
ته مې په همغه وياړلي او رنګين سهار په خپل
زړه کې وموندلې چې کله له خوبه ستړى ستومانه را پاڅېدم او ستا په اړه له يو عالم
خيالونه سره بڼ ته ننوتم ، پرخو مې هر کلى وکړ او دبلبلانو نغمو ستا دغږ په څېر
خوږلت را ډالۍ کړ ، کله چې دلمر زرينې وړانګې په بڼ ولګېدې ؛ نو
دبڼ ټول رنګا رنګ ګلونه يې په ناز وزنګول ، زما څنګ ته نږدې ولاړ غرنې غاټول چې
دغره لمنې ته له تللې ويالي سره
ولاړ و خپله نوې غوټۍ پرانسته ، لمر ته يې مخ کړ او وږمه ترې خوره شوه ، ته هم
دهمدې غوټۍ په مينځ کې را ښکاره شوې ايله وپوهېدم چې ته هم په همدې غاټول کې پته يې او زه ولې هره شپه همدا بڼ په خوب
وينم .
٢٠١٢
اپرېل ٢٦ _ کابل