
مکمل غېر سياسي:
ايا زمونږ دهيواد اوسنی حال خو همداسې نه دی؟
د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان
شلمه برخه
پرلپسې......( ۵۵-۵۰)
[، مسلمان بايد په ښځو باندې دغه ډول تيرې و نه زغمي ، ښځه که خپله وي او که د بل چا ، کافره وې او که مسلمانه ، اسلا م هغه ته لور ويلې دي.]
داسلامي خلافت ماڼۍ يا د بدکارۍ هډه :
دخليفه د معشوقې«اُم عرارة» تښتول او د خلافت بحران (۴)
دميلې اخري شپه وه –
سپوږمۍ دخپل ستروالي په اخري پړاو کې وه ،د صحرافضا د شيشې په څير شفافه وه ، په ميلې کې د انسانانو د هجوم او ګڼې ګوڼي شميره شونې نه وه ، په څو ځاېو کې نيمې لوڅې نجونې نڅيدلې او په ځيني نورو ځاېو کې د سندرغاړو اوهغوی ته د راټولو شو خلکو ډلې ټپلې را ټولې شوې وې. خو تر ټولو زيات خلک د هغې چوترې تر خوا را ټول شوی و چېرې چې نجونې ليلامېدلې . يوه يوه نجلۍ به ئې چوترې ته را وستله او هلته به ئې د اخستونکو د نظره تيروله ، پيرونکو به د هغوی مخ ، صورت ، غاښونه ، ويښتان او ټول وجود د سر نه تر پښو پورې له نظره تيراوه ،او بيا به ئې پرې بولي پيل کولې ، هلته جوارې هم روانه وه اود شرابو څښل په اخري پړاو کې و. هلته يواځني شي چې شتون نه درلود هغه قانون و او بس. د هر څه ازادي وه د لرې لرې ځاېو څخه د راغليو خلکو خيمې په شاوخوا کې ښخې شوې وې ، نندارچېان د مذهب او اخلاقو د بنديزونو څخه ازاد وو، هغوی ته مالومه نه وه چې دهغوی دخيمو څخه لږ څه لرې د غرونو په غیږ کې يوه ښايسته او ښکلې پیغله د حلاليدو تيارې نيسې ، او هلته يو انسان له ځانه دېوتا جوړ کړې ، هغوی همدومره پوهيدل چې ددې غرونو تر منځ ژوره سيمه د دېوتاګانو پايتخت دې . هلته پيريان او دېوان پهره ورکوي ،او کوم انسان هلته د ورتللو جرأ ت هم نه شي کولاې .
هغوی ته دا هم نه و مالوم ،چې دهغوی تر منځ د الله ج پنځه سوه مجاهدېن ور ننوتي دي. او نور دولس کسه سرتيري مجاهدېن د دېوتاګانو په چاپيريال کې ور داخل شوی دي ،.. د صلاح الدېن ايوبي دولسو کسو سرتيرو ته ورښول شوی و چې په غرونو کې د ورننوتلو لارې دکومه ځاېه څخه پيل کیږي خو هغوی دهغې لارو څخه هلته نه شو ور ننوتلاې ، ځکه هلته دهغوی ساتونکي ولاړ ول، هغوی بايد د يوي ډير ستونزمنې لارې څخه هلته ور ننوځي ، هغوی ته دا هم ويل شوی و چې د غرونو په شاو خوا کې هیڅ انسان شتون نه لري، خو دا خبره غلطه وه او هغه حبشي علی بن سفيان ته په دې هکله غلط مالومات ورکړي و ، ځکه هلته انسانانو شتون درلود. د غرونو ددې سيمې اوږودوالې او پلنوالې د يوه ميل څخه هم لږ و ، څرنګه چې هغوی روزل شوی سر تيري و نو هغوی خواره واره اوپه احتياط سره مخته تلل ، يوه سر تيري ته په ناڅاپي توګه د يوي ونې تر څنګ خوځنده سيورې تر سترګو شو . سرتيرې په پټه پټه او په خويدو سره د هغې پسې ولاړ ، ورنژدې شو او ناڅاپي بريد ئې پرې وکړ، دهغې څټ ئې را تاو کړ او په خپلو مټو کې ئې را ونغاړه او خنجر ئې ورته د زړه په سر کیښود او ترې وئې پو ښتل چې ته دلته څه کوې او دلته څه ډول پهر ې ولاړې دي .؟
هغه حبشي و او سر تيري په عربي ژبه خبرې کولې چې حبشي پرې نه پو هيده ، په همدې وخت کې يو بل مجاهد راغې هغه هم خپل خنجر د حبشي په سينې کیښود هغه ترې په اشارو سره و پوښتل نو حبشي هم په اشارو سره ځواب ورکړ چې داسې ترې څرګندېده چې دلته ساتونکي شتون لري ، سر تيرو ددې حبشي شارګ ور پرې کړ او سرتيري نور هم محتاط مخته ولاړل ، د هغوی تر مخه يو ځنګل را غې، ددې نه لږ اخوا غر ونه و . خو ځنګلونو او غرونو تياره جوړه کړې وه ، هغوی په غره باندې يو له بله څخه په لږ څه لرېوالی سره پورته و ختل .
هلته دننه په هغه سيمه کې چې نجلۍ ئې پروهټ ته په لاس کړې وه څه نورې خبرې روانې وی ، د تیږې د څهرې تر مخه يوه قالينه غوړيدلې وه ، په هغې باندې يوه تيزه او تيره توره ایښول شوی وه ، توري ته نژدې يو لوي لوښې هم پروت و ، په قالينه باندې ګُلونه خواره شوی و، چې تر څنګ ئې اور لمبې وهلې ، دچوترې څلورو خواو ته قندېلونه او مشالونه روښانه کړل شوی و چې څلور نجونې ئې په رڼا کې ګرځيدې . د هغوی لباس يواځې دوه دوه پاڼې وې او نور وجودونه ئې لوڅ لغړ و. ددوی سره يوځاې څلور حبشيان هم تر سترګو کيدل چې د سر نه تر پښو پورې په سپينو څادرونو کې را نغښتي ول، ”اُمّ عراره» په تاخانه کې د پروهټ سره مشغوله وه. پروهټ دهغې د ويښتانو سره لوبې کولې ، او هغې په مخمور اواز ويلې « زه د انګوک مور يم او ته د انګوک پلار. زما زامن به د مصر او سوډان پادشاهان جوړیږې ، زما وينه پر هغوی و څښئ ، او زما اوږده اوږده طلاې ويښتان دهغوی په کورونو کې کیږدئ ، ته ولې زما څخه لرې کیږي ، ماته را نژدې شه ، » خو پروهټ دهغې په جسم باندې د تيلو په څير کوم شې مښوده .
په غالب ګمان چې انګوک دهغې قبيلې نوم و ، او يوه عربي نجلۍ د نشو په مستيو کې ددې قبيلې مور او د پروهټ ښځه ګرځيدلې وه، هغه د قربانۍ له پاره تياره شوی وه. او پروهټ هم اخرې رسومات پر ځاې کول .
دولس سر تيرې د شپې د چېنجيو په څير په سينو باندې پورته په غرونو ور ختل، کيوتل او پرځيدل. دا ډيره ستونزمنه سيمه وه ، دسيمې ډير بوټي اغزي لرونکي و، سپوږمي هم سر ته را پورته شوی وه ، چې د ونو په مينځ کې ئې هم د روښنائې څرکونه را پيدا کړي و، د رڼا په همدې لږو څرکونو کې هغوی ته يو بل حبشي هم تر سترګو شو چې په يوه لاس کې ئې برچه او په بل لاس کې ئې ډال نيولې و، دا هم د دېوتاګانو د پايتخت ساتونکې و. په چپه خوله دهغې له منځه وړل اړين و، هغه په يوداسې ځاې ولاړ و چې د شا له خوا پرې بريد شونې نه و، او دمخ په مخ مقابلې کول مناسب نه بریښيدل ، يو سرتيرې هلته د بوټو په يوه ګڼه کې پټ کيناست او بل د هغې تر مخه يوه تیږه ور واچوله ، د تیږي په خويدو سره اواز را پيدا شو، حبشي سمدستي متوجه شو او همغې لورې ته ولاړ. څنګه چې هغه په بوټو کې دپټ شوی سر تيرې مخ ته راغې نو د هغې څټ د د ځواکمنو مټو په منځ کې را تاو کړل شو. او يو خنجر ئې په زړه کې ور ښخ کړل شو. سرتيري تر څه وخته پورې هملته پاته شول او بيا ئې په احتياط سره مخته قدم کیښود.
”اُمّ عراره» د قربانۍ له پاره تياره شوی وه ، پروهټ د اخري ځل له پاره هغه د خپلې سينې سره يو ځاې کړه، او هغه ئې له لاسه و نيوله او د زينو په لور ئې روانه کړله ، بهر منتظرو نجونو او نارينه و ته د تیږي د بُت دخولې څخه رڼاګانې تر سترګو شوې ، نو هغوی د بُت د خولې تر مخه په سجدې پريوتې، پروهټ په خپله ژبه يو اعلان وکړ او د بُت دخولې څخه لاندې را ښکته شو، ”اُمّ عراره» دهغې سره يو ځاې وه. هغه ئې هغې ښايسته کړل شوی قالينې ته يوړه ، نر او ښځې دهغې په چار چاپير کې و دريدې ، ”اُمّ عراره» په عربي ژبه وويل « زه د انګوک د لوڼو اوزامنو له پاره خپل څټ پريکول غواړم ، زه د هغوی د ګناهونو کفاره ورکول غواړم ، زما څټ پرې کړئ ، زما سر د انګوک دېوتا په قدمونو کې کیږدئ ، دېوتا به زما په دې سر د مصر او سوډان دپادشاهيو تاج کیږدې .» څلور واړه نجونې او نارينه يو ځل بيا په سجده پريوتل ، پروهټ ”اُمّ عراره» په قالين په دواړو زنګونو باندې کينوله ، د هغې سر ئې مخته ټيټ کړ او هغه توره ئې را پورته کړه چې دهغې پترۍ د پوره لاس په اندازه اوږده وه.
يو سرتيرې چې تر ټولو دمخه و، ودريد، هغه په غوږو کې په خپل ځان پسې بل سر تيرې ته هم د دريدو وويل، دغره د لوړوالي څخه هغوی ته چوتره او د تیږې سر تر سترګو کيدل ،... وئې کتل چې په چوتره يوه نجلۍ په دوه زنګونو باندې کينول شوې ده ، او سرئې مخته ټيټ کړل شوی دې ، سپينې سپوږمۍ ، د مشالونو او د قندېلونو رڼاو شپه په رڼا ورځ اړولې وه ، د نجلۍ سره د ولاړ سړي په لاس کې توره وه . په دواړو زنګونو ناسته نجلۍ لوڅه لغړه وه ، دهغې د جسم رنګ دا ډاګيزه کوله چې دا د حبشي قبيلې نجلۍ نه ده ، سرتيري لږ څه لرې هم و اوپه لوړه هم . دهغه ځاېه د غشي د خطا کيدو خطر موجود و خو هغوی چې په کوم غره باندې ولاړ و نو دهغې تر مخه د غره لمن نه وه بلکه ددېوال په څير ځاې و چې ښکته کيدل تر ې شوني نه ښکاريدل.
هغوی و پوهيدل چې نجلۍ قربانیږي ، او دهغې د په څنګ کولو له پاره دومره لږ وخت دې چې که چېرې دوی هلته ور وانه لوځي نو دهغې په څنګ کول شونی نه دي ،هغوی د غره دسر څخه لاندې وکتل نو جهيل(د اوبو ډنډ) ورته تر سترګو شو ، هغوی ته ويل شوی و چې په دې جهيل(د اوبو ډنډ) کې (Crocodile)يا سترې څمڅاری اوسیږي .
وئې کتل چې ښي لورې ته دغره لمن شته ، خو هغه هم ددېوال شکل درلود ، هلته بوټي او ونې وی ، هغوی يو دبل لاس و نيوه او د هغې ځاېه څخه را ښکته شول. دهغوی د ډلې څخه اخري سر تيري په ناڅاپی توګه مخته وکتل چې د سپوږمۍ په رڼا کې ورته يو حبشي تر ستر ګو شو . چې په يوه لاس کې ئې ډال او په بل کې ئې برچه نيولې وه ، هغه خپله برچه د توغولو له پاره تياره نيولې وه ،خو په سر تيرو باندې د سپوږمۍ رڼا نه لګيدله ، حبشي تر اوسه پورې په شک کې و، اخري سرتيرې په ليندۍ کې يو غشې کیښود د شپې په چپتيا کې د غشي د توغيدو اواز اوريدل کيده خو غشې د حبشي په شارګ باندې و لګيد او هغه دهغې ځاېه په سرګونډالو لاندې راپريوت، سرتيري دغره د لمن څخه را ښکته کيدل خو د لويدلو خطر ئې هر ه ګړۍ زياتيده .
*****(۵۰)
پروهټ د توري منځ د ”اُمّ عراره» په څټ جوړ کړ او او توره ئې پورته کړه ، نارينه و او ښځو د سجدې څخه سرونه پورته کړل او په دواړو زنګونو شول او يوه ډيره د سوزه ډکه سندره ئې په ټيټ اوزا پيل کړه ، دا يوه انګازه شانته وه چې ددې دنيا سره ئې هیڅ ډول اړيکي نه درلودل ، دغرونو په منځ کې په دغه وادي کې يو داسې طلسم خپور شوې و چې بيرون هر انسان ته ئې دا ډاډ ورکولې شو چې دا د انسانانو نه بلکه د دېوتاګانو ځاې ځيګې دې ...
پروهټ توره پورته کړه ، اوس نو د يوې ساه اخستو په اندازه وخت و ، څنګه چې توره لاندې راښکته کيده د پروهټ په تشي کې يو غشې ور ښخ شو . لا تراوسه دهغه د توري لاس لاندې نه و راښکته شوې چې درې نور غشي يو په بل پسې دهغې په اړخونو کې و ر ښخ شول ، نجونو چېغې کړې ، نارينه و چاته اوازونه پيل کړل ، په دې وخت کې د غشو يو بله دوره پيل شوه، چې دوه نارينه ئې دپښو وغورځول ، نجونو د هغې بُت د خولې په لور منډې کړې ، خو ”اُمّ عراره»د خپل چاپيريال څخه او هم د خلکو د وژلو او وينو تويولو څخه بې خبره ټيټ سرې ناسته وه .
سرتيري په ډيره ګړندۍ توګه مخته راغلل ، په چوتر ې را وختل او يوه ئې ”اُمّ عراره» را پورته کړه ،هغه تر اوسه پورې په نشې کې ډوبه وه ، يو سرتيري خپله کورتۍ را وويستله او هغه ئې پرې پټه کړه ، دوی لا دهغه ځاېه تللې نه وه چې دولس دېارلس حبشيان برچې او ډال په لاس هلته را ورسيدل ، سرتيري خواره شول ، دهغوی څلور کسانو سره غشي او ليندۍ وي ، هغوی غشي وويشتل ، پاته سر تيري يوې لورې ته پټ شول ، او کله چې حبشيان مخته راغلل ، نو دشا له اړخه ئې پرې بريد وکړ . يو غشي ويشتونکې د ليندۍ څخه رڼاکونکې غشې و توغاوه ، کله چې غشې پورته ولاړ نو هلته ئې هغه رڼا ، چې د غشي د رفتار په واسطه کمه شوی وه ، ددريدو سره سم زياته شوه اوغشې بيرته د ځمکې لورې ته را ستون شو.
دميلې جوش وخروش لا تر اوسه پورې کم شوې نه و . د نندار چېانو څخه نژدې پنځه سوه کسان را بيل شول او دهغې غرنۍ سيمې په لور ئې کتل چې يو شعله ورته په کې تر سترګو شوې وه ، هغوی په خپلو اوښانو او اسونو باندې سپاره شول ، د هغوی قومندان هم ورسره و ، لمړۍ هغوی سوکه سوکه را تلل ،تر څو چاته شک پيدا نه شی . خو لږ چې لرې شول نو خپلو اسونو او اوښانو ته ئې لغتې ورکړې او په ځغاسته ئې کړل ، نندارچېان دميلې په شرابو ، جوارۍ او د نجونو په عصمت پلورلو اوبې عزته کولو کې دومره ډوب وو، چې چاته هیڅ ددې ګمان هم و نه شو چې د هغوی په دېوتاګانو باندې کوم اسماني افت را نازل شوې دې .
سرتيرومجاهدېنو ددې خطرې له مخې اور بلونکې غشې هوا ته توغولې و چې د حبشيانو شميره به زياته وي خو کله چې فوځ هلته ورسيد يواځې ددولس دېارلس حبشيانو مړي او د مجاهدېنو دوو کسو شهيدانو جسدونه هلته پراته و. هغوی په برچو باندې شهيدا ن شوی و ، قومندانانو دهغه ځاې څخه کتنه وکړه ، د تیږي په خوله کی ور ننوتل ، او تاخانی ته ورسيدل ، هغه شيان چې هلته دهغوی لاسوته ورغلل،هغه ئې له ځانه سره را واخستل ، په هغې کې يو ګُل هم و چې د ټوټې څخه جوړ شوی و. د احکامو په مطابق فوځ بايد هملته په غرونو کی پټ پاته شوی واې ، سر تيرو ”اُمّ عراره» په آس سپره کړه او دقاهرې په لور روان شول .
سهار راوخوت :
د ميلې جم وجوش پاې ته رسيدلې و، ډير نندارچېان دزياتو شرابو د څښلو په واسطه تر اوسه پورې بې هوشه پراته و ، دکاندارانو د تللو په خاطر خپل سامانونه سره را ټولول ، د نجونو اخستونکو هم نور د تللو تکل کاوه ، په صحرا کې د تلونکو خلکو قطارونه جوړ شوی و. د ميلې د ځاې سره نژدې چې کوم کلي و دهغې ځاې خلکو په ډيره بې صبرۍ سره د شپې د قربان شوې نجلۍ د ويښتانو انتظار کاوه ، ددې قبيلې خلک چې د لرې لرې کليو اوسيدونکي و دغرنيزي سيمې څخه لرې ولاړ وو او د دېوتاګانو د ځاې په لور ئې سترګي نښلولې وی . دهغوی زړو او سپين سرو به هغوی ته ويلې چې اوس به پروهټ راشي او ددېوتاګانو دخوشحالۍ پیغام به راوړي ،او دهغوی تر منځ به ويښتان وويشي ، خو تر اوسه پورې هیڅوک نه و راغلې ، ددېوتاګانو د اوسيدو په ځاې باندې چپه چپتا خپره شوې وه ، دغې منتظر هجوم ته دا څرګنده نه وه ، چې هلته اوس فوځ ځاې په ځاې شوی او اوس به دهغه ځاېه ددېوتاګانو پیغام نه راځي ..... ورځ په تيريدو شوه ،د قبيلې کومو ځوانانو چې د قربانۍ کومې خبرې اوريدلې وې ، هغوی ته شک پيدا شو چې دا ټول درواغ دي ، ورځ تيره شوه ، لمر دهمدې غرونو تر شا پريوت ، په چا کې دومره جرأت نه و چې هلته تللاې واې او کتلاې وائې چې پروهټ ولې را نه غې .
*****(۵۱)
« طبيت را وبولئ!» سلطان ايوبي وويل ، « په انجلۍ د نشې اغيز دې »
”اُمّ عراره» دهغه تر مخه ناسته وه او ويل ئې « زه د انګوک مور يم ،ته څوک ئې ؟ ته خو دېوتا نه ئې ، زما ميړه څه شو؟ زما سر پرې کړ ئ او دېوتا ته ئې ورکړئ ، ما پر خپلو زامنو قربان کړئ » هغه همدا خبره په پرلپسې توګه کوله ، خو اوس پرې خوبوړې حالت راغلې و. دهغه سر لاندې زنګيده .
طبيب د راتلو سره سم د هغه حالت درک کړ، او څه دواې ئې ورکړه ، د لږ ځنډ وروسته دهغې سترګې ورغلې، هغه ئې څملوله ، اوپه خواږه خوب ويده شوه ، سلطان ايوبي ته دپیښې تفصيلې مالومات ورکړل شول ، او راپور ورکړل شو چې هلته په هغه غريزه سيمه کې څه پیښ شول او څه تر لاسه شول ، هغه خپلو نائب سالارانو هر يو الناصر او بهاؤالدېن شّداد ته حکم وکړ چې پنځه سوه سواره له ځانه سره واخلي ، د اړتيا وړ سامانونه هم له ځانه سره يوسي او هغه بُت له منځه يوسي ، خو هغه ځاې بايد دفوځ په محاصره کې اوسي ،د حملې اويرغل په وخت کې مقابله وکړئ ، که چېرې هغه خلک تسليم شي او د جګړې نه لاس واخلي نو هغوی ته هغه ځاې و ر وښئې او په مينه او محبت سره ئې پوه کړئ چې دا (دېوتاګان ) يواځي يو فريب او دوکه وه .
شدّاد په خپله (ډايري ) ورځپیښې کتابچه کې چې په عربي ژبه ئې ليکلي ده، دا پیښه داسې بيان کړې چې «هغه د پنځه سوه سورو سره هلته ور ورسيد ، د هغوی لارښود د هغه فوځ قومندان و چې د پخوا څخه هلته ميشت شوی و. په سلګونو حبشي سوډانيان هلته لرې لرې ولاړ ول، دهغوی څخه ځينې په اسونو او اوښانو سپاره وو ، او دخپلو ځانو سره ئې برچې، ډالونه ، غشي ، ليندئ او توري هم را خستې وی ، مونږ خپل ټول سپاره کسان دهغه غره شاوخوا ته داسې و درول چې دهغوی مخونه دبهر په لورې او دهغوی په ليندېو کې غشي ورکړل شوی و ، هغوی چې غشي او ليندۍ نه درلودې هغوی په برچو مسلح شوی و، د ويني تويونکې جګړې خطر شتون درلود . زه د الناصر سره دننه ولاړم ، د بُت د کتلو سره سم مې هغه ته وويل چې دا دفرعونيانو يادګار دې . هلته دحبشيانو لاشونه خواره واره پراته و ، په هر ځاې کې و ګرځيدو را وګرځيدو ، هلته د غرونو تر منځ يوه کنډر وه ، چې د فرعون د وختونو يو ښکلې ماڼۍ مالوميده ، دهغه په دېوالونو دهغه وخت ليکل انځور شوی و چې الفاظ ئې د انځورونو په څير ښکل شوی و، هیڅ شک نه پاته کيده چې دا دې د فرعون ځاې ځیږې نه وي ،.... هلته د دېوار په څير د غره په لمنه کې يو جهيل(د اوبو ډنډ) و، دجهيل(د اوبود ډنډ) په منځ کې ستر ستر (Crocodile)يا سترې څمڅاری خوځيدلې ، دجهيل اوبو د غره لمنه دننه ور پرې کړې وه او دغره په منځ کې ور ننوتې و د اوبو د پاسه د غره چت و، دا ډير ويرونکې ځاې و ، زمونږ په کتلو سره ډير (Crocodile)يا سترې څمڅاری د اوبو غاړې ته راغلې او مونږ ته ئې سترګې و نيولې.
ما سپاهيانو ته وويل ، د حبشيانو لاشونه په دې جهيل کې ور واچوئ ، دوی وږي دي ، هغوی لاشونه را ښکودلو سره را وړل ، اوپه جهيل(د اوبو ډنډ) کې ئې ور واچول ، د (Crocodile)يا سترو څمڅارو د شميرې اندازه نه کيدله ، هغه د يوه پوره فوځ په څير وو ، د لاشونو سرونه داوبو په سر خو وجودونه ئې لاندې په اوبو کې د غره د لاندې برخې په لور کشيدل، د پروهټ لاش ئې هم راوړ، هغه نور انسانان (Crocodile)يا سترو څمڅارو ته ور اچول ، خو اوس مونږ هغه پخپله په جهيل(د اوبو ډنډ) کې ور وغورځاوه ،... دوه سپاهيانو څلور سوډاني نجونې راوړې ، هغوی چېرې پټې شوې وې خو لوڅې لغړې وې ، يواځې د ملا سره ئې يوه پاڼه شاته او يوه مخته تړلې وه ، ما او الناصر خپل مخونه ترې واړول ، سپاهيانو ته مو وويل چې هغوی ته څه ور واغوندې او پټې ئې کړئ ، کله چې دهغوی جسمونه په کاليو کې را ونغاړل شول نو ومو کتل چې هغوی ښه ښکلې وی، ژړلې ئې ،ويريدلې ، زمونږ ژباړن ته ئې دهغې ځاې ټول حال احوال په خپله ژبه تيرکړ چې ډير شرمناکه و، مسلمان بايد په ښځو باندې دغه ډول تيرې و نه زغمي ، ښځه که خپله وي او که د بل چا ، کافره وي او که مسلمانه ، اسلا م هغه ته لور ويلي دي ، دهغو څلور و نجونو احوال دا ډاګيزه کوله چې هغوی فرعون په خداېي منلې و، او دهغوی قبيلې انسان ته خدای وایه.
دا ډير ښکلې ځاې و ، ټوله دښته ئې شنه وه ، هلته دننه د اوبو يو چېنه وه چې دهغې د اوبو څخه دغه جهيل(د اوبو ډنډ) جوړ شوې و، ښکلې او دنګې ونې په کې ولاړې وې چې يخ سيورې ئې درلود. د فرعونيانو څخه ئې دکوم يوه دا ځاې خوښ شوې و،او ځانته ئې ترې د تفريح کولو ځاې جوړ کړې و او د خپلې خدائې د ثبوت له پاره ئې دا تیږلوړه بُت جوړ کړې و. هغه خپل ځانته تاخانه دعيش او عشرت په خاطر جوړه کړې وه ، خو آسمان څه بل رنګ ښوده ، لمر دهغه ځاېه څخه بل ځاې ته تللې و، د فرعونيانو ستوري مات شوی و خو په مصر کې نور باطل مذهبونه را پيدا شوی و. بلاخره د حق کليمه را پورته شوه ،او مصريانو د (لا اله الله) کليمه وا وريدله ، او د الله په وړاندې روڼ مخي شول ، خو هیڅوک په دې نه پو هيدل چې باطل لا تر اوسه په دې غرونو کې ژوندې پاته دې ، الحمدلله مونږ د ستر ذات په کومک هدايت و موند او د باطل دا انځور مو هم د بيخه وويست او دا شګُلوړه او غريزه سيمه مو د باطل څخه پاکه کړه .»
***** (۵۲)
«دا ځاې مو د سپرو په محاصره کې واخست او د فوځ مجاهدو ځوانانو د تیږې دغه هيبت لرونکې بُت ټوټې ټوټې کړ . چوتر ه ئې هم لاندې را وغورځوله ، تاخانه د خاورو او تیږو څخه ډکه شوه ، بيرون په سلګونو حبشيان حيران او په ويره کې ولاړ وو ، او کتل ئې چې ددوی په دېوتاګانو باندې څه وشول ؟ ، اوس نو ټول را وغوښتل شو او دننه يوړل شول او ورته وښول شو چې دلته هیڅ نه و، څلور واړه نجونې هغوی ته ور وسپارل شوی ، دهغوی څلورو واړو پلرونو او ورونو هملته شتون درلود، هغوی هر يوه خپله خپله لور له ځانه سره يوځاې کړه ، هغوی ته دا وويل شول چې دلته يو بدکاره انسان اوسيده هغه مو (Crocodile)يا سترو څمڅارو ته ورحواله کړ. هغه په سلګونو راټول شوی منتظر حبشيان ټول کينول او دهغوی په ژبه ورته وعظ او نصيحت وکړل شو، هغوی ټول چپ ول ، هغوی ته د اسلام په لور بلنه ورکړل شوه ، هغوی بيا هم چپ چاپ پاته و ، کله کله به دا شک کيده چې دهغوی په سترګو کې وينې را بهیږي ، هغوی ته د ا ټکې د اخطار په څير واورول شول ،«چې که چېرې تاسې ریښتنې خدای ليدل غواړئ ، نومونږ به ئې درته و ښايو ، خو که چېرې تاسې همدا ځاې چېرې چې تاسې ناست ياست د خپلو درواغجنو خدايانو کور ګڼئ نو مونږ به دا غرونه هم ريزه ريزه او د شګو په ډيری بدل کړو ، بيا به تاسې ووينئ چې کوم خدای ریښتونې دې »
هلته په قاهر ه کې ”اُمّ عراره» په هوش راغلی وه ، هغې هم خپله قصه بيان کړې وه ، هغې به کله ويل چې هغې کوم خوب کتلې دې خو هغې ته ټولې خبرې په ياد راغلې وی ، هغې وويل چې پروهټ به هغه شپه او ورځ بې ابرو کوله ، او څو څو ځله به ئې هغه ګُل دهغې پوزی ته بوي کاوه ، ”اُمّ عراره» ته وويل شول چې که چېرې سرتيري مجاهدېن په وخت نه وائې در رسيدلي نو ستا څټ به هغه پرې کړې و ، سر به دې په غار کې او وجود به دې د (Crocodile)يا سترو څمڅارو په خيټه کې پروت وه ، دغه نازکه او ښکلې نجلۍ د ويرې و لړزيده ، د سترګو ئې اوښکې را روانې شوی ، هغې د سلطان ايوبي لاس ښکل کړ او ورته ئې وويل «ماته الله ج د ګناهونو سزا راکړې ده ، زه پر خپلو ګناهونو اعتراف کول غواړم ، د خداې په خاطر ما ته پناه راکړه ، » دهغې ذهنې حالت ډير خراب بریښيده .
هغې د شام د يوه شتمن تاجر نوم واخست اووئې ويل چې دهغه لور ده ، دا يو مسلمان تاجر و ،هغه د شام د امراو سره دوستانه اړيکې درلودل ، په هغه وخت کې به امير د يوه يوه ښار يا دېوي يوي ټوټې ځمکې حکمران و چې دمرکزي امارت تابع به و ،او مرکزي امارت به د مرکزي وزارت او مرکزي خلافت تابع و، دا امراء د لسمې پيړۍ را هيسې په پوره عياشې کې ډوب شوی و ، د سترو او شتمنو تاجرانو سره به ئې د دوستۍ اړيکې ټينګول ، دهغوی سره به ئې ګډ تجارت هم کاوه او رشوت به ئې هم د همغوي په لاسو اخست، دهغوی حرم سرايونه به د ښکلو نجونو څخه تل ډک و او د شرابو ميلې به په کې لګيدلې .
”اُمّ عراره»د همداسې يوه تاجر لور وه چې دخپل پلار سره به د دولس دېارلس کالو په عمر دامراو ماڼيو ته د نڅا او سندرو محفلونو ته ورتلله ، پلار ئې کتله چې لور ئې ډيره ښکلې ده په دې خاطر ئې هغه د کوچنيوالې څخه د امراو په محفلونو کې د عادې کولو په خاطر راوړه ، ”اُمّ عراره» وائې چې د څوارلس کالو په عمر وه چې د امراو زړونه ورته را مات شول ، دهغوی له ډلې څخه دوو ئې هغې ته ډيرې قيمتي تحفې ورکړې اوپه دې ترتيب هغه د ګناهونو په نړۍ کې ور ډوبه کړل شوه .
په شپاړس کلنۍ کې هغه د پلار د اجازی پرته د يوه امير معشوقه و ګرځيده ، خو په خپل کور کې به اوسيدله، هغه په شتمنيوکې را پورته شوې وه ، د شرم و حيا نوم ئې هم نه پیژانده ، دوه درې کاله وروسته هغه د پلار د لاسو څخه ووتله ، او په پوره ازادۍ سره ئې ددوه نورو امراو سره هم جنسي اړيکې پيدا کړل ، هغې په ښکلا، غوړه مالۍ ، او نارينه په دوو ګوتو د ګډولو په امورو کې نوم و ګاټه . د تيرو شپږو کالو راهيسې هغې ته يو بل ډول روزنه هم ورکول کيده ، دا د درې امراءو د سازش پايلې وی چې پلار ئې هم په کې شريک و . مخته بيا په دې سازش کې يو صليبي هم را ګډ شو. دې امراؤ پخپله د خپلواکه حاکمانو دجوړيدو خوبونه کتل ، او دا کار د صليبيانو د بسپنې پرته شونې نه و .
”اُمّ عراره» ئې د نورالدېن زنګي او خلافت تر منځ د فساد دپيدا کولو له پاره هم استعمال کړې وه ، صليبيانو دهغې سره په دې دنده کې درې نورې عيسايي نجونې هم ور يو ځاې کړې وي ،او په دې تر تيب ئې د ځمکې لاندې يو جال خپور کړې و.
کله چې دوی و کتل چې په مصر کې د صلاح الدېن ايوبي په نامه يو ځوان نوم پيدا کړې دې او هغه داسې دوه مهم کارونه هم تر سره کړي دي چې دهغې په واسطه هغه د مصر وزير او امير نه بلکه پادشاه ئې ګرځولې دې ،نو ”اُمّ عراره» ئې خلیفه العاضد ته د تحفي په توګه و استوله ، هغه ته دا دنده ورسپار ل شوې وه ، چې دخلیفه العاضد په زړه کې د صلاح الدېن ايوبي سره دښمني را و ټوکوي ، او پخوانې سوډاني فوځ چې يو څو عسکري منصبداران ئې لا تر اوسه پورې په فوځ کې پاته دي العاضد ته را نژدې کړي او سوډانيان دې يو بل پاڅون ته و هڅوي ، هغې ته بله دنده دا ورسپارل شوی وه ، چې خلیفه العاضد دې ته وهڅوي چې کله چې سوډانيان پاڅون او بغاوت وکړي نو هغوی ته دې وسلې او سامانونه ور ولیږي اوکه شوني وه نو دصلاح الدېن ايوبي د فوځ يوه برخه دې هم د هغه پرخلاف بغاوت ته و هڅوي او د سوډانيانو ملګري دې ئې کړي ، که خلیفه نور څه و نه شو کولاې ، نوخپله ساتونکې ډله دې سوډانيانو ته ور حواله کړي او پخپله دې د صلاح الدېن ايوبي تر څنګ پناه واخلي او هغه ته دې ووائې چې دهغه ساتونکي باغيان شوی دي . لنډه داچې د صلاح الدېن ايوبي پر خلاف داسې محاذ جوړول و چې هغه پرې د مصر نه تیښتې ته مجبور کړي اوخپل پاته عمر په نوم ورکۍ کې تير کړي .
”اُمّ عراره» سلطان ايوبي ته وويل چې هغه د يوه مسلما ن په کور کې پيدا شوی ده خو پلار ئې ورته د مسلمانانو د ریښو او جرړو د ويستلو روزنه ورکړې ، د اسلامي سلطنت امراؤ دخپلو دښمنانو سره په يو لاس کيدو سره دخپل سلطنت د تباه کولو هڅې پيل کړي دي .
دې نجلۍ د خلیفه العاضد دماغ او زړه په خپله ولکه کې واخست ،او هغه ئې د سلطان ايوبي پر خلاف را وپاراوه ، رجب هم په دې سازشي کړۍ کې شريک و ، رجب دوه نور فوځي مشران له ځانه سره يو ځاې کړي و، رجب په دې لړ کې دا کار وکړ چې دخلیفه په ساتونکې ډله کې ئې د مصريانو پر ځاې سوډانيان ور ننويستل ، کله چې ”اُمّ عراره» خلیفه ته را وستل شوه، لا تر اوسه ئې دوه دونيمي مياشتې نه وي تيرې شوې ، چې د خلافت په ماڼۍ ئې پوره ولکه و مونده ،او دخلیفه د حرم سراې ملکه و ګرځيده ، هغه دا خبره هم ډاګيزه کړه چې خلیفه غواړي سلطان ايوبي له منځه يوسي ، چې په دې لړ کې رجب د حشيشينو د ملاتړ د تر لاسه کولو له پاره دهغوی سره په خبرو کې مشغول دې.
دا هسې يوه اتفاقي خبره وه ،چې سلطان ايوبي د خلیفه د بيکاره وجود او دهغې د عيش او عشرت نه په تنګ راغلي و او دهغه پر خلاف ئې پاڅون پيل کړې و، او دا هم اتفاقي خبره ده چې ”اُمّ عراره» همغې خلکو تښتولې وه چې د سلطان ايوبي پر خلاف ئې جګړه کول غوښتل ، او دا خو يو ډير ښه اتفاق و چې سلطان ايوبي د رجب څخه د ساتونکو د ډلې قومنداني اخستې وه ، اوهلته ئې دخپلې خوښې يو قومندان ټاکلې و. خو دې ټولو اتفاقاتو دحالاتو څپې د سلطان ايوبي پرخلاف را ګرمې کړې او پخپله سلطان ايوبي ته ئې خطر را پيدا کړ. سلطان ”اُمّ عراره»په خپله پناه کې واخسته ، نجلۍ په خپلو پخوانيو کړنو ډيره زياته پښيمانتيا ښوله ، او د خپلو ګناهونو کفاره ورکول ئې غوښتل ، قدرت هغه ته يو لړزه ورکړه او دهغې دماغ ئې درست کړ ، سلطان ايوبي په پوره ډاډ سره په دې فکر پيل کړ چې هغه حکام چې په دې ټول جال کې ورګډ شوی دهغوی سره څه ډول سلوک وکړي .
بله ورځ الناصر او بهاؤالدېن شدّاد د فرعونيانو اخرې نښې له منځه يوړې او بيرته د فوځ سره يوځاې را ستانه شول .
***** (۵۳)
اته ورځې وروسته :
د شپې اخري برخه وه ،د سلطان ايوبې په را ويښيدو کې لږ څه وخت و، خو هغه ملازم را ويښ کړ او ورته ئې وويل چې الناصر ، علي بن سفيان او دوه نور نائب سالاران راغلي دي ، سلطان ټوپ کړ او را پورته شو ، او د ليدنې خونې ته ورغې ، ددې مسؤلينو سره د هغو دلګيو قومندان هم و چې د ښاره ئې بيرون ګشت کاوه ، سلطان ايوبي ته وويل شول چې لږ تر لږ ه شپږ زره سوډاني ، چې په کې د لرې کړل شوی فوځ وګړي هم شامل دې او دهغې وحشي قبيلې وګړي هم ، چې د عقيدې نښې نښانې ئې له منځه وړل شوې وې د مصر په پولو کې را ننوتی او په يوه ځاې کې ئې پړاو اچولې دې ، دې قومندان د هوښيار تيا نه کار اخستې و چې په عام لباس کې ئې دوه اوښ سپاره هلته ور استولي و تر څو مالوم کړي چې ددې لښکر موخي څه دي، دې اوښ سپرو خپل ځانونه مسافرين ور پیژندلې و ،هغوی ته دا مالومه شوه چې دا لښکر په قاهرې باندې د بريد او يرغل په خاطر و روان دې ، اوښ سپرو د لښکر دمشرانو سره يو ځاې شول او د صلاح الدېن ايوبي پر خلاف ئې خبرې پيل کړې او ورته ئې ډاډ ورکړ چې دوی به زيات شمير خلک په دې لښکر کې دشامليدو په خاطر راوړې ، ددې خبرو وروسته هغوی رخصت واخست ، ددوی د اطلاع په مطابق دا لښکر د اخوا دېخوا نورو ځاېو څخه د خلکو د راتلو منتظر و او په راتلونکې بله ورځ ئې د هغه ځاېه کوچ کاوه .
سلطان ايوبي لمړې دا حکم وکړ چې دخلیفه په ساتونکې ډله کې يواځې پنځوس کسان او يو قومندان پریږدئ او پاته نور ټول عسکري قشلې ته راوړئ ، که چېرې خلیفه احتجاج وکړي نو ورته وواياست چې دا زما حکم دې ، سلطان ايوبي علي بن سفيان ته وويل چې دخپلې شبکې لږ تر لږه سل کسان چې په سوډاني ژبه و پو هیږې د سوډاني باغيانو په لباس کې ددې قومندان سره سمدستي هلته ور ولیږئ ، قومندان ته ئې وويل چې دا سل کسان دهغو دوو اوښ سپرو سره يوځاې د سوډانيانو په لښکر کې ورګډ کړئ ،دا دوه اوښ سپاره به هغوی ته ووائې چې هغوی د وعدې سره سم دادې کومک راوړي دې ، دهغوی له پاره هدايات دادي چې هغوی به د لښکر د مخته کيدو په هکله مالومات را رسوي ، او هم به دا خبر راوړي چې د شپې په وخت ددې لښکر حيوانات او خوراک څښاک چېرې وي، سلطان ايوبي الناصر ته وويلې چې ګړندي اس سواره او دکوچنيو منجنیقونو دلګي تيار کړي .
«ما فکر کاوه چې مونږ به مخامخ او نیغ په نیغه ټکر کوو او سوډانيان به له ښاره لرې په کوم ځاې کې له منځه وړو » الناصر ورته وويلې .
«نه !» سلطان ايوبي ورته وويل ،« الناصره ! په ياد ساته چې که ددښمن شميره ستاسې د شميره څخه لږ هم وي نو بيا هم د نیغ په نیغه ټکر څخه ځان ساتئ ، د شپې له اړخه سرتيري مجاهدېن استعمال کړئ ،تر څو هغوی د شپې غلچکي يرغلونه پيل کړي ، دښمن د اړخونو څخه ، د شا څخه ... اود هرې لورې څخه تر فشار لاندې راوړي ،او د ترپ او خرپ د عملياتو وروسته خپلې پښې سپکې کړي . تر څنګ ئې د دښمن د خوراک څښاک لارې بندي کړئ، ځناور ئې له منځه يوسئ ، او په دې ترتيب دښمن وار خطا کړئ ،د هغوی ډلې سره وويشئ ، هغوی ته د مخته د راتلو فرصت مه ورکوئ ، هغوی ښي او کیڼ لورې ته په خپريدو مجبور کړئ ، که چېرې مخامخ ټکر اخستل غواړئ نو بيا دا له ياده مه باسئ چې دا صحرا ده ، د هر څه دمخه د اوبو په ځاېو باندې ولکه پيدا کړئ ، د لمر ګرمي اود هوا څپې د دښمن پر خلاف کړئ ، هغوی مجبور کړئ چې ستاسې د خوښې ډګر ته راشي ، زه به تاسې ته عملي درس درکړم . زه به ددې لښکر د ا غوښتنه پوره کيدو ته پرينږدم چې هغوی دې قاهرې پورې را ورسیږی . او يا دې زما فوځ دهغوی سره مخامخ جګړه وکړې .» هغه علي بن سفيان ته وويل « ته چې د خپلې شبکې کوم سل کسان په هغه فوځ کې د ګډون له پاره ور استوي ، هغوی ته ووایه چې هغوی دې په سوډانيانو کې دا افواه خپره کړي چې په شپږ اوه ورځو کې صلاح الدېن ايوبي په بيت المقدس باندې حمله کونکې دې په دې خاطر په کار ده چې په قاهرې باندې بريد دهغه په غياب کې تر سره شي .
په همدې توګه زيات شمير هدايات او احکام ئې صادر کړل او هغوی ته ئې وويل چې هغه به سر له نن څخه په قاهره کې نه وي موجود . هغه هغوی ته د قاهرې څخه ډير لرې ځاې ور په ګوته کړ. هغه غوښتل خپل نظامې دفتر ددښمن تر څنګ جوړ کړي تر څو جګړه تر خپل نظارت لاندې تر سره کړي . ټولو د ليدنې په همدې خونه کې د سهار لمونځونه ادآ کړل ، او دسلطان ايوبي په احکامو ئې عمل پيل کړ.
سلطان ايوبي دفوځي او جنګي تياريو له پاره خپلې خونې ته ولاړ .
***** (۵۴)
دسوډانيانو په لښکرو کې ورځ په ورځ زيادښت را ته ، دوه کاله پخوا د هغوی يو بغاوت ناکامه شوی و.او د بل بغاوت اوپاڅون له پاره ئې کار پيل کړې و ، صليبيانو ورسره د نظامي او مالي کومکونو وعده کړې وه او دسلطان ايوبي د راپرځولو له پاره ئې د جاسوسانو يو زيات شمير مصر ته ورننوستي و .
د سوډانيانو يرغل به يو ورځ نه يو ورځ کيده، خو اوس په ناڅاپې توګه راغې ، علت ئې داو چې سلطان ايوبي د يوي سوډاني قبيلي يو مذهبي مشر باندې فوځي بريد کړې و ، اودهغوی د دېوتاګانو ځاې ئې له منځه وړې و. دا څه معمولې کار نه و ، په مصر کې د سلطان ايوبي مخالفينو دهغه ددې اقدام څخه پوره ګټه پورته کړه ،او د سوډاني فوځ لرې کړل شوی ټول باغې قومندانان ئې يو له بله سره را يوځاې کړل ، هغوی ټولو يوځل په خوزښت پيل وکړ ، په دوی کې مصري مسلمانان هم و ، هغوی ددې سوډاني قبيلې مذهبې جذبات نور هم را وپارول او هغوی ته ئې وويلې چې د هغوی مذهب ریښتونې دې او که چېرې هغوی د سلطان ايوبي پر خلاف پا څون وکړي نو دهغوی دېوتا به د خپل توهين د بدلې د اخستلو له پاره ددوی سره کومک وکړي، هغوی په پنځه شپږو ورځو کې لښکر را ټول کړ او په قاهره ئې د يرغل کولو له پاره ځانونه چمتو کړل ، څه وخت چې داخوا دېخوا خلکو او قبيلو ته دا خبر ورسيد، هغوی هم په دې لښکر کې شامليدو ته تياريدل .
کله چې ددوه اوښ سپرو سره يوځاې هغه سل وسله وال کسان په دې لښکر کې ورګډ شول نو دا لښکر د پولې څخه دې غاړې ته راغلې و، اوپه يوه ځاې کې ئې پړاو اچولې و، سلطان ايوبي دشپې شپې هلته دومرنژدې ور غې چې ددې لښکر د نقل وحرکت په هکله ژر خبريداې شو. هغه سل کسانو د لښکر مشرانو ته وويلې چې سلطان ايوبي تر څو ورځو پورې د فلسطين په لور خوځیږي ، د لښکر مشران ډير خوښ شول هغوی دا پړاو دوه ورځې نور هم اوږود کړ. بله شپه سلطان ايوبي ته ددې لښکر په هکله لمړې خبر راورسيد.
په ورپسې شپه هغه پنځوس سواره او پنځه منجنیقونه هلته ور واستول چې اور بلونکې مادې باندې سنبال شوی و، هر منجنیق يوه آس کشاوه ، نيمه شپه ، هغه وخت چې سوډاني لښکر په درانه خوب بيده و مجاهيدېنو دهغوی د خوراک په ذخيرې باندې د اور ګولې ور و توغولې او وروسته ور پسې اور بلونکې غشي ور و توغول شول ، صحنه ټوله د اور د شعلو نه ډکه شوه ، په لښکر کې سخته بده ورځ را پيدا شوه ، منجنیقونه ئې سمدستې بيرته را ولیږل ، دغه پنځوس کسه مجاهدېن په څلورو ډلو وويشل شول ، دوی خپل آسونه ور وځغلول او د لښکر د اړخ خلک ئې د خپلو برچو او نيزو په واسطه له منځه يوړل او د شپې شپې ئې ځانونه خوندي ځاېو ته و رسول ، لښکريانو ته د ځانو د راټولولو فرصت په لاس نه ورته ، هلته چې د اور په لمبو کې دهغوی د خوراک ذخيره سوځيدله نو په هغه ځاې کې آسونه او اوښان هم و تريدل او وتښتيدل، په همدې وخت کې د سلطان ايوبي سواره يوځل بيا را پيدا شول او غشي ويشتل ئې پيل کړل، او بيرته ولاړ ل ، هغوی بيرته بيا را ونه ګرځيدل .
په بله ورځ خبر را ورسيد چې د سوډانيانو لږ تر لږه څلور سوه کسان د اور په لمبو کې ، د آسونو او اوښانو د تريدو او د ګوريلا مجاهدېنو د حملو په واسطه له منځه تللې دي ، دهغوی د خوراک ټوله ذخيره سوځيدلې وه ، او د غشو ذخيرې ئې هم له منځه تللې وي ، باغي لښکر دهغې ځاېه کوچ وکړ او دشپې په يوه داسې ځاې کې ئې پړاو وکړ چې شاوخوا ته ئې خاوريني غونډۍ پرتې وي . په دې ځاې کې هغوی ته د شپيني عملياتو خطر نه و، دهغوی صحرائې ګشتي ډلو هم تر لرې لرې ځاېو پورې تګ را تګ کاوه ، خو د مجاهدېنو لخوا يو ځل بيا پرې بريد و شو . دا بريد هم د تيرې شپې د بريد په څير و ، د لښکر مشرانو ته دا مالومه هم نه وه چې دهغوی دوه ګشتي ډلې د سلطان ايوبي د مجاهدېنو تر ولکې لاندې راغلې او له منځه تللې وې ، غشي ويشتونکو د خاورينو غونډيو څخه اور بلونکي غشي ويشتل او بيرته پټيدل ، دا شپيني عمليات ان د سهار د رڼا د را پيدا کيدو پورې روان و. په دې عملياتو کې هم سوډاني باغيانو او ددښمن لښکرو ته د تيرې شپې څخه زيات زيان ور اوښتې و.
ماښام علي بن سفيان سلطان ايوبي ته د خپلې شبکې د غړو دا راپور اوراوه ، چې سبا ورځ به سوډاني فوځ په داسې توګه راوړاندې کیږي چې دشپينې عملياتو د ډلو په هکله مالومات پيدا او دهغوی د ختمولو هڅې وکړي ، سلطان ايوبي سره نژدې يو شمير فوځيان و ، هغوی د شپې له اړخه يرغل و نکړ ، هغوی ته مالومه وه چې دښمن رابيدار شوې ، په بله ورځ هغه څلورسوه فوځيان د سوډاني لښکر کیڼ اړخ ته نژدې نيم ميل لرې ور ولیږل ، او څلور سوه نور ئې د هغوی ښي اړخ ته . هغوی ته ئې دا هدايت ورکړ چې هغوی دې مخته ځي ، دواړه ډلې د سوډانيانود لښکر د اړخونو څخه تيری شوې نو سوډانيانو د دې خطر له مخې خپل اړخونه و غوځول چې دا ډلې به د اړخونو څخه او يا دشا له خوا پر دوی يرغل وکړي ، دسلطان ايوبي د هدايت په مطابق دهغوی قومندانانو خپلې ډلې دهغوی څخه لږې نورې هم لرې کړې ، سوډانيان په دوکه کې و لويدل ، هغوی خپل لښکر ښي او کیڼ اړخ دواړو لورو ته و غوځولې . ناڅاپه د سلطان ايوبي پنځه سوه سپاره د غونډيو د پټو ځاېو څخه را ووتل او د سوډانيانو په منځ باندې ئې بريد وکړ . دلته د هغوی اعلي قومندان هم موجود و . د آس سپرو مجاهدېنو دا حمله ډيره ګرندۍ ، تيزه او سخته وه ، په ټول لښکر کې شورو غوغا ګډه شوه ،د اړخونو څخه هم پياده عسکرو غشي توغول پيل کړل ، اوپه دې ترتيب نژدې دېارلس سوه مجاهدېنو د دښمن شپږ زره فوځ د تیښتې او ماتې سره مخامخ کړ، داسې ماتې چې صحرا د مړو د لاشونو څخه ډکه شوه ، او يو زيات شمير سوډانيان بنديان هم شول او څه په تیښته بريالي شول ، ويل کیږی چې د تښتيدونکو شميره لږه وه .
دا د سوډانيانو دويم بغاوت اوپاڅون و، چې سلطان ايوبي د همغوي په وينو کې ور ډوب کړ. اوس نو سلطان ايوبي د ډپلوماسۍ څخه کار وانخست ، هغه د جنګي بنديانو څخه مالومات تر لاسه کړل ، دهغوی ټول هغه قومندانان او حاکمان چې په بغاوت کې ئې ګډون درلود په بندي خانو کې واچول، د تخريب کونکو نښې ئې هم را پيدا کړې ، هغوی ته ئې د مرګ سزا ورکړه ،د رجب په څير سالاران ئې په عمري بنديخانه کې ور واچول ، سلطا ن ايوبي په دې ډير حيران و چې يو شمير داسې حکام هم په دې سازش کې شريک ول چې سلطان هغوی ځانته وفاداره ګڼل، هغه خپلو باورې ملګرو اوسالارانو ته وويل چې دمصر ددفاع اودسلطنت د ټينګښت له پاره په سوډان باندې يرغل او دهغې هيواد ولکه کول ډير اړين دې .
هغه خلیفه العاضد څخه د هغه ساتونکې ډله بيرته را وسته اوهغه ئې له کاره ګوښه کړ. او اعلان ئې وکړ چې اوس به مصر د عباسي خلافت تر کنترول لاندې وي ، او دا هم چې دخلافت مرکز به بغداد وي ، سلطان ايوبي ”اُمّ عراره»د اته ساتونکو سره يوځاې نورالدېن زنګي ته د ورحواله کولو په لور ور واستوله .
***** (۵۵)
پاته په يويشتمه برخه کې ....