
بسم الله الرحمن الرحيم ټولو ديندارو او مسلمانو هيوادوالو ته خبر ورکول کيږي چي د سعودي عربستان له هيواد څخه د باوري راپورونو د رارسيدو له مخي دروان کال د وږي دمياشتي لسمه نيټه ديکشنبي ورځ د شعبان المعظم د مياشتي له ديرشمي نيټي سره سمون خوري له همدي امله د وږي دمياشتي يوولسمه نيټه ددوشنبي ورځ د روژي دمبارکي مياشتي له لومړي ورځي سره سمون خوري . له دي امله ددغي مبارکي مياشتي د رارسيدو له امله د افغانستان داسلامي جمهوريت جلالتماب جمهور رئيس ، د جمهوري رياست مرستيالانو ، دملي شورا ددواړو مجلسونو رئيسانو ، دکابيني او دملي شورا غړو او دهيواد ټول مسلمان ملت ته مبارکي وايو او د لوي خداي ( ج ) له دربار څخه هيله کوو چي ددغي مبارکي مياشتي د فيوضاتو په برکت په هيواد کي سوله او امنيت تامين شي او دخپلو بنده ګانوطاعت او عبادات قبول کړي .