یاره خوږ می ستا یادونو ته نظر شو
ځکه بیا می ددرتلو هوس په سر شو
د حرم د باغ د حورو غم کی نه شوم
چې په زړه می ستا د مینی خوږبشرشو
را په یاد چې می ستا تللي خاطرې شوې
پوه پری نه شوم چه سبا که مازدیګر شو
افغانی پام چه په تلو یی منکر نه شی
ګوندی بیا دی په نصیب هغه دلبر شو
سمه لیار
عزت یی شی نصیب چې ربه ستا په لیاری سم دی
ذلت په هغه چا چې د ریا په لیاری سم دی
تیریږی قافلی د زمانی نن او سبا کی
سر لوړی به وی څوک چه د الله په لیاری سم دی
انسان لری ډیر لوړه مرتبه تر بل مخلوقه
زیبیږی ورته کړه چې د عقبا په لیاری سم دی
زاهد په عبادت رسی د زهد مرتبی ته
سجدی یی شی پخی چې درضا په لیاری سم دی
سخی په سخاوت باندی حاصل د زړو رضا کړی
منلی به وی څوک چې د سخا په لیاری سم دی
ژوندون هسی عبث چه تیروی متاع یی څه ده
پیرو د سمې لیار د مصطفی په لیاری سم دی
درګاه ته دی الله زه افغانی لاس په دعا یم
مطلب ته رسی څوک چې مدعا په لیاری سم دی
وروستي