
افضل ټکور
په لندن کی (دلته لږ زموږ اور بل)فرهنګی یارانو دخپلو میاشتینیو غونډوپه لړ کی داځل داپریل د اوه ویشتمی غونډی میزبان افضل ټکور وو،په غونډه کی لندن میشتو پښتو شاعرانو ښاغلی ولی عبدالله او ښاغلی غلام محمد کامه وال خپل شعرونه ولوستل او دغونډی برخه والو پری نظرونه وړاندی شول: که پښتون یی که تاجک یی که کوم بلته اټک یی ته پنجده یی ته کابلښکلی بوټی دبابر دباغ په زړه کیته ریښه یی ته ساقه یی ته یی ګل پاڅه پاڅه خیالیګره لیونیهکاروان تللی ته له ځانه یی غافلعظمتونه دی په شاړو کی پراته دیلکه بست لکه میوند لکه زابلدنامردو پاچاهی در پکی جوړیکه شمال یی که جنوب یی که کوم بلیو پر بل پسی ورکیږی او ډوبیږیکه میوند یی که پنجشیر یی که کابلښاغلی نظری وویل: شاعر باید دوه نظرونه سره ګډ نه کړی یو تغزل او بل شعار زه فکر کوم په دی کی تغزل کم دی،ښاغلی اکبر کګر زیاته کړه:دنظری صاحب دخبرو په دوام باید ووایم چی:هر څوک که یو نظر وړاندی کوی باید تخیل ورسره وی،زما په اند هم دا غزل نه دی ځکه چی غزل خاصه ژبه لری دغزل مفاهم زیاتره کنایات استعارات او عشقی مسایل دی، خو ښاغلی نظری وویل:زه دشعار سره مخالف یم دا زما په فکر شعار نه دی ښه به داوی چی نظم یی وبولو،ښاغلی نظیف الله تکل وویل:کله کله زموږ شاعران په لوی لاس غواړی چی ځنی بی ضرورته کلیمی په شعر کی راوړی لکه ابا سین،پامیر ،هندوکش او چی دا دنظم خبری دی په دی شعر کی زما په نظر قافیه وی نیمګړتیا هم موجوده ده،ټکور وویل:زه فکر کوم دښاغلی ولی عبدالله دغه شعر دنورو نیمګړتیاوو تر څنګ چی دوستانو ورته اشاره وکړه ځنی قافیه وی نیمګړتاوی هم لری لکه ګل دکابل سره سم نه ایسی،زما په اند قافیه وی نیمګړتیا غرل کله کله زیانمنوی خو نظم کی بیا دومره نه مراعاتیږی،بل کوم ټکی چی زه یی یادوم دادی چی ددی شعر ډیره برخه ماته ګونګه ښکاری لوستونکی نه پوهیږی چی دویناوال مطلب څه دی،قافیوی نیمګړتیا زموږ دپښتونخوا دډیرو ښو شاعرانو په شعری بیګو کی هم وینو خو هلته مفهوم له شاعر نه نه ورکیږی،وروسته ښاغلی ولی عبدالله خپل بل شعر ولوست چی داسی وو:الاهو،الاهو،الاهویو ماشوم دمور په ګیډهپرښتی ترینه چاپیرهورته وایی مبارک شهځی دنیاته،ځی دنیا تههلته مینه ده مستی دههلته هره خوا هستی دههلته مور ده ،هلته پلار دیرنګ په رنګ ښکلی بهار دیالله هو،الله هو،الله هودده نه لویږی زړګی تهورته خاندی ورته واییدا دنیا ده زه په کی یمنه بیګاه شته نه سبا شتهنه رڼا او نه هوا شتهخیالیګره زه دی نه منم خیالونهزه دی نه منم پندونهشپه سبا شی دی پیدا شیله خپل اصل نه جدا شیپه ژړا شی ورو ورو وغړوی سترګیدی بینا شی، هره خوا نغمه سرا شیدسپیدوپه مناره کیدقران په سیپاره کیورته وایی دا دنیا ده بی بقا دهراځه ځو بلی دنیا تهراځه ځو خپلی بقا تهاسمانی ښکلی فضا تها بدیت او بسم الله تههلته بله پاچاهی دهشفاعتو او خدایی دهتر ابده زنده ګی دهدده نه لویږی زړګی تهچی رښتیا بله دنیا شتهالله هو الله هوالله هوښاغلی تکل وویل: داډیر ښه شعر دی دلته ښکاری چی شعر په خپله راغلی او ماته یی ډیر خوند راکړ،ښاغلی کرګر هم وستایه ټکور وویل:دلته ګورو چی دشاعر پیغام ډیر روښانه دی او لوستونکی ته یو مفهوم وړاندی کوی،له ښاغلی ولی عبدالله نه وروسته ښاغلی کامه وال خپل دغه لاندی غزل دغونډی برخه والو ته وړاندی کړ:مورجانی خوب کی بیګا ووی راتهوی،زویه دجنت ژبه پښتو دهمدام دی دښمنی ورسره وکړهخبرشوی دقیامت ژبه پښتو دهجماعت کی می ملا ته داسی وویدخدای (ج)دعبادت ژبه پښتدهلږ ژر په مینانو زیری وکړیدمینی محبت ژبه پښتو دهپه ډیرو تخریبونو ورانه نه شوهزموږ دزعامت ژبه پښتو دهاسانه سور او تال په کی پیداشیهنر کی ریاضت ژبه پښتو دهحجری دپښتنو ته کله راشهمیلمه ته مو دست ژبه پښتو دهزما دسر قاتل هم پری قانع شونړی کی دغیرت ژبه پښتو دهملګرو اقتدا راپسی وکړیزموږ دامامت ژبه پښتو دهټکور وویل:ښه غزل دی خو قافیه وی نیمګړ تیاوی لری، دمثال په توګه که ما دغه غزل لیکلی نوداسی می لیکه:په اسانه سور او تال په کی بیدا شیدهنر او ریاضت ژبه پښتو دههمداسی په ټولو بیتونو کی تغیر راتلی شی او دغزل سیلابی نیمګړتیا له منځه وړی بله دا چی داغزل له پیله تر پایه پوری په یوه موضوع راڅرخی خو کیداشی چی دغزل هر بیت بیل مفهوم ولری،خو ښاغلی نظری وویل:چی زه له دی نظر سره موافق نه چی دغزل هر بیت دی بیله بیله موضوع ولری،خو کامه وال صاحب وویل:زه فکر کوم که په دی غزل کی لاس ووهل شی سیلابی نیمګړتیا پیدا کوی زه خو وایم چی په همدی بڼه به ښه وی،ښاغلی ډاکټر عبدالله رحیمزی بیا په پښتو کی دیوه نوی فورم خبره وکړله هغه وویل: چی اوس اوس شاعرانو دغزلیز په فورم کی شعرونه لیکی چی دټپیزو سره لږ فرق لری خو ددغو شعرونو په اخر کی هم لنډی راغلی دی،دپښتو شاعران نن سبا نوی نوی تجربی کوی او لری نه ده چی زموږ شاعر ی ډیر پر مختګ وکړی،