تر انتخاباتو وروسته د پاکستان حالات  ( د پېښو کرونولوژي / دویمه  برخه )

مارچ ۱۳ /۲۰۰۸
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کونډا لیزا رایس ویلې و  چې موږ د پاکستان د حکومت سره په قبایلي سیمو کې د روانو حالاتو په اړه په اړیکه کې یو ، نوموړې دغه خبرې د بهرنیو اړیکو یو کمیسیون ته کړې وې .
موږ د پاکستان له حکومت سره په اړیکه کې یو چې د ترهګرۍ پرضد باید پاکستان نور څه وکړي او موږ ورسره نوره څومره مرسته وکړو ، همدا رنګه نوموړې د شمالي وزیرستان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې موږ باید په دې پوه شو چې شمالي وزیرستان یوه ډیره سخته سیمه ده هلته د اورپکو مخنیوي ستونزمن کار دی، او لامل یې دا په ګوته کړ ، چې د دغې سیمې خلک د افغانستان له خلکو سره کورنۍ راشه درشه لري نو دابه یو ستونزمن کاروي چې په دغه سیمه کې دې د ترهګرو مخنیوی وشي .
نوموړی همدارنګه ویلې و چې که موږ وغواړو  د دې ستونزو پر وړاندی کوم غبرګون وښایو نو موږ باید خپل د سویلي اسیا ستراتیژیک ملګري پاکستان سره خپلې مرستې نورې هم زیاتو کړو او پاکستان هم په دې خبردی چې دا مرستې باید څرنګه مصرف شي . مارچ ۲۲ /۲۰۰۸ نيويارک ټايمز
د پاکستان نوې ټاکل شوي ائتلافي حکومت څرګنده کړه چې په پاکستان کې دځانمرګو بریدونو او ناامنیو د مخنیوي په موخه یې یوه ستراتیژي تر غور لاندې نیولې ده او د دې ستراتیژۍ له لارې به نوی حکومت د طالب جنګیالیو سره د سولې تړونونه لاسلیک کړي .
دپاکستان د مسلم لیک ګوند مشر نوازشریف وویل چې موږ له خپلو خلکو سره تړون لاسلیک کوو ، که چیرې یو څوک په خپل کور کې ستونزه ولري نو باید دغه ستونزه په دې حل نه کړي چې نوموړی دې خپله کورنۍ ووژني ، باید ورسره خبرې وکړي لکه څرنګه چې برتانویانو د ایرلنډ سره خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړې.
همدارنګه د پاکستان د خلکو د ګوند مشر اصف علي زرداري وویل چې حکومت او طالبانو چې په تیرو ۸ کلونو کې څه وکړل هغې کار ورنه کړ. نوموړي وویل  چې زه به دا ټولې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړم او که اړتیا پیښه شوه نو د پوځ پرځاې به د عملیاتو لپاره پولیس وکاروم .
همدارنګه کله چې د نواز شریف څخه وپوښتل شول چې دوی به له چاسره دسولې تړونونه لاسلیک کړي نو نوموړي په ځواب کې وویل چې ټولو هغو جنګیالیو سره چې په قبایلي سیمو کې فعالیت کوي . مارچ ۲۷ ۲۰۰۸
د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال سره د قبایلي سیمو ۱۱ مشرانو ولیدل او ورته یې ویل چې په قبایلي سیمو کې د ستونزې د هوارۍ یواځینۍ لار خبرې دي ، د قبایلي سیمو مشرانو چې مشري یې ملک دریاخان کوله د نیګروپونټي سره په یوې غونډه کې وویل چې موږ قبایل هر رنګه ستونزې د جرګې له لارې حل کوو او موږ باید د ترهګرۍ او د خلکو د غبرګون ترمنځ توپیر وکړو په قبایلي سیمو کې چې څه پیښیږي هغه ترهګري نه بلکې د قبایلو غبرګون دی .
د دغې غونډې نه وروسته قبایلي مشرانو خبري رسنیو ته وویل چې دوی د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال ته ډاډ ورکړو  چې په قبایلي سیمو کې د ستونزو حل  د بیا رغونې د پروژو له لورې شونی دی. او قبایلي مشران په هررنګه ستونزو شاملول دي او ورانکارو سره د قبایلي رواجونو سم خبرې کول دي . مارچ ۲۸ / ۲۰۰۸
د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان وویل چې موږ نورباید جګړې ته د پای ټکې کیږدو او زیاته یې کړه چې په سیمه کې د ترهګرۍ ستونزه د پښتنو د جرګې له دود  سره  ختمه کړو . نوموړي وویل  چې په لویدیځ کې خلکو دا تصور اخیستی چې ټول پښتانه ترهګر دي ، خو پښتنو د فبرورۍ په ټولټاکنوکې نړۍ ته  روښانه کړه چې دوی سوله خوښونکې خلک دي .
د ترهګرۍ سره په جګړه  کې اسفندیارولي خان وویل چې پښتانه د باچاخان د عدم تشدد په پالیسۍ باور لري ، نوموړي زیاته کړه  چې زه د نړیوالې ټولنې څخه غواړم چې زموږ ماشومان ټوپک ته نه بلکې کتاب ته اړتیا لري ، دوی ځانمرګی بریدونو واسکټونو ته نه بلکې دوی د ښوونځي یونیفورم ته اړتیا لري .
نوموړي دغه مرکه د جنګ ورځپاڼې سره کړې او زیاتوي چې موږ به وروسته له دې یوې پښتنې مور ته ووایو چې نور دې د خپل اولاد چې مکتب ته ځې انديښنه نه لري ،.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان حالات په سرحد باندې مستقیم اغیز لري او موږ  له پیله ویلي چې ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي . مارچ  ۲۸ /۲۰۰۸
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال نیګرو پونټي ویلي و ، چې په پاکستان دې فشار راوړل شی ترڅو، چې هغه کارونه وکړي چې په کې د امریکا ګټو ته زیان ونه رسیږي او زیاته یې کړه چې امریکه د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې هغه پالیسي پر مخ وړي چې د دواړو هیوادونو په ګټه وي .
نوموړي د پاکستان او د طالبانو دسولې د تړونونو په غبرګون کې وویل چې دا د حیرانتیا خبره ده چې د هغو ترهګرو سره د ې د سولې تړونونه لاسلیک شي چې هغوی زموږ ژوند له ګواښ سره مخ کوي ، زه نه پوهیږم چې یو څوګ دې څرنګه د ترهګرو سره د سولې تړون وکړي او زه په دې ټینګار کوم چې د ترهګرۍ سره جګړه یوې پرمختللې ستراتیژۍ ته اړتیا غواړي او دا یواځې د یوهیواد د وسعې پوره نه ده . نوموړي زیاته کړه چې موږ دوه ډوله ترهګر لرو یو هغه چې هغوی مخالفین دي او همیش لپاره په اپوزیسیون کې وي او بل ډول یې دي چې موږ کولای شو له هغوی سره خبرې وکړو او د موکراسۍ او د خپل هیواد او د ولس د ګټو په خاطر ورسره تړون وکړو. مارچ ۳۰ / ۲۰۰۸
د پاکستان د طالبانو تحریک د دغه هیواد د نوي لومړي وزیر دهغو خبرو هرکلی وکړو چې ویلي و موږ به په قبایلي سیمو کې د (ایف سي ار) قانون ختم کړو او د طالبانو سره به خبرې وکړو .
دپاکستان د طالبانو د تحریک ویاند لومړي وزیر ګیلاني ته هرکلی ووایه او زیاته یې کړه چې نوموړی دې په هیواد کې امریکا د پلانونو له پلي کولو څخه لاس په سر شي .
د دغه تحریک ویاند مولوي عمر خبري رسنیو ته د یو ناڅرګند ځای څخه وویل چې لومړي وزیرپه دې اعلان چې په قبایلي سیمو کې به د ایف سې ار قانون ختم کړي  د میلونونو قبایلو زړونه و ګټل ، همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې حکومت دې په قبایلي سیمه کې اسلامي نظام نافذ کړي چې د ټولو قبایلو لپاره د منلو وړ دی ۱۴/ مۍ /۲۰۰۸  د چهارشنبې ورځ:
امریکایې الوتکو د باجوړ په ډمه ډوله سیمه باندې  د شپې ناوخته برید وکړ او د راپورونو په اساس په دې برید کې ۱۴ تنه وژل شوي و . د غه برید د مولوي عبیدالله په کور او حجره ترسره شوی و . ۲۲ مۍ -۲۰۰۸
د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې خبریالانو ته وویل چې موږ به یواځې له هغو طالبانو سره د سولې تړونونه لاسلیک کړو چې د حکومت پرضد د بریدونو څخه لاس واخلي ، نوموړې زیاته کړه چې د سرحد حکومت چې  د طالبانو سره د سولې کوم تړونونه لاسلیک کړي موږ ورسره موافق یو او دوی دا کار د پاکستان د ثبات په خاطر کړی ، نوموړې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې موږ به هیچاته اجازه ورنه کړو چې زموږ په خاوره برید وکړي . ۲۳ مۍ ۲۰۰۸
 بیت الله مسید ویلي چې په تړون کې مو د حکومت سره دا نه ده منلې چې په افغانستان کې دې د جهاد څخه لاس په سر شو ، نوموړي وویل چې په دې ورستیو کې د پاکستاني ځواکونو سره زموږ نښتو دواړه اسلام او پاکستان ته زیان ورساوه او موږ نه غواړو چې د غه دواړو ته دې زیان ورسیږي .
همدا رنګه د طالبانو د تحریک  ویاند خبري رسنیو ته وویل  د سولې دغه وروستی تړون د پخوانیو تړونونو څخه توپیر لري او موږ هیله لرو چې دا تړون به مات نشي دا ځکه چې اوس دواړه خواوی په دې پوهیدلي دي چې جګړه د دواړو په ګټه نه ده ، نوموړي زیاته کړه چې دا وروستی تړون به د دواړو خواو په ګټه وي ، ځکه موږ له تیر وخت څخه زیات څه یاد کړل چې هغه به بیا د دواړو لورو څخه تکرار نشي .  مۍ ۲۷ /۲۰۰۸
دپاکستان د طالبانو دتحریک مشر بیت الله مسید رسنیو ته وویل چې دوی به په افغانستان کې خپل جهاد ته ادامه ورکړي ، نوموړي وویل چې موږ د پاکستان له حکومت سره دسولې تړون لاسلیک کړ او اوس حکومت دا حق نه لري چې په افغانستان کې د طالبانو د جهاد مخنیوی وکړي او موږ سره داخبره د پاکستان حکومت منلې هم ده . ( دی نيوز ۳۱ مۍ شنبه ۲۰۰۸ ګڼه )
همدارنګه د بیت الله مسید او حکومت ترمنځ چې کوم د سولې تړون لاسلیک شوی و په هغې کې ورسره د پاکستان حکومت منلې وه چې موږ به په قبایلي سیمو کې زیانمنو شوو کورنیوته تاوان ورکوو چې د رسنیو له خولې د غه جبران د بیت الله مسید له لارې ورکړل شو چې  ۱۰ میلونه روپۍ وې . همدا رنګه نوموړي په دغه سیمه کې د وړو ۴۰ بوجۍ هم ویشلي دي ۵ جون ۲۰۰۸
پاکستاني  چارواکو وویل چې دوی له طالبانو سره د سولې د تړون له مخې زیات شمیر هغه طالبان خوشې کړي چې پخوا به یې په امنیتي ځواکونو بریدونه کول او غوښتل یې چې په سیمه کې نا امني رامنځ ته کړي .
یو لوړپوړي پولیس افسر خبري رسنیو ته ویلي چې موږ تیره ورځ ۶۰ طالب جنګیالي له بنده ازاد کړي دي او ۱۵ نور به سبا ته خوشې کړو چې په بدل کې به یې دوی ۱۰ حکومتي سرتیري خوشې کړي .  جون ۶
شاهين بونيری راپور
له طالبانو سره د سولې د تړون د لاسلیک کولو وروسته اوس دوی ته دا زمینه برابره شوې ده چې په سیمه کې خپل واک نور هم و غځوي ، د عیني شاهدانو په وینا اوس طالبانو په خپلو سیمو کې د خپلې خوښې حکومتونه جوړکړي دي او د ایف ایم راډیو له لارې خپلې خپروني کوي ، او همدا رنګه یی خپلې محکمې جوړي کړي چې د سیمې اوسیدونکي اوس د حکومتي محکمو پر ځای د دوی محکمو ته خپلې دعوې وروړي . دوی په خپله خوښه فیصلي کوي او په ځیني ځایو کې مالیه هم دوی اخلي او همدا رنګه د راپور په اساس طالبان د هرې جمعي په ورځ جوماتو ته ځي او هلته ورته خلک خپلې ستونزې بیانوي . ۱۰ جون :
RAND Corp think tank  څيړنه ( دی نيوز ۱۰ جون چهارشنبه)
یو راپور خپور کړی و چې په کې یې لیکلي و ناټو او امریکایې ځواکونه به په افغانستان کې له ډیرو ستونزوسره مخ شي که چیرې پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو مخنیوی ونه کړي .
دغه څیړنه وایې د پاکستان استخبارات او ملیشې په ښکاره توګه له طالبانو سره مرسته کوي او په افغانستان کې هر رنګه کامیابه یاغیتوب له ګاونډیو هیوادونو څخه سر چینه اخیستې ، او اوسنې یاغیان له هغوی سره هیڅ توپیر نه لري .
راپور د سيټ جونیس له خولې لیکې : طالبان اوسمهال د پاکستان په حکومت کې د ننه هم خواخوږي لري تر هغې، چې د دوی ترمنځ دغه خواخوږي وي نو په سیمه کې د امنیت هیله بې ځایه ده . د غه راپور د امریکا په مالي مرسته جوړ شوی او په دې ټینګار کړی چې قبایلي سیمې د طالبانو لپاره د جنت بڼه غوره کړې .
 
(جون ۱۰) 
-د امریکا د پوځ لوړپوړی چارواکې اډمارل میکال مولین وایې که په امریکه د دوهم ځل لپاره برید ترسره کیږي نو  ریښه به یې قبایلي سیمې وي، نوموړي زیاته کړه چې القاعده اوس په فاټا سیمه کې بیا منظمه شوې او دا به په راتلونکې کې د امریکا لپاره یو ګواښ رامنځ ته کړي .
د امریکا حکومت پاکستان د ایف ۱۶ ډوله الوتکو ورکولو ژمنه وکړه او ویی ویل چې موږ به ۴ الوتکې د جون په میاشت کې او ۴ نورې د جولای په میاشت کې او پاتې نورې به هم په راتلونکو میاشتو کې ورکړو ، امریکه د غه الوتکې پاکستان ته په داسې وخت کې ورکوي چې پاکستان له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړی او د نړیوالو له سخت غبرګون سره مخامخ شوی و . او همدا رنګه په خپله په امریکا کې هم په دې خبرې روانې وې چې له پاکستان سره دې د پوځي مرستو حساب وشي .   ۱۱ د جون ۲۰۰۸
   د امریکا الوتکو په مومند ایجنسۍ برید وکړ او د ۱۳ پاکستاني ځواکونو په شمول یې ۱۴ طالب جنګیالي ووژل او یو شمیر نور ټپیان شول همدارنګه دی نیوز ورځپاڼې په ۱۲ د جون لیکلي و چې په برید کې د پاکستاني ځواکونو شمیر له دې څخه لوړ و او همدارنګه لیکلي و چې ۶ پوځیان یې نا درکه و .چې په همدې ورځپاڼه کې د وژل شوو او د نادرکه پوځیانو نومونه هم خپاره شوي و.
په دغه برید کې د پاکستاني سرتیرو سربیره ۱۴ طالب جنګیالي هم وژل شوي و چې طالب ویاند مولوي عمر هم دا شمیره تایید کړې وه او ویلي و چې په وژل شوو کې ۸ د باجوړ اوسیدونکي او نور ۷ د مومند ایجنسۍ اوسیدونکي و . د یادولو وړدی چې د غه برید په ګورا پارو کې ترسره شوی.
 
 جون ۱۸/ ۲۰۰۸
 طالبانو  د امریکا د چورلکو ځینې برخې تښتولې وې چې په لومړیو کې د امریکا د حکومت له خوا دغه خبر رد  شوې و خو په پای کې یې دا ومنله چې د دوی چورلکې د طالبانو له لورې تښتول شوي .   ۲۱ جون ۲۰۰۸
د پیښور ښار څخه ۲۵ عیسویان تښتول شوي و چې تور یې په لشکر اسلام باندی لګول شوی و چې د یوې ورځې وروسته بیرته خوشې کړای شول . دوی د باړې سیمې ته تښتول شوي و باړه هغه سیمه ده چې د منګل باغ او پلویانو له خوا اداره کېږی. ۲۶ جون
د افغان حکومت د پاکستان استخباراتي ډله په کرزي باندې په برید کولو تورنه کړه .
د پاکستان د طالبانو تحریک د جنډوله د سیمې د امن د کمیسیون ۲۸ تنه  د جون په ۲۵ ووژل. پردوی د غلا او ورانکارلو تور لګول شوی و. او بیت الله مسید زیاته کړه که موږ د غه ډول خلک ان په پیښور کې هم ونیسو ورته سزا به ورته وکړو.
کله  چې د پاکستان دطالبانو تحریک دغه  ۲۸ کسه  حلال کړل نود خلکو ترمنځ یې دغه لاندې  پوښتنې رارولاړی کړې:
• د غه خلک څوک وو او له کومه ځای څخه راغلي وو ؟
•  ایا د دوی محاکمه به عادلانه وه ؟
• ایا د دغې سیمې شورا او یا جرګه له دغه پریکړې څخه خبره وه  او دوی حق درلود چې د دوی د مرګ مخنیوی وکړي ، ولې د دوی مړي جرګې او یا شورا ته ونه سپارل شول او په ناولي ځای کې وغورځول شول ؟
• ایا په اسلام کې د دغه ډول یو عمل اجازه شته ، ځکه لومړی دوی ویشتل شوي وو او بیا ترینه سرونه پرې شوی وو ؟
• ایا دا د پاکستان اسلامي جمهوریت دی او یا د پاکستان  د طالبانو جمهوریت ؟
د مۍ په ۱۸ نیټه طالبانو د خپلو ۱۲بندیانو د خوشې کولو په بدل کې په افغانستان کې د پاکستان سفیر خوشې کړو که څه هم د پاکستان له خوا د ا خبر تایید نه شو چې دوی د سفیر په بدل کې د طالبانو سره کومه معامله ترسره کړې ده خو طالبانو ادعا وکړه چې موږ د سفیر په بدل کې د طالبانو لوړپوړي چارواکې راخوشې کړي دي چې په هغوی کې ملا عبیدالله هم و چې پخوا د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د دفاع وزیر و.
  د پاکستان سفیر د فبرورۍ په ۱۱ نیټه له جمرود څخه طالبانو تښتولی و او سویلي وزیرستان ته یې له ځان سره وړی و ، سرچینې وایې چې حکومت د نوموړي په بدل کې ۱۲ لوړپوړي طالبان خوشې کړي چې ۷ پاکستاني او ۵ افغاني طالبان و. که څه هم بیت الله مسید د نوموړي د تښتولو څخه  انکار کولو خو دا به یې ویلې چې هرچا داکار کړی هغه ددوې د فکر سړی دی.