په افغانستان کې دملکي وګړو د وژلو په اړه دافغاني  مدني او  ټولنيزو بنسټونو پريکړه ليک

  بسم الله الرحمن الرحيم      په افغانستان کې پرملکي وګړو ، کورونو ، ودونو ، دختم مجلسونو او نورو ټولنيزو غونډو بمباري او دخلکو دوژلو ،ټپي کولو ، نيولو او ځورولو په اړه موږ يو شمېر مدني او ټولنيزو بنسټونو (  د کابل د څلورګونو پوهنتونونو د محصلينو اتحاديه ، د افغان کلتوري ټولنو جرګه ، د افغانستان د سولې ملي جرګه ، د لويې پکتيا د کابل مېشته قومونو شورا، د کابل د طبي پوهنتون د استادانو ټولنه ، ويښ ځوانان او د افغانستان د ځوانانو د همغږۍ جبهه ) تر يو لړ ناستووروسته ،  ددې ترڅنګ ،چې د وژل شويو افغانانو لپاره ددعا او فاتحې ناستې  تنظيم کړې د روان کال دوږي دمياشتې په اتمه  نېټه مو په شينډنډ ، لغمان ، کاپيسا ، شينوارو او نورو سيمو کې د شهيدانو لپاره د ملي وير ورځ  اعلان کړه . دګډو ناستو په پايله کې موږ د راتلونکې لپاره دغه پريکړې په ګډه اعلاموو :   ۱- نړيواله ټولنه او په سر کې دامريکې متحده ايالات په افغانستان کې د بشپړ امنيت  دټينګولو او له افغانستان سره د بيا رغونې دبهير دملاتړ لپاره حضور لري ، له دې پرته بله هره کړنه ناقانونه او له نړيوالو منل شويو تړونونو سره په مخالفت کې ده . نړيواله ټولنه بايد په کلکه دخپل مرستندوی هويت دساتلو لپاره هڅه وکړي نه دا ،چې دښکيلاکګراو نيوونکي ځواک په توګه دملي دښمن هويت راخپل کړي .   ۲- نړيواله ټولنه دې په ياد ولري ، چې دافغانستان دتاريخ په اوږدو کې دا لومړی ځل دی ،چې د بهرنيو ځواکونو حضور زغمل شوی دی ، ځکه چې حقوقي اونړيوال وجود ي  منطق يې درلود او که ددې پرعکس سوله ساتي سرتيري بيګناه خلک ، ماشومان  ، ښځې او بوډاګان وژني ، کلي کورونه ورانوي ، دافغانانو کلتور ، عقيدې اوملي ارزښتونو ته تاوان رسوي  نو دهغوی دغه قانوني حضور له پوښتنې سره مخامخ کېږي او دافغانانو ملي اعتماد له منځه ځي . ۳- ټول بهرني پوځي سازمانونه ، ناټو ، دترهګرۍ ضد نړيوال ائتلاف او ايساف دې په کلکه وعده ورکړي او پرداسې اسنادو دې لاسليک وکړي ، چې د هغو پر بنسټ به د هر راز ناوړه پېښو د بيا تکرار مخنيوی کېږي . ۴- دافغانستان دولت مسووليت لري ، چې دداسې پېښو دتکرار مخه ونيسي ، دتيرو پېښو عاملين مجازات کړي او داسې ميکانيزمونه رامنځته کړي ،چې دملکي افغانانو مرګ ژوبله صفر ته راټېټه کړي . ۵­- د دولت له ټولو مخالفو وسله والو ډلو څخه په کلکه غوښتنه کيږي ، چې دخپلو عملياتو په ترڅ کې ملکي وګړي په نښه نه کړي او نه هم له هغوی څخه د انساني ډال په توګه کار واخلي ، بلکې  د ملکي وګړو د استوګنو له سيمو څخه ځانونه لرې وساتي . ۶- له ملګرو ملتو څخه هم په کلکه غوښتنه کيږي ، چې په افغانستان کې د ملکي وګړو وژنه وغندي او پر بهرنيو ځواکونو فشار واچوي ، څو د دغه ډول پېښو د تکرار مخه ونيسي . ۷- نړيوال ځواکونه بايد د پېښو عاملين  افغان ولس ته په ډاګه کړي او د وژل شويو کورنيو ته د نړيوالو معيارونو له مخې ديت يا خونبها ورکړي .  ۸- د افغانستان  حکومت هم مسوول دی ،چې د شهيدانو ، ټپيانو او اغيزمنو افغانانو له کورنيو سره  محسوسې مرستې وکړي ، داسې مرستې ،چې لږترلږه ددغو دردمنو کورنيو مادی بارسپک کړای شي ، که څه هم موږ باور لرو ، چې اصلي غم يې  په هيڅ ډول نه شي سپکولای . ۹- که خدای مه کړه  پورتنۍ غوښتنې عملي نه شوې  ، دا ځل به دافغانستان خلک پر سراسري اعتصابونو او له تاوتريخوالي لرې دمدني نافرمانۍ پر داسې اقداماتو لاس پورې کړي  ، چې د دوی  قانوني اعتراض په اغېزمنه توګه  تمثيل کړای شي .    موږ دافغانستان ټول ملي بنسټونه ، ټولنيزې او فرهنګي ټولنې دې ته رابولو ، چې زموږ له دغه ملي غږ او اقدام سره په همغږۍ کې دغه بهير پياوړی کړي او زموږ له ملاتړ سره نړيوالو ته دا وښيي ، چې افغانان د ظلم او تعدی په وړاندې خپل غږ پورته کولای شي .   انالله وانا اليه راجعون