر کولاى شوو؛ انتقادات په داسې ډول بيان کړو چې هم مطلب لاس ته راشي او هم د بل لوري وضع په پام کې وساتل شي. د بل لوري د حالت درک به له موږسره مرسته وکړي چې مسايل داسې بيان کړو چې زموږ نېش وهل ډېر دردناک نه وي .
 
هغه ټکى چې غواړم درته ويې رسوم؛ دلته د مارشال ګراګر ليک درته راوړم چې د حسابي چارو يو پوه دى : (زموږ کار موسمي دى .او اړ يوو د موسم په پاى کې ځينې کارګران وباسو؛ زموږ د کار طريقه په دې باب ښه نه وه او کارګران به خفه کېدل،موږ به دوى رابلل او ورته ويل به مو (ښاغليه ....تاسو برطرف ياست)! خواوس مو دا طريقه پرېښوده او وموغوښتل چې ددې خلکوسره په پاملرنه او ادب چلندوکړو،اوس چې د دوى کوم يو راوغواړو،ورته وايو: (ښاغليه ...تاسو خپل کار ډېرښه ترسره کړ؛ موږ چې تاته کوم کار سپارلى و،ډېر ګران و،خو تاسوپه ډېر برياليتوب هغه تر سره کړ؛ فابريکه ستاسوپه وجود وياړي؛ تاسوچې بااستعداده انسان ياست باوردى چې هر ځاى کې به بريالى او سرلوړي اوسئ،هر څوک تاسو ته اړه لري هر څوک به تاسو په کار کې ونيسي)؛ دې خبرو به پر دوى ډېره ښه اغيزه کوله .
 
لوى خلک د خپلو بريوکيسې نه کوي؛ کله چې ترکانو يونانيان له خپلې خاورې وشړل؛ مصطفى کمال د ناپلیؤن په طريقه خپلو سرتېرو ته ويناوکړه؛ دې وينا ترکان وهڅول يونانيان مات کړي.کله چې دوه يوناني جنرالان د تسليمى لپاره راغلل ترکانو ورته کنځلې وکړې او مسخره يې کړل،خو د اتاترک چلندبل شان و. اتاترک ورته خپل برى هيڅ يادنکړ؛ ددوى په راننوتو يې دوى ته لاس ورکړ او له ښه روغبړ وروسته پې کيناستلوته راوبلل؛ بيايې ورته وويل (ډېر ستړي به ياست؟) ده دوه جنرالانو سره د جګړې په باب اوږدې خبرې وکړې او بريالى شو هغه ضربه چې د جګړې ماتې پر دوى وارده کړې وه د لاندې خوږوخبروپه اثر خنثى کړي! (دا جګړه هم يو ډول مسابقه ده؛ کله حتى ډېر پياوړي لوبغاړ ي هم لوبه بايلي) اتاترک چې د خبرو په اوج کې کومه خبره کړې وه؛ تاسو يې هم مه هېروئ:
 
پرېږدئ بل لورى خپل حيثيت او ابرو وساتي؛ د نورو د احساساتو زيانمنول د لويو انسانانو کار ندى.
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 


 
 
 
اوه ويشتم څپرکى
بري ته د رسېدو لار
څرنګه کولاى شوو نور خپلې لارې ته سم کړو؟
 
ما د پت کارلو په نوم يو سړى پېژنده چې ډېر وخت يې د سرکس لپاره د د سپيواو اسانو په رزونه تېر کړی و. ددې ځناورو د روزنې لپاره دده دکار طريقه دومره په زړه پورې وه چې تاسو ته يې د يوې بېلګې په ډول وايم، کله چې به کوم سپي دده لارښوونې سمې ومنلې، ده به زر ورته په سر لاس کشوه او لږه غوښه به يې په خوله کې ورکوله .
 
زه حيران يم چې موږ انسانان د انساني خويونو په لرلو سره ولې له دغې طريقې کار وانخلو چې انسان وروزو او د محکومولو پر ځاى د ستاينې او تعريف نه کار وانخلو! راځئ د افرادو د ډېرو کوچنيو پرمختګونو نه په سخاوت سره ستاينه وکړو، دا کار سبب کېږي چې هغه د کمال او بشپړتيا لور ته پړاوونه نور هم په چټکۍ سره ووهي، ويې ازمویئ، نه يواځې زيان به ونه وينئ، بلکې زيان به هم ونه رسوئ .
 
ښاغلى لاوس د سينګ سينګ د زندان مشر هم پوه شو ى و چې ستاينه د ډېرو سخت زړو خلکو زړونه هم نرموي او سم تقدير او ستاينه د زندانيانو په سمون کې ترانتقاد او ملامتولو ډېر دوى همکارى ته راکاږي. تاسو هريو به په دې باب شخصي تجربې لرئ، تاريخ هم ددې ډول تجربو نه ډک دى .
 
نيمه پيړۍ مخکې د ناپل ښار کې يو هلک غوښتل د موسيقۍ استاد شي، ښوونکي رټلى و، چې هغه دغسې استعداد نلري، خو د هلک مور چې يوه کليواله ښځه وه؛ خو په تجربه پوهېده چې ستاينه او هڅونه د استعداد په غوړيدو کې څومره برخه لري، هلک يې هڅولى و چې ددې کار لپاره ډېر زيات استعداد لري.
 
د هغه ښوونکي په خلاف ډاډه يم چې ته به ښه سندر غاړى شي په همدې يوه ورځ تمرين دې په اواز کې ډېر بدلون راغلى دى، بوډۍ په لوڅو پښو کار کاوه او دې ماشوم ته يې د موسيقي د کورس پيسې پيداکولې، ددغې بوډۍ ستاينې، عزم او قدر دانۍ اخر خپل کار وکړ او د هلک ژوند يې بدل کړ، که د موسيقۍ له تلپاتې نومونو سره اشنا ياست؛ حتماً مو ددې سندرغاړې نوم اورېدلې دى ، هغه هماغه (اتريکو کاروزو) دى.
 
له هغه وخته ډېر کلونه تېر شول چې په اوومه پيړۍ کې په لندن کې يوماشوم غوښتل ښه ليکوال شي، هغه ډېره هڅه کوله خو هرڅه يې پرضد و، هغه يواځې څلور کاله ښوونځۍ لوستې و، دا چې پلار يې بندي و؛ نو دغه ځوان د ولږې له درده ښونځى پرېښوده او په يوه سپک کار ځاى کې يې کار پيل کړ، دغه کار ځاى ډېر چټل و، شپه او ورځ  به موږکان پکې په منډو وو. هغه له دوه کوڅه ډبو هلکانو سره تر ځمکې لاندې کوټه کې ژوند کاوه، هغه د ليکوال کېدو لپاره په خپل استعداد شکمن و، نو د شپې يې په غلا ليک پوستې ته ورکړ چې هسې نه د مسخرو شي، نه يواځې هغه داستان؛ بلکې د ده ډېر داستانونه رد شول، خوپه پاى کې هغه ورځ راورسېده او دده يوه ليکنه چاپ شوه؛ که څه هم ددې کيسې د چاپ په بدل کې يې يوه ټنګه هم ورنکړه؛ خو د خپرونې د مدير ستاينې دى وهڅاوه؛ په هغه لار کې بريالى شي چې نيولې يې وه.
 
دا هماغه مشهور ليکوال چارلز ډېکنز دى، چې (سترې هېلې) په شان ستر کتابونه يې ليکلي دي؛
 
بيا هم له هغې مودې ډېر وخت تېر شو چې یو هلک د رخت پلورونکي په  دوکان کې شاګرد و، دې بايد سهار پنځه بجې له خوبه راپاڅېدلى واى، مغازه يې پاکه کړې واى او تر شپې يې ١٤ ساعته  کار کړى واى . په پاى کې ده ته دا کار تر زغم پورته شو چې هم ١٤ ساعته کار وکړي او هم ښوونځي ته لاړ شي، نو د ښوونځي مدير ته يې په ليک کې وليکل چې نور ښوونځى نه وايي؛ د ښوونځي سپين ږيري مدير چې د تشويق په اهميت خبر و؛ ده ته يې ډاډ ورکړ چې دى ډېر هوښيار او بااستعداده زده کوونکى دى، او د مغازې تر شاګردۍ د لوړو کارونو استعداد لري، دى يې په ښوونځي کې د مستخدم په توګه ونيوه، د مدير دغه تشويق ددې هلک د ژوند لار بدله کړه، وروسته  ترې داسې ليکوال جوړ شو چې د انګلستان  په ادبياتو کې يې شهکارونه وليکل، همداراز د ادب د تاريخ په باب يې مهم کتابونه وليکل؛
دا هماغه مشهور ليکوال اچ ، ج  ولز دى!.
 
په ١٩٢٢ کال په کاليفورنيا کې يو ځوان ژوند کاوه چې په ډېره سختۍ يې سهار او ماښام ډوډۍ پيدا کوله، ده د کور کرايه نه شوه ورکولاى نو ځکه د انګورو په يوه باغ کې دېره وه، ماته يې وويل: وضعه  مو دومره بده وه چې د ورځې مو د انګورو پرته بل خوراک نه و، زړه مې و چې د سندرو ويلو لاس واخلم او د موټر پلورنې دلالي پيل کړم، خو قسمت مې يو دوست مخې ته راوست چې راته ويې ويل:   (ته باید د سندرو ويلو ډېرې لوړې زده کړې وکړې؛ همدې خبرې ماته جرائت راکړ چې د خپلې زده کړې د بشپړولو لپاره ٢٥٠٠٠  ډالره قرض کړم او لاړ شم)؛
تاسو به  يې نوم پېژنې ، هغه لورانس ټېپټ دى!.
 
يواځې خبرې کول ګټه نه رسوي، که غواړئ رښتيا پر نورو اغېز وکړئ، یا د هغو له پټو استعدادونو نه چې د ناکشف  شوو خزانو په شاني یې به بدن کې پرتې دي، خبرشئ او په صميمانه هڅونه يې اړ کړئ چې ګټه ترې واخلئ؛ ددې لپاره ښه ده د پوهاند ويليام جمز وينا وګورو چې د ارواپوهنې له وياړونو څخه دی؛ په یاد ولرئ.
 
(که خپل ځان او دننني حالت ته ځير شو او ځان هغسې وګڼو چې يوو او ددې پرتلنې په لټه کې شو چې څنګه يوو او څنګه کېداى شواى، نو پوه به شوو چې په نيمه  هوښيارۍ کې ژوند کوو. زموږ نيم  بدن ويښ او نيمې خداى راکړې قواوې مو ويدې او بې ګټې پرتې دي، د بشر استعداد تر هغه ډېر لوړ دى چې کار ترې اخلي، بشر د ډېرو زياتو استعدادونو اوځواکونو لرونکی دی چې متاسفانه د هغو نه د ګټې اخستو سره عادت شوى نه دى.)
 
زه نه پوهېږم چې تاسو چې اوس دا کتاب لولئ، څوک ياست او د څه مطلب لپاره دا کتاب لولئ، خو په دې پوهېږم چې تاسو ډېر زيات استعدادونه لرئ او يو هم دادى چې د نورو د تشويق او هڅونې استعداد لرئ چې دوى ځان وپېژني او د خپلو استعدادونو په باب پر ځان تکيه وکړي؛ ته کولاى شې د نورو ويدې قواوې وېښې کړې، د هغوى د حرکت ليدل به ستا پټ ځواکونه هم راويښ کړي؛ نوکه اوس په نورو د اغېز کولو سره داسې مينه لرئ چې د هغوى هيلې زيانمنې نه شي او يا تاسو له مداخلې نه په قهر نه شي، لاندې لارښوونه وکاروئ:
 
د نورو له وړو پرمختياوو څخه په نيکمرغه ډول ستاينه وکړه او د دوى د استعدادونو په ستايلو کې صميمت وښايه!
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 


 
 
 
اته ويشتم څپرکى
نورو ته داسې وښايئ چې  باور پرې لرئ:
چې هغوى  هم هڅه  وکړي ځان ستا د باور وړ وګرځوي:
 
مېرمن ارنست جنټ زما له دوستانو څخه وه، چې په نيويارک کې اوسېږي، څه موده مخکې يې يوه ځوانه خدمتګاره ونيوله، داسې وټاکل شوه، چې کار به د دوشنبې له ورځې پيل کړي، په دې موده کې يې يوې داسې مېرمن سره اړيکې ونيولې چې پخوا ددې خدمتګارې باداره او د هغې د چلند په باب يې ترې پوښتنې وکړې، زړې بادارې د نوې خدمتګارې په باب ځينې خبرې وکړې چې مېرمن جنټ يې وارخطاکړه، معلومات ښه نه وو؛ خو مېرمن جنټ وغوښتل پر نورو باور وازمويي، کله چې خدمتګاره راغله دې ورته وويل : پرون مې ستا زړې بادارې ته تلفون وکړ، هغې وويل ته ډېره صادقه او دښو اخلاقو لرونکې يې اوپه اشپزۍ کې هم پوره پوهه لرې، د ماشومانو د پالنې او ساتنې په کار کې هم معلومات لرې خو ويې ويل چې لږه بې نظمه يې او کور ښه نه پاکوې، خو زه فکر کوم دروغ يې ويلي وي؛ ځکه دا پاکې جامې چې دې اغوستې دي؛ ستا د نظم  او نزاکت کيسه کوي، زه دا شرط تړم چې  ته کور هم د خپلو جامو او سر په شان پاک ساتې، زه ډاډه يم زموږ دواړو اخلاق  به سره جوړ راشي.
په زړه پورې ده څه موده وروسته هم داسې وشو، کله چې باور وشو، باور وساتل شو. ښاغلى ساموېل کلين وايي:
 
(که پرخلکو باور وکړئ او د دوى د استعداد او ځواک ستاينه  وکړئ، په اسانه به وکولاى شئ د هغوى سره جوړ راشئ او خپل مقصد ته ورسېږئ) په بله وينا که غواړئ په بل لوري کې يوصفت پياوړى کړئ داسې ورته وښايئ چې نوموړى دا صفت لري:
 
شکسپير مشهور شاعر اوليکوال  چې زمانې يې د هنر پر ارزښت شهادت ويلى دى، وايي: (که د يو ستايل شوي صفت نه خالي ياست، نو د هغه په لرلو تظاهر وکړئ)
 
هيڅ عيب نلري که دا طريقه د نورو په باب هم و کاروئ، که نور د يوداسې لوړ خصلت لرونکى وي، چې تاسو ته ښه ښکاري، څرګنده يې ورته ووايئ، په بله وينا نور د شهرت له حس نه برخمن کړئ؛ ځکه په داسې حالت کې به دوى هڅه وکړي ځان هغسې کړي چې تاسو يې فکر کوئ، ژوره لوبلان په خپل کتاب (زما ژوند له ميترلينګ سره) کې د يوې غريبې خدمتګارې په باب ليکې چې ويې شو کولاى د تشويق او پر ځان باور په اثر يې خپل ژوند بدل کړ؛ هغه ليکي: هغې خدمتګارې چې له ګاونډي هوټل نه يې راته خواړه راوړل؛ مرى نومېده، داجنۍ د يوې بلا په شان وه، وازې سترګې، کږې پښې او نورې بدني نيمګړتياوې يې لرلې.
 
يوه ورځ چې يې ماته د ماکروني لوښى راوړ، ورته ومې ويل: مېرمن مرى ته نه پوهېږې په بدن کې موڅه قيمتي اونادرې خزانې پټې دي، هغه چې ويريده؛ لږه غلى شوه، کله چې يې لوښى پرمېز کېښود غلي غلي يې وويل: مېرمنې ستا په خبرو باور نه شم کولى! هغې خو په ښکاره ماته وويل زما په خبرو باور نه شي کولاى؛ خو په پټه يې منلې وې او د خپل اندام په نيمګړتيا او د څېرې په بدوالي کې يې شک کړى و. مري پخلنځى ته لاړه اوپه ايينه کې يې کتل پيل کړل، تر شونډو لاندې يې زما خبره تکرار کړه، زما همدا لږه يادونه بس وه چې هغې ته ځان ارزښتمن ښکاره شي او دا تر ټولو عجيب بدلون و چې په دې ښځه کې راغى، هغې د خپل ځان جدي څار نه اوپالنه پيل کړه او چې څه موده تېره شوه د هغې د څېرې بدوالى په يوډول دروندوالي بدل شو، زه چې دوه مياشتې وروسته ورغلم راته ويې ويل چې د هوټل د خاوند د وراره سره واده کوي، زما څخه د مننې په ترڅ کې يې وويل؛ ګورې چې اوس به ځانته پوره ښځه شم!
 
هانرى ريسز چې يو وخت غوښتل د امريکا دپلي پوځ په منځ کې چې په فرانسه کې وو د ښه تصور روحيه  پيدا کړي، جنرال هارنورد يو وخت  ده ته ويلي و، د امريکا دا دوه ميلونه پلى پوځ چې په امريکا کې اوسېږي؛ هغه بهترين سرتيري دي چې تراوسه مې ليدلي يا اوريدلي دي.
 
ريسز د جنرال له دغې اغراقي جملې نه کارواخيست او چې کله به يې وخت راته په ډېر آب وتاب به يې د سر تېرو په مخکې ويله ،هغه وويل (زما يې د جنرال د وينا له سموالي او ناسموالي سره کار نه شته خويواځې په دې پوهېدم؛ دغه سرتېري چې د جنرال د ستايلو ارزښت لري، ځان په همدې خبره سټندرډ ته رسوي).
 
يو مشهور متل دى، وايي: (که غواړئ يو څوک مړ کړئ، بدنام يې کړئ! ددې په مقابل کې که غواړئ چاته خدمت وکړئ، د ښه نوم خاوند يې کړ ئ) او وګورئ چې نتيجه يې څنګه شوه. ټول خلک له استثنا پرته که هغه شتمن وي، که نيستمن، شريف وي که ر‌ذيل، هوښيار وي که کم عقل، ځوان وي که زوړ؛ غواړي د هغه باور وړشي چې نورو پرې کړى دى.
 
د يو ناسم ، ځواب او بدسړي سره د چلند پرو خت ښه لار داده چې ګويا د يوه پتمن اوښه سړي سره مخ ياست؛ ستاسې ددې چلند نه هغه اغېزمن کېږي، او کېداى شي ځان ستاسو د تصور سره سم جوړ کړي. نو که د پورته پېښو په پام کې نيولو سره غواړئ په نورو اغېز ولرئ، احساسات يې زيانمن نکړئ لاندې لارښوونه په پام کې ولرئ :
 
مقابل لورى له ښه شهرت نه برخمن کړئ چې ځان د هغه ښه نوم وړ کړي چې تاسو  ورکړی دى؛ په دې صورت کې به دواړه مقصد ته رسېدلى ياست.
 
 
 
 
 
 


 
 
 
نهه ويشتم څپرکى
د کميو کوچني ګڼل اوپه ارزښتونو تاکيدکول
کمي واړه دى او سمو ن اسان
 
څه موده مخکې مې يو دوست چې د پوخ عمر خاوند دى اوپه څلوېښت کلنۍ کې يې واده وکړ، کيسه راته وکړه چې مېرمن يې ترې غواړي د ورځې د مود سره سمه ګډا وکړي؛ هغه داسې مېړه غواړي چې د ځوان نسل په اړتياوو پوره - پوره خبر وي، دوست مې وويل: په دې عمر کې راته دا کار ګران و؛ خو د مېرمنې د نظر د عملي کولو نه غېر مې بله لار نه وه،يوه ښوونکي ته لاړم، هغه مې زړه وغورځاوه، بل ته لاړم، ده راته په لومړۍ ورځ وويل چې ته اصلاً په طبيعي ډول دې کاته جوړ يې، حرکات دې ډېر موزون دي، ددې ښوونکي هڅونه ددې سبب شوه چې ډېره ښه ګډا زده کړم، دده تشويق زما د برې سبب شو، ده پر ما باور وکړ او ما هم کوښښ وکړ چې هغه نهيلي نکړم اوپه دې توګه بريالى شوم )
 
که يو ماشوم، يوه مېړه، يوې ښځې، يوه کارګر؛ يا يوه زده کوونکي ته ووايئ کودن دى اوهيڅ کار نشي کولاى، خپل ټول کارونه به ناسم وکړي، اوهيڅکله به ورسره مينه ونه ښايي، ځکه تاسو په ناپوهه ډول په ده کې د پرمختيا او بشپړ تيا په لور لېوالتيا وژلې ده، خو که ددې پر عکس چلند وکړئ او په هڅونه کې سخاوت وکړئ، پايله به بدلون ومومي، تاسو کولاى شئ د کار پراسانوالي زور واچوئ او د شخص استعداد په همدغه  برخه کې وستايئ ، هغه په دې پوه کړئ چې کار د په سر ته رسولو کې دده پراستعداد باور لرئ، اجازه ورکړئ په دې پوه شي چې تاسو د هغه په پټ ذاتي استعداد خبرشوي ياست، په دې صورت کې به خپل کار او فعاليت تاسو ته زباد کړي؛ اشتباه مونه ده کړې او د بري لمر راختلى دى .
 
ښاغلى لاول توماس چې د انساني اړيکو په اصولو کې په ټوله مانا يوهنر مند دى، همدغه  طريقه کاروي، هغه په خپلو خبرو او تاکيدونو تاسو له سره جوړوي اوپرځان باور در کې پيدا کوي، پر ځان ايمان، شهامت  او جرائت در پکې راويښوي.
 
په دې وروستيو کې مې يوه شپه ده کره تېره کړه، د بخارۍ د تود او بل اور خواته ناست وو؛ کيسې موکولې؛ ده له ما وغوښتل چې د بريج لوبه ورسره وکړم، زما دا لوبه زده نه وه، خو ده راته وويل: ډيله، څه وشو؟ بريج خو مدارى توب نه دى، چالاکۍ ته پکې اړتيا نشته يواځې لږ د حافظې قوت او د تشخصيص ځواک غواړي؛ همدا! دا مې په ياد دي چې تاسو يوځل د حافظې د تقويه کولو په باب ليکنه کړې وه، څوک چې دغسې مقاله ليکي بايد دداسې ساده لوبې له زده کولو ونه وېرېږي! بريج ډېر اسان دى، په عين حال کې ستا له مسلک سره هم اړيکې لري.
 
عجب ! بې له دې چې پوه شم، د بريج  مېز ته ولاړ وم ، اولوبه مې کوله، هو! هغه راته وويل چې زه يې استعدا لرم ، ما هم وښودله چې ده اشتباه نده کړې، هغه ماته د استعداد لرل تلقين کړل او زما استعداد هم وغوړېد.
 
ښاغلي کول چې د بريچ استاد و، په دې باب يې کتابونه ليکلي او بيا په ١٢ ژبو ژباړل شوى و، ماته  هغه هم ويلي و، چې د برېج  استعدادیې نه درلود؛ خو يوې ځوانې ښځې ډاډ ورکړ او ځکه د بريج يو پياوړى استاد شو.  دې چې لومړى امريکا  ته راغى د فلسفې او ټولنيزو پوهنو درس يې ورکاوه، بيايې سکاره خرڅول؛ خو په دغو لارو کې د يوې مړۍ ډوډۍ خاوند نه شو، کله چې د ژوزفين په نوم د يوې ځوانې جنۍ سره يې واده وکړ، هغې دده په وجود کې دغه استعداد کشف کړ، او رښتيا چې په دې کار کې دی لوى استاد شو.
 
نو پر نورو د اغېز کولو، مثبت لوري ته د دوى د بيولو او سمولو لپاره لاندې لارښود وکاروئ :
 
په هڅونه سره نورو ته وښائئ چې د کميو لېرې کول يې اسان دي، داسې کار وکړئ چې ستاسې  غوښتنه  ورته آسانه ښکاره شي او د ځان په وړاندې يې ناشونې ونه ويني.
 


 
 
 
دېرشم څپرکى
موږ ته د خدمت لپاره په نورو کې د شوق پيدا کول
 
څه وکړو چې نور په مينه او شوق زموږ د وړانديز له مخې هغه کار وکړي چې موږ يې غواړو؟ په ١٩١٠ کال کې امريکا په وحشت وهلي او وارخطا ډول اروپا ته کتل چې دولتونه يو بل سره نښتي دي ا وپه منځ کې خلک په عام ډول قتلېږي؛ آيا ددې امکان و چې يو ځل بيا د سولې او آرامۍ پرښته ووينو؟ آيا د سولې ټينګښت دچا په وس کې و؟ کومه لار وه چې د قتل او وژنو مخه ونيسي؟
 
ډېر ګران کار و؛ خو جمهوررئيس ويلسون په دې لټه کې و چې دا کار وکړي، هغه غوښتل په اروپا کې د سولې په ټينګښت کې مرسته وکړي، خو څنګه؟ ويلسون په دې لټه کې و چې د سولې پيغام وړونکي په نوم يو نماينده اروپا ته ولېږي، دا سړى بايد د اروپا  په جګړه کې له ښکېلو مشرانو سره خبرې وکړي او قناعت ورکړي چې له جګړې لاس واخلي .
 
برايان د کونيو چارو و زير غوښتل دې کار ته وټاکل شي، چې د زړه له کومې هڅې وکړي اونوم يې په تاريخ کې تلپاتې شي، خو ويلسون ددې کار لپاره خپل دوست  هاوس وټاکه او ورته ويې ويل چې برايان درنه خبر نه شي. هاوس په خپلو خاطرو کې په دې باب ليکي: کله چې برايان وپوهېده زه اروپا ته د سفير په توګه ځم، ډېر خپه او زړه يې مات شو، هغه نقشې چې يې په خپل فکر کې ددې ماموريت لپاره جوړې کړې وې، ګډوې وډې شوې، خپله دا اندېښنه يې ماته هم وويله، ما ورته وويل: جمهور رئيس نه غواړي دا کار په رسمي ډول ترسره شي؛ که تاسو دې کارته  وټاکل شئ او اروپا ته لاړ شئ؛ ټول ذهنيتونه به درته ځير شي او دا شور به راولاړ شي چې څه مهه خبره ده چې برايان اروپا ته تللي دي؟
 
هاوس کېداى شي د همدې زيرکۍ اوهوښيارۍ په وجه د جمهور رئيس ډېر باوري سړى و، ده په ظرافت اوسنجول شوو ټکيو برايان داسې قانع کړ؛ چې نه يواځې خفه نه شو بلکې خپل کار يې لامهم وګاڼه، هاوس ورته وښودله چې برايان تردې ډېر مهم دي چې دغسې يو ماموريت ته ولېږل شي، د هاوس نظر داسې لنډوو: داسې چلند وکړئ چې نور په مينه ا و لېوالتيا هغه څه ومني؛ چې تاسو يې غواړئ!
 
د امريکا د يوې لويې خپرندويې تولنې مشر پېژنم چې لاندې لارښوونه يې د خپل خپرنيز کار شعار ګرځولى وه : داسې چلند وکړئ چې نور په مينه او لېوالتيا هغه څه وکړي چې تاسو يې غواړئ! دا موسسه په خپل کار کې دومره بريالۍ ده؛ چې مشهور ليکوال او. هنري يې په باب وايي: کله چې خپرندويه موسسه نه تېارېده زماليکنې چاپ کړي، دا خبره يې په داسې طريقه رارسوله او داسې په مهربانۍ اومينه يې راسره چلند کاوه چې د هغوى په وړاندې مې احساس ښه کېده، حتى که له دې نه غير په بله طريقه کومې خپرندويې موسسې  زما اثار چاپولى هم، دمره يې نه خوشالولم.
 
زه داسې سړى پېژنم چې د ښې وينا په خاطر تل غونډو ته بلل کېږي، خو نه يې مني، حتى د خپلو ځينو دوستانو بلنې هم ردوي، خوپه داسې ډول او داسې خوږو الفاظو چې نه يواځې د بل لوري د خفګان سبب کېږي نه، بلکې خوشالي هم ور په برخه کوي. هغه هيڅکله نه وايي چې د ستړيا، بوختيا يا نا لیوالتیا له امله نه شي کولاى غونډې ته ورشي؛ هغه لومړى له دې امله چې د پام وړ ګرځول شوى دى، مننه کوي او بيا په ډېر خفګان د خپل نه تلو خبر ورکوي؛ اوپه خپل ځاى يوبل ويناوال لېږي. هغه بې له دې چې په خپل نه ورتګ هغوى خفه کړي، يو بل بديل ورته وړاندې کوي،  مثلاً (ولې زما دوست... ته چې د .... اخبار  مسئول دى بلنه نه ورکوئ). يا (رښتيا فکر مو کړى دى؛ چې زما دوست .... چې  ٤٥ کاله يې په فرانسه کې د ورځپاڼې مشري کړې ده، ددې لپاره ډېر وړ دی؛ هغه کولاى شي په اروپا کې دخپل ۴٥ کلن کار ښې خبرې او تجربې درته ووايي).
 
ښاغلى ح ـ ا ـ وانټ د خپرندويه موسسې مشر دى، ده د خپلې موسسې د چاپ د ماشين له کارکوونکو سره د چلند يوه ستونزه درلوده؛ چې بايد حل يې کړي، د چاپ د ماشين مشر يوتن و او کار پرې ډېر و، خو د شرکت مشر ده ته مرستيال ونه ټاکه؛يواځې يوه کوټه يې ورکړه، او دده د کار يوه تابلو يې پکې ولګوله، دې کار د چاپ د ماشين مشر ډېر خوشاله کړ، ګيلې ګوذارې ختمې شوې او کار په ښه ډول پرمخ روان شو. ښايي دا ستاسې په نظر يوه ماشومانه خبره وي، داسې  به وي خو رښتيا ده.
 
کله چې ناپليون د لژيون نښان راوايست او په خپل پوځ ته يې د ستر پوځ نوم ورکړ، ټولو وويل ماشومانه کار يې وکړاو دا د يو نظامي نابغه لکه ناپليون سره نه ښايي، هغه خپلو ازمايل شوو او پياوړيو سرتېرو ته د لوبو سامان ورکوي، ناپليون په ځواب کې وويل: (له سترو اشخاصو هم د بازيچو په ورکولو بازيچه جوړولاى شو!) نو چې د القا بو ورکول د ناپليون په شان خلکو ته ګټه رسولاى شي، بې له شکه تاسو ته هم ګټور کېداى شي.
 
زما يوې دوستې مېرمن جنټ چې د نيويارک اوسېدونکې ده؛ د شيطانو ماشومانو نه؛ چې د چمن واښه به يې خرابول، ګيله لرله او خفه وه؛ خو څه يې نه شو کولاى، تر مشورو وروسته دې مېرمن هوډ وکړ د همدې شيطانو هلکانو نه کار واخلي، هغه يوهلک ته وويل ته ددې ځاى د ساتلو مسول يې؛ که څوک باغچې ته راننوتل ما خبره کړه، هلک دستي کار پيل کړ، اور يې بل کړ، يوه ميله يې توده کړه او هلکانو ته يې وويل (که څوک چمن ته راننوتل په دې ميله يې داغوم!) تر هغه وروسته د مېرمن جنټ چمن ددې هلک په هڅه روغ پاتې شو، ځکه مېرمن جنټ هلک مهم ګڼلى و او هغه هم د خپل مهموالي د اثبات لپاره په جدي ډول د مېرمن غوښتنه عملي کړې وه؛ نو د همدې اصولو په رڼا کې که غواړئ نورد خپلو غوښتنو د سر ته رسولو په لار کې وهڅوئ او د دوى احساسات ټپي نکړئ او قار يې هم راونه پاروئ، لاندې لارښود په پام کې وساتئ:
 
کله چې نورو ته د کارونو د تر سره کولو وړانديز کوئ؛ په داسې ډول چلند وکړئ؛ چې هغوى ځانونه  مهم وګڼي او په خوښۍ ستاسو غوښتنه ومني.
 


د څلورمې برخې لنډيز:
د نورو د بدلولو او پر دوى د اغېز پرې ايستلو ٩ لارې چې دوى ناراحته نشي او احساسات يې په پام کې ونيول شي .
لومړى لارښود: په رښتيني اوصادقانه ستاينه او قدر بحث پيل کړئ اوپه پاى کې شخص دې ته اړ کړئ چې د خپلو ارزښتونو د ساتنې لپاره هڅه وکړي.
دويم لارښود: د نورو خطا په نامستقيم ډول غوږ ته ور وروسوئ او دې ته ځير اوسئ؛ چې د وياړمنۍ او لوړتيا احساس مو په خبرو کې نه وي.
درېيم لارښود:  د نورو د کارونو د انتقاد کولو دمخه، لمړى د خپلو کميو په باب پيل وکړئ او بيان يې کړئ.
څلورم لارښود :د مستقيم امر صادرولو پرځاى خپلې غوښتنې د پوښتنې او وړانديز په ډول ووایئ.
پنځم لارښود: نورو ته موقع ورکړئ چې خپله تبرو وساتي.
شپږم لارښود: د نورو د وړو پرمختګونو سخاوتمندانه ستاينه وکړئ او د دوى د استعدادونو په ستاينه کې صميميت وښايئ.
اووم لارښود: نور د ښه شهرت نه برخمن کړئ چې ځان د هغه نېک او ښه نوم وړ وګڼي؛ چې تاسو ورکړى دى؛ په دې صورت کې دواړه لوري مقصد ته رسېږئ .
اتم لارښود: د نورو په هڅونه داوښايئ چې د دوى د کمیو لرې کول اسان دي، داسې کار وکړئ چې ستاسو غوښتنه هغه ته آسانه وبريښي او ځان د يوناشوني څه سره مخ ونه ويني .
نهم لارښود: د هغو کارونو د سرته رسولو لپاره چې نورو ته يې وړانديز کوئ؛ داسې چلند وکړئ چې هغوى ځان مهم وګڼي؛ او په خوښۍ مو غوښتنه ومني.
 
 
 
پينځمه برخه
 
يو دېرشم څپرکى
د نه باورېدونکو پايلو لرونکي ليکونه
هغه ليکونه چې جادو يې اغېزې يې کړې دي
 
کولاى شم تاسو سره چې دا عنوان مو لوستى دى، د مطلب د دوام مخکې شرط وتړم چې تاسو څه فکر کوئ! پوهېږم چې وبه وايئ څومره مسخره عنوان! د داسې اعلان په شان چې په يوه ګولۍ لا علاجه ناروغۍ رغوې!.
 
که داسې جملې ووايئ نو نه مو ملامتوم، ځکه که ما هم پنځلس کاله مخکې دا سې عنوان ليدلى واى او هغه څه چې مې لوستلي؛ چې تاسې يې لولئ؛ ستاسو په شان غبرګون مې څرګندوه.
 
که ددې مووضع په منلو کې شک لرئ، اجازه راکړئ ووايم چې ما د خپل ژوند لومړي شل کلونه په ميسوري  کې تېر کړي دي، د هغه ځاى خلک په ترديد او شک کې نوم لري، دغه خلک هيڅ کليمه له دليل پرته نه مني، داهم سمه ده چې د بشر پرمختګ تر يوه حده په انتقاد اوشک کولو کې دى؛ راځئ چې يوبل سره راست واوسو؛ او دروغ ونه وايو، آيا پورتنى عنوان حقيقت لري او سم دى ؟
 
دا چې ژمنه مو وکړه دروغ به نه وايو، نو زه وايم چې دغه عنوان سم نه دى، ځکه د ځينو  ليکونو اغېز تر سحر زيات دى، دا معيا رکن ډايک ديو شرکت د تبليغ د برخې مسئول ټاکلى دى. ښاغلى دايک وايي: هغو ليکونو ته چې د شل پوښتنو لرونکي وو او د معلوماتو د راټولولو لپاره مو لېږل، که د ٪٨ – ٪٥ پوښتنو ځواب مو ترلاسه کاوه، معمولي نتيجه وه، تر  ډېره وضعې همدغه شان دوام و کړ. که هر ليک ٪١٥ پوښتنې ځواب کړې وې، د تصور نه لوړ کار و، خو که ۲۰٪ پوښتنې به ځواب شوې و موږ په ويل معجزه پېښه شوې ده، يوه ليک ته د ٤٢ پوښتو ځواب راغى، دا نو تر معجزې هم موږ ته لوړ ښکارېده، ولې داسې وشو؟ (.... وروسته تر هغه چې د ښاغلي کارنګي د ښوونو له لارې د معاشرت د ادابو او ويناکولو له لارو خبر شوم، پوه شوم چې زما پخوانۍ طريقه بيخي ناسمه وه، نو هڅه مې وکړه چې د ښاغلي کارنګي د کتاب سره سم کړنه وکړم؛ ځوابونه د ٪٥٠ ته ورسېدل، د ښاغلي کارنګي د لارښوونو له مخې ليکونه داسې تنظيم شول؛ چې شخص به دليک د لوستلو پرمهال هيله کوله، د ليکونکي په باب مهرباني وکړي، دې احساس به دليک  لوستونکى با اهميته ښوده.
زه به د يو ليک شکل د تفسير سره وليکم.
 
ښاغلى جان بلانګ، بلانک ويل – انديا نا
ګران ښاغلى بلانک! نه پوهېږم پدغه ستونزه کې چې نښتې يم، مرسته به راسره وکړې که نه؟ خو پوهېږم چې که زما مرستې ته لېوال شې، نو د ستونزې  دحل وس مې لرې .
اوس دلوستونکي دريځ ته وګورئ  فرض کړئ دا يو عادي پلورونکى دى ، کله چې ګوري د يولوى سړي په ليک کې دده نه مرسته غوښتتل شوې ده؛ خپل مهم والى ور مخې ته کېږي.
دليک پاتې برخه: سږ کال مې په سختۍ خپل شرکت قانع کړ چې د خرڅلاو د حال د ښه والي لپاره بايد د پرچون پلورونکو ملاتړ وشي او د دوى هغه اضافي خرڅونه په غاړه واخلي چې د دوى د خرڅلاو په کار کې نشته.
 
دا پرچون پلورونکی چې ګوري دده غم خوړل شوي او اضافي لګښت يې شرکت په غاړه اخستى دى؛ پوهېږي چې څومره خرڅلا ډېره وي، هماغومره ګټه ډېره وي، د ليک دوام: (په دې وروستيو کې مې يو پوښتنليک ١٦٠٠٠ تنو د خرڅلاو نماينده ګانو ته ولېږه؛ دوى زموږ له طرحې ګټه اخستې وه، البته خوښ يم چې تاسو ته خبر کړم چې په سلګونو ځوابونه مې ترلاسه کړل، ټولو ويلي و، د دې طرحې سره له همکارۍ نه راضي دي، د دوى هرکلى ددې سبب شو چې زه بله طرحه جوړه کړم چې همدا اوس يې تاسو ته درلېږم، ډاډه يم چې تر پخوانۍ طرحې موډېره خوښېږي، نن راسره د شرکت رئيس د تېر کال دطرحې د ګزارش په باب خبرې کولې او لکه څنګه چې څو سپارښتونه رسېدلي دي؛ معلومه ده  درئيس د ځواب لپاره ستاسو مرسته غواړم!)
 
(هغه څه چې ستاسو درانه څخه يې غواړم داده چې د مهربانۍ له مخې ددې کارت پرضميمه وليکئ چې ستاسو د تېر کال سپارښتونه څو فقرې وو او دوهم هڅه وکړئ د ټولو شيانو رښتينې بيه هم څرګنده کړئ، چې دا کار د مهربانۍ له مخې راته وکړئ زه به مو دېره مننه کوم، او تاسو به ددې معلومات  په بشپړولو ما د خپل منت پوروړى کړئ.
ستاسو اراتمند کن ډايک
وګورئ ليکوال څنګه په پيل کې له (زه) او په پاى کې له (تاسو) نه ښه کار اخستى دی. هغه څومره په ستاينه او تقدير او د مهربانۍ په څرګندونه کې سخاوت کړى دى. ( له تاسو به ډېره مننه کوم، زه به مو تل د منت پوروړى اوسم)
 
دې ليک پخپل ټول ساده والي جادو کړې دى! ولې؟ ځکه ليکونکي د خپل مخاطب نه د مهربانۍ غوښتنه کړې ده او دا ددې سبب شوې چې بل لورى ځان مهم احساس کړي. دا ډول چلند د ارواپوهنې له نظره ډېر مهم دی. که تاسو يو غريب دکاندار ياست او که په وروستي ماډل فورډ کې په اروپا کې چکر وهئ؛ دا درته مهمه ده چې درناوی مو وشي.
 
يو بل مثال: يو وخت ما او هومرکراى د فرانسې  په جادو کې د چکر پرمهال لار ورکه کړه، موټر مو ودراوه او له کليوالو خلکو مو پوښتنه وکړه چې څنګه لار پيداکړو؟ دې کليوالو چې لرګين بوټونه  يې په پښو وو؛ ټول امريکائيان ورته شتمن خلک ښکارېدل؛ موټرې په دغه سيمه کې ډېرې لږې وې، د دوى په فکر موږ بايد ميلونران يا کم تر کمه د هانري فورډ د تره زامن اوسو؛ دوى زموږ په باب د هغه څه نه خبر وو چې موږ ترې په خپله خبر نه وو.
 
موږ سره له دې چې تردوى زياتې پيسې لرلې؛ خو له دوى موسوال کړى کړى و، غو ښتنه مو وه چې لار راوښايي، دې موضوع دوى ته د مهم والي احساس ورکاوه، ټولو يو بل سره زر زر خبرې پيل کړې، زر زر يې لار راوښوده.
 
فرانکلين په ځوانۍ کې خپله ټوله شتمني د يوې وړې چاپخونې په جوړولو ولګوله اوپه ډېره هڅه وتوانېده؛ د فيلادلفيا د کنګرس منشي شي، داکار ددې سبب شو؛ چې د سيمې چاپي کارونه ده ته وسپارل شي، دې کار ده ته ډېره ګټه رسوله؛ او دى حاضر نه و هغه پرېږدي، خويو خطر تهديداوه؛ د کنګرس يو دېر شتمن او ډېر ځواکمن  غړي له فرانکلين نه سخته کرکه کوله، دې شخص ددې کرکې د ښودلو لپاره د ټولو په مخکې په فرانکلين بريد وکړ؛ فرانکلين هوډ وکړ، دا خطر له منځه يوسي، او ددې سړي  نه يو دوست جوړکړي.
 
فرانکلين تر ډېر فکر وروسته داسې کار وکړ چې د هغه ځان غوښتنه يې راضي کړه، کيسه په خپله فرانکلين داسې کوي، اورېدلې مې و چې د هغه په کتابخونه کې يو ارزښتمن او ګرانبيه کتاب دى، د يو يادښت په ترڅ کې مې ترې وغوښتل ددغه کتاب د لوستلو وخت راکړي؛ هغه ډېر زر کتاب راولېږه، ما هم په يوه اوونۍ کې ولوست او روغ جوړ مې ورته بېرته ولېږه؛ اوپه يوه بل يادښت کړې مې دده له مهربانۍ نه مننه کړې وه. بل ځل چې مې په کنګرس کې وليد؛ چلند يې له ډېر ادب نه ډک و؛ په ادب يې راسره  خبرې وکړې، داسې چې پخوا يې کله نه وې کړې، تر هغه وروسته يې راته د تل لپاره د خپلې مرستې تيارى واوروه، اوپه دې توګه موږ دوستان شوو! د دوې دوستۍ د فرانکلين دعمر تر پايه دوام وکړ.
 
زما يوشاګرد امسل تر فرانکلين ١٥ کاله وروسته دغه ارواپوهنېيزه طريقه وکاروله، دى وايي: (موږ نلونه خرڅول، کله چې به د يو شرکت مشر ته ورغلم، ده به راته د واره وويل: ښاغليه موږ څه نه اخلو) دا ځل چې ورغلم؛ زر مې ورته وويل: (ښاغليه! دا ځل د څه شي خرڅولو لپاره نه يم راغلى، يواځې غواړم ستاسې يو پينځه دقيقې وخت ونيسم) په داسې حال کې چې سګرت يې د خولې نه لرې کړ راته وويل: وبه ګورو چې په سر کې دې څه ګرځي او څه غواړې؟ امسل وايي (زموږ شرکت غواړي په بروکلین کې يوه څانګه پرانېزي او تاسو تر هرچا ډېر په دغه ځاى کې بايد بلد ياست، ددې لپاره راغلى يم چې د دغه ځاى په باب مشوره راکړئ، چې دغلته به زموږ کار ښه وي که نه؟ ددې جملې په ويلو وضعه بيخي بدله شوه، ده چې کلونه کلونه په غريدلو د خپل مهم والي احساس آراموه، اوس يې کتل چې د يو شرکت نماينده دده د نظر د اهميت په خاطر دده مشوره غواړي، ده چوکۍ رامخته کړه او ويې ويل: کېنه ! دده سره زما کتنې يو ساعت  وخت ونيو او د هر څه په باب سره وغږېدو؛ په پاى کې حتى ده د خپلو کورنيو ستونزو کېسې هم وکړي. امسل وايي (په دغه ورځ نه يواځې د يولوى سپارښت لومړني کارونه وشول؛ بلکې د يوې پياوړې دوستۍ مزي هم وتړل شول؛ زه پردې شخص چې ټول عمربه غرېده، ځکه بريالى شوى وم؛ چې دده د مهم والي د حس په آرموالي مې دى خوښ کړى و). دې ته پام و کړئ چې ټول د ستاينې اوتقدير تږي دي؛ ټول غواړي مهم وګڼل شي، خو هېڅوک نا صميمي چلند نه خوښوي،هيڅوک د چاپلوسۍ او تملق پلوي نه دي، يوځل بيا يې يادوم:
 
ددې کتاب اصول او لارښوونې هغه وخت اغېزمنې واقع کېږي چې صميمانه ترسره شي؛ زه د مداريتوب او چالاکۍ کومه خلطه لوستونکي ته نه ورکوم، يواځې داسې رښتيا چې له پامه يې لرې پاتې شوي وي، ده ته ورښايم چې په دې رښتيا د يو نوي ژوند دايرې ته ورننوزي .
 
 
 
 
 
 
 
 
شپږمه برخه
د کورنۍ د غړو د نېکمرغۍ لپاره اووه بنسټيز اصلونه
 
دوه دېرشم څپرکى
د کورني ژوند د ښخولو لپاره د ګورکيندنې  بېړنۍ  لار
 
٧٥ کاله مخکې درېيم ناپليون د فرانسې امپراطور د لوى ناپليون وراره په مارى اوژني چې په ملکه تبا مشهوره وه، مين شو، بې له اغراقه دغه مېرمن د نړۍ ډېره زياته ښکلې میرمن وه، دريم ناپليون د يوې سوزونکې مېنې وروسته له دغې مېرمنې سره واده وکړ. د نزدېوالي مخکې ځينو مشاورينو امپراطور ته وويل چې شهزاد ګۍ د اسپانيا د ېو کم اهمیته او نوم ورکي کنت لور ده، خو ناپليون زر په ځواب کې ورته وويل: ټبر يې څه اهميت لري؟ د شهزادګۍ موزون اندام، د څېرې ښکلا،زړه وړنې او نازولتوب د فرانسې د پادشاه بدن له اسماني نېکمرغۍ ډک کړي و او هغه چې د شهزاده ګۍ د ښکلا د جاذبې تر اغېز لاندې و؛ د پادشاهۍ له تخته يې د خپلو مشاورانو  نظر په يوه وينا کې رد کړ او ويې ويل: ما يوه داسې ښځه چې خوښېږي مې او درناوى ورته لرم تر هغې ښځې چې راته نا ا شنا ده اونه شم کولاى دوستي ورسره وکړم؛ غوره کړې ده.
 
ناپليون اوځوانې ناوې ښکلا او روغتيا، ځواک و شتمني، ټولنيز دريځ او شهرت، مينه او زړه ورکونه او ټول هغه شيان چې د يوې بريالۍ مينې لپاره پکار وي، لرل . داسې ښکارېده چې هېڅکله د يوې داسې سپيڅلې مينې لمبې نه وې بلې شوې؛ او يو بريالى واده يې ځان پسې نه و راوړى، خو افسوس!
 
د دې تېزې او توپاني مينې لمبې ډېرې زر غلې شوې او ګرمي يې تر هغه د مخه سړه شوه چې فکر يې کېده؛  د ټولو سرکشو اورونو په شان ترې يواځې ايرې پاتې شوې او ايرې هم سړې شوې . درېيم ناپيليون وکړاى شو چې ښکلې اوژنې د فرانسې ملکه کړي؛ خو نه ښکلې فرانسې او نه د نا پيليون ځواک او واک اونه د سلطنت ځلا؛ يوه هم ونه شو کولاى؛ دا ښکلې ښځه د خبرلوڅۍ او بدژبېتوب  نه واړوي.
 
اوژنې چې د کينې او بدګمانۍ ناروغۍ ځوروله؛ د ناروغۍ اغېزو يې د چنجیانو په شان د دوی د کورني ژوند دتخت د پايو خوراک پیل کړ؛. اوژني د امپراتور په امرونو باک نه کاوه او حتى په يواځېوالي کې يې هم د څرګندېدو اجازه نه ورکوله؛ کله چې ناپليون به د دندو په سرته رسولو بوخت او ديو پادشاه په عنوان يې بايد کار کولاى، او ژنى به يې د کار دفتر ته ورننو ته او حتى مهمې اوضروري خبرې يې ورګډوډولې. اوژني ناپليون يوه شېبه يواځې نه پرېښوده، ځکه له دې وېرېده چې هغه د کومې بلې ښځې سره د مينې اړيکې پيدا نکړي، زياتره به يې خپلې خور ته د خپل مېړه نه شکايت کاوه، د مېړه د نازوونکو خبرو په مقابل کې به ژړېده، تل به يې خبرې ورګرزولې، او تهديدوه به يې.
 
يوه ورځ ناپيليون کتابتون ته پناه يووړه چې ددې له شروشوره خلاص شي؛ خو اوژني په زور کتابتون ته ورننو ته او خپل مېړه ته یې بدې ردې پيل کړې؛ اوژوني له دې کاره څه نتيجه واخسته؟ ددې تپوس ځواب به (د ناپليون او اوژني، د يو امپراتور شرمناکه تراژيدي) له کتاب نه چې د راينهار په قلم ليکل شوې دي، درته را واخلو :
 
دا وژنې د سختګېريو نتيجه داشوه چې زياتره به ناپيليون د شپې ناوخته د يو ملګري په ملګرتيا د يوې پټې دروازې له لارې ووت، په داسې حال کې چې خولۍ به يې پر مخ راټيټه کړې وه، پټ به ته او رښتيا  به د يوې ښکلې ښځې ليدلو ته چې دده انتظار به وه ورته. کله به په داسې لارو ورته چې په دغسې ځايونو کې د يو امپراتور شته والی افسانوي و، همدغه ځاى کې به امپراتور ارامه ساه ايسته .
 
دا هماغه څه وچې شوروشر اوژنې ته په زېري کې راوړ . داسمه ده چې هغې په امپراتور زور چلوه، او د نړۍ تر ټولو ښکلې مېرمن وه، خو د ښکلا او قدرت حاصل يې د حسادت په اور کې وسوځېده؛ ځکه نه ښکلا او نه ځواک يو هم نه شي کولای مينه د شوروشر او حسادت په زهرجنو لړو کې ژوندۍ وساتي.
 
رښتيا، دا اسماني بلاوه چې په اوژني رانازله شوې وه؟ نه! دې ښکلې ښځې په خپل دايمي حسادت او خبرو ګرځولو پر خپل مېړه داسې بلا نازله کړې وه چې کولای يې شو؛ د دوى ښکلى او پرتمين عشق له منځه يوسي.
د ټولو دوزخي شيطانانو په منځ کې چې د مينې دله منځه وړلو لپاره پيداشوي دي، تر شوروشره يو هم خطرناک او اغېزمن نه دی، دا شوروشر نه خلاصېږي او نه کمېږي؛ او د نېش حاصل يې نابودي او مرګ دى .
 
موږ فکر کوو چې د لئوتولستوي مېرمن هم په دې موضوع وروسته پوه شوه،  ځکه تر خپل مرګ لږ دمخه يې خپلو لوڼو ته وويل: زه ستاسې د پلار د مړينې سبب شوم. په دغه شېبه کې لوڼو مور ته ځواب ورنکړ، يواځې دواړو وژړل؛ خو پوهېدلې چې مور يې رښتيا وايي، دوى پوه وې چې مور يې په همېشني شکايت او نه خلاصېدونکي انتقاد او شوروشر د دوى د پلار د مرګ سببونه جوړ کړي وو.
 
د هغې وضعې پرخلاف چې منځ ته راغله او ددې سبب شوه چې ليوتولستوی په ناکامۍ سره د مرګ لور ته ګام واخلي، هغه او مېرمنې يې کولاى شوو خوښ او خوشاله ژوند ولري. د همدغه ناخوښه ژوند په کلونو کې تولستوی د خپل وخت تر ټولو مشهور رومان ليکونکى و او د هغو شهکارونو په خاطر چې (د جنګ اوسوله) او (انا کارنينا) په نومونو يې ليکلى وو؛ بس و، چې نوم يې د نړۍ د ادبياتو تاريخ ژوندى وساتي. د تولستوي اثارو پر مينه والو دومره اغېز درلوده چې په دغو شپو او ورځو کې د فداکارو مريدانو په شان د خپل مرشد په خدمت کې وو. يوځاى مې د تولستوى په باب لوستلى دي چې مريدانو يې يو وخت حتى داسې خبرې لکه (ددې وخت دى چې خوب ته لاړ شو) د ده ویناوې یې هم د اسماني کلام په شان ليکلې، تر هغه وروسته دولت د ده ټول اثار د ده د مريدانو د ياددښتونو سره مل د هېواد دادبياتو د يوې وياړمنې دورې په توګه چاپ کړل، دده اثار نږدې په ١٠٠ ټوکونو کې چاپ شول، څو ځلې بيا هم خپارشوي دي او بيا به هم خپاره شي. خو (ن) تولستوى دده مېرمنې چې د مېړه پرشهرت سربېره يې شتمني، اولادونه او ټولنيز دريځ هم درلود؛ کله هم دی آرام پری نه ښود.
د دوى د بدې ورځې مخکې چا ګمان هم نه کاوه. د هېڅ واده سهار به د دوى تر هغه ښکلى او روښانه نه وي، دوى په لومړي سر کې ګمان کاوه، بشپړې او همېشنۍ نېکمرغۍ ته رسېدلي دي، دواړو به زنګنونه په ځمکه ايښودل؛ له خدايه به يې د خپلې نيکمرغۍ د وخت، شته والی او دوام غوښت. يوه موده تولستوى بيخي بدل شو، د لويو کتابونو ليکل يې پرېښودل او وړې رسالې يې پيل کړې؛ په هغه کې به يې هم خلک دې ته رابلل چې جګړې پرېږدي اوسولې ته مخه کړي، ده غوښتل جګړه يواځې په روسيه نه بلکې په نوره نړۍ کې هم له منځه لاړه شي، همداراز د ده د هڅو بل اړخ د فقر اونيستمنۍ له منځه وړل و. لىو تولستوى چې اعتراف يې کړى و؛ په ځوانۍ کې د هرې هغې ګناه مرتکب شوى چې فکر يې کیداى شي او حتى له انسان وژنې يې هم مخ نه اړوه، هڅه يې کوله په پوره ډول ديني ښوونې ومني، په دې حالاتو کې يې خپلې ځمکې بزګرانو ته وبښلې او فقيرانه ژوند يې پيل کړ، د ساده بزګرانو په شان به يې لرګي ټولول او وړل، واښه به يې ټولول، خپل بوټونه به يې په خپله جوړول، او هڅه يې کوله خپل دښمانان هم ورته ګران وي .
 
په همدې وخت کې دده ژوند په يوه غمنامه بدل شو، داسې غمنامه چې ريښه يې دده په واده کې وه، د ټولستوى ښځې د ځلا او سينګار ژوند خوښوه او خپل مېړه يې چې دنياوي هوسونه يې پرې ايښي وو، سپکاوه، ښځې ځلا او پړقا او ظاهري ښکلا غوښته، مېړه ته دا شيان نور مهم نه برېښېدل، ښځې د شتمنۍ او پيسو مينه لرله او مېړه ته شخصي ملک، او شتمني جمع کول ګناه ښکاېده؛ اوږده کلونه ښځې مېړه ته شروشورکاوه؛ بدې ردې يې ويلې او کنځلې يې کولې، په دې يې ټينګار کاوه چې تولستوى دې خپل کتابونه وړيا نه خپروي، کله چې به تولستوى وغوښتل هغې ته قناعت ورکړي؛ هغې به تهديد کاوه چې ځان به مړه کړي يا به ځان کوهي ته وغورځوي، ددې دواړو په ژوند کې يوه عجيبه  پېښه شته چې زما په اند اوس هم د نړۍ د عاطفي تاريخ تر ټولو غجمنه  پېښه ده.
 
هماغسې چې يادونه وشوه دوى لومړى خوږ ژوند درلود؛ خو ٤٨ کاله وروسته حالت دې ته ورسېد، چې تولستوى د خپلې ښځې مخ نه شو ليدلى، خو ددې سره سره به بيا هم کله زړه بوډۍ راغله او دده خواته به په ځمکه کېناسته او له هغه به يې وغوښتل؛ هغه عاشقانه کيسه چې پنځوس کاله مخکې يې ليکلې ورته ووايي؛ کله چې به تولستوى پخواني يادونه په خپل زوړ او لړزيدلي اواز لوستل؛ دواړو به ژړل.
 
ښايي دوى په دې ژړل چې اوس هغه مينه نه وه پاتې اوهرڅه سرچپه شوى وو، تولستوى د  ښځې سپکې سپورې ونه شوى زغملى؛ يوه نېمه شپه (په  ١٩١ کې) له کوره ووت اونا معلوم لور ته روان شو، تولستوى د کور تر پرېښود؛ ١١ ورځې وروسته؛ د اورګاډي په يو تم ځاى کې په نمونيا اخته شو او له نړۍ يې سترګې پټې کړې . د مرګ پر مهال يې غوښتنه داوه چې ښځې ته يې اجازه ورنکړل شي؛ چې دده مړي ته نږدې شي . دا هغه جزا وه چې کنتس د خبروګرځولو، شوروشر، جنجال، شکايت اوځان ستايلو نه ترلاسه کړه .
 
ځينې لوستونکي به فکر وکړي چې حق دمېرمنې پرخوا دى، کېداى شي، خو زه وايم چې جنجال ورته څه فايده وکړه ؟ وضع يې نوره هم بده نکړه؟ (زه فکر کوم چې رښتيا ليونۍ شوې وم). دا هغه جمله ده چې مېرمن تولستوى هغه وخت وويله چې د مېړه وضعه يې ډېره خرابه شوې وه.
 
د ابراهام لنکلن د ژوند تراژيدي هم د کورني ژوند تراژيدي وه، کله چې په لنکلن غشى ګوزار شو، پوه نه شو چې د چا له خوا و، خو پدې هره ورځ پوهېده چې د نيمې پېړۍ په ژوند کې د ښځې ستغې سپورې واوري ، ښځې ته د مېړه ښکاره وضعه ډېره بې توازنه ښکاریده، د هغې په نظر د لينکلن سر اوپښې ټولې د عيب نه ډکې وي؛ ويل به يې شايې وتلې او پښې د تور پوستو په شان او چتوي، غوږونه یې نري دي، ګامونه يې يې موزون او چالاک نه دي او حتى ورته ويل به يې: پوزه  دې کږه ده او لاندې شونډه دې تر پاس هغې اوږده ده.
 
د مېرمن لينکلن لوړ غږ چې چيغو ته ورته و په کوڅه کې هم اورېد ل کېده، کله چې به قارېده؛ ګاونډيان به يې خبرېدل، ددې د قهرېدلو شمېر چاته معلوم نه دى؛ دې ښځې يوه ورځ په يوه مېلمستيا کې د چاى ډک ګيلاس د لنکلن پر مخ وشينده؛ آیا دى کار لينکلن بدل کړ؟، نه! خو دومره يې بدل کړ چې ددې له غمه به د کار په بهانه درې مياشتې کورته نه ته، حال دا چې نور همکاران به يې کورونو ته تلل، لينکلن تل غوښتل د خپلې مېرمنې له قهره وتښتي؛ دغې نتیجې مېرمن لينکلن، ملکې اوژني، مېرمن تولستوى ته يوشان ورسېدې؛ هغه څه چې ورته تر ټولو ګران وو، له لاسه يې ورکړل . د بوستون پوست خپرونې په وينا:
ډېرې ښځې په خپل لاس د خپل کورني ژوند قبر کېني!
نو که غواړئ ژوند موله نېکمرغۍ او خوښیو ډک وي لاندې اصل وکاروئ
له شور وشره ځان وساتئ.
¯¯¯
دري دېرشم څپرکى
يواځې تاسې نه ياست چې پايد ژوند  وکړئ:
ديسرايلي به يوه ډېره ښه خبره  کوله :
(( کيداى شي په ژوند کې ډېر د کم دعقلتوب کارونه وکړم خو هيڅکله به دمينې   په خاطر واده ونه  کړم ) )
هغه خپلې خبرې ته وفادار او تر ٣٥ کلنۍ يې واده ونکړ، په دغه عمر کېيې هم ديو ٥٠ شتمنۍ ښځې  سره واده وکړ، آيا ديسرايلي پردغه ښځه مين و؟ خپله يې ويل :  ته ! هغه ښځه هم پوهېده.
هغه پوهېده  چې ديسرايلي  ورسره يواځې  دهغې د شتو لپاره واده کړى دى او په همدې خاطر  هم لکه چې  ديسرايلي  ددې ځښې نه دواده غوښتنه وکړه هغې ترې يو کال وخت  وغوښت  چې دده په اخلاقو کې څېړنه وکړي  اوپه پاى کې  يې   ورسره واده وکړ، په ښکاره بايد دا ډېر بې خونده اوغېر عادي واده وي ؟
خو هغوى دېرش کاله  په خوښۍ يوځاى  ژوند وکړ او ديسرايلي  به کله  په شوخۍ و رته ويل :
ماراى آن ، پوهېږي چې  ماتا سره ستا په د شتو  په خاطر واده کړى دى.
هغې به ويل  : په دې  پوهېږم  خو اوس چې  دې  پېژندلې يم  که له سره موقع در ړل شي نو دمينې له مخېبه دا کار ونکړي ؟  ديسرايلي  به  ويل :
سمه ده ، همداسې  رښتيا ده چې تا وويل :
مارى آن فوق العاده  ښځه نه وه خو دادارې په هنر کې استاده وه، هغې دا هڅه نه کوله ځان تر خپل مېړه هوښياره وښايي.
مازېګر چې ديسرا يلي  سړى کورته راته دمارى آن خبرو به  آراموه، دده په خپله وينا کور د ده لپاره داسې ځاى و  چې فکر ستړيا به يې پکې آراموله او دمارې آن دعشق د وړانګو لاندې به يې دالمر حمام اخست، ماري آن دهغه  مشاوره ، ملګرې اوهمکاره وه اود يسرائيلي به دعوامو دمجلس نه دشپې ځکه وختي پاڅېده چې خپله مېرمن دورځې له نوو خبرونو خبره کړي ، هغې ٣٠ کاله دخپل مېړه لپاره ژوند وکړ او ويل به يې :
شته په دې خاطر غواړم چې مېړه دارام وسايل مې برا بر کړي او ځکه  ددوى ژوند نېکمرغه و، هنري جمز وايې لومړي ټکي چې د نورو سره په چلند کې بايد په پام کې ونيول شي، دا دى چې اجازه ورکړو هغوى په هغه لار چې دخپل نېکمرغه کېدو ، لپاره يې غوره کړې ده په خپله خوښه مخکې لاړ شي،  البته په دې شرط چې هغوى هم هم زموږ مزاحم نه شي.
لولاند فورسر دود په خپل کتاب (( دکورنى يوځاى  پرمختګ ))  کې ليکي :
په واده کې برى دا نه دى چې مناسـب شخص پيدا کړو ، بلکې دا دى چې په خپله هم مناسب شخص واوسو ! نو که غواړئ په کورنۍۍ کې ژوند کې نېکمرغى  واوسئ  دا خبره په ياد لرئ:
هڅه وکړئ خپل ځان د خپل ژوند ملګري په اصلاح کړئ.
 
 
 
 
 
 
 
څلور دېرشم څپرکى
له وړو نيوکو ځان ساتنه :
د دېسرا ئيلي تر ټولو سخت رقيب ګلا دستون و، عجبه ده هغه هم په کورنۍ ژوند کړې ډېر بريالى و، د ه ٥٩ کاله په  پوره مينه او محبت له خپلې مېرمنې سره ژوند وکړ، هغه په ټولنيز ژوند کې سر خست او نه راټېټېدونکى وخو په کور کې يې هيڅکله څک نه ملامتول اوپه وړو نيکو او انتقاد نه و عادت .
سهار چې دکوټې نه دسبا نارى خوړلو لپاره تلو، ليدل يې چې نو ر لاويده دي.
ورو ورو يې ګامونه اخستل اواز يې په شونډو کې زمزمه ، کاوه او په دې ترتيب  يې دکور غړي  خبرول چې ترټولو ويخت انګرېز شخص ورته منتظر دى،دې دپلمت اوهوښيار سړى په ډېره سختۍ د کورنۍ دغړيو له ملا متوځان ساته.
دو روتي ديکس چې دکورني ژوند دنا کاميو په باب ژورې څېړنې کړې دي په دې باب وايي % ٥٠ ودونه په دې نا کامېږي چې ددوى دځوانۍ دلومړيو وختونو دخوبونو رومانتيک فکرونه دو اقعيت د تړو دانتقاد سره مخ کېږي د اانتقاد ونه زياتره  بې مطلبه خو کور ګډې دي که غواړئ  چې  کورنۍ  ژوند مو نېکمرغه وي، لاندې اصل ته پام وکړئ. له وړو نيوکو ځان وساتئ .
 
 
 
پنځه دېرشم څپرکى
ستاينه اوصفت
کله چې ښځه او مېړه نورخلک ګوري، ښځه دې پام  کوي، چې نورو ښځو څنګه ځان جوړ کړي دي، څنګه سينګار يې کړي دي او په خپل خيال کې ځان له هغوى سره پرتله کوي.
د ښځو ددې ځانګړنو له  مخې سړى  بايد هڅه وکړي چې د ښځې په وړاندې  بې تفاوته وي هغه دېته اړ باسي چې په عکس العمل دمېړه پام ځان ته راواړوي.
زما نيا چې څوکاله مخکې په ٩٧ کلنۍ کې مړه شوه تر مړينې دمخه  دومره کمزورې شوې وه  او سترګې يې بيخي داسې شوې وې چې خپل زامن به يې سره نه شو بېلولى ! خو چې همدې  بوډۍ نيا ته  به مو د هغې د ځوانۍ انځور ورکړ ، خپلې بې نورې سترګې  به يې انځور  ته ځير کړې او وبه يې ويل :
راته ووائى چې په دې انځور کې مې کوم رنګ جامې  اغوستي دي ؟
په زړه پورې  ده چې يوه بوډۍ  دمرګ په درشل کې  ده اوس هم ليواله ده چې دخپلې ځوانۍ  دوخت دجامو رنګ وپيژني  چې پوه شي په  هماغه وخت يې پام ځانته  را اړولى  دى که نه ، ښځې يا مېړه ته پاملرنه  د داسې عکس العمل  سبب کېږي، چې قدر پېژندنه رامنځته کوي او ژوند نېکمرغه  کوي که غواړئ په کور کې نېکمرغه ژوند ولرئ، دا خبره عملي کړئ.
له تظاهر پرته په صادقانه ډول دخپل ژوند ملګرې وستايئ او قدر يېوکړي او دهغه پر وړاندې بې تفاوته  مه پاتې کېږئ.
 
 
 
 
شپږ دېرشم څپرکى
د ښځو لپاره مانا لروکې کارونه :
له پخوانيو زمانو راهيسې ګل دمينې د ژبې په توګه پېژندل شوى دى.
ولې ددې انتظار کوئ چې دژوند شريک مو د ناروغتيا له امله په روغتون کې بستر شي او بيا ورته ګل يوسئ ، ولې سبا شپه چې کورته راتلئ  څو څانګې ګلان له ځان سره نه راوړئ چې ورته ور يې کړئ.
ولې سهار وختي چې کار ته ځئ له مېرمن  سره مو توده  خداى پاماني نه کوئ؟
موږ ته ډېر تاريخونه ياد دي،  مثلاً پوهېږو  چې څو زره کاله مکې لوى کوروش  پر بابليانو بريالى  شو ، ولې دخپل واده تاريخ  نه يادوئ؟ وړو مسايلو ته پام ستاسې  مېرمن ته ډېر اهيميت لري، دژوند لاريوازې يوځل وهل کېږي  راځئ له  همدې  ځايه خپل د ژوند ملګري هم په ياد ولرو ، راځئ له نيکۍ او لطيف بيان نه چې زموږ په وسو کې دي کار واخلو او بل وخت  ته يې ونه ځنډوو ، ځکه د ژوند لار دويم ځل نه وهل کېږي.
نوکه غواړئ په کورني ژوند ې بريالي اوسئ، لاندې  لارښوونه په پام کې لرئ:
د کورني ژوند وړو خبرو ته زياته توجه وکړئ!
 
 
 
 


 
اوه دېرشم څپرکى
د ادب په پام کې لرل :
کاشکې چې په کورني ژوند کې هم دځان په نسبت دومره  مؤدب واى، لکه دنورو  په وړاندې چې يوو،  فکر نه کوم  تاسو ځان ته دا اجازه ورکړئ چې له خپلې مېرمنې يا اولا د نه غير بل چات ووايئ.
بيا دې هم هماغه  زړې ببولالې پيل کړې .
آيا ځانته  جرائيت ورکوئ ديو چا شخصي ليک چې پر تاسو اړه نه لري، بېرت کړئ او څه ورک شه !؟
سمه خبره داده چې  زموږ نژدې کسان دي، چې په خپلو ځورونکو خبرو زموږ دا راز سبب کېږي، او کېداى شي  موږ هم د بلې  اخستو په لټه کې شوو،  آيا موږ  ځانته اجازه ورکوو چې د نورو په کارونو کې  بې ځايه ملکي وکړو ؟
که تاسو يو پلورونکى ياست څنګه ځان ته اجازه ورکوئ  ديو اخستونکي په وړاندې  تندي غونج کړئ او تر ټونکي خبرې ورته  وکړئ خو چې دشپې کورته راشئ  نو ښځې ته  مو ځان برګوئ او زياتره بدې ردې اوسپکې سوپرې ورته وايئ.
څنګه چې  ديو پردي سره دليدنې وخت نه هيروئ اوهڅه کوئ ځان ور ورسوئ  او غواړئ چې احساسات يې ټپي نه شي په داسې حال کې چې پوهېږو زموږ مېرمنې تل موږ ته منتظرې وي.
ايوان  تورنګنيف مشهور روسي  ليکوال  چې نړيوال محبوبيت لري په  دې  باب  وايي :
حاضر يم خپل ټول نبوغ  او ټول کتابونه له لاسه  ورکړم په دې شرط چې پوه شم يوه ښځه په کور کې زما په خاطر وارخطا ده چې زه ناوخته دماښام  ډوډۍ ته ورځم که نه ؟!
دوروتي دېکس  چې ددې برخې  ماهر دى وايي :
يو تجربه لرونکى نارينه په دې پوهېږي چې په ټول ژوند  کې خپلې ښځې  ته يوازې دپراخ  وچولي په ښودلو هر کار چې وغواړي  هغه  ورته  ايستلاى شي، داسې سړى  پوهېږي چې  لږ بايد دښځې  ستاينه وشي مثلاً وايي ، په کورنيو چارو کې  څومره  تکړه  يې ، ته کدور په کارونو کې ښه همکاره يې ، هغه ښځه  به په ټوله  مينه  دنر په خدمت کې وي.
باور وکړئ چې که يو سړى ښځې ته ووايي.
ته  رښتيا په دې جامو کې څومره ښکلې شوې  يې !
هغه ښځه به دغه عادي  لباس د وروستني اروپايي مو د لباس سره بدل نکړي.
نو ددې خبرو په  پوهېدو  که   غواړئ دکورني ژوند مرحله په خوښۍ وازمويئ لاندې اصل  ومنئ.
دخپلې مېرمنې   په وړاندې  مؤدب اوسئ هماغسې  چې د پردو  په وړاندې ادب په پام کې نيسئ.
 
 
 
 
 
 


 
اته درېر شم څپرکى
د واده په پيل کې  د جنسي مسايلو  په باب ناخبره مه اوسئ !
دا کتر هاميلتون په يوه پراخه  څېړنه کې چې د زرګونو ځوانو  ښځو مېړونو  سره يې دمرکو اوڅېړنو له ليارې  کړې ده او دخپل ژوند ډېر کلونه  يې دې کارته وقف  وکړي دي، دجنسي مسايلو په رمزونو د پوهېدو اهميت  يې په واده کې د برياليتوب تر ټولو لوړى او ترټولو مهم ګڼلي دي او په  علمي  لارو يې هم دا مسئله  زبات کړې ده، دعملي څېړنو  له مخې به په واده کې  ناکامي  معمولاً  د څلور علتونو له امله وي.
١: جنسي نه انطباق
٢:  د وزګار  وخت د تېرولو په باب د نظر يې بېلتون
٣: مالي ستونزې
٤: بدني ، دماغي  اوعاطفي ځواکونو له مخې غير  طبيعي والي .
دهغو ښو اوسالمو  کتابونو نه چې  دجنسي مسايلو  او کورني ژوند په باب په کې معلومات وي ځان خبر کړئ  ، خو دکتاب  په ټاکنه کې کې دقت وکړئ.
 
 
 
 
 
 
 
دشپږمې برخې لنډيز
دکورني ژوند د  نېکمرغۍ لپاره اوه لارې :
١ – له شور و سرشره ځان وساتئ
٢- هڅه وکړئ ځان دخپل  ژوندد ملګري په سليقه برابر کړئ .
٣- له وړو  نيکو ( انتقادونو ) ډډه وکړئ.
٤-له تظهر پرته  په صادقانه  ډول دخپل ژوند ملګرې  وستايئ  او ورسره بې تفاوته  مه اوسئ.
٥ – دکورني  ژوند وړو وړو خبرو ته  ډېر ځير اوسئ .
٦- د خپلې مېرمن په وړاندې مؤدب اوسئ.
٧ –له ډاډ منو کتابونو  جنسي معلومات پيدا کړئ.
٢٠٠٠ /٦ / ٩
 دژباړې پاى