
سريزه :
داسې ښکاري ، چې دايران تجزيه به د عراق له هغې وروسته وي ، چې له 1991 ز څخه راديخوا دنوې منځني ختیځ د پروژې په ترڅ کې پيل شوې وه او په دې اړه يو شمېر وړانديزونه ، نظريې هم په پام کې نيول شوې وې او دنخچواو انځورونو يوه ډېره برخه په همدې موخه رامنځته شوې وه ... دوه ورځې وړاندې ( البيان / 2008/02/06 / د اتلانتيک راپور : له عراق وروسته نوې منځنی ختیځ )تر سرليک لاندې يوه مقاله خپره کړې وه . په مقاله کې داوسنی منځني ختیځ د نخچې د بدلون لپاره له 20-25 کلونو پورې وخت په پام کې نيول شوی . عراق له ګواښه ډک تاريخي بدلون ومانه ځکه ،چې دمنځني ختیځ په زړه کې پروت و له هغه مهاله ،چې عراق دسیمې په چارو کې بربنډه لاسوهنه او سرکښې پیل کړه په ځانګړې توګه ،چې زه ورته د( پراخه ويجاړونکووسلو) نوم ورکوم همدغه يې عراق له خپلو ښکرونو راونيوه او د ځمکې تل ته يې ورکوز کړ .
نن ورځ ،چې په مقالو ، پروژو او وړانديزونو کې موږ کومه پاملرنه ګورو دا ټول دازبادوي ، چې ايران له هغه پړاوه تيريږي له کوم يوه ،چې په ټوله مانا عراق تېر شوی بلکې تر دې هم له ګواښه ډک ، ځکه دايران مساحت ، اومېشت توکمونه او قومونه له عراق څخه ډېر دي او پردې سربېره له تاريخي پلوه ، چې پر ايران کوم بريدونه او يرغلونه شوي له دې ټولو ايران رک روغ راوتی اوويشل شوی نه دی ... اوس پوښتنه داده ،ايا دتاريخي ايران له وسه پوره ده ، چې د راتلونکو ګواښونو پر وړاندې ودريږي ؟ ایاکولای شي ، چې دسيمې په چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي که دا يې په خپل واک کې وي ؟
په منځني ختیځ کې دکړکیچونو چوکاټ
د 1997 ز په پيل کې مې ويلي و ( نن ، چې دغه سیمه منځنی ختيځ دکړکیچونوپه چوکاټ کې له : ستونزو ، نااراميو ، د سيستم تيت وپرک کول ، د اسعارو له منځه وړنه ، دګوندونو او خوځښتونو پاشنه ، د فکرونو راواردول ، دعقلونو او وړتياوو تښتونه ، د اسانتياوو او زیرمو منظم تالا کول ، د تاريخ او برخې کمزوري کول ... خبره به همدومره نه وي لکه څرنګه ، چې په شلمه پيړۍ کې يوازې تر عربو پورې محدوده وه ، بلکې دمنځني ختیځ په فعاله او ستراتيژیکه سیمه کې نورې څلور سیمې لکه المشرق العربي ، ایران ، شرقي انادول او ترانس قفقاز هم په خپل بر کې نيسي ( سيار الجميل ، العولمة الجديدة والمجال الحيوي للشرق الاوسط : مفاهيم عصر قادم ، بيروت : مرکز الدراسات الاستراتیجية والبحوث والتوثيق ، 1997 ، مخ 76 )
د ايران بشري جغرافيه
ايران له ډېره پخوا له مرکزي ولایت ، چې ( فارس هېواد) بلل کيده او پلازمينه يې شیراز وه رامنځته شوی و. اودغه ولايتونه تالش ، مازندران ، قزوین ، ګيلان ، اذربایجان ، کردستان ،همدان ، ايلام ، لرستان ، خوزستان ( عربستان ) لارستان ، بندرعباس ، په سويل کې بلوچستان ،سيستان او په لويديځ کې خراسان ورته څيرمه پراته وو
په دغو ولايتونو کې له پاړسيانو پرته نور ملتونه هم استوګن دي خو دوخت په تيريدو پاړسيان شوي ... په ايرانۍ نړۍ کې له زرګونو کلونو راهيسې يوشمېر ملتونه ،ټولنې مېشتې شوي ، چې له سختو کړاونو او تيريو سره مخ شوې هم دي خودوی اوس هم خپل هويت او کلتور ساتلی دغه ملتونه په دې توګه دي لکه بختياريان ، عربان ، کردان ، بلوچان ، سيستانیان ، دخراسان عربان ، اذريان ، ارمنيان ، تالیشان ، قزوینیان ، افغانان ، سوري سریانیان ، ترکمنان او یهود ...
تجزيه به لومړۍ د پترولو له لارې تر سره کېږي
دايران د تجزيې له لومړينو وړانديزونو څخه جوتېږي ،چې دابه د تيلو له بډايه ولايت عراق ته څېرمه عربي خوزستان څخه پیلېږي ... دوی له ايران څخه دجلاکيدو غوښتنه کوي او ځانته خپلواک جمهوريت غواړي ، چې په سويل کې به دترعباس بندر پورې غځېږي ، بيا ورپسې داهميت له مخې داذربایجان ولایت دی. او په دې اړه نوي پلانونه جوړ شوي ، چې دا به له مورني اذربایجان سره يوځای کېږي او د ټولو اذريانیانو لپاره خپلواک هېواد رامنځته کوي ،چې تاريخي پلازمينه به یې تبریز وي ( د يادونې وړ ده ، چې ايرانی اذربایجان په ختیځ اولويديځ اذربایجان ویشل شوی ) .
په دريم پړاو کې د بلوچستان اوسيستان ولايتونه دي ، چې د پاکستان له سيمو سره به يو ځای کېږي او ځانته به ستر جمهوريت جوړوي ،چې پلازمينه به یې زاهدان وي ، خو د ايران کردستان د لوی کردستان برخه ده او دا به ترهغې ځنډيدلی وي ، چې ترڅو په ګانده کې دکردانو لپاره خپلواک جمهوريت رامنځته شي ،خو دواشنګټن پوست 2005/6/23 له راپور له مخې د کردانو لپاره دخپلواک هېوادجوړونه يو څه پيچلې خبره ده ، ځکه ،چې کرد مېشتې سيمې سمندري غاړو ته لار نه لري .
اوس د هغو ايراني امپراتوريو وخت دتاريخ برخه ګرځيدلې ده ،چې ايران يې له تجزيه کيدو ژغورلی و دغه وخت ديرش کاله پخوا تېر شوی . اوس ايران د لومړي ځل لپاره دملايانو لخوا اداره کېږي دلويدیز ډېری راپورونه دوی په ناوړه صفتونو اونومونو يادوي . په ايران کې يو څه مدني ممتاز سياستوال هم شته ، خودوی د انقلاب دلارښود تر اغېز لاندې دي، لارښود خپل ځان معصوم او د يو ځل لپاره ولي فقيه بولي ... او په يوه وخت کې يې د دين او دنیا دچارو واګي په خپل لاس کې نيولي که څوک یې پيرو نه شي له ملت څخه وتلی دی او د الله د قهر انتظار دې باسي .
ايران او پر اور لوبه – لکه څرنګه ،چې وايي
دايران پر ضد به د پلان جوړونې پروسه به يو څه وخت وځنډيږي ، د ( ايران ازادۍ ) تر سرليک لاندې دسټيفن لاتوليب دوړانديزونواو نظريو له مخې سړی ويلای شي ، چې دايران پر ضد جګړه راروانه ده ځکه د ايران ملايانو او اخوندانو ته اجازه ورکړل شوې ده ، چې له دې زياته سرغړونه وکړي، دوی اوس دخپلو هغو هيلو استازيتوب نه کوي ، چې د ايران ولسونه په خپل ګروت کې ونيسي دوی غواړي ،چې پر ټول منځنی ختيځ خپله اجنډا ومني ددې تر ټولو ښه دليل په ښکاره بڼه عراق او لبنان ته ننوتل دي پردې سربېره د منځني ختيځ زياتره هېوادو ته په پټه ورننوتل هم شامل دي .
کله له دوی وپوښتئ ، چې دغه اجنډا خو له دوی وړاندې محمد رضا شاه هم درلوده ؟ نو ځواب به درکړي ، چې شاه په عراق او خليج کې دايران په نوم لاسوهنه کوله ، اوسمهال خودغه نوي حاکمان د اسلام او د شيعه مذهب دولس امامي په نوم د ايران دګټو دخوندي کولو په موخه لاسوهنې کوي . دا يو له ګواښه ډک پرمختګ دی ، چې نږدې له 30 کلو راهيسې دسني ټولنواو دولتونوخوب يې تښتولی دی . دعراق – ايران جګړه دکړکيچ يوه خونړۍ پېښه وه !
له بل پلوه ، په ګاونډي عراق کې روانو پېښو او پرمختګونو په ايران کې پر نژادي خوځښتونو خپل اغېز پريښی . يوه ډله پلان جوړوي او فکر کوي ، چې څرنګه له ايرانه جلا شي . نن ورځ ، خو متحده ايالاتو ايران له هرې خوا محاصره کړی او لږ تر لږه دحاکم نظام پرضد له هر سياسي او ايتنيکي خوځښت سره مرسته او ملاتړ کوي . دوی دايران تجزيې ته داسې لار برابروي ، چې له کوره پيل شي دا دايراني نظام د ړنګيدو لپاره تر ټولو ښه وسيله ده امريکا به له ايرانه پر داسې لارو چارو ځان خلاص کړي ، چې دعراق په څېر به په ستونزو کې راښکيل نه وي .
د ايران پر ضد جګړه
د ښکاره کړکیچ او پټواړيکووضعیت ته د پای ټکی کېښودلو په موخه اود ايران پر ضد دجګړې په اړه يو څه کارونه شته ، چې بايد تر سره شي . ګڼ سياسي شنونکي تر اوسه پردغه رازونو نه دي پوه شوي ، کارل روف اوس هم وایي : له 2004 ز څخه را وروسته جګړې ته سترګې په لار و، اوس نه پوهيږو ، چې تر دويمې خبرتیا پورې وځنډيډه که څنګه ؟ اوکه زمينه ورته برابره نه ده ... روبن رايټ - له ډېره پخوا له ايرانۍ دوسيې سره تړلی ژورناليست دی - وايي : امريکایيان به ترهغې پرجګړه لاس پورې نه کړي ، چې دايران په اړه پوره او کره څيړنې تر سره کړي ، دوی اوس دګواښ حساسيت په ښه توګه درک کړی ، امريکا ددغې پخوانۍ ځمکې دسياسي حقيقتونو په اړه اوس ډېر څه پيژني ، امريکا نيت لري ، چې ايران په خپل ګروت کې ونيسي او بيا يې وپاشي .
نيکولاس بيټر باوري دی ، چې د ايران تجزيه کول نظر عراق ته اسانه دی عراق ،خو زموږ زړه راشين کړ . دايران وضعيت له عراق څخه ډېر خطرناک دی ، لامل يې ددواړو نظامونو ديکتاتوري نه ده ،اوس ټوله نړۍ پوهيږي ، چې ايران د پراخو ويجاړوونکو وسلو دجوړونې پروګرام لري - داسې اټکل دی ، چې دا به بيا د اسامه بن لادن لاس ته ورشي اوهغه به دامريکا او ازادې نړۍ پر ضد په پراخه ترهګرو بريدونو لاس پورې کاندي .
زه دا ويلای شم ،چې عراق دجغرافيې هېواددی ، که ټولنه يې هر څومره وپاشل شي نو جغرافيه يې د تلپاتې دجلې او فرات د بهير له برکته د ژغورنې ژمنه کولای شي ، پردې سربېره نور طبيعي حدود ، چې له عراقه راچاپېر دي ... ، خو ايران تاريخي هېواد دی ، مختلفې جغرافيې لري ، اوس دا شونې نه ده ، چې ايران دی پر تاريخ ځان وژغوري نن ورځ جغرافيه له تاريخه ډېره پياوړې ده .
ايرانۍ تجربه ... په کومه روانه ده ؟؟
دايران د اوسني نظام بنسټ په 1979 ز کې د آية الله خميني په لاس کېښودل شو . داساسي قانون په اړه له ټولپوښتنې وروسته دايران اسلامي جمهوريت وزيږيد . تر شايې دمعصوم امام نظريه وه ، چې خميني یې استازيتوب کاوه په همدغه بنسټ دايران اوسنی حکومت رامنځته شو . په اسلامي نړۍ کې په ميلونو وګړي دايران له تجربې څخه خوښ دي ، خو لويديځ ختيځ او په ځانګړې توګه منځني ختیځ ته يوازې د خپلولوړو او ټيټو ګټو له زوايې ګوري ... لويديځ په دې کېسه کې نه دی ، چې ته خوښ يې او که ناخوښ ته بايد داهرڅه ومنئ او تسليم شې که پايلې هر څه وې وي به .
متحده ايالاتو او لويديځ ته دامهمه ده ،چې ګټې يې له ګواښ سره مخ نه شي . دلته موږ زيرکه مشرانو ته اړتيا لرو ،چې زموږ کښتۍ په لږه بيه ډاډمن ساحل ته وباسي ... دلته موږ اړ يو ،چې هغه څه وپيژنو ،چې موږ له ګواښ سره مخامخوي او موږ ته څه کول په کار دي . موږ بايدټولې هغه لاسته راوړنې او پنځونې خوندي کړو او دې ته زمینه برابره نه کړو ،چې ټول ايره ايره شي .... موږ بايد په نړۍ کې خپل وزن وپيژنو ، پرته له دې ،چې دنورو په سيموکې لاسوهنې وکړو بايد دنورو دارادو درناوی وکړو ، دلته بايد موږ د نورو له تجربو څخه ګټه پورته کړو ،چې هېوادونه يې اوس دويجاړتیا او ړنګونې بيلګې شمېرل کېږي او همدوی دخپلو ولسونو د مرګ لامل وو ! دلته بايدموږ پوه شو ، چې په دې پېر ( عصر ) کې شعارونه ، ګواښونه ، خبرې ، خطبې او ځان ستاينه کومه ګټه نه لري موږ بايد دنورو په چارو کې له لاسوهنولاس واخلو په ځانګړې توګه دنږدې ګاونډيو ، دا داسې چارې دي ، چې هيڅوک يې نه مني ... موږ بايد خپلې ګټې په پام کې ونيسو ، خپلې زيرمې خوندي کړو ، له خپلوهېوادونو ،ايالتونو بلکې له ټولې سيمې څخه دفاع وکړو اودا اجازه ورنه کړو ،چې څوک مو امنيت ګډوډ کړي ، تيل وموولوټي ، بچيان موراووژني اوس . خو په عراق او لبنان کې زموږ پر وړاندې رښتيني تجربې تېرې شوې . موږ ته په کار ده ، چې له ځان سره سوچ وکړو او وپوښتو : په دې کې دايران څه ګټه ده ، چې په عراق کې بربنډه لاسوهنه کوي او نړيوالو ته خپل زور ښايي ته وا لکه له امريکا سره ،چې دنورو پر ځمکه پهلواني کوي !
منځني ختيځ : ایا راتلونکې نه لري ؟
د عراق جګړه له څېرمه دبدلون په موخه پيل شوه ، خو دا له واقعیت سره اړخ نه لګوي . شونې ده ، چې زه د منځني ختيځ دهېوادونو او ختيځې اروپا دهېوادونو تر منځ پرتله وکړم ... دا ترکيبي هېوادونه وو او ډېر زر وپاشل شول ، خو زموږ هغه بيا داسې نه دي دا له اره يو موټی وو د هيڅ يوې کړنلارې يا دسيسې له وسه به پوره نه وي ، چې تجزيه يې کړي ! خو داتلانتيک راپور ټينګار کوي ، چې دمنځني ختيځ نوې بڼه به له عراق وروسته رامنځته کېږي ، دمنځني ختيځ له بياجوړونې سره سم دا اړتيارادمخه کېږي ، چې نوو مصطلحاتو ته لار ومومو ، او په دې اړه دنوو لارو چارو پر مټ سوچ وکړو ، په منځني ختيځ کې د راتلونکوشيانو پر اړه دځان پوهونې هڅه دخپلو راتلونکونسلونو او دخپلې ګاندې د ساتنې لپاره اړين شرط بلل کېږي ان تردې ،چې د يويشتمې پيړۍ په اوږدو کې دخپلو راتلونکو ګټو د ساتنې لپاره هم اړينه ده ... راپور ټينګار کوي ، چې د عربي دولتونو زور نور اوبه کېږي او د اوږدمهاله ډله ييزې – سني ، شيعه- جګړې زيرې ورکوي ، چې دوه ائتلافه عربي سني او شيعه ايراني به یې تر شاوي ، رښتياخبره داده ، چې ټوله کېسه دعربو دتیلو ده، چې څنګه هغه سيمې ونيسي ، چې له تيلو نورې تر مورګو رارسيدلې دي دا که عراق وي او ياعربي خوزستان . راپور هم دا خبره کوي .
مورسلي وايي : ( منځنی ختيځ ګانده نه لري ) نظامي تاريخپوه ادوارد لوتواک ټينګار کوي ، چې لويديځ نه شي کولای ، چې منځنی ختيځ ورغوي ، متحده ايالات کولای شي ، چې له یوې مخې له اسرائيلو لاس واخلي له عربانو سره د دوستۍ تار غځولای شي ، باور يې نه شي تر لاسه کولای ... داسې اټکل دی ، چې په عراق کې د سنيانو او شيعه ګانو تر منځ سيمه ييزه جګړه ونښلي ياپه بله مانا دا به د سعودي عربستان او ددوی دملګرو په استازيتوب يوه جګړه وي ، چې لومړی ايران وځپي او بيا دتيلو ټولې زيرمې په خپل ګروت کې راولي ، پردې سربېره په ډېره لوړه بيه په پنډونو وسله ، چې په دې موخه رانيول شوې ده په څلورم پړاو کې به له پاتو ډلو او کسانو سره خپل پخواني حسابونه تصفيه کوي . اوس پوښتنه داده ، چې له غميزو او تراژيدیوسره مل هيلې به پوره شي او کنه ؟
دنوي منځني ختيځ جوړښت به کله رامنځته کېږي ؟
کيدای شي دنوي منځني ختيځ دجوړښت نخچه به په راتلونکو 20 کلونو کې راښکاره شي ، داهم شونې ده ، چې نوي هېوادونه به دنخچې له مخې حذف شي او بيا به له سره راوپنځول شي : له ايرانه به عربي خوزستان جلاشي ، صنعتي پاکستان به تجزيه شي لويديځ بلوچستان او د سيستان دښتې به ورسره يو ځای شي له دې څخه موخه داده ،چې ايران راغونج شي او له دې څخه به یې ښه زده کړه کړې وي ... ايران نن ورځ په عراق ، لبنان ، غزة اونورو ځايونو کې ارت لاس لري ايران په لوی لاس ځان په دغوځايونوکې ښکیل کړ ... ډله ييزه پاڼه خو څه کوﺉ ، چې په بروکنګر انسټيټوټ کې دمنځني ختيځ د چاروکارپوه مارتن انديک يې ايران ته مبارکي ورکوي : لس کاله پوره وخت دی ،چې مذهبي تاوتريخوالي په کې وده وکړي او فکر کوم ،چې همدومره وخت ورته بس و ،چې ايران خپله لوبه تر سره کړي . په پای کې به ټولو ډلوخپل واک و ځواک له لاسه ورکړی وي .
راپور زياتوي : پلازمينه واشنګټن په ډېر دقت دامريکااغېز څاري او پر ايران به هغسې ګوزار کوي ، چې د ايران له ځانګړنوسره اړخ ولګوي . دبنسټپالوله 30 کلن تورحکومت څخه وروسته به ايرانيان له امريکايي ولس سره مرسته وکړي دراپور دمعلوماتو له مخې به ايرانيان ښه وضعيت ولري .
په پای کې به : زه څه ووايم ؟؟
دهر څه لپاره ، چې پلان يا کړنلار جوړيږي اړينه نه ده ،چې دا دې رښتيني وي لامل يې دنظرونو او پروژو توپير دی ... هيڅوک نه پوهېږي ،چې دايران په اړه دامريکايانو او په عامه توګه دلويديزوالو په ذهن کې څه ګرځي ،خو زه ګورم ،چې ايران داسې چلندغوره کړی لکه لس کاله پخوا ،چې عراق خپل کړی و . ايا ايران به همداسې پاتې شي ، چې په منځنی ختيځ کې همدغه رول ولوبوي ؟ ايا امريکايي اداره به همداسې چوپه خوله وي او دايران دتيلو په اړه به کوم اقدام نه کوي ؟ اوکه نه! په راتلونکي کال 2009 ز کې به هر څه بدلون ومومي . زه باور لرم ،چې دمنځنی ختیځ په کچه به له ګواښه ډکې پېښې رامنځته شي ... ما په خپله دغه مقاله کې يو لړ پوښتنې راپورته کړي او هيله من يم ،چې ايراني چارواکې ورته ځواب ووايي ، دکوم اړخ دمصلحت له مخې نه بلکې د سیمې دولسونو دګټې له امله . ايا ايران به دنوو بدلونونو په رڼا کې خپل حسابونه له سره پاکوي ؟ اياايران به د سيمه ييزو کارونو وړاندې کورني هغه سمبالوي ؟
ايا په ايران کې به داسې تاوده بدلونونه رامنځته شي ، چې دامريکا له هيلو سره به اړخ نه لګوي ، دا بدلونونه به دکور دننه د نوو اړيکو پاڼه راپرانيزي او له خپلو ټولنو سره به دجوړجاړې لاره غوره کړي ، په دويم پړاو کې به دسيمې له هېوادو سره ورته ګام پورته کړي ؟؟ راځئ ، چې انتظار ورته وباسو ...
سلا ، مشورې
This article contains material from the Library of Congress Country Studies, which are United States government publications in the public domain.
JANUARY/FEBRUARY 2008 ATLANTIC MONTHLY
A report from the new Middle East—and a glimpse of its possible future
BY JEFFREY GOLDBERG
Country Reports on Human Rights Practices -2005Iran:
Released by the Bureau of Democracy, Human Rights، and Labor
March 8, 2006
U.N. Inspectors Dispute Iran Report By House Panel
Paper on Nuclear Aims Called Dishonest
By Dafna Linzer
Washington Post Staff Writer
IAEA Board Report
, 15 November 2007
Archaeobotanical Reports from Iran and Related Items
accumulated by Naomi F. Miller، University of Pennsylvania Museum
December, 2005
Iran: Human rights defender at risk ? appeal case: Abdolfattah Soltani (AI Index: MDE 13/009/2006)
Iran: New government fails to address dire human rights situation (AI Index: MDE 13/010/2006)
Iran: Defending minority rights ? the Ahwazi Arabs (AI Index: MDE 13/056/2006)
NIE Report: Iran Halted Nuclear Weapons Program Years Ago
December 03, 2007