پښتون وژني

پښتون پاڅې او پښتون   وژني
سره د  بل  په   لمسون   وژني

دا  خو    زمونږه    جهالت  دی
څوک   کنې   خپل   يون   وژني

دوی  رانه  لاړل    تر   اسمانه
مونږ  په  ځمکه  سکون  وژني

دومره غم اوس  په   موږ راغلی
بس چې نور مو جيګرخون وژني

يوه    ورځ    به   داسې  راشي
چې (همت) به ستا  بيلتون وژني

ډاکټر هيواد همت
کابل دريم مکرورريان
۲۵/۸/۲۰۰۸