د ژورناليزم او ادب توپير

ليکوال: ډاکټر مسکين  علي حجازي
ژباړن: اميرجان  وحيد احمدزی
دا مهال  د ادب او ژورناليزم  تر مينځ  څرګند توپیرونه   شته. ليکن  پخوا دواړه یوګڼل کېدل، اوس هم  ځينې کسان  د لوړې کچې  ادب او ژورناليزم یو ګڼي او د دوی دلیل دادی چې په دواړو کې تلپاتې ارزښتونه، خوځنده احساسات، عواطف او کتنې (مشاهدې) موجودې دي.  دا خبره  له دې  پلوه سمه ده، چې په دواړو کې يو ګډ بنسټيز ارزښت  شته. ژورناليزم  د ټولنې او وخت عکاس  دی  او رښتینی  ژورناليزم  د خپل  وخت  تاريخ ګڼل کېږي.  د لوړې کچې  د ادب  هم  یوه  ښېګڼه  داده  چې که د خپل  پېر انځور  و نه  لري، نو بې ارزښته  دی.
معياري  ژورناليزم  د انسانانو د ستونزو او مسايلو د پېژندلو او اواري  د هڅې  نوم  دی. یانې  د لوړې کچې  د ژورناليزم  موخه  د خلکو خدمت  دی.
په  افغانستان  کې  د وژنو لړۍ  د هر هېواد د ورځپاڼو د بحث  موضوع  ده.  د ويتنام د جنګ  په پايته رسولو د ډېرو هېوادونو خبريالانو لږ او ډېر ټينګار وکړ. اديبانو، شاعرانو او پوهانو هم په بېلابېلو وختونو کې جنګ د خپلو پنځونو موضوع  ګرځولې  او په  خپل  خپل انداز  يې  د جنګ  مخالفت کړی.
معياري ژورناليزم د خلكو د ستونزو د اواري لارې ښيي، خلکو او چارواکوته لارښوونه کوي.  د لوړې کچې  د ادب  هم  دغه  موخه  وي. اديب  په  لږ  بېل  انداز  د خپل اټکل  له  مخې   د ټولنې او حالاتو د بدلولو او جوړولو هيله من  وي. معياري  ژورناليزم  د ظلم، بې انصافي  او زبېښاک (استثمار)  پر ځای لوړو انساني  ارزښتونو ته  وده ورکول  خپله  موخه ګڼي.  دارنګه  په  معياري ادب کې هم  په  لږ بېل انداز  د دغو موخو د پوره كولو هڅه  کېږي. که  ژورناليزم   په معياري  ټولمنلي  او زېړ  ژورناليزم  وېشل  کېږي، نو ادب  هم  د معياري  ټولمنلي، ناسم او فحش  ادب  په  ډولونو وېشل کېږي.  د ژورناليزم  اوادب  د وړاندې کولو وسيلې  یو دي. ادب  د کتابونو په  بڼه وړاندې کېږي.  راډيو ټلويزيون  او نورې  پخوانۍ او اغېزمنې  بڼې چاپي  بڼې  دي، خو بيا هم  راډيويي او ټلويزيوني  ژورناليزم  مينځ  ته  راغی،  په  ورځپاڼو کې اوس هم کله کله ادبي موضوعات  خپرېږي. دارنګه  په ادبي جريدو کې  هم  په ځينو  داسې سياسي  يا ټولنيزو مسايلو  نظر څرګندېږي، چې  د ژورناليزم  په  ډله کې  راځي.
په ادب  کې  هم  ښه ، خراب  يا په زړه پورې  رول  وړاندې کېږي  او  په  ژورناليزم کې هم   ښه، خراب  او هر ډول  خلک  خبرونو ، ځيرنو او فيچرونو ته  ښکلا  وركوي.
د ادب او ژورناليزم د دغو ګډو ارزښتونو له امله  تر ډېره  وخته د ادب  او ژورناليزم  تر منځ توپير نه محسوسېده. ادبي او علمي پنځونې په ورځپاڼو او جرېدو کې چاپېدې.  د لوړې کچې خبريالانو  په  عالمانه انداز د ورځنيو پېښو اړوند خپل نظرونه څرګندول، نو ځکه  د رسالو او جريدو ژورناليزم  ته ادبي  ژورناليزم ويل کېده، ځينې خلکو هغه خبره چې په بل انداز بیانېدله هغه  ژورناليستيک ادب ګاڼه. ځينې  خلک ژورناليزم  د ادب  پېژندنه یا د ادب  روزنتون ګڼي. د دې لامل دا دی  چې  ډېری تكړه ليكوال  د ژورنالیزم په بټۍ(داش)کې د سرو زرو په څېر پاخه شول او د پوهې او ادب پر هسک د ستورو په څېر وځلېدل.  ژورناليستان  د راتلونکې ورځې د چارو او مسايلو اړوند نظرونه وړاندې کوي.
دارنګه  هغوى  ته پر مسايلو او چارو د پوهېدو، شننې، په اغېزمن  ډول  د بيانولو او پر  ژبه  د برلاسي لرلو روزنه ورکول کېږي. له پر لپسې لوستلو او ليکلو سره يې  پوهه زياتېږي او  قلم  يې پياوړی کېږي.

توپیر
د ژورناليزم او ادب  د ګډو ارزښتونو سره سره په  دواړو کې  توپیر شته. په ژورناليزم کې  رښتينولي بنسټيز  ارزښت  لري. يانې  په  ورځپاڼو کې  چې  څه  شی چاپېږي هغه بايد خامخا سم وي. خبرونه،  ځيرنې، معلومات، نومونه، عددونه شمېرې لنډه  دا چې هر څه سم ، رښتيني او ناپييلي پکار دي.
 په بله وينا: په ژورناليزم کې د پېښو رښتينولي اړينه  ده ولې  په ادب كې  حتمي  نه  ده، د لومړني  پېر ادب  مافوق الفطرت  پېښې  لري .  دا مهال  په دې ټینګار کېږي  چې  په  ادب کې  بیانېدونکې پېښې  بايد غير  فطري نه وي.  اړينه نه ده چې  په  داستانونو ډرامو، ناول او نورو کې چې کومې پېښې  وړاندې کېږي، هغه  دې  خامخا پېښې شوي وي، یا دې په حقيقي ژوند کې موجودې  وي. یانې په ادب کې د دغې رښتينولۍ بنديز نشته. خو په  دې  شرط چې غير طبیعي  نه وي. شاعري هم کټ مټ  همداسې  ده ، یانې  شاعر  چې څه وايي، د هغو بنسټ  پر واقعیت نه وي. شاعر مبالغه هم کولای شي. فرضي پېښې هم  بيانولی شي، خپل خيا
 ل  ديوه نظم  په  بڼه وړاندې کولی شي. په شاعرۍ کې د خيالونو او اندونو ترتيب هم اړين نه ګڼل  کېږي.  ليكن  په ژورناليزم کې  مبالغه  او بې ترتيبي  ځای  نه لري.
ادب  او ژورناليزم د پېښو د بيان له پلوه هم توپیر سره لري. په دې چې خبريال ته ښايي  چې  خبرونه په ناپېیلي  ډول  وړاندې کړي، يانې خپل عواطف او احساسات ور ګډ نه کړي. خبر ازاد او ناپييلی پکار دی. هر څوک له پېښو او حالاتو اغېزمنېږي. پېښې، جرمونه جګړې، سوله يز پاڅونونه،  د مينې يا کرکې غير معمولي بڼې، ارزښتناک موضوعات، رازونه، ترينګلتيا، پلټنه، ځانګړي، ډله يز او ټولنيز برياليتوبونه ناکامۍ، بوختياوې، کړنې، پرمختياوې، د حیرانتیا وړ، نااشنا او نوي موضوعات، موندنې لنډه دا چې هر د يادونې وړ، نوی  يا غير عادي شی د ژورناليزم  او  ادب  دواړو موضوعات کېدی شي.   ژورناليست  دا ټول  په ناپېيلي ډول بې له دې  چې خپل غبرګون څرګند کړي بیانوي. مګر اديب  د هرې موضوع په بیان کې خپل غبرګون څرګندولی او ور ګډولی شي. یانې  په ژورناليزم کې ناپېیلتوب OBJECTIVITY  اوپه  ادب کې  داخليت SUBJECTIVITY  وي او دا يو مهم توپير دی.
ادب او ژورناليزم د وخت او زمان له مخې هم توپير لري. په ژورناليزم کې د پېښو او حالاتو نویوالی او ناڅاپي والی يو بنسټيز شرط دی.
په  ورځني  ژورناليزم کې  دنوي والى يا مهالني نږدېوالي شتون  لازمي دی. له دې امله  د خبر يو تعريف دادی:  د په زړه پورې  پېښو ژر او ناپېيلی بيان.  که خبر ژر بيان  نه شي، نونويوالی او خبري ارزښت  له مينځه ځي. د تېرو څلرویشت ساعتونو پېښه په ورځپاڼه کې د خبر په بڼه نه خپرېږي، نوځکه په ځینو پرمختللو هېوادونو کې  ورځپاڼې  د ورځې  څو ځله  چاپېږي . لکه سهارنۍ، غرمنۍ او ماښامنۍ.  دارنګه  په غرمنۍ ورځپانه کې د سهارنیو او په ماښامنۍ ورځپاڼه کې  د غرمنیو پېښو خبرونه  نه خپريږي.
د خبرونو په  څېر د ځيرنو، سرليکنو اوخبري ليكنو پر وخت  او ځای  خپرول هم اړين  دي، په کومه مهمه  تازه پېښه  که  تبصره  پر وخت  خپره نشي  نو ګټورتوب يې  له  مينځه ځي.
د دې برعکس په ادب کې د تازه والي يا مهالني نږدېوالي بنديز نه وي. دا سمه ده چې ادب  بايد د خپل  وخت  ښکارندوی  وي. اړيڼه  نه ده چې ادیب هم د ژورنالیست په څېر د  هرې  پېښې  په هکله سملاسي  غبرګون وښيي. ځکه  اديب کولی  شي څو اونۍ، مياشتې  او کلونه  وروسته  د تېرو پېښو اړوند خپل غبرګون څرګند کړي. اديب  عموماٌ  پر مهمو موضوعاتولیکنې کوي.
 د بېلګې په توګه د جګړې پر مهال  په ورځپاڼو کې هره ورځ  د یوې او بلې غاړې بریاو او ناکاميو خبرونه  خپرېږي. مګر اديب  د جګړې پر مهال يا د جګړې له پايته رسېدو وروسته  هم جګړه غندلی شي.
په ادب او ژورناليزم کې  يو توپير دا هم  دی چې اديب  نړۍ يا خپلې ټولنې ته د خپل  فلسفي ژوند له سترګيو ګوري. هغه  مومن  هم کېدای شي او ملحد هم.  هغه په پنځونو کې د خپل ژوند فلسفه څرګندولی شي. د ولسواکو هېوادونو په  ژورناليزم کې د ژوند د فلسفې  پر ځای قانون، پوهه او پاليسي چلېږي. هره ورځپاڼه د سمو ارزښتونو اوقوانينو په رڼا کې  يوه پاليسي خپلوي  او دغه  پاليسي  عموماٌ د ورځنيو مسايلو د اواري  اړوند وي. خو ډېر ى  ژورنالستيك  ژانرونه  لکه  خبرونه  په  ناپييلي  ډول  بيانېږي.
پخوا  ژورناليزم   ته شخصي  ژورناليزم ويل کېده. ځکه  هغه  مهال  تکړه  پوهانو او د قلم خاوندانو د مهمو موخو د پوره كولو لپاره ورځپاڼې  چلولې  او په ورځپاڼو کې د هغوی  خپلو ليکنو ته زيات  ارزښت  ورکول  کېده. که  کوم خبريال له ورځپاڼې  څخه بېلېده نو ورځپاڼه بې اغېزې  کېدله. په هغه ژورنالیزم کې دا ځانګړتوب و چې ادب ته ځانګړی و.  اوس ژورنالیزم ټولنیز شوی دی. اوس ورځپاڼه  داسې  یوه اداره  ده چې  په  هغه کې  يو فرد ډېر ارزښت نه لري. بلکې  ډېرې ليکنې  د نوم  ورکو کسانو وي. خبرونه  د څو كسانولاس ته راوړنه ده. سرليکنې هم بېلابېل خلک ليکي او پر هغه د چا نوم نه وي.  ځکه نن سبا د ورځپاڼې  نظر د يوه کس  نظر نه وي، بلکې د يوې  ادارې يا د يوه فکري ښوونځي ټولنيز  نظر وي.  د دې بر عکس په ادب کې  د ځانګړتوب شتون اوس هم شونی دی، ادب  پنځونکی د نظْر خاوند اديب کېدای شي. د هغه خيال  ځانګړی  وي که  هغه څومره لوی، بریالی او پوه ادیب وي یا نه وي.
عموماً په  ژورناليزم کې هره ورځ  د ژوند، زمانې او ټولنې  په اړخونو بحث  کېږي او هغه  هم  د جزئياتو په بڼه. د بد ګڼو، غلا، قتل يا اورلګېدنې خبر د يوې  پېښې  په  بڼه  په  ورځپاڼه کې  چاپېږي.  په دغه  ډول  پېښو د تبصرې  کولو پر وخت په ټوليز ډول د هغه د وړاندې کولو هڅه کېږي. خو بیا هم د دغې پېښې ناڅاپي والی او د هغې د غير ټولنیز کېدو عنصر پاتې کېږي. لنډه  دا چې  په  ژورناليزم کې په عارضي او ورځنيو مسايلو بحث کېږي. د دې برعکس  په ادب کې  عموماً په  خپلواکو او هميشنيو ارزښتونو بحث  کېږي. اديب  د قتل  يا غلا  پر يوه  پېښه  د بحث  کولو پر  ځای  د یوې ټولنيزې  ستونزې  په توګه هغې ته ګوري  او وړاندې  کوي  یې.  اديب  او ژورناليست  دواړه  د خلكو ترجمان د ي خو په  دومره  توپیر  چې  د اديب  فکر ځانګړى  وي. د هغه جذبه خپله ځاني وي.  نن سبا د عامه نظر د معلومولو لپاره ورځپاڼې ګوري په دې چې د خلکو نظرونه ، احساسات يا عواطف د انځورونو او خبرونو په بڼه  په ورځپاڼو کې ځای نيسي. اديب  په  خپل  ډول  په بشپړه توګه  په عام  نظر د پوهېدو هڅه نه کوي.  ځکه د هغه له لوري  د عامه نظر د تر جماني دعوه نا رښتيني وي. په  دې چې  د اديب  د پام  وړ ټکي انفرادي  او د ژورناليست ټولنیز وي. د دې لپاره په ادب او ژورناليزم کې همغه  توپير وي، کوم  چې  په  ځانګړتوب  او ټولنيزوالي  کې وي.
د ادبي، علمي او ژورناليستي ليکنو په  پنځونه کې  هم توپير وي. ژورناليست هره ورځ يا پر  ټاکلي  وخت  خپل  کار  کوي، د خبرونو برابروونکي  په څو ساعتونو کې زيات  خبرونه  برابروي .  سرمقاله ليکونکي پر ټاکلي وخت  سر ليکنه  ليکي  او هغه  هم  دومره چې  ټاکلی  ځای  ډک کړي.  لنډه  دا چې  ژورنالیست  د ژر   کار کولو له امله  د فکر کولو، کلیمو غوره کولو او د جملو د اوډلو لپاره ډېر وخت نلري، له همدې امله د هغوی په لیکنو کې یو ډول برسېرنتوب، له اړتیا ډېره سادګي او لنډون  وي. ادیب  په بيړه كار نه کوي. هغه  چې څه وخت يې خوښه وي نو لیکنې کوي. د خپلو پنځونو په ښكلي كولو څو ورځې  لګولی شي.  څرګنده  ده چې  په  ژر او په غور لیکل شويو لیکنو او خبرو کې توپیر  وي او كېداى هم شي. ادبي پنځونې  په  ارام  او د ژورنالیزم  هغه په  تېزي  پنځېږي.
له دې ټولو بېلګو دا روښانه کېږي، چې  په ادب  او ژورنالیزم  کې دځینو ګډو ارزښتونو تر څنګ  د دواړو په  موخه، جوړښت، اسلوب او وړاندې کولو کې ځینې  بنسټیز  توپیرونه  هم  شته.