
سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او ستراتیژیکو پیښتو ته په کتو له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان حالت څنګه ارزوئ، په دې اړه مې د ځینې سیاسي کارپوهانو له خولې عجیب او غریبې نظریې اوریدلې، ان ځینو خو یې زه هم هیښ کړی یم، هره ډله ټپله، هر حقیقي او حقوقي شخصیت د افغانستان راتلونکې د خپلو شخصي ګټو په رڼا کې ارزوي، په دولت کې د ښکېلو سیاستوالو او چارواکو، د تش په نامه اپوزیسیونانو او عوامو د نظریو تر منځ خورا زیات توپیر دی.
-
دولتي چارواکي په دې ډاډه دي چې له امریکې سره د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو به له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په ټولیزه وده کې کوم منفي بدلون رانشي، ځینې یې په دې باوري دي چې د امریکایانو په وتلو سره به حالت مثبت لوري ته بدلون ومومي، په امنیتي وضیعت کې به ښه والی رامنځ ته شي او په دولتي چارو کې به د دولت خپلواکي لانوره هم زیاته شي، د جنګ لوری به بدل شي او د بې امنۍ کچه به تر ډیره راټیټه شي ځکه چې د دولت وسله وال مخالفین به تر ډیره بریده له جنګ لاس واخلي او ددې بهانه به نه وي ورته چې دوی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې جهاد کوي او نه به کوم ورته شان بل شعار ولري.
-
اپوزیسیونیانو ته وروستي کلونه یو طلايي چانس ؤ او له دې طلایي دورې یې اعظمي ګټه پورته کړه، له هره پلوه یې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره خپلې هلې ځلې ونه سپمولې او لاهم د نورو په بربادۍ کې د خپلو ګټو د له لاسه نه ورکولو په موخه لګیا دي، چې یوازینۍ هیله او موخه یې یوازې داده چې وضعیت همداسې روان وي، ځکه دوی له ۲۰۱۴ کال وروسته خپلې ګټې په خطر کې ویني، له دوی پرته یې ټولې دخیلې خواوې نړیوالي ټولنې ته ترورستان وروپیژندل، له ځینو هغو هېوادونو سره یې تړونونه لاسلیک کړي چې تل یې د افغانستان بربادي غوښتې، دا چې دوی غواړي له ۲۰۱۴ کال وروسته لوبه د ځان په ګټه په مخ بوځي، د وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو لپاره هرې خواته لاسونه اچوي، آن تردې چې د هیواد په ځینو ولایتونو کې په ښکاره ډول وسلې ویشل کیږي. دوی ددې شعار په ورکولو سره چې کرزی غواړي له ۲۰۱۴ کال وروسته له طالبانو سره ایتلاف وکړي ځینې هغه حلقې له ځان سره یو ځای کوي چې د طالبانو سره کلک مخالفت لري، او ورته شعارونو او د سولې تش په نامه بهیر د دوی روحیه لاغښتلې کړې او خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې یې ورسره پراخه مرسته کړې ده.
-
د دولت وسله وال مخالفین خو دا را روان کلونه د ځان لپاره تر ټولو لوی فرصت بولي، دا ډلې چې د کرزي د حکومت له پیله یې تراوسه د جنګ لړۍ روانه ساتلې، د ناټو ځواکو د وتلو فیصلې د دوی ځواک لاغښتلی کوي، او تر شایې داسې مرموز لاسونه کار کوي چې دوی یوازې یوازې د جنګ د وسیلې په توګه کاروي، دا وسله وال مخالفین په دې اند دي چې زموږ بیړۍ به همداسې روانه وي او د هغه مرسته او ملاتړ چې د یو خاص هدف او موخې په خاطر یې ترلاسه کوي، فکر کوي چې دا ملاتړ او مرسته به هیڅکه هم له لاسه ورنکړي.
-
د ناټو ځواکونو تر منځ هم همغږي نشته، دوی هم د خپلو هېوادونو د ستراتیژیکو موخو لپاره په ځانګړي ځانګړي ډول کار کوي، ځینې خو له پیله تر پایه د افغانستان د بربادۍ لپاره کار کوي، لکه چې وینو یې هرکله چې په هېواد کې کوم هرج او مرج رامنځ ته شي هره ډله چې د دولت په مخالفت کې ودریږي دوی په هماغه ورځ ورنه ملاتړ اعلانوي او د سهولتونو په برابرولو کې ورسره مرسته کوي.
زما په اند له ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو د ځواکونو په وتلو سره لویه ضربه بیا هم همدا خلک ویني، ځکه دوی د دې لسو کلونو په تیریدو سره ټولې نړۍ ته ټروریستان معرفي شول، د داسې یو بې پرې خلکو په توګه معرفي شول چې هیڅ ادرس نلري نو له همدې لامله به هېڅ هیواد ورنه ملاتړ ونه کړي، له بلې خوا طالبان چې تراوسه یې مرموز لاسونه ترشا دي د ناټو د ځواکونو په وتلو سره د دوی ترشا لاسونه هم له کاره لاس واخلي او هغه ملاتړ چې د امریکایانو په شتون کې یې درلود له لاسه ورکوي، دوی به بیا تش لاس پاتې وي.
له بلې خوا ښاغلی ولسمشر مې دا لس کلونه یوازې او یوازې د خفه وروڼو په خوشحالولو او د خوشاله وروڼو په له لاسه ورکولو کې تېر کړ، نوموړي له خپل صلاحیت هیڅ داسې ګټه پورته نه کړه لکه څنګه چې نور کسان وتوانیدل له خورا کم صلاحیت څخه د ځان لپاره کار وکړي.
زما په اند دا چې له ۲۰۱۴ کال وروسته لا ډیر ونه ځپل شو، ښاغلي ولسمشر او د افغانستان ریښتینو خواخوږيو ته په کار ده چې باید له خپل صلاحیت نه په ګټې اخیستنې د ځپل شوي ملت د لاډېر ځپل کېدو د مخنیوي لپاره مټې رابډ وهي، او ولسمشر داسې یو کاري ګروپ د ځان لپاره جوړ کړي چې تر ډېره ډېره ورسره پاتې وي، او داسې کسان د ځان سره ملګري کړي چې د شریکو معنویاتو لرونکې وي او تر ډیره ډیره ورسره پاتې شي، له یوې خوا به د ځپل شوي ملت لپاره یو ادرس پیدا شي چې د سیاست په ډګر کې یې استازیتوب وکړي او له بلې خوا به سیاسي بحران تر ډیره بریده راکابو شي چې یو ځل بیا ویر او ماتم د ځپل شوي ملت په کور رانازل شي.
روح الله وفا