
د افغانستان داسلامي جمهوريت د حج او اوقافو وزارت دروژي دمبارکي او فضيلته ډکي مياشتي درارسيدو له امله ټول اسلامي امت ته مبارکي وايي او ددغي له برکتي مياشتي د حرمت درعايتولو او دهغي د ارزښت او عظمت د په پام کي نيولو په مقصد دهيوادوالو پاملرنه ددغو ټکو رعايتولو ته اړوي . داسلامي او د روژه ماتي وختونه له حنيفي مذهب سره سم ددغه وزارت له خوا برابر شوي دي ملي راديو تلويزيون او د هيواد نور نشراتي ارګانونه او موسسي دثواب دترلاسه کولو لپاره مکلف دي چي برابر شوي جدولونه د اذان دخپرولو په وخت کي دهغه جزئياتو ته په اهتمام سره مراعات کړي څرنګه چي افغانستان يو اسلامي هيواد دي او په جدي اوامرو او ضوابطو ته په جدي توګه التزام لري د صوتي اوتصويري په ګډون له ټولو رسنيو څخه هيله لري چي د پنځو ګونو نمانځونو په وخت کي محمدي اذان د خپلو راديو تلويزيونونو له څپو او مخونو څخه خپور کړي ټول هوټلونه دي د ورځي په اوږدوکي د خوړو له برابرولو او وړاندي کولو څخه په غوڅه توګه ډډه وکړي . له تلويزيونونو او راډيو ګانو څخه غوښتنه کيږي چي دبربنډو او نيمه بربنډو اوا بتذال ډکو فلمونو او موسيقي له خپرولو جدي او پرله پسي څارنه وکړي او داسلامي او رغنده مضمونونو په خپرولو او وړاندي کولو کي چي ددنيا او اخرت ء د فلاح او ژغورني ضمانت کوي په بشپړه توګه پاملرنه وکړي له ټولو کست پلورنکو هوټلونو او په نږدي او لري واټنونو له مسافر وړونکو موټرونوڅخه غوښتنه کيږي چي دموسيقي له کستونو څخه چي د روژي دمياشتي له روحيي او فضيلتونو سره په تضاد کي دي په کلکه دډه وکړي . په هيواد کي ميشت هغه بهرني اتباع دي چي تر ځانګړو شرايطو لاندي روژه نه نيسي په عام محضر او اماکنو کي د ډوډي له خوړولو څخه دي په کلکه ډډه وکړي . له ملي سوداګرو او دخوراکي موادو له پلورونکو څخه هم غوښتنه کيږي چي د احتکار چي زموږ په اسلامي ټولنه کي منفي او ناوړه اغيزي لري مخه ونيسي او د رمضان المبارک حرمت دي په پام کي ونيسي له ديندارو هيوادوالو څخه غوښتنه کيږي چي دروژي په مبارکه مياشت کي دخپل اسلامي هويت او د روژي د ارزښتونودساتني په مقصد د او توبوتو له ويلو او له غليظو او دادب پرخلاف ټوکو څخه ډډه وکړي او دورځني ژوندانه په ټولو اړخونو او برخو کي دي په بخښني تيريدني ، زغم ، سخاوت او سرښندني سره داسلامي اخوت له غوښتنو او مقتضياتو سره سم تعامل وکړي څرنګه چي دروژي مبارکه مياشت د سخاوت خيرات او صدقاتو مياشت ده اوله بله پلوه روژه يي ته دروژه ماتي برابرول زيات اجر او ثواب لري له بډايو هيوادوالو څخه غوښتنه کيږي چي له اړو اوبي وزلو کسانو سره دي مرسته او همکاري وکړي . دغه راز د حج او اوقافو وزارت له ټولو امنيتي ارګانونو څخه غوښتنه کوي چي له سرغړونوسره دي قانوني چلند وکړي .