له فساد سره دمبارزې اداره کې یوې سرچینې له رسنیو سره په خپلو خبرو کې ویلې دي ، چې داوبو او برېښنا وزیر محمد اسمعیل خان په هرات کې کې د دولتي ځمکو او شتمنیو پر اختلاس تورن شوې دی سرچینه وايي : اسمعیل خان په هرات کې دخپل ولایت پر مهال له دولتي بانک څخه میلونونو ډالره غلا کړې دي پردې سربېره یې دهرات له ګمرګ څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده او ددې تر څنګ دا تور پرې هم لګیدلې دی ،چې له ساختماني شرکتونوسره یې په قرارداد کې هم له درغلۍ کار اخستې دی .
سرچینه زیاتوي : له فساد سره دمبارزې ادارې وار له مخه ولسي جرګې ته دهغو نوماندو وزیرانو نومونه استولې وو ،چې په مالي فساد کې ښکیل وو په هغه مکتوب کې راغلې دي ،چې داوبو او برېښنا وزیر اسمعیل خان له دولتي بانک څخه نږدې اویا میلونه ډالر غلا کړې دي .
دسرچینې دمعلوماتو له مخې دا پېسې هغه مهال تری تم شوې دي کله ،چې ډاکتر اشرف غني دمالیې وزیر و ، اشرف غني هغه مهال دهمدې پېښې د څیړنې لپاره هرات ته یو پلاوی استولې وو ، خو والي اسمعیل خان له پلاوي سره همکاري ونه کړه او نه یې دا پېسې بیرته بانک ته تحویل کړې .
له فساد سره دمبارزې رییس ډاکتر لودین وايي : دکابینې یو شمیر وزیران پر غلا او دځمکو پر غصب تورن دي ، خو دچا نوم یې وانخیست لودین زیاتوي په هرات کې هم یو شمیر دولتي ځمکې هم له ځواکمنو لخوا څخه غصب شوې دي .