
نږدې يوه مياشت وړاندې ولسي جرګې ته له کابل څخه ټاکل شوي غړي ، محمد محقق يوه اونۍ د نه خوړو په اعتصاب کې تېره کړه .
نوموړى چې دهزاره ګانو په ملاتړ کې ولاړ و ، ويل يې چې ترڅو د ميدان وردګ په بهسودو او دايمرداد ولسواليو کې د هزاره ګانو او کوچيانو ترمنځ شخړه نه وي اواره شوي ، نو اعتصاب به يې دوام لري .
د ميدان وردګ په يادو شويو ولسواليو کې له نږدې يوه نيم کال راهيسې د هزاره ګانو اوکوچيانو ترمنځ په څړځايونو شخړه روانه ده .
کوچيان وايي چې دوى ځانګړي ملکيتونه نه لري نو حق لري چې په دولتي څړځايونو کې خپلې رمې وڅروي ، خو هزاره ګان بيا دې سره نه دي جوړ او په خپلو سيمو کې څړځايونه خپل ملکيتونه ګڼي .
په دغه شخړه کې تراوسه دواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده چې ، هر پلو يې پړه په مقابل لوري اچوي .
ولسي جرګې او يا مشرانو جرګې ته چې څوک راځي ، هغه د يوه قوم له خوا نه ؛ بلکې د يوه ولايت د اوسېدونکو لخوا راځي او په ټوله کې دغه جرګه د ټول ملت استازيتوب کوي .
له همدې کبله پارلمان ته ملي شورا ويل کېږي ، خو په دغه شورا کې هم قوم پالنې ريښې ځغلولي دي او د ( ملي ) سربل يې پوښتنې لاندې راوستى دى .
و ګورئ ! له تېرو شاوخوا پنځه ورځو راهيسې دتخار په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې شاوخوا ٨٠ پښتنې کورنۍ چې له اوږدې جلا وطنۍ وروسته خپل ټاټوبي ته راستنې شوي دي ، د ځايي خلکو له ويرې د ولسوالۍ په محبس کې له خپلو ماشومانو ، ميرمنو ، سپين ږيرو او سپين سرو ، سره وخت تېروي .
دوى وايي چې ځايي ازبکان له لرګيو سره ترې شاوخوا ګرځي او هره شيبه يې د بريد ويره شته .
دلته د ٧٠٠ انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ دى او تدريجي مرګ ګالي ، خو محقق صاحب ، سر هم نه ګروي .
يوه اونۍ وړاندې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې خونړۍ بمباري وشوه ، شاوخوا سل تنه يې ووژل او په درجنونو نور يې ټپيان کړل خو چا اعتصاب ونه کړ .
ننګرهار کې واده بمبار شو ، نورستان په وينو ولمبيد ، په .....
ددې ليکنې موخه دانه ده چې د هرې ناخوالې په غبرګون کې دې محقق د نه خوړو اعتصاب وکړي ځکه زموږ ولس هره ورځ له يوې تازه ناخوالې سره مخ کېږي .
خبره داده چې کاشکې زموږ هزاره وکيل د تخار په پښتنو زړه وسوځوي او په ملاتړ کې يې ودرېږي او همدارنګه يو پښتون وکيل د هزاره ګانو په ملاتړ کې راپورته شي .
که داسې نه وي ، لکه چې نشته ، نو پارلمان ته د ملي شورا توصيفي کلمه کارول يو بېخونده ترکيب دى .
ددې لپاره چې له کلمو سره ظلم ونه شي او تقدس يې وساتل شي ښه به وي چې پرځاى وکارول شي او که نه نو هره کلمه به خپل وزن بايلوي او بيا به څوک پرې باور نه کوي .