زرينه کشتۍ

 
 ادبي ټوټه

        زه تر اوسه دهمغه سمندر دشنه ساحل په غاړه ستا په انتظار ولاړيم ، خپل لاس مې په تندي چتر کړي او  په سرو  غرمو کې هم تر لرې لرې ساحلونو  ستا  د راتلو دزرينې کښتۍ په بادبان پسې ګورم ، دغه دردونکي انتظار تر اوسه هره ورځ دماښام په تيارو کې ډوبېږي  ، دغروب له غاړې لاسونه تاووي او دسهار له لمر خاته سره يو ځاى دلمر په  زرينه بېړۍ کې زما تر مخ په تېزۍ سره تېرېږي  ، زما هغه هيله هم ورسره وړي چې ستا پيغام يې دې  راته راوړى وي ، دلته زما ترڅنګ ډېر نور هم دچا په انتظار ولاړ وو خو زه به چې دشپې کومه شېبه  وېده شوم  نو بيا به نه وو ، زه باور لرم چې همغه شېبه دوى هر يو له خپل محبوب سره تللى او په خوښۍ کې  يې له مانه مخه ښه هم هېره شوې  خو زه لا  اوس هم  ستا دزرينې کښتۍ د راتلو په انتظار ناست يم .
 
٢٠١٢ اپرېل ٢٨ _ کابل