(( دانودوحشت اخيري درجه ده ))

لومړی له چاڅخه داخپل سروټکوم . دائتلافي ځواکونوڅخه ددموکراسۍ ترنامه لاندې دوحشت اوبربريت ،دطالبانوڅخه دجهادترنامه لاندې  دوحشت اواوورانکارۍ ،ددولت دلوړپوړوچارواکواوانجوګانوڅخه دچوراوتالان ،دځايي زورواکانواوټوپکسالارانودزورواکۍ اوکه دګاونډي هيوادونودبدنيت اودسيسوڅخه . ديوويشتمې پيړۍ ددموکراسۍ ټيکه داران خودخپلې تکنالوژۍدوړتياپه صفتونونه مړيږي ،ولې دعمل په ډګر کې بياديوبيګناه ماشوم  اوتروريست توپيرنه شي کولای . دځايي اوسيدونکو ،ښځواوسپين روبو توپيردطالبانواوالقاعدې سره نه شي کولی اوعرب بن لادن خوپوره اووه کاله کيږي چې دستنې په څېرترينه په ځنګلوکې تري تم شوی دی اوتراوسه پيدانه شو،داڅرنګه موډرنه تکنالوژي ده چې بيګناه ماشومان اوبيګناه ښځې په خپل غريبانه بسترکې دخواږه خوب په وخت کې ډيرښه په نښه کولای شي چې اصلآترينه خطايي نه لري ،خودبن لادن اوتروريستانوپسې بيادنړۍ ټول موډرنه زتلايتونه ،رادارونه اودوربينونه ګرځي خودالعنتي تروريست نه پيداکيږي ،اوس يې نودملکي اوبيګناه انسانانوپه منځ کې په نښه کوي که ګوندې کومه الله توکلي ګولۍ پرې وربرابره شي . زه په هيڅ ډول دادتروريزم پروړاندې مبارزه نه بولم بلکه دادانسان وژنې لپاره مبارزه ده . پدې ډول تروريزم له منځه نه شي تلای بلکه برعکس دتروريزم ليکې نورې هم پياوړي کيږي . اوس نوهرشپون اوبزګرچې خپلې کورنۍ يي ديويشتمې پيړۍ دموډرنه وحشيانوپه ړندوبمباريو کې له لاسه ورکړي وي مجبوردي چې عرب تروريست اوياهم دپاکستان  ISI ته عذراوزاري وکړي چې څه چاوديدونکي موادورته ورکړي اوژرترژره ځان ستاسې خواته والوزوي که نورهيڅ زيان درته ونه رسوي حداقل پزه خوبه درته وينې کړي چې زړه يي درباندې يخ شي . دارنګه انسانان نه تروريستان دي اونه هم تروريزم پيژني ،داټول بيګناه وژل شوي اوزورېدلي انسانان دي چې نوريي څه دلاسه نه کيږي همدومره يي دلاسه پوره ده اوبس . خوموږدرته وايواوعذردرته کووچې نورې دغه وحشي اوړندې بمبارۍ بندې کړۍ که نه نونورهغه وخت ليرې نه دی چې ټول ملت درته تروريستان شي ،بيانودټول ملت وژنه اسان کارهم نه دی . دبيګناه انسانانوپرځای دغه ړانده بمونه دتروريستانودروزنې په مرکزونواوتمويلونکوادارو راوغورزوۍ بيابه موهدف سم په نښه کړی وي .   اوس نودطالبانووياندمجاهدصاحب ته وايم ! که چيرې داکړنې جهادوي لکه اوس چې پرافغانانوتحميلېږي لکه دښوونځيوسوځول ،دپلونوورانول ،دروغتونونواونوروعام المنفعه ځايونوورانول اوياله منځه وړل ،دښوونکي ،ډاکټر،انجينراوژورناليست وژنه اوداسې نور..... نوبياخودافغانستان خلک داډول جهادته دشک په سترګه ګوري داخوبياجهادنه بلکه ورانکاري ده . ستاسې خوبه ډيرې سختې اودقهرډکې خبرې اوليکنې زده وي لکه چې موديوافغان ورور دليکنې په جواب کې ليکلې وې ،خوزه تاسې ته داپه زغرده ويلی  شم چې نه هم ټول افغانان ستاسې دښمنان اونه موهم ددغه ورانکارواعمالوطرفداردي اونه هم ټول افغانان ديوويشتمې پيړۍ ددغه موډرنه وحشيانوطرفداردي . مونږزوريدلي اوکړيدلي افغانان يواودهرچادلورې څخه چې ظلم اوورانکاري وګوروپه ډاګه اوډانګ پيلې يي ورته وايو. زمونږددې بيګناه خلکويوه لويه ګناه چې مونږټولوته جوته ده هغه داده چې  الله تعالی دوی په دغه بد مرغه هيواداومنطقه کې ميشت کړيدي اوبس . په همدې دليل دهيڅ يولوري دوحشي اعمالوڅخه خوندي نه دي پاتې . اوس نودوی چيرې وتښتي اوپه کومه ولاړشي ،ددغه لارې لارښوونه ورته لطفآ تاسې وکړئ . که دبهرنيووحشيانوڅخه کوم ضرر مومو خوويلای شوچې هغوی راڅخه په هرڅه کې جلادي زړه يي راباندې دردنه کوي ،نوستاسې سره خوددغه بدمرغه ملت  ټولې وجې مشترکې دي . ښوونکي ،ډاکټر،انجينر....... ته په ټوله نړۍ کې ،په ټوله اسلامي نړۍ کې اوحتی زمونږپه ګاونډي هيوادوکې ډيرسخت ضرورت دی بايدوروزل شي اوټولنې ته دخدمت لپاره وړاندې شي ،خوزمونږپه هيوادکې دهغوی موجوديت بيا کفرګڼل کيږي اوبايدووژل شي . زموږپه هيواد کې دنجونومکتب اودښځولپاره کارکول کفرګڼل کيږي خوزماپه ګاونډکې په هغه ملک کې چې ځان داسلام مدافع اوټيکه دارګڼي اوستاسې ترټولونژدې حامي ګڼل کيږي په همدغه هيوادکې بياښځه دصدارت اوحتی دولسمشرۍ ترچوکۍ پورې کارکولی شي . افغانانوکچکول راخيستی  اوټول عمرپه ګرده نړۍ کې خيرات راټولوي ،بياپرې يوښوونځی ،روغتون ، پل ،پلچک او......... جوړکړي هغه بيا تاسې ياداورترکومي تيرکړی اويايې په بمونووالوزوی . ـــ سل زره دښوونځي دزده کړې کتابونوسوځول !  ــ اياداکومه وسله وه چې تاسې ونيوله اواورموورته واچوو؟ ــ اياپه دغه اعمالوتاسې بهرنيوځواکونوته ضرررسوي که خپلوخلکواوهيوادته؟ لطفآدافغانستان خلکوته ددغه پوښتنوځوابونه ورکړئ . اوکه داټول ذکرشوي اعمال ستاسې له خوانه کيږی بياترينه انکاروکړئ اوپخپلوسيموکې يې مخنيوی وکړئ اوهغه انسانان چې دغه اعمال ستاسې دبدنامۍ په خاطرترسره کوي سزاورته ورکړئ . مجاهد صاحب : بهرني ځواکونه راته پخپلوړندوبمونولس ،شل ،سل اوزرراوژني ،نوتاسې خوراته په دغه شکل نسلونه اونسلونه راوژنۍ اوټولنه موراته دجهالت دکندې پرلورروانه کړيده . داټول هغه اعمال دي چې دافغانستان خلک به يې هيڅکله دهغې عاملينوته ونه بښي اودبشريت دتاريخ په توروپاڼوکې به يې دتل لپاره ثبت کړي . دابيچاره ملت اوس ديوويشتمې پيړۍ ددموکراسۍ دوحشت اودڅوارلسمې پيړۍ دبربريت دوحشت ترمنځ راګيرشوی دی نو يوخدای (ج) به ورته نجات ورکوي اوبس .