۳
سلیمان لایق دهیواپه بدو حالاتو کې خپلې اندېښنې بیانوي کله هم دااندېښتې دزړه له خوږه د هجوي په ویلو تمامیږی هغه خپلو سیاسی مخالفینو ته ؛ د بل په امر ملایانو او مذهبي مشرانو ته ؛ د انقلاب نا پوه مشرانو ته او باالاخره نا پوه پښتنو ته خطاب کوي د هغو بد کړه غندی او ان کله کله له درده سپوری او ستغی ورته وایي.
هغه د زړو فکرو ملا یانو سره جوړ نه دی هغه ملایان غندی. هغه پښتو او پښتونواله مطرح کوی لومړی نصیحت کوی بیا یي ان په ډبره ولی او هغوی
پښتو پښتونولی ته هڅوي چې د هیواد په حالاتو سوچ وکړی.
هغه وايي د ملایانو د مخنیوی لپاره هر چیری ولاړم اخیر ناچاره بیرته ملا ته کیناستم.
عقل همت می له چا ونه لیده
په بیار ته راغلم ناست یم ملا ته
هغه د پښتون یو لوی عیب پیسه پرستي بولې هغه د طلا او پیسو داسی تعریف کوي.
د اطلا چې هر سړی يې په ارمان دی
دا قاتل د شرافت او د وجدان دی
فلز نه دی استبداد دی تجاوز دی
د انسان په عواطفو کي شیطان دی
هغه د ډیرو مذهبی او کامی مشرانو بی علمی غندی وايي:
ډیر مشران دي په صغارت کې
ډیر عالمان دي په جهالت کې
دا په ظاهره په نفلو بوخت دي
ډیر زاهدان دي په ضلالت کې
هغه داسې پښتانه غندي، چې ننګ نه لري، هغه وایي چې پښتون بې ننګه شي بیا په پستي که څوک نه پسې رسیږي.
افغان چې زخم د نام د ننګ شي
غیرت یې مړ شي هوډ یې تمام شي
هر اجنبي ته تر سپیو سپی شي
د هر پر یوتي غلام غلام شي
هغه د پیسه پرستو ناروغانو د ظاهری ژوند چې ټوله ورځ د پیسو په راټولولو اخته دی په هکله وايي هغوی درمان نه لری وايي ان که مسیحایې درملنې ته راشي هغه به لا د پیسو ټولولو په سوچ کې واچوی.
احساس می غلی شوی د ماڼیو په اړ خوکې
ایمان مې خیرن شوی په درواغو سلامو کې
بی خونده، بی مزې شوم، په چوکیو په میزو کې
پښتو می ورکه کړي ژوند په دې خلکو په سړو کې
اورونه دی سوځل کړی په موتړو په قصروکي
ګران شوی ماته ژوند په دې خلکو په سړو کې
هستی تللی یو د خپل ځان په غمو کی
د پیسو په تموج او توفانو کی
که انفاس د مسیحا راشی علاج ته
مبتلا به شی په فکر د پیسو کۍ
هغه د بد خلکو د پيژندولو لپاره یو چو کات جوړوی او په طنز وایي:
يو چې ډېر خوري سوګندونه
بل چې ډېر کاندي پورونه
اشنايي ورسره مه کړه
دابې پته دي خويونه
هغه ددوښمنانو له دسیسو څخه هم پرده پورته کوي چې څرنګه په پښتنو کې د نفاق زڼي کری ، دسیموو، ژبو او مذهبی توپیرونه اور ته لمن وهي.
ويشي زموږ خلك د دښمن په اكو بكو
د ذهن په تياره كې په پښتون او په تاجكو
د غرونو هزاره او پشيان شماري په وركو
د دښتو بلوڅان او تركمنان په لادركو
ازبك او نورستان ته يې دم يښى دى دوركې
په تشه ككرۍ كې يې څه نشته بې له كركې
دا څنګه منور دى
په سيمو، مذهبونو،ژبنيو توپيرونو
راكاږي توره كرښه په وحدت كې د قومونو
تبعيص رواجوي په يوه سرود كې د سازونو
په باغ كې نفاق اچوي په منځ كې د ګلونو
وهي په دېوالو د لمر په خونه كې ګاپكې
په تشه ككرۍ كې يې څه نشته بې له كركې
دا څنګه منور دى
هغه دخان او خانی حالت په هیواد کې غندی او وایي:
کوم ملت چی خرد خان وی ملت نه دی
چی د خپل قوت نادان وی ملت نه دی
چی د نورو له ویالې څخه ویرېږی
او غافل دخپل توفان وی ملت ندی
هغه افغانانو ته په نصیحت وایې ټول عمر دی عبث تیرشو بېله دې چې یو ښه کار دی هم خپل خوار ملت ته کړی وي.
هلکتوب په لوست او لیک کې درنه تیر شو
په ځوانی کې حرص ومال درنه چاپير شو
په زړښت کې سمه شمه د سهار يې
څوک چی زوړ شو ناتوان، چی مړ شو هیر شو
هغه بیا هم ناکامه انقلاب غندی د هغه مشران چې خپله هم یو له هغو څخه دی بې اودسه ملایان بولي او وایي:
دا موټری، دا باغونه او قصرونه
دا په وینو آباد شوی تعمیرونه
دا به وسپړلی یوه ورځ د خلکو مخکی
د چا غلا دچا تیرید چا ظلمونه
انقلاب یووړه زموږ سرونه
ادا یې نه کړه زموږ هوډونه
چې بې اودسه ملا اما م شو
نه منل کیږي کړي مونځونه
نور بیا
وروستي