
لیکنه : میوند
ټولو ته جوته ده چې په یوه
اسلامي ټولنه کې جومات له پوره ارزښت څخه برخمن دی . الله ج هغه ځمکه چې جومات پرې ودان شوی وي ،تر ټولو غوره بللي ده
.زموږ جلیل القدر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هغه کسانو ته چې جوماتونه ابادوي ،د ایمان د خاوندانو خطاب
کړیدی .دا چې الله ج انسانان او پیریان د عبادت لپاره پیدا کړیدي ،نو طبعي ده چې د
انسان د عبادت ځای د خلقت یوازینی هدف یې همدا عبادت دی ، باید لوړ مقام ولري .
په افغانستان کې د مسلمانانو د عبادت ځایونو (
جوماتونو ) څخه یو هم د خوست ستر جامع جومات دی ،چې خوست ته د مجاهدینو د
راتلو سره سم د ښار د پخواني جومات پر ځای ،د متحده عربي
اماراتو په مالي مرسته جوړ شویدی .د طالبانو د امارت په سقوط سره یې چارې یو څه
نیمګړې پاتې شوې ،خو وروسته بیا د خوست د ادارې په هڅه او هاند او د اماراتو په
مرسته بشپړې شوې . که ددې جومات جوړښت ،ظرفیت او موقعیت ته وکتل شي ،نو په سیمه کې
یې ساری ډیر کم تر سترګو کیږي،همدا سبب دی چې په ډیرو ځایونو ، په لیکنو او
مطبوعاتي خپرونو کې د خوست د سمبول په
توګه کاریږي.
د متحده عربي اماراتو وروڼو دې کور ودان وي
چې د خپل اسلامي احساس له مخې یې ،ددوی د خپل ټاټوبي څخه ډیر لیرې /په خوست کې /
راته دا ډول جومات جوړ کړی . خو پوښتنه داده چې هره ورځ یې دوی راته پاک کړي؟د
اوبو سیستم یې دوی راته و چلوي؟د جنراتور د تیلو پیسې یې دوی را کړي؟ لوډسپیکر یې
دوی راته عیار کړي؟
نه
،هېخکله نه . خوستوال هم دومره بې همته ندي چې همیشه دې ،ددې وړو وړو کارونو د
تنطیم لپاره بل چاته لاس ونیسي،یا دې ددې عادي کارونوو تر عهدې هم ونه وزي.زه د یو
عیني شاهد په توګه د هرې جمعې په ورځ چې له جومات څخه راوزم نو د درواز ې په خوله
کې پر پروت څادر چې د چندې لپاره هوار وي ،له یوې ،پنځو ،... واخله ان د سلو ،
پنځو سوو او زرو افغانیو او کلدارو نوټونه
پراته وي .دا یوازې د یوې دروارې د څادر نوټونه دي ، د دوو نورو دروازو څادرونه په
همدې منوال درواخله .لنډه دا چې په همدې ډول د هرې جمعې په ورځ لسګونه زره پیسې د
جومات لپاره ټولیږي ،چې دا پخپله د خوست د خلکو د سخاوت او د جوماتونو سره د مینې
استاریتوب کوي . اوس پوښتنه داده چې د جومات لپاره د دومره پیسو سره سره،د جومات د
اوبو سیستم ولې برابر نشو؟ د اودس کولو پر مهال ولې خلک په لیکو کې ولاړ وي ؟ د
جومات په شمالي او جنوبي څنډو کې تشنابونه او د اودس ځایونه پدې لسو کالونو کې ولې
فعال نشول؟ ولې هره ورځ د جومات لوډسپیکر ستونزه لري؟په اوړي کې د هرې جمعې په ورځ زرګونه لموځ کوونکي په سخته
ګرمي کې لمونځونه کوي او تر اوسه یې دسیورې بندوبست ونشو ؟ د باران څخه څو ورځې
وروسته ولې د جومات انګړ د خټو ډک وي ؟ جومات ولې په میاشت کې یو ځل جارو کیږي؟ د
جومات په ډنډ کې چنجي له کومه شول؟ مهمه دا چې د خوست ښار نورو کوچنيو جوماتونو (
لکه سپین جومات ، یعقوبیو اډې جومات ) د لسو کالو په اوږدو کې یوازې د چندو په پیسو
د پورته یادو ستونزو د حل تر څنګ خپلو ساختمانونو ته هم پراختیا ورکړه خو ستر
جومات لومړنی ستونزې هم حل نکړای شوې.
ددې ټولو پوښتنو ځواب دادی چې ددې (ستر جامع )
جومات چارې د خوست د حج او اوقافو ریاست مشرتابه پخپل لاس کې نیولي دي . د جومات خادمان یې ټول خپل
وروڼه ،وریرونه او نور ټول نږدې کسان ګمارلي دي. د هرې جمعې په ورځ چې لسګونه زره
پیسې ټولیږي ، یو وار دده له جیبه فلتر کیږي چې ددې فلتر څخه غټ نوټونه هیڅکله نشي
تیریدای.کوم کوچني نوټونه چې تیر شي هغه ددې لوی جومات د چارو د سمبالښت لپاره
بسنه نکوي .
نږدې لس کاله د خوست د حج او اوقافو ریاست هم
په جومات کې دیره ؤ چې د جومات خادمان هم د ریاست ملازمان ول او هم د جومات خادمان
. هم یې د حج او اوقافو ریاست څخه معاش اخیست او هم یې د حومات له چندې څخه خپله
حق الزحمه څنګ ته کوله . اوس چې ریاست هم اداري کمپلکس ته لیږدیدلی دی او تر شا یې
ډیرې خالي کوټې او دفاتر پریښي دي نو دې په دوو تنخواو روږدو خادمانو ( د ریس
خپلوانو ) ته به مشکله وي چې اوس په یوه معاش د جومات د چارو له سمبالښت او
پاکوالي له عهدې ووتلی شي ،چې پدې صورت کې به هغه ستر جومات چې د لسګونو زرګونو
خلکو د عبادت ځای او د خوست سمبول دی ،خدای نخواسته د خلکو د خندا شي چې دا به نه
یوازې زموږ د عبادت ځای سپکوی وي ،بلکه په سیاسي لحاظ به هم دښمنانو ته ښه د تبلیغ
موقع په لاس ورشي . ددې لپاره چې د جومات چارې ښې سمبال شي ، د ولایت له مسؤلینو په تیره بیا له والي
څخه هیله داده چې نور د حج او اوقافو د ریاست له مشرتابه لاسونه د جومات څخه لنډ
کړي او پری نږدي چې د یاد ریاست د نورو مسايلو کې د فساد ترڅنګ د جومات د چندې له
پیسو څخه خپل جیبونه ډک کړي .د سپین جومات او یعقوبیو اډې د جومات د چارو تنظیم ته
په کتو سره دې ،ددې جومات کارونه پرمخ یووړل شي.