دا څوک دي؟

  داڅوک دي چې تاريخ او په زمان مو شک لري؟
احساس مـو راته  وژني په ايمان مو شک لري
 
فطرت کې مو ځای شوی آزادي دخپل ولس ده
زموږ پـــه قوې عـــزم  او پيمــــان مو شک لري
 
باتــــور دزمانې وو پــــه ملکو مو واکداري وه
په عزم  متانت او پــــاک وجدان مو شک لري
 
ولس مــو راته وژنــــې دپردي سامراج په امر
زموږ پــــه ارادو د زوړ  او ځوان مو شک لري
 
دښمن که مو پــــه خپلو کې نفاق ته سره بولې
په پوهه ورورګلوي د هر افغان  مو شک لري
 
هغئ چې مو  په ډاګه د وطن بربادئ غواړي
زموږ  دجد په ځـمکه او آ سمان مو شک لري
 
ډير ژر  بـــه ېې خپل عقل په سر راشې لـــرې نده
چې څوک موپه بـري دجنګ ميدان موشک لري
------------------------------------------------
سميع الدين افغاني