دعيسائيت ددغي لويي فتنې پروړاندي دمسلمانانوويښتابه ضروري ده په ځانگړي توگه زموږپه هيوادکي چي
بې سوادي بې علمي پکښي زياته ده،دلته خوداسي حالت دی
که دوی يوناخبره سړي ته ووايي چي موږالله پاک منو،قيامت منو،پيغمبران منو،جنت اودوزخ منواوداسماني
دين پيروان يواو...
نوهغه به فکروکړي چي داخوسم خلگ دي.
ماخپله له داسي خلگوڅخه اورېدلي چي دپنځووختولمونځونوپابنده وو چي امريکايان ښه دي ځکه دوی نکاح لري اوشورويان ښه نه دي ځکه نکاح نه لري !!
دغه خوارکيان په دې نه پوهيږي چي يوڅوک هغه وخت ښه کېدلای شي چي پوره داسلام مبارک دين ومني
که څوک له اسلامي ضروري عقائدوڅخه۹۹ نه نوي ومني اويوه ونه مني،بياهم مسلمان نه دی .
ددې يوه بېلگه قاديانيان دي دوی ټولي خبري ددين مني خوصرف دختم نبوت(زموږپه نبي عليه السلام سره دنبوت دلړۍ دپای رسېدلو)څخه منکردي نوپه اتفاق سره دټولوعالمانوکافران دي که څه هم نوردين مني.
نوله دې امله مي پرېکړه وکړه چي زه دخپلومسلمانانوروڼولپاره دحضرت عيسی عليه الصلاة والسلام په
هکله اسلامي عقيده په مختصره توگه وليکم،ترڅوداخبره ټولوته جوته شي چي دحضرت عيسی عليه السلام اصلي منونکي خلگ هغه څوک دي چي پرجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم باندي يې ايمان راوړی او
عيسويت ته منسوب خلگ داپه حقيقت کي دحضرت عيسی عليه السلام دُښمنان دي،ددوی دحضرت عيسی عليه السلام سره په حقيقت کي هيڅ تړاونشته.
مسلمانانوته پکارده چي ځان
په دين پوه کړي،خپله عقيده وپيژني،ترڅونورڅوک ونشي کولای چي دوی په په خپل دام کي را ګيرکړي.
داپه داسي حال کي چي نصرانيان(عيسويان)ديوه محرف اومنسوخ شوي دين پلويان دي،خوليکن
بياهم ددوی دخپل دغه دين لپاره دومره هلي ځلي کوي چي مسلمانان يې دومره نه کوي.
ددې يوه بېلگه داده چي په نړۍ کي ددوی ديوې ادارې لخوابايبل(چي ددوی په اندداهغه انجيل دی
کوم چي پرحضرت عيسی عليه السلام نازل شوی دی)په تقريبًادروسووژبوژباړل شوی اونشرشوی دی.
سره ددې چي ددغي يوادارې په هرځل چاپ کي له مخکيني سره تفاوت له ورايه معلوميږي اوکه
څوک بايبل وگوري اومعمولي عقل ولري نوهغه به دې پايلي ته ورسيږي چي داديوه داسي سترذات
کتاب نه دی چاچي ددې دُنياسترنظام برابرکړی دی .
له بلې خوادمسلمانانوحالت داسي دی چي سره ددې چي ددوی سره داسي يوکتاب موجوددی،چي
په هغه کي نه څوک يوه ذره بدلون راوستلای شي،نه پکښي راغلی دی اودنړۍ په هره برخه کي
په يوه ډول موجوددی خوبياهم يوسل اودېرشوژبوته ژباړل شوی دی .
داددې خبري څرگندويي کوي چي ډېری مسلمانان دخپل مبارک دين په هکله لازم دپام وړدعوت
اوخدمت نه کو ي.
له محترمولوستونکوڅخه هيله کوم چي دغه لړۍ ترپايه په توجه سره ولولي،انشاءالله بې گټي به
نه وي.
په دغه لړۍ کي زه هڅه کوم چي دضرورت مطابق تفصيل ورکړم څولوستونکوته يې کتل هم آسان وي او
مطلب هم ترې واخيستل شي ځکه په اوس وخت کي دمطالعې مينه کمه ده،نوډېره تفصيلي لړۍ
اکثره خلگ نه گوري.
له دې امله موږله بې ضرورته تفصيل څخه ډډه کوو اوهڅه کووچي په مختصره توگه دغه لړۍ
وليکو.
ليکوال :مولوي عصمت الله عزام
َ
وروستي