طالبانو مبارک مو شئ!

د افغانستان پخوانی پادشا محمدظاهر شا که څه هم چې ټولواک وو، نه يې چندان د ملت پروا درلوده او نه يې ځانته د موسی ع لعقب ورکوه، خو ده د امريکا پخواني ولسمشر جان اف کېنيډي ته نظامي تمځايونه ورنه کړل او د کېنيدډي غوښتنه يې په کلکه رد کړه . دی به د انساني ضمير او احساس خاوند وو که نه، خو ملت يې ونه پلوره . يا به يې دومره زړه او جسارت نه شوای کولی .
 
همداسې خلقيان در واخلئ . که څه هم چې تاسې او ستاسې هم اندان يې کافر ګڼي، خو زه مو اوس هم ننګوم چې د يوه خلقي يا پرچمي پر وړاندې يو ثبوت را پيدا کړئ چې دوی په ډاګه ويلي وي چې په خدای باور نه لري . دغو خلقيانو کودتا وکړه، ملت يې له يوې سترې ننګونې سره مخ کړ چې په پای کې هر څه له واکه ووتل . خو دوی په خپله پوهه او ځيرکتيا سره شورويان واېستل  او هېواد يې ونه پلوره . دوی ظالمان ول، خو ضمير يې درلود او افغاني غرور يې دا نه منله چې وطن د دوی وي، خو واکمن بل څوک .
 
کله چې وار په نامه جهاديانو ته راغی، په افغانستان کې يې ښه غوبل جوړ کړ او د واک لپاره يې دومره وينې تويې کړه چې اندازه يې نه لګېږي، خو بيا هم افغانستان يې ونه پلوره . کېدای شي چې د ضمير او بصيرت خاوندان به په دوی کې هم ول، يا به موکه نه وي ورته برابره شوي او يا به چا ډېرې روپۍ نه ورکولې .
 
خو کله چې تاسې طالبان په ډېره شکمنه او بدمرغه توګه را پيدا شوئ، د نښې منځ مو وويشت  . مبارک مو شئ!
 
امريکا نه شوای کړی چې د شپېتو کلونو راهيسې په افغانستان کې د پښې ځای پيدا کړي، خو ستاسې په شتون کې يې د پينځو کلونو په موده کې خپل نظامي شتون او تاړاک او دا دي اوس تمځايونه هم وګټل .
 
زما ښه پر زړه دي چې طالبان زموږ کلي ته راغلل او وسله يې ټولوله . موږ هلکان د جومات په مخ کې ولاړ وو . زموږ يوه کليوال خپل ټوپک راووړ چې طالبانو ته يې ورکړي . کله چې د جومات مخې ته را ورسېد، يوه ځوان ورته په کړس کړس وخندل چې ګوره خپل ټوپک طالبانو ته ورکوي . ده په ډېر قهر ورته وويل چې :
\"داسې را ته ښکاري لکه ښځه مې چې را څخه وړي . که دې خوله وازه کړه، په همدې ټوپک دې ولم .\"
 
هو، تاسې طالبانو په ريښتيا هم سرلوړی ملت بې پته کړ او په عزت مو يې لوبې وکړي . که سړی په سړه سينه او کراره مغزو غور وکړي، نو تاسې د امريکا د هغه وخت ډي ډي آر  (DDR) واست  چې له دې پتمن ملت څخه مو يې غرور واخيست، بې وسلې مو کړ، لمړی مو پنجاب ته سرټيټی او دا دي اوس مو د نړۍ هر ملک ته د تاړاک ډګر ګرځولی دی .


تور  پنجاب يې را ووست د کابل په تخت يې کښېناوه
دېته د جومات حرامي څه وايي؟
دغه شعر د خلقيانو د سياسي بيرو د مشر سلېمان لايق دی چې د وخت په تېرېدا سره د يو څو کلمو بدلون ته اړ دی :
تور حسين (اوبامه) يې راووست د کابل په تخت يې کښېنوه
دېته د پنجاب حرامي څه وايي؟
 
تاسې طالبانو په دروغو، شر او فساد کې ريښتيا وګټله . ستاسې پلار مولانا غضب الرحمن يو خوا د جهاد فتواوې خرڅوي، بلخوا د پنجاب په پارلمان کې د ناټو لوژيستيکي کاروانونو ته اجازه ورکوي . پر دې ماشوم هم ښه پوهېږي چې که د ناټو لوژيستيکي کاروانونه بند شي، ناټو پرته له افغاني مقاومت څخه هم مري . نو ولې يوخوا طالبان د جهاد نارې وهي او بلخوا د ناټو کاروانونو ته په پارلمان کې رايه ورکوي؟
 
دومره سپين سترګي او جسارت چې تاسې طالبانو د  افغان ولس په وړاندې وکړل، هېچا نه شوای کولی . که ووايم چې له پښتنو سره د شمالي ټلوالې ځناورو دومره ظلم نه دی کړی لکه تاسې طالبانو، نو په بشپړ باور سره چې دروغ به نه وي، خو دا په دې مانا نه چې هغوی له مسئوليت څخه پاک شول، بلکې له تاسې سره به يو ځای يوه ورځ په رسۍ کېږي .
 
په مبارکۍ سر بېره يو زېری هم لرم :
که څه هم چې له امريکا سره ستراتيژيک تړون ډېر ګونګ، بې منځپانګې او بې مانا ښکاري، خو تاسې امريکا ته دومره موکه ورکړه چې پښه ځای کړي، نو ځکه ستاسې شتون ته ورو ورو نوره اړتيا نه ليدل کېږي . په دې مانا چې امريکا به اوس تاسې يو پر بل پسې راټولوي، څوک به وژني، څوک به پټ او ښکاره بنديخانې ته کشوي .
افسوس په هغو ځوانانو چې د ريښتيني جهاد او خپلواکۍ په مينه ستاسې دام ته لوېدلي دي!
 
اوس ورشئ هغو يتيمانو ته ځواب ووايئ چې پلرونه ېي د جهاد او خپلواکۍ په هڅو کې ستاسې په دام کې ولوېدل او سرونه يې بايلول . 
اوس به هغو کونډو او بورو ته څه ځواب ووائی چې د خپل سر سړي يې له تاسو سره لېږلي ول چې خپلواکي وګټي؟
 
تاسې به دليل وايئ چې تاسې خو په ښه نيت را پورته شوئ او دا چې حالات له لاسه ووتل، ستاسې ګنا نه ده . له تاسې څخه خلکو ريښتيا هم د موسی ع د لارښونې په څېر د رهبرۍ تمه درلوده ، خو خبره دا ده چې تاسې په ناپوهۍ کې تر ابوجهل ډېر جاهله، په کبر کې تر فرعون کبرجن او په ظلم کې تر نمرود ډېر ظالم واست او ياست .