په ټولنه باندی دطنز اغيزې


نننۍ طنز  که بې سانسوره او غیچي کولو خپور شي  هغه هېندارې  ته پاتې کیږي چې کولای شي په هغه کې د وخت  پلپوټ ډوله انځور ووینو یانی طنز دخپل وخت د رښتینو پېښو انځور ښیي
 زموږ له اوسنيو رښتينو طنزونه نه د جوړجاړیو،شوکماریو تېراېستنو، ټګیو  برګیو،د تاړاکګرود زورګیرویو او بمباریو،د واکمنو د  ظلمونو ،تیريو  ، اختلاصونو او داسې نور وږم لټېږی چې خامخا  د ټولنې په رغوني او سمونې باندی  لږ او ډیره اغیزه او ونډه لري
 دالفت صاحب له دې لاندی شعر نه د طنز اغیزې ښه جوتېږی
چي پلو له مخه لری د هر چا شی
دا رنګینی جامی څیری د ریا شی
حقایق ټول را بهر شی له حجابه
پټ کارونه را زڅرګند زما او ستا شی
که رازونه که رمزونه که اسرار دی
لکه ستوری د اسمان هسی رسوا شی
مقصدونه غرضونه عملونه
بی پردې او بې سیرته برالاشی
د هر چا زړه کی چی هر څه وی لیکلی
دئ پخپله د هغه نقش ګویا شی
هغه  دغه ښه او بد مخونه لوڅ کړی
توره شپه له مینځه لاړه شی سبا شی


همدا دلیل دی چې طنز لیکونکی  تل خپل سوژې له ټولنیزو پېښو  څخه غوره کوي
 که سیاسي پېښو ته کتنه وکړو طنز د یو ې هیندارې رول لوبوی ، د خلکو عیبونه  هغو ته ښیي او هغوی خپل ظاهری نقصونه او عیبونه  لکه په هینداره کې  چې  ګوري  ویني
رحمان بابا د ټولنې  غولونکي واکداران  او ریا کاران  داسې رټې او وايي:

تو لعنت دې په دغسې منصفۍ شه
چې له حقه و باطل و ته ګذر کړې
 څوک که تله د انصاف په لاس کې درکا
خپل ټټو او د بل اس به برابر کړې

 دځینو ړناندو په اند  طنز د ژوند مالګه بولي او وایي بې مالګې خواړه خوند نه کوي ان ادبیات بې ټوکو او طنزونو په غوږو ښه نه لګیږي له همدې کبله له پخوا څخه اخلاقي طنز ي توکې د ډیرو  شاعرانو په اثارو کې لیدل کیږي
سعدی په  ګلستان کې لیکي:
شخصی همه شب بر سر بیمار گریست
چون صبح شد او بمرد و بیمار بزیست
(یو سړی ټوله شپه د ناروغ سر ته ناست او ژړ ل یې سهار هغه مړشو او ناروغ   لاژوندی وو)
 ځینې ادب پوهان وايي پخوانې طنز ویونکو د خپل  انساني رسالت تر سره کولو لپاره قصداً ځان  ساده ، کوچنی او مسخره کوی او په دې ډول به يې   حقیقت بیانوی او ظالمان  به يې غندل.
 د بېلګې په توګه  په  عربو کې « جوحی» ، په منځني ختیځ  کې«ملا نصرالدین» په  ایران  کې «کریم شیره ای» ، په   یونان  کې «ایزوپ »، په المان کې « اویلن شپیگل »، په  روسیه کې « ایوان » ، د غزنویان  په دور کې «طلحک» وه  ... چې په  خپلو ټوکو، ویناوو ،  هجوو، هزلونو اوطنزونو به  يې خپل وجداني  دندي  تر سره کولې  ، خلک يې  په هغه   پوهول او اوخوشالو ل ، چې ویناوي ،ټوکې اوطنزونه یې تر اوسه پاته دی او دهغه وخت د ناوړو پېښو تاریخ جوړوي.

 ځینې ادب پوهان په ادبیاتو کې  د ټولنیږ او سیاسي طنز د رول په هکله وایي: د طنز قلم  غم ، بدرنګي او فسادونه په ډیره زیرکي او  شوخ طبعي بیانوي .چې د هغو لوستل او اوریدل انسان  خوشاله وي. دطنز لوړه موخه د ناپاکیو  له منځه وړل  ، د ټولنې د بدرنګیو پرېښوول او د ښکلا درکول دی چې  دا یو مشکل کار دی.

اصولی او ښه طنز کولای شي پاک لمني خلک وساتي  خو نشی کولای   څرنګه چې تمه کیږی بدطنت  او بدو خلکو ته لارښوونه وکړی ځکه په  ټولنه کې  منفی پېښې   په توندي  سره  خپریږی  او لږ لیدل شوی چې مثبتي پېښې  وکولای شي  د ټولنې د منفی خلکو پر ذهنونو او فکرونو  غالب شي،
دلته باید دطنز لیکونکی په لحن  او د وینګ په ډول پام وشي ځکه د راوی  لحن کولای شي مخاطب سړی راضي کړی یا د هغه  په ذهن کې شک او شبهه پیدا کړي.
الفت صاحب وايي:
پســـــــرلــــــــی یــــــا دبـــــــــورا یـــــــــا دبلبــــل دی
اوښـــــــان کله کــــــــړي دځوز او ګل فـــــــرقــــــونه
دړنــــــدو کڼو بهــــــار څــــــــــه بهـــــــــار نـــــــه دی
اوس پــــکار دي بینا سترګې زور غـــــــوږونـــــــه


د طنز او کنایې ښنونکې   اوڅېړونکې په دې باور دي چې اصولی طنز باید د پېښو رښتنې  بیا ن  وکړی،کشمکشونو  اوتضادونو په  پام  کې ولري  اود کړکیچونو  جرړې پیدا کړي او  د حل مناسبه او منطقي لاره  یې وښول شي.
لکه خوشحال بابا چي وایي
پښتانه چې بل څه فکر کا ناپوه دي
بې له تورې خلاصى نشته په بل کار

 طنز عموماً یوه  سربېرنه اویوه ژوره مانا لري چې کله کله دا دواړه ماناوی د یو بل  ضد عمل کوي.  چې  د موخې پوهیدل يې سوچ غواړی همدا علت دی چې وایې طنز د پوه خلکو لپاره دی ساده خلک   یې یوازې ملنډو  ته خاندی نو د ښه  طنز د پوهیدو لپاره باید هغه  بیابیا ولوستل شي.
 دطنز  دنده دا ده چې  د انساني ټولنې  بدو او کړغېړنو کړو ته پام وکړي  هغه ورټي او کوونکی يې سپک او وغندی، که  یې موخه د دې حالت  سمونه وې د طنز    لحن یا وینګ   باید لږ ملنډیز  وي  یانی  دا ملنډې  بایدادبي او محترمانه  وي   که د طنز موخه  د  بد کار و  ځورول وي نو د راوی وینګ او ژبه  باید تونده او ترخه وي .
 لکه چې غنی خان صاحب  وایي:
ټـــټــودوست کا ســـنـــډا یــا رکا
           خر کړه خپل مطلب پــري بــار کا
خوار لوهــار تـــــــه لا لا وایــــه
         چــــه تــیــره د رلــه ســـپـــــار کا
سرکار مر ګ له چه څوک بیا ئې
        یـــــو کپــټــان بـل صوبــه دار کا
د مـــسـتئ چــه خر شې پــاتــــي
      دشـــیخــي چــوغــه اختــیـــار کا
چـــه نــری رنځ ورشـــروع شې
              ځان حاجــې کا پــرهـــیـــز ګارکا
چـه میږې تــه خدای پـه قــارشې
د وه وزر ورلــــــه تــــیــــــار کا


 دطنز لومړۍ اغیزه هغه مسکا ده چې د  آزاد اوریدونکي یا ویونکي  په شونډو خپریږي  او هغه هڅوي چې بیا بیا داطنز ولولي د هغه نه خوند واخلی او هغه  نورو ته یې ورسوي
سنایي وایي:
جمع کرده است از پی خنده
چرخ مشتی از این پراکنده
د طنز خندااو مسکا ډول ډول کیدای شي
لکه :  نېښ ډوله  خندا، زهرلرونکی  خندا، ترخه خندا، خوږه خندا ، پټه خندا، دوه اړخیزه خندا، موخېزه خندا، کنایه ډوله خندا. خوشاله خندا، غمجنه  خندا، د اوښکو سره خندااو مړینه راوړونکې خندا...
طنز لیکونکی په کنایه کې  ترخه خندا او او په نیوکه کې خوږه خندا کاروي.

ویلیام فرای د طنز د اغیزی په هکله  وایي:
له جسمي نظره طنز پر ټولو انساني غړو  اغیزه لري چې تاسو  خاندی  ستاسو زړه ، سږی  او دمغزو غړي( ماهیچې) غوړیږي دطنز اغیزه دومره زوروره ده چې په هر طنزی موقعیت کې یوه نوی  پوه  رامنځ ته کیږی. طنز پوهان وایي طنز لومړی د اوریدونکی پر شونډو مسکا  راولي او بیا د یوه ګړۍ لپاره هغه  بې خوده کوي ؛ یوه بله فضا تجربه کوي او بیا د هغې اغیزې د سمون لامل ګرځي .طنزونه نه لکه چې اوس لیدل کیږی   یوازی نوم يې طنز دی کوم شی  بېله خندا نه لري هغه طنز نه بلکې ټوکې دي  ځکه په طنز کې خندا هدف ته د رسیدو لپاره وسیله ده بې هدفه  لیکنه بیا طنز  کیدای نه شي  .ځینې خلک بې خندا طنز نه لولې
 او  د طنز د هدف په پوهیدلو سر نه خوږوي.

د طنز دویمه اغیزه  دبیان شوی  پېښې په نتلي او اسکیرلي ضرر رسیدونکو(قربانیو) باندې ده  طنزهغوی  ډاډه کوي یو څوک شته چې د هغو ملاتړ کوي او د هغو ږغ  پورته کوي   او د هغو سره  خواخوږی ښیي،  هغوی په دی کار سره  د آرامي او زغم احساس کوي  او دذهني او له روانی  کړکیچونو نه ژغوړل کیږي ځکه طنز د بې وسو وسله ده.
طنز کولای شي سمه لاره خلکو ته وښيي ؛ طنز کولای شي  په ژوند ، او د ژوند دډيرو ناوړو پېښو  زهر له منځه یوسي.
ابوهاشم( ۲۲۳ هجری) چې د هلمند په سر وان کې اوسیده وایي
ژبه هم ښه وینا کاندی چه يې وینه
د خاوند په لاس کې زر او درهمونه
ژبور ورله ورځي وینا يې اروی
ددرهم خاوندان تل وی په ویاړونه(افتخار)
که در هم يې ځنی ورک سو سی نتلی(خوار)
پر نړی يې په خړو( ایری) پيژندونه
که بډای سوڼي(درواغ) وبولی خلق وایی
دا دنیا ده رښتاینه له رښتونه
که بې وزلی ووايي رښتیا خبره
نور وايي دا خو سوڼی دی تېرونه(تجاوز)
هو درهم ښندی هر چا له لویه برخه
ددرهم د خاوند هر ځای پرتمونه
درهم ژبه ده که څوک ژبور کیږی
ده وسله که څوک په کاندی قتالونه

او د طنز درېیمه مهمه  بله اغیزه پر هغه چا ده چې بد کارونه  ریا او ختا ایستل کوي طنزویونکی هغوی رسوا کوي او ملنډې پرې وهي او هغوی په زړه راکښونکی ډول غندی؛ هغوی دملنډو  له ویرې هڅول کیږی چې ځان سم کړی او د طنزو نو له ملنډو څخه ځان وژغوري..
دا چې طنزونه د واکمنو او ریا کوونکو ناروا کړه او ریا لڅوي نو ډیر وختونه د هغو دغچ او کسات  هدف کیږی او د هغو تر برید لاندی راځی  او دډول ډول سزاوسره مخامخ  کیږی ان  دزندان ، تبعید او زندی کولو لامل یې ګرځي.
که تاریخ ته وکتل شی د تاریخ په لړ کې ډیروطنز ویونکو د خپل رسالت په پار دا ټولي سزاوی لیدلي او ګاللي دي.
جووینال،  ناظم حکمت ، دهخدا او داسې نور تبعید شوی  عزیر نسین څو واره بندی شوی دی الکوکنستانیتونن ، د ایران میرزا جهانگیرخان صور اسرافیل ، میرزاده ء عشقی و فرخی یزدی مړه کړل شوی  دی.

ان په په انګلستان کې په  شپاړسمه پيړۍ کې طنز د کلیسا لخوا   قانوني بند شو  او طنز ویل  جرم وبلل شو او ټول طنزي مخکنی اثار وسوځل شول

طنز ونه  په اداری ښو کړنلارو او د نظام د نواقصو په منځ وړولو کې  ښه  اغیزمن  وه اودي
طنز پوهان  وایي: په دیکتاتورو هیواد و کې طنز لیکونکی خپلي ژړاوی په خندا وایي.  د خلکو زړه یخ وي  او څه نا څه يې د زړه غوټې(عقدې) ویلي کوی او مشکل ژوند پر اسانه کوي نو په دې وخت کې طنز ډیر « هوراسی» کیږی یا په بله وینا  سپین طنزونه ویل کیږی چې ټوکو ته نژدی والی لري.
یو طنز ویونکی( بایرون) وایي: زما لوی هنر د ژړاندو خلکو خندول دي.
شاعر څه ښه وايي:
و اگر من  به هر  تنابنده ای  می خندم
از آنروست که از گریستن باز مانده ام

یو طنز پوه وایي: طنز یو ډول ظریفانه سادیزم دی چې ډواړه طنز لیکونکی او طنز ویونکی  د دې توند  بیان څخه خوند اخلی

عبدالقادر خان وایي:


هوښار په مینه په ورمو زیاته کا
ورمونه وایم که څوک مخ راته کا
محتاج د نورو نورو نغریو سی
سړی چه خپله کټو ماته کا