
د هغه هيات درپوټ لنډيز چې د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رئيس حامدکرزي په لارښوونه د حج او اوقافو د وزير پوهاند نعمت الله شهراني په مشري د هرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ دعزيز اباد په کلي باندې دائتلاف دپوځونو دبمباريو د پيښې د څيړنې او تحقيق په مقصد موظف شوي و : هيات په داسي حال کې چې ټول غړي يې حاضر و دروان کال د وږي دمياشتې په دويمه نيټه د شنبې د ورځې له غرمې وروسته د شينډنډ ولسوالي ته ورسيد او په مستقيمه توګه دعزيز اباد کلي ته لاړ اوپه دغه ځاي کې يې په داسې حال کې چي دسيمې خلک راټول شوي و د پيښې سيمه وکتله او دسترګو ليدلي حال يې په دې ډول دي . دهوايي بمباريو په نتيجه کي داستوګني په پنځلسو کورونو باندي بريدونه شوي و چي اته کورونه په بشپړه توګه ويجاړ او اووه نور يي زيانمن شوي دي . د هيات دسترګو ليدلو حال له مخي دهرات ولايت اداري او امنيتي چارواکي او دولايتي شورا مسوولين د جمعي په ورځ دقران عظيم الشان د ختم په هغو مراسمو کي چي دتيمور شاه په نامه ديو شخص د فاتحي اخستلو په مقصد راټول شوي و او د قران عظيم الشان په ختم کي دګډون کارتونه هم دولسوالي ، امنيه قومانداني او دقول اردو په مسوولينو او دسيمي په خلکو باندي ويشل شوي و ډيګونه چي خواړه پکي پاخه شوي و او دغه راز ټانکر چي پخلنځي ته يي او به ليږدولي وي د بمباريو له امله په بشپړه توګه ويجاړ شوي و هيات په خپلو سترګو وليدل . دسيمي خلکو دهغو قربانيانو دلاشونو پنجي او پښي او ټوټي ټوټي شوي غړي ، دسرويښتان اوسرونه چي دمړو له ښخولو وروسته پيدا شوي و په پټو کي راټول کړي و او هيات ته يي وښودل ، دبمباريو په نتيجه کي نوي تنه شهيدان او شپږ تنه ټپي شوي و چي دشهيدانو په ډله کي پنځلس تنه نارينه ، پنځلس ښځي او شپيته تنه نور هغه ماشومان او تنکي ځوانان و چي له يو کلني څخه تراتلس کلني پوري و ، دغه راز د عملياتو په بهير کي دائتلاف پوځونو پنځه تنه له ځان سره بيولي و د سيمي دخلکو او د امنيتي ارګانونو د څرګندونو او د هيات دسترګو ليدلي حال له مخي ټول قربانيان ملکي خلک و او په دوي کي هيڅ کورني اوبهرني طالب موجود نه و . د هرات ولايت دملي امنيت رياست ، امنيه قومانداني او دقول اردو دکشف په ګډون ددغه ولايت امنيتي مقاماتو په دي سيمه کي ددښمن دشتون په باب هيڅ راز معلومات نه درلودل او دغه راز د هرات د ولايتي شورا درئيس د څرګندونو له مخي چي په خپله د ٢٠٧ لمبر ظفر قول اردو له قوماندان سره په تماس کي شوي و . ده ددغو بمباريو او پيښو په باب بي خبري ښودلي وه . دهغو پوښتنو له مخي چي هيات دقول اردو له مسوولينو څخه وکړي دقول اردو درستيزوال وويل چي دائتلاف خاصو پوځونو د عملياتو په باب يواځي دملي اردو د کوماندو دلوا کندک ته خبر ورکړي و او دهمدي کندک پنځه څلويښت تنه افسران اوسرتيري په همدي شپه دائتلاف له پوځونوسره يوځاي دعزيز اباد کلي ته تللي و . د قول اردو درستيز وال د څرګندونو له مخي کلي ته څيرمه په ملي اردو او دائتلاف په پوځونو باندي ډزي شوي وي چي وروسته دملي اردودکندک په همدي ځاي کي ودريد او دائتلاف پوځونو په سيمه کي په عملياتو لاس پوري کړي و . دغه راز د ائتلاف دپوځونو الوتکو دشپي له دوو بجو څخه دسهار تر اتو بجو پوري له ځنډ پرته په سيمي باندي بمباري وکړي چي په نتيجه کي يي دغه غم لړلي پيښه رامنځته شوه . هيات په سيمه کي له خلکو او دقربانيانو له کورنيو سره مفصلي خبري وکړي اودهيواد د جمهور رئيس ، پارلمان او د امنيتي مقاماتو د ډاډ ګيرني او خواخوږي پيغامونه يي هغوي ته څرګند کړل او دهغوي د زغم له امله چي هيات ته يي په پوره صبر او زغم سره هرکلي ووايه قدر داني وکړه . له هيات څخه دخلکو غوښتني په دي ډول دي . موږ له امنيتي چارواکو ، پوليسو ، ملي امنيت اودملي اردو له مسوولينو څخه کوم خاص شکايت نه لرو خو له هيات څخه غواړو هغه کسان دي په څرګند ډول محاکمه شي چي دغلطو راپورونو په ورکولو سره ددغه شان زړه بوږنوونکي پيښي د رامنځته کيدو سبب شوي دي . د سيمي خلکو له دولت څخه وغوښتل چي په دي قضيه کي دي له جديت څخه کار واخلي چي دهغو پرديو جاسوسانو چي غواړي له يوي خوا دخلکو او حکومت ترمنځ واټن پيدا کړي اوله پلوه دافغانستان خلک دائتلاف دپوځونو په وړاندي ولمسوي مخه ونيول شي هيات هغه نهه مليونه او دري سوه زره افغاني چي جمهور رئيس د شهيدانو د تکفين اوښخولو لپاره ليږلي وي دهغوي په وارثانو باندي وويشلي او دهرات چارواکو ته يي لارښوونه وکړه چي درسيدلي تاوان د تثبيتولو په مقصد اودراتلونکو اجرااتو لپاره سيمي ته يو فني هيات واستوي . دهغو تماسونو له مخي چي له امنيتي مسوولينو سره ونيول شول د هرات دملي امنيت رئيس امنيه قوماندان دقول اردو دکشف مدير څرګنده کړه چي دائتلاف پوځونو په دغو عملياتو کي له دوي سره هيڅ راز همغږي نه وه کړي دغه راز هيات دائتلاف د سپيشل فورس له قوماندان سره دلويديځ زون مسووليت په غاړه لري هم وکتل چي ده د هيات د غړو پوښتنو ته قناعت بخښوونکي ځوابونه وړاندي نه کړل اووي ويل چي په بګرام کي ددوي مسوولين د پيښي په باب د پوښتني لپاره ورغلي و او د نتيجو په باب يي دبګرام له لاري تاسوته معلومات ورکوي .