
جمعه ، د وږې اتمه نېټه د دې تر څنګ چې د ټول افغانستان په کچه په جامع جوماتونو کې د شينډنډ او په يو شمېر نورو سيمو کې د ړند و بمباريو له امله د شهيدانو ارواوو ته دوعاوې وشوې او فاتحه يې واخېستل شوه ، د يو شمېر مدني او ټولنيزو بنسټونو ( د کابل د څلورګونو پوهنتونونو د محصلينو اتحاديه ، د افغان کلتوري ټولنو جرګه ، د افغانستان د سولې ملي جرګه ، د لويې پکتيا د کابل مېشته قومونو شورا، ويښ ځوانان ، د کابل د طبي پوهنتون د استادانو ټولنه او د افغانستان د ځوانانو د همغږۍ جبهه ) له خوا هم د کابل په عيد ګاه جومات کې د جنت مکانه شهيدانو فاتحه واخېستل شوه . د فاتحې په مراسمو کې د پورتنيو مدني ټولنو او ټولنيزو سازمانونو د مشرانو او غړو سربېره د مشرانو او ولسي جرګې غړي ، ديني ، فرهنګي ،ټولنيزو او قومي شخصيتونو او نورو ګڼو هېوادوالو ګډون کړی وو . د فاتحې برخه والو په پای کې د يوه پرېکړه ليک په ترڅ کې له بهرنيو ځواکونو او دولت څخه غوښتنه وکړه ، چې د شينډنډ د پېښې عاملين محکمې ته وسپاري ، د قربانيانو او زيانمنو شويو کورنيو ته د نړيوالو معيارونو له مخې خونبها او تاوان ورکړي او بهرني ځواکونه دې د داسې اسنادو پر مخ ژمنه وکړي ، چې بيا به د ورته پېښو له تکرار څخه ډډه او مخنيوی کيږی . ګډون والو ګواښ وکړ ، چې که بيا هم داسې پېښې تکراريږی د دولت او ولس تر منځ به واټن دېر زيات شي ، د نړيوالو ځواکونو پر وړاندې زغم به په کرکه بدل شي او دوی به هم په راتلونکې کې په سراسري اعتصابونو او د اعتراضونو په نورو ډولونو لاس پورې کړي .