د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې د چا لاس دی؟


- راتلونکې ټاکنې او د پښتنو د نفوسو د کمولو هڅې
- د ملکي وګړو په وژنه کې امریکا دویم لاس لري.
- متحده جبهه ائتلافي ځواکونو ته ترجمانان استوي. د ۱۳۸۷لمریز کال د سرطان او زمري له میاشتې را هیسې د ائتلافي او افغاني ځواکونو په ګډو یرغلیزو عملیاتو کې په پرله پسې ډول څه د پاسه ۲۰۰عام پښتانه وګړي ووژل شول. موږ یې د بیلګې په توګه ددې سترو هغو عملیاتو ته اشاره او کتنه کوو،چې دوه یې په اسد میاشت کې او یوه یې په سرطان کې ترسره شوي دي. د سرطان د میاشتې په لومړیوورځو کې امریکايي ځواکونو د ترهګرو د لټون  په موخه د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ دده مالا په کلي کې د یوه واده د ګډونوالو هغه کاروان چې د خسر له کوره ناوه او ځوم سره د ټولو هغو کسانو چې په دغه بدمرغه واده کې له ځوم او ناوې سره مله ول، تر برید لاندې ونیول، د ځوم او ناوې په ګډون یې څه د پاسه ۴۵عام وګړي شهیدان کړل، په داسې حال کې چې د واده دغه کاروان پلي پر لار روان ول، یو چېرته او بل چېرته به یې دمه لګوله، داسې دمه به یې نه لګوله چې ټول یو ځای سره غونډ شي، یوه ډله ښځې او نران په یوه ځای کې، بله ډله په بل ځای کې، او بلې ډلې په بل ځای کې د ستړیا د رفع کولو په پار د کوم دیواله خواته ډډه لګولې وه، چې امریکايي ځواکونو د خپلو ترجمانانو د لارښوونې پر بنسټ د دوی په هرې ډلې باندې د ترهګرو په تور بمونه واورول او بېلا بېل هوايي عملیات یې پردوی باندې ترسره کړل، چې په پایله کې د ښځو، ماشومان، سپین ږیرو او نرانو په ګډون ۵۰تنه ووژل.
له دغې پېښې څخه یوه میاشت وروسته د څو پرله پسې ورحو لپاره ائتلافي ځواکونو د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي وو خو هیڅ ترهګر هلته شته نه و. له همدې کبله د شینډنډ ولسوالۍ د عزیز آباد د کلي اوسیدونکو څو څو ځلې آزادي راډیو ته وویل، چې په دغه سیمه کې ترهګر نشته او امریکايي ځواکونه د ځینو کسانو د شخصي اغراضو او ناسمو رپوټونو پر بنسټ په عامو وګړو عملیات کوي، خو د دوي په آواز چا غوږونه ګراوه او پایله دا شوه چې د اسد په ۳۱مه نېټه ائتلافي ځواکونو د خپلو ترجمانانو، ملي اردو او ملي پولیسو په ګډون په ګډو عملیاتو لاس پورې کړ، چې د شینډنډ د ولسوالۍ د عزیز آباد د سیمې ۱۵کورونه یې د شپې لخوا تر برید لاندې ونیول. وروسته بیا څرګنده شوه چې ددغو کورونو یو اوسیدونکی هم ژوندی پاتې نه شو، او څه د پاسه ۹۵عام وګړي ورکې ووژل شول.
دا کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي، یوازې په کې د ښځو، نارینه وو، ماشومان ۹ د مړو جسدونه او غوښو پرته بل څه لیدل کېږي. پاتې دې نه وي چې هرات کې شینډنډ ولسوالۍ یوه پښتون میشته سیمه او مینه ده.
دغه ته ورته پېښه د اسد په ۲۸مه نېټه د کاپیسا په یوه پښتون میشته سیمه کې د ائتلافي او امریکايي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ کسه عام وګړي ووژل شول. د یادولو وړ دي چې دغه وروستۍ پېښې هغه پېښې دي چې خپله بهرنیو ځواکونو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ارقام وړاندې کړي دي، او پخپلو تیروتنو یې اعتراف کړی دی. دا ډول پېښې په تېرو شپږو کلونو کې ډېرې تېرې شوي دی چې د ټولو پېښو راوړل اړین نه بولم یوازې د ۱۳۸۴د کال یوه بیلګه وړاندې کوم چې په هلمند کې د یوه واده په سیمه کې ائتلافي ځواکونو برید ترسره کړ، چې شاوخوا ۱۰۰کسان په کې وژل شوي وو.
همدا راز دغه ډول تیروتنې د افغانستان په ډېرو پښتون میشته سیمو کې ترسره شوي دي. که چیرې اټکلي ارقام یې وړاندې او را ټول کړو، نو په پښتونمیشته سیمو کې د ملکي وګړو د وژنې شمېر له زرو څخه اوړي. اوس به دې ټکي ته راشو، چې امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه ولې بیا ځلې له خپلو عصري او په تیکنالوژۍ سمبال امکاناتو او اطلاعاتو سره دغه تېروتنې کوي؟
دغسې تیروتنې لاندینۍ پوښتنې او ګرویږنې را وړاندې کوي.
- ولې دا مرګ ژوبلې یوازې په پښتون میشته سیمو کې ترسره کېږي؟
- ددغو بریدونو ترشا د بل چا لاس هم شته که څنګه؟
- ددغو پېښو پر وړاندې د افغان حکومت ګونګ او له ملنډو ډک دریځ؟
- ددغو پېښو تکرار به له ځانه سره کومې پایلې لري؟
دا چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله تل په پښتونمیشه سیمو کې ترسره کېږی دوه عامله لري!
الف : بهرنی عامل : په دې مانا چې د امریکا تر مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ځینې هېوادونه له افغانانو سره تاریخي ستونزې لري، دغه هېوادونه په تاریخي لحاظ له افغانستان سره د تاریخ په اوږدو کې عقدې او بد بینیانې لري، او له همدغه امله غواړي چې د خپلو دښمنیو غچ اوس واخلي او په نړیواله کچه د ترهګرو د ځپلو ترنامه لاندې غواړي د پښتنو نسل له منځه یوسي، چې دغه ټکي ته تېر کال د افغانستان د ولسي جرګي غړي اسحاق ګیلاني له آزادي راډیو سره په یوه مرکه کې اشاره وکړه او ویې ویل چې « په هلمند کې ناامني د برټانویانو له شتون سره ګیلانی زیاته کړه چې برټانویان له هلمندیانو سره تاریخي دښمنی لري، باید چې برټانویان له هلمند څخه ووځي. ګیلانی په ټینګار سره څرګنده کړه چې، برټانویان او ځینې نور بهرني هېوادونه له پښتنو او په تېره بیا د سویلي او مغربي ولایتونو له اوسیدونکو سره تاریخي عقدې او ستونزې لري، ځکه په هلمند کې د برټانویانو شتون امنیت ګواښوي. او ځینې نورې بیلګې.
ب : کورنۍ عامل : په افغانستان کې دننه ځینې خاصې ډلې او وګړي، چې د پردیو په لمسون او د خپلو ګټو پخاطر له پښتنو سره دښمني ښيي. دغو خاصو ډلو افغانستان کې د امریکا په ملاتړ د نوي حکومت په راتګ سره د امریکا او ائتلافي ځواکونو د پیاده پوځ په توګه دندې ترسره کولې، او اوس هم په ظاهره د امریکایانو نظامي ملاتړي ګڼل کېږي. دغه ضد پښتونیزم ډلې له اجنداوو څخه یوه دا هم ده چې تر ۲۰۱۰زکال پورې که د پښتون نسل له منحه یو نسي، نو د نفوسو کچه خو به یې را ټېټه کړي، څو نړیوالو ته ښکاره کړي چې پښتانه لږکي دي، نه ډېره کي. ددغه موخې د ترسره کولو او لاس ته راوړلو لپاره دوی په شعوري او غیرې شعوري یا په نیغه او په غیر مستقمه توګه ځینې پروژې پر مخ یوړي، د ساري په توګه له ټولټاکنو څخه وړاندې دغې ډلې خپل کسان د مرکزی احصايې په دفترونو کې وګمارل او د سرشمېرني پرمهال یې د پښتنو په راجیسټر پاڼه کې د پښتون پر ځای به یې تاجک لیکه. همدا ډول په شمالی ولایتونو کې د سرشمېرنې د مسول  په وینا چې په شمالي ولایتونو کې د هر پښتون نوم په راجیسټر پاڼه کې په پنسل لیکل کېده، او وروسته به یې همدا نوم په قلم باندې په تاجک اړوه، دې ورته نورې بیلګې.
همدا ډول دغې دلې یا ډلو نیغ په نیغه د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د پښتنو د وژلو لپاره ډېرې بریالۍ پروژې پرمخ بیولی دي. ددې خبرې د زبات لپاره له موږ سره ځینې اسناد شته چې لاندې کرښو کې به څرګند شي. په کال ۱۳۸۳کې کله چې حامد کرزي د افغانستان اوسنی ولسمشر په ټاکنو کې بریالی شو، نو د مبارکۍ لپاره یې له هر ولایت څخه قومي مشران راتلل، په دې لړ کې د لوی ننګرهار په استازیتوب شل تنه قومي مشرانو په پنځو موټرو کې د کابل په لوري د کرزي د مبارکۍ لپاره په سروبي کې د تلو په حال کې و، چې د همدغو پښتونیزم ډلو په سپارښتنه او ناسمو اطلاعاتو له مخې د قومي مشرانو د موټرو کاروان د امریکايي ځواکونو تر برید لاندې راغلل او ټولې سوارلۍ یې تر بمبارۍ لاندې ووژلې، چې په دې توګه شل تنه قومي مشران د دوی په سپارښتنه له منځه لاړل.
اوس به پردې وغږېږو چې امریکا ولې تکراراً دا تیروتنې څنګه کوي او د دوی تر شا بل لاس هم شته او که څنګه؟ د ځینو کسانو په باور په دغو عملیاتو کې امریکا دوم لاس لري ، په دې مانا چې لومړني اطلاعات امریکایانو ته افغاني نظامي چارواکي په لاس ورکوي او بیا دغه اطلاعات د ترجمان له لارې ائتلافي ځواکونو ته لېږدول کېږي. کله کله خپله ترجمان د اطلاعاتو په ورکړه کې تېروځي، یا له شخصي، قومي، ژبنې تعصبونو څخه کار اخلي چې په دې اړه به یوه مشهوره کیسه هم را نقل کړم.
هغه ضد پښتونیزم ډله چې له پالیسو اوتګلارو څخه یې ښکاري چې د پښتنو پر ضد کار او فعالیت کوي هغه پخوانی جمعیت او اوسنی متحده جبهه ده. متحده جبهه چې د افغانستان درې برخې حکومت یې په ولکه کې دی، د افغانستان د حکومت او دولت درې برخې چارواکي د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال په ګډون د همدغه ګوند کسان دي. په ځانګړي توګه نوموړې جبهه د افغانستان په نظامي چاروکې ډېر پراخه نفوذ لري. که چیرې موږ په کورنیو چارو وزارت، د دفاع وزارت، ملي امنیت بیخې هېر کړو، نو د افغانستان د ټولو ولایتونو او ولسوالیانو د امنیې قومندان د متحدې جبهې کسان دي، که په ځینو ولایتونو د امینې قومندان نه وي نو امنیت مرستیال خو به هرومرو وي، په ځانګړي توګه په پښتونمیشته ولایتونو کې نو دغه ښاغلي چې کله له ائتلافي ځواکونو سره خپل اطلاعات شریکوي د خپل ګوند لخوا د ورکړل شوي دندې او سلیقې څخه کار اخلي، چې ښه بیلګه یې همدا د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د دوو سترقومندانانو غلط راپور و چې په پایله کې ۹۵ تنه عام وګړي ووژل شول، چې په همدې ورځو کې دغه قومندان هر یو جلندرشاه بهنام او عبدالغفور د حامدکرزي د فرمان پر بنسټ له دندې ګوښه او تر څېړنې لاندې راغلل.  دې ته ورته ډېر داسې قومندان شته او ول. په اغلب ګومان چې دا قومندانان به هرومرو دمتحدې جبهې غړي دي. بله ستونزه داده چې ملي پولیس او ملي پوځ د امنیت په راوستلو کې پاتې راغلي د نور علتونو تر څنګ یو علت یې دا هم دی، چې دغه پولیس او پوځ چې اکثره یې د یادو شویو ډلو ټپلو کسان دي، په یوه وخت کې دوه دندې پرمخ نه شي بولی، ځکه دوی ته د ګوند لخوا د پولیسو د امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره د پښتنو پر وړاندې د تعصب د کمپاین پرمخ وړل او تر غاړې شوي دي او امنیت چې د دوی اصلی دنده ده، له دوی څخه پاتې ده یا یې د کار په دویم ګام کې ځای لري، نو ځکه د هېواد د امنیت ورځ تر ورځې خرابیږي.
بل د ملکي وګړو په وژنه کې تر جمانان ستر رول لري چې له بده مرغه د ائتلافي ځواکونو ډېر ترجمانان د همدغو ډلو ټپلو پورې اړوند کسان دي، ځکه دوی له امریکایانو سره د کاري ساحې ډېره سابقه لري او دوی پیاده عسکرول. ترجمانان هم د یادو شویو امنیتي ارګانونو ته ورته کړنې ترسره کوي او تردوی لا پورته. وايي چې په خوست کې کوم کوچي په چريي ټوپک باندې په هوا کې په یوه باز «شاهین» ډز کړی و، په دې ساعت کې د امریکایانو الوتکه تېریده، کله چې امریکایاندددغه ډز له کبله کښته شوي و، نو له خپل ترجمان څخه یې پوښتلي و، چې ته له کوچي څخه وپوښته چې تا په هوا کې په څه شي ډز وکړ، نو ترجمان چې کله له کوچي څخه پوښتنه وکړه، هغه په خوستۍ ژبه چې ما «بوز» یا شاهین ویشته، نو ترجمان سمدلاسه امریکایانو ته دده خبره داسې وژباړله چې «ده» د فارسي «بوز» یا اوزه په هوا کې ویشته، امریکایانو ته اندیښنه پیدا شوه چې په هوا کې «بوز» یا اوزه څه کوي، فکر یې وکړ چې د کوچي نښه حتماً زموږ الوتکه وه. او دغه کوچي یې له ځانه سره یوړ.
د ځینو پټو راپوټونو پر بنسټ چې لیکوال ترلاسه کړي دي، ویل کېږي چې پخوانۍ جمعیت او اوسنۍ متحده جبهه امریکايي او ائتلافي ځواکونو ته ترجمانان استوي، څو په پښتونمیشته سیمو ائتلافي ځواکونو ته ناسم مالومات وړاندې کړي او په دې توګه پښتانه ملکي وګړي د ائتلافي ځواکونو په وسیله ووژني. ائتلافي ځواکونو ته د متحدې جببهې لخوا د ترجمانانو استونه د جنرال بریالي تر مشري لاندې ددغې جببهې د ځینو غړو لکه محمد یونس قانوني، محمد قسیم فهیم، دین محمد جرأت او احمد ضیا مسعود په ګډون ترسره کېږي. جنرال بریالي پخوا د پرچمیانو د ډلې غړی و، وروسته بیا کله چې پرچمیان د شمالي ټلوالې سره یوځای شول، نو جنرال بریالي ددغه ائتلاف پوځي قومندان په توګه دنده ترسره کوله، کله چې طالبان له افغانستان څخه ووتل او په افغانستان کې نوی حکومت رامنځ ته شو، په دغه حکومت کې جنرال بریالي د افغانستان د دفاع په وزارت کې د مارشال قسیم فهیم او رحیم وردګ تر نیمې دورې پورې ددغه وزارت د تخنیکي او مسلکي معین په توګه پاتې شوی دی، په دې ډول نوموړي د افغانستان په دفاع وزارت کې څه دپاسه پنځه کاله د مسلکي او تخنیکي معین په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړي بې له کوم دلیله خپله له دغې دندې څخه ګوښه شو، دده له ګوښه کېدو سره افغان حکومت څو څو ځلې بریالي ته په بهر کې د سفیر په توګه د دندې وړاندیزونه وکړل، خو نوموړي ټولې دندې رد کړې. او اوس په کور ناست خو په څنګ کې یې د افغانستان د ولسي جرګې د مشر محمد یونس قانوني د شخصي دفتر ریاست پر غاړه لري. جنرال بریالي دا مهال په خیرخانې مینه کې میشته دی. او ائتلافي ځواکونو ته یې د ترجمانانو د لیږلو لړۍ پیل کړې ده. په دې توګه چې د ځینې نږدې شاهدانو په وینا، هره جمعه وروسته د جمعې له مانځه څخه جنرال فهیم، یونس قانوني، دین محمد جرأت او ددغې جبهې ځینې اساسي غړي د جنرال بریالي په کور کې سره راټولیزي، او ائتلافي ځواکونو ته د همدغې جبهې له غړو څخه د ترجمانانو د استولو پر سر خبرې اترې کوي.
له دغه څخه څرګندېږی چې د جنرال بریالي کور دا مهال د ضد پښتونیزم د کسانو په یو کمپایني مرکز بدل شوی دی،  په همدغه کور کې د پښتنو لپاره بېلا بېل پروژې ترکار لاندې نیول کېږی، چې د ترجمانانو استونه یې ډېره کوچنۍ بیلګه ده. دا چې په هېواد کې د ملکي وګړو د وژنو پرله پسې پېښې او د جنرال بریالي د پروسې چټک پرمختګ یو علت دادی، چې غواړي له دې لارې څخه متحده جبهه په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې پښتنو ته د نفوسو پر بنسټ ماته ورکړي او خپل بریالیتوب ترلاسه کړي، ځکه د ائتلافي ځواکونو په واسطه د پښتنو د وژلو لپاره عملي هخې پیل کړي، چې ښه بیلګه یې په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا د ۲۰۰ملکي بې ګناه پښتنو وګړو وژنه ده. په دې ډول دوی غواړي چې د پښتنو د نفوسو کچه را ټېټه کړي. دغه جبهه په راتلونکي کې هم دغو پېښو ته ورته پېښو لپاره نورې پروژې هم ترلاس لاندې لري. خو دوی دې دا ناسم فکر له ذهنه وباسي، پښتانه د لوي او ځواکمن خدای خلقت دی، د نړۍ هېڅوک دوی له منځه نه شي وړی. موږ ګورو چې په هېواد کې د ملکي وګړو په ځانګړي توګه د پښتنو وژنه، د وردګو په بهسودو کې له خپلو پلارنیو ځمکو څخه د کوچیانو شړل، غازي امان الله خان ته ښکنځلې کول، او په دې وروستیو کې د کرزي د ډېر نږدې ملګري قاضي کبیر لخوا په تخار ولایت کې د ۸۲پښتنو مهاجرو کورنیو یرغل نیول او تر اوسه په بندځای کې بندیان کول او په شمالي ولایتونو کې د پښتنو د بې ځایه کولو پروسه د منظم شوې تګلارې له مخې پر مخ ځي چې په دې د جنګسالارانو تر څنګ د حامد کرزي نږدې ملګري او دولت لوړپوړي چارواکي لاس لري. خو دوی به نور څه وکړي یوازې به دا وکړي چې پښتانه به نور هم بیدار شي او د دوی پر وړاندې به بیا له خپلو کولتوري احساساتو څخه کار واخلي او د پښتنو کولتوري احساسات د تاریخ په اوږدو کې ټولو ته څرګند دي. همدا د اجمل خټک وینا د دوی لپاره بسنه کوي.
اوس که نر دي نو غوږونه دې خپل پرې کړي
چې زما چېغه سړه نه شوله سره شوه!
اوس به راشو دې ته چې افغان حکومت ولې ددغو پېښو تکرار په اړه ګونګ دی، ولې ددغو پېښو اصلي عاملین نه نیسي، پارلمان، مدني ټولنې، افغان حکومت ټولې دغه پېښې غندي، خو اصلي او حقیقي عاملین یې سره ددې چې پېژنې نه په ګوته کوي. یوازې د ملکي وګړو په اړه څېرنیز کمیسیونونه جوړوي، سره له دې چې دوی ټولو جوته ده چې لوبه د چا لخوا د چا لپاره ترسره کېږي او حتی ائتلافي ځواکونو هم په دې اعتراف کړی چې دوی ته ډېر ناسم اطلاعات په لاس ورکول کېږي او دوی وروسته پرې پوهېږي، په دغه لوبه باندې اوس بهرنیان او خپله حکومت هم خبر دی. د افغانستان د ولسي جرګې غړی ببرک شینواری وايي چې که چیرې څوک یو کس د سړک پر سر حلال کړي نو دولت ورته څېړنیز کمیسیونونه جوړوي او وايي چې تحقیقات روان دي.
همدا ډول د افغانستان حکومت ددې پر ځای چې د ملکي وژنو له قربانیانو او کورنیو سره یې همدردي وښيي بلکې د ټوکو او ملنډو چلند ورسره کوي. په دې مانا کله چې په شینوارو ولسوالي کې څه د پاسه ۴۵عام وګړي ووژل شول، له دغې پېښې څخه وروسته په کابل کې د هند پر سفارت ځانمرکي برید ترسره شو، خو د افغانستان بیا څه وکړل؟ د هند پرسفارت د برید د قربانیانو کورنیو ته یې په شهرک اریا کې د یوه یوه کور کونجي «کلي» وروسپارله، خو د شینوارو د پېښو قربانیان یې په ۵۰زره افغانیو ونازول په داسې حال کې چې د هند پر سفارت برید ځانمرګي و او ځانمرګي خو نه انسان پېژني او نه مسلمان نړۍ هم دوی ته د ترهګر لقب ورکړی دی، له دوی څخه خو ګیله پکار نه ده، خو هغه امریکایان چې ځان د سولې او بشر پالنې علمبردارن او ټیکه وال ګڼي ولې داسې وژنې کوي او زموږ حکومت هم د دوی په پله ګام ږدي یوه ته کور ورکوي او بل ته ۵۰زره افغانۍ. دغه ته وايي د مور میرې چلند. دغه دول پېښو کې د افغان حکومت بل دریځ را اخلو!
په جوزا ۱۳۸۵په ۱۵مه نېټه کله چې امریکايي ځواکونو د خیرخانې مینې له بازار څخه تېریدل نو پر دوی باندې د نامالوم ځای څخه ډزې وشوې، چې وروسته بیا امریکايي ځواکونو پر دوی باندې د عکس العمل ډزې پیل کړې، چې په پایله کې یې څو تنه ووژل شول، له دغې پېښې سره جوخت ښار ته د ځینو نږدې شمالي ولایتونو د وګړو لخوا منظمه مظاهره پیل شوه، چې ورکې ټول کسان وسله وال او هوايي ډزې یې کولې، د امریکا، کرزي او کله، کله د پښتنو په ضد شعارونه ورکول او زنده باد قهرمان ملي احمد شاه مسعود نارې به یې وهلې، دغو مظاهره چیانو په رڼا ورځ د کورنیو چارو وزارت پولیسو باندې ډزې پیل کړې، خو پولیسو ددغه یرغلیز مظاهرې مخه ډب نه شوی کړای. دغو مظاهرو چیانو په خو ساعتونو کې د خیرخانې مینې، باغ بالا، دهن باغ، سینما بهارستان په لسګونه دوکانونه چور او تالا کړل، ښېښې یې ورماتې کړي او څه چې په کې وو ټول یې له ځانه سره یوړل، په دې مانا چې امریکایانو پردوی باندې تیری کړی دی، او دا دوی مسلم حق دی چې دوکانونه لوټ کړي. د همدغو مظاهرو په ترڅ کې د پښتنې تجارتی بانک پنځه شپږ ښاري څانګې په دې موخه چې ددغه بانک کارکوونکي پښتانه دي چور او تالا شول او کارکوونکي یې حتی ووهل شول. همدا ډول په قوای مرکز سیمه کې کندهار مارکیټ چې مالک یې یو پښتون و په بشپړه توګه ویجاړ او سامان یې ټول غلا شو، مظاهره نه وه سمه کودتاه وه چې اصلي هدف یې د پښتنو ځپل ول. بیا هم دولت ځان غلی وینو او د ولسي جرګې مشر په غیر مستقیم توګه له دغو مظاهره چیانو څخه خپل ملاتړ هم څرګندواه. دغه مظاهره د غرمې نه وروسته د ښار منځ ته راورسیدله، او د رسیدو سره سم یې په غازی سټیدیم کې د احمد شاه بابا انځور ونړاوه او پر ځمکه یې راغورځار کړ، حتی مرداری یې هم پرې وشینده، خو دولت پرې خپل سرو نه ګراوه. ددغو پېښو قربانیانو سره چا پر امریکایانو باندې د یو منظم پلان پر بنسټ ډزې کړې وې د حکومت لخوا مالي مرسته هم ورسره وشوه، چې وروسته بیا محمد یونس قانوني له دوی څخه خپل ټینګ ملاتړ څرکند کړ، هغه مهال د ځینو کسانو په اند دا مظاهره نه وه بلکې د شمالي ټلوالې تر مشرۍ لاندې یوه منظم شوې کودتاه وه چې د امریکايي ځواکونو لخوا وځپله شوه. د عیني شاهدانو او هغو خبریالانو په وینا چې له سیمې څخه یې نیغ په نیغه رپوت ورکاوه ویل کیدل چې دا مظاهره چیانو سره سپکې او درنې وسلې ښې پریمانه وې حتی له دوی سره تر راکټه او داشکې پورې وسلې هم شته وې. د مظاهرې له پای نه وروسته دولت او حکومت په دغه اړه خپل ژورخپګان څرګند کړ، چې ګواکي امریکایانو ملکي وګړي وژلي دي. اوس راشه دې ته وګوره چې په رڼا ورځ بې ګناه ملکي وګړي چې نه ترهګر دي او نه وسلې لري وژل کېږي او دولت ورته څېړنېز کمیسیونونه جوړوي. دا وروستۍ پېښه چې د هرات ولایت شینډنډ ولسوالی په عزیز آباد سیمه کې رامنځ ته شوه او څه د پاسه ۹۰کسان ورکي ووژل شول، دې کې هم د ځینو خاصو ضد پښتونیزم کړیو لاس دی، ځکه شینډنډ ولسوالی پښتونمیشته سیمه ده او دلته پخواني پښتون قومندان امان الله خان چې پروسږکال د اسماعیل خان لخوا ووژل شو، ډېر نفوذ لري او ددغې سیمې ټول اوسیدونکي د نوموړي پلویان دي. د اسماعیل خان او شینډنډ ولسوالی د وګړو ترمنځ ډېر ځله خونړۍ جګړې رامنځ ته شوي دي، چې ستره جګړه هغه مهال رامنځ ته شوه چې اسماعیل خان د ځینو کسانو په ګډون د هغه زوی هم ورکې ووژل شو. له دې پېښې یو کال وروسته اسماعیل خان د خپل د زوی د غچ اخیستنې په موه له قومندان امان الله سره بیا جګړه پیل کړه چې په پایله کې یې قومندان امان الله خان ووژل شو. خو د اسماعیل خان زړه سوړ نه شو او خپله پخوانۍ کرکه یې دا دی دا ځل د ائتلافي ځواکونو په مټ په شینډنډ ولسوالۍ کې بې ګناه خلک ووژل. پاتې دې نه وي،کله چې اسماعیل خان د هرات والي و نو ددغه ولسوالی له اوسیدونکو سره یې په دې نامه چې پښتانه دي د مور میرې چلند کاوه او کله کله به ددغې ولسوالۍ ډېر وګړي د اسماعیل خان د کسانو لخوا وهل ټکول کیدل او ځوریدل به.
دا و تېرو پېښو ته لنډه کتنه پکار داده چې امریکایان یا ائتلافي ځواکونه د ترهګرو سره د مبارزې په ډګر کې په عملیاتو کې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي، ځکه امریکا چې کوم پښتانه ځپي هغوی د همدغې خاورې اصلي اوسیدونکي دي. پښتانه هېڅ چیرته تښتیدلی نه شي، که چیرې افغانستان ورته سور تنور هم شي. دې نورو قومونو خو ځانته په پردیو هېوادونو کې له پخوا را هیسې سوړې جوړې کړي دی. خو پښتانه په هېڅ قیمت خپله خاوره نه پریږدي نو په دې توګه که چیرې په سیمه کې پښتون ارام شي، نو امریکایان او بهرني ځواکونه به هم ارامه وي که پښتون چا وځوراوه، نو ټوله سیمه به ناارامه وي او وضع به له دې هم خرابه شي. فلهذا د پښتون په ارامتیا کې د سیمې امنیت سل په سلو کې تضمین دی، امریکا که څومره پښتانه ځپي، په هماغه کچه افغانستان کې خپل ستر مخالف ایران ته لار پرانیزي چې له افغانستان څخه ایرانستان جوړکړي څو د امریکا پالیسۍ ته په سیمه کې ماته ورکړي که چیرې امریکا دا ملکي وګړو په ځانګړي توګه د پښتنو په مرګ ژوبله کې خپل دریځ ته بدلون ورنه کړي او د پښتنو ټولنیز ارزښتونه په پام کې ونه نیسي، پایله به یې دا شي چې امریکا لپاره به افغانستان له عراق او ویتنام څخه هم بدتر شي، چې بیا به امریکا له افغانستان څخه نه پښې سپکوی شي او نه ځان ټینګوی شي.