د ورځې يولس بجې وې چې تيليفون کې مې دا سندره شروع شوه،
چې په ما ميندې ځه اوس ګرځه ليونې: چې په ځان نه پوهيدې ځه اوس ګرځه ليونې
دا مې د تيليفون هغه غږ وه چې کله به ما ته چا په خطايې سره زنګ ووهلو.نو تيليفون به مې دا سندره په ډير ناز سره ويله.
غوږي مې پورته کړه، مري مې ښې ورته رڼې کړي او هيڅ خاچ ماچ مې پکې پرينښوو.
نمبر نااشنا وه. او د هيلو غږ مې ورليږلو.
د هغې لورې هم د هيلو غږ راغبرګ شو او ورپسې دا کلمه هم راغله چې، ايا تاسو شاممد يې. ما هم بيدون لدي چې فکر ورباندي وکړم چې ايا شاممد يم کنه، نو مې ورته وويل ، بلې صيب مهربانې وکړي.
هو تاسو نن په يوه بجه د بيکارانو تلويزون دفتر ته ځانونه راورسوی چې له تاسو نه انټروی اخلې.
ياره د خبری په اوريدو مې رنګ داسې خراب شو او په پښو مې داسې زلزله نازله شوه چې تر څنګ مې زړه ته راتير ملګرې ممد نور راباندې غږ کړ چې هلکه څه درباندې وشول؟
مخ مې وراړولو، په خوله کې مې دومره لاړی نه وې چې د خولې کاسه ورباندې پريمنځم او د خولې خوند مې ښه شې، په ډيره سختۍ سره مې دا ټکې له خولې ووتو چې ياره په غضب وواښتو.نوره مې خوله داسې بنده شوه ته به وايې لکه يو څوک چې شليدلي ګريوان په اغزنو تارونو وګنډي. خو له لږ ځنډ وروسته مې په خوله کې لاړو بيا جريان پيدا کړو.کله مې چې د زړه دربا ښه شوه او رنګ مې بيرته ځای ته راغلو نو ممدنور ته مې وويل چې ياره د بيکارانو تلويزون ادارې تيليفون وه او نن په يوه بجه هلته انټروی رانه اخلې.
ممدنور د خبری په اوريدو له ډيرې خندا په ملا کې کړوپ شو نيږدی وه چې ساه ترې وخيژی خو خدای(ج)فضل وکړو.
ما ورته وويل چې ياره زرکوه چې له همدا اوس نه حرکت شروع کړو.هسې نه چې بيا راباندی ناوخت نشې ځکه چې په سرکونو باندې د خرګاډو دومره بيروبار وې چې د اتو بجو مامورين د شپې په دوه بجو په خپلو موټرونو کې کينې او ايله اته بجې خپلو دفترونو ته رسيږې.
اوبل دا چې ياره د تلويزون انټروی لپاره بايد په ځان هم ګوتې ووهم ځکه چې هلته خو قيافې ته هم نمری ورکول کيږی .
ممدنور راته وويل چې نو بيا څه ته ګوری خواری دې شروع کړه، ما چې کله اخوا ديخوا نظر واچولو هيڅ څه راته ښکاره نشول ، ځکه چې وچکالي وه نو وار مې خطا نکړو اوايله د يو ساعت په شاوخواکې مې د خولې په لاړو د سر کاږه ويښتان لارې ته سم کړل دا چې ارايشګاوو ډيري پيسې اخيستې نو همدومره سينګار مې د ننۍ انټروی لپاره کافې وبللو، او په دولسو بجو په يوه موټر کې کيناستو او ايله يوه نيمه بجه د تلويزون ودانۍ ته ورورسيدو. په دروازه کې يو تمبل پوزې راته انتظار وه کله چې ورنيږدې شوه نو د ستړی مشې وروسته مې په ډيره بيړه ورته وويل چې انټروی ته راغلې يم .
تمبل پوزی راته مخکې او زه پسې شاته راساّ يې هغې کوټې ته وروستم چې نور کسانوهم پکې داسې بيکاره وازې خولې نيولې وې چې مچانو بيدون له ټرافيکوپکې تګ راتګ کولو، زه هم لاړم او د کوټې په يوه کونج کې کيناستم، تمبل پوزی ته مې وويل چې زما سره بل ملګری د انتظار خونې ته بوځې هلته يې تر هغې وساته تر څو چې زما انټروی خلاصيږې، ګوره يو خوراک کباب يا کړایې ورته راوړه ځکه چې دا خوارکۍ د معدی تکليف لری.ممدنور پسې شاته او تمبل پوزی ورته مخکې تردی چې زما له سترګو پنا شول. ددوی له تللو مې وروسته ځان ته پام شولوچې د موټر تيزې هوا مې د سر ويښتان را ګډوډ کړی وه. په کوټه کې ډير کسان ناست وه او ددي موقعې نه وه چې د سر ويښتان می برابرکړی وای خو يو ځل مې په ډيره بيړه په کوټه کې په ناستو کسانو نظر تير کړی چې ګورم ټول د انټروی په خيالونو کې ډوب وه نو ما هم د موقعې نه ګټه پورته کړه او د لاړو لوند لاس مې په سر راتير کړ هغه وه چې ډير کاږه پکې سم شول ځکه چې د لاړو نه مې سم جيل (يو ډول د سر تيل دي چې د سر ويښتان داسې کلک کوی لکه سريښ چې ورباندې ووهې) جوړ شوی وه.مجبوره وم چې دا کار مې کړی وای ځکه چې انټروی ته راغلو پيغلو او ژڼو په ځانونو داسې مصرفونه کړی وه ته به وايې چې همدا اوس په همدغه ځاې کې یې د واده مراسم تر سره کيږې.
له لږ ساعت انتظاره يو ځوان راغلو او په پيل کې يې هغه کسان د انټروی لپاره وګمارل چې مخونه يې له ډيرو پوډرو تک زيړ او تک سپين ښکاريدل. د انټروی ګمارونکې پدی کار ډير غوصه شوم او په تونده لهجه مې ورته وويل چې زموږ وار کله دی نو راته ويې ويل چې په همدوی پسې دی وار دی.
بيا هم له لږ ډير انتظار يو ځوان راغلو او په مايې غږ وکړ چې ځوانه راځه ستا وار دی.
ځوان د لاس په اشاره هغه کوټه راته وښودله چې انټروی اخستونکې پکې ناست وه نو ما هم وار خطا نکړو او کوټې ته ورغلم . کله چې کوتې ته ننوتم مخکې لدی چې په انټروی اخستونکې مئ سترګې ولګيږې په مخامخ ديوال ځوړند کاغذ مې سترګې ولګيدې چې په هغه کې يې دا لاندينې جمله ليکلې وه.
( به خانمها ترجيح داده ميشود)کله مې چې دا جمله ولوسته نو په سترګو مې تياره راغله هسې نه چې که دا سوال رانه وکړی نو څه ځواب به ورکوم،دومره پريشان شوم چې هيڅ انداز راته نه لګيدو او د خيالونو په درياب کې ډوب شوم خو ناڅاپه مې دغه غږ تر غوږو شو چې( برادر بيا بيشې.)نو ما هم همدغسی وکړل .شاوخوا مې چې وکتل يوه پيغله او يو ځوان ناست وه دومره پوه شوم چې دا انټروی اخستونکې دې. نو ددوې په ليدو داسې غلې کيناستم لکه يو شاګرد چې د استاد خبرو ته غوږ غوږ وی . يو ځل پيغلي راوکتل او بيا ځوان سرتر پايه وکتم دواړه غلې شول. يوه هم د سوال کولو جرات ونکړو نو بيا ما ورته وويل چې تاسو مهربانې وکړی او زما نه سوالونه وکړی.
جيني خوله جينږه کړه او زما څخه يې وپوښتل چې ښه څنګه راغلې یې او څه غواړی؟
د پوښتنې په اوريدو لږ غلې شوم ځکه چې ما داسې فکر وکړ و لکه چې سوالګر ورته ښکاره شوم.نو له لږ فکر وروسته ما وويل چې راځه ته هم يوه غونډاره وروشړه، نو مې ورته وويل چې دلته څه ملاويږې؟
جينی خو د جملې په اوريدو پوه نشوه خو ځوان چې پښتون وه نو ويې خندل چې پيغلې هم دده په ليدو خپل غاښونه سره ښکته پورته کړل.
له دغه وروسته ځوان راته وويل چې ښه رابه شو اصل موضوع ته چې دا خو د بيکارانو تلويزون دی اوداسې کسانو ته ضرورت لری چې هغه په دغه اداره کې د کار ړتيا ولری او ددغه لپاره شرايط هم شته . هغه دا چې کارې تجربه ولری ښه قواره ولری البته جينيو ته ترجيح ورکول کيږی.
بس همدغه خبرې يې راته وکړې او ويې ويل چې ته مو هم وليدې او ستا اسناد هم لرو نو کله چې تاسو ته ددغه ادارې اړتيا وه چې ددوهم سټيج انټروی لپاره دی راوغواړی نو تاته به زنګ ووهې او نوريې راته وويل چې تاسو ښه ځوان يې او ښه ځوانې لری ښه استعداد لری اوس تاسو تلې شې.
زه هم راووتم او په انتظارخونه کې ممدنور ناست وه هغې ته مې هم غږ کړ چې راځه ياره کار وشو.ده وويل چې هغه څنګه ؟
ما ورته وويل چې د اول سټيج انټروې خلاصه شوه او ددوهم سټيج انټروی پاتې ده خو ګمان نکوم چې ددوهم سټيج انټروی لپاره مې وغواړی.
نوده په ډير غوصه ناک انداز راته وويل چې ولې ځوابونه د په ميو خيرن نه وه که څنګه. نا ځوابونه ښه وه کارې تجربه يو شرط وه هغه هم ښه وه او بل د ښې قوارې شرط وه په دغه شرط کې مې هم د نمرو خوند وه خو په يو شرط کې پاتې راغلم .
ده په ډير جدی انداز سره دا خبره تکرار کړه چې ولې په تا کې د څه شې کمې وه.
ما ورته وويل چې ياره کمی خو نور نه وه خو يو شرط وه هغه دا چې جينيو ته ترجيح ورکول کيده بس په همدغه ټکې پاتې راغلم . ځکه چې دوی ډيری وې.
ممدنور له ډيرې غوصې په خندا شوه او او غوصه ناکه خندا کې يې راته وويل چې ای ساده دا خو په رښتيا چې ساده يې. ورته ويلې به دې وای چې که ډيره اړتيا وې نو په شنه زرغونه به درته واوړم .
نه هغومره اړتيا هم نه وه ځکه چې پخپله دوی هم دومره راغلې وې چې يوازی د ۲۰۰۰کا ل او هغې نه پورته ماډل پليټ لرونکو خانمانو ته ښه ترجيح ورکول کيده او د کم ماډل پليټ لرونکوخانمانو خو د موږ نه هم بترې خولې نيولې وې.
وروستي