خيرالناس

   ځينې ظاهره کې  با پاس  ښکاري
خوپټ په زړه لکه خناس  ښکاري
 
کړي  په ظاهره  د ورورۍ خبرې
په بدبيني کې بيا برلاس ښکاري
 
ستا به اخلاص  او ارادت  وي ورته
دې به بې مينې بې احساس ښکاري
 
دا د اخلاص او د انصاف سوداګر
فریب، رندۍ کې بې مقياس ښکاري
 
وي  مخ تورن به  د دنيا او عقبا
دخاين زړه  تل په واس واس ښکاري
 
ښکلې دنيا ده د ورورۍ او اخلاص
چاته چې غوره خيرالناس ښکاري
--------------------------------
سميع الدين  افغاني
٣٠  -  ٤  - ٢٠١٢
م ٠ کال