
لکه څنگه چي هيوادوال خبردي دهيواد ځوان تکواندو کار روح الله نيکپا دچين دپيکينگ دالمپيک دنړيوالـو لوبو په ٢٩ پړاو کـــــــي دژيړو لومړني مډال افغانستان ته وگاټه چي زموږ دهيواد دورزش په تاريخ کي ستربرياليتوب بلل کيږي .دافغانستان دالمپيک ملي کميټي په خواشيني سره خبرترلاسخه کړ چي دايران داسلامي جمهوريت دفارس اژانس په خپل يوخبري رپوټ کي چي د٢٠٠٨ ميلادي کال داگست دمياشتي په ٢٢ نيټه خپورشو دروح الله نيکپا شخصيت ته سپکاوي کړي دي اوپه يوهبرخه کي يي دي په ايران کي يوافغان پناه غوښتوونکي بللي دي اوافغانستان يي دتروريستانو مرکز اودنشه يي توکو منبع بللي ده.په داسي حال کي چي نيکپا څه دپاسه پنځه کاله کيږي چي له ايران څخه خپل گران هيواد ته راستون شوي دي اوپه خپل هيواد کــــــي دايمي استوگنه لري اوخپل لومړني ورزشي تمرينونه يي دتجربه کارو افغاني اوکوريايي استادانو ترنظرلاندي زده کړي دي.دالمپيک ملــــي کميټه دايران داسلامي جمهوريت له مقاماتوڅخه هيله لري چي دفارس دخبري اژانس دبي ځايه اوبي مورده څرگندونو ته پاملرنه وکړي اوددغه شان څرگندونو چي ددواړوگاونډيوهيوادو ترمنځ به دفرهنگي اړيکو دخړپړتيا سبب شي مخه ونيسي.